مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ښوونې او روزنې ريفورمونه ( اصلاحات ): څه شى، ولى او څنګه؟

ريفورمونه د څه شى په هکله وي؟
د ښوونې او روزنې د يو نظام يو اړخ د هغه جوړښت ( ساختمان ) اوبل اړخ د هغه محتوى ده. جوړښت (ساختمان) د يو هيواد د ښوونې او روزنې د نصاب د تنظيم او اداره کولو امورو ته راجع کيږى او محتوى ئې هغه کلتور او ايديالوژى ته ويل کيږى چې ښوونه او روزنه ئې انتقالول غواړي . د مثال په ډول د ښوونځيو تعليمي دوري، پلان، نظارت، او امتحانونو سستم د يو ښوونيز نظام د جوړښت ( ساختمان ) اجزاوى دي او نصاب، درسى مضامين او درسى کتابونه د يوه ښوونيز نظام محتوى بلل کيږى.
ريفورمونه ممکن جزوى او يا جامع ( کلى ) وي او کيداى شى د تعليمي نظام د جوړښت او يا محتوى او يا هم دواړو په هکله وي.
د جوړښت په اړوند ريفورمونه د ښوونځيو د دورو د وخت دوام، په يوه دوره کې د ټولګيو شمير، له يوې تعليمي دورى څخه بلې دورى ته د انتقال پروسه، د ازموينو پروسى او نورو مسايلو په هکله وي. د تعليمي نظام د جوړښت په اړه ريفورمونه همدا راز د تصميم نيوني د سطحو ( مراجعو ) په اړه وي، يعنى دا چې کوم ډول فيصلي د يو نظام په کومه سطحه وشي. د تصميم نيوني مراجع پخپله د زده کوونکيو او د هغوي له پلرونو څخه آن تر وزارتو او پارلمان پورې غزيدلا شي. شخصي سکتور ته اجازه ورکول او دا چې څه شى او تر کومه حده په شخصي سکتور پورې او د شخصي سکتور د ښوونځيوکنترول هم کيداى شى د دغه ډول ريفورمونو موضوع وي. د ټولنى برخه اخستنه او د پلرونو د تنظيمونو او د هغوى رول او همدارنګه د ښوونځيو د چلولو لپاره مالى منابع، چې کورني وي او که باندينى تمويلونکى منابع ئې تهيه کوى، هم د دغه ډول ريفورمونو په ساحه کې راځي.
د يو تعليمي نظام د محتوى په هکله ريفورمونه د تعليمي نصاب او د تدريس د طرز ( ډول ) په اړه وي. د نصاب په ريفورمونو کې د پوهى او علم په هکله د ليد ( ديدگاه ) او د زده کړى نظريې راځى، چې کيداى شي د زده کوونکو په ذهنى ودى برسيره د دوى د شخصيت د ودى په اړوند مسائيل پکې وي. نصابى ريفورمونه د ښوونې او روزنې موخي، د ښوونځيو په مختلفو دورو کې د مختلفو مضامينو ډول او د مضامينو مشخصات، په يوه تعليمى دوره او يوه ټولګى کې د يوه مضمون وخت او نور شامل وي.
د درسى کتابونو محتوى، د تدريس طرز او د ښوونکى رول له دې سره نژدى اړيکى لرى چې يو تعليمي نصاب د زده کوونکو د ودي ( انکشاف ) لپاره هر اړخيزه او که تنګه ( محدوده ) طريقه په کار وړي.
پدې وروستــيو دوولسيزو کې د ښوونې او روزنې ريفورمونه تر ډيره حده د اقتصادي لاملونو ( وجوهاتو ) له مخې تر سره شوى دي او د ريفورمونو په ژبه کې تر ډيره حده د �مارکيټ � اصطلاحات او استعارى استعمال شويدى. پاليسى جوړونکى ادعا کوى چې ريفورمونه د دې لپاره رامنځ ته شوى تر څو د تعليمى نظام د توليد وړتيا، اغيزمنتوب ( مړثريت ) او ګټورتيا ( مفيديت ) زيات کړى. او دا چې پدې وسيله به د تعليمى نظام په انعطاف مننه ، مسړليت ( حسابدهى ) مسلکى اجراتو او د زده کوونکو د زده کړى په لاسته راوړنو کې ښه والى رامنځ ته شى. اما بيا هم اکثره ريفورمونه په خاصه توګه په پرمختلونکو هيوادونکو کې يوازى د اقتصادي وجوهاتو له کبله پلى شويدى او هغه ريفورمونه چې د ټولنيز عدالت او د ښوونې او روزنې د څرنګوالى ( کيفيت ) د ښه والي د وجوهاتو له مخى پلى شوى وي، اکثراً عملي شوي نه وي او يواځې د کاغذ پر مځ پاتې شويدي.
د سنګاپور په هيواد کې رامنــځ ته شوى ريفــورمونه د دي يو ښه مثال دي چې ريفورمونه د وخت په اوږدوکې څنــګه له يوه شــکل څــخه بل شــکل ته اوښتى دى. پدغه هيواد کې لومړنى ريفورم په ١٩٥٩ م کال کې رامنــځ ته شــو او موخه ئې د � ټولو لپاره � ښــوونه او روزنــه وه. شل کاله وروستــه د � مړثريت � د لاملونو له مخې ريفورم پلى شو او اخر ځل د ١٩٩٠ لسيزى په پيل کې د � قابليت � د لاملونو له مخې ريفورم رامنځ ته شو، چې موخه يې داسى اقتصادى وده وه، چې په علم بناوي.

د ريفورمونو ډولونه

د ښوونې او روزنې ريفورمونه، معمولاً د صلاحيت او تصميم نيونى د مرجع او ځاى په اړه وي او اکثره وخت د منابعو د ويش ډول پکى شامل وي. برسيره پردې په ريفورمونو کې په بېلا بېلو ( مختلفو ) سطحو کې د مسړليتونو او صلاحيتونو په هکله مقررات او لوايح شامل وي او د ارزښتونو بدلون ورسره ملګروي. درى ډوله ارزښتونه معمولاً برخه پکې لرى: ټولنيز مساوات ( مساويانه برخه اخستنه )، مړثريت او حريت (ازادي) .
کله چې په ريفورمونو کې د تصميم نيونى د مراجعو محلى کيدل، يعنى غير مرکزي نظام، شخصي سکتور او د انتخاب حق شامل وي، دغه ډول ريفورم د � ښوونې او روزنې د جوړښت د نوښت (تجدد) � په نوم ياديږى او د سيستم ريفورمونه نور تدابير لکه د تدريس طرز، د ښوونکو تربيوى پروګرام او د زده کړو نظريي هم لرى .
ريفورمو نه کله کله د هغوى د پيښيدو د اړتيا د اُصولو له مخى سره جلا کيږى. مثلاً ILO په ١٩٩٦ م کال تعليمي اصلاحات په دريو ډولو ويشلى دي چې د رقابت، اقتصادي او ټولنيز مساوات د لاملونو له مخې رامنځ ته کيږى.
د رقابت د وجوهاتو له مخې (Competitiveness-driven) اصلاحات ددي لپاره پلى کيږى چې په نړى وال تجارتى بازار کې د يو هيواد دريځ اوچت شى. په دغه ډول اصلاحاتو کې معمولاً د تصميم نيونى د مراجعو محلى کول او يا مرکزى کول، د ښوونځيو د مسړلينو د ادارى وړتيا تربيى ته زياته توجه اړول، د ښوونکو مسلکى کول، د تقرر نوى اصول، په ښوونځيو کې د مضمونونو د اهميت او اولويت بدلون او نور شامل وي. د اقتصادى وجوهاتو له مخى (Finance-driven) د اصلاحاتو موخي د ښوونې او روزنې لګښتونه کمول وي او په خاصه توګه د شخصى ښوونځيو ( شخصى سکتور )، د معاشونو کمول، د ښوونکى په سر د زده کوونکو شمير او نور پکې راغلى وي. د ټولنيز مساوات د ښه والى د وجوهاتو (Equity-driven) له مخې د اصلاحاتو موخي د ټولنې غريبو او وروسته پاتى طبقاتو ته توجه کول او رسيدل وي . کيداى شى د خاصو ښوونځيو او يا د خاصو اړتيا لرونکو افرادو لپاره د مخصوصو ښوونځيو تدابير او نور پکې راشى.

د ريفورمونو عملى کول

د تعليمي اصلاحاتو د عملى کولو په اړه څلور اساسى پوښتنى موجودى دى:
١. ريفورمونه به څوک عملى کوى، ٢. ريفورمونه د څه شى په اړوند دي، ٣. څنګه به عملى کيږى ٤. او کله به عملى کيږى.
د عملى کولو مراجع د مثال په توګه به په ملى ( وزارت )، ولايتى او يا د ولسوالى په سطحه وي او ولسى شوراګانى، د والدينو ( پلرونو ) شوراګاني او د ښوونځى بورد هم ښايي د تعليمي اصلاحاتو په عملى کولو کي رول ولري. غوښتل شوى بدلونونه عموماپه مجملو او عمومى عباراتو کې بيان شوى وي، خو بايد هومره لارښوونکي او واضح وي چه يازي يو ډول تعبير ولري. ددې لپاره چې دغه بدلونونه پلى کيږى، د نورو اضافى بدلونونو رامنځته کيدل معمول وي. د مثال په توګه که په اصلاحاتو کې د ښوونځيو په چارو کې د پلرونو زيات واک او اغيزه غوښتل شوى وي ، نو دا په ترتيب سره لومړى د دغه ډول ميکانيزم ( مثلاً د پلرونو د اتحاديو ) ايجادول ايجابوى.
د اصطلاحاتو د عملى کيدلو لپاره لازمه ده چې د عمل مهالويښ او د اصلاحاتو د ځانګړو اجزاوو د اولويت په اساس د عملى کيدلو ترتيب جوړشى. د تعليمى اصلاحاتو بريالى کيدنه تر ډيره حده د اصلاحاتو د تيارى په پروسه کې د مختلفو ذيعلاقه خواوو په برخه اخستنه پورى تړلى وي.
د ١٩٨٠ له پيل څخه معمولاً ترسره شوى تعليمي اصلاحات له پاسه څخه تيار او په کښته سطحو تعميل شوى وي او قبلى تيارى او په هغى کې برخه اخستنه ډير لږ صورت نيسى.
په ډيرو هيوادونو کې په پلى شويو تعليمي اصلاحاتو کې متناقص او متضاد اهداف ښکاره او واضح وي. د مثال په توګه له يوى خواد اصلاحاتو موخي ښونځيو ته د زيات واک ورکول، د محلى ولس د برخى اخستنى زياتول او محلى غوښتنو او اړتياو ته د ښوونځيو ښه مناسبت وى او له بلى خوا مرکز خپل واک د تعليمي پاليسيو د وضع کولوپه مرسته زياتوى او ښوونځى د وضع شويو مقرراتو او پاليسيو په مرسته نور هم د مرکز تر کنترول لاندى راځى او د خپلواکى او محلى ابتکار لپاره ډير لږ ځاى پاته کيږى. تر دى زيات د ښوونځيو د تمويل د ميکانيزم پوسيله د ښوونځيو واک او د عمل ساحه نوره هم تنګــيږى . دغه واقيعتونه تناقض رامنځ ته کوى او د تعليمي ريفورمونو په ناکامى منتج کيږى.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery