مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ټــــولــنـــپوهـــــــــــنې لــــــه نـــظـــره:په افغانستان کې د واک جوړښتونه

د ليکوال پېژندګلوي

پوهنوال ډاکټر محمد عثمان روستار تره کى د هېواد له لويو ملي، علمي او سياسي شخصيتونو څخه دى. دى پر ١٣٢٠ل کال د کابل ښار په يوې پوهنيزې او فاضلې کورنۍ کې زېږېدلى دى. ده خپلې منځنۍ زده کړې پر ١٣٣٩ل کال په استقلال لېسه کې پايته ورسولې او پر ١٣٤٣ل کال د کابل پوهنتون له حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څخه فارغ شو. ډاکټر محمد عثمان روستار تره کى پر ١٣٤٦ل کال د لوړو زده کړو لپاره فرانسې هېواد ته لاړ او پر ١٣٥٠ل کال د عامه حقوقو په څانګه کې د ډاکټر ډپلوم په اخيستلو بريالى شو.
ډاکټر روستار تره کى پر ١٣٥١ل کال د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د تدريسي کدر غړى شو.
نوموړى د ١٣٦١ل کال د غويي(ثور) پر مياشت د افغانستان د استادانو او ښوونکو د ټولنې په کدر کې د فعال غړيتوب له امله چې د شوروي يرغل پر ضد، د پوهنتون او معارف د ښوونکو د مقاومت لپاره جوړه شوې وه، ونيول شو. د لاسپوڅي کمونيست رژيم څارنوالۍ، د تش په نامه انقلابي محاکمې، د يوې ناڅرګندې غونډې په ترڅ کې، ډاکټر محمدعثمان روستار تره کي ته، د اعدام سزا غوښتنه وکړه. محکمې په وړانديز شوي سند کې نرمښت راوست او دى يې په لس کاله زندان محکوم کړ. د دې حکم پاڼه به په راتلونکي مخ کې ولولئ.
ډاکټر محمد عثمان روستار تره کى د نړيوالو ټولنو، په ځانګړي ډول د بښنې نړيوال سازمان او د ملګرو ملتو د بشر حقوقو د کميسيون راپور تر (ارمه کورا) په هڅو او اغېزو د ١٣٦٦ل کال د وږي پر مياشت د پينځه کلن بند تر تېرولو وروسته، له زندانه خوشې شو.
د روڼاندو په باب له دود سره سم د خاد پاليسيو، دا غوښتل چې ډاکټر محمد عثمان تره کى بايد له زندان څخه تر خلاصون وروسته تر څارنې لاندې وي، چې بهر ته يې د تلو مخه ونيول شي. نوموړي له زندان څخه تر راوتلو وروسته، د خپلې مبارزې دوام او بهر ته د تلو هدف پټ وساته، يو ځل يې په پوهنتون کې پر خپلې تدريسي دندې پيل وکړ. ډاکټر روستار تره کي د مبارزې د دوام لپاره زيات مجال پيدا نه کړ. دى يو ځل بيا د ١٣٦٨ل کال د غبرګولي پر مياشت، د (واد) په اووم رياست کې زنداني شو او جسمي شکنجه ورکړل شوه. دا ځل د ناروغۍ او د پوهنتون د استادانو د هغې غونډې د درناوي په خاطر، چې د جمهوري رياست په مقر کې، د ډاکټر نجيب الله د وينا د اورېدلو لپاره جوړه شوې وه، تر يو مياشتني زندان وروسته خوشې شو.
ډاکټر تره کى، چې نږدې (١٥) کاله يې په حقوقو پوهنځي کې تدريس کړى دى، د حقوقو او سياست په څانګه کې د ګڼو تاليفونو لرونکى دى، چې ځينې تر کمونيستي کودتا دمخه کلونو کې د پلازمېنې په خپرونو او ځينې يې تر کډوالۍ (مهاجرت) وروسته د هجرت په خپرونو کې خپاره شوي دي.
ډاکټر محمد عثمان روستار تره کى د فرانسې، المان، ايټاليا، سويس، اتريش، يونان، ترکيې، يوګوسلاويا او ايران هېوادونو ته سفرونه کړي، پر ١٣٦٨ل کال يې لومړى پاکستان او بيا پر ١٣٧٠ ل کال فرانسې ته هجرت کړى دى.
نوموړى څلور زامن لري.
په درناوي
خپرندوى
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery