مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

٢٨ څپرکى


نړېواله ډيپلوما سي .

د سپټامبر تر ١١ مخکې زه دداخلي ، اجتماعي او اقتصادي چارو په ټېڼولو ډېر بوخت وم . خو د سپټامبر ١١ نړى ته بدلون ورکړ. نړى د يوه بد تاو تريخوالي سره مخامخ شوه . ځان وژونکي برېدونه زيات شول . زه هېڅکله په عراق د برېد پلوى نه وم . ځکه ما دا ويره درلوده چې افراطېت به زيات کړي ، هغه څه چې وروسته سم وختل . د عراق جړې نړى ته امنيت نه دى را وستى ، بلکې نړى په څو څو ځله خطرناکه شوې . په داسې حال کې چې لوېدېځ د (( تمدونونود جړې )) د احتمال خبرې کوي ، اېا د حېرانتېا خبره ده چې ځيني مسلمانان د صلېبي جڼ له ېوه نوي زمانې څخه ونه ويريږي ؟
ما په پاکستان دروان تاو تريخوالي ، د سېمې د بې تباته شراېطو ، داسلامي نړى د بې واکه شراېطو او په ټولې نړى کې د تاو ترېخوالي په اړه هر اړخيز فکر کړى دى . ډېر دخواشينى ځاى دى چې ټول تا وتريخوالى د مسلمانانو پر محور څرخيږي . دا فکرونه مې په پرله پسې توگه نا ارامه کوي .
يوه شپه مې مطالعه کوله چې د همدې مسلې پر سره ، د (( منځلارې روڼ اندې )) نظريه مې په فکر کې را وگرځېده . موږ د تاو ترېخوالي د کنټرول لپاره يوې نړيوالې حل لارې ته اړتېا لرو. په اسلامي نړى کې گوښه والى او خفه والى په پيل کې د اوږد مهاله لاينحله سياسي جنجالونو رېښې لري ،چې په ټولنو کې يې د بې عدالتى ، گوښه والي ، محرومېت ، ناتوانى او نا هيلى حس رامنځ ته کړى دى . دغه حالت په هره برخه کې په اسلامي هېوادونو کې بد اجتماعي شرايط رامنځ ته کړي دي . سيا سي محروميت چې له بې وزلى او بې سوادى سره يو ځاى شي ، افراطېت او ډار اچونې ته زمېنه برابره وي . اسلامي ټولنې که له دغو حالاتو او شرايطو څخه دخلاصون او ازادى هېله لري.
باېد ترهـري او تندلاري رد کړي . خو ورسره ور سره باېد معېنو سياسي جنجالونو ته د حل عادلانه لاره پيدا کړي .منځلاري روڼ اندي يوه دوه چڼکه ستراتېژي ده چې باور لرم ېوه بريالى ستراتيژي د چڼک دواړو غاړو ته اغېزمنه ده.
ديوه چڼک مسولېت چې د اسلامي نړى په غاړه دى باېد له تندلارى او ترهـرى سره مبارزه وکړي چي وکولاى شي ټولنېز او اقتصادي پر مخټ ته وزگار شو .
او بل چڼک د لوېدېځ تر گورت لاندې دى . په ځاڼړې توگه د امريکا د متحدو اېالتونو چې په ټول زور سره د ټولو سيا سي کړکيچونو د عادلانه حل لپاره هڅه وکړي ، چې اسلامي نړى ېې پر يشانه کړې ده . نه يوازې دې د ټولې نړى د مسلمانانو لپاره عدالت تر سره شي بلکه ټول باېد دهغه شاهدان واوسو. د فلسطين کړکيچ او په کشمير کې هستوي مخامختيا سملا سي حل ته اړتېا لري چې د سويلي اسيا امنيت ډاډ من کړي . دا دنړيوال خفگان په منځ کې ځاى لري .
ما پوره هڅه کړې چې دغه نظريه په ټولې نړى کې مطرح کړم . پداسې حال کې چې ډېرو کسانو ددغې نظريي په اړه متبت ځواب ورکړى .خو عملي پر مخټ کم تر سره شوى دى .
زما سياسي هڅې به په دوو جبهو کې جرېان ولري :
لومړى : زه په ټېڼار سره دنړى له ځواکونو غواړم چې د فلسطين، اسراييلو او کشمېر لانجې د فشارونو په راوړلو سره حل کړي . زما په فکر دواړه مسلې د وروستى پريکړې لپاره تېارې شويدي .
دوېم : زه هڅې کوم دامکان تر کچې اسلامي نړى وهڅوم چې د تر هـرى پر ضد عملي گامونه پورته کړي . که ټول ( لوېدېځ او اسلامي نړى) يوې موافقې ته ورسېدو، په پاېله کې به يو گډ همغږى خو ځښت رامنځ ته شي ،او په دواړو چڼکونو کې به دهېلو په پوره کولو سره وخوځېږو او نړېوال مسايل به حل کړو.
زه ډېر خوښ شوم او وياړم چې د( منځلاري روڼ اندى ) وړاندېز مې د ٢٠٠٤ کال د اسلامي هېوادونوپه کنفرانس کې تر بحت لاندې راغى . دغه کنفرانس همدارڼه تر هـري او سخت دريځي وغندله . داسلامي کنفرانس سازمان دجوړښت د ترميم په اړه زما نظريه هم تر بحت لاندې ونېول شوه چې پکې دغه سازمان د ډله ېېزو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې لانور فعال شي . له دې کبله د ٩ غړو هيوادو پوهانو يوه ډله ددغه سازمان په جوړښت باندې په کار پيل وکړ . همدارڼه دغې ډلې دمکې شريفي په ځاڼړې ناستې کې چې په ٢٠٠٥ کال په مکه شريفه کې د اسلامي کنفرانس د ټولنې د ټلارې د بېا ليېکلو دنده په غاړه واخيسته .نو دهمدې لپاره دچڼک دوهمه برخه په ښه توگه په خپل کاريز ټلوري درومي . سره له دې چې دا حرکت ورو روان دى خو هغه څه چې زه ېې اندېښمن کړى يم د لومړي چڼک ( لوېدېځ ) گامونه دي . ځکه چې د کړکېچونو د حل وخت زموږ له ځغاستې څخه تېز درومي . که ټول ښکېل اړخونه هغه ونه دروي وخت به تېر شي او په نړى کې به د سولې او يوځاى ژوند کولو ښه فرصت د لاسه ولاړ شي . دابه داسې گنا ه وي چې نه به خداى او نه هم تاريخ موږ وبښي.
ځينې کسان د ( منځلاري روڼ اندى ) مفکورېې ته کم ارزښت ورکوي . ځکه هغوى پرې نه دي پوهېدلي . او ناوړه اڼېرنه يې ځينې کړې ده . ځکه پرې نېوکې کوي چې گواکې د اسلام له اصلي نظريي څخه ناوړه تفسير شويدى . په ېقين سره چې داسې نه ده . زه ځان ته ديني عالم نه وايم .خو يو مسلمان يم او د اسلام بنسټ او ماهېت ښه پيژنم .حتا که يې له ټولو جزئېاتو سره بلد هم نه ېم . په هرصورت منځلاري روڼ اندي د اسلام سره هيڅ اړيکه نه لري . ددغې مقولې اړيکې له مسلمانانو او دهغوى له ازادېو سره دي .
په لوېه کې سوله د اسېا او نړيوال ټېکاو لپاره ،خو په ځاڼړې توگه د اسلامي نړى د امنيت لپاره ډېره مهمه ده . ما له هند سره دښو اړېکو د جوړولو په برخه کې مهم گامونه پورته کړيدي . دهند او پاکستان دلانجې غوڅېدل په سويلي اسيا کې اجتماعي او اقتصادي همکارى قوي کوي . لکه څرڼه چې يوه کار پوه وپلي (( د فېلانو دمبارزې په مېدان کې واښه پاېمالېږي.)) ماله هند سره دنېمې پيړۍ نه د زيات وخت خرابې اړيکې له هغې جملې نه د سېا چېن ، کا ر گيل او دهند تر ولکې لاندې کشمېر د ازادى غوښتونکي مبارزې په اړه ژور فکر کړېدى . ددغو ټولو پو ځې عملياتو ډله ېېزې هڅې دا وې چې دواړه غاړې ېو ځل بيا دخبرو د مېز تر شا کيناستو ته مجبوره شوې . نو له دې کبله نو ر پوځي عمليات هېڅ په درد نه خوري .
هيڅ پوځي لاره زموږ ستونزې نشي حلولى . د حل يوازينى لاره ډيپلوماسي ده . زه باور لرم چې هند هم پوه شوى چې نور نشي کولاى د پاکستان پر وړاندېز له پوځي زور څخه گټه واخلي . حتا په ٢٠٠١ کال کې پدې باور وم چې اوس د يوه بلې پاڼې د را اړولو وخت راغلى .
د ٢٠٠١ کال په لومړيو کې چې کله دهند په گجرات کې زلزلې درانه زېانونه واړول ، ما داړيکو دښه کولو لپاره سم چانس برابر وليد . دهند دوخت لومړي وزير اتل بهاري واجپاي ته مې زڼ وواهه او دخپلې خواشينى مراتب مې ورته وړاندې کړل . ورسره دپاکستان د مرستې توکي او درمل مې هند ته واستول . دغه کار چوپتېا ماته کړه ، او ددې لامل شو چې هندي چارواکو زه هغه هېواد ته وبللم . د ٢٠٠١ کال د جولاى په ١٤ نيټه ډهلي ته ورسېدم . عمومي وضيعت مې په هند کې ښه ولېد او په ښه سترگه راته وکتل شو . که هرچېرته زه او صهبا ولاړو که هغه هوټل و، که دهندي چارواکو يا عادي خلکواو دهغوى دکورنيو په منځ کې او که زما د نېکونو سېمې نهر والې ته ولاړو يو ډول مينه او محبت مو ولېد . له دواړو هېوادونو څخه روښانه غوښتنې موجودې وې . موږ هم په همغومره گرمى سره ځواب ورکړ. زه په ډېر ازاد فکر او په ښې روحيي سره هلته تللى وم .
ډهلي ته زموږ د ورننوتو له ټولو تر تيباتو او تشرېفاتو وروسته � سبا مود ٢٠٠١ کال د جولاى په ١٥ له لومړي وزير واجپايي سره د( اگرې) په تاريخي ښار کې وکتل . اگره هغه سېمه ده چې د مغلي دورې د مېنې مشهوره ودانۍ ( تاج محل) د نړى د ٧ عجائېبو ېوه تر ټولو ښکلې ودانۍ پکې ولاړه ده . رسمي خبرې مو د جولاى په ١٦ نيټه پيل کړې .
د خبرو اترو پيل ډېر هڅونکى و. خو نا هېلې کونکې پايلې يې درلودې . تر غرمې وړاندې او وروسته د دوځلې خبرو اترو په ترڅ کې مو لومړى يو په يو ، وروسته دبهرنيو چارو د وزيرانو په گډون د يوې گډې اعلامېې مسوده برابره کړه .
دغې اعلامېې تر هـري غندله ،او په ډاگه شوې وه چې ددوه اړخېزو اړېکو پراختېا ته اړتېا ده ،چې دکشمېر پر سر لانجه پاى ته ورسيږي . فکر کوم مسوده ډېره ښه لېکل شوې وه . متوازنه او د دواړو غاړو لپاره د منلو وړهم وه . د گډې اعلامېې د لاسليک مراسم له ماسپښېن وروسته د (( جي پي) د هوټل په ماڼى کې چې د لومړي وزير د اوسېدو او زموږ دخبرو اترو ځاى هم و، وځنډېدل . په هوټل کې پوره تېاري نېول شوى وه. دمېز خواته دوه کوچونه هم زموږ د ناستې لپاره کېښودل شوي و، چې د اعلامېې د لاسليېک دستوره پرې پيل کړو. دهوټل کار کونکو او ټولو استازو په واقېعت کې ښه خدمت وکړ.
له لومړي وزيره مې اجازه واخېسته چې د خپلې استوگنې ځاى د ( امېر وېلاس هوټل ) ته ولاړ شم او په خپل دودېز کميس پرتوگ کې به بېرته راشم . داسې پلان مې ونېو چې د اعلاميي تر لاسلېک وروسته به د ډېر ښاغلي ( صوفي شاعراجميرشريف) زيارت ته ورځم .
د امېر وېلاس د هوټل کار کونکي هم ډېر خوښ معلومېدل . دخپل سفر د برېا وروستېو پړاونو ته نژدې کېدم .خو يو ساعت وروسته د بهرنېو چارو وزير او زما د بهرنيو چارو منشي خبر راکړ، چې هندېان په شاشوي دي .ډېر خفه شوم . باور مې نه کا و. پوښتنه مې وکړه څه ډول دا کار امکان لري ؟ ولې ؟ دڅه لپاره ؟ ځواب داو چې ( ښاغلي : کابېنې رد کړ) پوښتنه مې وکړه کومې کابېنې؟ په اگره کې خو هېڅ کابېنه نشته ؟ ډېر عصباني شوم ، او قصد مې داو چې سمدلاسه اسلا م اباد ته ستون شم . ٢ ډيپلو ماتانو هڅه وکړه چې په کرار مې کړې او دمسودې د بيا ليکلو لپار ه يې د زيات وخت غوښتنه وکړه . اجازه مې ورکړه او په ډېرې بې ميلى سره مې د اجمېر شرېف زېارت کول لغوه کړ.
د تړون ليک بيا ليکنې وخت ونيو چې د کلېمو او جملو پر سرپه چڼو وهلو سره مل و. په پاى کې زما ډله له برېا سره راوگر ځېده ، هغوى نوي مسوده ماته را وښوده چې ما تائېد کړه . فکر مې وکړ چې د ژبې له بدلولو سره سره زموږ غوښتنې پکې ځاى شوې وې .
هغوى بل هوټل ته ولاړل چې ددغې مسودې متن کاپي کړي . ما خپلې مېرمنې ته ډاډ ورکړ چې سبا به د ورځپاڼو لومړى کرښې د اگرې په اعلامېې ډکې وي . خو د اهم تر سره نشو .
فقط په همغه وخت کې چې ما غوښتل د اعلامېې د لاسلېک لپاره له هوټله بهر شم ،داسې پيغام مو تر لاسه کړ چې هندېانو بيا په شا ټ وکړ . دا نوره خندونکي وه . پريکړه مې وکړه چې هند سمدلاسه پرېږدم . خو دبهرنيو چارو وزير مې ټيڼار وکړ چې هېواد ته له تلو وړاندې يو ځل واجپايي وگورم . دخپلې خوښې پرته راضي شوم چې دغه ډېپلو ماټيک تشريفات هم تر سره کړم .
ورسره جوخت مې خبري رسنيو ته خبرورکړ چې زما د اوسېدا په هوټل کې يو خبري کنفرانس شته . وروسته خبر شو چې هندېانو خبري رسنيو ته هم اجازه نه وه ورکړې ،چې په دغه کنفرانس کې گډون وکړي . هېڅ ېو ه خبرېال زما او دواجپايي داوسېدا هوټل ته د راتلو اجازه پيدا نکړه . د بيان ازادي د نړى په دې لوېه ډېمو کراسى کې دا ډول وه .
ما په ډېر زړه تڼى او نا ارامه روحېې سره د شپې په ١١ بجو له واجپايي سره وکتل او نېغ په نېغه مې ورته وويل : ( داسې ښکاري چې پر تاسو له پاسه بل څوک شته ،چې پر موږ دواړو امر چلوي . همدارڼه مې هغه ته وويل چې نن موږ دواړ و ته سپکاوى وشو . هغه بې له کومې خبرې چپ ناست و. له چټکې مننې وروسته په بېړې سره را ووتم .
انسان او وخت له ېوه او بل سره يو ځاى دي . کله چې انسان او زمان موافقه وکړي تاريخ جوړوي . واجپايي ونه توانېد وخت را ونېسي . ده په تاريخ کې وخت د لاسه ورکړ. کله چې زه او مېرمنه مې له هوټله را بهر شو ، له وراېه د هوټل د کار کونکو په څېرو کې غمگيني ښکارېده . کله چې زموږ مو ټر پر سړک روان شو ومو لېدل چې د خبري رسنيو په سلونو خبرېالان او کار کونکي د سړک دواړوخواو ته صفونه تړلي و. خو په ډنډو سمبالو پولېسو موږ ته نژدې نه را پريښول � تقريبا ١٨٠ متره پدغه گڼه گوڼه کې زموږ موټر روان وو. زما مغزو بېرته کرار کرار عادي حالت غوره کاو .
دغې غمگينى او خندونکو برخو له هند سره داړيکو د عادي کولو چټکې هڅې له نا کامى سره مخامخ کړې .
بېا وروسته په ٢٠٠٢ کال کې چې هندي ځواکونه په پوله را غونډ شول او سره مخامخ شو ،نو يوه سخته تريڼلې دوره مو تېره کړه . موږ هم د خپلو ټولو ځواکونو په خو ځولو سره هغوى ته ځواب ورکړ . په پوله کې د سرتېرو حضور ٢ مېاشتې دوام وکړ.
وروسته هندېان پوه شول او په ډېر شرمونکي ډول يې د پولې له دواړو خوا څخه دځواکونو له وېستلو سره مو موافقه وکړه .
په ٢٠٠٢ کال کې د نېپال په کتمندو کې د ( سارک) يا د سويلي اسيا د سېمه ېېزو همکارېو د سازمان د غونډې په ترڅ کې مې يوځل بېا ډېپلو ماټېک مانور تر سره کړ. د سېمې ټول مشران دېوه اوږده ميز تر شا د خبرو د نوبت لپاره په هيله و. زما نوبت راغى او دوېنا له پاى ته رسېدو سره سم مې په همغه يوه لحظه کې د مخې ميز خواته ورغلم او د لومړي وزير واجپايي سره مخامخ ودرېدم . لاس مې ور اوږد کړ چې ستړې مشي سره وکړم. هغه بل هېڅ لاره نه درلوده بې له دې چې لاس را کړي . د وېرې او وارخطايي احترام ستر موج د ټول تالار د واکمنو خوښى او تحسين ونيو. کله چې د (( نړى دسترې ډېموکراسى)) لومړى وزير غافلېره شوى وه . خو زما قصد د لومړي وزير نا ببره گيرکول نه و، بلکې ما غوښتل هغه تېاره چې په اگرې کې رامنځ ته شوې وه ،له منځه يوسم . خوښ ېم چې دغه لاس ورکولو په زړه پورې پايلې لرلې . لومړي وزير واجپايي تصميم ونيو چې د ٢٠٠٤ کال په جنورى کې د ( سارک) د ډلې په غونډه کې له اسلام اباد څخه لېدنه وکړي .
موږ دخوښيو په ډکه فضا کې لېدنه کتنه درلوده . او داځل مويو گډ ليکلى تړون ليک هم لاسلېک کړ. چې وروسته د اسلام اباد دتړون په نوم ېاد شو . همدارڼه موږ ومنله چې د سولې بهير د (گډوخبرواترو) له لارې مخ پر وړاندې بوزو . چې په دغه بهېر کې د جامو کشمېر لانجه هم شامله وه .
بله موضوع چې باېد داسې نه واى شوي د گډو خبرو وړاندې په هند کې له وخته وړاندې ټاکنې وشوې ،چې د واجپايي د ( بهاراتا جاناتا ) ېا BJP گوند پکې ماتې وخوړه . او د سونېا گاندي د کڼرې د گوند لخوا يو اېېتلافي حکومت جوړ شو . خو د سونېا گاندي پر ځاى ددغه گوند څخه ( من موهن سڼ ) لومړى وزير وټاکل شو. په هند کې دغه سېاسي بدلون د سولې ټول بهير ته بدلون ورکړ. اى کاش چې دسولې دغه لاس ته راغلى فرصت يو کال وړاندې په اگرې کې د لاسه نه واى تللى .
ما همدارڼه د ټېلېفون له لارې لومړي وزير (من موهن سڼ) او( سونېا گاندي) ته د ښه نيت ډېپلو ماټيکې پيروزوينې وړاندې کړې.او احساس مو کړه چې دهغوى چلند ډېر متبت و. همدارڼه مې ښه وبلله چې واجپايي ته هم ټيليفون وکړم ، او د سولې د بهېر څخه دهغه د ملاتړ د ابتکارونو په توگه د اپوزېسېون له څوکى څخه يې وهڅوم . هغه ژمنه وکړه چې ددغه بهير ملاتړ به کوي .
له لومړي وزېر من موهن سڼ سره مولومړى کتنه د ٢٠٠٤ کال د سپټامبر په ٢ نيټه په نيوېارک کې د ملرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال وشوه . ښاغلى سڼ زما د اوسېدا هوټل ته راغى . ډېره په زړه پورې ناسته وه . دهند لومړى وزير راته ډېر هوښيار شخص معلوم شو. چې له موږ سره يې د جنجالونو دحل او د ښو اړېکو ټيڼول غوښتل . زموږ له لېدنې وروسته گډې بيانېې دا پيغام درلود، چې د سولې لړى ته به دوام ورکوو.
................................................

له لومړي وزير سڼ سره مې دوهمه کتنه هغه مهال وشوه چې د پاکستان د کرکېټ لوب ډلې په هند کې سېالي درلوده .زه ښاغلي سڼ ور وبللم ، چې له دغو دوو لوب ډلو ېوه لوبه ووينم . بلنه مې ومنله او د ٢٠٠٥ کال د اپريل په ١٨ نېټه په يوه ورځنى لوبه کې د گډون لپاره ډهلي ته ولاړم . د اجمېر شرېف له لارې مو سفر وکړ. همغه لېدنه چې داگرې دغونډې پر وخت نېمه پاتې وه. پوره شو. او فکر مې وکړچې د زېارت کول به ښه پيل وي .
د ٢٠٠٥ کال د اپريل په ١٨ مو د کرکېټ د سيالى په ترسره کولو سره پيل کړه . خو په خواشينى سره چې زما د کوربنو ( هندېانو) لپاره سيالي له شرمه ډکه وه . ځکه (شاهد اپريدي) د پاکستان د کرکيټ وتلي بال وهونکي ستوري به دهنديانو هر ور اچونکى توپ ډېر لېرې غورځاو. د هغه ډېر توپونه به نيغ په نېغه دمهمو کسانو خونې ته چې موږ هم پکې ناست و، را رسېدل . ما هم لکه د کرکېټ د نورو مينه والوپه څېر غوښتل له خپلې څوکى پورته شم او د لاسونو په پړه کولوخپل لوبغاړي وهڅوم . خو کوربنو ته د ډاډ ورکولو لپاره مې باېد خپل شوق کنټرول کړى واى . د سيالى له پاى ته رسېدو وړاندې د خبرو اترو د پيل لپاره له لوبغالي ووتلو. ويلو ته يې اړيتا نشته چې زړه او دماغ مې په لوبغالي کې پرېښول ، او د سېالى ته د بېرته ورتلو لپاره مړ مړ وم .
له همدې کبله مې له ( من موهن سڼ )سره په يوازې خبرو کې وړاندېز وکړ چې د لوبې دوروستيو شيبو د لېدلو لپاره لوبغالي ته ولاړ شو . او برېا لېو لوبغاړو او ډلو ته انعامونه وويشو. د امنيت له پلوه له اندېښنو سره سره يې ومنله . په همدې حال کې چې رسمي خبرې اترې روانې وې کارکونکو مې راته د لوبې په اړه خبرونه راکول او دهندي لوب ډلې د ماتېدو او د( بيټيڼ) يا توپونو د وهلو پر مهال د هغوى د( اوټ کېدو) وروستي معلومات به يې راته راوړل . د لوبې ترپاى دمخه د هند دلوب ډلې ټول غړي اوټ يا وسوځېدل . ما په داسې حال کې چې دخپلې خوښى دننه احساسات سخت ځپل لومړي وزير سڼ ته مې خبر ورکړچې د هند لوب ډلې خپل ټول توپونه ضائع کړل . او نور لوبغالي او سيالۍ ته دور تلو کوم دلېل نشته . شاېد ځينې ووايي چې دا (( ماشومانه احساس دى)) خو هغوى دهند او پاکستان د سېالى په اهمېت نه دي خبر. سره له هغه زموږ يو په يو خبرې ډېرې اغېزمنې وې او د کشمېر په مسلې مو اغېزمنې خبرې وکړي . دواړو موافقه وکړه چې دالانجه باېد حل کړو. لومړي وزير ټېڼار وکړ چې د پولو د بېا ويش پر سر موافقه نشي کولاى . ما وويل چې زه هم نشم کولاى د کشمېر د کنټرول لېکه د داېمي کرښې په توگه ومنم . نو اړتېا وه چې دحل داسې لاره پيداشي چې دواړو غاړو په ځاڼړې توگه د کشمېر خلکو ته د منلو او قناعت وړ وي . دغه کتنه د يوې اعلامېې په خپرولو سره په ډېره متبته توگه پاى ته ورسېده ، چې لومړي وزير دخبرېالانو پر وړاندې ولوست . مو ږ تصميم ونيو چې د سولې بهېر په خلاص نيت پر مخ بوزو.
.................

د ٢٠٠٥ کال د سپټامبرپه ١٤ نېټه د ملرو ملتونود عمومي غونډې پر مهال لومړي وزير سڼ زه په خپل هوټل کې د ماښام ډوډى ته وبللم . دغه ناسته په عمومي غونډه کې زما د وينا څخه د هندېانو دناخوښى له کبله لومړى په سړه فضا کې پيل شوه .
فکر مې وکړ هغوى په غېر ضروري توگه دومره حساس شوي دي . خبرې لږ جدي شوې او کېداى شي لامل يې زما نظامي بدخلقي وي . خو زموږ د بهرنيو چارو وزيرانو ډېر ژر او ضاع عادي کړه .
له دريو ساعتونو بحتونو وروسته د ماښام ډوډۍ په ترېڼلې فضا کې پاى ته ورسېده . سره له دې چې تر ډوډى وروسته وضيعت ښه شو او وتوانېدو يوه وړه گډه بېانيه خپره کړو . خو خبري رسنۍ ډېر ژر د تريڼلو خبرو اترو د وضيعت په اړه وپوهيدل او داسې يې واڼېرله چې خبرې اترې په صميمي فضا کې نه دي تر سره شوي . سره له دې ما له لومړي وزير سڼ نه وغوښتل چې پاکستان ته راشي ، چې هغه په تېارى سره ومنله . ددغې لېکنې تر لېکلو ( ٢٠٠٦ له جون) پورې مو ږ دښاغي سڼ راتلو ته په تمه يو . د ٢٠٠٦ کال په لومړيو کې دهند د کرکيټ لوبډله پاکستان ته راغله چې د لته د ښاغلي سڼ درا تلو لپاره ښه زمېنه برابره شوه . خو هغه دا کار ددې لپاره ونکړ چې هند ي چارواکو احساس کړه په نېو ېارک کې زموږ بحت ډېر جدي شوى و او نژدې و چې د کرکيټ دبېهوده لوبې په څېر شي . وروسته هند د ٥ ورځنيو نړيوالو لوبو څخه پي ٤ لوبې وگټلې . لومړي وزير( من موهن سڼ) کولاى شول دهند په يوې برېالى لوبې کې برخه واخلي .حتى موږ هم کولاى شو دهغه سره دغه لوبه ووينو .
له هند سره دغې پيچلې ډيپلو ماسى له ځانه سره ډول ډول پايلې درلودې . زموږ دوه اړخېزې اړيکې له بل هر وخته ښې شويدي . ما په وار وار ويلي :( دوسله والې جړې وخت تېر شوى او ددغې جړې دحل وخت را رسېدلى ). چې باېد ژر ترژره ځواب ورکړو. ځکه داسې فرصت به زيات وخت ونلري . موږ په ٢ متوازي کرښو حرکت کوو.
ېو د باور د رامنځ ته کولو گامونه دي او دويم د لانجو حل دى . ما تل تر جېع ورکړې چې دواړو کرښو ته په يوه وخت کې دوام ورکړو. خو داسې ښکاري چې هند ېان غواړي په بېړې سره د باور د جوړولو په کرښه حرکت وکړي . خو دلانجې د حل په کرښه پڅ روان دي .
داسې ښکاري چې د من موهن سڼ هغه لومړى اخلاص او نرم والى اوس يوڅه مړاوى شوى . فکر کوم د هندي نظام جوړښت لکه بېرو کراتانو ، ډيپلوماټانو ، استخباراتي ادارو او کېداى شي ان پوځيانو د سڼ له دې ښه صفت ځېنې اخېستى وي . که کوم رهبر وغواړي له ېخ وهلو مواضعو او تړلو اېډياگانو ځان لېري کړي باېد زړور واوسي . هغه باېد پر دغه جوړښت با ندې واک ولري . نه داچې خپل ځان دهغوى په واک کې ورکړي . زه لاهم د ښاغلي سڼ د وړاندېز په هېله ېم .په همدې وخت کې مې زېاتې نوې نظريي هم پيدا کړي دي.
موږ به د کشمير د لانجې د حل لپاره د متقابل لوري نظريوته په هېله يو . زه پوره باور لرم چې ددغې لانجې له حل پرته سېمې ته سوله نشي راتلاى .
ما شخصا ساعتونه ساعتونه ددغې لانجې د حل په لارو فکر کړېدى . هغې پاېلې ته چې زه رسېدلى ېم او البته چې پاکستانېانو � هنديانو او کشمېرېانو ته هم باېد قناعت ورکړو. داسې ده چې ټولې ډلې سره نژدې شي . دغه نظريه ٤ عنصره لري چې په لنډ ډول سره يې داسې خلاصه کولاى شو.
١--- باېد دکشمېر جغرافېايي سېمې او دلانجې د حل اړتېاوې په گوته شي .
دا مهال د پاکستان تر کنترول لاندې کشمېرپه ٢ برخو ويشل شوى : شمالي سيمې او ازاد کشمېر . دهند تر واک لاندې کشمېرپه درېو برخو ويشل شويدى . جامو � سرېڼر او لاداخ . روښانه دي شي چې داټولې سېمې دې د خبرو اترو مېز ته وړاندې شي او که ځېنې سیمې ؟ ايا نژادي ، سياسي ملاحظات دغه سېمې د خبرو اترو ميز ته وړاندې کولاى شي او که نه؟
٢--- سېمه اوېا پيژند ل شوي سېمې دې غېر پوځي او دازادى غوښتونکي مبارزې د جڼياليو نښې دې له منځه يووړل شي . دا کار کشمېرېانو ته دارام کولو زمېنه برابروي چې دجړې او وژلو له کبله د پولې دواړو غاړو ته په عذاب دي .
٣--- په پيژندل شوي سېمه يا سېمو کې دې خود مختاره حکومت ېا ازاده اداره جوړه شي . اوکشمير يان دې خوشي شي چې بې له کوم نړيوال لوبغاړي او يا داچې له ازادى محروم وساتل شي په خپله پرې رضاېت ولري .
٤--- او تر ټولو مهمه داچې د پاکستان ، هند او کشمېرېانو څخه دې يوه گډه اداره جوړ ه شي چې دغه خود مختاره اداره وڅاري . او ټولو هغو مسلو او سېمو ته دې رسېدنه وکړي چې د خپلواکې ادارې له توانه بهر وي.

دا نظريه بېخي شخصي ده ، چې جوړېدنې او ښه کولو ته اړتېا لري . همدارڼه باېد د ټولو شريکو غاړو او د سېمې د ټولو خلکو رضاېت ددغې طرحې د اجرا لپاره تر لاسه شي .
...............................................

اوس پريږدى چې څو جملې د پاکستان د يوه بل گاونډي افغانستان په هکله ولېکم ، چې د سېمې او نړى يوه تريڼلې سر چېنه ده . په وچه پورې تړلى افغانستان نورې نړى ته د رسېدو لپاره په پاکستان پورې تړلى . د مرکزي اسيا جمهوريتونه هم د خپلې سوداگرى او له نړى سره دسوداگرېزو فعالېتونو لپاره لارې ته اړتېا لري . که افغانستان کې سوله وي او له خپلې خاورې د سوداگرېزو توکو او ټرانزېټ مالونو ته اجازه ورکړي . ټوله سېمه به اقتصادي گټه وکړي . په دې منځ کې به پاکستان ترټولو زېاته گټه وکړي . ځکه چې دافغانستان دننه او بهر ته به ټوله سوداگري ،هغه که منځنى اسېا ته وي د پاکستان د سړکونو ، داوسپنې دلارو او سمندري بندرونو له لارې تر سره شي. زه باور لرم چې يو سوله ېېز افغانستان د پاکستان ، سېمې او ټولې نړى په گټه دى . له همدې کبله موږ د زړه له کومې د بن له پروسې ملاتړ وکړ . او په افغانستان کې د سترې بېا رغاونې ملاتړي يو .موږ دافغانستان لپاره د ولسمشر کرزي د سوله ېېزو سيا ستونو څخه ملاتړ کو و. زموږ گډه جړه د ترهـرى په وړاندې باېد په ټول زور او همکارى سره دوام پيدا کړي .
..............................

بله موضوع د اسراېېلو او فلسطېن ده . د تاريخ په اوږدو کې پا کستان تل د اسراېېلو په وړاندې د عربو او فلسطينيانو طرفدار ي کړې . له اسراېېلو سره تل زموږ چلند خصمانه دى . د ېهودېانو او ېهودي حکومت سره راشه درشه منع شوې . سره له دې چې موږ عرب نه يو . او ځېني عرب اسلامي هېوادونه تر يوې کچې اسراېئل په رسمېت هم پيژني .
مو ږ خو په دې مسلې کې حتا له خلېفه اعظم نه هم وړاندې يو، او د فلسطين سره مو ښه همدرد ي کړې ده . ماتل فکر کړى چې په دغې موضعگيرى به موږ ته هيڅ شى لاس ته رانشي . روښانه ده چې اسراېئل د امرېکا دمتحده اېالاتو سره پر يوه قوي ملري سربېره د يوې سترې ېهودي ډلې ملاتړ هم له ځانه سره لري . چې کولاى شي هره لحظه د پاکستان گټو ته زېان ورسوي .
خوکه د فلسطينيانو دحقونو داخېستو موضوع وي ،فکر کوم په خبرو اترو کې د گډون له لارې کولاى شو تردې زېات څه لاس ته راوړو. دنړى او منځني ختيځ په سياسي حقاېقو کې هغه بدلون چې له سړې جړې او د سپټامبر له ١١ وروسته راغلى، داسې وايي چې د اسراېېلو په وړاندې باېد د پاکستان په سيا ست کې بدلون ته دې بېا کتنه وشي . زه په ملي او د عربي نړى په کچه ددغې مسلې له حساسيتونو څخه خبر يم ، او پوهېږم چې په دې لاره کې باېد په ډېر دقت سره گامونه او چت کړو. په دې لړ کې ما د پاکستان دننه حساسيتونه وازموئېل . محطا تانه بيانيه مې صادره کړه . يعنې که چېرې اسراېېل د ټولو فلسطېنېانو په خوښه د يو تل پاتې دولت د جوړېدو په لور گام واخلي هغه مهال به پاکستان د اسراېېلو په وړاندې په خپل سيا ست کې بېا کتنه وکړي . هغه ډول مې چې هېله درلوده خبري رسنيو او روڼ اندو متبت غبرگون وښود . پداسې حال کې چې دغې بېا نېې په واټونو کې عاد ي کسانو ته کوم خاص اهمېت نه درلود.
همغه مهال په امرېکا کې د يهودي ټولنې يو شمېر استازي د امريکا د يهودېانو د ټولنې د کڼرې دمشر (جک روزين) په مشرى راته راغلل او زما لخوا يې په نېوېارک کې د يهوديانو ټولنې ته د بېانيي د ورکولو غوښتنه وکړه .زېات وخت ېې ونه نيو ،موافقه مې وکړه. د فلسطين د لانجې په اړه د اسراېېلو د وخت د لومړي وزير ( اېېرېل شارون) په چلند کې د ښکاره بدلون شاهدان و، هغه د غزې د ېهود ميشتي ښار گوټي څخه دېهودېانو ېا اسراېېلو په زور ويستل پيل کړل . کله مې چې په تلوېزېون کې دا خبر ولېد سمدلاسه مې احساس کړه چې ښه فرصت لاس ته راغلى . فکر مې وکړ ددې وخت رارسېدلى چي د پاکستان او اسراييلود بهرنيو چارو وزيران سره وگوري . ددغه ډول لېدنې لپاره مو ترکېه ښه ځاى وباله . او فکر مو وکړ چې د ترکېې دلومړى وزير ښې ادارې به ددغې لېدنې لپاره ښه زمېنه برابره کړي . په يوه ورځ کې دا ټولې چارې تر تېب شوې � د اسراېېلو ځواب ډېر روښانه و. او زه دترکېې له لومړي وزير او خپل نژدې ملري څخه ډېره مننه کوم .
داسراېېلو او پاکستان د بهرنېو چارو د وزيرانو تر منځ دا تارېخي او مهمې خبرې د ٢٠٠٥ کال د سپټامبر په لومړى نېټه وشوې . دا يوه متبته لېدنه وه چې ورپسې ما د ٢٠٠٥ کال د سپټامبر په ١٧ د امرېکا د ېهودېانو ټولنې ته وينا وکړه . چې ډير تود هرکلى ورته وويل شو. د امرېکا د ېهودېانو د ټولنې ټول مهم شخصيتونه پکې حاضر و. له رسمي مراسمو وړاندې مې له هريوه سره وکتل . دا لومړى ستر گام وو چې د پا کستان يو مشر دامرېکا د ېهودېانو سره گډ شي او وروسته هغوى ته وينا وکړي . مراسم په تشريفاتي ډول د يهوديانو د ډوډى په ماتولو پيل شو. ( جک روزين) په خپلې پرانېستونکي وينا کې زما ستاېنه وکړه . ((ټام کنتوز)) د امريکا د کڼرې غړي د ولسي جرگې ستاېنلېک چې ( دپاکستان ولسمشر مشرف ته د درناوي) تر سرلېک لاندې لېکل شوى و ولوست او ېوه کاپي يې ماته هم راکړه .
زما وېنا هم له احساساتو ډکه وه . او فکر کوم دهېلې سره سم اغېز يې له ځانه سره درلود . يو لوى پر مخټ تر لاسه شوى و. د پاکستان په دننه کې هم غبرگون متبت و، او د نړېوالو غبرگون هم له خوښېو خالي نه و. داسرائېلو دموجودېت حق ته د فلسطين دخپلواکې ادارې لخوا ددغه سازمان په منشور کې د رسمېت له ورکولووروسته اوس پاکستان اسراېېل ديوه يهودي دولت او ديوه نه پټيدونکي حقېقت په توگه پيژني او مني يې .

خو د فلسطينېانو دېوه خپلواکه او تل پاتې دولت په ملاتړ ټېڼار کوي چې ټولو فلسطېنيانوته دمنلو وړ وي . فکر کوم اوس د فلسطين د لانجې دحل او دفلسطېنېانو ددولت دجوړولوپه برخه کې دېوه اغېزمنن رول د ترسره کولو جوگه شوي يو، چې له اوږدې مودې داهېسې يې غمونه گاللي .
ما دنړى ، اسلامي امت ، د سېمې لپاره د سولې او ټېکاو دراوستلو هڅې کړي چې ټول په سوله ېيز ډول د يوه او بل ترڅڼ اوژوند وکړو. زه دهغو هېوادونوسره د دوه اړخېزواړېکو په قوي کولو باورلرم چې ورسره گډې گټې لرو.
دغه اړېکې کېداى شي دهغو هېوادونو اونوروترمنځ له اړېکو څخه اغېزمنې نشي . ماشخصا هڅه کړې چې دهند وانواود نوروهېوادونوله اړېکو څخه ليري پاتي شم. بې له دې چې د چېن مخ پر وده اقتصادي اړيکې له هند سره ښې دي دغه هېواد زموږ ښه دوست دى . موږ په همدې حال کې د هند او امرېکا ترمنځ اړېکې تقويه کيږي. له امريکا سره په اوږد مهال کې د خپلو اړيکو په پراخولو بوخت يو .
په خلېج کې هم د ټولو هېوادونو سره د ښو اړېکو په ټيڼولو موږتل د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو سره ډېر نژدې اړېکې لرو. او له دغو دو هېوادونو سره به دا اړېکې همداسې روانې وي . ما د خپلو شخصي اړيکو له لارې د سعودي او عرب اماراتو له مشرانو سره گرمې اړېکې ټيڼي کړي دي .
........................................

اېران زموږ مهم گاونډى دى. زموږ هڅه تل داوه چې له دغه هېواد سره صميمي او نژدې اړيکې ولرو .خو په حقېقت کې دغو اړيکو لوړې او ژورې درلودې . . د اېران د هستوي پروگرام پر سر دهغه هېواد او امريکا ترمنځ ترېڼلى وضيعت ، دهند سره د اېران او پاکستان بېلابېلې اړېکې ، او د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو جلا درېځ د اېران او پاکستان په دوه اړخيزو اړېکو کې پيچلتيا را وستې ده . موږ باېد د ېوه او بل په حساسېتونو ښه پوه شو. او داسې کلکه دوستي چې زموږ تارېخي اړيکې او جغرافيايي موقېعت يې غواړي ټېڼ کړو.
٢١ پېړى د ژېو پولېټېک ډگر په پرتله د ((ژېو اېکونومې )) ډگرخواته ډېر مېلان لري . د دولتونو ترمنځ اړيکې به په اقتصاد ، سوداگرېزو راکړو ورکړو، گډو معاملو او پاڼونو سره جوړاوټيڼيږي . باورلرم چې زموږ بهرني مامورېتونه به د سوداگرېزو چارو په پراختېا، د پاکستان د صادراتو د ودې او په دغه هېواد کې په پاڼونې ولاړ وي . دغو ٢ ډگرونو ته په تېر وخت کې پام نه و شوى .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery