مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

كرغېړنه غربي دموكراسي



لومړی بايد په دي سره پوه شو چې اساسي دموكراسي څه ته وايې؟ دويم دا د چا نظام دی؟ دريم څومره سابقه لري؟ څلورم دا د چاپديده ده او د څه مطلب لپاره ورته وده وركول كيږي؟ پنځم د چا ‌په مرسته پالل کيږي او مخ ته ځي؟ په اخير كې زموږ د هيواد لپاره څومره اغيزمنه تمامېدلای شي؟ دلته هغه شپږ مطالب ډېر ضروري دي چې په ځير سره وڅيړل شي نه دا چې د بل چا له ډول او سرنا سره وناڅو او وايو چې ( شك دی بچی شك دی ) د بل نظام په پټو سترګو تقليد اوبدرګه شي. اوس تر هرڅه وړاندي دا مهمه ده چي سړی په دې باندي پوه شې چې افغانستان كوم هيواد دی، د كوم كلتور پالونكي او ملګرى دی، څنګه فکراو نظام په ګړنديتوب سره وده پكښي كولای شي.
په همدې پوهه سره موږ د ډيرو هغو سوالونو جوابونو ته ځان نژدې كولای سو، چې د آخرنی اسلامي خلافت په مركز تركيه کښی وجود لری. کوم چې د اسلامي خلافت وروستی تاټوبی او د هغه د ختمولو مركز دی. كه څه هم په دې موضوع کي د غربې هيوادونو ډير اشتباهات تر سترګو كيږي چې دغه زړه ته يې د مكروب لاره وركړه، يا دا چې د عرب او عجم زهرجن الفاظ يې د تعصب په توګه پكې وشيندل شول بالاخره يې اسلام او مسلمانانو ته د نفاق، شقاق او پراګندګۍ لاره پرانستله چې ديکتاتور اتاتورك يېگ نوره هم فاصله زياته كړه، دا يوازنی علت نه دی چې كفايت ورباندې وشي كه څه هم د تمركز سترګي په ډير زور سره دغه لورته كږي شويدي ترڅو هم مړ او هم پړ په يوه چوكاټ كې ځاي شي، خو بې طرفه تواريخ هغه څه په خپله ځولۍ كې رانغاړي چې علتونه يې په ګوته شي وڅيړل شي، وشربل شي او كوچ تري راوايستل شي، ګومان كوم چې په راتلونكي يا روان مضمون کې به ورته بربنډتيا وركړو.
دموكراسي څه ته وايي موږ پخپله اصطلاح د دموكراسۍ د لفظ لپاره څنګه لغات كارولی شو؟
دموكراسي د عربې، پښتو او فارسي كلمه نه ده. دا يو انګريزی لفظ دی چې د ډموکراسۍ طلبو اذهانو په زياريې په نړۍ کې عام والی خپل كړی دی. خو زموږ په ژبه كې له خلكو نه جوړشوي حكومت ته وايې کوم چې بشپړه ازادي ولري، د خلكو د اكثريت رايه په كښي مطلقه مطرح ده، مانايې دا چې په لس كې نه تر شپږو پوري كه د يوي يوي پريكړي پلوي وكړي نو هغه پريکړه به د يوه قانون په څير بڼه خپلوی، په دې كې اصلاً د شريعت او مذهب دخل نشته بلکي دموكراسي د مذهب او حكومت په منځ كې بېلتون ته ښه پام كړي په دې پديده کې ډيرکار سوي چې د هغو د ربط تار هم پكښي له منځه وړل شوى يا شليدلی دی. دموكراسي د انسان د كرامت لپاره يوازي او يوازي ازادۍ ته لاره ورخپله كړي چي په نړۍ كې هر څوك كولای شي له خپلې ازادۍ نه د يوي وسيلي په توګه كار واخلي، يوازې يوازي دوه شيان پكښي مراعات او مطرح شوي چې يو ملي امنيت ته خطر نه وي او بل د ملي احساس پارول پكښي په ځغرده تبليغ نشي.
د دموكراسۍ يو بل تعريف دادی چې حكومت د خلكو د رايو په اكثريت سره انتخاب شي، اساسي قانون چې د ملك چاري په وړاندی بيايې هم د خلكو د ګډ نظر بيا د اکثريت او ډير والی په صورت كې جوړيدلای شي. د يته مققنه قوه ويل کيږي چې په هغه سره به د تنفيذ په شكل قضائيه او اجرائيه قواوي د ملت او حکومت چاري پر مخ بيايې.
اوس به دې مطلب ته راشو چې دموكراسي څه ته وايې؟ يو تعريف چې مخكې مو ورته اشاره وكړه د خلكو حكومت دی. دويم تعريف دا چې له مذهب نه بېل د خلكو د نظرونو حكومت دی چې زموږ په ټولنه كې په سيكولر يا لامذهبه نظام پيژندل كيږي چې دين، مذهب او حكومت سره بيل وساتي. د داسې قانون پلوی كول د هغو خلكو لپاره ګټه رسوي چې د مذهب فكر ورسره مطرح نه وي يوازي د مدني ژوند، ازادۍ، او خپلسری څرنګوالي په نظر كې نيسي. د نړۍ په دموكراتيكو حكومتونو كې پارلمان (اولسې جرګه) دمقننه قوې په نامه واك لري چې د پريكړي عملي كول يې په قضاييه او اجرائيه قواوو پوري اړه لري. پارلمان چې د دولتونو په تناسب توپير لري
د خلكو له غوره كړى شويو استازو له ترکيب خڅه جوړيږي، د پارلمان پرېكړې د خکو د رايو په اكثريت سره منل كيږي چې په ښكاره ډول
د شريعت دين او مذهب ورسره هيڅ تړاو نشته، كه څه هم په افغانستان كې د اساسي قانون د جوړولو لپاره د لويې جرګي جوړول يوه ځانګړتيا ده مګر داچې ځيني خلک دموکراسۍ ته د اسلامي دموکراسۍ نوم اورنګ ورکوي هيڅ بيخ او بنياد نه لري.
دموكراسي د چا نظام دی؟ كه څه هم دموكراسي په خپل ذات کې يو اوږد فكري تاريخ لري خو عمده څرنګوالی يې په اروپا كې
د فيوډالي او مورثي حكومتونو پر ضد د ازادۍ بڼه واخستله، په تير تاريخ كې چې له نولسمي پېړۍ څخه وړاندي تيرشوي په اروپا كې داسې حكومتونه موجود وه چې ملك (پاچا) او د هغه ښځه ملكه يې په مځكه كې د خدای نائبان نومول كيدل، ځكه چې د ډيرو يهودي او نصراني راهبانو انحرافاتو دوی ته دا لقب وربخښلی وو، چې ملك پر مځكه باندې د خدای  نائب دی. هغه چې څه كول وغواړي نو هغه ګواکې د خدای غوښتنه ده. په اطاعت کولوسره يې وګړي هرومرو مكلف دی. د مثال په توګه كه بالفرض د ملك رضا او خوښه وي
د انسان وژل، له وطنه تبعيدول، مريی ګرځول او بندي كول ټول بې له کوم دليله ورته مباح دي. دهغه وخت پاچاهانو هم دغه د تکبر فکر منلی وو او دايې خپل مذهبې او ديني حق باله د وخت راهبانو يې هم دا حق د خدای دوركړي په توګه تاييداوه.
يو بل علت داهم موجود وو چې په نصرانيت او يهوديت كې
د حكومتي چارو نظام وجود نه درلود ځکه به نو هميشه د مذهب په نامه شخصي چاري پر مخ بيول كيدلي او مذهب به د وسيلي په ډول کارېدی.
يو بل عمده علت داهم وو چې په يهودي او نصراني اديانو كې
د هغه عصر د راهبانو انحرافات ترحد ډېر شوي وه چې پر ډېرو توكميزو، سيمه ييزو، ژبنيو توپيرونو باندې ولاړ وه دا يوه بله ستونزه وه چې مذهب يې پكښي ورك كړى ياپاشلی وو. له همدې امله د ډېرو اختلافونو جنګونو وينو تويولو هنګامه يې په دغه سيمه کې ګرمه ساتلې وه. نژدی هر راهب ځان د خلكو پلار باله او د پلار لقب ورته كارول كيده او هغه څه چې به پلار غوښتل هغه به د زامنو لپاره جدي فريضه وه چې ترسره کولای به يې. د بېلګي په توګه په غرناطه كې
د زيمينس كړني او نارواوې چې په نتيجه كې يېگ د ډيرو مذهبونو
د پيروانو او د لامذهبو او مختلفو مذاهبو ترمنځ تاوتريخوالي ته دغه لاره غوره شوه لكه دموكراسي چې هر سړی بايد د خپل نفس واك ولري، د ځان لپاره وكيل انتخاب كړي او د هغه وكيل له لاري حكومت وټاكل شي مذهب د دولت د اداري او د ژوند له چارو بېل وساتل شي، د ژوند د چارو لپاره پارلمان تصميم ونيسي اجرائيه او قضائيه قواوي يې د تطبيق چاري پر مخ بوځي، هم دا لاره كولای شي خلكو ته د محدوديت او مسړوليت حلقه بي ماناوښيې.
له نولسمي پيړۍ راپدې خوا دموکراسۍ په اروپا او امريكا كې پوره وده وكړه چې په تيره شلمه پيړی كې يې اسلامي هيوادونو ته هم لاره پيداكړه، كه څه هم د عثماني خلافت تر ړنګيدو وروسته چې
د عبدالحميد خليفه د بي کفا يتی له امله پای ته ورسيد. په تركيه كې يوې ديكتاتوري سرټمبه گۍ دغې دموكراسۍ ته د اسلامي نظام پر ضدلاره پرانيسته. دغه راز دموكراسي د يهوديت، نصرانيت او الحاد خلاصه شوي او طرحه شوي ژوند لاره ده چې نن يې په زور او مهارت سره په اسلامي هيوادونو كې جرړي ځغلولې دي.
دموكراسي څومره سابقه لري؟ د ځينو تاريخ پوهانو په نظر د دغه نظام بنسټ ايښودونكی يو يوناني مشهور عالم او فليسوف افلاطون وو چې په منځنيو پيړيو كې يې نړۍ ته سترګي رڼي کړي او پټي كړي دي. د هغه ترمرګ وروسته د يوې غوره مفكوری په توګه ترڅيړونو لاندی شربل كيدله ترڅويې د يوه نازك تخم په څير د استالين
د شاګردانو له لاري دهګۍ مثال واخست، همدارنګه په اتلسمه پيړۍ كې د اروپايي پوهانو لخوا نوره هم وشربل شوه چې د منځنيو پيړيو په پای کې يې له هګۍ نه سر راوايست. تردي وروسته په نولسمه پيړۍ كې د ځوانۍ مرحلي ته ورسيده. په شلمه او يوويشتمه پيړۍ كې معلوميږي چې د اوج پر لاره روانه ده چې د ډيرو پوهانو په اند په دوه ويشتمه او درويشتمه پيړۍ كې به خپل پاخه سن ته ځان ورسوي بياکيدای سي تردې وروسته له منځه ولاړه شي چې ځاي به يېگ ان شاء الله د اسلام مضبوط او اسماني قانون ونيسي.
د دموكراسۍ د مفکوري دويم مشهور بنسټپال پريكليس دی چې په يونان کې د يوه ښارچې اتن نوميدی پاچا وو او له ٤٢٢م څخه تر ٤٤٩م پوري د هغه ښار واكمن و. د ده په وخت کې يونان پر مختلفو ښارونو ويشل شوى وو، قومي، نژادي، فرقوي، منطقوي، فرهنګي او مذهبې توپيرونه پكښي ښه زيات وه، جنګونه او وژنو پكښي ډير پاخه تاداونه درلودل. درنو كورنيو او شتمنو خلكو به د نورو خوارانو او بيوزلو خلکو پر حقوقو خيټي اچولي وي. هغوی به يې د غلامانو په توګه استعمالول. په همدې وخت کې پريكليس د دې ابتكار ګټونكی شو چې خلكو ته پوره او مساوي حقوق وركړي او په حكومت كې بيوزلو او غريبو خلكو ته د شموليت لار هواره كړي. همدارنګه په اقتصادي او صنعتي كارونو كې هغو ته د خپلي خوښي د كار چانس برابر كړي. د دې سره سره د ده ځينو افكارو كمونستي بڼه درلوده لكه خوارو او بيوزلو خلکو ته د فيوډالانو يا شتمنو خلكو مځكي وركول همدا ډول تر ډيره وخته د خلكو په ټول ژوند كې مساوي ساتل چې دا بيا د شتمنو او زياركښو خلكو پرسر يو ګوزارغوندي وو. مګر وروسته په پنځمه اوشپږمه پيړۍ كې په همدغه ښار كې د سولون، كلستين، اناليست او نورو واكمنانو لخوا په كې د پام وړ ترميم وشو.
دا چې دموكراسي د څه هدف لپاره پر مخ بيول كيږي؟ د دې اهداف تر ډيره معلوم دی، موږ له وړاندي يادونه و كړه چې په يونان او نورو اروپايې هيوادونو كې ډيرو فکرونو او مذهبونو وجود درلود چې هغه ځيني اسماني او ځيني غير اسماني مذاهب وه، له دې نه علاوه الحاد او لادينۍ پكښي ډير رسوخ درلود، د تور، سپين، غنم رنګه، نژادې مسئله يوه بيله ستونزه وه چې ان تر اوسه هم په امريكا او اروپا كې دغه تبعيضونه وجود لري، د دغو ستونزو له منځه وړلو لپاره دموكراسي نظام ته ښه پام شوى او وده وركول شوې وه چې د شلمي پيړۍ په وروستيو او د يويشتمي په پيل كې يې ډيري بېلګې په ګوتو كولای شو چې هغه د اروپايې مختلفو دولتونو، مختلفو ژبو او قومونو يو كول دي. هغوی د يوي ستراتيژۍ په جوړولو كې توافق ته رسيدلي دي چې هغه د حدودو له منځه وړل د مروجو اسعارو يووالی او پوځي اتحاد دی، چې واقعاً د هغو لپاره يو قوي او مثبت ګام دی داچې د دي اړينتوب ترشاڅه باعث سته دابيا بله خبره ده.
كه څه هم په پنځمه پيړۍكښي د يونان حكومت دموكراتيك پړاو ته سر ورننه ايستلى وو خو په هيواد كې يې چې داتن ښار يې مركز وو د دموكراسۍ نوم نه وو خپل كړى دا د هغوی لپاره د يوه غوره فکر پديده وه، د يونان په تاريخ كې د دموكراسۍ ابتكار د هغواختلافاتو له مينځه وړل وو چې د خلكو ورځنى ژوند يېگ ګواښاوه او د هغو کارونه يېله خنډ سره مخامخ كړي وه.
دويم په يونان کې هغو كسانو ته ازادي ورپه برخه كول وو چې دغلامۍ او يا هغه ته ورته ژوند يې دشتمنو او اشرافو د جاه طلبی، خوښی او خوشامندی لپاره تيراوه، مګر دغې دموکراسی بياپه نورو‌ پيړيو كې چې د امپراتوريو د واك پراخيدل يې غوښتل بله بڼه درلوده، په ځانګړي توګه د رومانيانو، اسكندريانو او پارسيانو په خونړيو واكمينو كې. مګر د دې پديدې سره سره په اوومه پيړۍ كې بيا د اسلام د سپيڅلي دين په وړاندی يو بل دريځ خپل شو.
اسلام يو هغه سپيڅلي قانون وو چې د هر چا لپاره يې خپل حق وركړى وو. اسلام د بشر درناوی، د ظلم او استبداد مخنيوی، د نارينه وو او ښځو د حقوقو درناوی او د هغو لپاره حق وركول، فرهنګي، اقتصادی او اجتماعي ژوند ته وده وركول او بيا د اتفاق او اتحاد پر لار د خلكو سمول او برابرول، په نړۍ كې د نژادي، فرقوي، قومي، منطقوي توپيرونو مخه نيول وه چې ټولو ځپلو طبقو يې په ښه ورين توب سره هر كلي وكړ او ‌په لږ وخت كې په افريقا، اسيا او ځينو اروپايې سيمو كې خلك د اسلام په مبارك دين مشرف شول؛ مګر داچې په اروپا كې د عيسويت او يهوديت لړۍ ډيرهګرمه روانه وه
د دغو مذهبونو راهبانو او پادريانو د اسلام د خپريدو مخه ونيوله
د دې لپاره چې د اسلامې نظام د راتلو مخه ونيسۍ د دموكراسۍ نظام ته يې يو بل رنګ وركړ.
کڅه هم په نړۍ کې اوس دايو معلومات يا علم دی چې سړی
د دموكراسۍ په تاريخ پوه شي، خو مهمه خبره داده چې موږ ټول بايد په دې باندې پوه شو چې د دموكراسۍ نظام زموږ د ټولنې او خلكو لپاره څه حيثيت لري او څومره ستونزې مو كمولای شي، څومره ورسره زموږ د ملت وګړي ليوالتيا لري او ولي غربې هيوادونه غواړي چې
د دغه نظام د تطبيق لپاره دېگ زموږ هيواد قرباني کړي يادوی خپله قرباني وركوي او ولي دغه نظام چې د خوښي او آزادۍ په نوم بدرګه كيږي اسلامي هيوادونو ته د B 52 الوتكو او كروزو توغنديو ياخونړيو انقلابونو په بدرګه راځي، داچې هر څه دي ګټه ده كه تاوان دی، ښه دی كه بد دی دابه شاته پريږدو. دابه وڅيړو چې زموږ برخليك به ورسره څنګه وي؟ زموږ مشكلات به ډير كړي كه به يې كم کړې؟ زموږ خلك ورسره ليوالتيا لري او كه نه؟ زموږ له ټولني سره سمون لري او كه ټكر؟ دا هغه څه دي چې موږ بايد ورباندې حتماً پوه شو.
اول: زما او بيا له ډيرو مسلمانانو سره به دا سوال وي چې په اسلامي نظام كې د بشر، نر او ښځي، لوی او كوچني، مسلم او نا مسلم، ګاونډي او عام، مسافر او مقيم همداسې .... نورو پوره حقوق قوانين او لارښوني پکښي معلومي شوي، د نړيوالو اړيكيو امنيت، اقتصاد، سياست او همكارۍ ټول اړخونه پكي په بشپړه توګه ښودل شوي، د مډرن تكنالوجۍ، ښوونې اوزده كړي، او خود كفائي سره خلكو ته امر كوي، لنډه دا چې د انسان د ټولو احتياجاتو لپاره پكښي هيڅ ډول نيمګرټيا نشته، سره له دیگ چې د هيواد ټول وګړي سل په سل كې مسلمانان دي څه ضرورت سته چې نظام يېگ د اسلامي نظام پر ځای يو غربې نظام خپل كړي او په اسلام كې د مسلمان لپاره كومه نيمګړتيا شته چې د غربې ډموكراسۍ نظام يې ځاي ونيسي او يايې بشپړه كړي؟
دويم په افغانستان كې څومره وګړي موجود دې چې د اسلامي نظام له شتون سره موافق نه دي او د دغه نظام د بدلون په لټه كې دې اوس مانا دا چې څو فيصده وګړي د دغي مفكوري او عقيدي درلودونكي دي ؟
دريم: په اوسنۍ عصري نړۍ كې چې اقتصادی، سياسي، تكنالوجي او تعليمي بهير ګړندی روان دی په اسلام كې د دغه پرمختګ لپاره څه موانع شته چې د دغه ګړنديتوب په وړاندې لاره ډب كړېده کيدای شې ديته ورته ډېر سوالونه وجود ولري چې زما په عقيده هيڅ مسلمان يې د قناعت وړ ځواب نشي ويلای.
ځيني وګړي به دا استدلال كوي چې دغه غربي دموكراسي له اسلام سره ټكر نلري او يا دا چې د اسلامي دموكراسۍ نوم ورته كاروي. له هم دې كبله ورته مباح وايې او دا د ځان لپاره د خلاصون لاره بولي، ځيني نور دموكراسي پلوه خلك بيا دموكراسي له نړۍ سره د تړاو او ربط ذريعه او وسيله بولي خو پر هغه څه چې د اسلام له منل شوي مذهب سره ټكر لري سترګي پټي شوي دي يا په داسي دلايلوباندي ځان ته لاره پرانستي چې هيڅ مقنع نه وي، په هر صورت بايد هغه څه ته ورشو چې زموږ ټولنه ورسره لاس او ګريوان شوي ده.
دغه غربي دموكراسي پر اسلامي ايډيالوجۍ څومره منفي اثر پري باسي او څومره د اسلام له نظام سره ټكر لري؟
په دی به كيداي شي ډير خلك پوهيدلي وي خو زه غواړم هغه ټكو ته ورشم چې د اختلاف او ټكر ټكي دي او په راتلونكو نسلونوكې او يا هم سمدستي ژوند کې د بدبختۍ سبب كيږي:
لومړی: لكه څنګه چې مو وړاندي يادونه وكړه چې دموكراسي يو لوېديز نظام دی. لوېديز هيوادونه يې د پلي كولو لپاره په ټوله اسلامي نړۍ کې په سياسي، اقتصادي، فرهنګي، فکري اوعملي جنګ بوخت دي. د دغه نظام يافکر د ټينګولو لپاره په ملياردونو ډالرمصرفوي. په نه ستړيدونكي ډول يې په رسنيو (ميډيا) كې
د تبليغاتو لپاره پيسي او خلک په کار اچولي دي. په ټوله نړۍ کې يې يو ناپايه جنګ پر لار اچولي،څو په ټوله اسلامي نړۍ كې وده وركړي او بري ته يې ورسوي چي دا خپله د سوال، شك او انديښني خبره ده.
دويم چون په دموكراسي نظام كې بشپړې آزادی ته لاره وركول شوي كه هغه د مذهب آزادي وي كه د بيان آزادي وي او كه د اخلاقو او افعالو آزادي وي، خو اسلام بيا د انسان د ټولو آزاديو لپاره حدود او چوکاټ لري. د مثال په ډول زنا، شراب، سود او ارتداد ټوله په دغو آزاديوکي راځي او همدا د اسلام او دموكراسی تر منځ د ټكر خبره ده.
كه د اسلامي قوانينو مراعات په نظرکې نيسو ځينو مطلقو آزاديو ته زيان رسيږي. كه د دموكراسۍ په موډ او نظر ځان او نظام عيار شي نو اسلام ته زيان رسيږي. كه د اسلام حدود په بشپړه توګه په نظر كې نيول كيږي په هغه صورت کې دموكراسي نيمګړي پاته كيږي
د لوېديځوالو داعتراض او ناراضۍ سبب ګرځي چې د هغه لپاره ښه دليل د عبدالرحمن مرتد مسئله ده. په اسلام كې د مرتد حكم بيرته اسلام ته ګرځيدل او يا د انکار په صورت کې وژل دي. د عبدالرحمن په مسئله كې د غربي دموكراسۍ او اسلام كلكه مقابله راغله چې بالاخره اسلام شاته وغورځول شو دموكراسۍ د خپلو بادارانو لخوا برياليتوب وموند. که څه هم اسلام پالو پر دې ټينګار كاوه چې دا د مسلمانانو ملك دی د اسلام‌ په قانون سره به محاكمه كيږي او مرتد ته به
د اسلام د قانون له مخي سزا وركول كيږي، خو د لوېديځوالو استدلال داوو چې په افغانستان كې دموكراسي نظام اعلان شوى، موږ له هغه نظام سره مالي او ځاني مرستي كوو. په دموكراسۍ كې انسان
د بشپړي آزادۍ واك لري، نو له همدې كبله عبدالرحمن مرتد
د دموكراسۍ په چوكاټ كې له آزادۍ څخه استفاده كړي. له همدي كبله ورته سزا نشي وركول كيدلای ځكه چې داسې سزا وركول
د دموكراسۍ په وړاندی جنايت دی او جنايت بلل کيږي. همداسې وشوه چې د بوش په يوه ټليفون اسلام، شريعت، كلتور او خپلواكې ټول تر پښو لاندی شول، دموكراسي پلي شوه، اوس به څوك د دی دفاع وكړای شي چې دموكراسي د لوېديزيانو نظام نه دی او يا له اسلام سره ټكر نه لري.
څلورم: د آزادۍ په چوكاټ كې ځيني جنايتونه دي چې له غربې ليده ورته جنايت نه ويل كيږي. د مثال په ډول لكه زنا په داسې حال كې چې دواړه فاعلين راضي وي ، لكه شراب څښل، مذهب بدلول،
د يوه نارينه له بل نارينه سره نكاح كول، د ښځو همجنس بازي او داسې نور. كله چې د داسې جنايتونو په وړاندی سزا په دموكراسي نظام كې نا مشروع شي نو معلومه خبره ده چې د دموكراسۍ د ملاتړو قوت تر اسلام پالو په اوسنۍ نړۍ کې څو ځله قوي دی چې په نتيجه کي د اسلام حدود بيرته شاته پاته كيږي.
څلورم: يوه بله لانجمنه مسئله چې د بشري حقوقو موضوع ده چې په اصولو كې بيرته له غربې دموكراسی سره مشتركات لري او افغانستان هم په دغه لومه كې سر ورننه ايستلى دی. د هغو سره يې موافقه لاسليک کړېده، د بشري قوانينو په اوسني منشور كې قصاص، رجم او لاس پرې كول ممنوع اعلان شوي. د بشري حقونو موسسات دا
د بشر پر ضد ناروا عمل بولي، خو اسلام دا حدود په ټولنه كې
د اصلاح لپاره ټاكلي دی. اوس دا مشكله مسئله ده چې د دواړو قراردادونو مراعات وشي چې يو اسلام دی چې د فطرت څخه افغانانو پر ځان منلي او بل د بشري حقوقو په نامه غربې قانون دی. كه چيرته دموكراسۍ ته ورسو نو ښكاره خبره ده چې بايد د هغه څه مراعات په نظر كې ونيسو چې غربيان يېگ په لټه كې دې او هغه څه به شا ته غورځول كيږي چې الله او د هغه رسول يې پر موږ د تطبيق مطلق امر كوي.
هم داسې د بې سترۍ، نا مشروع يعني غير شرعي طلاق، بې له محرمه د ښځو تګ او سفر، په جهاني المپيک کي د ښځو برخه اخيستل يا په عام محضرکي منډي، تجارت او د نورو خواهشاتو لاره خلاصول دا ټول هغه څه دي چې د اسلام د بيخ ايستلو لپاره په كار اچول شوي او په قانوني شكل اسلام ته ګوزار وركوي او په تدريجي شكل يې له منځه وړي.
پنځم: تر ټولو مهمه داده چې په يوه هيواد کي دوه قانونه په يوه وخت کي نه سي چلېدلای او نه د ټولو قوانينو په ډول يو په بل کې تداخل کېدلای شي. له همدې کبله بايديوه قانون ته ترجيح ورکول شي ځکه چې په دين کې هيچاته د تصرف اجازه نسته چې څه پکښي کم او يا زيات کړي.
سوال: كه څوك په دی نظروي چې دموكراسي نظام د اوسني عصر ضرورت دی او په هغه سره هيواد او ملك په وړاندی ځي او رقابت كولای شي او خلكو ته روزګار پيدا كيږي، بشپړه آزادي پكښي ساتل كيږي، د نړۍ له توجه څخه برخمن كيږي او نور داسې څيزونه؟
ځواب: دلته خبره داده چې اسلام له دغو څيزونو سره چې مباحات دي هيڅ ټكر نه لري، هغه څه چې د اسلام سره مخالفت ونه لري اسلام ورته اجازه وركوي چې وشي او خلک تري استفاده وکړي دا چې
د دموكراسۍ تر عنوان لاندي وړاندي بيول كيږي، ولي د اسلام او شريعت تر عنوان لاندې تر سره نه سي؟ داسي ليدل كيږي چې ځيني كسان چې په هغو كې ځيني علما هم راځي په دې عقيده دي چې اسلامي دموكراسي يا محلي دموكراسي يا دا چې انسان او خپل عمل، نو له همدي کبله دموكراسي د اسلام په وړاندې ډب كيدلای نه شي، مثلا كه څوك لمونځ كوي، كه څوك روژه نيسي، كه څوك حج ته ځي، كه څوك زكات وركوي، كه څوك تعليم او تبليغ كوي، نوهرڅوک داکارونه کولای شياو داسې نور؟
جواب: په اسلامي ټولنه كې اكثره علماى كرام په دې عقيده دې چې دموكراسي په اسلام كې نشته ځكه اسلام كامل دين اوکامل نظام دی. د دموكراسۍ لفظ په اسلام كې نه شي استعماليدلای، اماکوم مشتركات چې ليدل كيږي هغه بايد په اسلامي نامه سره تعريف کړای شي، نه په بل لفظ (يعني دموكراسي) باندي، د مثال په ډول بشري درناوی او د خلکو يا د بشر احترام د شريعت په چوكاټ كي،گ آزادي، تعليم او تكنالوجي او داسې نور... دې ته اسلام تر ټولو دروند حق وركړى، هر انسان ته په دي سره امر كوي چې د ښو اخلاقو، ښه كمال او ښه علم خاوند وي او د خلكو په چوپړ كې هميشه اوسي، دا او دې ته ورته اعمال، افعال او كمالات دا مانا نه لري چې په دموكراسۍ سره تعبير شي، ځكه اسلام دهغه له پاره قانون وضع كړى بايد اسلامي قانون ورته وويل شي.
زه د غربيانو د دموكراسۍ نظام ته بد نه وايم او نه هغه ته ناکامه نظام وايم، خو د څيړني مطلب مي دادی چې څومره زموږ ستونزي په حليدلای شي او څومره زموږ ټولنه ورته چمتو ده چې د دغه ډول دموکراسۍ په چاپيريال کې ژوند کولای شي؟ او بالعکس څومره موږ ته ستونزي پيدا كولای شي؟ مطلب مي هم هغه دی لكه څنګه چې مي مخ كې وړانديينه وكړه چې دموكراسي د اسلامي حدودو د ماتولو او
د اسلام د دين او نظام د كمزوري كولو لپاره د غربيانو تر ټولو ښه او بريالی وسيله ده، له بلي خوا په ټولنه كې د نورو بدبختيو زيږنده هم ده. په ځانګړي توګه زموږ د ټولني لپاره د افغانستان مثال يې پارلمان دی. كه په پارلمان كې په سلو كې د يو پنځوس يا د ٤٩ په مقابل كې دوه فيصده په دې فيصله وكړي چې بهرني ځواكونه دې په افغانستان كې پاته شي او يا دې ورته اوږد مهالي يا هميشنۍ اډي وركول شي په دموكراسي نظام كې داكار مشروع دی. نور شل فيصده ددې حق نه لري چې له فيصلي څخه سر وغړوي، خو په اسلام ياشريعت كې دا شنيع او ناروا عمل بلل کيږي. هيڅ وخت د تطبيق او تنفيذ وړ نه شي بلل كيدلای، نو دلته به ټولنه او هيواد د دوولورو قرباني كيږي چې تر اوسه پوري هم دا قرباني دوام لري، داسې او دې ته ورته ستونزي به ښايې ډيري پكښي راولاړي شي چې په لږ مهالي بهير كې نه د ټولنې او نه د افرادو په ګټه وي، په هر صورت دموكراسي د افغانستان لپاره هغه نظام دی چې ښايي په سلو كې شل، دېرش موافقين ولري خو په يقين سره ويلای شو چې په سلو کي اويا او يا تر دې زيات افغانان يې مخالف دي او اسلام هغه نظام دی چې ښايي په سل كې لس فيصده مخالفين ونه لري. اوس دلته ويلای شو كه د خلكو رايه معتبره وي نو هم بايد اسلام او د هغه قانون حاكم اوسي او كه چاپيريال او ټولنه معتبره وي نو هم بايد اسلام وي، كه د الله  او د هغه د رسول مكلفيت معتبر وي نو هم بايد اسلام حاكم شي او كه خدای مه كړه څوك په دی عقيده وي چې په اسلام كې سختي او تشدد دی نو دا انتخاب يې خپله كړي دی، بل دا چې اسلام د اعتدال نظام دی. په دې نظام گ كې نه تفريط او نه افراط وجود لري، بلکي يو معتدل نظام دی.
خلاصه دا چې زما په نظر افغانستان په غربي دموكراسي نظام سره نه شي جوړيدلای او نه هم دموكراسي پكښي آرامي راوستلای شي، ځكه چې د دموكراسۍ په وړاندې داسېگ مخالفتونه شته چې په داخل كې قوي او پخې جرړي لري. اسلام په خپلو ټولو حدودو كې چې په عملي طور دهر وخت واكمنو ته د يوي سالمې ټولنې جوړولو امر كوي نر او ښځي ته د پاك لمنۍ تحفه وركوي. له فحش او بې حيايۍ څخه نجات وركوي چې انسانان په يوه داسې ټولنه يا چاپيريال كې ستر شي چې له اخلاقي پلوه يو با ادبه، با عمله، پاك او سالم انسان وي. كه څه هم اسلام د آزادۍ له بريده د اوښتو مخنيوي كوي، هغه
د لوی خدای د حكمت او د اسلام د معجز دين ښه نتيجه ده چې ورو ورو يې تجربه كار او با علمه شخصيتونه په حكمتونو پوهيږي او ساينس پوهان يې په عصري تجهيزاتو سره كشف كوي. غربې مقلدين بايد په دي پوه شي چې د دوی تقليد موږ ته او زموږ ګران هيواد ته په ګټه نه، بلکي په ضرر تماميږي، لكه وړاندي چې د هغه مثال وينو له غربې تقليد سره ښايې زموږ ټولنه او خلك دمادياتو له پلوه پرمختګ وكړي، خو له بل پلوه يې معنويات هغه معنويات چې په مادياتو او پيسو نه پلورل كيږي او نه پيدا كيږي له منځه ځي، هغه معنويات چې زموږ د دوديزې ټولنې لپاره د لويو نيكمرغيو سبب كيږي.
اوس تر ټولو مهمه داده كه د غربې مقلدينو د تقليد مقصد تمدن او پرمختګ وي، تعليم او تربيه، ساينس او تكنالوجي وي، نو اسلام خو له هغه سره په هيڅ شكل ټكر نه لري او نه ورسره کوم مشکل سته. كه د هغو موخه د دوی د كلتور، غربي قانون ، د دموكراتيكو بي جلوه آزاديو، بشري حقوقو يا د نر او ښځي د بشپړي آزادۍ تقليد وي؟؟؟ نو دا خو دافغان مسلمان هيواد لپاره د بد مرغۍ ورونه پرانيزي، كه لږ كوچنی مثال د غربې تمدن د واكمنو د يوه سالار امريكا را واخلو او بيا د هغه نتايج راوسپړو نو څه به ومومو لاندې جدول د هغه څه لږ تحفه راښيي:
١. په امريكا كې د همدېگ دموكراسۍ په رڼاکې هره ورځ ٢٥٣ كسان په مخدره توکو روږديږي. سره له دې چې شراب څښل له دې نشي څخه مستثنى دي.
٢. هره ورځ د ١٨٠ ښځو پرپت باندې په زوره تېری كيږي.
٣. هره ورځ ٥٥ تنه د غلو او بد معاشانو لخوا وژل كيږي.
٤. هره ورځ دغلا ٢٦٢٠ پيښې د پوليسو سره ثبتيږي.
٥. هره ورځ ١٢٨٣ارموني يابي پلاره زامن له زنا څخه پيدا كيږي.
٦. هره ورځ ٢٩٨٦ ښځي په خپله طلاق اخلي او يا د مړو لخوا طلاقيږي، چې له دې كبله اوس په سلو كي اويا خلك ودونو ته زړه نه ښه كوي او په زناباندي ژوند تيروي.
٧. هره ورځ نوي ميليونه بوتله مختلف شراب څښل كيږي.
٨. هره ورځ ٢٧٤٠ زنا كاري نجوني ځكه له زنا څخه حمل اخلي چې تر زنا وړاندي واده ته له دې امله غاړه نه ږدي چې نر د څو نجونو او ښځه د څو هلكانو خوندونه وګوري.
٩. ‌په سوونو ځوانان او ځوانانې د ايډز او سفليس په ناعلاجه مرضونو اخته كيږي، چې تر ټولو لوی علت يې زنا او لواطت دی. سره له دې چې د دغو ناروغيو لپاره په ډيره لوړه كچه روغتونونه كار كوي. دا چې دغه ټول امراض له غربې كلتور او پرمختيا څخه سرچينه اخلي زنا او لواطت هم په تمدن كې راولي. د حيواناتو سره هم جنسي اړيکي دوی (Beastiality) ياله محرم سره نکاح کول هم د تمدن يوه برخه ده. زه فكر نه كوم چې مسلمان افغان بچی دې له داسې كلتور سره مينه ولري که څه همگ فقر او غربت او د واكمنو او چارواكو خيانت او لا اباليتوب د لويې بې اعتمادۍ فضا رامنځ ته كړيده ترڅو زموږ خلك ديته اړ او مجبور شي چې د مرستي او كمك لپاره لاس غرب ته اوږد کړي. زموږ د مجبورۍ له امله د ايډز او سفليس تحفه اوس زموږ هيواد ته د غربې زنا كاروسره يوځای راغلې او مخ پر ډېرېدوګړندۍ روانه ده.
اسلام او اسلامي نظام يې د مشكلاتو علاج كولای شي ځكه چې د هغه په وړاندی كورنى مخالفت يا تاوتريخوالی په نشت شمارل كيږي. د هر كور د جوړولو لپاره داخلي توافق تر بهرني امتيازاتو او تر ټولو اړين دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery