مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سريزه




د ټولو كائناتو پيدا كوونكي، پالونكي او روزونكي ته ثنا، د هغه
د ګران محبوب، رښتوني استازي او د هغه ټولو رښتونو استازو او
د هغو د ټولو كورنيو وګړو او پيروانو روحونو ته درودونه او سلامونه، هغه ذات چې موږ ته يې د حق او باطل لاره په خپل لوى فضل سره ښودلې ده، هغه ذات چې موږ ته يې د ښه او بد په منځ كې د عقل په ذريعه د توپير ځواك را بخښلی دی، هغه ذات چې د انسانانو
د هدايت او د خپل منځي ستونزو د حل لپاره يې د انصاف او عدل لوى كتاب د قانون په توګه د خپل رښتيني استازي په ذريعه را استولی دی، په دې كې شك نشته چې نفاق لوی خدای ته ډيرناخوښه عمل دی او هغه ټول بندګان له دې ناوړه كار څخه منع كوي هغه په خپل سپيڅلي کتاب کي خپلو بندګانو ته داسې هدايت وركوي چې: [آل عمران:١٠٣]
ژباړه: تاسو ټوله د لوی خدای (  ) په كلكه رسۍ باندېگ چې قرآن كريم دی منګولې ټينګي كړئ، او په خپلو منځونو كې بې اتفاقي او بېلتون مه كوی .
دلته الله  دواړي صيغي كه داعتصام (منګولو لګولو) ده كه
د افتراق (بېلتون) ده د امر او نهي په توګه يادي كړي دي الله  دوه نقيض شيان په يوه آيت كې د يوه او بل په عكس كې ذكر كړي دي
د سپيڅلي قرآن دغه مبارك آيت زه دې ته اړ كړی يم چې د افغانستان په لوی كور كي د اختلاف او بېلتون لاملونه وڅېړم او په دې سره پوه سم چې دا لاملونه څه شي دي چې زموږ د تاريخي ټولنې د بربادی سبب ګرځيدلي يا ګرځي او ولي زموږ وروڼه، رهبران، قوماندانان، پوهان، روشن فكران او عام مسلمانان ددې ناورين د پای ته رسيدلو په هكله پاته راغلي او تر اوسه پورې د دي مغلقي معضلي لپاره
د حل اصلي لاري ته مراجعه نه ده شوي، زما سره له ډيره وخته راهيسې دا فكر وو چې د اختلاف، بې باورۍ او فاصلي لاملونه ومومم او ورباندې پوه شم، له ډيرو پوهانو، عالمانو، مشرانو څخه مي پوښتني كړي، مختلف نظرونه مې اوريدلي او موندلي دي چې ډير به يې زما
د فكر سره برابر او ډير به يې ناموافق راتلل، خو بېا د ډيرو مصروفيتونو او يا د تجربې د كموالي له كبله ورته په نهايې ډول ځير شوی نه وم، كله چې په ٢٠٠٢ م. كال د امريكايې سرو يرغلګرو د ظلم په تورو او كرغيړنو پنجرو كې ولويدم، هلته مي خپل ځان يواځي له فكرونو سره وموند. ددې فرصت راته پيدا شو چې پردې ستونزو باندي د خپل مغز د توانايی او استعداد آس وځغلوم، هغو مغلقواوپيچلو غوټوته ورشم چې زموږ برخليك پكښي پيچل شوي اوبياټينک تړل شويدى.
يو بل دليل داوو چې ما وپتېيله چې بهرني دښمنان زموږ په منځ كې د بېلتون زړي څومره ډېر ښندی. امريكايې شريرو او نفاق خوښوونكيو محققينو ته به ما ډير ژور او عميق فكركاوه چې دوی له موږ نه څه غوښتل او په موږ كې يې څه غوښتل، زموږ په منځ كې يې د نفاق تخم په څه تدبير سره خپراوه. د مثال په توګه پښتون ته به يې په تحقيق کې ويل: چې تاسو خو د هيواد اكثريت تشكيلوئ، خو اقليتونو ستاسو پر ميراث قبضه كړې تاسو بايد كوښښ وكړئ چې خپل ميراث لاس ته راوړئ. خپل ميراث په خپله و ساتئ، ازبك ته به يې ويل: چې تاسي خو اقليت ياست پښتانه غواړي تاسي له حق څخه بې برخي كړي. تاسي بايد كوښښ وكړئ چې خپل حق وګټئ. موږ ستاسي سره يو ، څو تاسي له خپو حقوقوڅخه برخمن كړو، تاجك ته به يې بل څه ويل. سلفي، صوفي، مذهبې، مكتبې او طالب ته به په نورو شكلونو ږغېدل له هر يوه سره به يې ځان په غم شريك باله، په همدغو موضوعاتوكې دوی ترموږ ښه علم او پاخه معلومات درلودل
د دوی هڅو او کړنو ماته ښه الهام راكاوه چې هغو نيمګرتياووته چې موږ يې د ټولني پر ځای ځانځاني غوښتنوته ټيل وهلي يو، زموږ دښمنانو ته طلايې چانس وركړي چې له هغه څخه بده استفاده وكړي، زموږ د همدغه بېلتون د ټكو څخه چې كله قومي جنبه، كله ژبني بڼه، كله مذهبې بڼه، كله د مينځ لارو او سخت دريځو عناوين وركول کيږي او د هغو بې مغزو او پوچ مغزو افغانانو په ملاتړ په عملي توګه ليدل کيږي. دا ستونزه به ترڅو وي، حل به يې كله پيدا كيږي، كله به زموږ غريب ملت او مظلوم هيوادوال د بېغمي استوګني او امنيت ساه اخلي والله اعلم.
ما خپل لنډ فكر هغو ستونزو ته متوجه كړ، چې زما په نظر زموږ د ټولنې د پراګندګي عوامل پكښي ليدل شوي او يا د ډير وخت په تېرېدو يا د سستۍ او بېگ پروايۍ له كبله د بدمرغيو سبب ګرځيدلي، ما هغه علتونه چې ستونزي تري جوړي شوي د څيړني په شكل سپړلي، په تفصيلي شكل مي پكښي تحقيق كړي، څو جوته كړم چې دا ستونزې څنګه د بدمرغۍ‌ لامل شوې،د ستونزي بنيادي علت او دليل مې په ساده ډول واضح او ښكاره شي، كه څه هم زما څيړنه به له علمي څيړنو سره توپير ولري، زما فكر، اند او اد راك به له نورو روڼ اندو علماوو او علمي شخصيتونو له افكارو سره توپير ولري، كيدلای شي دا توپير په ځينو مواردو كې علمي توپير وي يا د تجربې توپير، په هر صورت زه هغه څه تاسو محترمو لوستونكو ته وړاندیگ كوم چې زما قاصرذهن درک كړي دي، زه يې تجربه لرم، زه د هغو په عواقبو پوهيږم، ټولو هيوادوالو ته په ځانګړې توګه راتلونکي نسل ته ددغه پيغام رسيدل خپل ديني او ملي رسالت او مسړوليت بولم الله دې وكړي چې د هغو مسلمانانو وروڼو لپاره د ګټي لامل وګرځي چې د ګران هيواد د ستونزو د حل په لاره كې چوپړ د ځان فريضه بولي او د ګرانو هيوادوالو په غمونو سره ځوريږي آمين.

ستاسو د دعاوو هيله من ورور
ملا عبدالسلام � ضعيف �
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery