مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

باندنی او کورني سياستونه او پاليسۍ



له بده مرغه ويلای سو چې د افغانستان كورني او بهرني سياستونه ډير وخت متضاد سياستونه وي. په ډيرو مواردو كې د تفريط او افراط سياستونه روښانه کوي. تر ډيره بهرنی سياست د افغانستان په اوږده تاريخ كې د مختلفو اشخاصو لخوا منحصر تاريخ لري، ځكه چې
د بهرنيو مستكبرو امپراتوريو له مزاج سره په سترتوب كې د ليوالتيا او بشپړتيا په سبب د حريت چانس ډيركم لري، يو معتدل سياست چې
د افغانستان د ټولو حقوقو رعايت په نظر كې ونيسي ډير كم تر سترګو كيدلای شي. كه څه هم په لومړي او دويم نړيوال جنګ كې د افغانستان بهرني سياست پر عدل او انصاف ولاړ او مستقله پاليسي يې درلودله، مګر تر ډيره دغه دريځ په اعتدال پاتي نشو.
د دې کار يو عمده او لوی دليل د افغانانو بې حده او بې اندازې خوشباوري ګڼلای شو چې هر وخت د افراط خوا تعقيبوي. كله چې يو افغان كه څه هم د لوړو زده كړو او تجربو درلودونکی وي يا له لوی مسلك سره اشنا يا د افغانستان د يوه لوی پوسټ مسړوليت لري. بدبختانه كله چې د بهرنيو هيوادونو په سياست كې ورښکيل شي له دومري خوشباورۍ څخه كار اخلي چې نژدې د يوه هيواد له رسمي پاليسی سره په ټكر كې را شي او كه چيري د يوه بهرني هيواد په ښو روابطو كې ورداخليږي نو د روابطو په وړاندی چې متقابل احترام دی د دوستی په وړاندې ډېر ښوييږي ان تردې چې ديوه هيواد په ښو اړيكو كې خپل توازن له لاسه وركړي. داسې بې اندازې خوشباوري او خوږتيا چې بالاخره يېگ د خوړلو سبب ګرځي او ګرځيدلي، داسې خوشباوري او خواخوږې چې د خپلو هيوادوالو د ارادو او هيلو پرخلاف د پرديو رضا لټوي ، داسې خوشباوري او خوږتيا چې هغه دوست يېگ په دې لټه كې شي چې پر هيواد او خلكو يې د يرغل لاره هواره کړي.گ
كه د افغانستان پر اوږده تاريخ ځغلنده نظر واچوو بياهم په نژدي تاريخونو كې د ليري تاريخونو بېلګي او تيروتني موندلای شو چې لا تر اوسه پوري زموږ هيواد او هيوادوال يوازي نه چې د تيروتنو جبران نشي كولای، بلکي تر اوسه پوري يې د قربانۍ هدف ګرځيدلي دي
د مثال په توګه انګريزان د افغانستان تر پولو پوري په ګړندي برياليتوب سره راورسيدل د خلكو په وينو كې يې د خپل غرور بيړۍ د هدف تر ساحله په چټكتيا سره روانه وساتله، دلته د ملتونو اراده، د جهاد او استقامت په لوري ښه ننګونه وه چې دري ځلي يې د خپلي مباركي ارادې په اظهارولو سره خپلواکې ونه بايلله، حكومت په بشپړه وفادارۍ
د افغانستان د ځمكني بشپړتيا او استقلال په هيله په نه ستړي کيدونكي توګه قرباني وركړه. له خپل هيواده يې دفاع وكړه، په خپلو وعدو او وظائفو كې رشتيني پاته شول، انګريزان يېگ د درنو تلفاتو په وركولو سره مات او وشړل. شرميدلې يې له خپله هيواده وايستل. مګر بدبختانه د حكومت د بهرني سياست واكمنو دشهيدانو مباركي ويني هدر او په اوبو لاهو كړي، په لږ رشوت او بډويېگ چې د هغه ١٢ لكو تر ١٤ لكو كلدارو پوري ورکول سوي دافغانانو په وينو ګټلي افغانستان يي يوځل بيا د انګريزانو په واك كې وركړ، د انګريزانو د ناوړو ارادو او قوي ښكار په دام كې ولوېدل، هر څه يې پر ځانونو ومنل هرڅه يې له لاسه وركړل. ترڅو د محدود وخت لپاره د قدرت او فحاشۍ په هوس او نوش کي مست اوسي، شراب او كباب تر كومي تير كړي، له ډيرو او ښايستو ښځو خوند واخلي، په عياشۍ ژوند وكړي، د شهيدانو قرباني، د خلكو كلكه اراده، د كونډو او يتيمانو كړاوونه هير كړي.
دويم مثال د بېلګي په توګه د كمونستي ښامار په منګولو كې ښكيلتياده، كله چې امان الله د خپل پلار تر مرګ وروسته
د افغانستان د استقلال د استرداد دعوه وكړه د هغه په دغه ميړانه سره افغانانو ګڼله چې هغه د استقلال او خپلواکۍ په ګټلو سره د دغه هيواد د خلكو او شهيدانو ارزو پوره كړه او نور يې ګواکي افغانستان خپلواك هيواد كړ، له بده مرغه لږ وخت وروسته بياهم د مذهبې او كلتوري پلوه بې پروايۍ، غربې كلتور ته ګړندی رجحان د خلکو
د ارادو سپکاوي د هغه د قدرت ټغر هم ورټول كړ. بهرنی سياست
د خلكو له احساساتو سره په ټكر كې راغی، چې په تدريجي ډول يېگ لويو غميزو ته لاره پرانستل.
د بهرنی سياست مانا او مفهوم څه دی؟ دلته د دغه سياست په کولوسره پنځه عمده څيزونه د بنسټونو په توګه په نظر كې نيول كيږي.
لومړی: د ګاونډيو هيوادونو سره ښي اړيكي او متقابل احترام ،
دويم د بهرنيو ستونزو له معيارونو څخه پوهاوی او خبرتيا ده ترڅو ټول ملت ويښ او باخبره وساتل شي.
دريم: د نړۍ د نوو او زړو انكشافاتو څخه په بشپړه توګه استفاده کول.
څلورم. په بهرنی سويه باندي د خپل هيواد د استقلال له ساتلو سره سره د كلتور او مذهب سالميت ته پوره پاملرنه.
پنځم: په بهرنيو هيوادونو كې د خپلو اتباعو د حقوقو دفاع او
د هغو د سر او مال ضمانت کول،
داسي نور جزئيات چې په تجارت، قرارداد، تعليم او تربيه،كدري روزنه، قرضه او كمك، پوځي عسكري روزنه او لاس ته راوړنه ټول تر يوه قانوني چتر لاندې په هغو پنځه څيزونو كې همږغي ده، دا او دې ته ورته سياست او پاليسي د هر هيواد لپاره اړينه ده چې پري ملامتيا نشي ويل كيدلای، دلته دا خبره ډيره ضروري ده چې د هر بهرني تماس په ترڅ کی ټول كورني ملحوظات او ارزښتونه په پام کی ونيول شي تر ټولو ضروري داخلي همفكري اوننګونه ده چې ټوله هيواد له هغه سره په بدمرغي اوښتلای شي، په ټولو بهرنيو پاليسيو كې دومره احتياط پكار دی چې له هري كړني سره د اولس اراده په نظر كې ونيول شي ترڅو ښه پاكه لاره په وړاندي صفا وبريښي هم هغه تګلاره عملي کړای شي مګر زموږ په بهرني سياست كې څو عمده مشكلات دی چې موږ يې هميشه قرباني ګرځيدلي يو:
لومړۍ: ښوونه او روزنه
دويم : د بهرنيو سازمانونو رنګ او ډول
درېم: د هيواد دننه د بهرني كلتور وده
څلورم: د مسړولو اشخاصو خوشباوري
پنځم: د ښو اړيكو په خاطر له يوه بل هيواد سره په كلتوري شكل نارښتيني چلند.
لومړى: تعليم او تربيه تر ټولو مهم عنصر دی چې په هر وخت كې د هيواد او نوي نسل مستقبل ورباندې ولاړ وي او د ښه او سوكاله ژوند لپاره غوره پرمختګ ورباندې كيدلای شي، د تير څه په تعقيب د راتلونکي لاره ښه څارلای شي او دا تر ټولو ضروري ده چې د يوه ښه بنسټ سره نوي انكشاف بې خطره رامنځته شي، د تعليم او تربيي نننۍ ستونزي مو په لومړي څپركې كې ذكر كړي. د يادوني وړده چې بهرني هيوادونوته د زده کونکو د ليږلو ستونزه يوه عمده ستونزه ده دا ستونزه کيدای شي لائقو استاذانو يا د عصري او نوو تجهيزاتو د نشتوالي له كبله وي. د نويو تجهيزاتو په بشپړتيا سره
د لوړوزدکړو دپوهنتونو نيمګړتيابشپړه کولای شي دغه نيمګړتيازده کونکوداړتيا لاره پيدا كوي چې شاګردان يا زده كوونكي دلوړوزده کړو لپاره خپل هېواد ته د خدمت په موخه نورو هېوادونو ته په رسمي يا غير رسمي ډول استول كيږي چې د افغانستان اساسي ستونزي له همدې ځايه راولاړيږي. د وخت په تيريدوسره پاړسوب پيداکوي.
دغه ستونزي څو برخي لري. زه دلته غواړم د هغو دري برخي راوسپړم: لومړی هغه ځوان زده کونکی چې په اسلامي روزنه سره پوره نه وي روزل شوي هغه خالي ذهن وي په لږ وخت كې د خپل ځان لپاره د بل هېواد مفكوره او د ښوونکي عكس خپلوي زده کونکی په دغه تقليد سره له اسلامي مفكوري سره نور په واټن كې راځي.
دويم: زده کونکی تر ډيره د هغو مفكورو سره اشنايې پيدا كوي چې اسلام ورسره ټكر لري. هغه به د بهرنيو سازمانونو له مېلمستياوو څخه خوند اخلي بالاخره هيواد ته د راستنيدو سره سم يونا اشنا فکر ته کارپيل کوي. البته موږ د داسي ډيرو بيلګو شاهدان يو.
دريم: هغه زده کونکي چي د بهرني تعليم وس او توان نلري په خپل ځان کي د مايوسۍ اوکمی احساس کوي که څه هم د هغه لياقت ترهغه بل ډيرښه وي.
د تعليم او تربېې جرړي (ريښي) خو لا تر هغه څه پوري ډيره ځانګړتيا لري چې د هغه هيواد د مفاداتو او كلتور وده په نظركې ونيسي. په بهرنيو هيوادونو كې په لويه پيمانه د شتمنو كورنيو زده كوونكي روزل كيږي يا د لويو منصبونو د درلودونكو اولادونه وي، طبعاً د داسې اشخاصو اولادونه په سياسي زده كړو كې ډيره برخه اخلي يا د هغو پلرونه او ميندي هغو ته دغه انتخاب كوي يا د ميراث په ډول د هغوی ليوالتيا د سياست سره وي. په هرصورت كله چې په بهرنيو هيوادونو كې د بريالي سياست په لټه كې شي، نو د ټولو سازمانونو سياستونه مطالعه كوي. د هغو ايډيالوژي يې په دماغ كې ځاي نيسي، يا د کوربه هيواد له روان سياست نه رنګ اخلي چې په همدي توګه د خپل مستقبل لپاره د خپلي خوښي انتخاب كوي،
د مثال په توګه كه يو زده كوونكى په روسيه كې زده كړه كړي وي هغه د ځان او هيواد لپاره كمونستي ايډيالوژي انتخابوي، كه چا په چين كې زده كړه كړي وي هغه د ځان او هيواد لپاره د كمونستۍ نظام بل ډول انتخابوي،كه چا په اروپا يا په نورو لويديزو هيوادونوكې زده كړه كړي وي هغه د ځان او هيواد لپاره پانګوالي، نړيوالي او کپيټالستي يا غربې دموكراسۍ انتخاب كړي وي او که چا په يوه اسلامي هيواد کي او په يوه اسلامي چاپيريال کي زده کړه کړي وي هغه بيا د ځان اوهيواد لپاره اسلامي نظام انتخاب کړی وی چي د دغو مختلفو مفکورو بيلوالی يو ليدلاى هم نه سي او ترکيب يي بيابيلي ستونزي لري.
دويم: د مسړولو اشخاصو نژديوالی يا دوستي ده چې په ټاکلي ډول نتيجه له ځانه سره راوړي، خو د ناكافي تجربې او د كمي پوهني له امله د هيواد د ټولو وګړو، كلتور او عنعناتو اهميت يې له نظره غورځولی وي چې په همدي توګه د توپير خوځنده بهير لا پسي اوږديږي.
د بهرني كلتور وده او پايښت، لكه څنګه چې مو وړاندي د هغه ارزښت په نظر كې نيولی دلته بايدووايوچي د نړۍ هر هيواد د خپل كلتور د ودي لپاره په نه ستړي کيدونکي توګه كار كوي په نورو هيوادونو کي خپل کلتور خپروي او هغه ته رشد وركوي، خو له بده مرغه چې زموږ خپل كلتور د ځينو خپلو خلكو لپاره شرم او عار بلل كيږي. د دې پر ځای چې خپل کلتور رسم او رواج ته وده وركول شي هغه شاته غورځوي. د دې دوه مثاله زه د يوه شاهد په توګه په ګوتو کولای سم. يو دا چې ما خپل زوی مكتب ته د زده کړي لپاره په خپلو كلتوري او ملي جامو كې استاوه، خو د ښوونکي لخوا په څو ځله
د اخطار په ډول ورته ويل شوي چې پتلون او نيكټايې د زده كونكي لپاره اجباري کار دی. كه نه نو له مكتب نه به يې اخراج كړي، دلته
د كلتور پر ضد عمل كول په رسمي چوكاټ كې كيږي. د دي سره سره چې نيكټايې او پتلون اصلاً د هيڅ مسلمان او افغانانو اصلې كلتور ندی چې دومره ټينګار ورباندې وشي چې يو زده کونکى يي له کبله
د زده کړي له نعمت څخه محروم پاته شي دا خو لا بيل سوال دی چې افغانستان د مسلمانانو كور دی.
درېم : د اوسني جمهوري رياست ادارۀ امور ته يو چا د دندې غوښتنليك وركړي وو. هغه نفر ښه لياقت درلود، په اقتصادی زده كړو كې يې ماسټري درلوده. د دي سره سره هغه ته ويل شوي وه چې دلته پتلون او غربې لباس اجباري دی، كه نه نو د ده لپاره په افغاني كلتوري لباس كې ځای نشته. ځکه هغه سړي مسنونه ږيره اوسنتي جامي اغوستي وې. دا د چارو په اداره کې د افغانستان د جمهوري رياست لپاره مركزي حيثيت لري.
داسې ډېر مثالونه شته چې د ږيري خريل، د بوغرې يا حجاب ليري كول او نور داسې غير شرعي افعال پكښي حتمي بلل شوي دي. همدي ته ورته اعمال او افعال د بهرني كلتور برخه ده چې زموږ په هېواد كې زموږ كلتور ته صدمه رسوي او له بهرني كلتور نه رنګ اخلي. له بده مرغه چي زموږ د غربې كلتور پلوي افغانان يې په نه ستړي كيدونكي او نابللۍ چوپړ كې ځانونه په کلتوري نيواک کي اچوي.
د مسړولو اشخاصو خوشباوري : لكه څنګه چې مو مخكي د دې خوشباورۍ تفصيل د عامو افغانانو لپاره ياد كړ، همدا خوشباوري په افغاني خواصو كې هم سته چې ډير خطرناكه عواقب لري، د عامو خلکو خوشباوري تر چارواكو او مسړولو اشخاصو پوري محدوده او ليوالتيايې هم دومره مهمه وه. مثلاً ظاهرشاه چې اوسني اساسي قانون ورته د ملت د بابا لقب وركړى دی. د ده تر شخصيت پوري داوو چې ظاهرشاه پر ځمكه د خدای د رحمت سيوري دی يا دا چې هغه
د اووه وليانو مرتبه لري. د هغه اطاعت فرض او مخالفت يې ګناه ده، سره د دې چې هغه ته د ملت د بابا لقب هم وركول شو مګر هغه د مرګ تر وخته پوري د الله جل جلاله فرض حج ته هم زړه ښه نه كړ.
د كابل په ښار كې يې تر مسجدونو سينماوو ته ښه خدمت كړى
د هېواد تر نورو ودانيو يې د عياشۍ حوضونه د خپلي عياشۍ لپاره ډير جوړ كړي وه او په مساجدو كې لكه د پل خشتي په مركزي جامع کي د اوداسه د اوبو انتظام هم نه وو داچې ده غريب خپله د لمانځه سره څومره ليوالتيادرلوده دادده ذاتي مسړوليت وو. همداسې نور مثالونه ډير سته. مګر د خواصو خوشباوري بيا داسې نده د هغو خوشباورې ډيري خطرناكي پايلي لري لکه د تره كي، كارمل او كرزې غوندې كړني چې هيواد او ټولنه يې له نه جبرانېدونكو ستونزو سره مخامخ کړه، بهرنيانو ته دومره ورنژدي شول چې د هيواد د يوه وګړي وژل ياپه تورو زندانونو کې د هغو اچول د هغو حق بولي. له مغرورو، ظالمو، سرټمبه وو او وژونكو بهرنيانو څخه د توقيف يا څيړنو حق هم
د افغانانو په واک کې نسته. د دغو بې وارثو مظلومو افغانانو ويني ورته مباح ګڼل شوي. دومره خوشباوري چې په هغه چا باندې باور وكړي چې څو ځله يې افغانستان له وركاوي اونابودۍ سره مخامخ كړي او لوی افغانستان يې په كوچني كهول بدل كړى، دومره بياهم پرهغه چا باندې خوشباوره شي چې د افغانستان پر بدن يې د قصاب غوندې د پريكيدلو تيره چاړه په لاس کې نيولې ده دومره خوشباوره شي چې د ديني او تاريخي دښمنانو لانور هم په هيوادکې زياتوالي او دايمي اډې غواړي، دومره خوشباوري چې د الله  له لاري پرته غواړي پر بله لاره ثواب ته ځان ورسوي، هسي خوشباوري چې ناروا وو ته په اسلامي ټولنه کې قانوني بڼه وركړي، داسې خوشباوري چې د خپلو خلكو ارادې په نظر كې ونه نيسي د پرديو ارادو ته د لومړيتوب حق ورکوي.
پنځم: د ښو اړيكو په خاطر له يو بل هيواد سره په كلتوري بڼه نا رښتين چلند كول:
د دې اړيکو بيلګي اوس هم ډيري دي او ډيري وړاندي تيري شويدي چې ډير پراخ تفصيل ته اړتيا لري، زه دلته د لږو بيلګو په په راوړلو اكتفا كوم، دلته‌ په ناسمه توګه بهرنيان تشويقول او هغو ته اطمينان وركول يوه غولونه ده، چې خپل هيواد پكښي راښكيل كړي او يا دا چې د ملت د وګړو له اعتماد څخه ناوړه استفاده او يا معامله كول چې د ملت وګړي ترې ناخبره اوسي، د مثال په توګه له بهرنيانو سره تړون كول، خپلي خاوري ته راوستل، يا رابلل د هغو په جزئياتو هيوادوال نه پوهول، يو ناسم او نارښتين عمل دی. يا دا چې بهرني يرغلګر تشويقول هغو ته اطمنان وركول چې د هيواد وګړي د دوی
د راتګ خنډ نه ګرځي. يا دا چې د دغه هيواد اوسيدونکې ورباندې خوشحاليږي. يا دا چې ټول هيوادوال د دوی د راتګ غوښتونكي دي، دا هم يوه ناسمه او نا رښتينې كړنه ده چې په نتيجه كې د ملت ارادې ته په ډيره سپکه او بې احترامۍ كتل كيږي، د خلكو عزت او كلتور پكښي پايماليږي يا دا چې خلكو ته په دې سره اطمينان وركول چې ګواکې بهرنيان د دوي د ارادي، مذهب او كلتور درناوی كوي، دلته
د يوه مستامن په صفت اوسيږي، د هيواد په كورنيو او بهرنيو كړنو او پاليسيو كې لاسوهنه او مداخله نه كوي، يوازي د هېواد د اساسي قانون په چوكاټ كې د حكومت په چارو كې ورسره مرسته كوي،
د حكومت پريكړو او د اولس ارادی ته په بشپړه توګه احترام كوي، په اصطلاح د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې عمل کوي ، داهم يو ناسم او نا رښتينى عمل دی چې د شبهاتو او شكونو په توليد كې ښه زيات والی راولي، يا دا چې په اقتصادي او پوځي تړونونو كې د انحصار په شكل درغلي كوي يا داچي خپل ولس تري ناخبره ساتي يا دا چې قرضي او پورونه همداراز مرستې اوکومکونه دهېواد
د ابادۍ په نوم اخلي بيا هغه پر نورو بې دركه مداركو لګوي او بار او حساب يې پر اولس اچوي. دا هغه څه دې چې په حقيقت كې ناسمي او نارښتيې کړنې بلل کيږي. د دې يوه بله نژدې بېلګه د كمونستانو ناروا پاليسۍ وي چې پخواني شوروې اتحادته په خورالوړه كچه خوشباوري وه، كمونستان چې شمېر يې تر ١٥٠٠٠پوري رسيدلي وو په ناببره توګه په ١٣٥٧کال د ثور پر اوومه د کودتا په ډول قدرت ته ورسيدل دا چې څومره وخت دغه چرګوڼي د افغانستان په غيږ كې
د بل په ايډيالوژي ستر شويوه هغه به تاريخ ته پريږدو، دلته به ددغي کودتا منفي ټكو ته ورشو.
لومړۍ داچې کمونستانو په داسي وخت کې کودتا وکړه چې هيواد نسبتا د پرمختګ پر لورې ګامونه اوچت کړي وه. په اقتصادې لحاظ د دغه هيواد په تاريخ کې ډير ښه پلانونه جوړسوي وه هيواد او هيوادوالو په سوله او سوکالی کي ژوندکاوه همداوخت د افغانستان د خپلواکۍ بيرغ ښه رپانده وو. که څه هم هغه وخت په نظام کې ډيري نيمګړتياوي موجودوي وې او د هغو اصلاح پکاروه. ځکه په نظام کې هغه ايډيالوژۍ ننوتلي وې چې د ځينو خلکو ياشخصيتونو احساسات يې راپارولي وه. دغه نيمګړتياوي په اسلامي افکارو باندې پوره کيدلای شوې، خو په يوه کفري او غيراسلامي نظريه او فکر سره
د نظام راپرځول يوه لويه فاجعه او نه جبرانيدونکی جرم وو چې په هيڅ توګه د دغي خونړۍ او ناروا کودتا ضرورت نه وو.
كمونستانو د خپلې واكمنۍ د ساتني لپاره له پخواني شوروي اتحاد څخه د مداخلي غوښتنه وكړه چې د دوی ريږديدلي او کړپيدلي پښي د هغو په مټو ټينګي كړي، څو د دوی قدرت ته بقا وركړي او
د افغانستان د مسلمان ولس د پاڅون سره خپلي ناروا دښمنۍ ته پياوړتيا وركړي. دلته كمونستانو دوه څيزونه چې بيخي ډير مهم وه له نظره غورځولي وه: لومړى د مذهبې علماى كرامو او مذهبي چارو اهميت او ارزښت وو دويم د ملت د وګړو اراده: ځكه هر واكمن ته پكار ده چې تر ټولو وړاندې د خپلو خلكو اراده په نظر كې ونيسي او د هغو سره د ډيرو لويو او مهمو اقداماتو په اړه سلا مشوره وكړي او د هيواد د سترو لارښوونكو هم فكري او همکاري را جلب كړي او د هغو نظرونه په غور سره مطالعه كړي. خو كمونستانو د دې پروا ونكړه او په ډيره بې پروايۍ سره يې د مذهب او د خلكو د ارادې سپكاوی وكړ.
افغاني کمونستانو په دوو ناسمو او نارښتينو ټکو بهرني يرغلګر وغولول، لومړى د كمونستۍ بدمرغ نظام سره د افغانستان د وګړو مينه اوليوالتيا. دويم: د هغو د راتګ په اړه د افغانستان د خلكو
د اكثريت توافق. د مثال په توګه هغو كريملين او برژنيف ته ډاډ وركړى وو چې د افغانستان خلك له كمونستي نظام سره مخالفت نه لري. خلک ټوله د شاهي كورنۍ له انحصار څخه تنګ شوي دي، په ځانګړې توګه بي وزلي او غريبه طبقه خلک لكه بزګر، كوچيان او داسي نوري كورنۍ. د همدغو څو ګوډاګيو په مرسته د كمونستي نظام د ټينګولو لپاره د پخواني شوروي اتحاد زورځواكو سرو لښكرو په ډيره بي رحمی پر افغانستان باندې يرغل وګړ د دغو ناولو اشخاصو مفکوره په دغه يرغل کي مهم او مثبت رول درلود. د دې پوچ مغزو په نظر له يوه نه ماتيدونكي ځواك سره زياته مرسته کول د افغانانو هيله ده او ډير افغانان د شوروي اتحاد د سرو پوځونو له راتګ سره مخالفت نه لري. په همداسې بلنه كې ناسم او نارښتين ويلو عمل وشو ځكه نو د سرو لښکرو راتګ او د هغو يرغل په دغه اسلامي اوسنتي هيواد کي ښه استقبال نه شو او نه خلكو ته د قبول وړ عمل وو چې کمونستانو پري اقدام وکړ چې په نتيجه كې هم دوی او هم سري نړۍ خوري لښكري په غم واوښتي. استکباري قوت يې ټوټه ټوټه سو. په شرمونووشرميدل زموږ ښکلی افغانستان يې هم د ويرونو او غمونو په سيلابونو لاهو كړ.
دويم مثال د افغانستان د اسلامي امارت دوره ده. د افغانستان اسلامي امارت د افغانانو لخوا ښه استقبال شو، پياوړى شو اوسترتوب ته ورسيد، كه څه هم واکمن د ناسم او نارښتين بهير مصداق نشي كيدلای، خو په بهرنی سياست کي يې نميګړتيا ډيره وه. په عامه توګه خوشباوري چې په ټولو افغانانو كې ډيره ده، په دغه نظام كې هم
د صداقت باوجود ډيره وه، چې هغه د يوه لوی مشكل سبب وګرځيده. دلته دوه لوی عاملونه بايد تر څيړني لاندي ونيسم. لومړۍ خوشباوري
د اسامه بن لادن او د هغه د شبکې(نيټ ورك) په هكله وه. دويم
د ګاونډي هيواد پاكستان او نورو مسلمانانو په هكله. اسامه بن لادن كه څه هم د رباني صاحب د حكومت په وخت كې افغانستان ته رادعوت سوي او راغلی وو، خو طالبانو ته يېگ د ورنژدي كيدو پر وخت يو ښه باوري ټاټوبی خپل كړ. ښه كوربه ورته په خپل کورکي د ميلمه پالني ټټر پرانستی، كه څه هم اسامه مجاهد مسلمان او د افغانستان د خلكو ميلمه وو؛ خو تر ډيره يې د افغانستان د خلكو، په تيره د اسلامي امارت د محترم زعيم له خوشباورۍ او خوا خوږۍ څخه استفاده وكړه.
پاكستان كه څه هم د افغانانو لپاره د هجرت د دويم كور مانا درلوده، په سخت مشكل او ډير بد حالت كې يې د هغو لاس نيوی كړی وو، خو بيا هم پر افغانستان باندي د انحصار په لټه كې وو. پاكستان نه غوښتل چې افغانستان د يوه معتدل سياست په رڼا كې له نړۍ سره سترګي وجنګوي. پاكستان په ډير زيات زيار سره هڅه كوله چې د افغانستان اسلامي امارت اړيكي د نوري نړۍ سره د پاكستان له لارې ترسره سي. په همدغه چوکاټ کي يې له افغانستان سره دوستي او همكاري دواړه ښودل. افغانستان هم د ګاونډي او اسلامي هيواد په توګه تر ډيره ورباندې ښه باور درلود. دويم مذهبې علماى كرامو او نورو تنظيمونو چې په افغاني معتدل نظام كې يې د سر ننه ايستلو هڅي کولي، په افغانستان كې هغه څه غوښتل چې په پاكستان كې يېگ نه غوښتل او يا ورسره دومره حساسيت نه ښيي. چې د غه ډول پاليسيو هم د افغانستان په وړاندی د ډيري خوشباوری انګيرنه درلودله. له بلي خوا د پاكستان هغه حكومت چې د مشرف خبيث په مشري يې د افغانستان د اسلامي امارت د له منځه وړلو لپاره د مسلمانانو په وركړه او خرڅولو هم صرفه ونكړه، د پاكستان حکومت خپلي اډې د افغانانو او افغانستان پر ضد د امريكا په واك كې وركړي. په حسن ابدال، تربيله ډيم، جيکب آباد او ډالبندين کي يې هوايي فضا د هغو په اختيار کي ورکړه ان تر دې ليکلو پوري چي په٢٠١٠کي بشپړه سوه د امريکايانو ټول بمونه، ټانکونه، ګولۍ او د وژلو او ژوبلولو نور څه هم د پاکستان له لاري افغانستان ته د مسلمانانو د وژلو لپاره راځي چي تر اوسه پکښي تر يو سل او دېرش زره کسان په همدغو موادو په شهادت رسيدلي دي. داچي څومره کورونه او کلي وران سوي دي دا لا بېله خبره ده. هر هغه څه يې وكړه چې مسلمان افغانان ووژني، هيواد يې خراب شي، خلك يې بې عزته شي بيا هم ورباندې د يوي ذري اعتماد كول دخوشباورۍ مانا در لوده؟؟.
دريم مثال د غربي دموکراسی روان دوردی.
د اوسنۍ غربي دموكراسۍ په ځواکمني کي هم د ناسم او نارښتين سلوک اعمال ليدل کيږي. د لته هم ډېري ډېري منفوري بېلګي ترسترګو كيږي. غواړم څو بېلګي د مثال په توګه راوسپړم: لومړى
د دموكراسۍ سره د خلكو مذهبې او ملي ليوالتيا او مناسب وخت. دويم له بهرنيو يرغلګرو قواوو سره د خلكو توافق. دريم بهرنۍ نړۍ ته د باور اطمينان او د ستونزو له منځه تلل.
لومړی: دابه څومره حقيقيت وې چې د افغانستان هغه ولس چې
د اسلامي سپېڅلي شريعت او اسماني نظام په هيله يې په ميليونونو انسانان او ښكلي ځوانان قرباني وركړيدي، هجرت يې كړي او د خپل ښکلی هېواد ټولي شتمنۍ يې قرباني كړي، موافق وې چې د هغو
د ټولو هيلو پر خلاف غربې ډول دموكراسي پلي شي، كه څه هم افغانان له مشروع ازادی سره تاريخي ليوالتيا لري، خو د اسلام
د سپيڅلي مذهب په وړاندي هيڅ ډول قانون ته ليواله نه دي. اوس به د دموكراسۍ نظام ته راشو. كه په ښه غور سره وكتل شي چې د اسلام چوكاټ د احاطي په توګه درزمن اوداغي نشي نو بيا هرڅه مباح دي هيڅ مشكل نشته چې د مباحاتو پر پرانستې لاره ځانته لاسته راوړنه ولري، خو كه د دې په خلاف کاروشي نو بيا به بدبختي رابخښي، هر هغه نظام چې امنيت پكښي تامينيږي، د خلكو حقوق پكښي ساتل كيږي، شرعي نيمګړتيا ونلري، په اصولو كې له اسلام سره ټكر ونلري هغه ته شرعي صبغه وركول كيږي. كه د دموكراسۍ ماناداوي چې حكومت د ولس په عامه انتخاب سره وټاكل شي هم دا قانون په اسلام كې د ډيره اوږده مهاله پلي شويدی، خلفاى راشدين رضوان الله تعالى عليهم اجمعين د صحابۀ كرامو رضوان الله عليهم اجمعين په انتخاب سره د اسلام د لوی خلافت دندې ترلاسه كړيدي. مګر ښکاره فرق يې دا دی چې د غرا محمدی شريعت سره به د بدعت او يا منهي او منكر ښكارندوی نه وي. اسلام په حقيقت كې د نصرانيت او يهوديت له اديانو سره توپير لري. ځكه په تورات او انجيل كې له احكامو او ابلاغو پرته د يوه حكومتي نظام قانون وجود نلري، نو له همدې كبله په غربې نړۍ كې حكومت او مذهب بېل ساتل شوي، مګر اسلام
د انسانانو اجتماعي او شخصي ژوند ټول احاطه كړي او د ژوند
د ټولو چارو لپاره که حكومت وي او كه تجارت، دعوى وي كه د بشر حقوق كافي تګلاره لري. نو په داسې شرائطو او امتيازاتو كې د دې ضرورت نشته او نه هم مذهبي علماى كرام د دې اجازه وركوي چې
د سيكولر نظام په ډول حكومت او مذهب بيل وساتل شي.
بيا هم راځو امريکايې تقليد ته.
دغه امريکايې ميتود يا دموكراسي په هېواد كې په داسې نوم معرفي شوه، چې ګواکې د هرچا حق، د بشر حق، مذهبې حق، كلتوري حق، د ښځي او نر حق پكښي خوندي ساتل شويدي، په نهايې شكل سره به د عدل او انصاف فيصلي كيږي، هيواد ته به امنيت راځي، پر هيچا به ظلم او تيری نه كيږي. بهرني يرغلګرقوتونه به له خلكو سره
د افغانستان په ابادۍ كې مرسته كوي، مذهبې او كلتوري عنعناتو ته به پوره درناوی كوي، خو دغه ژمني د عمل په ډګر كې هيڅ پلي نه شوي. دلته بيا هم د ناسم او نارښتيا ويلو عمل شوى دی. البته دا د دې لپاره چي بهرنيان دېته ليواله شي چې افغانستان د اسلام ضدغربې دموكراسۍ لپاره په ليوالتياسره اماده ګي لري او يا دا چې خلكو ته په بې مفهومه تبليغ ذهنيت وركول شوي چې دغه دوديزه غربي دموكراسي له اسلامي او ملي كلتور سره هيڅ تضاد نه لري. يو بل علت داهم کېدلای سي چې له بهرنيو يرغلګرو قوتونو سره له ډيره وخته د افغانانو حساسيت موجود دی او موجود به وي همدارنګه زاړه زخمونه لاهم تراوسه د وينو بوی ورکوي. په داسي شرائطو کې بهرنی يرغلګر تشويقول چې ګواكي د هيواد اكثريت وګړي دوی ته خوشبين او ليواله دې او هيچا ته به اجازه ور نه كړي چې د بهرنيو يرغلګرو په وړاندې لاس، پښه او خوله وخوځوي، داهم د نه رښتيا او ناسمو ويلو ناكامه پاليسي وه چې د ملت د ارادې په مخالفت كې لټول شوي وه.اړينه ده چې دلته دا متل هم وويل شې (زورغونډۍ هواره وي).
يو بل کار چي اوس تازه کمپاين ورته پيل سوى دى هغه د امريکا
د وينو خوړونکو يرغلګرو دايمي اډې دي ، څنګه چي دا اوسنى قدرت
د بهرنيو کمپنيو او انجوګانو د پخوانيو کارمندانو او شمالي ټلوالي سره دي چي اکثريت بهرني تابعيتونه لري غواړي د دغه قدرت د ساتلو او بقا لپاره د امريکا د يرغلګرو د دايمي پاته کېدو لپاره کمپاين وکړي . مطبوعات چي تر ډېره د غربيانو په پنډ او پيسو چليږي هم دې خبري ته داسي کسان د تبصرو لپاره را غواړي چي همدغه نظريات تاييد کړي داسي هم امکان لري چي د لويي جرګې په نامه يو څو معلوم کسان
د بډو او پيسو په زور راولي او د ملت د نماينده ګانو نوم ورکړي او دغه ناروا پروژه ورباندي پاس کړي او بيا د امريکايانو دايمي اډوته چي
د دايمي ستونزي په معنا دي قانوني بڼه ورکړي. دا هم د ناسمو کړنو او ويلو ناکامه پروسې دي چي د خلکو په اوسنيو شرايطو کي موږ د خلکو هيڅ واقعي نماينده ګان نه لرو ، نه په پارلمان کي ، نه په جرګه کي ، نه په کابينه کي او نه هم جمهور رئيس د خلکو واقعي نماينده دى. ځکه چي هيواد عملاً اشغال دى . هر څه د يرغلګرو په خوښه اوړي او را اوړي. جمهور رئيس غريب د ناوسۍ له امله په عام محضر کي ژاړي . په هيواد کي سراسري جنګ روان دى د خلکو او حکومت تر منځ فاصله د مځکي او آسمان غوندي ده. نو څنګه ممکنه ده چي د هيواد په نماينده ګي د چا سره قرارداد وکړي . ښه به داوي چي همدا اوس يوازي په ورځنيو کارونو او اړتياوو باندي اکتفا وکړي او د داسي طولاني او اوږدو قراردادونو څخه ځان وساتي کوم چي د افغانستان د مستقبل سره تړلي دي تر څو په افغانستان کي پوره امن او رشتيانى او حقيقي نماينده حکومت راځي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery