مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په مختلفو دورو كې د ښوونې او روزنې هدفونه

كله چې د شلمې پيړى په پيل كې د غربى ډوله (عصري) ښوونو اساس كيښودل شو، هدف يې د ټولنې عصرى كيدنه وه. د دغه ډول ښوونې او روزنې هدف دا وو چې يو ممتاز قشر وروزى، تر څو د هيواد او ټولنې د عصرى كيدنى دنده په مخ بوځي. د جنكيانو لپاره د تعليمى اسانتياوو برابرول هم د هيواد د عصرى كيدنى يوه برخه بلل كيده.
د تيرى پيړى په اوياومه لسيزه كې د لومړنيو او ثانوى تعليماتو پراختيا د "بشرى پانګى" (Human Capital) د نظريې له مخې توجيه كيدله. ښوونه او روزنه د ټولنيزى او اقتصادى ودې د پراختيــا لپاره د پانــګې اچـــونې (ســرمــايه ګذارى) په حيث بلل كيده. توقــع كيده چې ښــوونيز لګښـــتونه به د فــردى او ټولنيزو ګټو په نسبت ډېر كم او ګټه به يې زياته وي. ټولو ته د ښوونې او روزنې زمينه برابرول او د ټولو مساويانه برخه اخستنه يوه اساسى مفكوره وه. د اصولو له مخې ټولو افغانى ماشومانو ته د ښوونې او روزنې يو ډول حق وركړل شوى وو، خو په عمل كې داسې نه وه او مختلف النوع تفاوتونه موجود وو .
په يو څــــوو لويو ښــارونــو كې په ښوونه او روزنه كې د جنكيانو ونـــډه د هلـــكانو په شان ياور نژدې وه، خو د هيواد په پراخــه كلـــيوالى سيــمو كې د جنكيانو لپاره ښوونځى موجود نه وو. ښوونه او روزنه مفته (وړيا) وه. او دولت لخوا تمويليده.
په 1978 م كال كې چې كله شوروى پلوه كمونستانو ته واك په لاس ورغى، د ښوونيز نظــام عصـــرى كيـــدنه يې د ښوونيزو ريفورمونو د اجندا يوه مهمــه مسئــله وه. پخوانى تعليمى نصاب چې په اســـــلامى ټولنيزو ارزښتونو بناوو، د وخت په شوروى ډوله تعليمى نصـــاب بدل كړ. د سواد آمـــوزي پــراخ پــروګرام چه هدف يي ايديــالوژيـــكى تــنويراو د ماركسيـــستى پرمختــګ د پروګرام د يو مهم جز په حيث بلــل كيــده، پيل او عملى كيده. د ښــوونې او روزنې هدف د يوه "نــوى انـســــان" (متـــرقـــى انســـان) تربيه كول وو، چې د طبقاتى مبارزې د پرمخ بيولو وړتيا ولري.
د مجاهـــديـــنو په لاس په آزادو شويو سيمو كې د ښوونځيو د بيا پرانستلو هدف د ښوونې او روزنې د ژوندى پاتى كيدلو لپاره بيړنى هڅې وي. خو د مجــاهديـــنو غړي او مشران تعليم يافته او د ښوونځيو او پوهنتونونو فارغين وو او د ښوونځيو له تاسيسولو سره يې علاقه درلوده او په خپلو سيمو كې يې د ښـــوونځيو د پرانستــلو هڅې كولې. د دوي له نــظــره له يوې خوا ښوونه او روزنه د هــر مسلمان لپاره يوه فريضه او له بلې خوا د هيواد د بيا رغونې او پرمختګ لپاره د هڅو او مبارزې يوه صحنه بلل كيده. د جهــادي تنــظيمونو په تعليمى پاليسيو كې، كه څه هم يو شان نه وي، خو بيا هم د ښوونې او روزنې په اهميت ټينګار كيده او د تعليمي پاليسي بنياد "د اسلامى امت" مفكوره وه، چې ځينې يې د نړيوالى (Globalization) په مقابل كې د اسلامي امت د مقاومت او مخالفت مفكوره او نور يې د نړيوالى يو بل شكل بولى.

به ٩٠ ومه لسيزه کي هم د ښووني او روزني موخي د ټولنيز پرمختګ نظريي ته متوجه وي . كله چې په 1996 م كال كې طـــالبـــــــان صحنــــى ته راغلل او د وخت موجوده انــــارشـــى يې په نسبـــــــــى ډول ارامه كړه، په ښوونه او روزنه كې يې توجه يوازې په اســـلام او د جنکــــيانو د تعليــــم په مسئـــله متمركزه وه. ويل کيږي چه ددوي دغــه تعليمى پاليسى له اســـلامــى جـــهـانــبــيــنى څخه نه، بلكه د دوى له خپلو تعليمى سوابقو او له اســـلام څخه د دوي د خپــل تعبـــيــر څخه مــنــشــاء اخستله. دوى په خپله د كليوالى سيمو په مدارسو كې له ښځو څخه په بشپړه انزاوكى لوى شوى او روزل شوى و. د دغو حقايقو په نظر كې نيولو سره د دوي تعــليـمى پاليــسى د ډېر تــعــجــب وړ هم نه بريښي. دا طبعى ښكاري چې د دوي تعليمى اهداف، د دوي له تعبـير سره د "سم اسلام" په مطابق د نوى نسل روزل وو.
د 2002 م كال د جون په مياشت كې جوړ شوى انتقالى دولت ته په هيواد كې د ښوونې او روزنې د نظام د بيا جوړونې او پرمختګ لويه او درنه دنده ور په غاړه وه. د ماموريت د درنښت تر څــنګ، د بيا جوړونې او پرمختګ لپاره د واضــح جهــت او پـالـيــســى نـشــتــوالــى، يوه بله لويه ستونځه ده. داسې ښكاري چې د ښوونې او روزنې وزارت پدغه موده كې د دو لويو فشارونو تر منځ واقع وي: له يوې خوا د افغانى ولس غوښتنه ده چې د خپلو اولادونو لپاره د پخوا په شان وړيا ښوونه او روزنه غواړي او له بلې خوا د بين المللى مرستندويه اجنسى ګانو تخنيكى مرستى او مشورې دي، چې په ډېرو مواردو له يو بل سره همغاړي نه وى.

په افغانستان كې ښوونيز اصلاحات

تر اوسه پورى (1383 هـ ش كال پيل) د ښوونې او روزنې په ډګر كې اصلاحات په لويه پيمانه نه وو او ښه به وي چې د بدلونونو په نوم ونومول شي. د هيواد د 1964 م كال د قانون له مخې لومړنى ښوونه او روزنه (6 كاله) د ټولو لپاره په وړيا توګه تضمين او جبري بلل شوى وه. خو بيا هم د ملى مـنابـعو محـدوديت د ټولـو لپاره د تعليم د وړاندې كولو اجازه نه وركوله. په اوياوومه لسيزه كې په ټولنيز سكتور كې يو شمير ريفورمونه راغلل او په عين حال كې پادشاهى ريژيم په جمهورى نظام واړول شو. جمهورى نظام په خپل اوه كلن پلان كې لوړى هيلى او ارادي څــرګــندى كړي وي. دولت وكولاى شو چې د لويديځى نړى او هم د پخوانى شـــــوروى بــلاكــونو لخوا د مـرستـى د تــر لاســه كــول انــډول وساتى، خو ورو ورو شورويانو ميدان ګټل پيل كړل چې نتائج يې ټولو ته څــرګند دي .
په اوياومه لسيزه كې ښوونه او روزنه د ټولنيز او اقتصادى پرمختګ لپاره د پانګى اچــونى (سرمايه ګذارى) په حيث بلل كيده او دغه مفكوره په 1976 م كال په وړانديز شــويو ښــوونيزو ريفورمونو / بدلونو كې ښكاره وه. د دغو اصلاحاتو لومړنى هدف په ښوونځيو كې د زده كوونكو د شموليت زياتوالى وو. لومړنى تعليمات اته كال او د هر ماشوم حق بلل شوى وو. دوهم هدف يې د لومړنيو تعليماتو هغو فارغينو ته، چې د ثــانــوى تعليماتو د دوام امكانات ونلري، د حرفــوى او مســلكى زده كړو برابرول وو. كه څــه هم اكثريت افغانان په كــرنه كې مشغول وو، خو د هيواد د صنعتى كيدنى په هيله د نورو حرفو د ترننګ او زده كړو اړتيا محسوسه شوى وه. د 1976 م كال د ريفورم دريم هدف د ليسو فارغينو ته په لوړو زده كړو کي د زياتو امكاناتو بــرابــرول وو. داسې پلان شوى وو چې ټول پوهنتونونه به په خپلو مربوطو پوهنځيو كې د شموليت اندازه څــو چنده كوي. د ليسى دوره څـلور كاله شوه چې دوه كاله يې عمومي دوره او دوه كاله يې اخــتــصــاصــى دوره وه چې د ټـولـنـيـزو او طبــعـى (سسايـنـسـى) عـــلومو په څـــانــګو ويــشــل شــوى وه (پورتنى ماخذ).
د دغو پلانونو اوبدلونونو عملى كول سمدستى پيل شول، خو د 1357 د شوروى پلوه كمونستانو تر كوتا وروسته په ځاى دريدلى او يوازې د كاغذ په مخ پاته شول. د مثـــال په ډول د ليسو د اختصاصــي دوه كلنو دورو لپاره خاص درسى كتابونه جوړ نه شول او د حرفوى او مسلكى زده كړو لپاره ډېر محدود ښوونځى موجود وو .
كه څـه هم د معلوماتو له مخې د مسلكى زده كړو د شموليت اندازه دوه چنده او د پوهنتون د محصلينو د شمول شمير سل فيصده زياته شوى وه ، خو بيا هم په هيواد كې د جنګونو او بى امنيتى له وجې دغه احصايى صحت او موثقيت د اعتبار وړ نه ښكاري.
په اوياومه لسيزه كې د ښوونې او روزنې ولايتى رياستونو د مركزى ادارى او پوهنى د وزارت د نماينده په توګه كار كاوو او د ادارى چارو او د عملى اجراتو مسئوليت يې درلود، خو مالى او تنظيمولو د چارو واك نه وركيده، بلكه ټول اختيار د مركز په لاس كې وو. يوازې ښوونيزى چارې نه بلكه ټول سياسى نظام يو مركزى سيستم وو. ټول واك د مركزى حكومت سره وو او د واك د دغه ډول مركزى انحصار د ملى ګټو، يووالى او عدالت په وسيله توجيه كيده. په دې خبره چې واك بايد د قوى مركزى ادارى په لاس كې وي، يو ډول عمومى توافق موجود وو او د دې وجــه د افـغـانى ټـولـنـى غـيـر مـتجـانــس قومى جوړښت او د پرمختګ ډېره ټيټه درجه وه. د ښوونې او روزنې دولتى تمويل د دې لپاره ضرورى بلل كيده چې ټولو ته مساويانه حق وركړل شي.
د مركزى بيوروكراسى قوانين او مقررات او محكم ضوابط په عمومى توګه منل شوى وو او مراعات يې د قبول وړ وو.
اسلامى تعليمات بيا تر ډېره حده غير مركزى او شخصى وو. د مدرسو د چلولو او تمويل چارى د محلى ټولنو او ولس په غاړه او واك يې هم له محلى ولس سره وو او د دولت لخوا لاس وهنه او مرسته يا خو هــيڅ نه وه او يا ډېره محدوده وه.
په 1979 م كـال نــوى شــوروى پـلــوه ادارى سمدستى خپل ښوونيز اصلاحات پيل او په تجربوى توګه يې د ښوونځيو په جوړښت او ساختمان كې بدلونونه معرفى كړل. د ليسى دولس كلنه دوره يې په څـلور كلـنه ابـتدائـيـه، څـلور كلنه ثانوى او دوه كلنه د ليسې په دوره بدله كړه. پــه 1985 م كــال كـې يــې بـل بـدلـون مـعرفى كـړ چـې ابتدائيه دوره يې پنځه كاله، ثانوى يې درى كاله او د ليسې دوره يې درى كاله وه. يعـنى پـه لـومړى بدلون كې ټول تعليمات لس او په دوهم بدلون كې يوولس كاله معرفى شوى وو. بالاخره په 1990 م كال بـيرته پـخـوانـى شــكل يعنى شپږ كـاله ابتدائيه، درى كاله متوسطه او درى كاله ليسى دورى ته بدلون وركړل شو .
پــه دغــه دوره كــې هــم دولـتى تـعـليـمـى نـظـام مركزى سيــستم وو، شخصى سكتور ته اجازه نه وه، يوازې يــو ډول او د دولت لخوا مــنل شــوى درســـى كتـابــونــو ته اجازه وركول كيده او په ټــولــو ســطــحــو كــې مـقـررى د مركزى ادارى لـخـوا ترسره كيدى. يوازې نــوښــت دا و چې د لــيسو فـارغيـنو او حتى د لومړنيو ښوونځيو فارغينو ته په نظامى ښوونځيو او پوهنځيو كې د داخليدلو پراخ امكانات موجود وو.
د 1980 لسيزې په پيل كې د شوروي پلوه دولت په مقابل كې په ملى سطحه پاڅــون پــيل او د هيواد ډېرى سيمى د مركزى ادارى له كنترول څخه ووتلى- په خاص ډول كليـــوالى سيمى. په دغــه دوره كې د ښــــوونــى او روزنـــې د تـمـويــل او چــلولــو نـوى عاملين او لارى رامنځ ته شوى: محلى ولسونو په خپلو سيمو كې خپل ښوونځى بيا پرانستل او محلى قوماندانانو هم په ډېرو سيمو كې په فعال ډول د جــنــكيــانو لپــاره هــم پــه كــليــوالـــــو سيــمــو كې ښوونځى پرانستل. دا چې كليوالى سيمى يې د مركزى ادارى له كنترول څخه ووتلى، نو. ملى او بين المللى غير دولتى موْسساتو د ښوونې او روزنې د سنبالښت او چلولو لپاره مرستي كولي. د 1980 م كالو څخه را په دې خوا په هيواد كې ښوونيز نظام په غير ارادي ډول يو غير مـــركـــزى نــظــــام بـلــلاى شـــو، چــې لــه سياسى او فيزيكى دواړو خواوو، د پخوا په خلاف د مركز لخوا نه كنتروليده. داخلى او خارجى قواوو د ښوونې او روزنې د تمويل، اداري او محتوى په هكله تصميمو نه نيول. ټولنو د برخى اخستنو د مختلفو درجو له مخى ښوونځى شخصى شول. د تصميم نيونى واك د ښوونځيو يا غير دولتى موْسساتو په سطحه وه. د دولتى نصاب په نسبت د غير دولتى ښوونځيو په درسى پروګرام كې اسلامى مضامينو ته زيات وخت وركړل شوو چې د 1970 لسيزو په نسبت هم زيات وو.
د اسلامى زده كړو لپاره منظمى مدرسى زياتى شوى چې په بنيادى توګه د ولس او يو شمير غير دولتى (په خاص ډول عــربى) موْســساتو لخوا مرسته ورسره كيدله. د طالبانو د دوري "عصــري " مــدرســي د تعــليــمي نظــام يو بــل شــکل وو چــه د تعــليم او تربــيــي د اســلامــي کيدني يل تر ټولو نوي شکل وو او د نړي په ډيرو کمو هيوادونو کي يي نموني موندلاي شو.
په دغه دوره كې دوه موازى ښوونيز نظامونه موجود وو: په ښارونو كې دولتى ښوونځي او په آزادو شويو سيمو كې د مسسجــاهــديــنو تر كنتــرول لانــدې ښوونــځــى. دواړو نظــامــونه جلا او قوى سياسى. اجنداوى درلودى. دولتى ښوونځيو د انـتـرناســـيونـالـيــزم او پرولـتـيـاريـــا ديكـتالـتورى ارزښتونه تقويه كول، په داسې حال كې چې غير دولتى ښوونځيو د پــان اســلامــيــزم او اســلامــى حــكومــت ارزښتونه تقويه كول.
په 1990 لسيـــزه كې اكثرو غير دولتى موْسساتو په خپلو ښوونځيو كې له هغه تعليمى نصاب څخه پيروى كوى چې د مجاهدينو د موْقت حكومت لخوا تائيد شوى وو. درسى كتابونه يوه متناقضه مسئله وه. هغه درسى كتابونه چې د جهاد په دوران كې چاپ شوى وو، د جــهــاد، مجــاهــد او وســلى د تـوصــيف پيــغامــونــه يې لرل او په 1994 م كال دغه كتابونه تجديد او د هغو پيغامونو ځاى د ســولى پــيغامــونه ته وركړل شو. اسلام او اسلامى پيغــامونو بــيا هــم د اكــثرو مـضــمــونــونو په درسى كتابونو كې لوى ځاى درلود.
د طالبانو رژيم (2001-1996) په خپل وخت كې هم يو ډول ښوونــيز اصلاحــات مـعـرفـى كړل او "عصرى مدرسو" ته يې پراختيا وركړه. دغــه ډول مدرسى ځكه "عصرى مدرسى" بولو چې د ابتدائيه دورى مضمونونه هم پكې ويل كيده او تر نيمائى زيات وخت دينى ښوونو ته وركړل شوى وو. طالبانو غوښتل چې په دې وسيله نوى نسل د دوي له مفكورې سره سم تربيه كړي او د عصرى مضمونونو په ورګـــډولــو ســره دوي لــه "مكتبيانو" سره سيالى وكړاى شي. طالبانو هڅـــه كوله چې د غير دولتــى مــوْســساتــو د ښوونځيو په شمول، په ټولو ښوونځيو كې نوى نصاب عملى كړى چې دينى مضمونونو ته په مهالويش كې زيات وخت وركړل شوى وو. كه څـــه هم د غــير دولتــى موْسساتو لخوا كتابونه يې رد او په ځاى يې د مدرسو دينى كتابونه (چې په عربى ژبه دي) په ښوونځيو كې معرفى كړل، خو دغه هڅـــى په عمومي توګه چندان بريالى نه وي، ځکه چه له يوي خوا درسي مواد او له بلي خوا کافي ښـــوونـــکي مــوجــود نــه وو. لكه چې په لاندې جدول كې ښكاري تر دې دمه د مختلفو دورو په درسى نصاب كې د پام وړ تفاوتونه په مهالويش كې د دينى مضمونونو وخت وو. له بده مرغه چه دغه ډول بـدلـونونه هــيځکله هم د عامــه رايو او د ولــس د غــوښتــنو نتــيجه نه بلکى د وخت د حاکمانو لخوا له پاسه تحميليدل.
جدول٢ : د مختلفو حكومتونو په وخت كې د ابتدائيه دوري درسى مهالويش

کلونه

١٣٥٧ � ١٣٤٠

 کلونه (الف)

١٣٧٠- ١٣٥٨

 کلونه (ب)

١٣٨١-  ١٣٦٠

  کلونه (ج)

  ١٣٨٠  - ١٣٧٥

 کلونه (د)

له ١٣٨١ څخه وروسته (ه)

ټولګي

1-3

4-6

1-3

4-6

1-3

4-6

1-3

4-6

1-3

4-6

مضمون

 

قرآنکريم

 2

 2

 1

1

 6

 6

 6

 5

 1

 2

دينيات

2

3

0

 1

 6

4

 5

11

 2

 2

حساب

 4

 5

 6

 6

 6

 6

 6

 4

 5

 4

لومړي ژبه

12

 5

12

 4

 9

 4

 6

 5

10

 7

دويمه ژبه

 0

 4

 0

 2

 0

 3

 0

 3

 0

 4

تاريخ

 0

 2

 0

 2

 0

 2

 0

 0

 0

  2

جغرافيه

 0

 2

 0

 2

 0

2

 0

 0

 0

 2

ساينس

 0

 2

 0

 2

 0

 2

 0

 2

 0

 2

حسن خط

 4

 2

 0

 0

 1

 1

 0

 0

 3

 2

رسم

 3

 2

 1

 1

 1

 1

 0

 0

 2

 2

موسيقي

 0

 0

 1

 1

 0

 0

 0

 0

 0

 0

سپورت

1

1

2

2

1

1

0

0

1

1

لاسي کار

0

0

2

2

0

0

0

0

0

 0

 

ټول

 

28

30

25

26

30

32

23

30

24

30

(الف): له جنګ څخه مخکي دوره، (ب): د جنګ په کلونو کي دولتي ښوونځي، (ج): د جنګ په کلونو کي د غير دولتي موسساتو ښوونځي، (د): د طالبانو دوره، (ه): انتقالي دوره.

په پورتني جدول كې تر جنګ دمخه، د شوروي پلوه حكومت، د غير دولتى موْســـساتو، طـالــبانو او د انـتــقــالــى ادارى د ښوونځيو مهالويش د پرتلى په توګه ښودل كيږي.
لكه چې په پورته جدول كې ښكاري انــتــقــالــى اســلامــى ادارى په 2002 م كال كې يو ځل بــيا په 4-6 ټولګيو كې د دينى مضمونونو وخت يوازې په اونى كې څلورو ساعتونو ته راكم كړى، پداسې حال كې چې د غير دولتى موْسساتو په نصاب كې دغه وخت لس او د طالبانو په وخت كې 16 ساعته وو. تر جنګ په مخكې دوره يعنى 1970 لسيزې كې هـم دغـه وخـت په اونـى كې پنځـه درسى سـاعـتونـه وو. په زړه پـورې خــبره داده چې د شوروي پلوه حكومت په دوره كې هم د دينــى زده كړې لپاره په اونـى كې يو څـه وخت وركـړ شــوى وو.
په خلص ډول ويلاى شو چې غربى ډوله ښوونې او روزنې په هيواد كې په خپل لنډ اما بحرانى وخت كې يو ډول مهم بدلونونه ليدلى او تجربه كړي دي. په هيواد كې د ملى يووالى او پيوستون د هڅــونى لپاره د 1950 مي ميلادي لسيزي له پيل څخه قوى مركزى نظام لازم بلل كيده او له بلې خوا يې د نړيوالى ټولنې په شان د "پرمختګ" د تجربو خوند هم څــكلى، لكه غير مركزى كيدنه، خصوصى سكتور، محلى برخه اخستنه، د ارزښتنو بيا احيا او نور، خو په بل شكل او د نورو مجبوريتونو له مخې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery