مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

۲۳ څپرکی



دجنایتکارانو لټون:

دسپټمبر له یولسمې لږ وروسته کله چې دالقاعده ډیر غړي له افغانستان نه وتښتیدل پاکستان ته راغلل. موږ له هغوی سره دموږک او پیشو کیسه پیل کړه ددغه کتاب تر لیکلو دهغوی مشر اسامه بن لادن لاژوندی دی .خو موږ دهغوی زیات ملګري ونیول .ځینې یې نړۍ ته پیژندلی او ځينې ناپیژاندي دي، موږ ۶۸۹ ترهګر نیولي چې ۳۶۹ تنه مو ترې امریکې ته سپارلي..
لدی لاری مو په ملیونونو ډالره دډالۍ په توګه ترلاسه کړي .هغوی چې موږ له ترهګرۍ سره په کمه مبارزه تورنوي د سي ای اې څخه دی زمونږ دکارونو په اړه وپوښتي، چې دپاکستان دولت یې څومره پیسې ورکړي. پدی برخه کې دیو څو ترهګرو دښکار کیسې درته کوم..
فلسطینی ابو زبیده چې له اره یې نوم زین العابدین دی دالقاعدې مهم غړی وو چې دسپټمبر له ۱۱ وروسته ونیول شو. زبیده دسپټمبر دیولسمې په پیښه کې هم لاس درلود. ابو زبیده دالقاعدې لپاره دسرتیرو دګمارنې، روزنې او راټولولو مشر دی.( سی ای ای) ددغه ځوان په نیولو پنځه ملیونه انعام راکړ.
ابو زبیده دسپټمبر له یولسمې وروسته پاکستان ته راغی ،په دریو ښارونو او په ۱۳ سیمو کې په تیښته بریالی شو. ددغې ډلې نهه سیمې په فیصل اباد، یوه سیمه په کراچۍ او درې نورې سیمې په لاهور کې وې. د۲۰۰۲ کال دمارچ په ۲۷ شپه موږ دغه ټول دیارلس پټنځایونه وموندل او په یوه وخت مو پری یرغل وروړ. یرغل مو داستخباراتو اداری دپولیسو په مرسته وکړ. دسی ای ای چارواکو دځایونو په ښوولو کې له موږ سره دتخنیکي اطلاعاتو مرسته کوله .کار بریالی وو ابو زبیده له ۲۷ نورو ملګرو سره یوځای ونیول شو. ټول بهرنیان ول ۱۳ یمنیان، ۳ سعودیان، ۳ دلیبیا ۳، فلسطنیان، یو روسی، یو مراکشی ، یو هم سوډانی او دوه دسوریې وګړي پدې عملیاتو کې ووژل شول او بل ټپي شو چې ۲۰۰۲ کال دمارچ په ۳۰ ابوزبیده امریکې ته وسپارل شو.
پدی اړه دپاکستان بهرنی سیاست دا وو چې لومړې به د نیول شوي ترهګر له خپل هیواده غوښتل کیده چې دا کس وروسپاري که به دنیول شوي کس هیواد دهغه دمنلو نه ډډه وکړه نو بیا به امریکې ته مونږ سپاره.
دا په یوه ځل ستره نیونه وه .دشمیر له پلوه نه بلکې د اهمیت له مخې دا عملیات دطالبانو دماتې په لومړیو کې وشول. پدغه ورځو کې تازه دمي شکمن ترهګر پاکستان ته راغلي وو. دابوزبیده نیولو القاعده په یوه نوي فکر کې واچوله .هوډ یې وکړ چې د وړو ډلو په ترڅ کې کسانبايدوتښتي..
په لویدیځ کې خالد شېخ دباکد په نوم پیژندل کیږي .دترهګرو دنیولو په برخه کې زموږدوهمه موخه وه هغه زموږ او دنورو دسخت تعقیب لاندی وه او دامریکا دکورني امنیت یا اف بي ای په هغه ليست کې وو .چې باید ونیول شي. خالد شیخ محمد چې اصلا ایرانی او په کویټ کې زیږیدلی وو ښوونځی یې هم په کویټ کې لوستی وو. بیا وروسته په کال ۱۹۸۴ کې دامریکا دشمالي کارولینا کالج ته ولاړ. ترهغه وروسته یې دشمالي کارولینا دفن او کرنې دولتي پوهنځي ته یې لار پیدا کړه.
شیخ محمد دافغانستان دروزونکې ترهګرې ډلې غړی ده .دهغه اصلي موخه دزیاتو امریکایانو وژل وو چې په هره لار وي.
په ۱۹۹۳ کې خالد شیخ محمد درمزي یوسف سره چې وراره یې وو دنیویارک دسوداګریزو برجونو دالوځولو پلان یې درلود. وروسته یې دیو درجن الوتکو دتښتولو پلان جوړ کړ چې له سویلي اسیا د ا مریکې په لوری تللې.
هغوی همدارنګه دیوه پیلوټ دلیږلو پلان جوړ کړ چې دویرجنیا دلین ګلي په ښار کې ېې دسي ای اې له مرکز سره وجنګوي . ددغو عملیاتو نوم بوجنګا، و. دغه یوه توطیه هم پلې نه شوه..
ځکه چې په کال ۱۹۹۵ کې رمزي یوسف دعملیاتو دفرمان له ورکولو څخه وړاندې په پاکستان کې ونیول شو او امریکا ته وسپارل شو. نور توطیه کوونکي هم ونیول شو خو شیخ محمد په تیښته بریالی شو. خالد شیخ محمد په پیل کې له القاعدې سره اړیکې نه لرلې. هغه خپله جلا شبکه درلوده. د ۱۹۹۰ لسیزې په دننه کې خالد لومړی هڅه وکړه خپل عملیات په جلا توګه پرمخ یوسي او ددی عملیاتو لړی خوندي کړي . تر دی چې دترهګرو یوه مشر ته یې هم دبیعت لاس ورنه کړ. ځکه هغه ځان له ابن لادن کم نه ګاڼه خو دبوجنګاه د عملیاتوله ناکامۍ او درمزي یوسف له نیولو وروسته ېې خپله شبکه له منځه یووړه او پریکړه یې وکړه چې له القاعدې سره اړیکې پیاوړې کړي .په کال ۱۹۹۶ کې خالد غوښته وکړه چې له اسامه سره وګوري .خو ابن لادن هغه سره لیدو ته وخت نه درلود .ځکه له سوډان نه دخپلې کورنۍ او ډلې په رالیږدونه بوخت وو. خو خالد دالقاعدې له نورو غړو عبدالرحمن المهاجر او ابو عزیز المصري سره په تماس کې وو او له دغو ترهګرو سره یې اړیکې لا زیاتې غوړولې.
په لومړي ځل خالد په ۱۹۹۶ کې داسامه سره هغه مهال په توره بوړه کې وکتل چې هغه بیا افغانستان ته راغی .هغه په ۱۹۹۵ کې دنړیوالو سوداګریزو مرکزونو دالوځولو او دبوجینګاه په عملیاتو کې دخپلې ونډې په اړه اسامه ته زیات معلومات ورکړي وو.خالد شیخ محمد دسپټمبر د ۱۱ مې نظریه اسامه ته وړاندې کړی وه خو اسامه هغه نظریه په لومړي سر کې رد کړه او خالد ته یې له القاعدې سره دیوځای کیدو وړاندیز وکړ چې په پیل کې خالد شیخ داسامه له دی وړاندیز سره جوړ رانغی ځکه خالد یوازی دخپلو کارونو په خپل سرپرمخ بیولو ته ژمن وو. په همدی مهال خالد دخپلو عملیاتو د تر سره کولو لپاره دليبيا د اسلامي ډلې (ال ای اف جي)د جنګیالیو او له ابو زبیده سره اړیکې پراخې کړې چې پیسې پيدا کړي. په کال ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کې اسامه دسپټمبر د یولسمې پلان دابو حافظ المصری په ډیر فشار راوړلو سره ومانه. المصري په نړۍ کې دمحمد هاتف په مستعار نوم پيژندل شوی .خو هغه وخت ددې بریدونو کره نیټه چا ته نه وه معلومه. کله چې خالد داسامه ددغه پلان منلو څخه خبر شو له خپلې کورنۍ سره یوځای کندهار ته راغی. دسپټمبر دیولسمې پلان داسامه، خالد شیخ محمد او محمد هاتف ترمنځ پټ پاتې شو. استخباراتي سرچینو اشاره ورکړه چې په ۲۰۰۰ کال کې اسامه داسې نظر درلود چې دامریکا په خاوره کې لوی بریدونه ترسره کړي .خو دبریدونو جزئیات یې نه درلودل. دغه راز ویل کیږي چې ملا عمر له دغه کار سره جوړ نه وو .خو په ډاګه یې څه نه ویل..
اسامه ابن لادین او محمد هاتف دسپټمبر دیولسمې دناورین درامنځته کولو لپاره دنومونو یو لست جوړ کړ او له خالد نه یې وغوښتل چې له دغې لست ځینې کسان غوره کړي. د۲۰۰۱ کال په اګسټ کې دالقاعدې جرګګۍ یا ددغې شبکې سلاکارې کمیټې دسپټمبر دیولسمې عملیات تائید کړل. ټولو مخکښو غړو لکه محمد هاتف، نواف الحازي او خالد المحضار دشیخ محمد له لوري تر روزنې لاندی ونیول شول او امریکې ته ولیږدول شول. دوه نور کسان مصطفی احمد حوزوي، عمار بلوچ او دخالد شیخ دوراره ځوی دخالد لپاره پیسې او دالوتکو دتښتونکو لپاره لوجستکي مرستې برابرولې..
په هغه شومه ورځ خالد له خپلو څلورو ملګرو رمزي الشیبه، مصطفی احمد حوزوي، عمار بلوچ او جعفر الطیارسره دامریکا په دوو برجونو لومړی برید په کراچۍ کې له یوه انترنیت کافي څخه ولید. وروسته دی او نور ملګري یې یوه امن کور ته ولاړل او له هغه کور نه یې دمرګوني پلان تماشا کوله. خالد وايي کله یې چې دبرجونو ورانیدل ولیدل حیران شوی و..
د۲۰۰۱ کال دسپټمبر په ۲۱ او ۲۲ اسامه خالد افغانستان ته وروغوښت . سره لدی چې خالد غوښتل په پاکستان کې پاتې شي ،خو ددغې پېښې له تحليل وروسته دواړو خپلې کورنۍ پاکستان ته وليږدولې اود افغانستان ددفاع په جبهه ودريدل..
تر هغه وروسته دغه ټول کسان تر پلټنو لاندی ونیول شول. د۲۰۰۳ کال دفبرورۍ په ۲۸ سهار زموږ داستخباراتو کارکونکو داسلام اباد په هوايي ډګر کې دخالد په یوه ملګرې سترګې ولګیدې. دغه کس له خالد سره دهماغې ورځې په مازدیګرو لیدل. زمونږ سرچینو مونږ ته خبر راکړ چې دلیدنې کتنې لپاره هغوی دپیښور ـ پینډۍ په لویه لار له دوو کورونو څخه ګټه اخلي.سمدلاسه مو دهغوی دژوندي نیولو پلان جوړ کړ.خو زمونږ استخباراتي کارکونکو ددغې سیمې په اړه له پخوا هیڅ معلومات نه لرل یوازی یې په سیمه کې دکورونو پیژندنه کولای شوه. دوی په اسانۍ کورونه پیدا کړل..
سبا دشپې په ۱:۴۵ بجو ددې عملیاتو لپاره دګمارل شویو پولیسو لخوا کورونه کلابند شول. دورننوتو دروازې یې ماتې کړې .دوسلو په ښورولو او چیغې وهلو کورونو ته ورننوتل ددغو کورونو په لومړي پوړ کې یو کس ولاړ وو چې ډیر وویریده .هغه له ویرې پولیسو ته وویل چې هغوی هلته دي..
وړاندی له دی چې دوی له ځایه وخوځیږي پولیس پرې په کوټه کې ورننوتل. خالد شیخ محمد او مصطفی حوزوي پداسې حال کې ونیول شو چې ددوی څنګ ته کلاشینکوفې کتار پرتې وې، خالد کلاشینکوف راواخیست خو دپولیسو یوه افسر پرې ورټوپ کړل او په زور یې دټوپک ترې ونيو خو کلاشینکوف ناببره ډزی وکړي ،او دغه افسر یې ټپي کړ . خو مخکې له دی چې دواړه پولیسو ته زیات زیان واړوي پرته له کوم جنجاله دوی دپولیسو په منګلو کې ور پرې وتل. دا عملیات هم په بري ترسره شول..
دری ورځې موخالد له ځان سره په بند کې وساته او پلټنې مو پوره کړې او په زړه پورې معلومات مو ترې ترلاسه کړل. بیا مو دامریکې متحدو ایالاتو ته وسپاره..
ډیر لوستونکي دخالد او ابو زبیده له نومونو سره پیژندګلوي لري ډیرنورداسې کسان هم نیول شوي چې ډېر مشهور دي.د ډیرو نیول شویو کسانو په لړ کې دیوه پاکستاني دنیونې کیسه دبیلګې په ډول رایادوم.
دا پاکستانې په کراچۍ کې زیږيدلی. په ۲۰۰۲ کې یې دانجينري له پوهنځۍ د لیسانس سند اخیستی. دغه کس د۲۰۰۲ کال دمارچ په میاشت دخالد ګوتو ته ورغی، چې د ۲۰۰۳ کال په اګسټ کې ېې قبایلي سیمې واڼې ته ولیږداوه، چې له حمزه ربیعي، حمزه الجوفي، ابو الفرج الیبي او ابو هادي العراقي سره وګوري. دی دغه راز د۲۰۰۰ او ۲۰۰۲ کلونو په اوږدو کې دکابل دقرباغ په جبهه کې له طالبانو سره یوځای وجنګیده .دده په سر پنځه ميليونه ډالره ایښودل شوي وو. دی د ۲۰۰۳ کال دډسمبر راورسته په لاهور کې اوسیده اوپه پاکستان کې ېې دالقاعدې دټکنالوجۍ او معلوماتو دڅانګې مشري کوله. چې دخالد له نیونې وروسته دحمزه ربیعي تر امر لاندی را مات شو. دی په بریتانیا کې دهغې ډلې غړی هم وو چې دالقاعدې درسنیو له دفتر سره یې دمعلوماتو په برخه کې مرسته کوله. دالقاعدې ددوو لوړو غړو عمار بلوچ او خلاد بن اتش دنیول کیدو وروسته دی په کراچۍ کې دالقاعدې غټ سړی شو. ده دالقاعدې هیلو ته په کتنې دامریکې په متحدو ایالاتو کې د۲۰۰۴ کال دټاکنو په ترڅ کې دبریدونو لپاره ددغې شبکې له لورې ددولس کسېزه ځان وژونکې ډلې روزنه هم په غاړه واخیسته او دغه ۱۲ ځان وژونکي یې دشمالي وزیرستان دشاکي په سیمه کې ترروزنې لاندې ونیول .بیا روزل شوي ځانمرګي کراچۍ ته ولیږدول..
پدغه دوره کې دالقاعدې دګڼو مهمو لوړو غړو خالد شیخ محمد، حمزه ربیعي، فرج الیبیي، هادي عراقي، حمزه الجوفي، جمبلي ګن کن دحمبلي ورورو ابو مصعب بلوچ، دخالد له بل ورور اود رمزي یوسف له ورور سره په نژدې اړیکو کې وو.
زمونږ امریکايي ملګري له دغه کبله په حقه اندیښمن ول. ددی لپاره چې دهغه فعالیتونه لا هم دوام لري، هغوی هم ورپسې ول، ددغو ترهګرو دنیولو لپاره یې ددوی دپټنځایونو په اړه یو لړ معلومات هم مونږ ته راکړل. ددغو معلوماتو پربنسټ دپاکستان داستخباراتو اداری هغه د۲۰۰۴ کال دجولای په ۲۱ دپاکستان په لاهور کې پیدا او و نیوه..
دهغه لپ ټاپ کمپیوټر هم مونږ ته په لاس راغی چې دترهګرو په اړه یې بشپړ معلومات لرل .مونږ له دغو کسانو خالد شیخ محمد پیدا کړی وو چې دالقاعدې پلان جوړونکې دلندن دهیترو دګڼې ګوڼې ډک هوایي ډګر او ددغه ښار دځمکې لاندی اورګاډو یا دمیټرو چوولو پلان درلود. دغو شکمنو دخالد له لوری دلندن دهیترو دهوایي ډګر دالوځولو دپلان امر ترلاسه کړی وو. دوی دغه راز دلومړنیو پلانونو پرته دوو نورو احتمالي بمي موخو ته هم دتیاریو وړاندیز کړی وو.
یو کنیري والف اوبل دلندن دځمکې لاندې ترانسپورتي سیستم.
هیڅ پریکړه نه شوای کولای چې خالد به دسپټمبر دیولسمې په څیر دلویو ترهګریزو بریدونو لپاره په دومره کچه چمتو وي هغه دسپټمبر یولسمې ناورین هر شیبه په ډیر دقت شمیره او ترسره کړی و.
ظبط شوي لپ ټاپ پوره معلومات په ګوتو راکړل.ځکه چې په بریتانیا کې دکیدونکو بریدونو پلان پدغه کمپیوټر کې ثبت شوی وو.مونږ نه یوازې دغه معلومات دبریتانیا چارواکو ته ورکړل، بلکې په لندن کې مو دبریدونو دکونکو داطلاعاتو له مشر سره هم اړیکه ددې کمپیوټر له لاری ټینګه کړه. وروسته دغو اړیکو له صدیق خان او شهزاد تنویر سره بلد کړو صدیق خان او تنویر هغه کسان وو چې د۲۰۰۵ کال دجولای په ۷ یې دلندن دځمکې لاندې اورګاډوباندې برید وکړ .هغه بریدونه ۷/۷ په نوم مشهور شوي چې جولای دعیسوي کال ۷ میاشت او ددغې میاشتې په ۷ نیټه دغه بریدونه وشول.
دلندن له بریدونو ۷ اوونۍ وړاندې دصدیق خان اوتنویر په اړه له معلوماتو سره سره دهغوی دکارونو په اړه د۲۰۰۵ کال دجولای تر ۲۸ یعنی دبرید نه ۲۱ ورځې وروسته هیڅ راز معلومات له مونږ سره ګډ نه شول..
تر دغو عملیاتو وړاندې دالقاعدې هڅه داوه چې دچک، سلواکیا، کروشیا، پولینډ، رومانیا او مالتا له هوايي ډګرونو او ملي مسافر وړونکو الوتکو څخه په ګټې اخیستي دلندن دهیترو په هوايي ډګر برید وکړي .ځکه په یاد شویو هوايي ډګرونو کې امنیت ضعیف وي،د القاعدې پلان داسې وو چې داروپايي هیوادونو له سرسختو مسلمانانواو دافغانستان او بوسنیا دجنګ له پاتې شونو پدغو عملیاتو کې کار واخلي. له همدې کبله یې له عازم الشهیر چې په ۲۰۰۴ کال کې په عربستان کې ووژل شو او ددغې شبکې مشر وو وغوښتل چې په سعودي کې پیلوټان وګماري چې الوتکې وتښتولی شي او دغه ماموریت ترسره کړي او ورته ویې ویل که دا کار ناکامه شي نو زده کوونکي دې دهوايي ځواکونو ښوونځي ته واستوي .هغوی به همهغه الوتنې غوره کړي چې په یوه وخت دهیترو په هوايي ډګر کې راکښته شي. دتښتونکو لپاره به ددغه کار دترسره کولو اشاره داوی چې دالوتکې تر ناستې وړاندې د کمربندونه مو وتړئ نښه روښانه شي .هغوی به دزنګ ضد فولادي چړو او دالکولي څښاک له خالي بوتلونه دوسلې په توګه کار واخلي. هغوی هیله لرله چې الوتکې به دهیترو په یوې بې مثاله ودانۍ وجنګوي دخالد شیخ په وینا دالقاعدې یو بل خوځنده غړی دخلاد بن اتش په نوم په وروستیو پړاونو کې وړاندیز وکړ چې موخه له هیترو څخه داسرایئلو یوې موخې ته بدل کړي. خو خالد دا خبره رد کړه.
مونږ دغه ټول اطلاعات بریتانوي چارواکو ته ورکړل چې له نیکه مرغه په هیترو کیدونکې بریدونه پاتې راغلل .دا زمونږ له سترو کامیابیو څخه وو. لپ ټاپ همدارنګه موږ دپنجاب په ګجرات کې دیوې ۱۵ کسیزې ترهګرې ډلې په لور بوتلو چې یو له هغو څخه دکمپیوټر نابغه دیرش کلن تانزانیایي احمد خلیفان غیلاني و چې د ۱۹۹۸ داګسټ په ۷ دنیروبي په دارالسلام کې دامریکا په سفارت دبمي چاودنو په تور تر څارنې لاندی وو..
غیلاني دجعلي اسنادو په جوړولو کې فوق العاده حقیقي مهارت درلود چې هیڅ باور نه کیده هغه په خپل کمپیوټر دډیرو هیوادونو دویزو دننوتو او وتو ګڼ مهرونه درلودل. غیلاني همدارنګه ترهګر روزل او قوي چاودیدونکي مواد یې جوړول . هغه امریکا ته ډیر مهم وو او په نیولو او پیدا کولو یې ۲۵ ملیونه ډالره انعام ايښی وو. د۲۰۰۴ کال دسپټمبر په څلورمه هغه امریکايي چاراکو ته وسپارل شو.
دغیلاني دپلټنو له برکته په پنجاب کې دالقاعدې شبکې یوه وړوکې فعاله ډله افشاه شوه .دغه شبکه هغه مهال ختمه شوه چې دغیلاني دمعلوماتو پربنسټ ۱۵ تنه نور ترهګر، دهغوی کورنی چې پکې یو نوی زیږیدلی ماشوم هم وو ونیول شو..
هغه څه چې تاسو ولوستل په پاکستان کې دالقاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې زموږ دعملیاتو یوه وړوکې بیلګه وه چې ددغو ترهګرو په وړاندې مونږ په خپلو ښارونو کې ښه پراخ جنګ کړی او ښه بریالي وو.
له ترهګرۍ سره زمونږ دجګړې دکیسې دښه پوهیدو لپاره باید د۲۰۰۳ کال ددسمبر په ۲۵ پیښې ته ور وګرځي هغه مهال چې زما دموټرو دکاروان له چاودنې څخه روغ رمټ راووتم..
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery