مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبدعت دوجوداسباب

سوال :- بدعت چی دومره سخت نارواعمــل ده اوبزرګـان دامت ځینی پــناه غواړی نوولی کیږی اوڅنګه وجودته راځـی ایــادابدعتان دبدعـــت دبـدی نتیجی نه اومــــــذمت نه نه ډاریــږی ؟
ځواب :- دبدعت دموجودیدلودری وجی دی (۱) جهـل ده چونــــکه بـدعت په ظاهره ډیر ښکلی اوحسین ښکاری نوخلــــګ دهغــــه په ظــــاهری حـسن خطاشـی نووایی چې داخوډیر ښه کارده دابه ولی ناجائـز وی اوپه ډیرشوق زوق سـره یـــی ترســـــره کوی اوثواب یـــی بولې دوهم سبــــــب یــــی دنــــفس خواهیشاتوتابعداری ده ولوکه ورته معــــــــــــلوم هم وی خودخپـــــل جـــــــاه
اومرتبی دلوړوالی لپاره یی ضرورترسره کوی اووایی دابدعت حـــــسنه ده لکه چی الله ﷻ فرمایی : وزین لهم الشیاطین اعمالهم � ښائیســته کـړی دی دوی ته شیطانانواعمال بدددوی دریم سبــب یی داده چــــې خلــــګ دخـپل مروجه بدعت دثابته ولودپاره له داسی کمزوروروایتــوڅخه کاراخلی چې په حقیقت کی دهغه هـــیڅ ثبوت نه وی لــــــــــــهذابـــــدعــــــت وجودمومی .
په ضعیفوحدیثوباندی عمل کول
سوال :- بعضی خـــلګ یوعـــمل کــوی اودلیل یی یوضـــــعیف حـــدیث وی وايي چې په فضـــائلوکی په ضعیفوحدیثوعمل کول صحیح دی داخـــــــبره ترکومه حـــــــــده صـــحیح ده ؟
ځواب :- بعـــضی علــما پــه ضــعیــف حــدیــث عــمل کــول مــطلــقاًجـــائزنــه بــولــې لکه قاضی ابن العربی المالکی (رح)وغیره لیکې لایعمل بـه مطلقاً-پـه ضعیف حدیث مطلقاً عمل نه کیـږی نه پـــه فضائلونه غـــــیرفضائــلوکی (القول البدیع ص ۱۹۵ البتـــه جمـهورعلماپه فضـائلوکــــی په ضـغیف حـــدیثو عمل جائزبولـی خو سـره دیوڅوشرطونولکه علامه شامی (رح) لیکی چې په ضـعیف حدیثو باندی دعمل کولولپاره دري شرطونه دی (۱) داروایت بــه ډیرکمزوری نــــه وی یعنی ددی کوم یــــوراوی به دروغـــــــــــــــجن اویـــــا په دروغومتهم نه وی (۲ ) داچه دابه دشرعت تریوعام اصل لانــــــدی وی (۳ ) داچه په دی کوم شی ثابـــــت ده هغه به سنت نه بلل کیږی تـــــرڅــــوچی ددی حدیث مصداق نه ووګرځی ( من کذب عــلی متــعمدافلیتبوء مقعده مـــن النار)چاچې وتړل دروغ په مابـانـدی هغــه خپله ځــای په جهنم کی بـرابـرکړ (ردالمحتاربتغیرما ج ۱ص ۱۲۸
همدارنګه مولاناعبدالحی(رح) لیکی
واماالعمل بالضعیف فی الفضائل فدعوي الاتفاق فـیه باطله نعـم هو مذهب الجمهور لکـــنه مشــــــروط بان لایـــکون الحــدث ضعیفاً شــد یداً فانکان کذلک لم یقبــــــــل فی الفضـائل ایضـاً الاثارالمرفوعــــــــــــه فــی الاخبارالموضوعه ص ۳۱۰
په فضـــائلوکی په ضعیف حدیـثو عمل کول اودادعوه کول چـی ټول علمایی صــحیح بولـــــی باطل دی هودجمهوروعلـــماوومــــذهب ده خوپه دی شـرط چی ډیـــــرضعیف به نه وی اوکه وو بیاپه فضائلوکی هم قبول نده
دځواب خلاصه داده چی په فضائلوکی په ضعیفو حـدیثو عمل دجمــــهو ر علمأووپه نیزدصحیح ده خوسره دهغوشرطو چی ذکرشوخوددغـــو شرطــو دنه لحاظ کـــیدوله امـــله ښـــه خبره داده چې داعمل کــــوم چی په ضعـیف حدیث ثابـــت ده فرض یاواجب نده . لهذاپریښودل یی پـکاردې نوردثـواب کارونه ډیــــردی چــی هغــه پــه صحیحوحدیثوثـابت وی اوثبوت یی یقینی وی ددی پرځای هغه اختیــارول پکاردی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery