مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ژباړه : رحمت آریا
مې ، ۲۰۰۹
ټول فلم ۵۰ دقیقې دی. تر دغه دمه د فلم ۱۲ دقیقې او ۲۰ ثانیې ژباړل شوی دی.
د فلم پرودیو سر: دبي بي سي پخوانی فلم جوړونکی : جیمي دوران

په بېنوا کتابتون کي دکتاب شمیره: 20

د مرگ کاروان : د افغانانو ډله ییزه وژنه

[ The convoy of Death- د فلم نوم : د افغانانو ډله ییزه وژنه :د مرگ کاروان]


پرانیستونکې برخه : لاس تړلي یرغمل طالبان لیدل کیږي چې د دوستم د اورپکو په ښور ماښور کې لاریو موټرانو ته خیږول کیږي او نور دوستمي اورپکي د یرغملو کسانو د لاس تړلو په حال کې دي.

ویاند : د افغانستان د جگړې په لړ کې له یوې تر ټولې خونړۍ جگړې وروسته د طالبانو څه ناڅه اته زره تنه جنگیالي ځانونه د شمالي ټلوالې ځواکونو او د امریکا د ځانگړو ځواکونو منگولو ته تر دې ژمنې لاندې ور سپاري چې د دوی ژوند به خوندي وساتل شي. نن له دغې ډلې څخه درې زره تنه یې په یوې دښتې کې په یوه بې نښې ډله ییز قبر کې پراته دي. د بې شیمرو شاهدانو تر سترگو لاندې او د هغوی په شهادت ، امریکایي سرتیري د دغو تسلیم شویو طالبانو په ورکیدا کې تورن بلل شوي دي.

[کمره : د مړیو، جسدونه جامې ، هډوکي ښوول کیږي]

د بشري حقونو څارنوال اندریو مگنتي : زه گومان کوم د مړیو د جسدونو د شمیرې کچه چې تاسو یې په را ټولولو په زرگونو و انگیرﺉ ، د نیویارک د مړیو د شمیرې د کچې په پرتله ډیره ده ، دا ما ته ډیره زړه بوږنوونکی ده او زما په باور دا به د چا له یاده ونه وځي.


[ د فلم نوم : د افغانانو ډله ییزه وژنه : د مرگ کاروان]

[کمره : وچه بیدیا: یوه کانتینر لرونکې لارۍ ولاړه ده. د شمالي ټلوالې توپکوال د وسلې په چمتو کولو ډزې کوي.]
[کمره : د زندانیانو مخونه : ځوانان بندیان لیدل کیږي چې سرونه یې په څادرونو او خولیو پټ او په سترگو کې یې بوږنوړې مرگونې ویره له ورایه څرگنده ده.]

مرکچي : په کندز کې سیمه ییز بولندوی امیرجان : موږ دوی ته (۸۰۰۰) کسان یو په یو په شمار وسپارل. نور یې څه شول؟ له هغې ډلې څخه ۳۰۱۵ تنه یې پاتې دي.









د شمالي تلوالی یو شاهد سرتیری : موږ کانتیرونه په مرمیو وویشتل ، سوري سوري مو کړل. څو تنه یې هلته ځای په ځای ووژل شول. هوا کش ؛ د هوا [کش ] لپاره .

[پرانیستونکی پاڼه]

[ د شاهدانو مخونه او غږونه د هغوی د امنیت لپاره پټ او جړ شوي دي]

په دښته کې یو ټکسي چلوونکی شاهد : لاندې مې ولیدل چې له سره تر پایه وینې بهیدلې وې. وحشت مې ولید.

د شمالي ټلوالې جنرال د ولاړو شوبلو ترمخ مرکه کوي : [ په ټیټ غږ وایي] کانتیر؟ یادول به یې ښه نه شي.

[پرانیستونکې پاڼه] : په دغه فیلم کې راڅر گند شویو شاهدانو ته ، هېڅ یوه ته یې د هغوی د ونډې اخیستلو لپاره هېڅ ډول مادي امتیاز نه دی ورکړ شوی]

[ پرانیستونکی پاڼه]

د شمالي ټلوالې بل سرتیری : مخ یې په تخنیکي ډول پټ شوی او پوځي جامې یې ښکاري :
په هر کانتینر کې د سلو او یوسلو شپیتو تنو په شا او خوا کې له منځه تللي ول. بیا امریکایانو د شبرغان په وگړو قومانده وکړه چې یو چیرې یې و غورځوي تر څو نو خلک یې ونه گوري او له مصنوعي سپوږمکیو څخه (وروره) ونه لید شي.

ویاند : که د امریکایانو پر وړاندې د بې شمیرو د باور او ډاډ وړسرچینو له پلوه الزامونه وي آیا پلټنه به یې وشي؟

ریچارد پیرل : د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پخوانی مرستیال : هو ، پلټنه به هرو مرو وشي. زه باور لرم چې دا به د امریکا د دولت او د ښکیلو پوځي څانگو پالیسي وي.

د فیلم پرانیستونکې پاڼه :
ټول شاهدان دا مني چې د شهادت لپاره به په هره نړیواله محکمه کې حاضر شي

شاهد: [کمرې د شاهد مخ پټ کړی دی] : ټول بندیان یې له شبرغانه دلته ، دښت لیلي ، ته راوړل. ناروغ او ټپي بندیان زما په لارۍ کې کښینول شول. موږ هغوی ټول دلته چې اوس ولاړ یو راوړل. بندیان یې له موټره را کښته کړل. هغوی یې په ډلو ډلو وویشل. بیا یې هره ډله دلته او هلته په ډزو ووژله. [ شاهد ځایونو ته گوته نیسي]. همدلته یې ضربه کړل.

[پرانیستونکی پاڼه ] : په دوړو او لوخړو کې د نیویارک د نړیوال سوداگریز مرکز د آسمان څکالې ودانۍ د نړیدا ننداره.

د بشري حقونو د سازمان څارنوال اندریو مگنتي : د سپتامبر د یولسمې پیښې له پیښیدا وروسته هرچا په نړیوال ناورین کې د رښتیا او د عدالت غوښتنه کوله او ټینگار یې کاوه چې د پیښې لاملین دې محکمه شي. څوک دغه دوه مخي نه شي زغملای چې بل هیواد ته دې ځواکونه ولاړشي لاملین دې ونیسي ، په زندان کې د ې واچوي او زموږ په محکمو کې دې محکمه کړي ، خو په بل اړخ کې که زموږ جنگیالي هماغسې وَرته جنایت کوي چې په خلاص لاس د هر څه له تر سره کولو وروسته دې بیرته خپلو کورنو ته را وگرځي ، خپلو ښځو ، ماشونو او گاونډیو سره دې ژوند وکړي او ودې ویاړ شي.

[ پرانیستونکی پاڼه] : ددغه فلم د جوړولو په وخت کې د فلم پرودیوسرانو ته مرگوني گواښونه او ویرې شوې دي.









[پرانیستونکی پاڼه] : زموږ پلټونکي په مرگوڼي ډول وهل شوي او هڅه کیدله چې له هغوی څخه هغه راټول شوي فلمي لاسوندونه واخیستل چې د افغان سرتیرو او د امریکا د ځانگړي ځواک په اړه یې راټول کړي ول. په ځانگړې توگه هغه لاسوندونه چې په جنگي جنایاتو پورې یې تړاو درلود.

[ پرانیستونکی پاڼه] : د فلم یو افغان ټپي پرودیو سر

ویاند: تا په هغه فلم کې څه لیدلي ول ؟
[ ټپي پرودیو سر په مرگوني ټپ ټپي دی او څه نه شي ویلای]

[ پرانیستونکی پاڼه] :[ تش کانتیر ښوول کیږي. دروازه یې تړل کیږي او څرگندوي چې د کانتینر د دروازې له تړلو وروسته څه ډول توره تیاره وي. [کمره : توره مرگوني تیاره]

[ پرانیستونکی پاڼه] : ډله ییز قبر چې پر سر یې د مړیو جامې او هډوکي له ورایه ښکاري.

ویاند : مخکې له دې چې دغه فلم بل چا ته وښودل شي ، لومړی د اروپا پارلمان ته وښودل شو. موږ ته له افغانستانه هغه غوږ بوڅوونکي اخطارونه او خبرونه را ورسیدل چې د وژل شویو کسانو مړي او شته لاسوندونه ښایي له منځه ولاړ شي. د بروکسل تر فشار لاندې ملگري ملتونه اړ شول چې د دشت لیلي د ډله ییزو قبرونو څارنه وکړي.


خبریال: جیمي دوبرین : کله چې د جون د مېاشتې په نیماییو کې موږ دلته د دشت لیلي د ډله ییزو قبرونو په اړه د خپلې کیسې یوه کوشنۍ برخه د لومړي ځل لپاره ښکاره کړه ، پنتاگون له تر سره شوي ناتار څخه په کلکه انکار وکړاو ټینگار یې وکړ چې هېڅ ډول ناتار نه دی پیښ شوی. پنتاگون له دې هم انکار وکړ چې په سیمه کې یا سیمې ته ور څیرمه ، نه کوم امریکایي سرتیری وو او نه له امریکایي پرسونل څخه چا د پیښې په اړه مالومات درلودل چې داسې یو شی دې رامنځته شوی وي. خو ، اوس موږ کولای شو بربنډه کړو چې پنتاگون درواغ ویل.

ویاند: د بشري حقونو څارنوال اندریو مکنتي په نړیوالې محکمې کې د جنگي جنایاتو د محکمې په رامنځته کولو کې په هوډمنه توگه ښکیل وو. دا هغه څارنوال دی چې په چیلي کې د پینو شي تر واکمنۍ لاندې د جنگي جنایاتو په پلټنه کې ښکیل او د ورکو شویو کسانو په اړه یې څیړنه کوله.

اندریو مکنتي : د دفاع وزارت ، پنتاگون باید ووایي چې د امریکا د ځانگړو ځواکونو ونډه او دنده څه وه. د بېلگې په توگه هغوی باید ووایي چې آیا ځانگړو ځواکونو پر افغان ځواکونو د اغیزمنې قوماندې کنترول په لاس کې درلود یا نه.

په پوځي جامو کې د شمالي ټلوالې یو شاهد سرتیری : هو ، د امریکایانو په بولندې یې وړل. ټول شیان د امریکایي بولندوی په لاس کې ول. افغانانو هم وړل ، امریکایانو هم په خپله دښتو ته بیول، لنډه دا چې په هر کانتینر کې یې دوه یا درې سوه جسدونه کواړۍ کول او د وروستي برخلیک په ځای کې یې اچول.


ویاند : له پنتاگونه ډیرې غوښتنې وشوې چې د دغه فلم لپاره دې له موږ سره مرکه ته کښېني خوغوښتنې یې ونه منلې. مگر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرگنده کړه چې د هغه دولت به د خپل هیواد د سرتیرو د کړو وړو پر ځای د افغان سرتیرو د چلند او کړو وړو په تړاو هر ډول پلټنه چې تر سره شي غوره وبولي.
فلیپ ریکر: د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند : په دې وروستیو کې ، د پیښې اړوند چاپیریال ته په کتلو په رسنیو کې راپورته شویو گزارشونو او هم د بشري او د جنگي جنایاتو هغو تورونو ته موږ په توافق گورو چې په کابل کې ورته گوته نیول شوې ، موږ ټینگار کوو او خپل ټینگار ته دوام ورکوو چې کابل چارواکي دي د بشري او جنگي جنایتود تورونو سپیناوی وکړي ....

[پر پاڼه د یرغمل نیول شویو طالبانو یوه دوه کسیزه اوږده لېکه ښودل کیږي چې پر یوې غونډۍ خیږي.]

ویاند: زموږ کیسه د ۲۰۰۱ زکال له نوامبره را پیلیږي. په دغه مېاشت کې په شمالي افغانستان کې د کندز ولایت ته نیږدې په یوه سیمه کې طالب جنگیالي د یوې تر سره ژمنې په ځواب کې ځانونه تسلیموي ، هغوی سره هوډ کیږي هېڅ ډول تاوانه به ورته ونه رسول شي.

[پر پاڼه د دوستم د شمالي ټلوالې کسان لیدل کیږي چې د تسلیمیدونکو طالبانو لاسونه ور تړي.]

ویاند: دا هغه لومړني ویدیويي انځورونه دي چې طالب جنگیالي ځانونه تسلیموي.
[کمره : هغه انځور ښيي چې د تسلیم شویو طالبانو لاسونه په ټوکرانو ، د هغوی په لنگیو او څادرونو ور تړل کیږي.]







ویاند : په څو راتلونکو ورځو کې د هغوی څلور زره تنه ورک کیږي.

[ کمره: انځور ښيي چې په ملکي جامو کې د شمالي ټلوالې یو تن ، تسلیم شوی طالب جنگیالی وهي.]

ویاند: اکثریت یې وژل کیږي. هغوی د امریکا د ډیر نیږدې افغان ټلوال ملگري له پلوه وژل کیږي. په دغه ډله ییزه وژنه کې د امریکا د سرتیرو ونډه څه وه؟

[ کمره د خوځښت په حال کې یو محاربوي ماشین ښيي.]

ویاند : د مزار سیمه ، په شمال لویدیځ افغانستان کې. مزار په ټوله جگړه کې د وحشي ترینه پیښو شاهد وو.

[د شمالي ټلوالې یوه شوبله ډزې کوي ، طالبان ځوابیه ډزې کوي]
ویاند : مزار ونیسه ، ورپسې به کابل وي.

رابرت فاکس : د ستراتیژیکو څیړنو نړیوال انستیتوت : ولې مزار؟ دغه پوښتنه په خپله د دوه وو او درې زره کالو په تأریخ کې پرته ده. دغه سیمه د ستراتیژیک ډگر په نامه بلل کیږي. که ته غواړﺉ چې نور هم د سویل پر لور پر مخ ولاړ سـﺊ ، ته باید دغه سیمه په ولکه کې ولری. ددې ترڅنگ دغه سیمه له لویدیځه تر ختیځه پر غځېدلو لارو واکمنه ده. دغه سیمه ټولو آسیایي هیوادونو ته د ننوتلو پر لارې سپره ده. امریکایان او ملگري یې پوهیدل چې کابل ته د رسیدلو او د طالبانو د پرځولو لپاره باید او هرو مرو مزار شریف ونیسي. او باید هغه کسان په خپل څنگ کې ولري چې د مزار شریف کنترول یې درلود.

[ کمره د یوې ویجاړې شوې ودانې مخې ته پر گرځېدونکو کسانو تاویږي او ورپسې د ځمکې پر مخ پراته د طالبانو مړي ښيي چې وینې یې پر ځمکه بهیدلې دي. گرځېدونکي کسان دوستمي اورپکي دي . ودانۍ د امریکایي الوتکو په بمبارد کې نړیدلې او د طالبانو مړي پراته دي. دسپکو وسلو ډزې اوریدل کیږي.]

ویاند : د مزار شریف د نیولو لپاره وروستۍ جگړه دلته د مزار مرکز ته نیږدې د وزیرسلطان ښوونځي ته نیږدې رامنځته شوه.

[کمره : د بې شمیرو وژل شویو طالبانو مړي ښيي چې په بې رحمۍ وژل شوي دي. داسې ښکاري چې مړي دوستمي اورپکو را ټول کړي او څنگ پر څنگ اچولي دي.]

ویاند : د شپږ سوو تنو طالبانو پرمخ ټولې لارې تړل شوې وې ، هغوی خپله وروستۍ پریکړه وکړه او په دفاع و دریدل.

عطا نور [ د مزار اوسنی والي] : [په فارسي ژبه] دوی نه یوازې دا چې تسلیم نه شول ، بلکه لیږل شوی استازی یې هم وواژه ، په مرمیو یې وواژه. مجاهدین د سیمې د امن او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره اړل شول چې وسله را واخلي ، او وسله واله اقدام وکړي.

[ هره خوا چې کمره تاویږي ، بې شمیره مړي پر ځمکه ښکاري، ټول ځوانان دي ، کمره په جنگي جنایاتو کې ښکیل تورن محمد عطا او دوستم ښيي ]

ویاند : د هیواد په شمال لویدیځ کې دوه لوی سوبمن ، پخواني سیال غلیم جگړه ماران محمد عطا ...
[کمره د اوږدې ږیرې لرونکی محمد عطا ښيي چې مخابره یې په لاس کې ده او وایي ... جور باشي ، بزنین ، موتر کلانه هم ببرن ، خدا حافظ] [ کمره دوستم ښيي]

ویاند : او دغه سړی ، جنرال رشید دوستم .... چې ټول یې د بې رحم ترینه بولندوی په توگه پیژني
[په دې شېبه کې دوستم بیا ښوودل کیږي چې ښيي لاس ته یې په پوځي جامو کې یو لویدیځوال [امریکایي ] ښودل کیږي]







ویاند : او له امریکا دغه سړي چې د جگړې په ترڅ کې یې ور سره نیږدې اړیکې ټینگې کړې وې.

رابرت فاکس : د ستراتیژیکو څیړنو نړیوال انستیتوت : د سپتامبر د یولسمې له پیښې وروسته هغوی [امریکایانو ژ] چې ډیر لنډ وخت په لاس کې درلود ... د دوی په باور دوستم یوازینی سړی وو چې ددوی موخې یې پلې کولای شوې ... او دوستم یوازینی سړی وو چې دوی ته یې مزارشریف راټینگولای شوای. زه گومان کوم چې هغوی نه شوای کولای له دوستمه سترگې واړوي او د هغه سیالي او دښمني را وپاروي ، ځکه د امریکایي سرتیرو ژوند له ډیر ستر گواښ سره مخامخیده.

ریچارد پیرل : د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پخوانی مرستیال : په داسې یوه حالت کې تاسو باید د سیالو خواوو د گټو پرتله په پام کې ونیسـﺊ. څرگنده ده چې هغوی د [تریسا] زړه سواندې مور خوا ته را اوړي. په دغسې حالاتو دغې خبرې امکان درلود. دا په خپله موږ ته هغه پازوالي یا مسوؤلیت را سپاري چې د انسانیت او ډیموکراسۍ پرکوښو د روان افغانستان او افغانستان ته د نوې بڼې په ورکولو کې مرسته وکړو. زه گومان کوم ، دا هغه کار دی چې باید یې وکړو.

[ کمره : په دښته کې نقشه په لاس دوستم او د هغه امریکایي ملگری ښيي. تر شا یې موټران ولاړ دي. جلال آباد .... دوستم : اینجا را بگوی ..]

ویاند : کله چې دوستم د خپلې جگړې پلان پلی کاوه ، د امریکا د ځانگړو ځواکونو سرتیري تل د هغه په خوا کې ول.

رابرت فاکس : د ستراتیژیکو څیړنو نړیوال انستیتوت : هغه [ دوستم] بې رحم ترینه سړی دی او د بې رحمیو بې رحم ترینه ریکارډ لري. هغه ځانته ځانگړی عدالت لري او عدالت له خپل نظره پلی کوي. هغه په خپله د وهلو ، زبیښلو او ټکولو له لارې د مالوماتو په راټولو کې برخه اخلي.

[ کمره : دوستم ښيي چې په پوځي جامو کې په یوه خونه کې ناست دی او خبرې کوي ]

دوستم : تاسو پوهیږﺉ ، سړی چې هماغومره دوستان لري ، هماغومره دښمنان هم لري. څوک چې د یوه مطرح سړي په توگه گڼل کیږي نو هرو مرو یو شمیر کسان ورباندې ښه وایي یو شمیر یې بد وایي.

[کمره : په جنرالي تشریفاتي جامو کې د دوستم پخوانی انځور ښیي چې د مایکرو فون له لارې خلکو ته خبرې کوي. ښایي د مزار د گل سرخ د میلې وینا یې وي. تر شا یې ولسمشر کرزی او یو شمیرنور کسان ولاړ دی.]

دوستم : تاسو گومان کوﺉ چې زه به ډیر بد او شډل سړی اوسم. خو همدمره کسان هم لرم چې ماته په بل ډول گوري. زما چاپیره زما مجاهدین راټولیږي.

[ کمره: دوستم ښيي چې د نیول شویو طالبانو په منځ کې ښکاري.]
ویاند: د کندز په تسلیمۍ کې دوستم د شمالي ټلوالې کیلیدي بولندوی وو.

[ کمره: دوستم ښيي چې خپلو کسانو ته وایي : ولاړسـﺊ لس لارۍ موټران در سره واخلـﺊ. او په خپله قوماندان ملا صاحب له ځان سره وساتـﺊ.]

[ کمره : په یوه گړنگ کې په څلورو لیکو کې ولاړ تسلیم شوي طالبان ښيي.]

ویاند : د تسلیمۍ په خبرو اترو کې د طالبانو له خوا کیلیدي سړی ، سیمه ییز بولندوی ، امیر جان ، وو.

بولندوی امیرجان : په قلعه جنگي کې یوه غونډه ونیول شوه. په غونډه کې جنرال دوستم ، محقق او استادعطا ول. هلته یو شمیر امریکایان او انگلیسان هم ول. دوی یوه غونډه وکړه. په خپل منځ کې یوه همغږي پوهاوي ته ورسیدل. پریکړه وشوه چې له ملا عمر پرته نور ټول دې په عمومي ډول وبخښل شي. دوی ته به موټران ونیسو. هغوی [طالبان] دې خپل موټران او وسلې موږ ته راوسپاري او په خپله مخه دې ولاړ شي. القاعده او بهرنیان دې موږ ته را وسپارل شي او موږ به یې ملگرو ملتونو ته وسپارو.

نور بیا


 









Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery