مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ټــــولــنـــپوهـــــــــــنې لــــــه نـــظـــره:په افغانستان کې د واک جوړښتونه

ددې اثر دويم چاپ

دا اثر لومړى ځل له نن څخه لس کاله دمخه ( پر ١٣٧٧ل کال) د پښتني فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنې له خوا چاپ شوى و. ځينې محتويات يې د همغه وخت او حالاتو د پېښو څرګندونه کوي، خو څرنګه چې دا اثر په ډېر دقيق ډول ليکل شوى او د ټولنپوهنې د علم له معيارونو سره سم يې د افغاني ټولنې د واک او ژوند جوړښتونه پر هر اړخيز ډول شنلي، نو ځکه خو که ډېر وخت پرې هم تېر شي، د کتاب اساسي محتوا خپل موثريت له لاسه نه ورکوي. دا کتاب نه يوازې د ټولنپوهنې مينه والو ته د زيات ارزښت وړ دى، بلکې هغه چاته، چې په سياسي مسايلو کې ګوتې وهي؛ سياستوال وي او که سياستپوه، هغو ته هم د زيات ارزښت وړ دى، په تېره بيا سياستوالو ته. دوى که چېرې دا اثر په ځير سره ولولي، نو په اوسنيو او راتلونکو سياسي چلندونو کې به له زيات احتياط او دقت څخه کار واخلي او دا کار به نه يوازې زموږ د ټولنې په ګټه تمام شي، بلکې خپله همغه سياستوال ته به هم تر هر چا زيات ګټور پرېوزي.
زموږ په ټولنه کې د دا ډول سياسي اثارو د ليکنې ګټه ځکه زياته ده، چې زموږ ټولنه سياستوالو د همدې سياسي تېروتنو له امله پر اوسنيو بدمرغيو ککړه کړې ده.
استاد ډاکتر محمدعثمان روستار تره کى، د سياستوالو د همدې تېروتنو قرباني شوى او نږدې شپږ کاله يې د زندان سختې شپې ورځې زغملي دي. دى د يو سياستپوه او ټولنپوه او د هغه شخص په توګه، چې هم سياسي بدمرغيو کړولى او هم يې د غميزې ټول بهير په زور او زېر سره له نږدې څارلى، تر ټولو زيات زموږ د ټولنو سياسي او ټولنيزو ناروغيو ته متوجه شوى دى. ده دا هره ناروغي او نيمګړتيا له خپل علمي زره ليد څخه تېره کړې، شنلې او ارزولې ده او په پاى کې يې د علاج او درملنې نسخه هم وړاندې کړې ده. که دا کتاب د سياست مينوال، لېوال او د عملي ډګر لوبغاړي په دقت ولولي او هغه هضم کړي، نو پوره باور دى، چې نه يوازې خپله به د زياتو سياسي تېروتنو مرتکب نه شي، بلکې د نورو سياستوالو د تېروتنو او جنايتونو مخنيوى به هم وکړي.
د همداسې ورځې په هيله
په درنښت
پوهندوى محمد اسمعيل يون
ارګ، د جمهوري رياست ودانۍ
کابل- افغانستان
١٣٧٧ ل کال د کب ٢٤مه نېټه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery