مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

٢ څپرکى

په کراچۍ کې ميشتېدل

کراچۍ يو پخوانى ښار دى لکه زموږنور ښارونه لرغونى دى. په پيل کې د عرب سمندر په څنډو کې دکبانو د نيولو يو کلى وو. په ١٩٤٧ کښې د پاکستان دارالحکومت يا پلازمينه شوه. وروسته پلازمينه د هماليا دغرونو په لمنو کې ښکلو غونډېو ته چې اسلام اباد نوميږ ي ولېږدول شوه. کراچۍ ته په رسېدو زما پلار ته په( يعقوب لاېنز ) سېمه کې د ٢ كو ټو يوه حويلي ورکول شوه.اشپز خانه يې درلوده او په پخوانې سيستم تشناب يې لاره. د ودانۍ په يوه کونج کې برنډه وه. زمونږ د کورنى ټول غړي لکه ترونه ، ترور گانې او نور خپلوان هم موږ کره راغلل. چې موږ سره يو ځاى ژوند وکړي .
يو وخت داسې راغي چې د ٢ کوټو په دغه حويلي کښې مونږ اتلس کسان اوسيدو. خو ټول خوښ وو. اوس فکر کوم چې موږ ډېر تکلېف تېراوو ،خو چې زموږ روحېه فوق العاده قوي وه. په واقېعت کې موږ کولاى شو يو غوښتنليک برابر کړو چې په ډهلي کي زما د قا ضي نيکه لوى کور بېرته ترلاسه کړو. خو هغه اوس ددښمن په لاس کې وو، او د يوشمېر لاملونو له کبله هيڅوک په دغه کار پسې ونه گر ځېدل.
يوه شپه مې غل وليد چې زموږ په اپارتمان کې دکوچ تر شا پټ دى . سره له دې چې وړوکى هلک وم خو دا زړورتيا مې درلوده چې مورته ورشم چې په برنډه کې ويده وه. او هغه خبره کړم. زما پلار ترکې ته تللى و. ورته مې وويل چې غل دى ، هغې شور جوړ کړ، ګاونډيان راغلل او د غله نه يې زمونږ د کاليو يو بنډل را و ويستو، کله مو چې غل وواهه هغه په ژړا شو او وې ويل چې زه غرېب يم. زما مور پرې ډيره خفه شوه. کله چې پوليس راغي نو مور مې ورته وويل چې دلته هيڅ غل نشته او بيا يې پرې ډوډۍ وخوړه. دا په هغه مهال کې زما دمور دمرستې يوه نمونه وه.
زموږ اشپز شوکت چې مور ته مې په جهېز کې ورکړ شوى وو له ډهلي نه موږ سره کراچۍ ته راغلى وو. ډېر ښه پخونکى وو. او س د سند په حېدر اباد کې ژوند کوي او اخر ځل چې ډگر جنرال وم ما وليد.
زه او ورورمې جاوېد د ( سينټ پاټرېک ) په ښونځي کې شامل شو چې د عېسوي مذهبي مبلغينو لخوا اداره کېده. خو اوس دهغې دورې نه مې زيات څه نه په ياديږي. بغېر له دې چې شاوخوا يونېم کېلومتر پياده تلو او راتلو.
زما پلار د بهرنيو چارو په نوي وزارت کې کار پيل کړ چې د موهاتا په قصر کې وو. وروسته دغه ودانۍ د دميرمن فاطمې جناح د اوسېدو ځاى شو. نوموړې د قائد اعظم علي جناح خور وه. خو اوس دغه ودانۍ موزيم دى. کله کله به مې هلته له خپل پلار سره کتل. هلته دناستې څوکۍ نه وه، د لرګى په يو کريټ به ناست و او کار به ېې کولو. دفتر کښې کا غذ ا و قلم هم نه وو، د دې په ځاې به هغوى د کيکر نۍ استعمالولو. پلار به مې څو وارې نۍ په مشواڼۍ کښې غوپه کوله او ليکل به ئې پرې کول.
په نوي جوړ پاکستان کې وضيعت دا ډول وو. ددې لپاره چې هند توکي نه راپريښول. او حتى حاضر نه و پاکستان ته له وړاندې جلاشوې برخه پيسې ورکړي.
په واقيعت کې برتا نېې پريکړه کړې وه چې د ١٩٤٧ په جون کې به هند خوشې کوي.هغه څه چې هنديان يې په ډېر غرور سره (( ستره ازادي )) بولي هغوى ترلاسه کړه. خو (لورد لويس مونت باتين) وروستي نايب السلطنه لندن قانع کړ چې برتا نيه تر دې وخته نشي پاتې کېداى او دخوشې کولو وخت يې را وړاندې کړ. دغه تصميم په اپريل کې اعلان شو. له جلاکېدو ٤ مياشتې وړاندې د پاکستان ، برتانيي او هند د استازو لخوا د ډېرو پريکړو په خواکې يو تصميم داو چې پاڼه راټوله او په دوو نويو هېوادونو وويشل شوه. خو کله چې هند د برتانېې له واکه خلاص شودغه ژمنه يې پلې نکړه.
پلار مې ډېر صادقه سړى وو. سره له دې چې بډاى نه وو له بې وزلو سره به يې مرسته کوله. ځکه هغوى ډېر اړوو. په دغه موضوع مې مور ورسره نه جوړه. هغې به ويل دخلکو په اړتېاو له فکر وړاندې باېد خپلې اړتېاوې له منځه يوسو.مو ر مې لکه دنورو اسيا يي مېندو په څېر پر کورنى مهم اغېز درلود. خو د اړو کسانو سره دمرستې په برخه کې مې پلار په خپله لاره روان وو. او په دې اړه به يې له چاڅه نه پوښتل.
مور مې داړتېا وو د پوره کولو له مخې خپل کار ته دوام ورکړ، خو دا ځل يې په گمرک کښې کار ونيولو. په ېاد مې دي چې په سپين يو نيفورم کې به د کورنګۍ كريک سيمې ته تلله. چرته چې به ئې د بهر نه د راتلونکو الوتکو پلټنه کوله. يو ځل يې د (قاچاق) شوى سامان يوه ذخيره ونيوله چې ډير انعام پرې ورکړ شو.
............................
يوه غمجنه پيښه چې ښه مې په ياد ده د پاکستان د بنسټ ايښودونکي قاېد اعظم مرگ وو ، چې د ١٩٤٨ د سپټامبر په ١١ يې له دې نړۍ سترگې پټې کړې. دهغه په مړېنې پاکستان هغه ماشوم ته ورته وو چې په ١٣ مياشتني عمر کې يي مور او پلار مړه شي.
امرېکاېې ليکوال ( اسټنلي ولپرت) قاېد اعظم داسې معرفي کوي. (( کم شمېر خلک د تاريخ ټلورى بدلوي ، چې کم يې بېا د نړى نقشې ته بدلون ورکوي ، کم کسان دملت جوړونې اعتبار تر لاسه کوي. خو محمد علي جناح دريواړه تر سره کړل.)) دهغه مړېنې نوي زېږېدلي ملت ته ټکان ورکړ. دهغه جنازه باېد دکراچۍ د بندر له اصلي واټ نه تېره شوې واى. چې زموږ کورته نژدې و، په ياد مې دي چې د خپلو ملرو سره څو ساعته پر يوه ديوال ناست و او دده دجنازې د تېرېدو انتظار مو ويست. کله چې کاروان را ورسېد ټولو وژړل ، ما دخپلو اوښکو مخه ونشوه نيولاى. دا ستره ضايعه وه. ملت ته ناهېلي پيدا شوې وه. دغه اعتبار د قاېد اعظم ځاى ناستي او د پاکستان اول لومړي وزير لياقت علي خان خپل کړ ، چې ملت يې په ښه توگه له دغه خفگانه را وويست.
دغه وخت مونږ د خپل نوى ملک له امله ډير خوشحاله وو. تعليم جارى و، په کراچۍ كې دا موده زما لپاره ډير مهم وخت و ما به دخپل حال او راتلونکي په اړه فکر کاو. دا هغه ورځې وې چې زړه مې روغ شو. دهنده د بيلوالي په لومړېو کلونو او مياشتو کې په ماکې يو بدلون راغى. يوه بې رېښې واړه ماشوم زمکه پيدا کړې وه. هغه د تل لپاره پکې رېښه وځغلوله. زه به له دغې خاورې د خپل ځان په بيه ساتنه وکړم .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery