مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

زما خوب

دنيولوڅو ورځي مخكې مې خوب ليده چې ډېر وحشت ناك غوندي وو، په خوب كې مې وليدل چې خپل سكني ورور مي راشي، په لاس كې يې دقصابانو لويه او تيره چاړه وي، په مخ يي دقهر او غصې نښي ښكاريدي او په ډېر قهر او غصه وو، ما ته ښه نژدې راغی او لويه چاړه يې په لاس كې تاو راتاو كوله، ماته يې نيغ نيغ كتل، كله چې ښه نژدې راغي او ښه نژدي راته ودريده، په نرمه لهجه سره يې راته وويل: وروره زه ددې لپاره راغلي يم چې تا په دغه چاړه سره حلال كړم، دواړه لستوڼي يې رانغښتي وو، زه حيران وم او كله مي هم دا باور نه راتله، چې زما سكني ورور به دداسې بدۍ او ناروا ارادي ټكل كړي وي، له بل پلوه ما كله هم له دې ورور سره بد سلوك نه وو كړي او نه مي كله بد ورته رسولي وو او نه مې دده دخفه كيدو هڅه كړي وه او ډېر ځله به مي ويل، چې څه ټوكه به كوي او يا به رواني ناروغي ورته پيدا شوې وي، خو دده په ډېر اصرار سره مطمئن شوم چې، دزړه له كومي هم دا اراده لري، ما دځان سره فكر كاوه چې مشر ورور كه په دې سره خوشحاليږي، بايد دا ارزو يې زه پوره كړم او كه په قناعت سره بريالي نه شم نو به غاړه ورته كښېږدم او مقاومت به ورسره نه كوم، په ډېره نرمي سره مې ورته وويل وروره ما هيڅكله هم تا ته بد نه دي رسولي چې انتقام راڅخه واخلي او نه مي ستا په خلاف كوم كار كړي، څه سبب دی چې تا داسي غير شرعي ټكل كړي دی، خو ونه توانيدم چې قناعت وركړم بالاخره ورته مې غاړه كښيښوده او ورته ومي ويل: وروره څه چې دي اراده كړي هغه پوره كړه خو بيا هم په دي تمه وم چې، كيداي شي تردې نيت تيرشي او رحم يي په زړه كې راشي، ځان مې ورته په ځمكه واچاوه او قرباني ته چمتو شوم، ورور مي بي له دي چې رحم راباندي وكړي، په غاړه يي د قصاب لويه چاړه راكښيښوده او په بيړه سره يي حلال كړم، دا خوب مي هغه مهال وليد، چې پنځه شپږ ورځي وروسته پاكستاني سرتيرو زما كور له څلورو لورو څخه محاصره كړ، خو ما دا حال تردې دمه نه چاته و ويلې او نه يې خپله په تعبير پوهيدم.



بسم الله الرحمن الرحیم
قالت ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلةج وکذلک یفعلون. الایة
ترجمه: نو وویل بقلیس چه بیشکه باچاهان هر کله چه ننوزی په کوم کلی په غلبه او قهر سره خرابوی دوی هغه کلی او ګرزوی عزتمند دوسدونکو دکلی ذلیله او خوار همدارنګه کوی.

كړيدلى انځور

د ميلادي كال 2002 دجنورۍ دمياشتي دوهمه وه چې دپاكستاني مقاماتو دنوي كال د مراسمو لړۍ ختمه شوه او شپه تيره شوې وه، په خپل كور كې مې دكورنۍ له غړو سره دمعمول په څير ژوند كاوه او د خپلو وركو وروڼو، او شهيدانو، چې دبي رحمه دوستم لاس ته دپنا په اميد لويدلي وو په لټون وم، او له ځينى مختلفو مراجعو څخه مي دمرستي هيله كوله.
واقعاً له خپل برخليک نه ناخبره وم، او بل دا چې دداسي لوي غم او مصيبت په پيښېدلو راڅخه دخپل ځان غم هير و، او په دي لټه كې وم، چې دشمال وروڼه به په څه شكل خپلو كورونو ته سالم ورسيږي، او څنګه به د غائبو وروڼو دكورونو سره تماس ونيسو، او څنګه به د بې كوره شوو افغانانو په درد ځان خبر كړو،قريب 8 بجي وی چې ناڅاپه د كور ساتندويانو خبر راوړ ، وامې وريدل چې يوڅو تنه پاكستانيان ملاقات ته راغلي او ځانونه حكومتي مامورين معرفي كوي.
كله چې زه دميلمنو لپاره هغه كوچني كوټې ته ورغلم چې دمعمول په څير به موږ نابلده خلك پكښي ليدل او ومي ليدل، چې درې كسه چې يو يې پښتون و چې ځان يې دګلزار په نامه معرفي كړ او دوه نور كسان چې اوردو ژبې و په چوكيو كې ناست و ، ما سلام وكړ او ښه راغلاست مي ورته ووايه، لاسونه مو سره ونښلول او كښيناست،و وروسته مي دچاي مناسبت وكړ او دوي ته مي انتظار كاوه چې دڅه پيغام سره مله دي.
په دوي كې يو نفر وو چې طبيعي حالت يي دتعصب او دكركې ډك معلوميده ، تور مخ، برداره او پړسېدلي لويې شنې شونډې، او پړسېدلي خېټه، او ځړېدلى جج لكه تازه چې ددوزخه استازی راغلي وي په ډېره بي احترامي يې په خبرو پيل وكړي اوويې ويل (يور ايكسليسني يوار نو مور ايكسليسني)
( your Excellency you are no more Excellency) يعني ډېر محترمه ته نور محترم نه يې دا هغه الفاظ دي چې دډېری دښمنۍ او تعصب له مخی استعماليږی اود ډېر بي عقلو ترخولو وزي او كله يې هم ضرورت نه ليده كيده، او يواځې يې دتعصب او دښمني څرګندونه كوله، بيايې وويل: چې ته پوهيږي امريكايان يو لوي سوپر طاقت دی، او څوك يې مقابله نشي كولي، او نه يې خبره ورګرځولاي شي نوهغوي تاته ضرورت لري چې تحقيق درڅخه وكړي، زموږ دراتګ موخه همدغه ده چې تا امريكايانوته تسليم كړو، او هغوى زموږ څخه راضي شي اوپاكستان هم له خطره بچ شی.
په ځواب كې مې ورته وويل: چې داخبره خو سمه ده چې امريكايان ستاسو په اصطلاح سوپر طاقت دي، خوسره ددی په دنيا كې قانون او اصول شته چې دهغي له مخي دنيا ټولي چاري پر مخ بيايې نو په كومو اسلامی اوغيراسلامی مروجه اصولو تاسو له ما سره داسي معامله كوئ او دكوم قانون له مخي تاسو مجبور ياست چې ما امريكايانو ته تسليم كړئ، ستاسو حق خو يواځې دادي چې ما ته ځواب راكړئ، او مهلت راكړئ چې ‌زه ستاسو هيواد پريږدم او بس، خو دا لوغړن او كرغيړن او بي رحمه مزدور په ډېرې سپين سترګۍ سره راته وويل: چې زموږ سره نن اسلام او قانون مطرح نه دي او يواځې دپاكستان ګټي مطرح دي او بس.
كله چې ما ددوي سلوك او وضعيت درك كړ ، معقوليت او دلائلو هيڅ ګټه نه رسوله مجبوراً ساكت شوم او ورته مي وويل: چې څه غواړئ هغه وكړئ موږ اوس ستاسو په لاس كې يو بې له يو پروردګاره بل څه نه لرو او پر هغه مي توكل دى.
وروسته دوي وويل: چې تر ۱۲ بجو پوري په كور كې اوسه، او وروسته به تا پيښور ته انتقال كړو خو زما كور څلور طرفه محاصره و، او دوتلو هيڅ لاره يې نه وه اونه می داميد اوکمک مرجع درلودل،دتلفون دلاری می دپاکستان خارجه وزارت سره تماس ونيو خومسوولومقاماتودجواب نه ډډه وکړه.

له كوره اېستل

پورتني راغلي پلاوي دكوره له ا ېستلو مخ كې راته وويل چې موږ تا پيښور ته انتقالوو چې هلته به ته زموږ سره اوسي او صرف امريكايان به درڅخه تحقيق كوي، او كيداي شي وروسته تر لسو ورځو بيرته خپل كور ته راشي، هم داسي اطمنان يې زما كور او فاميل ته وركړى و چې تر هغه وخته چې زه لدوى سره په توقيف كې يم، زما دفاميل لپاره به داوسيدلو ځاي، او مصرف وركوي خو دا هرڅه په هغه ځاي پاتي شول . ديادوني وړ ده چې په دغه وخت كي ما د لسو۱۰مياشتو ويزه درلوده، او دپاكستان دبهرنيو چارو وزارت هم راته رسماً مكتوب را ليږلي و، چې زه تر هغه وخته په پاكستان كې اوسيدلي شم تر څو په افغانستان كې شرائط عادي كيږي، او هم مي دملل متحد هغه مكتوب درلود چې په كې ذكر شوي وو، چې ددي مکتوب لرونكي يو اهم شخصيت دي او دده دشخصيت بايد احترام وشي او څوك ورسره غرض ونكړي، چې مطلب يې پاكستاني مقامات وو.
څه دپاسه دولس بجي وي چي دري موټره دكور مخي ته ودريدل،او راتلونكي لاري يې بندي كړي دخلكو او موټرو، تګ او راتګ يې ودراوه، او هغه ژورنالستان يې چې غوښتل يې دغه صحنه وويني او دپاكستان دغه ناروا، او ظالمانه عمل نړۍ، او په تيره بيا مسلمانانو ته وښيي نه پريښودل. ان تردې چې دلېدلو فرصت هم ورنه كړل شو ، ماته يې دراوتلو امر وكړ .
زه په داسی حال كې له كوره راووتم چې بچيانو مي چيغي وهلي او پاكستاني عسكرو چې داسلام دفاع خپله موخه ښيي ديوه مسلمان ميلمه چې هيڅ جرم نلري هيڅ قانون جواز نه وركوي، صرف د نامسلمانو دخوشحالولو، او ديوڅو پيسو لپاره كفارو امريكايانو ته ډالۍ كړي، دقران، او اسلام، دود، او عنعني دغيرت، او شهامت، دضيافت ،او ميلمه پالني، دملي، او بين المللي، قوانينو داسلامي اخوت درحم، او شفقت په خلاف داسي ناروا جرئت وكړې،په هرصورت له كوره راووتم او حيران وم چي ولي داسي ظلم وشي، اوولي څوك نشته چې دداسي ظلمونو مخه ونيسي، هغه دبشر حقوق، او بين المللي قوانين، هغه دديموكراسي او ديپلوماسي حقوق څه شول، په هر صورت له كوره دباندي لږ شيبه ودرول شوم، او ما دكور په طرف خپلو ماشومانو ته د كتلو جرئت نشو كولاي اونه می دتسلی اوازياپيغام ورکولی شوای. بيا په هغه موټر كې كښېناستم چې ما يې هيڅ كله توقع نه كوله، او دپاكستان له مقاماتو څخه مي چې ځانونه يې زمونږ وروڼه، او خالص مسلمانان معرفي كول، او كله كله خو به يې د مقدس جهاد خبري هم ترخولې ايستلي داسي اميد نه درلود.
زه د منځ په موټر كې سپور كړل شوم چې يو امنيتي موټر مخ ته روان وو او بل يعني دويم تر شا بدرګه كاوه، هغه موټر چې زه په كښي وم دبيخي تورو ښيښو درلودونكي وو چې نه ما څوك ليدلي شواى، او نه زه چاليدلاي شواي، او امنيتي دای ايس ای IS.I كسان هم په دي موټر كې و ، چې البته اسلحه ورسره نه وه او نور دوه موټره مسلح كسان و ، او ټوله لار په همدي موټر كې موزيك چې ښځو په اردو ژبي سندرو بدرګه كاوه وږ وږ جوړ كړي و، دا ددې لپاره چي ماته څه ازار راكړي ځكه دوي پوهيدل چې دا دشريعت او دين خلاف كار دي او دي ورباندي ځوريږي.
په لاركي مي دلمانځه كولو غوښتنه وكړه ځكه چې لمونځ په قضاء كېدو شو، په جواب كې مي واوريدل چی پيښور كې به يې وكړي او په څو كرته مې تكرار كړل ګټه يې ونه كړه، او نه يې ماته وخت راكړ چې فرضيت په ځاي كړم او نه يې دوی پروا وكړه.
پېښور ته په رسېدو هغه دفتر ته ننويستل شوم چي ما فكر كاوه چی دپاكستان دڅارګرۍ دفتر به وي يعني IS I خو اوس هم مطمئن نه يم چې دا به كوم ځاي وو هلته ددفتر يوي ځانګړي كوټې ته راهنمايې شوم چې دښكلو ميزونو او چوكيو درلودونكي و، او دپاكستان بيرغ، او دجناح عكس هم د ميز پر سر پراته وه، يو پښتون سړي په څرخنده چوكې كې ناست ‌وو يو طرف او بل طرف ته يې دچوكې په ګرځولو حركت كاوه.
دغه سړي چې ميانه قد يې درلود او ږيره يې خرييلې او لوڅ سر و، سپين چكي پاكستاني كلتوري جامي يې په تن وي. مخي ته راغى او ويې وويل، ډير ښه راغلي محترمه زه فلانكى يم، ددغه دفتر مسؤول يم، ته زمونږ سره ميلمه يې او داسي ميلمه يې چې خوښ مو يې او درباندي خوشحاله هم يو،خو زه نه پوهېدم چې ددي ټكو به څه معنا وه.
او په ذهن كې مي وګرځېدل چې داسړي په خپل قول كې صادق دى، خوښ او خوشحاله ځكه شو چې په ښو پيسو ورته خرڅيږم، دوی هغه څوك دی چی انسانان د مالونو په څير پلوری دلوړ قيمت مال دهر چا خوښ او پري خوشحاليږي، كه نه انسان خو قيمت نلري، او نه يې څوك پلوري خاصتاً په شلمه، او يوويشتمه پيړۍ كې، خو د پاكستان حكومت دا دظلم او انسان پلورني بازار تر اوسه هم تود او ګرم ساتلي دى دمسلمان خرڅول دډالرپه بدل روااوجهادبولی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery