مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په پښور كې

د پيښور ددفترمسؤول دچاي او ډوډۍ ست وكړ او لمونځ مي هم وكړ وروسته بيا هغه كو ټي ته رهبري شوم كوم چې د دبنديانو يا نظر بندو كسانو لپاره تياره شوې وه، نسبتاً وضعه ښه وه په خونه كې ګاز او برق وو، چې ديخ مخه يې نيوله، او تشناب يې هم درلود، اوبه پريمانه وي، او خوراكونه هم ښه و ، دقرانكريم يوه نسخه هم راسره و، كتابچه او قلم مي درلودل او په دروازه كې يو پيره دار (ساتونكى) ولاړ و، چې ما كله څه غوښتل په هغه كې يې مرسته راسره كوله.
نور تحقيق او پوښتنه نه وه، البته يو نفر چې په همدي دفتر كې يې دنده درلودله ډېر ډېر به راته خوپه پښتو ژبه نه پوهېده، زه په اردو نه پوهيدم خو په انګريزي ژبه به مو خبري سره كولي، او ډېر ډېر به يې راته ويل چې څه به كيږي ( what will happened) او ما به ځواب يواځې داوركاوه چې الله پوهيږي زه نه پوهيږم.
ددفتر مامورين به راتله سلام او احترام به يې كاوه، خبري به يې نه كولي، خو كله به يې چې ماته كتل نو په سترګو كې به يې اوښكې رغړيدلې او بيرته به وتل، يو ځلي يو نفر خوني ته راغى چې ډېر زيات احترام يې وكړ ، او كرار كرار يې سلګۍ شروع كړي، سلګي يې وار په وار ډېرېدلې، بالاخره په ژړا شو او بيهوښه ولويد ، چې بيا نورو نفرو ژر په ځولۍ كې وايست، او لدی نه وروسته بيا بل څوك رانغى دا هغه وخت و، چې وروسته ترڅلورو ساعتونو يې زه امريكايانو ته تسليم كړم.
دوې شپي په همدغه خونه كې تيري شوي، په دريمه شپه چې تقريباً يولس ۱۱ بجي وي ما دخوب اراده وكړه ناڅاپه دخوني دروازه بيرته شوه او يو سړي خوني ته راغى ميانه قديې و، او وهلي دبرس غوندي ږيره يې درلودله خړرنګه جامي يې په تن وي، څنګ ته راته كښېناست ،سلام يې واچاوه، دجوړ او ناجوړ پوښتنه يې وكړه، بيا يې وويل: ته خبر يې چې څه كيږي ما ويل نه بيا يې وويل تا ته چا څه ندي ويلي؟ ما ويل نه، هغه وويل چې همدا اوس موږ تا بل ځاي ته بيايو، پنځه دقيقي وخت لري كه تشناب ته ځي او يا اودس كوي، زه تشناب ته ولاړم، او نوره مې پوښتنه و نه كړه چې چيري مې بيايئ، ځكه درښتيا ځواب اميد مې نه درلود، له پنځو نه تر لسو دقيقو وروسته يې له خوني بهر كړم، او څه نور نفر په ساده جامو كې ولاړ و ، دلاسونو ولچك يې په لاسو كې و، يوه توره پټۍ هم ورسره معلومېدله، لاسونو ته يې ولچك راواچول، او توره پټۍ يې په سترګو راوتړله، او دا لومړى ځل و چې زما لاسو ته ولچك ولويدل او سترګي مي وتړل شوی، جيبونه يې تلاشي كړل، قرانكريم، يو جيبي ډيجيتل قاموس يا ژباړونكي او څه پيسي وي هغه يې واخيستي، موټر ته يې په ټيله ټيله وهلو سره وړاندې كړم، او دوي ټول چوپ او غلي و چا خبري نه كولې.
موټر حركت وكړ ، او تر يوه ساعت يا څه كم يو ساعت وروسته مي دچورلكي اواز ترغوږو شو، او په زړه كې می وګرځيدل چې دا به ضرور ميدان وي، او چورلكه به دامريكايانو وي، او په همدي وخت كې يو قيمتي ساعت چې پر لاس مې و، په يوه حمله له لاسه خلاص شو بيا می و نه ليد !! او امريكايانو ته هم نه و تسليم شوی، موټر ورو ورو حركت كاوه چې چورلكی ته ډېر نږدي شو ودريد، دموټر دروازې خلاصي شوي، او په دوو نفرو يې زه له موټر څخه راكښته كړم، او يو څو ګامه وروسته ودرول شوم، تر څه درنګ وروسته په اردو ژبه راته په غوږ كې داسي وويل شوه ( خدا حافظ)!!! يعنی خدای ج دی مل شه لكه زه چی دكوم ځای په خوشحاله سفر روان يم دلته می يقين شو چی امريکايانوته
سپارنه ده.

امريكايانو ته تسليمي

په همدي مهال چې امريکايانو ته سپارل كيدلم، يو دم خلكو راحمله كړه لكه شرمښان چې په ګډ حمله وكړي، په لغتو اوسوكانو يې ووهلم، او چيغي يې راباندي وهلي، كالي يې راڅخه كشول ، كله به يې په ګو‌نډو، كله پړمخي، كله ستوني ستغ، او كله به پراړخ غورځول ، په چاكوګانو يې كالي راباندي څيرل، په همدي حال كې مې له سترګو څخه هم هغه توره پټه بيرته شوه، سترګي مي وغړولې و مي ليدل چې يوې خوا ته پاكستاني بې ننګه فوجي عسكر په نظامي دود صف ولاړ وه، او بلې خوا ته امريكايان څو تنه صف وه، او ډېر پاكستاني موټرونه چې يو پكښي دجنرال موټر ولاړ و چې پر پليټ يې دجنرال نظامي سمبول و، او زما تماشا يې كول، چې امريكايانو سربېره پردي چې وهي او ټكوي مي بربنډ هم كړم، او داسلام دسپېڅلي دين دننګ او ناموس ساتندويانو په مړو سترګو ورته كتل، او پټه خوله ولاړ وه، او دتسليمي لپاره يې تشريفاتي مراسم برابر كړي وه.
دا هغه صحنه ده چې په قبر كې به مې هم هيره نشي، دا چی زه قاتل نه وم، غل نه وم، هيڅ قانوني جرم مي نه درلود، كه پاكستان (مجبورستان) دي ته مجبور وای چي هرومرو خپل دكور منل شوي ميلمه ، نامسلمانو ته تسليم كړې، دا به موږ بخښلي واي، هير كړي به مو واي، خو دومره يې كولاي شوای چې امريكايانو ته يې ويلي واي چې اقلاً زموږ په حضور كې داسي بد سلوكې ونكړي، لكه دوي چې ليدل او په مړو سترګو يې ورته كتل.
امريكايي وحشي، متعصبو او بي رحمه عسكرو په همداسي حالت كې چې جامي مي په تن نه وي كشولم، او الوتكي ته يې پورته كړم، لاسونه او پښي يې راته په ځنځيرونو کلک وتړل، او سترګي يې راپلستر كړی، او يوه بده كرغيړنه توره كڅوړه يې په سر راواغوستله، سرونه يې په غاړه پوری پلستر كړې، او دچورلكی په منځ كې يې په تخت پوري بيا په ځنځيرونو وتړلم، ساه مي بنده شوه، ږغ مي ترخوله نه خوت ، او كله چي به مي له ډېر تكليف او نفس تنګۍ څخه غير اختياري لږ حركت هم كاوه، د كلكي لغتي ګوذار به می خواړه، خو داګوزار راته هيڅ هم نه معلوميده، او دا هغه حالت و، چي ډېر ځله به مي په زړه كې ګرځيدل، چې همدا به ځنكدن وي، او په دي مي تسلي كوله چې ګوندي په هم دي حالت كې مي له بدنه روح جلا شي، او دراتلونكي بي عزتيو او تكاليفو څخه به خلاص شم، خو زما دا هيلي په ناهيلي بدلي شوي.
هم داسي كش مكش، وهل، چيغي وي، او زما هم دغه حالت وو، خداي (ج) عالم دي چې څومره وخت به تير شوي وي، چې يو ځاي چورلكه ښكته شوه، او ما به په زړه كی تصور كاوه چي ګوندي تردي حالت څه هوسا شم، خو وحشي ځناورو بيا هم په داسي بي رحمۍ كشولم، او تر چورلكی لاندي يې وغورځولم، او هلته نور عسكر هم ورسره ملګري شول، او تقريباً يو ساعت به يې همداسي لوبه راباندي كوله، چې اخر څلور پنځه نفره سربېره راباندي ناست و ، او خپل مجلس يې كاوه!!! لكه په يوه ډبره يا لرګی چی ناست وی، او زه به هميش دمرګ په انتظار وم، چې كله به می ساه خيژی، او كله به عزرائيل چمبي راباندي ايږدي، اي پاكستانه !
تقريباَ دوه ساعته دلته وم او بيايې كش كړم، او يوي بلي چورلكی ته يې پورته كړم، چي نسبتاَ هغه مخكې او دتيرې چورلكې حالتونو ته هوسا و ، داوسپني په چوكۍ يې ټينګ وتړلم، خو وهل نه و ، تر لږ تګ تقريباَ شل تر پنځويشتو دقيقو وروسته كښته شوه، او بيرته همدغسي يی كش كړم، تر ښه ډيره حده او بيايې پر پښو ودرولم، چې دډېرو الوتكو او خلكو اواز مي تر غوږو كيده، او ديوه ترجمان په واسطه راته وويل شو ، چې پښه كښته كړه، پښه مي كښته كړه، زيني وي، په دا راز زينو كې شپږ پوړه كښته كړل شوم، او هلته يې هغه توره كڅوړه له سره راڅخه وكښله، او سترګي مي وغړولې ومي ليدل چي څو امريكايې عسكر مي مخ او شا اودواړو خواوو ته ولاړ دي، او چپ طرف ته مي وكتل چي قفس غوندي ځاي و، او انسانان پكښي پراته دي، لاسونه پښي يې را خلاص كړې، يو كوچني حمام و، هلته يې رهبري كړم چې ځان پرېمينځم، ځان مي نشواي پريمينځلاي، لاسونو مي كار نه كاوه، بي حسه وه، خو بيا هم اوبو ته ودريدلم، ځان مي لوندكړ، او بيايي يوه دريشي راكړه چې وامي غوستله، او هم دلته يوي كوچنۍ كوټې ته رهبري شوم چي نيمه قفس غوندي وه، تقريباً يو متر يې براو دوه متره اوږدوالي يې درلود، كموډ او داوبو ځاي هم دلته موجود و ، نور هيڅ پكښي نه وه ، يواځې داوسپنی جال او ديوالونه و ، او راته وويل شول كه ويده کېږې نو ويده شه، خو دويده کېدو لپاره هيڅ نه و ، او زه په تحير كې وم شاه و خوا مي كتل نه پوهېدم چې چېرته يم، او څه به راسره كېږي، ويښ او كه ويده يم، دا حقيقت دي، كه يې په خوب كې وينم .

په کښتۍ کي حالات

يو عسكر دخوني مخ ته ولاړ و، چې كله ښه ځير شوم، نو دا يو بيخي بند ځاي و، يواځې دري نوري كوچني كوټي وي، او يو ددوا ځاي و، چې موظف نرس به هميشه ورسره ناست و، يوه دروازه يې درلودله چې واشرونو چاپيره كړي وه، او د اوبو مقاومت يې هم درلود، دلته پوه شوم چې دا به هم هغه كښتۍ وي چي دوي يې دافغانستان دجنګ لپاره استعمالوي، او موږ يې لاندي په شپږم پوړ كي وو، خو بيايې دسهار، ماښام په حركتونو او د ماشينونو په لوړ ږغ چې كله به يې حركت كاوه مطمئن شوم، چې دا هم هغه كښتۍ ده.
سر بېره پردي چې ډير سخت وېرېدم، او ډير لږ مي سترګو ته حركت وركاوه، او ژبه خو مي په تالو پوري وچه وه، خو بيا هم دځينو شيانو سوچ می په مغزو كې ګرځيده، چپ طرف ته كوټه څه غټه معلومېده، او بنديان هم پكښي معلوميدل ، دا مې درك كړه چې ځيني وروڼه به هم دلته وي، سهار د ډوډي په وركولو ټول ولټيدل او پوه شولو، چې يو بل ورور هم راغلي دي، خبري مو نشواي كولاي، يواځې مو سره ليدلاي شواي، هغه په داسي طريقه چې يو يو به د ډوډي په پلمه دكوټي له كونجه په غلا راته كتل، او ما به هم ورته كتل، وروسته تر دوو ورځو راته معلومه شوه چې ملا فاضل محمد، نورالله (نوري) صاحب ، برهان، وثيق صاحب او غلام روحاني هم دلته دي، خو بياهم ونه توانيدو چي خبري سره وكړو.
د سبا په را رسېدو سره دڅنګ راسته طرف خوني ته يواځې دولچكو په استخدام يووړل شوم، او دتحقيق لومړى مرحله شروع شوه، ټولي ګوتي ولګول شوي، ورغوي او خپړي مخ او شا او دواړه طرفو عكاسي وشوي، او بيوګرافي وليكل شوه، نوري پوښتني و نه شوي، بيرته هغه خوني يا قفس ته بوتلاي شوم چي مخكي پكښي وم، ومي موندل چې څه شيان په كښي زيات شوي دي، لكه دمريضانو يو كوربچه ( توشک)، يو توس، په پلاستكي سپينو قابو كې خوراك راغلى و ، چې پكښي يوه هګي او څه نيم پوخته وريجي وي، د ډوډۍ مي لږ څكه وكړل، او بيرته مي قابونه عسكر ته وسپارل، وروسته مي دڅه استراحت تكل وكړ ، خو وروسته له لږ استراحت چې خوب وړى وم، دعسكر په ژغ او دولچكو په شرنګ ويښ شوم، او بيرته هغه دتحقيق خوني ته يووړل شوم.
دتحقيق په دويمه مرحله كې لږ پوښتني وي، چې دشيخ اسامه او ملا محمدعمر په هكله وي، چيري دي؟ څنګه دي؟ چيري و ؟ او څنګه و ؟ او عام طور دطالبانو دچارواكو په اړه چې څنګه شو ل؟ او چيري ولاړل؟ او يوه پوښتنه چې ډېره مختصره وه هغه د كال 2001 دسپتمبرد ۱۱واقعي پوښتنه وه، چي ته به علم نه پرې لري؟ يا به دي څه نه وي اوريدلي؟ البته دا هغه مقصودي پوښتني وي، چې لومړى واريې دوي په لټه كي و ، او غوښتل يې چې ورباندي پوه شي، كه څه هم دوي په دې سره ښه پوه و ، چې په داسي واقعاتو كې دده لاس نه و، او علم يې هم ورباندي نشته او تر اوسه پوري هم شايد څوك پوه نه وي، چي څه وشول او چا وكړل او د چا لاس پكښي و، په زرګونو خلك بي عزته شول، په زرګونو مسلمانان شهيدان شول او په زرګونو مسلمانان بنديان شول، تر اوسه هم دغه لړۍ روانه ده، خو ددي پيښي يو ريښتني عامل هم محكمي ته وړاندې نه شو. او دامريكا ملت ته هم دقناعت وړ جواب ورنكړل شو، يواځې بي مفهومه هوايې تهمتونه او بي قانونه سلوك او معامله تر سره كيږي، دتروريست نوم دامريكايانو لپاره يو ښه فولادي سوك دی، هرڅوك چی وغواړی غاښونه يې ورته مات كړي، په دغه سوك يی وهي چې اوس دغه عادت نوروډېرو مملكتوته هم پراخه شوى دي، ټول نيول، خوشې كول، تحقيقات او ... روان دي.
څلور پنځه ورځي ورځني تحقيق يو ځل ، دوه ځل كيده، اړين سوالونه كيدل، خو ښه خبره زما لپاره داوه چې په دې پنځو ورځي كښي وهل نه وو او شديد تهديد او سزا هم نده راكړل شوې، خو تبعاً په داسي تنګ ځاي كي دژوند له اړتياووپرته ژوند اسانه نه دى.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery