مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

14 څپرکې



دکودتا ضد

دکودتا ضد- ددې له پاره چې بله کلمه نشو ورته ويلي. دمازديګر په پنځو بجو چې دټلويزيون له لارې زما دګوښه کيدو خبرخپور شو . دري نيم ساعته اوږد نشو. دشپې په اته او ديرشو دقيقو کې چې کله ډګر جنرال محمود احمد دراولپنډى دقول اردو مشر دلومړي وزير کورته وردننه شو او نوازشريف يې ونيوو دکودتا ضد چارې پاې ته ورسيدې.
فقط دمازديګر له ٥ وروسته پوځ ټکان وخوړ او د راولپنيډي ښارته چې دمرکزي قول اردو مرکز پکي دي ،اسلام آباد،کراچۍ،لاهور بيا وروسته نواشباه هغه سيمه چې زمونږ دالوتکې دکينولو لارښونه يې ورکړي وه ور دننه شول.
د اسلام آباد عمليات له تاوتريخوالې ډک وو،خو کراچۍ هم له نندارې ډک وو. دکودتا ضد افسران او سرتيري له يوځل زيات دکودتا کونکي له وسله والو سره سترګه په سترګه شول �فقط دخداى فضل وو چې دوينو دتوئيدو مخه ونيول شوه.
دپوځ دقومندى په مرکز کې دمازديګر په ٥ بجو دفترونه وتړل شول او دپوځ مشران يا کورونو ته تللي وو او يا مازديګرۍ تفريح ته وتلي وو- ډګرجنرال محمد عزيزخان ،لوي درستيز او ډګرجنرال محمود احمد دپوځ دعمومي قومندانۍ ته ٥ کيلو متر اخوا د(چک لاله) په پوځي ليلې کې دټينس لوبه کوله � دوه نور افسران ډګرمن شاهدعلي او ډګرمن جاويد سلطان چې دراولپينډۍ دقول اردو په لوا پوري تړلى وو په همدې ځاې کې ېې لوبه کوله.
دخبر له خپريدو سره سم هغوى لوبه پريښوده او دټينس ميدان ته يې منډې کړې چې داخبر جنرال محمود او جنرال عزيز ته ورسوى ،خودوي هم داخبراوريدلې وو او دعمومي قومندانۍ په لوري روان شول.
دپوځ دعمومي عملياتو قومندان تورن جنرال شاهد عزيز تازه خپل کورته رسيدلي وو په تخت ناست وو او دخپلو بوټونو مزي يې خلاصول کله چې خبر هغه ته ورسيد ،دبوټونو بندونه يې بيرته وتړل او بيرته دپوځ دعمومي قومندانۍ ته يې رامنډې کړې . دبيرته راتګ په وخت کي يې خپلې ميرمنې ته ويلي وو نه پوهيږى کله به راشي اوکه به رانشى. هغه له وړاندې پوهيده چې څه بايد وکړى. کله يې چې موټر له کوره بهر شو دګاونډى ميرمن يې وليدله چې خواږه يا شيريني ويشي- دهغه ګاونډى ډګر جنرال ضياالدين وو.دضياالدين ميرمنۍ دخپل خاوند غيرقانونى ترفيع او دپوځ مشري ته درسيدو دجشن تيارى نيوو.عزيزخان ،محمود او شاهد عزيز هيڅ شک نه درلود چې دنواز شريف کودتا بى پايلى تيره کړى. نوره بس وه هغوى دکودتا مشرى وکړه .
ما له شاهد على او جاويد سلطان سره هروخت لوبه کوله .محمد عزيزخان مي خپله ګمارلى وو او دراولپينډۍ دقول اردو قومندان محمود احمد دهغه غنډ قومندان وو کله چې زه په کال ١٩٨٨-١٩٨٧ پورى دتوپچى دلوا قومندان وم. شاهد عزيز دپوځ دعملياتو عمومى قومندان مى له دوستانو څخه وو.(جنرال صلاح الدين ساتهى) دلومړي لمبر لوا قومندان مى دلوا يو جګړن وو. هغه مهال چې بريد جنرال وم. هغه افسران چې دکودتا پرضد وو په ټولو ښارونو کې زماله لخوا ګمارل شوي وو.يوازى دپاکستان داستخباراتى ادراى (آي.اس.آي) مشرډګر جنرال ضياالدين دنواز شريف له پلويانو څخه وو،خو ضيا دهيڅ سرتيرى مشرنه وو- ټول پوځ دلومړي وزير په وړاندې راپورته شوى وو.
دپوځى عملياتو عمومي قومندان � جنرال شاهد عزيز داسى افسردى چۍ دهغه په امر پوځ په خوځښت راځي.دهغه امر دپوځ دمشر امربلل کيږى. نودهمدى له پاره دکودتا ضد کار دهغه لخوا اداره کيده. لومړى تصميم دا وو چې په راولپينډۍ کې لومړۍ نمبر لوا ته امر وشي چې په کار لاس پورې کړي.
دهغو دوه افسرانو چې له ماسره يې لوبه کوله دکار يوه برخه داشوه چې دولسمشر او لومړى وزير دکورونو امنيت وساتى.ډګرمن شاهد على دلومړى وزير دکور دامنيت دساتلو مسوول ،او ډګر جنرال جاويد سلطان دولسمشر دکوردامنيت دساتلو مسول شو.ډګر جنرال محمود احمد د راولپينډۍ دلومړى لمبر لوا له لارى دواړو ته امروکړ چې دواړه کورونه بند کړي او هيچا ته اجازه ورنکري چې کورته دننه او يابهرشي.
همدارنګه يې هغوى ته امر وکړ چې دراډيو ټلويزيون د ادارى امنيت هم وساتي او همدارنګه دپوځ دقومندى عمومي مرکز او زما رسمى کار ځاى ته دضياالدين دتلو مخه ونيسئ.سپين سرې مور او پلارمې هم له ماسره دپوځ په کورکې ژوند کاوو او ضياالدين ته هيڅ موانع نه وو چې هلته ولاړ شى . هغوى ته دغيرضرورى تشويش منځ ته کول هم نه وو.
وروسته شاهد عزيز په کراچۍ ،لاهور،پيښورکې د دريو قول اردوګانو له قومندانيو سره اړيکى ونيولې او له هغوى نه يې وغوښتل اوضاع ترڅيړنى لاندي ونيسئ . دکويټى په پوځي مرکز کې له طارق پرويز سره داړيکى دنيولو هيڅ دليل نه وو،ځکه هغه په بل ارګان پورى تړلۍ وه. ولى شاهدعزيز دهغه له مرستيال سره اړيکه ټينګه کړه چې ويل يې ،هرڅه سم دي.
لاهور دپلازمينى په ٤٣٠ کيلومترۍ کې دڅلورمې قول اردو کوردي. لاهور با اهميته اوحساس ښاردى.دا دپنجاب ايالت مرکز او دهند پولۍ ته نيږدي دی . ډګرجنرال خالد مقبول دپنجاب دقول اردو مشر دلاهور د ٦٤ کيلومترۍ په (کوجرانواله) کې اوسيده. دهغه په نشتوالى کې دلاهور په قول اردو کې مشرافسر تورنجنرال طارق مجيد وو.هغه دمطالعي په خونه کې وو چې ميرمنې يې ورته غږ کړى وو راکوز شى او زما دګوښه کيدو خبر په ټلويزيون وويني. په داسى حال کې چې وچ شوى وو- دپوځ عمومى قومندانۍ ته يې زنګ وهلى وو او دلارښونى غوښتونکى شوي وو. شاهد هغه ته ويلي وو چې دپنجاب والى ونيسئ او دلومړي وزير د دوميشت غالو- دټلويزيون او راډيو د دستګاه او هوايي ډګر واک واخلي.هغه همدارنګه طارق ته ويلي وو چې ښارته ټول تګ راتګ دى وڅاري.
طارق خپل يوه حنرال ته چې دلوا د داخلى امنيت قومندان وو زنګ وهلي وو او داسي امرونه يې صادر کړى وو.دمازديګر دپنځه نيمو په شا او خوا کې ډګرمن شاهد على او جاويد سلطان داسلام آباد نيمايى لارى ته رسيدلى وو.
دهغوي دنده دلومړى وزير يوشمير وزيرانو او دهغوى دملګرو نيول وو.کله چې د(اساسى قانون) سړګ يا واټ ته ورسيدل دلومړي وزير کور او دټلويزيون اداري ته لوى سړک يې په وسلو سمبالو پوليسو ډک وليد.لکه چې دلاريون کونکو په تمه وو- هغوي دزغره والو ګاډو او دسرتيرو له دريو سرخلاصو موټرو سره مخامخ شول چې دسرتيرو سرونه پاس ترې راوتى وو.پرسړک امنيتى خنډونه او سيمان غزول شوى وو ،چې دناپيژانده موټرو د ننوتنو مخه ونيسئ.دې ډارونکى نندارى معمولا هرچاته دبيا فکر کولو جرات ورکاو.هغه ښه کار چې نواز شريف کړى وو دا وو چې ځواکونه يې راغوښتي وو ،ځکه چې هغه پخپله ېې نشوکولاى دپوځ ډلګيو ته امر ورکړى چې د ده څنګ ته وجنګيږي،خو ددغه حالت په منځ کې جاويد سلطان او شا هد علي راغلل ،پوليس يوخوا شول او هڅه يې ونکړه چې دهغوى له ماموريت څخه مخنيوى وکړى- پوليس پوهيدل چې که دپوځ له سرتيرو سره زور وکړى نو وروسته دنور سرتيرو په راتګ سره به دوى هيڅ نه وي او يا کيداى شي دنواز شريف له ادارې نه ستړي شوى وي.
کله چې على او سلطان راولپينډۍ پريښود ،شاهد دلومړي وزير دساتونکو مشرجګړن ته زنګ وواهه او ورته يې ويلى وو چې کور بند کړى ،خو ددغه جګړن ميرمنې ويلي وو چې هغه بهر ته وتلى دي او گرځى. خو له نيکمرغه هغه دلومړي وزير په چمنونو کې ګرځيده او ژر راپيدا شو.ژريې کوربند کړ او دپوځ ساتونکو ته يې دپيښې په اړه معلومات ورکړل چې څه به کيږى. هغه همدارنګه هغوى ته ويلى وو چې له مشر سره يې غيرعادلانه چلند شوى او هغوى ته يې دترسره کيدونکو عملياتو په اړه معلومات ورکړى چې فکريې کاوه دمشرلخوا يې رهبرى کيږي.
همدارنګه دولسمشر دساتلو جګړن ته دجاويدسلطان لخوا امر وشوچې دولسمشر کور وتړى او بيا دې ورته نيږدې دټلويزيون ادارې ته و رشى او دهغه واک دى واخلي، دولسمشرکور وتړل شو.
دمازديګر5:40 وې چې دکراچۍ دقول اردو قومندان ډګرجنرال مظفرعثمانى ته دډګرجنرال عزيز لخوا امر شو چې دهوايى ټرافيک دکنټرول د اداري واک دى واخلي او دهوايى ډګر دامنيت له مشرنويدناصر سره دى خپل عمليات هم غږى کړي،خو ماته تل پاتى پښيمانى او دخواشينۍ ځاى دا دى چې طارق قانع هوايى ډګر ته ولاړ او دملکي هوايى چلند دمشر په دفتر کې کيناست.هغه ،هغه څوک وو چې ماورسره ډيره مرسته کړى وه چې پرمختګ وکړي.خو داسى وخت راغى چې هغه بايد ځان معلوم کړى واى اوحساب پرې کيده - هغه پرڅوکۍ ناست وو چې وګورى کومه خوا بريالى کيږى چۍ بيا وړونکى خوا ته ورشى.
تر5:40 پورى ځواکونه په لاهورکې په خوځښت راغلل � دوى په څلورو ډلو ويشل شوى وو. يوه ډله دپنجاب دوالى دکور خواته ولاړل چې والى ذوالفقارعلى خوسا ونيسئ- دوهمه ډله دټلويزيون د ادارى خواته ولاړل ،دريمه ډله دلومړي وزير دکورنۍ هستوګنځى خوا ته ولاړه.والى دکار په دفترکى وو او د نيږدي دوه سوه کسانو يوى ناستې ته يې دوينا تيارى ېې نيوو.کله چې دوه سرتيرى دوالى دخونى خواته ورنيږدې شول دوالي خاص ساتونکى دهغوى مانع شو،خوژر دغه ساتونکى له مخى يو خواته شو.دقطعي قومندان ودوالى دفتر ته ور دننه او ترې ويې غوښتل چې له هغه سره دلوا دقومندانۍ خوا ته ولاړ شي. والي قومندان په ياغيتوب تورن کړ او دخطرناک راتلونکي په اړه يې خبرداري ورکړ.
تردې وخته په پينډى،کراچۍ او لاهور کې دنواز شريف دکودتا دخنثي کولو له پاره ټول ګامونه اخيستل شوى وو. شاهد على او جاويد سلطان هم اسلام آباد ته رسيدلى وو. په لاهور کې تورن جنرال طارق مجيد دپنجاب دوالى دنيولو ،دلومړي وزير د دوو هستوګنځيو دنيولو،دراډيو ټلويزيون او همدارنګه ښارته دټولو تلونکو او راتلونکو لارو دبندولو امرونه صادر کړى وو،خو په کراچۍ کې چې واټن زيات دى ځواکونه په حرکت کى وو. دولسمشرى ددفتر په بندولو دجاويد سلطان کسان دراډيو ټلويزيون خوا ته تللي وو چې نيږدي ٢ کيلومتره لرى وو او هغه يې هم ونيوو. دماښام د ٦ بجو خبرونه چې په انګليسى ژبه وو زما دګوښه کيدو له خبر پرته خپاره شول چې بايد اول خبرواي. دلومړي وزير په کورکې چې نواز شريف له خپلو ملګرو سره ناست وو دخطرزنګونه وکړنګيدل . چې دوى ټول ددى خبر په هيله وو.
دلومړي وزير پوځي منشى چې يوبريد جنرال وو خپل يونيفورم ېې وکښه او وتوانيده چې دلومړي وزير له کوره بهرشي. دټلويزيون په لوريې منډه کړه او بيايې خپل لباس واغوست او دامنيت مشرجګړن ته يې وويل چې هغه ته اجازه ورکړى له څو ثانيو تا ويلو ما ويلو وروسته جګړن په ځوان احساس سره پوه شو چې دمقاومت لپاره هېڅ دليل نشته . ځکه چې نور ځواکونه به راورسيږي چې بيرته به د تلوېزون کنترول واخلي . پوځي منشى، جګړن او ساتونکي بي وسلې کړ ل او هغوى يې په يوه اتاق کې قلف کړل. کله چې دخبرونو خپريدل پاي ته ورسيدل.ښځينه وياندى ته يوکاغذ ورکول شو- هغي په عصبانى ډول وويل جې جنرال پرويزمشرف دپوځ له مشرى ګوښه شوى او پرځاي يې ډګرجنرال ضياالدين په شپږو ستورو سره دجنرالى رتبى ته ترفيع وکړه،خو ملت چې له کورونو يې دټلويزيون خبرونه کتل پوى شول چې څه ګړبړ شته.پوځي منشى په بريالۍ توګه دلومړي وزير کورته راوګرځيد.
په پيل کې دلومړي وزير خبرى بولټن د ډار او وارخطاى سره مل وو،ځکه چې په څه کم يوه ساعت کې زما دسپرلۍ الوتکه کراچۍ ته رارسيده او پوځ بيرته خپل مشر پيدا کاوه. په هغه وخت کې دکودتا دخنثى کولو ټولې هڅى منظمې کيدې. مګر له دغه کبله نوازشريف ماته اجازه نه راکوله چې په کراچۍ کې کوز شم. هغه د سند په چارو کې خپل سلاکار غوث علي شاه ته چې په کراچۍ کې وو ، زنګ و هلي وو چې دپوليسو ديوې سترې قطعې سره سمدلاسه هوايي ډګر ته لاړ شي چې دا ډاډه کړي زما دسپرلۍ الوتکه په ځمکه کښې نه ني ، او که دالوتکې کښيناستل دمخنېوي وړ نه وي هغه بايد په يوې لري سيمې کې وساتي او دتېلو په ور اچولو يي بېرته له پاکستانه وليږي .
کراچۍ دپاکستان په سويل کې پروت ستر سوداګريز اقتصادي ښار دي چې دوولس ميلونه اوسېدونکي لري او دپاکستان دسترو بندرونو څڅه بلل کيږي .
غوث علي شا دايالت حقيقي اعلي وزيروو او هغه دټاکل شوي اعلي وزير په ځاي ناست وو . دا دنواز شريف دغير ديموکراتيکو کړنو څخه يوه نمونه وه . هغه ده پوليسو ديوې ځواکمنې قوې او يو شمېر وزير انو او ايالتي چارواکو سره دهوايي ډګر خواته راغلل . وروسته يي دلومړي وزير له لار ښونې سره سم دکراچې دملکي هوايي چلند دادارې له رئيس سره اړيکې ونيولې چې په هر قيمت وې دپرويز مشرف دسپرلۍ الوتکه بايد دپاکستان په هېڅ يوه سيمه کې را‌‌ښکته نه شي او بل ځاي ته يي په تلو اړباسي ، پنځه دقيقې وروسته لومړي وزير دغه لار ښوونې دپاکستان دهوايي کرښې مشر ته هم تکرار کړې او ورته يي وويل چې خپل پيلوت ته ووايي له پاکستان څخه ووځې . دهوايي کرښې مشر دا فرمان واورېد ، خو بې پرې والى يې غوره کړ . په داسې حال کې چې هغوي خبرې کولې زموږ الوتکې په کراچې کې دهوايي ترافيک له کنټرول سره لومړۍ اړيکه ټينګه کړه او هغوي ته يي معلومات ورکړل چې کېداى شي الوتکه دمازديګر په شپږو بجو او پنځه څلوېښت دقيقو باندې ناسته وکړي . دمازديګر په شپږو بجو او لسو دقيقو دکراچۍ دقول اردو قومندان ډګرجنرال عثماني ،تورن جنرال مالک افتخار علي خان ته چې دهوايي ټرافيک له ادارې له ماسره په الوتکه کې خبرې کولې ، امر وکړ چې دچټک غبرګون يوه ډله هوايي ډګر ته وليږي ترڅو دالوتکې دناستې له پاره زمينه برابره کړي .
لومړي وزير په ډېرې بې قرارۍ سره دهوايي چلند عمومي رئيس ته زنګ وهلي وو او ورته يي ويلي وو چې زما دسپرلۍ الوته اوبوظبي او يا دمسقط په لور وليږي ، نه دوبۍ ته . دهوايي ترافيک دکنټرول عمومي مشرېي رخ کړ چې دالوتنې پرمختګ په اړه ترينه وپوښتي او دهوايي ډګر د بندېدو دلړۍ موضوع يي تر څېړنې لاندې ونيوه . چې زما دالوتکې ناستې ته داجازې نه ورکول تر هغه چې په خپله ده نه وي غوښتې قطعي کړي . څو دقيقي وروسته جنرال افتخار دهوايي کنټرول له ادارې سره اړيکه ونيوله او مخالف دستور يې صادر کړ . هوايي کنټرولوونکي بايد زمونږ الوتکه بلې خواته ونه ليږي او په کراچۍ کې ورته دناستي اجازه ورکړي- افتخار ته په ځواب کې وويل شو چې دهوايى چلند له عمومي ادارى سره په تماس کې شي.افتخار مشکوک شو او فورآ يې بابربټ خپل بريد جنرال ته امر وکړچې ژر هوايي ډګر ته ولاړ شي او دهوايى ټرافيک دکنټرول د ادارى واک په لاس کې واخلي.طارق فاتح ته هم وويل شو چې سمدلاسه هواى ډګر ته ولاړ شي او که اړتيا وه نو له زوره دې کارواخلي چې د (pk-805 ) الوتنه ډاډه ناسته وکړى . خو لکه څرنګه مې چې وويل طارق فاتح هيڅ کار ونکړ او سيل يې کاوو.
لکه څرنګه چې دټلويزيون په اداره کې يوه مامورجګړن وړاندوينه کړى وه ډيروخت تيرنشو چې ديوه سرګروپ په مشرى يو قوى قطعه دپنجاب دڅلورم غنډ له سرتيرو سره دټلويزيون په اداره کې د مقاومت مخه ونيوله ، او دټلويزيون خپرونى پرې شوې او توره پردي خوره شوه ،خو ژر شپين ګل دټلويزيون په پردو راغي او ورپسي پوځي موسيقي وغږيده.اوس نو ټول خلک پوه شول چې د کودتا ضد چاري روانى دى او ډيرژربه دنوازشريف دوهم ځلي واک پاي ته ورسيږي.
ددفاع وزير چې دوزارت په مقرکې يې ټلويزيون ته کتل هم همدا فکرکاو.
نه پوهيږم نواز شريف او ملګرو به يې هغه مهال څه فکر کړي وي چې دتلويزيون پردې يې تورى او بيا پري شپين ګل راښکاره شو ،خو ترکومه چې زه هغه پيژنم احتمالا يوڅه به خپه شوى وي. جشنونه پيل شول. دټلويزيون ددفتر شاته دخلکو ستره ډله راټوله شوه ،داخلک،بډايان،فقيران،مديران،کارګر،ښځي او..... و. ټول له رژيم نه ستړى شوى وو. دوي په بى صبرى سره دهغه دله منځه تلو په هيله وو. دپاکستان ډيرسفيران او ديپلوماتان دټلويزيون ددفتر خواته راغلل او له خپلو موټرونو راکوز او دخوښو خلکو له ډلې سره ملګرى شول.هيڅوک دتاوتريخوالى دپيښيدو په اړه انديښمن نه وو.ډيرژر دغه ډله په سترې ډلې بدله شوه چې بيايې ټرافيک له کنتروله ووتل، خلکو دنواز شريف پرضد شعارونه پيل کړل . شريني او شربت يې وويشل،خو دالوتکى سپرلۍ زما په ګډون له دغه کاره خبرنه وو . مونږ دالوتکى دقيمتي تيلو دپاى ته رسيدو او ناستى انتظار ويسته.
څو شيبې وروسته دټلويزيون په پرده دشنه ګل په ليدلو دپوځي استخباراتو يوځوان جګړن ددفاع وزير ته ورغى او هغه يې دپوځ دپوځي عملياتو ادارى ته وغوښت.کله چې ددفاع وزير هلته ورسيد،دکودتا ضد درې مشران يې منتظر وو.هغه يوځل متوجه شو- دغو مشرانو ورته وويل چې لده او ورورسره يې چې دنوازشريف دکابينې وزيران وو.هيڅ ستونزه نلرى ،خو ترينه ويې غوښتل چې لدوى سره پاتې شي.دغو مشرانو همدارنګه وويل چې پوهيږم دماښام ډوډي يې نده خوړلى. دوى ورته خوندور خواړه تيار کړى. اوس نو زما دګوښه کولو په اړه ددفاع وزارت ته هيڅ لاره نه وه پاتې. ترکله چې ددفاع وزارت دپوځ دمشردګوښه کيدو ليک لاسليک نکړى- دپوځ مشر نشى لرى کيداى. حتى دټلويزيون دخبرله خپريدو سره ،سره هم . زه لاهم په رسمى او قانوني ډول دپوځ مشروم. سترې محکمى وروسته زما پرضد ديوې دوسيې پروخت وويل(جنرال پرويزمشرف،چې دپوځ مشراو لوى درستيز دى،قانوني واک لري او دهغه ګوښه کيدل غيرقانوني کاروو.
کله چې نواز شريف غوښتل زمونږ الوتکه ( هند) ته وليږي آيا پدې کارسره يې خيانت نه کاوه.؟ دراډيو ټلويزيون تربيانيولو وروسته ډګرمن جاويد سلطان دولسمشر دکورخواته ځى او ډګرمن شاهد على دلومړي وزير دکور په لورخوځيږي. پردى خوشحاله يم چې شاهدعلى نه پوهيده چې نوازشريف زما دسپرلۍ له الوتکى سره څه ډول چلند کړي وو او که پوه شوى واي کيداى شى ورانى شوى واي. دشاهد على دنده دا وه چې لومړى وزير اودهغه ځانګړي ياران ونيسي او توقيف يې کړى.
په لاره کې شاهد ته دډګرجنرال سليم زنګ راغى . چې تازه دنوازشريف لخوا دپنډۍ دقول اردو دقومندان په توګه د ډګرجنرال محمود پرځاى ټاکل شوى وو. هغه وارخطا وو.ځکه سره لدى چې هغه پوځى جامى درلودى خوساتونکو هغه دلومړى وزيردکور د دروازى شاته درولى وو او دننوتو اجازه يې نه وه ورکړې. هغه دغوکسانو ته دخطرناکه راتلونکى اخطارونه ورکړى وو،خوګټه يې ونکړه. شاهدعلى مودبانه ،خوپه جدى توګه هغه ته وويل چې دلومړى وزير کورته په ورننوتو دى ټينګار نه کوى او ترکومه چې ساتونکى پوهيږي ډګر جنرال محموداحمد لاهم دپېنډۍ دقول اردو قومندان دي او که زوروکړى هغوى يې دبندى کولو امرهم لري.لاله وړاندى جګړن دلومړي وزيردکور دروازه تړلې وه ،خو شاهدعلى خپل يوشميرسرتيرى هلته پريښودل چې دکوردبهرنى اصلى دروازى ساتنه وکړى او لږوروسته له خپلو پنځو سرتيرو سره دلومړي وزيراصلى ودانۍ ته ور دننه شو. په ودانۍ کې يوه بله دروازه هم شته چې لس يوليس سرتيرې پکې موظف وو.شاهدعلى په هغوى غږوکړچې خپلې وسلې پرځمکه کيږدي. ټولو امرومانه هغوى له پوځ سره دمقابلي توان نه ليده. که هريوه سرغړونه کړې واې کيداى شي وينې تويې شوې واي. هغوي يوڅو پوځي سرتيرى له ټوپک سره داصلى دروازې په لور بوتلل او دنورو بى وسلې شويو پوليسو خواته ودرول شول.
په همدي وخت کې چې لومړى لمبر لوا دلومړي وزير کورته وردننه شو او پوليس يې بې وسلى کړل زمونږ پيلوټ په مخابره کې وويل چې د(٤٥) دقيقو تيل لرى او که په کراچې کې اجازه نه وي يوازى ( نوابشاه ) ته تللاى شي. نوازشريف دموضوع په پوهيدو سره پوه شو چې لوبه يې بايلودى او لومړۍ لمبرلوا دده رسمى هستوګنځي ته وړاندې ورننوتې او څو دقيقې وروسته به پخپله هم ونيول شى او حکومت به يې راچپه شي.لومړي وزير لاهم ويل چې زمونږ الوتکه دى له هند پرته بل چيرته کښته شي.
دمازديګرد(6:30) په شاو خوا کې دکراچۍ هوايى ډګر وتړل شو،څراغونه يې مړه او تياره کړى اوټول موټر دسړک پرغاړه درول شوې وو. ټولې کورنى الوتني نورو هوايى ډګرونو ته واړول شوې او نړيوالۍ الوتنې په بهر کې ځنډيدلې وې.
نوى ريښتينى خوځښت پيل شو.نيږدي وو چې دواړه غاړى تاوتريخوالى پيل کړى.شاهد على له دو دريو سرتيرو سره دلومړى وزيراصلى ځاى ته ورسيده او هلته د(١٧) تنو په ليدلو حيران شو.هلته نيږدې تور رنګه موټر چې څلورستورى پليټ يې درلود ولاړ وو،چې معلوميده ديوه څلورستوريز جنرال موټردي.داسى ښکاريده چې ضيا الدين دلومړي وزير کورته تررسيدو وړاندې خپل ځان ته دپوځ د يوه مشر ټول اړونده شيان برابر کړي وو . جنرال ضياالدين دپوځ په جامو کې ديو جګړن او دوو پوځيانو سره چې دځانګړي ګارد څخه وو ، په تالار کې ولاړ وو . همدارنګه دپوليسو دځانګړې قطعي ځواکونه حاضر وو . همدارنګه دپاکستان دامنيت اوستخباراتو دعمومي مشر ساتونکى ګارد هم وو. په همدې توګه ډګر جنرال اکرم چې زما مهم جنرال وو ، خو نوازشريف په دې وروستيوکې د ډګر جنرال عزيز خان په ځاي دپوځ دقول اردو ګانو دمشر په توګه ټاکلى وو هم حاضر وو . اکرم هم ورته لباس اغوستى وو .
دمازديګر په اوو بجو اويولسو دقيقو کې ( هوايي ډګر) ته دتلو داجازې نه پوره يوه دقيقه وروسته جنرال بابر بټ په اشتباه کې دهوايي ترافيک پخواني برج ته ورسېد. چې دکراچۍ دهوايي ډګر دزاړه ترمينل په ودانۍ کې دي . کله چې پوه شو څو تنه کنټرولونکي يي له ځانه سره کړل چې د هوايي کنټرول اصلي برج ته يي بوزي ، کله چې اصلي برج ته راورسېدل دهوايي چلند دادارې عمومي مشر خبر شو چې جنرال بابر بټ او ځواکونه يي اصلي برج ته ورسېدل او کنټرولونکو ته وايي چې الوتکه په کراچۍ کې کښېنوي . ددې خبرې په اورېدو سره عمومي رئيس ويلي وو ، که ممکنه وي ( اول نفر ) يانې زه له الوتنې بهر ( ګرانده ) شم.کنټرولوونکو ځواب ورکړ هغه څه چې دوي پو هيږي دادي چې په کراچۍ کې د دالوتکې دناستې اجازه ورکول شي . هغه وخت دهوايي چلند عمومي مشر په کراچۍ کې دناستې اجازه ورکړه او دهوايي ډګر ځغاست ليکه پاکه او څراغونه يي رو‌ښانه شول .
څو دقيقي وروسته تورن جنرال افتخار دهوايي ترافيک دکنټرول برج ته ورسېد � پاتې يي تاريخ دي - دلومړي وزير په ودانۍ کې له يوڅه کشمکشس وروسته ډګرمن شاهد علي او يو شمېر سرتيري دکور ځانګړې سيمې ته ورننوتل دناستې په خونه کې يې نواز شريف و ليد چې له ضياالدين ، اکرم او دنوازشريف له زوي حسين سره چې داوبوظبۍ او ملتان په سفر کې ورسره وو . سيد مهدي او دحساب دارۍ دخطرناکې ادارې منشې سيف الرحمن چې دنواز شريف مخالفان يي سخت ځورول ورسره ناست وو . شاهد په دهليز کې يو کس وليد چې دهوايي چلند دعمومي مشر له پيغام سره دنواز شريف په لورې روان دي او ورته وايي چې دالوتکې تيل په خلاصيدو دي او نه شي کولاي دپاکستان نه يي بهر وباسو او که دناستې اجازه ورنه کول شي ممکن دپېښې ‌ښـکارشي . وروسته معلومه شوه چې دا دريم ورته پيغام وو چې هيڅ پام ورته نه وو شوى .
شاهد علي خونې ته ور دننه شو او ټول يي ونيول . نوازشريف په سوځېدلي ډول پوښتنه وکړه ، ايا پوځي قانون پلى شوى ؟ شاهد وويل چې هغه نه پوهيږي ، سيف الرحمن په ژړا پيل وکړ � نوازشريف وارخطا معلومېده .
شهباز شريف چې دنواز شريف کشر ورور و رک وو . شاهد علي ته يي وويل چې هغه حمام کې دي . هغه له شهباز څخه وغوښتل چې را ووځي . شهباز وويل وايې وريدل ، څو يو څه وخت رابهر نه شو . دهمدې له پاره شاهد علي دروازه په زوره خلاصه کړه او شهباز دکموډ خوا ته ولاړ وو او دنواز شريف دوينا هغه ليک يي په اوبو کې ورکاوه چې دکودتا تر پاي وروسته يي بايد لوستى واي .
شهباز له حمامه را وايستل شو هغه تر ننه وايي چې دکودتا له پروګرامه خبر نه و خو دنواز شريف د وينا دمتن ليکونکى ټينګار کوي چې نواز دشهباز له سلا پرته هيڅ مهم کار نه کاوه . اوس يوازې خداى پوهيږي . دماښام تر اوو بجو او پنځه څلوېښت دقيقو پورې په ټول هېواد کې دنواز شريف کودتا ناکامه شوه . زما دسپرلۍ الوتکه دماښام په اووبجو او اته څلوېښت دقيقو کراچۍ ته ورسېده . دماښام په اتو بجو او دېرشو دقيقو ډګر جنرال محمود احمد دراولپنډۍ دقول اردو قومندان دلومړى وزير کور ته ورسېد او له نيول شويو سره يي يو ساعت خبرې وشوې چې وروسته دپوځ بيلا بيلو زندانونو ته يوړل شول .
کله چې د کراچى د قول اردو قوماندانى ته ولاړو،ټول يو ډول ګنکس وو. پرېکړه مو وکړه چې هيڅ کار په بيړې سره نه کوو لومړى تر ټولو مهمه داوه چې ملت ته ډاډ ورکړو خو بې له کومې ژمنې، د وينا د متن په ليکلو مې پيل وکړ کله چې مکمل شو د ټولو تائيد يې ترلاسه کړ. د هوايي ضد توپچي ادارې د يوه کومانډو جاکټ مې وغوست،ځکه چې ملکې جامې مې اغوستې وې کله چې د سهار په ٢:٣٠ له خونې او ځاى راووتم او خپل ملت ته مې وينا کوله ميز مې پرتوګ پټ کړى وو کله مې چې وينا پاى ته ورسيده يو ځل بيا مې دا فکر ته راغله(( چې په کوم ځاى کې راکوز شوى يم)).
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery