مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دویم : تأریخي مخینه

جنګي جنایتونه : په وینو سره لاسونه )پرلپسې لړۍ (
ژباړه : رحمت اریا


د کابل لویدیځ : وحدت ، اتحاد او جمعیت
د ۱۹۹۲ زکال د مې په مېاشت کې یوازې څو ورځې وروسته له دې چې حکمتیار د کابل له ښاره  دباندې په شا و تمبول شو ، د کابل په لویدیځ کې د ( عبدالرب الرسول سیاف تر مشرۍ لاندې ) د  اتحاد پښتونواکه ډله او د ( عبدالعلي مزاري تر مشرۍ لاندې ) د هزاره واکه شیعه ډله په خپلو منځو کې له یو بل سره و نښتلې ، پر یو بل یې د توغندیو ویشتل پیل او سړک په سړک یې د یو پر ضد بریدونه وکړل. هرې ډلې هڅه کوله چې یو بل د خپل گاونډیتوب له هغوسیمو او دولتي ودانیو څخه په شا و تمبوي چې ځواکونو یې لا مخکې نیولې وې. 
 
جگړې په داسې ځایونو کې را پيل شوې چې د ملکي وگړو پراخه گڼه گوڼه وه او هر چا ددې اټکل کولای شوای چې ډیر ملکي وگړي به ووژل شي ، د ملکي وگړو ډیر کورنه او نورو ملکي بنسټونه به و نړول شي. جگړه هغه مهال بې گټې اوبې مانا شوې چې ښکېلو خوا وو ، ودانۍ په ودانۍ او سړک پر سړک جگړه کوله او ټولې ودانې له خاورو اوایرو سره یو شوې. د کابل د ښار لویدیځه برخه د ۲۰۰۵ ز کال تر نیماییو پورې هماغسې د کنډوالو په شان ښکاریدله څنگه چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۶ زیږدیزو کلونو په لړ کې نړول شوې وې.
 
هیڅ داسې ډاډ منه سرچینه نشته چې په زباد ورسوي کومې خوا ، اتحاد یا وحدت ، دغه جگړې را پیل کړې. ځینې څارونکی باور لري چې دغه شخړې د ډیرو کوشنیو خبرو پر سر راپیل شوې : پوسترونه. د اتحاد او وحدت ډلو هرې یوې د بلې ډلې د مشرانو سیاف او مزاري پوسترونه څیرل � خبره د دواړو خواو د ځواکونو او جنگیالیو ترمنځ په لفظي شخړو واوښتله او وروسته د دواړو ځواکونو ترمنځ پخه جگړه راپیل شوه.
 
 
د شوروي د نیواک د مهال لوړپوړی جنرال ، محمد نبي عظیمي چې غوښتل یې په نوي دولت کې د ملي وسله وال ځواک په جوړولو کې جوگه شي ، د خپلو د ۱۹۹۸زکال په یادښتونو کې د وحدت او اتحاد د ډلو ترمنځ نښتې داسې راسپړي :
 
 
 " د هزاره گانو او اسلامي اتحاد ترمنځ جگړه د ۱۹۹۲ زکال د مې د مېاشتې په ۳۱ نېټه پیل شوه. په لومړي سرکې د وحدت د گوند د مشرتابه څلور تنه د کابل د سیلو په سیمه کې ووژل شول : کریمي ، سید اسماعیل حسیني ، چمن علي ابو ذر او وثیق. لومړني درې تنه د وحدت د گوند د مرکزي کمیټې غړي ول. د نظار شوری [ دولتي چارواکو ] د وحدت گوند ته خبر ورکړ چې د سیاف سړیو ، نوموړي کسان وژلي دي . له هغه وروسته [ د اتحاد د یوه پياوړي بولندوي ] حاجي شیرعلم موټر د کابل سره پله  [ پل سرخ ] ته په نیږدې سیمه کې درول کیږي ، کله چې نوموړی بولندی د هغوی له منگولو راخلاص شو په موټر کې جگړه وشوه او له سپرلیو څخه یو تن ووژل شو. [1]
 
پرته له دې چې د وحدت او اتحاد ترمنځ د لومړنیو نښتو لامل په پام کې ونیول شي ، د دغو ډلو ترمنځ نښته نه باید څوک هک پک کړي. د وحدت د شیعه مسلمانې ډلې او د اتحاد د سني مسلمانې  ډلې ترمنځ ترینگلتیا لا له پخوا خپلې  تر لوړې کچې رسیدلې وه ، د اتحاد ډله په کلکې محافظه کارې گروهنې باورلري چې وهابیزم بلل کیږي او شیعه ییزم ته د ارتداد په سترگه گوري. د ترینگلتیا بل لامل کیدای شي د دواړو ډلو په منځ د بهرنیو جنگیالیو ، جنگي سلاکارانو ایجنټانو اغیزه وبلل شي چې له ایران او په شوني توگه له سعودي عربستان څخه ول � دغو بهرنیو له دواړو ډلو سره کار کاوه � ایرانیانو له وحدت او سعودیانو له اتحاد سره. د وحدت په گوند کې دننه بې شمیرو ایراني ایجنټانو کار کاوه او موخه یې د وحدت د ډلې د پوځي ځواک غښتلواله او پياوړتیا وه چې له دې لارې دولت تر خپلې اغیزې لاندې راولي. له بلې خوا سعودي ، شخصي یا دولتي ایجنټانو د سیاف د اتحاد د پياوړي کولو لپاره په هماغې موخې کار کاوه.
 
کله نا کله به د جمعیت د بولندویانو ، د مجددي یا د رباني د استازو یا د سره صلیب د نړیوالې ټولنې د رسمي چارواکو په منځگړیتوب اوربند وشو خو اوربند به د څو ورځو په لړ کې بیرته مات شو. د دغې شخړې د اور د لا تود ساتلو او پر هغې د نورو تیلو او خځلو د شیندلولپاره به ، یو شمیر نورې ډلې په بیلابیلو وختونو کې د ښکیلو خواوو ملاتړ ته ورغلې. د حرکت ډلې به د اتحاد پر وړاندې له وحدت سره یو ځای شوې. وروسته له دې چې د وحدت ډلې د ۱۹۹۲ زکال د جولای په مېاشت کې پر جمعیت برید وکړ د مسعود سرتیرو د کابل د ښار پر لویدیځې برخې غچ اخیستونکي بریدونه تر سره کړل ( او بې شمیره ملکي وگړي یې ووژل )[2] .
 
د بشري حقونو د څار ټولنې د کابل د ښار د لویدیځې برخې د ۱۹۹۲ز کال د جگړو له بلهاریانو او شاهدانو سره مرکې کړي دي ، په دغو مرکو کې پر هغوی باندې تیر شوې وحشت او د ملکي وگړو پر ژوندانه باندې د جگړو اغیزې راسپړل شوي دي.
 
س ک د کابل په لویدیځ کې یو روغتیا پال وو ، نوموړی د هغه ورځني ناتار او وحشت په اړوند خبرې کوي چې د ښار په لویدیځ کې د میرویس میدان او د هغه په ور څیرمو سیمو کې تیریده :
 
 " څه ووایم ؟ ما په دغو شپو ورځو کې داسې پیښې لیدلې چې د ژوند تر پایه به یې هیرې نه کړم. کله چې هغوی جگړې کولې په سلگونو کسان به یې ټپیان کړل � هغوی هر وخت جگړې کولې. روغتون له ټپیانو او ناروغانو ډک وو ، نور ځای نه وو موږ نه شوای کولای د هر راوړل شوي ناروغ درملنه وکړو. خلک د روغتون په دالانونو کې مړه کېدل. د خلکو درمنله نه کېدله. هرې خوا مړي پراته ول او هر ځای په سر وینو رنگ وو. کله چې جگړو زور اخیست ، موږ نه شوای کولای ناروغان بلې خواته یوسو ، روغتون به په اونیو اونیو له مړیو ډک وو ، هر کله به چې  له روغتونه مړي و ایستل شول ، روغتون به بیا په مړیو ډک شو. کله به چې خبریالان راتلل هغوی ټولو یو پوښتنه کوله : " څومره توغندي مښتي دي؟ څو تنه وژل شوي دي؟ څو تنه ټپیان شوي دي؟" خبریالان یوازې همدغو پوښتنو ته لیوالتیا درلودله...
 
ما د کابل د ښار په لویدیځ کې پر سړکونو او هرې خواته مړي لیدلي دي. په روغتون کې د ناروغانو په پرتله ډیري مړي ول ، د هغوی خپلوانو نه شوای کولای چې راشي او خپل مړي واخلي." [3]
 
س ک زیاته کړه چې د کابل په لویدیځ کې روغتونونه په څو څو ځله د اتحاد/جمعیت او وحدت جگړو په لړ کې په توغندیو ویشتل شوي دي. " یو ځل د روغتون د ماشومانو څانگه وویشتل شوه او دوځله د عملیاتو خونه. ناروغان او ورغتیایي کارکوونکي یې ټول ووژل" . [4]
 
د کابل ښار یوه استوگن د بشري حقونو د څار ټولنې ته په خپلو سترگو لیدلی هغه وحشت څرگند کړ چې د ۱۹۹۲ زکال په دوبي کې یې د کابل په لویدیځ کې لیدلی وو :
 
" میرمنې مې زموږ لومړنی ماشون زیږاوه. موږ بې وزلي وو ، په کور کې وو، موږ نه شوای کولای هغه چیرې [ روغتون ته] بوزو. میرمنې مې راته وویل چې د هغې خور د مرستې لپاره راولم. له دې امله د کابل لویدیځ ، قرغې ، ته ولاړم [ قرغه له پغمان سره په پوله کې پرته ده ]. کله چې زه هلته وم جگړه پیل شوه . موږ د افشار سړک و نیو چې کورته ولاړ شو. موږ پر سړک روان وو ، د بایسکل ترشا مې خوښینه را سره وه.
 
 
د قرغې او افشارو ترمنځ د سړک پر سر ما د مړیو جسدونه ولیدل � اوه لس ، اتلس ، نه پوهیږم ، خو ټول یې ملکي کسان ول. هغوی پلي لارویان او سپرلۍ ( د بایسکلونو ) ول ، هغوی جنگیالان نه ول. د مړیو جسدونه پړسیدلي ول. ما هزاره جنگیالي ولیدل ، په ونو پورې تړل شوي ول او بیا په ډزو وژل شوي ول. ما څلور تنه په همداسې یوه حالت کې ولیدل. زما خوښینه ډیره خواشېنې وه ، هغې کانگې پیل کړې ، زه اړ شوم چې و دریږم. هغې ډیرې کانگې کولې ، موږ نه شوای کولای پر مخ ولاړ شو. هغه ، تر نن ورځې پورې غوښه نه خوري.... موږ اړ شوو چې په راغلې لار بیرته ولاړ شو. موږ بیرته قرغې ته ولاړو او له هغه ځایه مو بل سړک ونیو.... کله چې کورته راورسیدلو ، میرمن مې زموږ لومړی ماشوم زیږولی وو ، زما لومړی ماشوم مړ شوی وو. د مړه ماشوم ښخول موږ ته ډیر گران کار وو ،ډیره درنده جگړه روانه وه او ښخول یې گران ول." [5]
 
یوه افغان خبریال چې تل یې په ۱۹۹۲ز کال کې د کابل په لویدیځ کې کار کاوه ، څرگندوي چې ورځنۍ جگړې څنگه پرمخ تللې :
 
" د کابل پر لویدیځ او افشارو به شپه او ورځ د شوبلو مرمۍ او توغندي وریدل ... د نظار شوری به د ژوو له بڼ او سیلو څخه بریدونه کول. د سیاف ځواکونو به له لویدیځ لوري پر دشت برچې او د ښار د لویدیځ پر مرکز میرویس میدان بریدونه کول. د کابل لویدیځ د اتحاد ، وحدت او جمعیت د جگړو له امله په کنډوالو بدل شو ، د مسعود تر مشرۍ لاندې د نظار شوری به د کابل د ښارد زړه له منځه له دوه وو لوړو څوکو د تلویزیون د غره او د مأمورینو د کارتې د غونډۍ له پاسه د توپونو ډزې کولې او توغندي به یې ویشتل.... زه ډیریو هغو ځایونو ته تللم چې توغندي به لگیدلي ول. ما ډیر مړي ولیدل ، ډیرې وحشتناکې پیښې وې. " [6]
 
د ۱۹۹۲ ز کال د جون د مېاشتې لومړنۍ اونۍ له ځانگړي بدوالي برخمنه اونۍ وه ، له بلې خوا د حکمتیار ځواکونو هم د سویل له لوري ښار د شوبلو تر مردکو لاندې ونیو.[7] ( پر ښار باندې د حکمتیار د ډزو په اړه لاندینې برخه و گورﺉ. ) د کابل ښار یوه استوگن جمیل الرحمن کامگار د کابل د پیښو یوه پیښلیکنیزه برخه نېټه په نېټه لیکلې او وروسته یې خپره کړې ده ، نوموړی د وحدت او اتحاد د ځواکونو ترمنځ او د جگړې د دَرولو په موخه د ( جون په دویمه نېټه ) پر دولتي منځگړو د برید خبره لیکي ؛ نوموړی لیکي چې د ( جون په درییمه نېټه ) د اتحاد سرتیرواو هزاره جنگیالیو په سلگونو ملکي وگړي و تښتول ؛ هغه زیاتوي چې د ( جون په پينځمه نېټه ) په سلگونو ملکي وگړي ووژل شول ، د سره صلیب په روغتون کې نور ځای نه وو او په سلگونو کورنۍ د هغوی د کورونو له ړنگیدا وروسته اړ ایستل شوې چې کډه وکړي. [8]
 
د اسوشـﺋـتد پرس خبریال شیرون هرباوغ [9] چې په ۱۹۹۳ز کال کې د کابل په شمال کې د چورلکې د رالویدلو په پیښه کې ووژل شو ، د جون په پينځمه نېټه دغه لنډ گزارش لیږلې دی :
 
" [ آدېنه ' جمعه' ، د جون ۵ ، ۱۹۹۲ زکال ] : بریدونه دوام لري ،ښایي نور بریدونه هم وشي ، په ویجاړې شوې پلازمېنې کې کورونه او ښوونځي نړیدلي دي. نن لږ ترلږه ۲۰ تنه ووژل شول او ۱۰۰ تنه نور ټپیان شول.... سیال ځواکونه د یو بل خواووې په توغندیو او د شوبلو په مرمیو ولي ، دا بریدونه دومره پياوړي دي چې په یوه لیکه کې د پرتو کورونو او هټیو لړۍ له خاورو سره یوه کوي او د بریښنا مزي پر ځمکه را پریوتلي دي. د کابل د ښار په زړه کې پر دریو تشو ښوونځیو توغندي و موښتل ، څلور تنه لار رویان یې ووژل او ښوونځي د اور د خولې مَړۍ شول. شاهدانو وویل چې نن هم د کابل په شمال کې توغندي مښتي دي او په یوې کورنۍ کې یې شپږ تنه وژلي دي. شاهدانو وویل چې نا پیژندل شویو وسله والو کسانو د کابل د ژوو بڼ ته څیرمه د هټیو لړۍ پاکې او و نړولې او لس تنه یې ټپیان کړل. په شیعه میشتو سیمو کې شاهدانو وویل چې سني یاغیانو کورونه او هټۍ و لوټلې ، لارویان یې ووژل او د ټپي شویو گوریلایانو سترگې یې د سترگو له گاټو را و ایستلې او د مړیو جسدونو ته یې اور ورته کړ." [10]
 
په همدې اونۍ کې د فرانسپرس د ایجنسۍ یوه خبریال د ښار په لویدیځ کې په سلگونو ملکي وگړي ولیدل چې له کورونو وتلي ول او د خوندي ځای د موندلو په لټه کې په تیښته ول ، هغه ولیدل  چې ملکي وگړي په ړندو ډزو کې وژل کیدل ، هغه ولیدل چې ټپي ماشومان به د خاورو په لاسي کراچیو کې روغتون ته ځغلول کېدل. [11]
 
یوه ملکي وگړي چې د کابل په لویدیځ کې د سیلو په شااو خوا کې یې ژوند کاوه د وحدت او اتحاد د ډلو ترمنځ د جگړو په اړه چې د هغه په باور د ۱۹۹۲ ز کال د جون په مېاشت کې له یوه لنډ اوربند وروسته رامنځته شوه داسې وایي :
 
" خلک ډیر هېله من ول چې اوربند به دوام وکړي : خلکو دیخوا ایخوا تگ راتگ پیل کړ او هغه کارونه یې چې تر دغه دمه نه شوای کولای وکړل... د سهار نهه بجې وې.
 
ناڅاپه چاودنې او د وسلو ډزې پیل شوې. هرې خواته مرمۍ وَریدلې لنډه دا چې هر شی به په خپله مرمۍ گرځېدلې ، ډیر بد حال وو. هر چا هڅه کوله چې و تښتي او ځان یوه خوندي ځای ته ورسوي. میړونو خپلې میرمنې هیرې کړې وې ، وروڼو خپلې خویندې هیرې کړې وې ، میندو خپل ماشومان هیر کړي ول ، او ترونو خپل وریرونه هر چا هرې خواته ځغستل او هر څه په خوځښت راغلي ول ، ټول یوازې په یوه شي پوهیدل او هغه دا چې ځان یوه خوندي ځای ته ورسوی. خلکو زموږ د گاوڼدیتوب سیمو ته را ځغستل ځکه چې د نظار د شوری په ولکه کې وې. د وحدت ډلې د سیلو له سویلي برخې د میرویس میدان له سیمې څخه چې له ورایه په سترگو ښکاریدله ډزې کولې. د اتحاد ډلې د سیلو له لویدیځې برخې د خوشحالخان له سیمې څخه ډزې کولې. دواړو غاړو غوښتل چې سیمه تر ولکې لاندې راولي ، هغه لوټ کړي او بیا خپلې پوځي اډې په کې ځای پر ځای کړي. دواړو غاړو د ملکي وگړو پر کورونو ور ودانگل ، کور په کورېې مورچلونه جوړ کړل. هغوی د یو بل پر لورتوغندي ، درندې وسلې لنډه دا چې هر ډول وسلې کارولې.
 
زما کور د نظار د شوری یوې پوستې ته نیږدې وو. ما لیدل چې ښځې او نارینه له سړکونو زموږ پر خوا راځغستل او د ډزو له ویرې یې غوښتل ځانونه خوندي کړي. په دې لړ کې به خلک په مرمیو او د چاودنو په چرو لگېدل. خلکو به د سړک پر مخ پروت وکړ. چا چې سرونه پورته کول نو په ډزو کې به و نښتل او بیرته به پر ځمکه راپریوتل. یو شمیر کسانو بیا هم منډې وهلې او شا ته به یې نه کتل چې څوک و لگید یا ووژل شو. هر چا منډې وهلې ترڅو ځان خوندي وساتي. ډیره بوږنوړې ورځ وه....
 
هرې خواته ډزې روانې وې. مرمۍ په هر څه او هر چا مښتلې : ملکي وگړي لگېدل ، لنډه دا چې مرمۍ هر چیرې لگېدلې. د سیاف ځواکونو ځایونه ونیول هغوی د توپکو ډزې کولې او توغندي یې ویشتل ، هغوی د سیلو تر شا د کارته مأمورین پر لور د مرغانو په شان را الوتـل او د خلکو د کورونو ترشا پټېدل. هرې خواته توغندي وَریدل. جگړې تر تیاره ماښامه پورې دوام وکړ. د سیاف ځواکونه زموږ د سیمې گاونډ ته راغلل. موږ د سیاف د جنگیالیو په منځ کې کندهاریان  ولیدل. [12]
 
په کابل کې یوه ژورنالیست د ۱۹۹۲ زکال د جون په ۴ نېټه د هزاره گانو پر سیمو باندې د اتحاد کلک بریدونه مستند کړي دي او د سیمې له استوگنو وگړو سره یې مرکې کړي دي ، هغوی وویل چې د اتحاد ځواکونو پر هغوی د میرویس میدان په سیمه کې برید وکړ او شپږ تنه ملکي وگړي یې ووژل. د سیمې یوه ترهیدلې وگړي وویل : " گوریلایان کور په کور گرځېدل ، هغوی ویل چې موږ شیعه گان وژنو." [13]
 
د همدې مېاشتې په اوږدو کې جگړو دوام وکړ او لړۍ یې تر دوبي پورې و غځېدله. د جمهوریت روغتون چې د کورنیو چارو د وزارت تر څنگ وو ، ټولې هیندارې یې ماتې شوې وې ، روغتون د جون په ۲۴ نېټه و تړل شو. کله چې ژورنالیستان د همدې اونۍ په ترڅ کې  له روغتونه لیدنه وکړه د " نومیدې یوه زړه بوږنوونکې ننداره یې ولیدله " � ډاکټران ، رنځورپالان نه ول ، د جراحي نومیده ناروغان په خپلو مرداریو او میتازو کې اوږده غځېدلي ول.[14] 

----------------------------------------------------------------------
[1] محمد نبي عظیمي " سیاست و اردو" پ: ۶۰۶ [ دغه برخه د بشري حقونو د څار ډلې ژباړلې ده ]
[2] سرچینه و گورﺉ :
John Jennings, �Warring rebel groups blast Afghan capital,� Associated Press, July 19, 1992;
Suzy Price, �Kabul shelling injures hundreds of people,� Reuters, July 19, 1992.
[3] سرچینه و گورﺉ :
Human Rights Watch interview with S.K., Afghan medical worker in Karte Seh (West Kabul)
during early 1990�s, Kabul, July 9, 2003.
[4] هماغه
[5] سرچینه وگورﺉ :
Human Rights Watch interview with F.R.G., Kabul resident, Kabul, July 3, 2003.
[6] سرچینه و گورﺉ
Human Rights Watch interview with O.U., Afghan journalist, Kabul, July 13, 2003.
[7]  په کابل کې روغتیایي چارو چارواکو فرانسپرس ته د ۱۹۹۲ز کال د جون د مېاشتې په ۹ نېټه وویل چې د جون د مېاشتې په لومړې اونۍ کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۴۰۰ تنه ټپیان شوي ول.
[8] جمیل الرحمن کامگار : حوادث تأریخي افغانستان : ۱۹۹۰ � ۱۹۹۷ : پیښاور د میوند خپرندویه ټولنه. ۲۰۰۰ زکال ، له ۶۶ تر ۶۸ پاڼې پورې ژباړه [ د بشري حقونو د څار ټولنه ] کامگار دا هم زیاتوي چې د حکمتیار پر ځواکونو به د شپې له خوا د توغندیو او د شوبلو د مرمیو وریا وې پیل شوې ، دغه وریا وې به ډیري وختونه جنرال عبدالرشید دوستم ته پالیاله ځواکونو کولي د جون د مېاشتې د لسمې نېټې پر شپه دومره توغندي او د شوبلو مرمۍ و وریدلې چې توره شپه یې په رڼا ورځ اړولې وه.
[9] Sharon Herbaugh
[10] سرچینه و گورﺉ :
Sharon Herbaugh, �Pro-Government militias intervene as fighting continues in Kabul,� Associated
Press, June 5, 1992. See also Andrew Roche, �Gunbattles rage in Kabul, death toll over 100,�
Reuters, June 5, 1992: �At least three civilians were shot dead on Friday morning [June 5], witnesses
said. Residents scurried out of the area and units from neutral guerrilla factions sealed off road
junctions around the maze of alleys near Temur Shahi Park as bullets flew over rooftops. . . .�
[11] سرچینه :
Agence France-Presse dispatch, June 2, 1992.
[12] سرچینه :
Human Rights Watch interview with F.K.Z., resident of west Kabul, Kabul, July 9, 2003.
[13] Andrew Roche, �Gunbattles rage in Kabul, death toll over 100,� Reuters, June 5, 1992.
[14] Kurt Schork, �Fighting Erupts in Center of Kabul,� Reuters, June 25, 1992; and �Kabul��Beirut
without the Green Line,�� Reuters, June 26, 1992.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery