مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ټــــولــنـــپوهـــــــــــنې لــــــه نـــظـــره:په افغانستان کې د واک جوړښتونه

د خپرندوى يادښت

زموږ ګران هېواد افغانستان نه يوازې د هېواد د سترو اتلانو او ساتونکو استوګنځى و، بلکې ستر تمدنونه يې هم رازېږولي، په ديني او دنيايي پوهنو کې يې ستر ستر پوهان بشريت ته وړاندې کړي دي. زموږ تاريخ له ډېرو لوړو ژورو ډک دى، يو وخت دا خاوره په سيمه کې د پوهې، هنر او سياست مرکز و او ځينې وخت د نړيوالو ښکېلاکګرو او نړۍ نيونکو د لښکرکښيو قرباني شوې هم ده.
په داسې حال کې چې پخوا دا هېواد د پوهې او فرهنګ مرکز و، خو په معاصر تاريخ کې زموږ خلک تل د سيمې او نړۍ د ځواکونو له يرغلونو سره لاس او ګرېوان وو. خپل ټول ځواک يې د هېواد او ملي نواميسو د دفاع په لاره کې لګولى او د دې وخت يې پيدا کړى نه دى، چې د پوهې او هنر ډيوه نوره هم روښانه کړي. بياهم د هېواد پوهانو هڅه کوله له سترو مالي او سياسي ستونزو سره سره د خپلو لاس لرلو امکاناتو تر بريده د پوهې دودولو او تدريس ته دوام ورکړي. زموږ په هېواد کې د پوهنيزو او کلتوري چارو وده، قناعت بښونکې نه وه، خو کلتوري انحطاط هم واکمن نه و، ددې هيله موجوده وه، چې د وخت له غوښتنو سره سم د پوهنيزو او کلتوري چارو پرمخبيولو کې سترې برياوې زموږ د خلکو په برخه شي. خو په خواشينۍ سره چې پر ١٩٧٨م کال کمونيستي کودتا او ورپسې زموږ پر هېواد د سرو لښکرو يرغل د ټولنيز ژوند په ټولو برخو کې د ګډوډيو پيل و. کمونست ګوند او يرغلګرو ځواکونو غوښتل د زور او دولتي واک په واسطه د دې خاورې خپلواک ملي هويت له منځه يوسي، د هېواد تاريخ تحريف او ټولو اقتصادي، سياسي، کلتوري او ټولنيزو پديدو ته، له شوروي څخه راغلى سور رنګ ورکړي.
بې شمېره هېوادپال پوهان او متخصصين قرباني شول، له هېواد څخه د مغزونو فرار پيل شو، د هېواد زېربنا او اقتصادي بنسټ ويجاړ شو او په پاى کې د دولتي ادارې جوړښت له منځه لاړ، د پرديو او ګاونډيو هېوادونو له غرضه ډک لاسونه د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسېدل. د پرچم، ملي ستم، وحدت حزب او اسلامي جمعيت ګډه کودتا، چې د روسيې او ګاونډيو هېوادو دجاسوسي کړيو له خواپلان شوې وه او د نوموړيو هېوادونو عملي ملاتړ يې درلود، بشپړه سياسي، اقتصادي، کلتوري او اخلاقي ړنګونه يې رامنځته کړه، چې د هغو تشريح ددې سريزې له زغم نه وتلې خبره ده.
د ژوند د ټولو برخو بيا رغونه د اوسني او راتلونکي پښت ستره او لويه دنده ده. په هېواد کې د سولې او حقوقي دولت له نشتوالي سره سره، ټول هېوادپال کسان مسووليت لري، چې په هېواد کې د عادي ژوند د بېرته راګرځېدلو لپاره، د خپلو امکاناتو تر بريده هڅې وکړي، د پوهنيزو او روزنيزو موسسو بيارغونه او د پوهنيزو او کلتوري چارو لپاره هلې ځلې هغه ستر مسووليتونه دي، چې په دې لړ کې راځي.
دا کتاب په هېواد کې د نومياليو ملي، سياسي، علمي او ټولنيزو شخصيتونو څخه د يوه شخص اثر دى؛ پوهنوال استاد روستار تره کي دا اثر نه يوازې د جهاد په سختو شرايطو کې ليکلى، بلکې دى په خپله د افغاني او ملي هويت د بياځلونې د مبارزينو په مخکښانو کې دى. ده په افغاني خپرونو کې په حيرانوونکي جرئت او غوڅ منطق سره د پرديو له دسيسو نه پرده پورته کړې او د افغانستان خلک يې له هغو سترو خطرونو څخه چې زموږ هېواد او خلکو ته متوجه وو، خبر کړي دي.
د پښتني فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنه، چې پر دې وروستيو وختونو په المان هېواد کې د کلتوري انحطاط پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړه شوې ده. د هېواد په دواړو ژبو پښتو او دري ددې کتاب د خپرونې وياړ لري.

په درناوي
د پښتني فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery