مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سريزه

دټولو كايناتو څښتن پيدا كوونكي او پالونكي ته ثنا اود نړی ستر لارښود او دهغه وروڼو لارښوونكو اودكورنی ټولو غړيو او ورسره ټولو ملګرو ته درودونه او سلامونه، دلوی متعال څښتن شكر كوم چی دلوی رحمت په بخښولو سره يې داوسنی نړی داستكباری قوت له خونړيو منګولو څخه سالم راويستم او نوی ژوند يې را په برخه كې اوله هغو وروڼو څخه يو جهان مننه كوم چی زما په خوشي كولو كې يي كوښښ كړی دی.
چون د نننۍ دنيا دتروريست او ويره اچونكو په نامه داستكباری قوت له خواديوويشتم قرن، تر ټولو دظلم اوبی قانونه نېولو خوشې كولو لړی روانه کړې ده، اوپه ګوانتانامو كې يی دقانون خلاف، دملل متحد، او بشری ادارو، له اعتراضونو سره سره دبی سرنوشته بنديانو ساتلو ته له قانونی محكمي پرته دوام وركړی دي، چی داخپله تر ټولو لوی تروريستی عمل دی، چی زه هم ددغه ښامار په خوله كی دپاكستانی مخلصينو !!؟له خوا لويدلی وم، چی بيا يی په ګوانتانامو كی ترستوني كښته كړم، چی تر دريو كالو اولسو مياشتو وروسته بيا افغان حكومت ته وسپارل شوم.
ډېرو وروڼووغوښتل چی له دغه جريانه خبر شی، او د هغه مفصل بيان واوری او ډېرو وروڼودمباركي په ليدوكي چي راتلل، او ډېرو وروڼو دټيلفونونو په ذريعه رانه وغوښتل ، چی دا انځور څومره چی ژر ممكن وی وباسم، او وروڼو ته يی تقديم كړم، ماهم دنا چاری له كبله د دغو وروڼو د ارزو پوره كولو په خاطر دغه لږ خاطرات دبيلګي په توګه وليكل، الله (ج) دې وكړی چی دډېرو وروڼو سوالونه په كښی جواب شوي وی .
ګرانو او محترمو لوستونكو كيدای شی، تاسو زما په ليكلی وړه ډالي كې څلورو څيزونو ته دلوستلو په وخت كې ګوته ونيسی، اول داچې ډېر داسی ليكلي به ولولئ چی د ادبی پلوه پكښي نيمګړتياوي وی او كله خو به داملا نيمګړتيا ولری، دا چی له يوي خوازه ليكوال نه يم، او دا اول ځل دی چی داسی ليكنی ته زړه ښه كوم، بل دا چې كله ناكله دښه صحت احساس نكوم، اوله روحی مشكلاتو سره مخ كيږم نوهيله ده چې معذرت مو ومنئ
دويم دا چی ځينی ليكنی شايد څه ذهنی فشار ولری اوله لوستلو سره يې ستا سوپه زړه كي هيښونكې څه پېداشی، اويا په دماغ درته بوج راولی، اويا داچی ځينی لوستونكی ښايي اعتراض وکړي چی ځينی مطالب دځينو شرايطو مطابق بايد ذكر شوی نه واى، كه بالفرض داسی څه پيداشی زه ستاسو دفكر او نظر درناوی او احترام كوم او په ځای يی بولم البته زما سره د دوو شيانو احساس ډېر اوډيردی، اول دا چې له مسلمانانو سره په مختلفو نومونو او دسيسو ناوړه كړه ونشی چی هغه دانسانيت له حده وتلی وی اود ځناورو تر حده بد چلند ورسره وشی، بل دا چی دبشر د حقوقو په نامه بايد له مسلمانانو سره درغلی او دوكه بربنډه او وغندل شی، اومسلمانه ټولنه بايدد داسی دوه مخه شيطانت او په ګبين كې ګډو زهرو څخه ځان وساتي ، داسی پلانونوته ځير او ويښ واوسي او مخه يې ونيسی.
دريم داچی په ليكلو كی به غليظ او شديد الفاظ ومومي چی دځينو لوستونكو په نظر به له ادبي چوکاټه وتي اوپه ځای نه وی، اوځينی لوستونكی يې شايد تعصب وبولي .ګرانه لوستونكيه په الله (ج) قسم دی له چا سره شخصی تعصب نه ساتم، خودا ليكل به دوه مفهومه لری يودا چی زما شدت به زما دپوره مظلوميت نماينده ګي كوي چې دهغودعمل په مقابل کې به زما عكس العمل اوددې الفاظو كارول به زما دپړسيدلي زړه بوج كم كړي.
دويم دا چی په ټولنه كی هر سړی بايد په دی پوی شی چی هر سړی دخپلو اعمالو مسؤوليت لری هغه که هر څوك وی.
څلورم په ليكنه كی د ځينو مملكتونو پاليسۍ اومنافقانه كړنو ته په زغرده اويا نا مستقيم ډول اشاره يا شديدالفاظ كارول ياغندل، ددی معنی نلری چی ملت ته داسی څه ويل په كار دی، داسی نه ده ، بلكې زما ليكنه يواځی دهغه وخت تر حكومتونو پوری محدوده ده اوبس. زه په ګاونډي هېواد پاكستان كې، قريب دوه كاله دافغانستان دلوي سفير او ځانګړي استازي په توګه په رسمي دنده ګومارل شوى وم، او دا هغه حالت وو چې نړيوالو په ځانګړي توګه نااسلامي نړي دافغانستان داسلامي امارت موجوديت ددوى په اصطلاح دخطر يو لوى عامل ګڼلى وو، چې دځينو افغاني کړيوپه مرسته يې داسلامي امارت ختمولو ته بډي رانغښتې وي، او ددي كار لپاره يي په مختلفو لارو چارو غور كاوه، داسلامي امارت دمخالفينو او په خارج كې دځينو غربي كلتور پلووافغانانو سره، دامارت په نابودولو كې يي مشوري او مجلسونه كول، او په خارجي هېوادونو كې يې، په يوه او يا بل نامه غونډي او كنفرانسونه جوړ ول. په افغانستان بنديزونه ولګيدل، دتجارانو په ځينو صادراتو وارداتو، دپور پر راكړه وركړه، په بانكي حسابونو، دحكومت دچارواكو پر سفرونو، او دالوتكو په تجارتي پروازونو، هم بنديزونه ولګيدل چې ټول ملت يې له كړاوونو سره مخ كړ، دا زما په ژوندکی ماته تر ټولو ستړى اوستومانه حالت وو، چې دپاكستان دحكومت په دوه مخي سياست بيا تردي ټولو زيات ځوريدلم، چې له يوي خوا به يې دمقدس جهاد خبري كولي، او له بلي خوايې خپل هوايي ډګرونه، او استخباراتي پټ معلومات ، امريكايانو ته دمظلومو افغانانو دوژلو، اودافغانستان دورانولو لپاره وركول .
خو دا هرڅه وشول، زه ددغه دوه كلن مسؤوليت په وخت كې دحكومتي چارواكو، او عامه خلكو سره ډېر ناست ، او ولاړ يم، دپاكستان عام وګړي ، اسلامي احزاب اومطبوعات ،اسلام خوښه مسلمانان دي ، چې له اسلام سره پوره مينه لري، دپاكستان اوپه ځانګړي توګه دمشرف ددغه ناروا عمل خلاف وه، او ډېري هلي ځلي يې كولي چې پاكستان داسي عمل بايد ونكړي چې دتلپاتي كاونډي هېوادپه ضد داسي كار نامه تر سره كړي، چې دتاريخ لپاره يې په تندي تور خال پاتي شي، او له بل پلوه پخپله ورته هغه څه پيښ شي چې دګاونډي لپاره يې غواړي. مكوه په ما، چې وبه شي په تا.
دپاكستان ولس له افغانستان سره ډېري نيكۍ او ښيګړي كړي دي او په تير تاريخ كې يې ورسره د ورور غوندي سلوك كړي دی، دپاكستان خلكو چې داسلامي اخوت او ورورولي له كبله كوم محبت له دطالبانو سره درلود او تردوى وړاندي يې دمجاهدينو سره درلود اوتراوسه مهاجرينوته يې په خپل كوركي ځاي وركړي،ځانګړي قدر او ارزښت لري ډېر وروڼه او خوندي ما وليدلې چې دپاكستان دحكومت دپاليسي خلاف يې له طالبانو سره ستري همكاري كولي او لويي مظاهري يې كولي، حتی ښځو به دخپلو ګاڼو تحفي چې تر ډېرو شيانو ورته محترمي دي طالبانو ته وركولي ما دا ليدلي چې جوالي غريب به هم خپل په اندازه كمك كاوه چې دا زما لپاره ډېر په زړه پاتې انځور دي، زه دهغه ټولو مسلمانانو لپاره چې له افغانانو سره يې په غم کې ځان شريك كړي، او ورسره يي الهي مينه كړي، له لويه خدايه ورته په دنيا او اخرت كې لوی اجر غواړم. كه الله (ج) په ما رحمت وكړي، په ورځ دمحشر به زه ددغو وروڼو او خويندو چې زموږ په غم يې ځان خبر كړي، شاهدي وركوم انشاء الله.
دپاكستان دديكتاتورانو او ځينو اجنټانو ناروا كړني، او پاليسي هغه قربانۍ نشي له منځه وړلى چي دپاكستان ملت تيرولسيزوكي كړي دي .
زه پخپله له هغه ټولو مسلمانانو وروڼو او خويندو څخه ډېره مننه كوم چی ديرغلګرو ديرغلونو په وړاندی يی له موږ سره ترخپل وسه همكاری كړيده.الله (ج) مودی لدی څخه له سختو ابتلاګانو وساتی اود وروستۍ زمانې ناوړه فتنی او دفساد خپروونكی ا‌ذهانو زهرجن پلانونه دی الله ج په خپل لوی فضل زموږ په پاک افغانستان او ټولی اسلامی نړی نه خپر وی والسلام.
په درناوي
ملا عبدالسلام (ضعيف)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery