مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

۷ څپرکى


د اور په منځ کې

له اکاډمۍ تر فارغېدو وروسته نشى کولاى نېغ په نېغه د هوايي ضد قطعاتو ته وردننه شي مگر داچې د توپچي يوه دوره تېره نکړى. زما ټول پلان له خاورو سره خاورې شود همدې لپاره يې زه له ٦ مياشتو وروسته د توپچي ١٦ غنډ ته وليږلم. تردې بده داچې زما د مينې کېسه په نا څا پي توگه پاى ته ورسېده .
هغه داچې د نجلۍ کورنى نني بڼلد ېش ته ستنه شوه. له همدې کبله هېڅکله دهواېې دفاع ځواکونو ته ورد ننه نه شوم او همداسې د توپچې په څاڼه کې پاتې شوم. له همغې دورې وروسته مې ټول ژوند د هېواد دفاع ته ځاڼړى شو.
زه تر ښاغلي ....... ډېر يو افسر وم. زېات وخت نه وو تېر چې د ستونزو سره لاس او گريوان کېد ل پيل شو.
د ١٩٦٥ کال په منځ کې کله چې له هند سره د جړې وريځې پورته شوې زموږ ټولى لاهور ته نژدې د (چڼه مڼه) په سيمه کې د کراچۍ نه د ٢٤ ساعته په واټن په يوه ځڼله کې ځاى پر ځاى شو.
ډېر ځوان افسران د پنجاب اوسېدونکي وو. او يوازې څو ساعته پاتې وو چې خپلو کورنيو ته ورسيږي.ما د خپلو اونېزو رخصتيو سره د ٨ ورځې رخصتى غوښتنه وکړه. چې کراچۍ ته ولاړ شم .
خو مشر افسر مې داخبره رد کړه او وېې ويل چې دا اوږده رخصتي ده. ما فکر وکړ چې دا ډېر غېر معقول او بې رحمه کس دى او دهغه له دې پرېکړې سره مې مخالت وښود. درېل ټکټ مې وکړ په ( کراچۍ اکسپرس ) کې سپور شوم او د٨ ورځو لپاره کورته ولاړم .
جاويد غازي اشرف چې تر ما لږ لوړ افسر وو چې د ډگر جنرالى په رتبې په کور کېناست او زما په کابېنې کې اول د اوسپنو د لارو او بيا دښونې وزېر وو راته زڼ وواهه چې ژر بېرته راشم. هغه وويل که رانشي نو د زياتو پوځي او انظباطي ستونزو سره به لاس او گريوان شم. دا غوښتنه مې رد کړه. او ځان ته ورکړې ٨ ورځينۍ رخصتي مې په مزه تېره کړه. او په بېرته راگرځېدو مې مشر افسر خبره اوږده او ان پوځي محکمې ته کش کړه.
هغه څه چې له دې خلاص کړم له هند سره د ١٩٦٥ کال جړه وه. هغه مهال هند په ټولو کرښو کې پر پاکستان بريد وکړ. او دمسافرو په ېوه کاروان يې د توپونو ډېرې ډزې وکړې چې زيات مسافر پکې مړه شول. دهند بريد د سپتامبر په ٦ مه پيل او تر ١٧ مې نيټې يې دوام وکړ. چې د ملرو ملتونو د امنيت د شورا په منځگړيتوب اوربند وشو. خو پاکستان هند ته خو نړى او ډارونکى ځواب ورکړ.خو ستراتېژېکه لاس ته راوړنه د هېچا لاس ته ورنغله .
خو له تاکتېکي نظره مو يوڅه پر مخټ وکړ زياته ځمکه مو ونيوله هند ته مو زياته مرگ ژوبله واړوله ، زېات کسان مو ونيول او تقريبا د هند هوايي ځواک مو له منځه يووړ. زما کړنو په دې جڼ کې ماته ښه نوم را په برخه کړ،او د زړورتوب جايزه مې وگټله .او په دغه جڼ کې د اور شيندونکي ځوان په توگه وځلېدم .
زموږ د توپچې غنډ د پاکستان د پوځ د يوازېنۍ ممتازې فرقې مهمه برخه بلل کېده. چې د (( پاتون)) په نوم په امريکايي ټاڼونو سمبال وه.
د ١٩٦٥ کال د سپټامبر په ٧ مه مو د ( قصور د خيم کران) په سيمو کې بريد تر سره کړ. په دې سربېره مو د پله خواته د (روح نو الله ) په نوم يوه پوځي اډه جوړه کړه او تقريبا دد ښمن د خاورې ١٥ ميله ځمکه مو لاندې کړه. او دخېم کران د ښارگوټي غټه برخه مو ونيوله. د توپچې وسله مو د ښار په ډېرو برخو کې ځاى پر ځاى شوه. د ډزو د تبادلې پر وخت مې د ( خېم کران) کوڅو ته په لنډو کتو د ډېر وېاړ احساس مې وکړ. ېوازې سپيو غپل هيڅ انسان نه لېدل کېده. د جړې پر وخت مې لومړى لېک خپلې مورته ولېږه او په وياړ سره مې ورته ولېکل زه له هند نه تا ته دا لېک درلېږم.
تردرې ورځينۍ جړې وروسته مې د فرقې فرمان ترلاسه کړچې د لاهور بحرانې سېمې ته ولاړه شي. چې د هند تر گواښ لاندې ده. له دوو ورځو سختې جړې وروسته مو هلته خپل موقېعت تثبيت کړ. په خپل ټول پوځي ژوند کې مې چې کله دټوپک خوله د مرميو د ويشتو له کبله سره اوسوزونکي وليدله همدغه وخت وو.
د لاهور په جبهه کې تر لږ تم کېدو وروسته امر وشو چې بيرته د ( سيالکوټ)کرښې ته ولاړ شو. داهغه کرښه وه چې د (( چاوندا)) د ټانکونو مشهور جڼ پکي شوى دى. د جړې په پاى کې دغه سېمه د هندي ټانکونو په هديره بدله شوې وه .
له مرگ سره بله مخامختېا مې د ١٩٦٥ کال د سپټامبر په ١٦ مه شپه وه .د توپچي د کتونکي په توگه د پياده سرتېرو سره په همکارى کې په جزېېاتو امر وشو چې د (( جودان)) په نوم کلي باندې بريد وکړم. او هغه لاندې کړم. دغه کلي د غونډى پر سر موقېعت درلود. لومړى برېدمن (( بلال )) د پياده سرتېرو مشر مې ښه ملرى وو.داسې وپتېل شوه چې د شپې په نېماېي کې برېد وکړو. د يو لړ ترتيباتي خوځښتونو وروسته د موخې په ٧٣٠ مترى کې ځاى پر ځاى شو. پياده سرتېرو د لته د وروستي بريد لپاره ليکه جوړه کړې وه. ما اوبلال يوبل په غيږ کې کلک ونېول او فکر مو وکړ چې دابه مو وروستى روغبړ وي.
د خپلې توپخانې ټول زور مې پر دغه کلي بريد ته تيار کړ. د توپخانې په ملاتړ مو يوڅه پر مختېا درلوده. او د (( الله اکبر او خداى لوى دى )) په نعرو مو بريد پيل کړ. د توپونو ډزې ډېرې دقېقې او اغېزمنې وې. او ددښمن سر يې ټيټ ساتلى وو. ددښمن د متقابلو ډزو سره مو مقاومت وکړ. او هغوى مو په شاټ ته اړ اېستل. د ډېر غرور احساس مو کاوه .
بل د پام وړ عمليات د سپټامبر په ٢٢ مه شپه ترسره شول .زموږ وسلې په يوه ځاى کې ځاى پر ځاى وې. ددښمن د توپ يوه مرمۍ زموږ په توپخانې ولېده او اوريې واخيست داور شغلې په توره شپه کې اسمان ته پورته کېدې. زموږ ډزو ته برابر توپونه په اور کې د سوزېدو تر گواښ لاندې راغلل. وضيعت ډېر خطر ناک وو. له ځان سره مو فکر وکړچې دا څه دوزخ جوړ شو ، امکان لري د توپچي دسټا مو ټوټه ټوټه شي او موږ هم پارچه پارچه کړي نو بايد چې ژرترژره مو يو کار کړى واى . ټولو ځانونه پټ کړل. هغه درس مو چې د نظيم اباد په سړکونو کې زده کړى وو د اجرا وخت يې رارسيدلى وو. په ځمکه ودرېدم او په لمبو کې د سوزېدونکو ماشينونو په لور ورغلم او پرې ور وختم. يو بل زړور سرتېرى هم راپسې راغى.
درې توپچيان مې ولېدل چې په وينو کې ليت پيت پراته ول . هغوى مې نا ليدلي وبلل چې د توپونو له منځه تلو وژغورلم. خپلې جامې مې وېستلې او خپل لاسونه مې وپيچل چې ونه سوزم. توپونه مې يو يو له زېرمې را وويستل. او امن سېمې ته مو ولېږدول چې ونه چوي. خداى پاک له دې ناورينه وژغورلو. کله مې چې ملرو ولېدم چې له څه گواښ سره مخا مخ شوى يم له پټ ځايه را ووتل او زموږ خواته راغلل. په گډه مو لومړى د چاودنې له گواښه ځانونه او وسلې وژغورلې ، او وروسته مو درې په وينو کې ليت پيت توپچيان را بهر کړل. ومو لېدل چې يو ېې لا ژوندى دى. دهغه سر مې په خپله اوږه کېښوده خو د ټپونو د تړلو پر مهال هغه ساه ورکړه . هېڅکله به مې له ياده وه نه وځي .
دجړې بې رحمي همداده او پر مغزو تل پاتې داغونه او نښې پرېږدي .
د خپلو کسانو او وسلو د ژغورلو د زړورتيا مډال مې تر لاسه کړ. هغه سرتېري ته هم دغه ډول مډال ورکړ شو چې له ما سره ېې په دغه کار کې مرسته کړې وه. دا شپه به مې هېڅکله له ياده وه نه ووځي .
دغو دوو عملياتو زما په اړه د قومندان نظر بدل کړ. باېد چې د زړورتيا په دوه مډالونو زما ټټر ښکلى شوى واى ، خو دوهم مډال کورته زما د غېر قانوني رخصتى په تور د پوځي محکمې لخوا واخيستل شو. جړه د ١٩٦٥ کال د سپټامبر په ٢٣ پاى ته ورسېده او ډېر ژر زه د ج تورن رتبې ته لوړشوم.
په ١٩٦٦ کې د ځاڼړې خدماتي ډلۍ (ssg) ته غوره او ومنل شوم. دا د يوه پاکستاني کومانډو لپاره يوه وتلى او ممتازه تشکيل دى. په دغې ډلۍ کې فوق العاده جسمي او فکري استعداد او ځواک ته اړتېا ده. چې دا زما لپاره مناسب ځاى و. کومانډويان باېد په غرونو، ځڼلونو او دښتو کې د ژغورنې ځاڼړي زده کړې تر لاسه کړي او د پلي کولو نوښت زده کړي.
د مارانو، چوڼښو او کربوړو دخوندورو خوړو خوړل نادره خبره نه ده. متوجه شوم چې انسانان کولى شي هرڅه وخوري. له دې وروسته مې د خوړو د څرڼوالي په اړه کومه اندېښنه نه درلوده هر څه به چې مخې ته راغلل ښه ول. خو د ښو خوړو قدر کوم د ډوډى او اوبو په خوند هغه وخت پوهېږى چې وږي او تږي شى. او په همدې وخت کې به د خداى په نعمتونو شکر وباسى .
فزيکي زده کړې جبري وې. هره ورځ د يوه ساعت لپاره سخت فزيکي تمرين ټاکل شوى و. چې د دريو کيلومترو منډې په وهلو به پيل کېده. وروسته به ٦،٥ کېلومتره ځغلېدو. په اونۍ کې به مو يو ځل د څلويښتو دقيقو لپاره وسله هم درلوده او بيا به دوسلو سره په دوو ساعتونو کې د لس کېلومترو منډه وهله . او بيا له وسلو سره ٥٨ کېلومتره منډه په لسو ساعتونو کې ټاکل شوې وه. پردې سربېره څو ډوله نور تاکتيکي تمرېنونه هم و. چې په سلونو ميله مارش کول هم په کې راتلل . په تېزو تلونکو جهېلونو او کانالونو کې لامبو وهل ، او له هوانه په پاراشوټ کې ٦ ډوله راکوزېدل هم په روزنه کې شامل و.
دغه ازموينې مې ډېرې ښې تر سره کړې. د درېو تنو په منځ کې مې لوړې نمرې ترلاسه کړې. دغې دورې زما پر جسمي او فکري وړتېا زما باور قوي کړ.
زده مو کړل چې هر ډول سختيو ته ټيڼيدل په فکري او جسمي وړتېا پورې تړلې خبره ده .
له لومړنيو زده کړو وروسته دوه څلورنېم کلنې او دوه، دوه نېم کلنې دورې مې په ځاڼړې خدماتي ډلۍ کې خدمت وکړ.
لومړى ج تورن وم او بيا جړن شوم. کله چې مې په دغه دوره کې خپل کار ته گورم داسې احساس کوم په ځان ښه باور مې د يوه سرتيري او فوق العاده مشر په توگه زما صفت لوړ کړ.
احساس کوم چې تر سختو جسمي شرايطو باخبره فکر او دسختو ما مورېتونو د تر سره کولو لپاره تېار شوم.
SSG د خپلې رهبرى او عملي نوښت د ښولولپاره راته ښه فرصتونه درلودل. ځکه چې د روزنې او عملياتو خپلواکى هڅولو. ما دخپلو کسانو د روزلو لپاره خپله نوې لاره رامنځ ته کړه. ما به له خپلو کسانو غوښتل چې پر ځان د باور او دمغزو د ازموينې څو تمرېنونه تر سره کړي .
ېوه ازموينه داوه چې خپل جوړ کړى پلاستيکي لاسې بم چې په دېرشو تانېو کې چاودېدلو او سورې ېې درلود په لاس کې وساتي. داسې هېله کېده چې بل داوطلب سرتېرى هغه مهال بم وغورځوي چې د وروستي فيوز څخه وروستى لمبه درې ثانېې دمخه له چاودنې پورته شي. ځېني هلکان ويريدلي و او بم ېې بې وخته وغورځاو.
دوهمه ازموېنه د سېند پر هغه پله منډه وه چې سور ېې څه کم يو متر ، لوړ والى يې ٩٠ متره او اوږدوالى يې ١٣٦ متره و. دا واټن باېد په ډېره کمه موده کې وهل شوى واى. کېداى شي اسانه معلوم شوى واى ، خو کله به چې څوک د پله نېمايي ته ورسيد او له دغه نري پله نه به ېې لاندې څپ څپانده سېند ته وکتل سر به ېې وگرځېد او گڼس به شو. چې کېداى شي سېند ته لوېدلى واى .
يو بل تمرېن د اوسپنې دپټلى خواته نژدې د يوه کس څملول ، او دهغه په خيټه کېناستل و چې ريل به په ډېرې بېړې سره دهغه له خوانه په نېم متر يا له هغه په کم واټن کې تېرېده. په دې وخت کې د سترگو پټولو اجازه نه وه.
همدارڼه به مې خپل کسان په نژدې واټن کې د ډزو لپاره کښېنول چې له ١٨٠ تر ٢٧٠ متره لېرې به پرې ډزې کېدې. پر له پسې تېزو او سختو ډزو به د جړې په ډگر کې دهغه مقاومت زېاتولو.
ما تل د لومړى کرښې په هغه مشرى باور درلود چې په خپله به مې ځان نوروته يوه بېله او الو وگرځاو. هيڅکله له خپلو کسانو د داسې کار هېله مه کوى چې په خپله ېې نه شى تر سره کولى. دهمدې لپاره به مې ځان د تمرېنونو د ترسره کولو له وړتېا او دهغه له مشرى نه ډاډه کولو.......................
زه په اتو ما تېکو ټوپکونو يو استتنائې ډزې کونکى سر تېرى شو م. همدارڼه ښه ځغاستونکى وم. په ټولو تمرينونو کې به مې له خپلو کسانو سره سيالي کوله. او که به مې باېلوده سوړ څښاک يا نوشابې به مې ورته اخېستې.
يوازې څو تنو ماتې راکړه نه ټولو. دغه کار زما سره زما دکسانو مېنه زېاته کړه. ځکه عادل او مهربانه کس وم. د هغوى اندېښنې به مې درک او ستونزې به مې ورغوڅولې . زما مشرو افسرانو زه د يوه استتنائې ، خو بې پردې او لږ څه بې نظمه افسر په توگه پيژندلم.
په بېلا بېلو برخو کې د لاس اچونې، نا فرمانى، او بې نظمى له کبله راته جزاګانې راکړل شوي. کله چې د پوځ مشر شوم، پوځي منشي مې زما دخدمتونو دوسېه راته راوړله او په بې ادبۍ ېې رانه وغوښتل چې پخوانى کړنو او انظباط ته مې وگورم. البته ټکان ورکونکې و. په ټول کاغذ کې سور رڼ معلومېده. يوازېنى ډاډ راته داو چې هېڅکله د اخلاقي فساد او شخصيتي سرغړونوپه تور نه يم جزائي شوى. خو کلنى پټ محرم رپوټ مې تل ښه و. يوازې د نظم درلودل زه وروسته غورځولم.
په ټوله کې په SSG کې ژوند سخت، فعال ، حېرانونکى ، خطر ناک او له ژمنتېا ډک و، چې هېڅکله به رانه هېر نشي. هغه څه چې نن يم د پاکستان د ځاڼړې ډلۍ له برکته دي .
کېداى شي تاسو فکر وکړى لکه ما غوندې يو ه کس به د مينې اړېکې درلودې او واده به ېې کړى وي ، خو زه په پخوانېو دودونو کې گير وم او د مور پلار په خوښه مې واده کړى. زما يوې ترور د صهبا فريد په نوم دنجلى له موراو پلار سره پيژانده او وړاندېز ېې راته وکړ چې که واده ورسره وکړې نو ښه کورنى اوميرمن به ولرې. پلار مې د مرکې د ورلېږلو تيارى وکړه . يوه ورځ چې د صهبا دوى کورته د لېدلو لپاره ورغلو په پتلون. کميس او خلاصو څپليو کې چې د پيښوريانو د خوښې وړ دي او همدارڼه په غېر نظامي جامو کې چې د پوځ د خوښې وړ څپلۍ وې ورغلو. ددغو څپليو اخېستلو توان مو په سختى سره درلود.
صهبا چې د پوځ نجلى نه وه زما له وضېعته وېرېدلې وه. چې غوښتلو ته ېې څه ډول کس راغلى. ترما وړاندې ورته ډېر نور رېباران راغلي و. خو د بيلا بيلو لاملونو له مخې ېې ټول رد کړي و. او يا کېداى شي د غوښتونکي يا هلک وېښتان او يا جامې به د صهبا نه وي خوښې شوي.
او يا به ېې ږېره او برېتونه نه وي خوښ شوي. خو ما هم برېتونه درلوده او ښې جامې مې هم نه وې اغوستې ، ولې ماته ېې د نه ځواب رانکړ. او لږ تر لږه ېې زما سر اوصورت خوښ کړ.

صهبا فوق العاده ښکلې وه او زه ېې ژر جذب کړم. هغه مهال چې هر څوک ووايي دهرڅه خاوند دى رښتيا نه وايي. زه بختور وم چې صهبا د ښکلي صورت ترڅڼ سېرن او بصيرت هم درلود. او ښه انسا ن مې پيدا کړ. فوق العاده مور او دکور ښه ميرمن. هغې زما تند مزاج او خوى را کم کړ. او وتوانېده چې ما يو څه نرم کړي. ماته به ېې ويل ) له تا پورته افسرانو سره دعوا کول که هغوى نا حقه هم وي ستا پر کار منفي اغېز کوي. ) په کرار کرار ېې نصيحتونو پر ما اغېز وکړ. خو يوڅه وخت ېې ونيو چې زه ځان ته بدلون ورکړم.
وروسته صهبا وويل چې په ټوله کورنۍ کې ېي پلار غلام غوث فرېد چې د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې ېې کار کاو زه ېې ډېر خوښ شوى وم. پلار ېې صهبا ته ويلي و : ډېر ښه افسر دى او يو ځاى ته به ورسيږي. سره له دې چې باورنه لرم خسر، زه او نه بل څوک به په دې پوهېدو چې کومو ځايونو ته به زه ورسېږ م.
له صهبا سره مې وروسته وروسته مېنه را وپارېدله. کله چې په رسمي توگه سره کوژد ه شو. زه ېې دپا کستان ختيځ ( چيتاگوڼ ) سېمې ته ولېږلم. يو لړ ليکونه مو سره بدل را بدل کړل. ما به د صهبا د ليک املا او هغې به زما املا سموله. زما لپاره دا نه ډېره عشقي وه او نه هم کومه ځواني. ځکه د صهبا اڼليسي تر ما ډېره ښه وه. کله به چې کراچۍ ته راغلم ځيني وخت به مو سره لېدل کتل او وخت به مو سره تېراو. دفلمونو لېدلو او د متروپول په هوټل کې به ډانسخونو ته هم پټ پټ تلو.
د ١٩٦٨ د دسامبر په ٢٧ مې له صهبا فرېد سره واده وکړ. له واده سمدلاسه وروسته له هغې سره جوړه د سر حد د( چراټ ) غرنى سېمې ته ولاړو . هلته له رسېدو يو دوه ورځې وروسته باېد د پراشوټ په واسطه مو له هوا ځانونه راغورځولي واى. چې زموږ د روزنيز تمرين يوه برخه وه.
ومې غوښتل يوڅه دمينې چلند او يو خيال ولرم، له يوه دوسته مې وغوښتل صهبا هغه ځاى ته بوزي چې موږ پکې راکوزېږو. صهبا ته مې ووېل چې په هواکې به د پيژندگلوى لپاره سپين د ستمال ورته وښوروم. فکر کوم په دې کار کې يوڅه ځان غوښتنه هم مطرح وه. ځکه غوښتل مې خپله زړورتيا ورته وښيم .
ټولې چارې ښېې تر سره شوې .خپل ستر سپين د ستمال مې له ځانه سره يوړ. او په بريالۍ توگه مې په هواکې اهتزاز ورکړ. د خپلو ملرو په منځ کې صهبا زه وپيژندلم. او لاندې پر ځمکه دهغې د متقابلو لاس ښورونو څخه مې ډېر خوند واخېست.
( چراټ) پيښور ته نژدې د غرونو او غونډېو په لمنو کې پرته سېمه ده. قوطيو ته ورته کورونه اوبامونه لري او ودانيو له ٤٥ تر ٩٠ مترو پورې له يوه او بل سره واټڼ درلود. دغه کورونه له مارانو او وحشي حيواناتو ډک و. او د يوې نا وې د نوي ژوند دپيل لپاره ډېره ستونزمنه خبره وه. خو داهغه څه دي چې د ځوانو پوځي افسرانو ميرمنې ېې له مجبوريته تېروي.
يو شپه مجبوره شوم بهرته په څه پسې ولاړشم ،د شپې په يوه بجه بېرته را وگرځېدم. کله چې کورته راغلم دروازه له بهره قلف وه. په پرلپسې توگه مې وټکوله. خو صهبا دروازه خلاصه نکړه. اندېښمن شوم او شيشه مې ماته کړه ،چې کورته وردننه شوم زموږ د خونې دروازه هم بنده وه. دکوټې دروازه مې وډبوله . په پاېله کې ېې په سختى سره دروازه بېرته کړه. بېلابېل ډارونکي غږونه ېې اورېدلي و. دهمدې لپاره ېې راډېو روښانه کړې وه او اواز ېې لوړ کړى و چې ددغو غږونو له شره خلاصه شي. خو په خواشينى سره چې راډېو هم خطرناکه اوازونه خپرول چې هغه ېې نوره هم ويرولې وه .
هغه مهال ېې د اندېښنو په اړه ډېر حساس چې باېد واى نه وم. خو کله چې وروسته پلار شوم زما چلند بدلون وکړ. او ډېر مسولېت مې احساساو. يو ناڅا په مې ځان د يوه وړوکي موجود په اړه مسول وموند. زموږ لومړى ماشوم زموږ لور( عايله) وه چې د ١٩٧٠ کال د فبرورى په ١٨ پيدا شوه. بلال ځوى مې تر هغې يو نيم کال وروسته د ١٩٧١ کال د اکټوبر په ١٧ وزېږېد. په دومره کم وخت کې ددغو ٢ وړو ماشومانو پيدا کېد لو زموږ بېخوبي زياته کړه. چې زما ورځني کارونه ېې اغېز من کړل. فکر وکړى چې څومره به ېې بوخت کړى وم . په ځاڼړې توگه دهغوى ميندو به څه حال درلود.
وايي چې دهر نارينه دبريا تر شا د يوې سترې ښځې لاس وي. ما هم په خوښى سره له صهبا سره واده وکړ. ځکه ښکلا، حيثيت او دروندوالي ېې زه جذب کړى وم. هغه د صفت وړده چې له ما سره ېې ډېره مرسته کړې. هغه زه له يوه بې پروا او بې فکره افسر څخه يو ه متوازن او مسول کس ته واړولم.هغه په ما کې د دهرکار د ښه تر سره کولو اڼېزه پيدا کړه. دخپلې اڼلېسى يو څه ښه والى دهغې د زحمتونو پوره وړى بولم. هغه تل تر ما ،ماهره وه. همدا اوس هم چې له کوم لغات او يا عبارت سره ستونزه پيدا کړم په ډکشنرى کې د لېدلو پرځاى له هغې پوښتنه کوم. صهبا پر ټولو هغو کسانو اغېز درلود چې له دې سره ېې اړېکې درلودې. هغه يوه جذابه ميرمنه وه .
له همغه پېله دواړو ماشومانو موږ ته ډېره ارامتېا رابښلې. او زموږ د خوښى ريښتينې منبع وه. د پوهنتون اود ژوند په نورو برخو کې دهغوى دواړوتمرکز او همکاري حېرانونکې وه.
داسې ښکاري چې هغوى دواړود خپل مور او پلارپه اړه د فدا کارى او ژمنتيا کلک حس درلود. هېڅکله ېې زموږ سر نه دى ټيټ کړى. بلال او عاېله په ځوانى کې سالم او پرمختللي شخصيتونه لري.
د هغوى صفت دروندوالى او انسانيت دى. چې په لوړ درک سره دوه برابره شوي.
د بلال نوم راته ځاڼړى اهمېت لري. لومړى ېې نوم ( شهريار) و ، خو کله چې زما تر ټولو ښه ملرى بلال د هند سره د١٩٧١کال په جړه کې ووژل شو ، ډېر خفه شوى وم ، صهبا ته مې زڼ وواهه او ورته مې ووېل زموږ د ځوى نوم زما د شهېد ملري په ياد په بلال واړوي .چې همداسې ېې وکړل. زه او بلال هم دوره و. د ١٩٦٥ کال په جڼ کې يو ځاى و. چې بيا وروسته يو ځاى ( ځاڼړي خدماتي ډلۍ ) ته ور دننه شو . ډېر زېات سره نژدې و. ماته هېڅکله بلال له درد پرته نه دى را په ياد شوى. خو بلال ځوى مې دخوښى پرته نه را ياديږي.
لمسيان هم دخوښى ستره منبع وي. که ېې ولرى نو بې له مسوليته ټولې خوښى ستاسو دي. کله چې له ستړيا خلاصېږى ېوازې هغه څه چې کوى دادي چې هغوى ېې خپلو مېندو او پلرونو ته ور وړى.
د عاېلې لور مرېمه د ١٩٩٧ کال د جون په ٢٣ پيدا شوې او زېنب لور ېې د ٢٠٠٠ کال د جولاى په ١٦ نړى ته راغلې. ډېرې نازولې او ارامه دي. سره له دې چې بلال او مېرمن ېې ( اېرام) له خپل ځوى حمزه سره چې د ٢٠٠٣ کال د سپټامبر په ١٨ پيدا شوى. او لورکى زاويا ) سره چې د ٢٠٠٥ کال د جولاى په ٣١ نيټه پيدا شوي د شپې بې خوبۍ تېروي .
.......................................................
اوس بيرته په پاکستان کې سياسي پراختياوو ته راگرځو. په ١٩٧٠ کال کې د ټاکنو نه وړاندې يو موسمي او ورانونکى باد را والوت چې چټکتيا يې په ساعت کې ١٩٠ کيلومتره وو. دغه توپان د پاکستان په ختيځ کې را الوتى وو. ورپسې د شلمې پيړۍ مرگونى توپان راوالوت چې دوه سوه زره کسه پکې ووژل شول. د ولسمشر يحيى خان او د هغه د کابينې د غړو غبرگون ډير پڅ وو ، له ډير ځنډ وروسته يې هغه ته ځواب ورکړ . ان تر دې چې د څو ورځو په تيريدو سره و نه توانيدل چې توپان ځپلې سيمې له نژدې وگوري . د ختيځ پاکستان اوسيدونکي له دې کبله نا خوښه ول . هغوى ځان پردى حس کړ او داسې يې واڼيرله چې گواکې هغوى د پاکستان تر ښکيلاک لاندې يوه سيمه ده نه د پاکستان د نورو سيمو په څير د پاکستان اصلي سيمه. زما په نظر دغه کار په خلکو کې دا روحيه راژوندى کړه چې د پاکستان د لويديځو برخې اوسيدونکي له دوى سره ځان په دغه ناورين کې شريک نه گڼي او دې کار دې ته لاره هواره کړه چې د شيخ مجيب الرحمن د ( عوامي لې ) په ټاکنو کې ډيرې رايې خپلې کړي .

په پاکستان کې د ١٩٧٠ کال د ډسامبر د اوومې نيټې ټاکنې په دغه هيواد کې تر ټولو ډيرې بدې ټاکنې وې. اوسنى بڼلديش چې هغه مهال د ټولنې د نيمايي برخې ټاټوبى وو او تر هغه دمه له دې هيواده بيل شوى نه وو،د ريښتيني انتخاباتو گټونکى وو او د شيخ مجيب الرحمن او د هغه د عوامي لې گوند په پاکستان کې ټولې څوکۍ تر لاسه کړې. د ٣٠٧ څوکيو څخه هغوى ١٦٠ کرسۍ او ختيځ پاکستان ١٦٢ کرسۍ په ملي شورا کې خپلې کړې. د پاکستان د لويد يځ ايالت چې پنجاب او سند په کې راتلل د ذوالفقار علي بوټو او دهغه د خلکو گوند پي پي پي ته ېې رايې ورکړې. د لويديځ پاکستان لپاره هغه مهال ١٣٨ کرسۍ بيلې شوې وې چې بوټو ٨٢ ځوکۍ خپلې کړې. دغو گوندونو د پاکستان د بلې برخې نه استازيتوب نه شو کولاى.له ټاکنو وروسته بوټو ډير ژر ځان لومړى وزير وټاکه او د ختيځ او لويديځ پاکستان لپاره يې د دوو اساسي قانونو وړانديز وکړ چې له مخې به يې دوه لومړي وزيران درلودل. خو له دې نه بې خبره وو چې د دغه هيواد لويديځ او شمالي ايالتونه په هر څه کې سره بيل دي او د لويديځ پاکستان خبره د بيلتون پرته نور څه نه وه. هغه د پاکستان په لويديځ کې د مېشتو وگړو له ويرې دا اعلان وکړ چې په ملي شورا کې د غوڅ اکثريت د رايو په خپلولو سره به داسې يو قانون جوړ کړي چې له مخې به يې څلورو واړو ايالتونو ته خپلواکي او خود مختاري ورکړل شي . يوازې دفاعي ، مالي او بهرنۍ چارې به د مرکزي حکومت له خوا اداره کيږي او نور صلاحيتونه به هغوى ته پريښودل کيږي.
ښاغلي بوټو د بڼاليانو د واکمنۍ نه په ويره کې وو. خو دا يې هير کړي ول چې هغوى هم پاکستانيان دي او د عوامي لې پارټۍ هم په غوڅ اکثريت او مشروع توگه ټاکنې گټلي دي. بوټو ان تر دې چې د لويديځ پاکستان نه هغه غړي چې د قانون جوړولو لپاره ملي شورا ته راغلي ول هغوى يې تهديد کړل او ورته يې ويلي و که چيرته د ختيځ پاکستان په پرانيستونکې غونډه کې چې په (ډاکه )يعنې د اوسني بڼله ديش په پلازمېنه کې گډون وکړي د هغوى پښې به ورماتې کړي . دا يې هم ورته ويلي ول چې که غواړي په دې غونډه کې گډون وکړي نو د يوې مخې ټکټ دې وکړي.او په کار دا وه چې د پاکستان لپاره د نوي قانون مسوده په دريو مياشتو کې جوړه کړي او بوټو د دغه کار لامل وو. او دا د بوټو او پوځي حاکمانو تر منځ جوړ جاړى وو چې پاکستان يې خراب کړ.


د شيخ مجيب الرحمن لنډ نظر او سخت رفتار هم ستونزه کمه نکړه او په ختيځ پاکستان کې د هغه محاصره کيدل هم د بوټو او يحيي خان د لوبو وسيله شوه. ښاغلي الرحمان دا هيره کړې وه چې دى نور د ټول پاکستان لومړى وزير دى او اړتيا ده چې د لويديځ پاکستان څلورو ايالتونو ته هم سفر وکړي او سيدونکو ته يي ډاډ ورکړي.
طمعه لرونکي بوټو د خپل واک د سا تلو له پاره چې يحيي خان د قانون جوړونې د شورا غونډه د ١٩٧١ کال د مارچ په ٢٥ نېټه تر نامعلوم وخته پورې وځنډوله،داهم ورته بس نه وه. يوه ورځ وروسته يې د عوامي ليک ګوند غير قانوني اعلام کړ او د ګوند دمشر شيخ الرحمن چې ټاکنې يې ګټلې وې ونېو. دغه کار د بنګالي اوسيدونکو قهر نور هم زيات کړ ، چې کړکيچونه رامنځته شول او د هنديانو له خوا ورسره ملاتړ وشو. سره لدې چې د پاکستان پوځ د پاڅون په ارامولو کې راګير وو. هند دپاکستان د ختيځو پولو په څو سيمو کې د ١٩٧١ کال د نوامبر په ٢١ بريد وکړ او پاکستان يې له شا په تورې وواهه. د هند او پاکستان ترمنځ جګړه د ١٩٧١ يم کال د ډسامبر په ٣ يمه نېټه له سره پېل شوه.
په دغو بحراني شرايطو کې زما ماموريت په ختيځ پاکستان کې له حالاتو سره نيغه اړيکه درلوده. د کومانډو د تشکيلاتو په دغه مهم کنډک کې له ٤ کاله خدمت نه وروسته د ١٩٧٠ کال په ډسامبر کې د پاکستان د ځانګړې خدماتي ډلګۍ( SSG) نه بهر د توپچي يوه غونډ ته واستول شوم . په داسې حال کې چې د جکړې ګرد په اسمان کې ليدل کېده او د پاکستان په ختيځ کې د جګړې تاوتريخوالى زيات شوى و. پوځ تصميم ونيو(( ځانګړې خدماتي ډلګۍ)) پياوړې کړي.
د ١٩٧١ کال په اکټوبر کې بيا وغوښتل شوم چې په چراټ کې د ( ځانګړې خدماتي ډلګۍ) نوي تشکيلات جوړ کړم . دغه کار يوه نيمه مياشت وخت ونيو . کله چې ختيځ پاکستان ته دتلو له پاره تيار شو جګړه ونښته او له لويديځ پاکستان نه ختيځ او له هغه ځاى نه دېخوا ته ټولې الوتنې بندې شوې .هغه مهال زما کنډک په پنجاب کې ځاى پر ځاى شو.
ځانګړو تشکيلاتو ته زما په مشرى لارښوونه وشوه چې د لويديځ پاکستان له خوا د دښمن په خاوره کې ٣٢ کيلومټره دننه د يوه پله نيولو ته تيار شي. داپل دې تر هغه وخته پورې وساتل شي چې مرستندويه ځواکونه ور ورسيږي. له خپلو کسانو سره مې ددغو عملياتو له پاره تمرين کاوو. ما حتي د ډيرو بدو شرايطو د راتلو وړاندوينه هم وکړه. يعنې که د پله له نېولو وروسته مرستندويه ځواکونه را ونه رسيږي بايد د دښتو له لارې په لاريو او بسونو کې چې له وړاندې برابر شوي ووخپل هېواد ته راوګرځو.
ما تر خپلې کوماندې لاندې ځواکونو باندې پوره باور درلود اود بريد له پاره تيار شو ، چې اور بند اعلام شو اوختيځ پاکستان په جبري توګه زمونږ له بدنه بيل او دبنګلادېش په نوم هېواد ترې جوړ شو. کله مې چې خپلو کسانو ته وويلاوربند پلى شوى، زمونږ ٩٠ زره ملکي او نظامي ځواکونه تسليم شوي او د خپلې موخې د نېولو له پاره زمونږ پلان لغوه شوى زړه مې مات شو،ستونۍ مې ونېول شو، ومې ژړل او ټولو زوړورو سرتيرو راسره وژړل. دامې د ژوند درد منده اوغمجنه ورځ شوه. زما قهر دهغه وخت د حکومت پرجنرالانو اوځينو سياستوالو وه چې لا اوس هم زما بدن ته اور ورته کوي.
هغه څه چې په ختيځ پاکستان کې ترسره شول د پاکستان دتاريخ غمجن فصل دى. دبنګال جلا کېدل د خپلواکۍ وروسته زمونږ د سياست جوړونکو ناکامه پاليسي وه خو پړه يې د پوځ په اوږو واچول شوه.
کله چې په حالاتو کې پرمختګ وشو پوځ د ناممکنو شرايطو سره مخامخ شو. عمومي ستر پاڅون او دهند هېواد بريد چې کېداى شي د پخواني شوروي په ملاتړ چې هغه وخت يې د سولې او دوستۍ تړون سره درلود ، چې اصلا د جنګ ائتلاف وو له يوې خوا او له بل پلوه زمونږ پخوانۍ متحد دامريکا دمتحده ايالاتو له خوا د يوې بيانيې له خپرولو او د لاسونو له ښورولو پرته نور څه نه ليدل کېده ډېر بد حالت و.
د نړى هيڅ پوځ به داسې څو اړخيز تهديد ته ټينګ نشي .
د ١٩٧١ کال په ډسامبر کې اوربند وشو او پاکستان په دوو ټوټو وويشل شو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery