مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

تقريـظ :عبدالرحيم (مسلم دوست) او استاذ بدرالزمان ( بدر)

الحمد لله وحده والصلاه والسلام على من لا نبي بعده.
اما بعد:
محترم ملا عبدالسلام ضعيف صاحب هغه پيژندل شوي شخصيت دی چې دافغانستان داسلامي امارت له پلوه په اسلام اباد كې سفير و. اګر چې مونږ دواړو وروڼو: (عبدالرحيم مسلم (دوست) او استاذ بدرالزمان( بدر) دزندان ددورې نه مخكې ضعيف صاحب ليدلي نه و، خو دخبري رسنيو له لارې دهغه دڅيری او نوم سره اشنا شوي وو. دلومړي ځل له پاره مونږ ضعيف صاحب دکندهار دهوايي ډګر په خواكې دامريكايي اغزن زندان په څپرګيو كې وليد.
كله چې د 2001م كال دستمبر په (11) يوولسمه دامريكا په نيويارك او واشنګټن حيرانوونكي بريد وشو او امريكا له ډېرې وارخطايۍ او ترورۍ دناټو اونورو پوځونو ملګرتيا دډالرو، وسلو او وسائلو سره زمونږ سيمې ته راوخوځېده، دترهګرۍ په خلاف دجنګ ډرامه پيل شوه او په افغانستان د كرغېړن يرغل ټکل وشو. دتل غوندې دافغانستان په دغه ناورين كې دپاكستان دپوځي استخباراتو: اي ايس اي غوالنګه شوه. دګانډيو هېوادونو په هكله د اي ايس اي كرغېړن كړه وړه او عزائم دتاريخ يو تور باب دي چې له هيچا پټ نه دي.
دا چې دترهګرۍ په خلاف دجنګ په ډرامه كې صليبيانو څه وكړل او څه غواړي؟ او د پاكستان پوځي استخباراتو دافغانستان او نړيوالو سره كومې لوبې روانې كړي دي؟ او په يو وخت كې هڅې كوي چې په خپل زعم كې اليعاذ بالله هم الله تعالى وغولوي؛ هم نړيوال، امريكا، افغانستان او دپاكستان ولس ته په سترګو كې خاورې واچوي او په دې ترتيب اوبه خړې كړي او كبان په كې ونيسي..... ددې اونورو اړوندو موضوعاتو او خبرو تفصيل به لوستونكي دضعيف صاحب په دې كتاب ((دګوانتاناموانځور))اوزمونږ دواړو ورڼو په شريک ليکل شوی کتاب ((ماتې زونلې)) كې وګورئ.
مونږ دواړه ورونه ددغه جنګ لومړني قربانيان يو چې د 2001م كال دنومبر په (17) اولسمه د اي ايس اي دافغاني ګوډاګيانو په لمسون اي ايس اي ونيولو او دډالرو دپنډ او پېړ مبلغ پر بدل كې يې په امريكا وپلورولو. زمونږ ګونا دخپل دين، وطن او نواميسو نه دفاع وه؛ كله چې دډيورنډ دمنحوسې كرښې تاريخي او قانوني حيثيت ړنګ شوي و اوړنګ شو هغه وخت راورسېده چې دافغانستان دخپلې خاورې پخوانيو اصلي پولوته ورسيږي او خپل حقه حقوق تر لاسه كړي. نو ددې په ځاي چې پاكستان حق ته غاړه كښيږدي او حق په حقدار وسپاري..... ټول افغانستان ته يې خيټه اوبو كې كيښوده او دخپلو افغان دښمنه افغان نماغلامانو نه يې دافغانستان په پاكستان كې دمدغمولو دعرائضو مطالبه وكړه، هغوي همداسي وكړل، او مونږ يې په كلكه مخالفت وكړ... نو ځكه اي ايس اي دجاري ناورين ښكار كړو.
زمونږ دنيولونه وروسته د 2002 م كال دجنوري په (2) دوهمه ملا عبدالسلام ضعيف صاحب هم د اي ايس اي بزدلو جنرالانو او كرنيلانو ونيوه او درې ورځې وروسته يې په امريكا خرڅ كړ؛ دټولو مسلمانانو نيول او په امريكا پلورل دپاكستان له پاره يو لوى تاريخي شرم او عار دى، خو دهغه ضعيف صاحب پلورل تر ټولو لوي شرم او عار دى چې دپاكستان او ټولو نړيوالو طاغوتي قوانينو مطابق يې قانوني پاسپورټ، ويزه اونور اسناد لرل، پاكستان دافغانستان دسفير په حيث منلي و او دقانوني ضمانت لاندې اوسېده. خو پاكستان دننګ، غيرت، بين الدولي، بين المللي، سفارتي او ديپلوماتي قوانينو، ادابو او ضوابطو نه شرمناكه سرغړونه وكړه، مونږ په لومړي ځل ضعيف صاحب دقندهار په امريكايي محبس كې وليده.
وروسته بيا كوانټنا موته يو ځاي انتقال شولو او په يو بلاك كې په نږدې پنجرو كې سره پاتې شو. چې دغه سونزمن سفر او تاريخي مرحلې كې مو تر ډيره حده سره وپېژندل. دپنجرو په دغه ملګرتيا كې به مو اكثره يوتر بله دتحقيق جريانات او دژوند دتودو سړو معلومات سره تبادله كول. ريښتيا خبره داده چې دضعيف صاحب ثبات، ښو اخلاقو، جرات او...... مونږ ډېر اغيزمن كړو. ضعيف صاحب په ډېرو سختو شرائطو كې حوصله له لاسه ورنه كړه. او ټولو كړاوونو او ربړونو ته يې دصبر او زغم اوږه وركړه. په همدغو ستونزمنو شرائطو كې ورته الله تعالى دا توفيق هم وركړ چې قران كريم ياد (حفظ) كړي. اكثره به دقرانكريم په تلاوت بوخت و. ښايي دمسلمانانو دغه كړاوونه، دردونه، ټپونه، شهادتونه او ګڼې ستونزې داسلامي نړۍ دويښتابه، يووالي، پاڅون او يون لاملونه شي او ټوله اسلامي نړۍ يو موټي او يو كور شي. مونږ نور ستاسو او دضعيف صاحب تر منځ نه پرده كيږو دا تاسو او دا مو ضعيف صاحب.
عبدالرحيم (مسلم دوست) او استاذ بدرالزمان ( بدر)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery