مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دمحمد ګل بابا پوهنيز او ادبي خدمتونه

مومند بابا پر سياسي او عسكري چوپړونو سر بېره په پوهنيزه او ادبي برخه كي هم پاخه بنسټونه ايښي دي او د پښتو ژبي د ژوندانه لپاره يې لوى_لوى كارونه كړي دي.
كله چي د كندهار تنظيمه رئيس و، نو هلته د محمدنادر شاه شهيد په اراده په 1311 لمريز كال كي د پښتو انجمن لومړۍ ډبره كښېښوده چي بيا همدغه انجمن كابل ته را وغوښتل شو او دكابل له ادبي انجمن سره يو ځاى شو چي وروسته بيا (پښتو ټولنه) ځني جوړه شوه.
مومند بابا په كندهاركي هم رسمي دفترونه هم په پښتو اړولې وه، چي وروسته بيا چا دغه لار ټينګه نه كړاى شوه.
په كندهار كي يې ډېر زلميان و روزل، او د پښتو د چوپړ لپاره يې ډګر ته را وايستل، د كندهار طلوع افغان هم د ده په امر په پښتو واوښت، د ده نيت او ارادې ډېر مهال د پښتو د ژوند او پرمختګ سره زياته مرسته كړې وه، او تل يې د پښتو د لوړتيا هيله په رسمي او ځاني ډول ښه پاللې ده.
دده لومړى پوهنيز چوپړ له (پښتو سيند) څخه پيلېږي د دې قاموس د ليكلو لپاره يې له ډېرو د لغتونو په را غونډولو له پخوا څخه بوخت و، خو د كتاب په بڼه په 1316 لمريز كال كي د كابل په عمومي چاپخونه كي چاپ شو، دغه قاموس دوه ټوكه دى، اوټول مخونه يې 765 ته رسېږي، په دې قاموس ډېر زيار كښل شوى دى، او په پارسي باندي د پښتو يو ارزښتمن سيند ګڼل كيږي.
(پښتو ليار) دا د پښتو ژبي يو نوى ګرامر دى، چي په پښتو ليكل شوى دى، او په 1317 لمريز كال په لاهوركي د عبدالعظيم ساپي په اهتمام چاپ شوى په دې ګرامر كي داسي نوي څېړني راغلي دي چي په پخوانو هغو كي نه وې، په پاى كي د مصدرونو يو بشپړ نيوليك لري، چي ټول مخونه يې 400 ته رسيږي.
د مومند بابا بل اثر لنډكۍ پښتو ده، چي وروسته به پر وږغېږو، مومند بابا ځيني نور كتابونه هم لري، لكه (پښتني روزنه)، د پښتو پښتونواله، (د پښتو لويه نحوه د معاني او بيان) (د پخلي كتاب په 400 مخونو كي) خو موږ نه پوهېږو چي دا كتابونه به تر اوسه لا چاپ شوي وي كه نه.
د مومند بابا زياته بوختيا د لغتونو په څېړنه او پلټنه كي وه تل به يې له كليوالو پښتنو څخه د نا اشنا لغاتو پوښتني كولې، تل به قلم او كاغذ ور سره و چي نوى لغت به يې واورېدى نو هغه به يې وليكئ، ګډه وډه اوناوړه پښتو يې نه خوښېده، چا چي به له پښتو سره بې پروايي كوله هغه يې ښه نه اېسيدى، د لغاتو په جوړولو كي يې پوره ملكه در لوده، او ډېر نوي لغات يې جوړ كړي دي چي اوس بيخي دود شوي دي لكه خج= د فشار اواز، د ژبي ليار و قانون، و توځى، مخرج، ننوتوځى، ايرنۍ، خاكستردانۍ او نور خو ځيني يې د سختۍ له امله دود شوي نه دي، لكه اڅل= ګيلاس، هڅوب= كلچر.
په پښتو ليكدود كي يې هم ځيني بدلونونه را وستلي دي، لكه (شا) (سړه ى) خو دا ليكدود هم دود نه سو، يوازي دغه (ۍ) پښتو ليكدود ته را ننوته، ارواښاد پوهاند رښتين وايي چي زه د ده تر مړيني درې ورځي مخكي د جمعې په ورځ ورغلم، څو تنه نور پښتانه هم وو، په دغه ورځ سره له دې چي رنځور مالومېده، خو د لغاتو په پوښتنه لګيا و، قلم ور سره و او نوي لغاتونه يې په كتابچه كي ليكل، په دغه ورځ يې پوښتنه را څخه وكړه چي د (بې وزلي او اسكېرلي) تر منځ څه توپير دي؟ ما وويل: چي زه نه پوهېږم نو ويې ويل چي دغه لغت د كندهار دى له كندهاريانو څخه يې مانا مالومه كړه او بيا يې ما ته ووايه.
د مومند بابا زياته پاملرنه نثر ته وه، له شعر سره يې ډېره جوړه نه وه، خو يو دوه شعرونه يې ويلي چي په كابل مجله كي خپاره سوي دي.
نثر:
مومند بابا نثر ته ډېر ارزښت وركاوه او هغه نثر يې ډېر خوښاوه چي د پښتو د سوچه لغتونو او رڼي محاورې په ګاڼه به پسوللى و، په نثركي د متحد ادبي سبك او د پښتو د خپل ځانګړې ډول ټينګ پلوى و، د (پښتو ژپي ليار) په سريزه كي يې دغه راز نثر په خپله هم ليكلى دى، چي هم د مانا او هم د عبارت له مخي د پښتو خورا ځواكمن نثر دى. څو جملې يې داسي دي:
"هر څه چي دي، د ملت سعادت، سلامتيا، عافيت، راحت، عزت، ملي شتوالى، سره ژوندون، په عزت سره مړينه او له نړۍ څخه په ښه نامه تګ دا ټول د ملي يووالي، مليته پوري او ملت او يووالي د ملي ژبي پوري اړه لري، كه ملي ژبي خلل مينده كړ، دغه ټول خلل مينده كوي او كه محوه شو نو ټول محوه كيږي او د دغه ملت نوم او نښه د نړۍ له مخه څخه وركيږي".
دا كتاب (لنډكۍ پښتو):
د اروښاد محمد ګل مومند يو له خوندورو كتابو څخه همدا (لنډكۍ پښتو) ده، چي د لومړي ځل لپاره په 1327 لمريز كال كي د پښتو ټولني له خوا چاپ سوې ده، وروسته تر هغه وروسته دوه ځلي بيا چاپ سوه، يو ځل په كوټه كي او پل هم په پېښور كي. دا چي كومه يوه مخته او كومه شا ته وه، موږ ته نه ده څرګنده، د پېښور له چاپه يوازي خبر لرو چي د ساپي پښتو خپرونو مركز په وړه كچه چاپ كړې ده، زموږ لاسته تر اوسه نه ده را رسيدلې او بل چاپ يې په كوټه كي سوى، چي له متن او نورو ځانګړنو څخه داسي ښكاري، چي له كابل چاپ څخه هو بهو كاپي سوى وي، خو بيا چي ګورو په كمپيوټر ليكل سوې، نور يې نو بيا د چاپ په اړه څه نه دي ويل سوي، خو دومره خبر يو چي د دې چاپ چارې د كوټي يوه ډېر پاك زړي، درانه او پر پښتو او پښتنو مين ملي څېرې ښاغلي ملك امان كاسي تر سره كړي، ده د دې لپاره چي د ده كار ريا ونه بلله سي، ځكه يې نو هيڅ ډول يادونه هم نه ده پر ليكلې، له دې ځايه دا موږ ته د ملك صاحب له پښتو سره لېونۍ، سپېڅلې او ژوره مينه څرګندېږي.
تر دې وروسته بيا په امريكا كي مېشت فرهنګپال ښاغلي محمد داود مومند له بېنوا فرهنګي ټولني څخه هيله وكړه چي دا كتاب بيا چاپ كړي او د چاپ لګښت يې هم راولېږى، موږ دا خبره له علامه رشاد بابا سره ګډه كړه، هغه ډېر خوښ و او د مومند بابا په اړه يې ډېري غوره او نوي څرګندوني وكړې. بيا موږ د سريزي په توګه د دغو څرګندونو د ليكلو ورته وويل، علامه بابا په ډېره خوښۍ سره دا خبره راسره ومنله، خو درېغه چي دا عظيمه هستي زموږ څخه بېله او د ډېرو نورو ارمانونو تر څنګ دا سريزه هم پاته سوه او د دې كتاب د چاپ د ځنډ لامل هم همدا شى و، كه نه بايد وختي چاپ سوې واى، وروسته له هغه چي موږ د علامه بابا له درنې سريزي څخه بې برخي سولو، نو دلته مو د مومند بابا ژوندليك راوړ، ځكه زموږ ډېر پښتانه وروڼه لا زموږ د دغي لويي هستۍ له وجوده او د هغه له سياسي، ملي، پوځي، پوهنيزو او ادبي هلوځلو څخه ناخبره پاته دي.
ګوندي وي چي ناخبره پښتانه يې وپېژني او پېژنديو ته يې بيا ياد تازه سي. ارواښاد مومند بابا له پښتو او پښتونولۍ سره ډېره مينه لرله، د دغه په مركه كي او مجلس كي به بې له پښتوڅخه بله خبره نه وه، د هر ځاى او هري سويې پښتون چي به ده ته ورغى، نو ده به خامخا د پښتو په شا و خوا كي خبري كولې، د سوچه پښتو كلك ملګرى و، د ده په وړاندي چي به چا د بلي ژبي كوم ټكى په پښتو كي راوړ، نو ده به سمدلاسه ورباندي ږغ وكړ چي پوه نه سوم، څه دي وويل؟
كه به چا خپله غلطي سمه نه كړه نو په درنه لهجه به يې ورته وويل: چي ها خداى دي وبخښه! څنګه ښه پښتو دي وويله اوس پوه سوم، كه موږ نور هر څه يوې خوا ته كړو او يوازي د مومند بابا همدا وړوكې رساله ګۍ غوندي كتاب (لنډكۍ پښتو) د زړه په سترګو ولولو نو بې له شكه به راته څرګنده سي، چي زموږ دغه بابا له پښتو او پښتونولۍ سره څومره مينه لرله او كه په چا كي لږ غوندي د پښتونولۍ څرك هم پاته وي، هماغه څرك به يې په اور بدل سي او د خپل پښتني ننګ او نام لمنه به ټينګه كړي، نن ورځ پښتانه له عجبه ګواښ سره لاس و ګرېوان دي، د دوى وجود، د دوى هويت او د دوى ژبه له پرله پسې كورنيو او باندنيو ګواښونو سره مخ ده، خو له پښتنو څخه دا وركه ده، چي زموږ دوست څوك دى او دښمن، مومند بابا د دې لامل شپږ لسيزي وړاندې خپله د پښتنو بې پښتوګي ګڼي. دى وايي پخوانو چي پښتو او پښتونواله ټينګه كړې وه، نو پر ډيلي او اصفهان يې راج چلېدى، خو نن د خپل وجود د رغېدو نه دي، دا چيغاري تاسو په دې لنډكۍ پښتو كي اورېدلاى سئ.
توبه- توبه دا دى پر موږ د شوروي د نړيوال زور ناتار هم تېر سوى دى او نن مو ټول مانيز ارزښتونه په خاورو لړل سوي دي، خداى خبر دى چي د مومند بابا او ده غوندي نورو پښتنو باباګانو ارواوي په څومره زورېږي؟
نن چي د پښتو اخبار او مجله ګورئ نو له نورو قامونو څخه به شكايتونه او ماڼې ډېري په كي ووينئ، چي د پښتنو حق خوري او پښتو وهي، دا په داسي حال كي ده، چي پښتون د افغانستان اكثريت قام هم دى، له دې سره سره چي سم نيم يې لا تر اوسه هم د انګريز په چاړه را څخه بېل دى، خو بيا هم موږ د لږكيو له ګواښه نارې سورې وهو، خو همدا پښتانه به بيا وينې چي خپله په خپلو منځونو كي يو د بل رېښې وهي چي د دې يوازنى لامل پرته د پښتنو د بې پښتوګي او پښتونوالي له هېرېدو څخه بل څه نه شي كېدلاى او له دې ناسوري ناروغۍ څخه د ژغورني يوه خورا كارنده نسخه همدا لنډكۍ پښتو كېدلاى سي.
خداى دي وكړي چي زموږ پښتانه وروڼه د خپلو درنو باباګانو، درنې ويناوي ولولي، واوري، نورو ته يې واوروي او پند او عبرت او زده كړه ځني وكړي.


امين يا رب العالمين
د مومند بابا اروا دي ښاده وي
او بركتونه دي يې پر افغان ملت را خپاره وي.
اداره

يادونه: د دې سريزي په ليكلو كي د ګندهارا مجلې دوولسمه ګڼه (1379 كال) د ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين له ليكني څخه زيات كار اخيستل سوي دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery