مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ټــــولــنـــپوهـــــــــــنې لــــــه نـــظـــره:په افغانستان کې د واک جوړښتونه

دويم څپرکى
 
سياسي واک
 
په افغانستان کې د واک مهمې سرچينې دادي: دين، قبيله او کورنۍ، شتمني، عمر او د ژوند تجربه، بوروکراسي، اردو، تکنوکراسي او ايډيولوژي.
الف- مذهب او دين:  د ټولنيز ژوند تر ټولو بنسټيزه ستن ده. روحانيون، مذهبپوهان او ملايان تل د عام ولس د درناوي وړ وي او په ډېرو برخو کې يې د سياسي پېښو په تګلوري کې بنسټيز رول لوبولى دى. د افغانستان واکمنو تل د روحانيونو ټولي د ملاتړ خپلولو ته خپل پام اړولى او له هغو څخه يې د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره، د وسيلې په توګه کار اخيستى دى. هر کله چې شاه د ((کفر او الحاد)) په تور، د روحانيونو د اعتراض له خطر سره مخامخ شوى، د سلطنت دستګاه لړزېدلې او يا ړنګه شوې ده. د انګلستان ښکېلاکګر او يرغلګر هېواد، د نولسمې پېړۍ په اوږدو او د شلمې پېړۍ په پيل کې، تل خپلې سياسي موخې د مذهب په پرده کې تاوې کړي او د يوې داسې زهرجنې دوا په څېر يې، چې په خواږه پوښ کې تاوه شوې وي، د خلکو تر ستوني تېره کړې ده.د انګرېز له دې ګوډاګيانو څخه ځينو يې د هند د نيمې وچې د ديوبند په انګرېزي مدرسه کې سياسي مذهبي زده کړې ترسره کولې او د مدرسې تر فراغت وروسته، د دين د سياسي تبليغ لپاره افغانستان ته رالېږل کېدل، چې د افغانستان په کورنيو چارو کې د ښکېلاکګر انګلستان، د ځانګړو ګوډاګيانو په واسطه د ارامې، ناڅرګندې، خو اغېزمنې لاسوهنې څرګندوى و. پر افغانستان باندې د شوروي تر يرغل وروسته، د پېښو په ډلبندۍ کې مذهب پر يوې اغېزمنې سياسي وسيلې بدل شوى دى. د کابل کمونيست حکومت د افغان مسلمان ولس د غوسې د کمولو لپاره خپل ځان دمذهب تر شا ودراوه او جهادي تنظيمونو (مسلمانو ډلو) د خلکو د مذهبي ولولو د زياتې راپارونې له لارې خپل سياسي مورچلونه ټينګ کړل. په هرحال! د تنظيمي اسلام تر پينځه لسو زياتو ډولونو ( په داسې حال کې چې د اسلام دين خپل پلويان د عقيدې او عمل يووالي ته رابولي) څرګندېدل دا په ډاګه کوي، چې ديني ارزښتونه د سياسي کتنو تر اغېز لاندې راغلي دي.
د جهاد بهير تجربې په ډاګه کړه، چې د افغانستان مسلمانان، د عقيده يي څرګندونو له مخې پر درېو برخو وېشل کېږي:
_ هغه کسان چې د کينې تر بريده پر مذهبي موازينو ګروهمن دي. دا کسان مذهبي مناسک د خپل ذهن له اخيستنې او کينې سره سم ټکي پر ټکي عملي کوي. دې ډول خلکو ته اسلام يوازې د خپلو توجيهاتو په چوکاټ کې د پوهېدنې وړ دى او تر دې چوکاټه بهر بيا د شريعت پولې مسخه ګڼل کېږي.
د شريعت ټينګو پلويان د دې لپاره، چې  خپل ځان او منځلارو مسلمانانو ترمنځ يې د بېلتون کرښه راکاږلې وي، خپل عقيده يي آرونه (اصول)، د اسلام له لومړنيو لارښوونوسره سم ګڼي او خپل ځان ته د مکتبي مسلمانانو په سترګه ګوري. مکتبي مسلمانان دين او مذهب له سياست سره يوځاى کوي، په دې ډول چې سياست د مذهبي موخو د پر مخبيولو وسيله ګڼي.
دويمه ډله؛ اسلام ته په دې نړۍ کې د نفس د پاکولو او په هغې نړۍ کې د اخروي اجر د ګټلو د وسيلې په سترګه ګوري او په ملي او نړيواله کچه د اسلام دندې ته ( هغه ډول چې د مکتبي اسلام لارويان يې تصور کوي) پام نه لري. مکتبي مسلمانان دويمې  ډلې ته له مکتب نه د بهر ډلې په سترګه ګوري، چې د دوى په اند د شريعت آرونه په ټينګه نه عملي کوي.
_ دويمه ډله اسلام ته د ځاني (فردي) عقيده يي ارزښتونو په سترګه ګوري، نه د يوې ايډيالوژۍ په توګه. د مومنانو دويمه ليکه د شريعت د آرونو په تعبير او شننه (تفسير) کې د پراخ نظر او د مخالفينو پر وړاندې د زغم او اوسېلې لرونکې ده.
_ ټکنوکراتان، بوروکراتان د معارف او پوهنتون اهل کسان، په ځانګړي کټه ګورۍ کې شاملېږي. د بنسټپال اسلام دفشار له کبله، سياسي اسلام ته پاملرنه ددې سبب شوه، چې  د مومنانو دا ډله نه يوازې د مذهبي مناسکو پر ترسره کولو ټينګه شي، بلکې د مجاهدينو په ډله کې د باور ګټلو لپاره، په مذهبي څادر کې خپل ځان تاو کړي.
په دې ډول ځينې بوروکراتان، د ښوونځيو او پوهنتون فارغان، د ږيرې په پرېښودلو د جاينماز، تسبيح او خولۍ په کارونې سره د جګړې ډګر ته راووتل. دا موسمي (اقتضايي) ږيرې، چې په باوري ډول به د وخت په بدلون سره وخريل شي، ددې ډلې پر ګروهمنتيا (اعتقاد) باندې د بنسټپالو مسلمانانو شک راپيدا کړى دى. د ((حل و عقد)) له اهل جرګې څخه په ښکاره او کله هم د پټې جګړې په واسطه، د معارف او پوهنتون د اهل اشخاصو ايستل، چې په ځينو برخو کې د تروريستي غچ اخيستنې سبب کېږي، ټکنوکراتان او بوروکراتان د روحانيت له ټولي څخه لري کړي دي.
ب- قبيله او کورنۍ:  د ټولنپوهانو په اند قبيله اوکورنۍ په افغاني ټولنه کې د واک غټ مرکزونه دى. د قبيله يي ژوند ارزښتونه تر عقيده يي ارزښتو تل ډېر ټينګ او ډېر څرګند وي. لکه کمونيستي ايډيالوژۍ، چې د يووالي له خپلو ټولو امکاناتو سره يې ونه کړاى شول د افغانستان کمونيست ګوند ته يووالى ور وبښي. دا ګوند پر دوو قومي ډلو خلق (اکثريت پښتنو) او پرچم (قومي لږکيو) ووېشل شو. د اسلام دين د خپل يووالي له لارښوونې سره سره په عملي ډول ونه کړاى شول د يووالي يوې مستقيمې لارې ته د جهادي تنظيمونو لارښوونه وکړي. زياتره دا تنظيمونه د قومي او قبيله يي لېوالتياوو له مخې جوړ شوي دي او د دې تمايلاتو ټکر د اختلافونو سرچينه ګرځېدلې ده.
د دوو جهادي ډلو (اسلامي حزب او اسلامي جمعيت) ترمنځ د پښتنو او تاجکانو د قومي او قبيله يي غوښتنو پر بنسټ وسلوالې جګړې شوي دي.
کورنۍ زياتره په ښارو کې د مانيز ځواک سرچينه ګڼل کېږي او له لويو قبيلو او قومونو سره نږدې اړيکي لري. نامتو کورنۍ په ځانګړي ډول، د افغانستان له پخوانيو واکمنو څخه پاتې کسان او روحاني کورنۍ د ټولنيز اعتبار خاوندان دي او خپل مانيز ځواک په ارثي ډول پښت په پښت خپلو پاتې کسانو ته لېږدوي.
ج- شتمني:  ځمکه، پولي او مالي پانګه، د ټولنيز واک نورې سرچينې دي، خو د ځمکوال او پانګوال واک هغه وخت د هغو د شخصي ځمکې او پانګې تر بريده د باندې خپل اغېز شيندي، چې د واک له نورو سرچينو يانې اشرافيت، مذهب، قبيلې او کورنۍ سره يوځاى شي. ځکه نو په افغانستان کې د پرمختللو پانګوالو هېوادو پر خلاف، د واک مادي او اقتصادي ملاتړ، د هغه د سرچينې د ټولنيز ملاتړ له اړيکو پرته، زيات اعتبار نه لري.
د- عمر او د ژوند تجربه:  د قوم او قبيلې سپين ږيري د لوى اخلاقي حيثيت څښتنان وي او ځوانان تل په شخصي او رسمي ژوند کې له هغو څخه مشوره اخلي. د اسلام سپېڅلى دين د با تجربه سپين ږيرو ټولنيز موقعيت ته د ځانګړي ارزښت په سترګه ګوري او د هغوى سپکاوى ګناه ګڼي. د باتجربه سپين ږيرو ټولنيز اعتبار هغه وخت د زيات اخلاقي واک سرچينه ګرځي، چې له روحاني اغېز څخه برخمن وي.
هـ - بوروکراسي:  په  بوروکراسۍ او دولتي دستګاه کې د مقام نيول، په افغاني قبيله يي ټولنه کې د واک نوې سرچينې ګڼل کېږي. دا سرچينه يوازې د مرکزي دولت د حيثيت په خپرولو او د قبايلو د مشرانو او مذهبي لارښوونکو د مقاومت په ماتولو سره څرګنده شوه. واليان، ولسوالان او حاکمان د واک له کلاسيکو سرچينو سره پر رقابت اخته شول. پر ١٩٧٨م کال د کمونيستانو کودتا د سياسي واک کلاسيکو مرکزونو ته يو ځل بيا پام را واړاوه.
و- د جهاد قومانده: وسلې له ډېرې پخوا څخه په افغاني ټولنه کې د سياسي واک د ګټلو او ټولنيزو ستونزو په حل کې رول لرلى دى. د کمونيستانو کودتا او افغانستان ته د وسلو د سېلاب په راتګ سره، د ټولنيز او سياسي واک د سرچينې په توګه، د هغې اهميت لا زيات څرګند کړ. په وروستۍ لسيزه کې مختلفو سياسي ډلبنديو د زياتو او نويو وسلو د لاسته راوړلو لپاره له يو بل سره پر رقابت لاس پورې کړ. په دې ترڅ کې د اسلامي تنظيمونو قوماندانانو د جهاد د سوق او ادارې د بنسټيزو عناصرو په توګه ځان څرګندکړ.
د سياسي حالت پرمختيا هم څه ناڅه د افغانستان د پېښو په تګلوري کې، د جهاد د قوماندانانو تفاهم ته، د زياتې پاملرنې څرګندويه ده. ځکه نو قوماندانان د افغاني ټولنې په سوسيولوژيکه شننه (تحليل) کې د ځواک د يوې نوې سرچينې په توګه د محاسبې وړ دي.
ز- ټکنوکراسي او پوهه:  د شعرونو ځينې بيتونه، د لويانو ويناوې او سيمه ييز متلونه، په داسې حال کې، چې د يو ملت د ژوند د فلسفې غوره ممثل ګڼل کېږي، کولاى شي خپل ځان له هېرېدو څخه وژغوري، د تاريخ په حافظه کې وي او له يو پښت څخه بل ته ولېږدي، علم او پوهنې ته د درناوي په باب او له ((ټولنيز ځواک)) سره د هغو د اړيکو په باب، دري فرهنګ کې تر ټولو غوره بيت دادى:
توانا بود هر که دانا بود              ز دانش دل پير برنا بود
ټکنوکراسي او پوهه زموږ په ټولنه کې د واک نوې پديدې دي چې د معارف او پوهنتون د نوي تعليم په راټوکېدو، له بهرنۍ نړۍ سره د افغانستان د خپلواک دولت د کلتوري اړيکو له پراختيا څخه رامنځته شوي او زموږ د ټولنې په منځ کې يې لا مناسب دريځ تر لاسه کړى نه و، چې کمونيستانو زموږ د هېواد د مسلمان ولس پراخه پرګنې، د هغو په مخالف لوري کې ودرولې.
ح- اردو:  په افغانستان کې دسياسي بدلونونو په رامنځته کېدو کې د اردو رول، تر ټولو لومړى، د روسانو د پاملرنې وړ وګرځېد، دوى د خ.د.ګ (وروسته وطن ګوند) په واسطه په وسلوال پوځ کې نفوذ وکړ. د کمونيستي ډلې له خوا تر پنځوسمو ميلادي کلونو وروسته، د اردو د منسوبينو په منځ کې کار پيل شو. پر ١٩٧٣م کال د سردارمحمد داود پوځي کودتا، د نيمې پېړۍ دسياسي چوپتيا طلسم مات کړ او اردو يې د سياسي واک د ترلاسه کولو پر يوې اغېزمنې وسيلې بدله کړه. په دې کودتا کې کمونيستو ګوډاګيانو هم ګډون کړى و.
کمونيستانو پر ١٩٧٨م کال د يوې بلې پوځي کودتا له لارې دا وسيله وکاروله. دا د افغانستان د معاصر تاريخ د غميزې پيل دى.
ط- ايډيولوژي: ايډيولوژي او سياسي ګروهه (عقيده) په افغاني ټولنه کې د واک په چارو کې نوي او تر يو حده لوکس عناصر ګڼل کېږي. د ډيموکراسۍ له ارزښتونو، لکه ټولنيزه خپلواکي، د خپرونو ازادي، د رايې حق، د ټاکنو ازادي، د مساوات تامين، د زبېښاک له منځه وړل، د ملي واکمنۍ حق او نورو څخه دفاع، له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د دولت د اړيکو د پراختيا پايله ده. ددې اړيکو ټينګښت په ځانګړي ډول له دوو لارو په افغانستان کې د ختيځ او لويديځ د پرمختللې صنعتي نړۍ فکرونو او سياسي ګروهو د اغېز زمينه برابره کړه: د ډله ييزو ارتباطي وسايلو (ماس مډيا) له لارې او له بهرنيو تعليمي مرکزونو او پوهنتونونو نه د افغاني فارغ التحصيلانو د بېرته راتګ له لارې.
له بهر څخه رالېږل شوې ايډيولوژۍ، د افغاني ټولنيز چاپېريال له ټينګو واقعيتونو سره په جګړه کې، تل ماتې خوړلې ده. دا د دوديز او تعاملي ژوند هغه واقعيتونه دي، چې ملي عمومي ماناوې او ان نړيوالې سياسي ګروهې، لکه د رايې ورکول، خپلواکي، زبېښاک (استثمار) انترناسيوناليزم او نور يې تر سيمه ييزو، قومي او قبيله يي لېوالتياوو (تمايلاتو) څخه واړه کړي دي. د افغانستان د سياسي ګوندونو د جوړېدو تاريخ څو بېلګې وړاندې کوو.
يو- ويښ زلميان: پر ١٩٤٧م کال د ويښ زلميانو ګوند په کندهار کې جوړ شو او د هغه په جوړښت کې پښتنو ډېر زيات اکثريت درلود. پر ١٩٥٠م کال د خپرونو د لېبرال قانون په رامنځته کېدو سره (انګار، نيلاب، اولس، اينه او نورو) پر خپرونو پيل وکړ. ځينې دا جريدې وروسته د سياسي ډلو د جوړېدو بنسټ وګرځېدې. لږ تر لږه د افغانستان د قومي او مذهبي لږکيو څخه دوه ډلې يوځاى شوې وې او د ويښ زلميانو د مقابل لوري وزنه ګڼل کېدله. د خپرونو په منځ کې د غلام محمد غبار د (وطن) او د عبدالرحيم محمودي (نداى خلق) جريدو پر سياسي فعاليت لاس پورې کړ. ځکه نو قومي پولو عمومي سياسي ايډيالونه تر سيوري لاندې راوستل.
دوه- خلق او پرچم: پر ١٩٦٤م کال د لېبرال اساسي قانون د تدوين او د صدارت له څوکۍ نه د محمد داود استعفى، د سياسي فعاليتونو لپاره ښه زمينه برابره کړه. د ١٩٦٥م کال پر جنورۍ د افغانستان د خلکو ديموکراتيک ګوند جوړ شو، نورمحمد تره کى يې د منشي او ببرک کارمل د هغه د مرستيال په توګه وټاکل شول. د ګوند د جوړېدو له همغه پيل څخه د نوموړو دوو لارښوونکو شخصيتونو ترمنځ د مشرتوب د نيولو لپاره پټ رقابت پيل شو، دا رقابت په ګوند کې د بې اتفاقۍ او د دوو ډلو د رامنځته کېدو بنسټ وګرځېد او دا ډلې د قومي او قبيله يي اړيکو له مخې، له يو بل نه جلا شوې. روسانو يو موټي او متحد کمونست ګوند ته اړتيا لرله، چې له هغه څخه په افغانستان او سيمه کې د خپلو هيلو د پرمخبېولو لپاره، د يوه بې رقيبه ځواک په توګه کار واخلي. په همدې مقصد يې ګوند تل د نظر او عمل يووالي ته هڅاوه. وروسته دې ته متوجه شول، چې د افغاني ټولنې قومي او قبيله يي جوړښت تر دې څخه ډېر زيات سخت دى، چې وکړاى شي د ايډيولوژۍ په تصنعي چوکاټ کې يو واحد او متجانس ګوند جوړ کړي.
دې ټکي ته په پاملرنې سره، چې د يو واحد ګوند څرګندېدل به د خپلواکۍ د احتمالي لېوالتيا په لرلو سره، د مرکز يانې ماسکو کنټرول له ستونزو سره مخ کړي، د خلق او پرچم د دوو کمونيستو ګوندونو د جوړښت لپاره، له قومي او قبيله يي اختلافونو څخه، د روسانو د پر وخت ګټې اخيستلو په کار کې، يو بل لامل زيات شو.
پر ١٩٦٨م کال د خلکو ډيموکراتيک ګوند د خلق او پرچم پر دوو ډلو ووېشل شو. نورمحمد تره کى او ببرک کارمل د يوې يوې ډلې مشران شول. نورمحمد تره کي ته د اکثريت پښتنو قومونو او قبايلو په منځ کې د جلب او جذب دنده وسپارل شوه، په داسې حال کې، چې کارمل د افغانستان د قومي او قبيله يي لږکيو، په ځانګړي ډول د تاجکانو په منځ کې د اغېز لپاره په کار لاس پورې کړ او په دې کار کې يې د ملي ستم ( ستم ملي) له ډلې سره نږدې ملګرتيا پيل کړه. ځکه نو د مارکسيزم ليننيزم ايډيولوژي، له خپلې ظاهري يو رنګۍ او ټينګښت سره سره، پر دې بريالۍ نه شوه، چې د افغاني ټولنې قومي کينې تر سيوري لاندې راولي او د افغانستان د زيار کښانو د مخکښانو په اصطلاح، عقيده يي سمون ( هم اهنګي) د هغه څه په منځ کې، چې دوى طبقاتي ګټې ګڼلې، تضمين کړي. افغاني مارکسيستانو په داسې ټولنه کې، چې د يو ملت په چوکاټ کې د هغې د قومونو يووالى په پوره توګه نه و بشپړ شوى (( د نړۍ پرولتار سره متحد شئ)) شعار پورته کړ.
درې- د ملي ستم ډله:  پر ١٩٦٥م کال جوړه شوه او طاهر بدخشى يې مشر شو، دې ګوند د روسانو تر ملاتړ او د مارکسيزم د ايډيالوژۍ تر پردې لاندې، د قومي او قبيله يي بې اتفاقۍ د راپارولو لپاره هلې ځلې کولې. دې ډلې د افغانستان په شمالي سيمو کې د تاجک، ازبک، ترکمن او هزاره لږکيو قومونو په منځ کې د پښتنو پر ضد د ((جهاد)) د مفکورې په پرمخبيولو سره سياسي کار کاوه.
حفيظ الله امين د طاهر بدخشي او دهغه د مرستيال قومي او سياسي حساب ته ځان ور ورساوه او دواړه يې د مرګ کندې ته ټيل وهل.
خلق، پرچم او ملي ستم له ايډيولوژيک پلوه له يوې سرچينې څخه خړوبېدل. يوه هيله يې تعقيبوله او د شوروي له خوا ورسره پولي، مالي،سياسي، تبليغاتي او د وسلو مرستې کېدلې. په بېلابېلو سياسي نومونو او نښانونو، د مختلفو ډلبنديو له ملاتړ څخه د روسانو موخه دا وه، چې د هغو عمومي عقيده يي ارزښتونو د پراختيا مخه ونيسي، چې افغاني ټولنې ته يې يو رنګي (تجانس) ورباښه. دوى هڅه کوله د بېلابېلو شخصيتونو او قومونو په راجلبونې سره د خپلو بې اتفاقه او پر دښمنۍ اخته پلويانو په مرسته، ځان د افغانستان پوځي اشغال ته نږدې کړي. د سياسي واک نيول او بيا د دولت په اداره کې د زياتې ونډې اخيستل، ماسکو ته د نږدې کېدو او له هغه هېواد څخه د زياتو مرستو راجلبول د خلق، پرچم او ملي ستم د ډلو ترمنځ د رقابت د څرګندېدو سبب شول. دې رقابت د ښکېلاک پلان بشپړ کړ.
څلور- د شعله جاويد ډله: پر ١٩٦٨م کال د ((د نوي ډيموکراتيک جريان)) په نوم راڅرګنده شوه. دا ډله وروسته د شعله جاويد په نوم ياده شوه. شعله جاويد د هغې جريدې د نوم راخيستنه وه، چې عبدالرحيم محمودي يې د امتياز خاوند و. شعله جاويد د ټولو لپاره د ژوند د سياسي او مادي شرايطو د تساوي پر تيوريکي ادعا، چې د هېواد په اداره کې يې قومي او قبيله يي لږکيو ته د زياتو امتيازاتو او برخې اخيستنې د ورکړې هيله لرله، د مارکسيزم، ماهويزم تګلاره تعقيبوله. شعله جاويد د مارکسيزم له دروغجنې ايډيالوژيکي جذبې نه په ګټې اخيستو سره، په لږکيو او د عقدې پر ناروغيو اخته هزارګانو او تاجکانو کې پلويان پيدا کړل.
په ټوليز ډول کيڼ لاسو ګوندونو ته منسوب د افغانستان قومي لږکيو، د سياسي واک د ترلاسه کولو لپاره، ان د انترناسيوناليزم له اصل سره د مارکسيزم، لينينزم فلسفه، ( ملي ستم، پرچم) ته دشوروي د کمونستو دولتونو او (شعله جاويد، پيکار، ساما، اخګر، سازا، فازا، ګوافز او نورو ته) د چين د مرستو د راجلبولو وسيله ګڼله. د واکمنۍ د تاريخي چلوونکي په توګه د پښتنو د اکثريت د يوې خوا ته کولو لپاره په کورنۍ کچه بله هېڅ قهرجنه يا سوله ييزه لار موجوده نه وه. د روسانو لښکر کشۍ او ببرک کارمل ته د واک ورکړه، ځينو دې ډلو ( د روسانو پلويانو) ته دا خوب پر واقعيت بدل کړ.
پينځه- د افغان ملت ګوند: هغه سخت ټولنيز کړکېچ، چې له ٦٠مو کلونو څخه د جهاد تر لسيزې (اتيايمو کلونو) پورې افغاني ټولنې ته بدلون ورکړ، د ځينو سياسي ګوندونو د ناڅرګندتيا سبب شو، په داسې حال کې چې نور نوي ګوندونه راڅرګند شول. پر دې وخت له افغاني ملتپالنې (ناسيوناليزم) څخه، چې سخت د تهديد له خطر سره مخامخ وه، دفاع د يوې تاريخي دندې په توګه پاتې شوه. د افغان ملت ګوند چې د ١٩٦٦م کال د مارچ پر ٨مه نېټه، د غلام محمد فرهاد په واسطه په کابل کې، د کمونيستي انترناسيوناليزم د توطيې د غبرګون په توګه منځته راغى، د افغاني ناسيوناليزم د دفاع لپاره ګروهمن پاتې شو او په دې ډول يې د کړکېچ په لوړو ژورو کې د خپل ژوند دوام تضمين کړ.
د افغان ملت ګوند د ګوتو په شمېر هغو ګوندونو له جملې څخه دى، چې د مدرنو تشکيلاتو،له هغې جملې نه، د دارالانشاء، عالي شورا، اجرائيوي شورا، ګڼ شمېر کمېټو او مهالنۍ کنګرې لرونکى دى او خپل فعاليت د کړنلارې او تګلارې له مخې ترسره کوي.
د افغان ملت ګوند د وخت په تېرېدو سره د مخالفو قوتونو د يرغل پر وړاندې، چې د بهرنيو هېوادو د ملاتړ په سيوري کې، د توطيې له لارې د سياسي واک د لاسته راوړلو په لټه کې وو، د بېلابېلو پښتنو قبايلو ( او څه نا څه د نورو قومونو) پر مورچل بدل شوى دى. پر افغانستان باندې د شوروي تر يرغل وروسته، د افغان ملت ګوند د ملي لېوالتيا او له بهر سره د نه پيوستون له امله، له مادي پلوه د يو ضعيفه منځلاري او له اخلاقي پلوه د يو ځواکمن ګوند تر بريده، د روڼ اندو په منځ کې پاتې شو.
دې ګوند له کيڼو او ښي افکارو سره په مخالفت کې، ځان د سوسيال ديموکراسۍ پر منځنۍ ليکه ودراوه، د خداى(ج)، هېواد او ملت تر شعار لاندې يې د افغانستان د خلکو په جهاد کې برخه واخيسته. هغه وخت نو پر پښتنو سربېره، د اعتقاد له پلوه د زياتو خلکو، له هغې جملې نه د ځينو نورو قومونو د روښنفکرانو د جلب او جذب پر مرکز بدل شو.
انترناسيوناليستو پرچمي کمونيستانو، پر افغاني ملتپالنې (ناسيوناليزم) باندې د باور له امله د افغان ملت ګوند له سخت ټکر سره مخامخ کړ. پر ١٩٨٢م کال دا ګوند د پرچمي حکومت د بريد له خطر سره مخامخ شو او ځينې مشران يې زندان ته ولېږل شول.
په داسې حال کې، چې ددې ګوند ځينې مشران پاکستان ته کډوال شوي وو، د پاکستان حکومت هغوى ته د لوى افغانستان د جوړېدو لپاره د عقيده يي لېوالتيا له کبله، په خپله خاوره کې د فعاليت اجازه ور نه کړه. دا ټکى د افغان ملت؛ په ګوند کې د فعاليتونو د پاشلتيا او انشعاب يو لامل وګرځېد.
افغان ملت سوسيال ډيموکرات ګوند د ١٩٩٥م کال په جولاى کې د ګڼ شمېر تيت و پرکو سياسي فعاليتونو د مرکزونو د يوځاى کولو لپاره خپله څلورمه کنګره جوړه کړه. په دې کنګره کې دوکتور انوارالحق احدي د ډاکټر محمد امين واکمن پر ځاى، د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.
شپږ- اسلامي ډلې، د سياسي ژوند ځانګړنې او د جګړه ييزې ستراتيژۍ غوراوى.
لومړى- جهادي تنظيمونه:
١- عموميات: (( پر ١٩٦٤م کال د مسلمانو ځوانانو غورځنګ جوړ شو او لاندې اشخاصو يې مشري کوله:
سلام نيازي، برهان الدين رباني، محمد کبير، موسى توانا، عبدالرب رسول سياف، وروسته ځينې نور اشخاص له لومړنۍ کړۍ سره يوځاى شول، هغه اشخاص دادي: عبدالرحيم نيازى، مولوي حبيب الرحمن، غلام رباني، ډاکتر عمر، سيف الرحمن، ګلبدين حکمتيار، محمدجان احمدزى، فاروق، سيد نورالله عماد او نور.
د مسلمانو ځوانانو غورځنګ تر خپل جوړښت وروسته په ډېرې چټکۍ سره د منځني ختيځ د اخوان المسلمين له شبکې سره اړيکي پيدا کړل او تر هېواده بهر اخواني ټولنو کې يې ځانته رسميت ورکړ. مولانا مودودي، چې پر ٦٠مو کلونو په بېروت کې استوګن و، د مسلمانو ځوانانو له غورځنګ سره منظم اړيکي ټينګ کړل.)) (1)
تر هغه وخته پورې، چې سياسي مبارزه له تيورۍ څخه په عمل کې پلې شوې نه وه او له غورځنګ څخه د بهرنيو هېوادونو ملاتړ مطرح نه و، اخواني مشرانو بشپړ تيوريک تفاهم درلود. د ٦٠مو کلونو تر بدلونونو او په ځانګړي ډول پر افغانستان باندې د شوروي تر پوځي يرغل وروسته، مسلمان ځوانان پر مختلفو ډلو ووېشل شول. دا ډلبندۍ د سيمې، قوم، ژبې او مذهب ځانګړنو يوه له بلې بېلولې.
دا ټکى هم د يادونې وړ دى، چې د اتيايمو او نويمو کلونو د پېښو جبر هم ځينې اسلامي ډلې مجبوره کړې، چې د خلکو ډيموکراتيک له کمونيستو ډلو سره سازش او ايتلاف وکړي، دې کار د هغوى سوچه اعتقاد راکم او کينه ييز چلند يې لږ څه راټيټ شو.
د ژبې او کلتور له پلوه دوه ډلو جهادي تنظيمونو پر افغانستان باندې خپل کنټرول ټينګ کړ: ( له تاجکانو او هزاره ګانو څخه جوړ) دري ژبي جهادي تنظيمونه او ( له پښتنو قومونو څخه جوړ) پښتو ژبي جهادي تنظيمونه.
په جنوب کې پښتنو قبايلو د قبيله يي ژوند له دودونو سره د همغاړو تنظيمونو لکه د مجددي، محمدي او ګيلاني تنظيمونو سره پيوستون پيدا کړ. د مرکزي  برخو کنټرول، چې زياتره هزاره وګړي پکې ژوند کوي، د شيعه ګوندونو په لاس کې پرېوت. په شمالي سيمو کې چې تاجکان، ترکمنان او ازبکان ژوند کوي، د جمعيت تنظيم او د دوستم ملي غورځنګ اغېز لري.
د ګوندونو جغرافيايي وېشنه اغېزمنونکې ده: د مقاومت پر لومړنيو کلونو په شمالي سيمو کې د اسلامي انقلاب حرکت او اسلامي حزب مقاومت د يادونې وړ دى. پورتنيو دوو تنظيمونو د بغلان، غوربند او بادغيس په پښتون مېشتو سيمو کې پلويان درلودل.
کوچيانو، بلوڅانو د قبيله يي دود پلوي تنظيمونو تابعيت کاوه. مخور نورستاني شخصيتونه د قبيله يي ژوند ملاتړ ته لېواله وو، له همدې کبله د دوديزوالو تنظيمونو پلويان وو، په داسې حال کې چې نورستاني ملايان، اسلامي بنسټپالنې او بنسټپالو اسلامي تنظيمونو ته متعقد وو. د هېواد په لويديځ کې د تنظيمونو د غړيتوب په لېوالتيا کې د قومي وېش په پرتله د محاورې ژبې ډېر رول درلود. ( د شينډنډ او فراه په اوږدو کې) دري ژبي شوي نورزيان اسلامي جمعيت پورې وتړل شول. د ختيځ پښتو ژبي نورزيان، د اسلامي انقلاب حرکت پلويان وګڼل شول.
د حکمتيار د اسلامي حزب له انشعاب څخه، د مولوي خالص اسلامي حزب منځته راغى. دې ګوند د جهاد پر لومړيو کلونو د ((ننګرهار) خوګياڼي قبايل، د کابل د جنوب او د پکتيا پښتانه سره متحد کړل.
په ډېرو برخو کې ګډ کلتور، مذهب، ژبه او دين پر دې نه دي بريالي شوي، چې د يو واحد قوم د بېلابېلو ډلو ترمنځ د سياسي يووالي او پيوستون موجبات برابر کړي، ان سيمه ييز او محلي اړيکي پر نوموړو څيزونو بريالي شوي دي. له همدې کبله بېلابېل پښتانه قبايل د يوې واحدې ژبې، کلتور او مذهب په لرلو سره، د بېلابېلو سيمو له مخې، په مختلفو تنظيمونو کې تيت او پرک شول.
پښتانه په ځينو سيمو، لکه د هېواد په شمالي سيمو کې د قبيله يي ژوند د چوکاټ له اغېزه بهر ژوند کوي او له سترو سياسي بدلونونو سره لاس او ګرېوان دي.
د شمال سيمو اسلام، چې نه دوديز حقوق او نه يې کومې ځانګړې موسسې پر وړاندې ولاړې وې، د جنوب په انډول اعتدالي او نرم ښکاري.
٢- د جلب او جذب سيمې او ډلبندي: افغاني مسلمانان د عقيده يي لېوالتيا له مخې، کولاى شو پر درېو ډلو ووېشو: اخواني بنسټپال، د تصوف خاوندان او د مدرسو فارغان (طالبان).
البته پورتنۍ ډلبندۍ کله نا کله يوه پر بلې اغېز ښندي، لکه د مجددي کورنۍ چې د مدرسه يي او تصوفي اړيکو لرونکې ده.
د هېواد په شمال کې بنسټپالې او تصوف پلوه ډلبندۍ د يو بل تر اغېز لاندې راځي. سربېره پر دې د يو سياسي مشر قوم  له هغه څخه ملاتړ کوي، که څه هم له نوموړي مشر سره عقيده يي او سليقه يي اختلاف ولري.
الف- اخواني بنسټپال: پوهنتونونه، ښوونځي او تر يوې کمې اندازې مدرسې، د بنسټپالو د جلب او جذب ځواکمنې سيمې دي. په بله وينا اخواني بنسټپالو د ښارونو په کلتوري مرکزونو کې د جلب او جذب له امکاناتو څخه زياته ګټه اخيستې ده.
د مقاومت پر لومړنيو کلونو، په شمال لويديزو سيمو کې، د تصوف د پلويانو (اهلو) په منځ کې چې بنسټپالنې ته لېواله وو، د جمعيت تنظيم جلب و جذب تر سترګو شوى دى.
په شمال لويديزه حوزه کې د ښوونځيو او مدرسو فارغانو د فعالينو زياته برخه جوړوله. د هرات د جامعې مدرسې ځينې استادانو، د سيمه ييزه جبهو لارښوونه کوله.
د ښوونځيو او مدرسو له فارغانو سره، وروسته د اردو صاحب منصبان (لکه اسمعيل خان) او دولتي مامورين هم يوځاى شول.
په شمال ختيزو سيمو کې اخواني روښانفکران که اسلامي حزب پورې تړلي وو که په جمعيت پورې معمولاً له پوهنتونو څخه راپورته شول. هغه کسان، چې د ١٩٧٥م کال ( د سردار داود د حکومت وخت) له شورش څخه روغ پاتې شول، د شوروي ضد پاڅون پر لومړنيو کلونو يې په شمال ختيځ کې د مقاومت سيمه ييز کدر جوړ کړ.
بدخشان، تخار، کندز او پروان د جمعيت تر کنټرول لاندې راغلل. د فيض اباد په شاوخوا کې ( د يفتل قوم ته منسوب) د رباني شخصي اغېز ستر رول لرلى دى.
په  پنجشېر دره، مزارشريف، بغلان او غوربند کې په ډېر شدت سره د بنسټپالو اغېز څرګند شو. بغلان، کونړ او لغمان د حکمتيار د اسلامي حزب تر کنټرول لاندې راغلل.
ننګرهار د مولوي خالص، د سياسي اغېز په کړۍ کې راغى. په لغمان او د هغه په شاوخوا سيمو کې سياف خپل اغېز ټينګ کړ.
ب- د تصوف خاوندان يا لارويان: درې مهمې فرقې لري، نقشبنديه فرقه، قادريه فرقه او چشتيه فرقه.
له دې فرقو څخه نورې لړۍ راپورته شوي دي. داسې دود دى چې دوى خپل لارويان يوې لړۍ پورې تړي، لکه په هرات کې د خواجه احرار، خواجه محمد اصفهاني، شيخ نمک پوش، شيخ سبزي پوش، عبدالرحمن ابن عوف سلسله او نورې نوميالۍ لړۍ  ګڼل کېږي.
پيران خپل سيمه ييز اغېز لري. د اغېز معيار د هر پير د شخصيت په انډول توپير لري. د پيرانو ترمنځ د مرتبو لړۍ وي. مثلاً ممکنه ده يو سيمه ييز پير خپل ځان پر تېر وخت د يو بل مخور پير ځاى ناستى (خلف) وګڼي. د جهاد په بهير کې متصوف مريدان د دوو پيرانو پر شاوخوا راټول شول: دا پيران يو سيد احمد ګيلاني د ملي اسلامي محاذ موسس او بل حضرت صبغت الله مجددي د ملي نجات جبهې مشر و. عامه ذهنيت داسې دى چې حضرت صبغت الله مجددي پير نه دى،  خو د کورنۍ له لوى اعتبار څخه برخمن دى. د مجدديانو د لړۍ وروستۍ پير محمد ابراهيم مجددي نومېده. ملي اسلامي محاذ او ملي نجات جبهه، د اعتدالي (منځلاري) اسلام ملاتړ کوي. اسلامي محاذ د سلطنت د نظام د بيا ټينګښت ملاتړ کاوه. شايد يوه وجه يې دا هم وي، چې سلطنتي نظام او د پير مريدان د پښتون له واحدې قومي چينې څخه اوبه څښي.
په ټوليز ډول غلزي مريدان د دراني (ټبر) پلوي کوي. کورنيو اړيکو دا پيوستون ټينګ کړى دى. د امان الله خان مېرمن د ګيلاني او محمدزي له پښته وه. د سيد احمد ګيلاني مېرمن محمدزۍ وه.
صبغت الله مجددي هم د عثمان د کورنۍ له لارې له پخواني سلطنتي کورنۍ سره اړيکي پيدا کړي دي. (( د ګيلاني او مجددي تنظيمونه، د مذهبي پوهانو  له کينې سره مخالف دي او له اخواني بنسټپالو سره بشپړ ضديت لري. دا دوه تنظيمونه Laicisme ته د يو ډول متمايل اسلام پلوي کوي.(1)
د ګيلاني او مجددي تنظيمونه د سياسي ځواک له پلوه کمزوري پاتې شول. خو دې سره سره د لوګر د احمدزيو په قوم او کندهار په شاوخوا کې د هغوى اغېز څرګند و.
ج- د مدرسې اهل: مدرسه د مدرس او طالب ترمنځ د مانيزو  اړيکو بنسټ ايښودونکې ده. د هغو اړيکو په شان، چې د يو پير او مريد ترمنځ کېدى شي، موجود وي.
سره له دې چې په افغانستان کې د مجددي کورنۍ له سياسي (انقراض) سره، د مذهبي علماوود لارښوونې جغرافيايي يا سياسي مرکز له منځه لاړ، خو اوس هم د مذهبي پوهانو پراخ قشرونه پاتې دي. دا پوهان غالباً له مدرسو څخه فارغ شوي دي.
ځينو پښتنو مذهبي پوهانو په پېښور کې زده کړه کړې ده. هغوى په قبايلي سيمو کې با اعتبار شخصيتونه دي. د جهاد په بهير کې د مولويانو نا رسمي شبکه د کابل په شاوخوا کې (مولوي شفيع الله)، ننګرهار (مولوي خالص)، غزني او ګردېز (مولوي نصرالله منصور) او کندهار کې فعاله وه.
په جنوب لويديځ کې تيت و پرک مولويان پاتې شول او په شمال او زابل کې يې په ټاکلو سيمو کې اغېز پاتې شو او فراه کې د تصوف له پلويانو سره ګډل شول.
له مدرسې نه په راټوکېدلو ګوندونو کې د اسلامي انقلاب حرکت او اسلامي وحدت ګوند دريځ پياوړى دى.
_ د اسلامي انقلاب حرکت: د مقاومت پر لومړنيو کلونو يې له مدرسو څخه د فارغانو مذهبي علماوو زياته برخه په خپلو ليکو کې جذب کړې وه. له دې کبله د مقاومت په غورځنګ کې د ځواکمن اکثريت لرونکى و.
لکه څنګه چې مولوي محمد نبي د غزني او لوګر په مدرسو کې د ښوونکي (مدرس) دنده لرله. نوموړو مدرسو اسلامي انقلاب حرکت ته زيات کدرونه روزلي وو، دغه راز محمدي په هلمند کې د کرنې ځمکه لرله او له دې پلوه د خپل سياسي اغېز د شيندلو لپاره په ښه دريځ کې و.
مذهبي عالمانو، داسلامي انقلاب حرکت تنظيم کې يو ناسياسي ګوند يا د سنيانو يوه ټولنه تر سترګو کوله. په حرکت تنظيم کې د مرکزي جوړښت، ټينګ سازماني تشکيل او ايډيولوژۍ د نشتوالي له کبله په خپله سطحه، د مذهبي عالمانو د جلب او جذب لپاره يو اعتدالي او منځلارى غورځنګ دى.
د اسلامي انقلاب حرکت تنظيم په داسې حال کې، چې د شريعت د پلې کېدو ملاتړ کوي، د اسلامي جمهوريت د ټينګښت خبره نه يادوي. د حرکت تنظيم له اخواني بنسټپالو (چې د حکومت د واک لاسته راوړل يې د پروګرام په سر کې ځاى لري) او د سلطنت له پلويانو سره (چې د Laique دولت د ټينګښت پلوي کوي) يو شان مخالف دى.
له دې سره سره د حرکت تنظيم، له لومړنۍ ډلې سره د شريعت په پلي کېدو او له دويمې سره د سلطنت او اسلام د سمون په باب سر خوځوي. له اخواني لېوالتيا پرته، بنسټپالې تګلارې، د شوروي د يرغل پر لومړنيو کلونو، د اسلامي انقلاب حرکت تنظيم، د اعتدالي مسلمانانو د پراخه قشرونو د جلب او جذب پر مرکز بدل کړ.(1)
د اسلامي انقلاب حرکت په سيمه ييزو جبهو کې غالباً د ناحکومتي مذهبي مدرسو په منځ کې د فعاليت لارښوونه کوله. هلته نو مدرس مولوي، عموماً د لوستونکو طالبانو سياسي مشري کوله. په دې ډول د هېواد په زياتو سيمو کې، د اسلامي انقلاب حرکت تنظيم تر اغېز لاندې، د ديني مدرسو د طالبانو جبهې راڅرګندې شوې.
په فارياب کې مولوي غفور ( يو ازبک چې د نقشبنديې مريد هم و) پر ١٩٧٣م کال يې د خواجه عبدالروف په نوم يوه مدرسه جوړه کړه. نوموړى د شوروي يرغل پر لومړيو کلونو، د اسلامي انقلاب حرکت او وروسته د اسلامي جمعيت تنظيم د يوې سيمه ييزې فرقې مشر و او له طالبانو څخه يې يوه جبهه جوړه کړه، چې د جبهې قومانداني ملا غوث ته ورکړل شوه. د مقاومت پر لومړيو کلونو دا ډول جبهې په بادغيس، نيمروز، فراه او زابل کې منځته راغلې.
په هرحال! سره له دې چې ټول مذهبي عالمان له حرکت تنظيم سره يوځاى نه شول، خو هغو ټولو تل له سياسي تړښتونو پرته د جمعيت العلما او يا د عالمانو د يوې شورا په چوکاټ کې، له يو بل سره د سازماني اړيکو د ساتلو لپاره خپله لېوالتيا څرګنده کړې ده، چې له دې لارې د سياسي اسلام پر وړاندې خپله خپلواکي وساتي او د خپلو واحدو ليکو په واسطه د اسلام د وحدت بېلګه وړاندې کړي.
اسلامي وحدت ګوند (حزب وحدت اسلامي): د G.Doronosoro فرانسه يي خبريال په وينا(1) د ايران ((پاسداران انقلاب)) د ګټو د ساتنې لپاره لږ تر لږه يوه سياسي ډله نېغ په نېغه د ايراني مقاماتو په نوښت جوړه شوه. په دې مانا چې پر ١٩٨١ م کال هزاره جاتو ته د جعفر زاده او هاشمي ( په ټوله نړۍ کې د امام د ليکې له پلوي ډلو نه د هغه وخت د دفاع مسوولين) تر يو سفر وروسته، د ايران انقلاب له ګېډې نه د افغانستان په خاوره کې د ساتونکو (پاسدارانو) ماشوم وزېږېد. پر هغه وخت ايران خپلې پلوي ډلې دې ته هڅولې، چې په انقلابي ډول سياسي واک ترلاسه کړي.
دې تګلارې  د شيعه ګانو بنسټپالې ډلې، د منځلارو شيعه- ګانو، چې لويه برخه يې د محسني د حرکت او ((شورا)) په واسطه تمثيلېدله، له ټينګ مخالفت سره مخامخ کړې. له ١٩٨١م کال نه تر ١٩٨٤م کلونو پورې د افغاني شيعه ګانو ترمنځ نښتې د هغو اختلافونو څرګندوى وې، چې ورو ورو پر دښمنۍ واوښتل. د شيعه مجاهدينو ترمنځ ټکر په داسې حال کې، چې د ايران د دولت لپاره د خواشينۍ سبب و، د يو بل پر وړاندې د هغوى کړنې، د خپلواکۍ څرګندوى بلل کېدې. د ايران دولت ددې بېلابېلو ډلو د مشرۍ د لاسته راوړلو لپاره، په دوو پړاوونو کې اغېزمنې هڅې پيل کړې:
لومړى، د ايتلاف پړاو: ايراني مقاماتو پر ١٩٨٧م کال د ((نيش و نوش)) په تګلارې سره د افغانستان اسلامي ايتلاف شورا (اته ګوني ايتلاف) رامنځته کړه. تهران ددې شورا مقر وټاکل شو. د شورا غړو په داسې حال کې، چې په ځينو برخو کې له يو بل سره اختلافونه درلودل، د امام خيمني د روحاني مشرۍ په منلو متفق وو.
د ١٩٨٨ م کال پر فبرورۍ له افغانستان نه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، دوه ټکي د ايراني مقاماتو د زياتې پاملرنې وړ وګرځېدل:
_ د ايران په ګاونډ کې د سنيانو د يو بنسټپال اسلامي حکومت د ټينګښت مخنيوى او له همدې کبله:
_ تر ايتلافه د باندې د سياسي مذهبي ډلو په جلب او جذب سره د ايتلاف د جبهې پياوړتيا.
دويم ټکى پر ١٩٨٩م کال د ايتلاف شورا کې د (بهشتي) تر مشرۍ لاندې د يووالي شورا د رامنځته کېدو سبب شو. په دې ډول نهه ګونې شورا رامنځته شوه. دا شورا د هزاره جاتو د شيعه ګانو په بېلابېلو ليکو کې د ايران انقلاب د پلويانو د سياسي او پوځي سمون په نوښت، د باميانو ولايت د کنټرول او لاسته راوړلو سبب شوه.
د ايران دولت د يوې سرسري او ساده رياضي د شمېرنې له مخې هڅه کوله، د پېښور اووه ګوني ايتلاف پر وړاندې، چې له سني ګوندونو او ټولنو څخه جوړ و، که نهه ګوني ايتلاف ته د راولپنډۍ په مشورتي شورا او په پاکستان کې د مجاهدينو په موقت حکومت کې دوه زيات امتيازونه لاسته رانه وړي، نو لږ تر لږه خو به يې په پېښور کې د مقاومت په غورځنګ کې د يو څو ضلعي متحد په توګه څرګند کړى وي.
تر ١٩٨٩م کال وروسته هغه وخت، چې د افغانستان د لنډ مهالې ادارې په اورګانونو کې د ايران پلوه افغاني مجاهدينو (لوړې او ژورې) غوښتنې، د اوه ګوني ايتلاف له سخت مخالفت سره مخامخ شوې، د هغوى غوښتنې ورو ورو لږ څه کمې شوې. د خبرو اترو د ناکامۍ د نښو نښانو څرګندېدل، د دې سبب شول، چې د ايران دولت له يوې خوا له کابل حکومت سره د يو سازش له مخې معامله وکړي او له بلې خوا شيعه ډلې له يو بل سياسي ازمېښت سره مخامخ کړي. هغه وخت د هغو د يووالي پلان طرحه شو.
دويم- د يووالي پړاو: د ١٩٨٩م کال پر جولاى له شيعه افغاني مجاهدينو سره د ايراني مقاماتو تر  پرله پسې خبرو اترو وروسته د نصر، پاسدارانو او شورا ډلو ترمنځ (( د وحدت چوکاټ)) لاسليک شو. د دې چوکاټ له مخې موتلفينو ژمنه وکړه، چې په ايتلاف کې داخل ګوندونه به منحلوي او د وحدت ګوند تر بيرغ لاندې به خپل جهاد ته ادامه ورکوي.
له تشکيلاتي پلوه د نظارت شورا، د وحدت ګوند په راس کې راغله، چې په هغې کې ايران ته ژمنو د افغاني شيعه ګانو مذهبي مشرانو غړيتوب درلود. شورا ټولواکه وه او په ورسپارل شويو چارو کې يې له مرکزي شورا څخه، چې ظاهراً له منتخبو استازو جوړه وه، مشوره اخيسته. باميان د مرکزي شورا مقر وټاکل شو.
د وحدت ګوند د مشرۍ مقام په ټاکلو کې د ايران لاسوهنه، د شيعه ګانو د مشرانو، چې لږ و ډېر د افغاني او ملي تمايلاتو لرونکي وو، د غم او خفګان سبب شوه: شيخ محمداصف محسني د اسلامي حرکت مشر له نوي سياسي ډلبندۍ نه، (پښتنو او هزاره ګانو) د مذهبي او قومي نښتو د مسوولينو د نيولو او سزا ورکولو د نه څارنې له کبله ځان ارزګان ته وکښه او د ځينو ملاحظاتو او احتياط له مخې يې د خپلو سياسي فعاليتونو مقر له ايران نه پاکستان (اسلام اباد) ته ولېږداوه. د ايران دولت د ١٩٩٠ م کال پر سپټمبر په ټول ايران کې د اسلامي حرکت د نمايندګيو دفترونه وتړل او د دفترونو پانګه يې په ايراني بانکونو کې ضبط کړه.
د ١٩٩٥ م کال د مارچ پر ١٣مه علي مزاري د نصر ګوند پخوانى مشر او وروسته د وحدت ګوند رئيس له طالبانو سره په يو ټکر کې مړ شو، خليلي د هغه پر ځاى کېناست.
پر ١٩٩٥م کال د کابل جنوب په جګړو کې، چې د طالبانو د پرمختګونو وخت و، د وحدت ګوند د ايران د مرستو په هيله و. د ايران دولت، چې د کابل  ادارې سره د اړيکو د ښه کېدو په درشل کې و، وحدت ګوند ته يې له مرستې نه ډډه وکړه. دې کار د ايراني مقاماتو او وحدت ګوند ترمنځ اړيکي سست کړل.
د ١٩٩٤م کال پر اوړي د ايراني مقاماتو په لارښوونه، د اکبري په نوم يو شخص له وحدت ګوند نه ځان رابېل او له کابل ادارې سره يې ايتلاف وکړ. ايران غوښتل له وحدت ګوند سره د اړيکو د خړپړتيا په صورت کې، د اکبري ډلې څخه د خپلو هيلو د پرمخبيولو لپاره ګټه واخلي.
د وحدت ګوند د افغانستان د جهاد د وخت د ګوندونو په کورنۍ کې له دې کبله ګوښه دى، چې يوازې له هزاره قومونو او شيعه ګانو څخه جوړ شوى او ټينګه قومي او سکتاريستي لېوالتيا لري.
دويم- طالبان:
١- د طالبانو رامنځته کېدل: ابو ذهاب د افغانستان اخبار په مجله کې ليکي: (( د ١٩٩٤م کال د نومبر په پيل کې د پاکستان د سوداګرۍ پر مالونو بار د ٣٠ ګاډو يو کاروان، د پاکستان د کورنيو چارو وزير نصير الله بابر په لارښوونه، دکويټې او چمن له لارې د کندهار او هرات پر لوري حرکت وکړ، چې خپل مالونه د منځنۍ اسيا جمهوريتونو ته ورسوي. د پاکستان د کورنيو چارو وزير، ددې هڅې د توجيه لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ١٩٦٥م کال د ترانزيت تړون او همدارنګه د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ پر تړون استناد کاوه.(1)
I.S.I ( د پاکستان پوځي استخبارات) ددې ډول پخوانيو معاملو د ماتې له کبله، د نصيرالله بابر هڅه تر وخت دمخه ګڼله او له هغې سره موافق نه و.
له افغانستان سره د متقاعد جنرال نصيرالله بابر علاقه، له ډېرو لرې وختونو سره اړه پيدا کوي: نوموړى پر ١٩٧٣م کال د شمال لويديځ سرحد ايالت والي و. دا هغه کال دى، چې د افغانستان ځينې اخواني مشران (حکمتيار، رباني او مسعود) د سردار محمد داود د امنيتي مقاماتو د څارنې له کبله، پاکستان ته وتښتېدل. دې فراريانو په هغه شورش کې برخه واخيسته، چې د پاکستان د حکومت په ملاتړ په لغمان او پنجشېر کې رامنځته شوى و او د کابل حکومت ړنګونه يې موخه وه.
په هرحال! د پاکستان د سوداګريز مال کاروان، چې د څلوېښت تنو پوځيانو له خوا بدرقه کېده، د مجاهدينو د يوې ډلې له خوا ودرول شو. (٢٥٠٠) تنه بشپړ وسلوال افغانان چې د ((طالبانو)) په نوم ياد شول، دا کاروان د يرغلګرو له منګولو څخه خلاصوي. کاروان په داسې حال کې، چې د پخواني پاچا د زرګونو پلويانو له خوا يې ملاتړ کېده، د منځنۍ اسيا د جمهوريتونو پر لوري خپله لار وهي او د دسمبر پر مياشت په بيا راګرځېدو کې، له ترکمنستان څخه اخيستل شوى مالوچ لېږدوي.
ګڼ شمېر طالبانو په بلوچستان او پښتون مېشتو سيمو کې د جمعيت العلماى اسلام په مدرسو کې زده کړه کړې  ده. له نښو نښانو څخه څرګندېږي، چې افغانستان ته د طالبانو د راتګ په هڅونه کې نصيرالله بابر له جمعيت العلماى اسلام ( د پاکستان د خلکو ګوند موئتلف، چې د  ١٩٩٦ م کال تر اکتوبر پورې يې حکومت په لاس کې و) سره ضمني توافق درلود.
طالبانو د نومبر پر ٥مه د کندهار تر نيونې وروسته د هلمند ( د چرسو او ترياکو لوى توليدونکى)، زابل، غزني او لوګر ولايتونو کنټرول ترلاسه کړ او په هرځاى کې يې خلکو ته د سولې او اسلامي عادل حکومت د ټينګښت وعده ورکوله.
((طالبان او پاکستان لږ تر لږه د افغانستان په جنوب او شمال لويديځ کې د سولې په ټينګښت کې يو بل سره ګډې ګټې لري. په دې توګه طالبان تر هغه وخته پورې، چې د پاکستان د اقتصادي ستراتيژۍ د تامين لپاره اهميت لرونکي دوه متحدين، يانې په شمال کې دوستم او په هرات کې اسمعيل خان يې له خپل ځان خفه کړي نه وي، کولاى شي د پاکستان پر روغ نيتۍ حساب وکړي.))(1)
طالبان د پاکستان د جمعيت العلماى اسلام په شان، د سنيانو له بنسټپالنې څخه، چې په ټينګه د شيعه ګانو له معتقداتو سره کينه لري، دفاع کوي. له دې کبله ايران د شيعه ګانو برخليک ته خواشينى دى.
٢- جمعيت العلماى اسلام او مدرسې: جمعيت العلماى اسلام د هندوستان د جمعيت العلما وارث دى. نوموړې ټولنه پر ١٩١٩م کال د انګليس د ښکېلاک پر وړاندې، د اسلامي خلافت د دفاع په نيت، د ديوبند د عالمانو د يوې ډلې له خوا جوړه شوه او مولانا مفتي محمود يې مشري کوله.
پر ١٩٤٥م کال مولانا شبير احمد عثماني د هندوستان د جمعيت العلماء ټولنه، د پاکستان د جمعيت العلماى اسلام د جوړېدو په نيت پرېښودله.
د جمعيت العلماى اسلام زياتو پلويانو د پښتنو له سيمو سر راپورته کړ. جمعيت العلماى اسلام پر ٦٠ ميلادي کلونو د شمال ختيځ سرحد او د بلوچستان د پښتنو سيمو په ډېرو دوديزو کليو او بانډو کې زياته وده وکړه. جمعيت العلماى اسلام، د ١٩٧٠م کال په انتخاباتو کې د پښتونستان ( د شمال ختيځ سرحد ايالت) په سلو کې ٢٥ او په بلوچستان کې په سلو کې ٢٠ رايې لاسته راوړې. دې ګوند په نوموړو دوو ايالتونو کې له نيشنل عوامي ګوند سره ګډه حکومتونه جوړ کړل.
د ١٩٧٧م کال پر مارچ د جمعيت العلماى اسلام د پلوي مدرسو زرګونه شاګردان، د پاکستان د ملي يووالي له غورځنګ سره، چې د ذوالفقار علي بوټو د حکومت پر ضد جوړ شوى و، يو ځاى شول، چې د ١٩٧٩م کال د جولاى پر مياشت د جنرال ضياءالحق په واسطه د واک د نيونې لپاره لاره هواره شي.
وروسته جمعيت العلماى اسلام، د پاکستان د ملي يووالي له غورځنګ سره خپل اړيکي پرې کړل او پر ١٩٨١م کال د ولسواکۍ  د ټينګښت له غورځنګ سره يوځاى شو.
پر ١٩٧٩م کال مولانا فضل الرحمن، چې پر ١٩٥٣م کال زېږېدلى، د خپل پلار (مولانا مفتي محمود) پرځاى د جمعيت العلماى اسلام مشري واخيستله. له جمعيت العلماى اسلام څخه يوه رابېله شوې ډله، چې مولانا عبدالحق او د هغه زوى مولانا سميع الحق يې مشران وو او د ((اکوړه خټک)) د لويې مدرسې پالنه او اداره يې کوله، د افغانستان د داعيې د ملاتړ لپاره راپورته شول.
پر وروستيو کلونو د پنجاب په جنوب او د بلوچستان د بلوڅو په سيمو کې د جمعيت العلماى اسلام اغېز زيات شوى دى. په بلوچستان ايالت کې د ١٩٩٠م او ١٩٩٣م کلونو په ټاکنو کې د جمعيت العلماى اسلام دريځ په ډاګه کړه، چې ددې ګوند تر ادارې لاندې مدرسې له سياسي پلوه په پوره ډول فعالې دي. د يادونې وړ ده، چې په بلوچستان کې استوګن ګڼ شمېر افغان پښتانه، چې لږو ډېر يې له اصولي لارو پاکستاني تابعيت تر لاسه کړى، د جمعيت العلماى اسلام له فعالو مبارزينو څخه شمېرل کېږي او په انتخاباتو کې د جمعيت العلماى اسلام د سړيو د ډاډ وړ برخه جوړوي.
په بلوچستان کې ټول فعال سياسي ګوندونه، د هغې شمېرنې او پېژند کارت مخالف دي، چې تر ١٩٨٠م کال وروسته افغانانو ته ورکړل شوي وو.(1) د ضياءالحق د واکمنۍ پر وخت دمدرسو د پراختيا او ودې زياته ګټه د جمعيت العلماى اسلام په برخه شوه. په داسې حال کې، چې پر ١٩٤٧م کال په پاکستان کې ١٣٧ مدرسې وې، خو اوس يې شمېر نږدې ١٧٥٠٠ مدرسو ته رسېږي.
ددې مدرسو په سلو کې ٢٠ مه برخه د زکات په واسطه خړوبېږي او له ګوندونو سره تړاو نه لري. نږدې ٢٠ زرو طالبانو د جمعيت العلماى اسلام په مدرسو کې خپل نومونه ليکلي دي. له هغې جملې نه ٦٠٠٠ تنه په افغانستان کې اوسېږي. د جمعيت العلماى اسلام له خوا ورکړل شوې شمېره تر هغه رقم څخه ډېره اوچته ده، چې ياده مو کړه. د دې شمېر مطابق د هغو طالبانو شمېر چې په ديني مدرسو کې يې نومونه ليکلي له (٤٠) زرو څخه تر (٥٠) زرو پورې رسېږي. له هغې جملې نه يوازې له کچه ګړۍ او ناصر باغ کمپونو څخه له ٥ تر ٦ زرو تنو پورې په افغانستان کې اوسېږي.
په مدرسو کې درسونه په داسې حال کې، چې ټوله مذهبي جنبه لري، له سياسي تملايلاتو هم بې برخې نه دي. پوځي مضمون هم ددې مدرسو د نصاب برخه ده. د دې علت دا هم دى، چې پر افغانستان باندې د شوروي يرغل پر وخت پاکستان غوښتل د طالبانون له لښکر څخه په افغانستان کې د جهاد د پوځي فعاليتونو د ځواکمنۍ لپاره ګټه واخلي او بيا د شوروي يرغل تر دفعې وروسته، د طالبانو له ملېشو څخه په کشمير کې د مليشايي عملياتو لپاره کار واخلي. د مدرسو په پراختيا کې بايد درې لاملونه دخيل وګڼل شي. د ضياءالحق له خوا د مذهبي بنسټونو ځواکمني، د افغانستان جګړه او د ايران مذهبي انقلاب.
د ايران انقلاب او په ځانګړي ډول د خليج د جګړې پر وخت (اسلامي جماعت د عراق ملاتړ وکړ)، له اسلامي جماعت سره دسعودي عربستان د اړيکو تر خرابېدو وروسته نوموړي هېواد د جمعيت العلماى اسلام د مدرسو د زياتې برخې مالي لګښت پر غاړه اخيستى دى.
دا مرستې چې سعودي عربستان او يا د خليج نور هېوادونه يې سرچينې دي، که له ځانګړو سرچينو او يا هم له عامه (دولتي) سرچينو څخه لاسته راتلې، د جمعيت العلماى اسلام تر کنټرول لاندې، هغو مدرسو ته ورکول کېدې، چې د پښتونستان (شمال ختيځ سرحد ايالت) او د بلوچستان د پښتنو استوګنو سيمو (پښين، ږوب، لورلايي، سيف الله قلعه او زيارت) کې پرتې دي او په حقيقت کې د ايران د پراختيا غوښتنې خطر پر وړاندې يوازېنى کمربند جوړوي. هغه سيمې چې  د سند سيند پر غاړه پرتې دي، په ځانګړي ډول ديره اسمعيل خان، چې هلته د جمعيت العلماى اسلام مفتي مولانا فضل الرحمن مدرسه جوړه ده، له همدې مدرسې څخه ګټه اوچتوي.
جمعيت العلماى اسلام په بشپړ ډول د شيعه ګانو مخالف دى. د شيعه ګانو پر ضد سازماني جګړه، چې ګمراه عناصر ګڼل کېږي له لسو کلونو راپه دېخوا د پاکستان د سپاه صحابه په واسطه، چې د جمعيت العلماى اسلام له خوا يې لارښوونه کېږي، پرمخوړل کېږي: هغه نښتې، چې ١٩٩٤م کال د جګړې سيمې ( د پنجاب په جنوب) کې راټولې وې، پر دې تازه وختونو په کراچۍ کې هم راڅرګندې شوې دي. ګنې پر وروستيو کلونو د پاکستان په خاوره کې د ايران او سعودي عربستان ترمنځ رقابت ډېر راڅرګند شوى دى.
افغان پښتانه په دوديز ډول د پاکستان د پښتنو سيمو په مدرسو کې شاملېږي. ګڼ شمېر طالبانو له مجاهدينو سره په جهاد کې تر ګډون دمخه، په همدې مدرسو کې زده کړه کړې ده. طالبان د نجيب الله د حکومت تر ړنګېدو او د مجاهدينو د مختلفو ډلو ترمنځ د اختلاف تر څرګندېدو وروسته، په نهيلۍ سره بېرته خپلو مدرسو ته وګرځېدل. د طالبانو زياته برخه د ټولنې له غريبو قشرونو راپورته شوې وه او غالباً د جګړې بې سر پناه يتيمان وو. د ياد وړ ده، چې د پاکستان د سرحدي مقاماتو په واسطه د شمال ختيزو پولو په اوږدو، په ځانګړي ډول په ((دال باندين)) کې د زده کړې کمپونه جوړ شوي دي، چې د طالبانو لپاره اسانتياوې ولري. د پاکستاني مدرسو افغان طالبان، ټيک مخکې تر هغې، چې د پاکستاني سوداګريزو مالونو کاروان، د افغاني مجاهدينو د قوماندانانو له خوا ودرول شي، د خپلو مدرسو په پرېښودلو پيل وکړ. نږدې (٤٠٠٠) طالبانو د پښتونستان ( د شمال غرب ايالت) مدرسې، په ځانګړي ډول هغه مدرسې چې په اکوړه خټک، مردان، بنو، چارصده او پېښور سيمو کې پرتې وې، کندهار ته د تلو په نيت خوشې کړې. په دې ډول د ډېرو مدرسو دروازې وتړل شوې.
٣- د طالبانو غورځنګ انقلابي خصلت لري: انقلاب د يوې ټولنې د سياسي، ټولنيز او اقتصادي نظم ناڅاپي بنسټيز بدلون دى. دا بدلون د واکمنې ډلې د واک او اتوريتې پر وړاندې د يوې ډلې د غړو د بغاوت په واسطه پلى کېږي. د طالبانو پاڅون د بڼې او مانا له پلوه يو ټولنيز اوښتون (انقلاب) دى:
_ د شکل له پلوه په دې مانا، چې د وګړيو يوې ډلې د خلکو له مليوني پرګنو سره په پوره سمون او همغږۍ کې د واکمن فساد د واک پر وړاندې د پاڅون مشرۍ پر غاړه واخيسته. په دې پاڅون کې کارګرانو، بزګرانو، روحانيونو، د قوم مشرانو او لنډه دا چې ټولو ټولنيزو قشرونو ګډون کړى دى.
_ د منځپانګې (محتوا) له پلوه په دې مانا، په هغو شرايطو کې چې ملي واکمنۍ، قانون، امنيت، مصونيت، خپلواکي، مدني حقوق او بالاخره ټولنيز نظم موجود نه وي، د دغو ارزښتونو د لاسته راوړلو لپاره پاڅون، يو بشپړ مترقي او انقلابي حرکت دى.
هغه انقلاب، چې پرګنې يې لارښوونه کوي، ممکن په خپله محتوا او متن کې محافظه کارانه او ان ارتجاعي افکار منعکس کړي او ښي پلوه ښوېدنې ولري. دا احتمال هم شته، چې انقلابي حرکت له کيڼ لاسو تمايلاتو نه اغېزمن شي.
په سترو ټولنيزو انقلابونو لکه ( ١٧٨٩) م کال د فرانسې لوى انقلاب او پر (١٩٦٦) م کال د چين کلتوري انقلاب کې ډېر ځله داسې پېښ شوي، چې کيڼ لاسو او ښي لاسو تمايلاتو د موخې پر لوري د انقلاب د عرادې د پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي:
په فرانسه کې پر (١٧٩٢) م کال د مظنونينو د قانون پر نافذېدو سره د انقلاب له اصولو انحراف پيل شو. ددې قانون پر بنسټ همدا چې پر يو چا د انقلاب ضد اشتباه پيدا کېدله ګيوتين (وژنځي) ته راکښل کېدل.
د فرانسې لوى انقلاب ان پر خپلو رښتينو زامنو لکه روبسپير، دانتون، بابوف او نورو هم رحم ونه کړ او ټول يې په اعدام محکوم کړل. يوازې پر ١٩٧٥م کال د بېنوايانو تر بغاوت او په هغه پسې د مظنونينو د قانون او د انقلابي محکمې تر لغوې او حذف وروسته، د انقلاب تاو لږ څه کېناست.
د جمهوريت او ديکتاتورۍ په شان د انقلابي نظامونو جفاوو خلک دومره تر پوزې راوستي وو، چې د (١٨٣٠)م کال په يو شاګرز سره د پخواني حکومت (سلطنت) د ټينګښت په مقصد يې په نامستقيم ډول د انقلاب ټينګې کړنې محکومې کړې. په دې ډول د سلطنتي نظام مشري لومړي لويي فليپ ته وسپارل شوه او تاريخ بېرته شاته مخ وګرځاوه.
د روسيې د انقلاب په پيل کې په پټو سترګو د سوسياليزم د ايډيالوژيکو آرونو پلي کولو، اقتصادي وده ورو کړه. له ١٩٢١م څخه تر ١٩٢٩ م کال پورې نوى اقتصادي سياست (NEP) پلى شو، چې د لېبرالو اقتصادي اصولو ښکارندوى يانې ښي پلو ته متمايل و.
هغه خونړۍ ګوندي پاکونه (تصفيه)، چې ستالين له ١٩٣٤م څخه تر ١٩٣٨م کال پورې تر لاس لاندې ونيوله، کيڼ پلو ته، د کمونيست ګوند ښويېدنه ښکاره کوي.
پر ١٩٥٦م کال د کمونيست ګوند د شلمې کنګرې د پرېکړې له مخې، د ستاليني تګلارې له منځه وړل او د کمونيستي مشرانو له هديرې څخه، د ستالين د جسد ايستل، منځنۍ (اعتدالي) تګلارې ته د ګوند د بيا ګرځېدنې ښکارندوى دى.
د چين په کلتوري انقلاب کې کيڼ پلو ته تر ټولو غټه ښوېدنه د ماهو په څرګندېدو سره منځته راغله. ماهو د هغو شيانو ملاتړ ته را ودانګل، چې افراطيونو هغه د انقلاب آرونه بلل. له دغو آرونو د دفاع له کبله د ښارونو او کليو د خلکو ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځته شوې. روڼاندي او هنرمندان په ډله ييزه توګه اعدام شول او (لرغوني او ليکلي) تاريخي، هنري اثار په بې رحمۍ سره له منځه لاړل.
په ټولنيزو انقلابونو کې کيڼ پلوي او ښي پلوي تمايلات په دې ډول توجيه کېږي، چې د انقلاب مخکښي د پرګنو په لاس کې ده. پرګنې د ټولنيزو ارزښتونو د سمبالښت لپاره ورته نظر نه لري او د سازماني او ايډيولوژيکي آرونو تابع نه دي. د انقلاب په بهير کې ممکن  د خلکو مختلفې ډلې په نوبت سره د انقلاب مشري ترلاسه کړي. هغه وخت به انقلاب په احتمالي توګه ښي يا کيڼ پلو ته ښويېدنې کوي.
د طالبانو انقلاب د خپل مضمون په يوه برخه کې د بشر ( په ځانګړي ډول د ښځو) د حقوقو په ځينو برخو کې ښي پلوى او ان ارتجاعي خصلت لري، خو د جګړې او کړکېچ په حالاتو او اوضاعو کې موږ د بشر تر حقوقو د افغانستان سلامتيا ( د طالبانو د مبارزې مرکزي ټکي) ته زياته اړتيا لرو. د هېواد په لرلو، د افغانستان په لرلو سره به موږ هر څه ولرو، خو خداى مه کړه د هغه په نه لرلو سره به له هر څه څخه بې برخې شو.
طالبان د مرکزي حکومت ټينګښت او د ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه خپله دنده ګڼي، د همدې ټکي په پام کې نيولو سره ښي پلو ته د هغوى د ښويېدنې، هغو کسانو ته، چې له تجزيې څخه د افغانستان د ژغورنې مبارزې ته لومړۍ درجه اهميت ورکوي، د زغم وړ ګرځولي دي. په هغو سيمو کې چې اداره يې د طالبانو په لاس کې ده، د خلکو د پرګنو ملاتړ د دې واقعيت ښکارندوى دى، چې خلک د طالبانو د پاڅون د ارتجاعي تمايلاتو په انډول د هغو مثبتو لاسته راوړنو (د ملي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ملاتړ ، د سولې راوستلو، د تنظيمونو ړنګولو، د مرکزي حکومت جوړولو او نورو) ته زياته پاملرنه کوي. خلک د طالبانو ښي لاسي او ارتجاعي تمايلات د ټينګو او تېزو احساساتو او ولولو زېږنده ګڼي، چې د نوي ژوند له سختو واقعيتونو او د انقلاب له عمومي ستراتيژۍ سره سمون نه لري او ژر يا لرې به خپل ځاى واقعيت ته پرېږدي.
طالبان چې د کومو ولايتونو اداره په لاس کې لري، د خلکو له بالفعل ملاتړ او هغه ولايتونه، چې د دوى په کنټرول کې نه دي، د خلکو له بالقوه ملاتړڅخه برخمن دي.
له طالبانو سره دخلکو  ملګرتيا او په پخواني حکومت پورې د تړليو قوماندانانو پيوستون، د طالبانو د ښکاره پرمختګ زمينه برابره کړې ده. د طالبانو د راتلونکي برياليتوب نښې، د افغانستان د اداري يووالي په تامين کې ښکاره کېږي.
له دې سره سره له کومه ځايه چې انقلاب ضد کسان خپل مقاومت ته دوام ورکوي، طالبانو تراوسه پورې د پېژندنې وړ حکومت جوړ کړى نه دى او د افغانستان پر ټوله خاوره يې خپل واک ټينګ کړى نه دى، کېدى شي، داسې وانګېرل شي، چې د طالبانو انقلاب د خپل برياليتوب په لومړي پړاو کې دى. د طالبانو د انقلاب وروستى برياليتوب په لاندې لاملونو پورې اړه لري:
_ د انقلاب له ارزښتونو نه د دفاع لپاره د خلکو د زيات ملاتړ راجلبول. طالبان بايد ددې مقصد لپاره لومړى خپلو عقيده يي ارزښتونو ته د نوي ژوند له غوښتنو سره سمون ورکړي او بيا د چارو په اداره کې ټولوخلکو ته د ګډون حق ورکړي.
_ د ملګرو ملتو د موسسې د ملاتړ راجلبول. طالبان بايد ددې مقصد لپاره د خپل فعاليت سوله ييز اړخونه، دملګرو ملتو د موسسې د سولې له پلان سره همغاړي کړي.
_ د ټولو ګاونډيو هېوادونو د ملاتړ راجلبول او يو د بل په چارو کې د نه لاسوهنې د غوښتنې له تضمين سره هغو ته د دپلوماتيکې پېژندنې غوښتنليک وړاندې کول.
_ له روسانو سره تر جګړې وروسته مسايلو باندې د چلند لپاره د ملي ګټو پر بنسټ د يوې غوڅې تګلارې رامنځته کول.
_ په افغانستان کې د ملي خاينانو او د جګړې د جنايتکارانو په باب د مجددي او رباني د حکومتونو د بښنې د اعلان لغوه کول، د محاکمې مېز ته د اوسنيو بدمرغه حالاتو د لومړۍ درجې مسوولينو راکشول.
_ د ملي مسلکي اردو بيا جوړول.
_ د اضطراري لويې جرګې د جوړولو لپاره د بېړنيو تدبيرونو پيلول.
_ پوهو کسانو ته د حکومت  د چارو واګې سپارل، روڼاندي او بوروکراتان، همدارنګه د طالبانو د اتلولۍ قدردانى او د چارو په اداره کې د هغو د ګډون تضمين، دولتي عالي شورا بايد په دولتي تشکيلاتو کې ځاى شي. دا شورا به د مشورتي واک لرونکې وي.
_ د اساسي قانون تدوين او د ټاکنو دايرول.
٤- د طالبانو د رامنځته کېدو منطق: طالبان په حقيقت کې د کابل اسلام ډوله ايتلافي ادارې، چې تر ١٩٩٢م کال وروسته يې واک ترلاسه کړ، د زور او زورواکۍ پر وړاندې د خلکو عکس العمل ګڼل کېږي.
دکابل اداره د تخت او يا تابوت له شعار سره، چې د غلو په ژبه تاوېده، سياسي ډګر ته داخله شوه، ټولې سياسي ډلې يې له ځانه لرې کړې او د اهل حل و عقد د اخيستل شوې شورا په واسطه يې د انحصاري واک په توجيه کولو سره، ټولو مخالفينو ته د جګړې اعلان وکړ.
اسلامي حزب ( په پيل کې خالص، حکمتيار)، د اسلامي انقلاب حرکت تنظيم، د ملي محاذ تنظيم، دملي نجات تنظيم، د وحدت حزب، ملي اسلامي غورځنګ، د طالبانو غورځنګ او په يوه مانا ټولې هغه ډلې، چې د افغانستان د سياست په برخه کې پېښې رازېږولاى شي، د کابل ادارې مخالفت ته راودانګل. دې مخالفت تيت و پرک شکل درلود او د کومې متحدې جبهې په واسطه يې لارښوونه نه کېدله، ځکه نو زور ته په زور ځواب ورکول تر پرله پسې کلونو پورې يوازې د يوې هيلې په توګه پاتې شو.
طالبانو تر يوه حده وکړاى شول د کابل د ادارې زورواکي، تاخت و تاز تر يوې اندازې پورې مهار کړي او د هغې په کلابندي کولو او وروسته د پايتخت په نيولو سره د افغانستان پر درېيمه برخه خاوره خپله واکمني ټينګه کړي. هغوى په داسې شرايطو کې چې د کابل ادارې د سولې ټول پلانونه که کورنۍ سرچينه يې لرله که بهرنۍ رد کړل او د يوه ممثل حکومت لپاره يې د ټاکنو له منلو ډډه وکړه، د افغانستان د خاورې له درېيمې حصې زياته برخه د تورې په زور ونيوله.
طالبان د ټولو هغو افغاني ډلو او قومونو لپاره د هيلو سرچينه شوه، چې د کابل ادارې د زور واکۍ له منطق او د ځينو جهادي قوماندانانو له خپل سريو او بې باکيو څخه، تر پوزې راغلي وو.
طالبان د افغانستان په سياست کې د زور څرګندولو په ډګر کې، د واک په واسطه د واک لپاره، د پولې د ټاکلو مناسب او طبيعي ځواب ګڼل کېږي.
طالبان د هغو مظلومو خلکو د فريادونو ښکارندوى دي، چې د زور په منطق سره يې د جګړه مارو، د امن دښمنانو، د ولسواکۍ او ټولنيز عدالت مخالفينو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره يې د مرګ او ژوند جګړې ته دانګلي دي.
د کابل ادارې، په زوره واک تر لاسه کړى و، د زور په کارونې يې هغه ساته او په زور له صحنې نه وايستل شول.
د کابل اداره په کينه ييز ډول، له باطل څخه د دفاع په ليکه کې ولاړه وه او طالبانو د حق د مدعيانو په توګه د زور په واسطه مغلوبه کړه او بيا پر ټول افغانستان باندې د سولې او امنيت غږ خور شو. يوازې سوله او امنيت ددې امکان برابروي، چې  د حق د يو ملاتړي ځواک په جوړولو سره، په هېواد کې د حقوقو دولت د جوړښت لپاره لاره هواره شي.
درېيم- د سياسي ژوند ځانګړنې: له هغو بېلګو څخه، چې د ډلبنديو اوسياسي ډلو د جوړښت په اړه مو وړاندې کړې، څرګندېږي چې:
_ پر ٦٠مو او ٧٠ مو کلونو په ټولنه کې سياسي ژوند پر دوو مخالفو؛ کيڼ او ښي لورو تشکل موندلى و. ددې خبرې علت ( د مارکسيزم او اسلامي انترناسيوناليزم) پر بنسټ، له بهر سره د کيڼ او ښي ايډيولوژيک او عقيده يي تړون و.
د مارکسيزم د ايډيولوژۍ آرونه او د ((مکتبې اسلام)) عقيده يي ارزښتونه د هغو خپرونو په واسطه، چې له بهر څخه په افغانستان کې خپرېدلې، د ډلو د مفکوره يي او سياسي تګلوري په ټاکلو کې يې مرسته وکړه. خو په ورو ورو ډول د مارکسيزم د فلسفې ټوليز مفاهيم او د مکتبي اسلام د نړۍ ليد معتقدات، د افغاني ټولنې د دوديز قبيله يي ژوند له واقعيتونو سره په چلند کې، په خپلې لومړنۍ مانا پاتې نه شول: مارکسيزم ليننيزم او ماهويزم تر لسو نه پر زياتو ډلو تقسيم شو او اسلام لږ تر لږه په پينځه لسو فراکسيونونو ووېشل شو. ددې ډلو ( مارکسيزم او اسلام) تر منځ کړکېچ يوازې د ګړني (شفاهي) اختلاف تر بريده پاتې نه شو: چين پلوو مارکسيستانو له روس پلوه مارکسيستانو سره پر وسله والو نښتو لاس پورې کړ او د ځينو جهادي تنظيمونو ترمنځ خونړۍ جګړې ونښتې.
_ په افغانستان کې سياسي مبارزې تل د سيمه ييزو شخصيتونو په شاوخوا دوام موندلى دى، نه د مدني ژوند د ارزښتونو  او د ټوليزو عقيده يي او ارماني آرونو د ګټو د ساتلو او يا د يو ملي شخصيت د دفاع په شاوخوا کې.
_ ايډيولوژيک او د ډيموکراتيک مفاهيم په ډېره کمه کچه (هغه هم د ښاري روڼاندو په وړو کړيو کې) د سياسي او ټولنيز واک سرچينې ګڼل کېږي. په پرمختللې نړۍ کې ايډيولوژيک او ولسواک ارزښتونه د سياسي ګوندونو د تشکل محور جوړوي، دا ارزښتونه په افغانستان کې تل د سيمې، قوم، ژبې او مذهب پر قوانينو بدل شوي دي.
څلورم- د جهادي مشرانو له خوا د جګړه ييزې ستراتيژۍ غوراوى:  له افغانستانه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، د تنظيمي حسابونو د تصفيې او سياسي موخو د ترلاسه کولو لپاره جګړه تر خبرو اترو او مفاهمې غوره وګڼل شوه. جګړه دهرې جګړه مارې ډلې لپاره دهغو امتيازاتو د ګټلو سبب کېدله، چې د سولې او خبرو اترو په شرايطو کې د هغو د لاسته راوړلو امکان ميسر نه و. مثلاً د اسلامي جمعيت لپاره جګړه پر اکثريت باندې د اقليت د ارادې د تحميل وسيله وه. داسلامي حزب لپاره جګړه دواک د انحصار حربه او د يو تيوکراتيک مستبد حکومت د ټينګښت وسيله ګڼل کېدله. د دوستم او وحدت حزب د ډلو لپاره جګړه له اکثريت سره د ازبکو او       شيعه ګانو د قومي او مذهبي اقليتونو د مساوي حقوقو د لاسته راوړلو اله وه.
د جګړې تر شا ناوړه هيلې او د جګړې د خړوبونې د واحدې سرچينې ګډ علتونه موجود وو. دا واحده سرچينه د بهرنۍ مداخلې لاس دى، چې مختلفې ډلې يې تل پر جګړو اخته ساتلي او د ملت اکثريت د ارادې پر وړاندې يې د هغوى کينه ژوندۍ ساتلې ده. په افغانستان کې د اکثريت اراده، چې د لويې جرګې او يا ټاکنو په واسطه له ځواک نه عمل ته راځي منطقاً په جګړه کې د ښکېلو تنظيمونو د سياسي ګټو په مخالف لوري کې واقع ده. د اکثريت د ارادې په څرګندېدو سره به، لکه د جمعيت او پرچم د اقليت حکومت، پر اکثريت باندې د خپلې ارادې د تپلو وس پيدا نه کړي او اسلامي حزب به د واک انحصار لپاره په خپلو هڅو کې پاتې راشي.
په همدې ډول به قومي او مذهبي لږکي، په داسې حال کې، چې د اقليتونو له طبيعي حقوقو څخه به برخمن شي، له اکثريت سره د مساوي حقوقو د ګټلو لپاره به، د خپلې دعوې په طرحه کې د ولسواکۍ له ځپونکي منطق سره مخامخ شي.
څه چې مو وويل له هغو څخه په ډاګه کېږي، چې د جګړې پايته رسېدنه د ځينو ډلو د سياسي ژوند له پايته رسېدو او د ځينو د اغېز له کمښت سره سمون خوري. له ټاکنو، لويې جرګې او په يوه مانا له سولې سره د جګړه مارو ډلو دښمني له ځاني دفاع نه پرته بل منطق لرلاى نه شي. د مورچل له شا نه د ټاکنو تر حوزې پورې د لارې وهل تر ټولو ستره ستونزه ده، چې جګړه مارې ډلې ورسره مخامخ دي.
د کار ستونزه په دې کې ده چې:
لومړى: دا چې د مورچل کسان اکثره نالوستي دي او سياسي شعور نه لري. هغوى په داسې حال کې، چې په ړندو سترګو د خپل مشرتابه تر اغېز لاندې راغلي دي، د يو لړ ملي او عمومي هيلو د دفاع لپاره خپلواک نظر نه لري. د دې ټوپکيانو ځينې هغه اجيران دي، چې د خپلو ځاني ګټو لپاره د دوو، ان دښمنو ډلو ترمنځ واټن په داسې چټکۍ سره وهي، لکه يو توغندى چې پر ښار ولي.
په هرحال! د جګړې پلويان، چې په هره کچه وي په دې شرط چې اړوند تنظيم ته ژمن پاتې شي، د مشر لپاره د سولې او جګړې په شرايطو کې ستر غنيمت ګڼل  کېږي. په ټوليز ډول هغوى داسې کسان دي، چې له ولسواکۍ د دفاع د عمومي بهير لپاره په درد نه خوري. هغوى د ټاکنو پر وخت يوه کوچنۍ ټولنه جوړوي، چې د خپلو هڅو په واسطه نه شي کولاى د مشرانو د لوړتيا غوښتنې هيلې خړوبې کړي.
دويم: مذهبي مشرانو، د مذهبي پلويانو ولولې په داسې شرايطو کې راوپارولې، چې جهاد د دوستانو د مجلس نقل او د دښمنانو د روحياتو د ځپنې وسيله وه. داسې ښکاري، چې د جهاد په پايته رسېدو سره به مذهبي مشران له يو خوا په خپله تنظيمي کړۍ کې، د خپلو پلويانو دساتنې او له بلې خوا د چوپ اکثريت د نظر د خپلونې لپاره، د ويلو څه ونه لري او نه به د جلب او جذب لپاره څه ځواک ولري. داسې فکر کېږي، چې د مجاهدو قلموالو د لوړو ژورو خبرو تر اغېز لاندې به يې ځينې پلويان له چوپ اکثريت سره همغږي شي او خپلې رايې به د هغو کانديدانو په صندوقونو کې، چې د ملي او عمومي ګټو دفاع کوي، واچوي. مشران يې په دې برخه کې بدګومانه کېږي او هغوى د سولې او روغې پر وړاندې مخالفت ته هڅوي.
درېيم: د مذهبي مشرانو زيات شمېر د بهرنيو لاسوهونکو هېوادونو زېږنده دي. د دې مشرانو سياسي پوځي فعاليت د مقاومت په بهير او تر هغه وروسته د بهرنيو ځواکونو په مرسته خړوبېده او لارښوونه يې کېدله. د سولې شرايط د دې ډلو لپاره ځکه د مړينې مانا لري، چې د بهر له سياسي، پوځي، پولي او مالي ملاتړ څخه بې برخې کېږي. پرته له دې چې له مشروعو او قانوني (کورنۍ سرچينې، د ګډون ونډې، د غړيتوب ونډې او نورو) لارو ددې مرستو د جبران ډاډ يې په لاس کې وي.
څلورم: د موسسو او ډلو په سطحه، هم د سياسي اقليتونو او هم د ملت په کچه د قومي لږکيو له خوا د انتخاباتو د نتيجو نه منل د سولې د بهير د سياسي مبارزې نورې ستونزې دي. هغه اساسي پوښتنه، چې د ځواب پيدا کولو لپاره ورته ډېره ځيرتيا په کار ده دا ده چې: ايا لږکي د يو اقليت په توګه د خپلو قانوني حقوقوپه ساتلو سره خپل ځان د اکثريت ارادې ته د درناوي ملزم ګڼي؟ مثلاً کله که انتخابي پارلمان پرېکړه وکړي، چې وسلوالې ډلې دې په درېو مياشتو کې خپلې وسلې دولتي مقاماتو ته تسليم کړي، داسې پرېکړه چې د اکثريت د ارادې څرګندويه ده، ايا د پلي کېدو ضمانت به ولري؟ هر کله که د افغانستان سني مذهب اکثريت په پارلمان کې د خپلو استازو په واسط پرېکړه وکړي، چې يوازې دې حنفي مذهب په محکمو او قضاوو کې رسميت ولري، ايا د اقليت شيعه مذهب ډلې به خپل ځان ددې پرېکړې په درناوي ملزمې وګڼي؟ په همدې ډول په لسګونو نورې پوښتنې راولاړېدى شي. هغه څه چې څرګند دي دادي، چې د ډيموکراسۍ سيستم په ورو او پرله پسې پلي کېدو کې، د سياسي زده کړې او تربيې په لاسته راوړلو سره، د اکثريت او اقليت مقوله د درک او زغم وړ ده. په خواشينۍ سره زموږ ټولنه د خپل سياسي بلوغ هغه حد ته نه ده رسېدلې، چې دخپلې سلامتيا او بشپړتيا لپاره، په شعوري توګه د سياسي ډيموکراسۍ ارزښتونه ومني، سربېره پر دې د جګړې او کړکېچ په دوو لسيزو کې په تنظيمي کړيو کې د زورواکۍ او حکم عادت ډېره زياته وده کړې ده. يوازې د خلکو نماينده او د قوي امنيتي ځواک لرونکى يو مرکزي دولت به ددې ځواک ولري، چې د اکثريت د پرېکړو پلي کېدل تضمين کړي.
ټوپکوال مجاهدين خپل ځانګړي سياسي و حقوقي کلتور لري. دا کلتور د لويديزې نړۍ د سياسي ماشين د محصول په پلمه د ولسواکۍ او ملي واکمنۍ له حق سره مخالف دى:
_ ولسواکي د مکتبي اسلام په تعبير له دې کبله، چې له اهل حل و عقد شورا څخه واک اخلي او خلکو ته يې سپاري، د اسلام له موازينو ( هغه ډول چې اخوانيت يې تعبيروي) سره اختلاف لري. پر دې انګېرنو باندې په داسې شرايطو کې ټينګار کېده، چې ډېر اسلامي هېوادونه د حل و عقد شورا له نامه سره اشنا نه وو او رژيمونه يې د ولسواکۍ د آرونو له مخې جوړ کړي وو.
_ د بنسټپالو په نظر، د ملي واکمنۍ حق په يوه بې سرحده خيالي نړۍ کې د اسلامي امت له ايډيال تحقق سره سمون نه خوري. دا نړۍ په جهاد ودانېږي او د کفر او الحاد نړۍ، خپل لاسونه هغه ته د تسليمۍ د نښو په توګه پورته کوي...!
له پورتنيو څرګندونو څخه په ډاګه کېږي، چې اکثرو تنظيمي مشرانو ته هره وسيله، چې د سولې د راوستلو سبب شي، که هغه ديو تشکيل ( لويې جرګې) په بڼه وي او يا د يو سياسي شخصيت (پاچا) په څېره کې، له دې کبله د تاييد وړ نه ده، چې پر ملي ګټو باندې ټينګار د هغو تنظيمونو ګټو ته، چې په جګړه کې يې روزنه او پالنه شوې، په ټينګه زيان رسوي.
داسې ښکاري، چې د جګړه مارو ډلو غچ اخيستونکو ولولو د کاناليزه کولو لپاره، يو له قهر نه ډک او بل سوله ييز الترناتيف شته، چې يو د بل بشپړوونکي دي:
يو: د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتو د سوله ساتونکو فعاله برخه اخيستنه. سره له دې چې د نړۍ په ځينو کړکېچنو سيمو کې د سولې لپاره د ملګرو ملتو پوځي مداخلې بشپړ برياليتوبونه نه درلودل، خو په ځينو برخو کې بري ته نږدې دي او په ځينو قضيو کې يې سوله ټينګه کړې ده. د افغانستان د قضيې په اړه يوازېنۍ ستونزه، چې موجوده ده، هغه داده، چې له هېواد څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو او د کمونيستي امپراتورۍ تر ړنګېدنې وروسته، د افغانستان قضيه د ملګرو ملتو د امنيت شورا د اجنډا په حاشيه کې راغله او ګومان نه کېږي، چې لويديز هېوادونه، مثلاً د خپلې اردو د يو غړي، چې په افغانستان کې به د سولې په ځواک کې شامل وي، د پوزې د وينې کېدلو د ليدو زغم ولري.
دوه: د ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان په سياست کې د ټولو اغېزمنو ډلو او اشخاصو په ګډون، د يوې اضطراري لويې جرګې جوړول. که چېرې دا جرګه د جګړه مارو ډلو، ټولو سياسي تنظيمونو او ټولو قومي، مذهبي او ملي شخصيتونو په رښتيني ګډون سره جوړه شي، د سولې ساتنې په کار کې به له ستر اخلاقي او مانيز اغېز څخه برخمنه وي.
د ١٩٩٤م کال په لومړيو کې د داسې يوې جرګې د لرليد اغېز په افغانستان کې د سولې کورني او بهرني دښمنان ووېرول:
د اضطراري لويې جرګې د جوړېدو له اوازو سره سم، د دې لپاره چې دا نوښت پايلې ته ونه رسېږي، دلته او هلته ظاهراً د جګړې د ختمولو، خو په واقعيت کې د سولې پر طرحې د بريد لپاره، يو لړ تشبثات پيل شول. د هجرت په خپرونو کې د نشر شوي خبر له مخې:
_ د مارچ مياشتې پر وروستيو د اسلامي هېوادونو يو شمېر پوهانو(!) په پاکستان کې د ازادو قبايلو په يوه سيمه کې، د افغانستان له جهادي مشرانو سره غونډه وکړه او تر خبرو اترو وروسته د مولوي خالص په مشرۍ يو هئيت کابل، چاراسياب او مزارشريف ته سفرونه وکړل او له دښمنو خواوو سره يې د نظر تبادله وکړه.
_ د اپريل پر مياشت د قوماندانانو يو هئيت د اور بند د يو تړون لپاره، په اوسنۍ جګړه کې له ټولو اخته غاړو سره ليده کاته وکړل.
_ پر مى مياشت په غزني ولايت کې د نږدې شلو ولايتونو د استازو په ګډون، د جنوب لويديځ د سولې هئيت د يوې اوونۍ غونډې په ترڅ کې، دجګړې د غندلو په برخه کې يو پرېکړه ليک صادر کړ.
_ د مى مياشتې په لومړيو کې د پاکستان، ايران او سعودي عربستان هېوادونو، په سعودي عربستان کې د سولې په يوې غونډې کې د ګډون لپاره د مجاهدينو استازو ته بلنه ورکړه. دملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د سولې د يوې رښتينې جبهې په منځ کې، د درز د پيدا کولو په موخه، په دې غونډه کې د ګډون لپاره د پخواني پاچا استازي ته هم بلنه ورکړل شوه.
د محمود مستيري په مشرۍ د ملګرو ملتو د سولې هئيت د تشبثاتو د خنثا کولو لپاره په ټينګه هڅې پيل شوې. د دې هڅو ګډه وجه په دې کې وه، چې افغاني وسلوالو ډلو د بهرنيو لاسوهونکو هېوادونو په مرسته د سولې له هر نوښت سره، چې په هغه کې د افغانستان چوپ اکثريت د خپلو ارمانونو د ځلونې امکان پيدا کړي، په مخالفت کې واحده جبهه جوړه کړې وه. د وسلوالو ډلو او لاسوهونکو بهرنيو هېوادونو له خوا د سولې د ټينګښت لپاره د چلوټې جوړول، په شعوري ډول په داسې شرايطو کې ترسره کېږي، چې پر تېر وخت په راولپنډۍ،      اسلام اباد، پېښور،  جلال اباد او مکه مکرمه کې دې ته ورته هڅې، د جګړې د پايته رسولو په لار کې هېڅ ډول عملي نتيجې ته نه دي رسېدلي. هغو کسانو، چې دا ډول جالونه يې غوړولي، پر دې ښه پوهېدل؛ هغه امتيازات يې، چې په جګړه کې يې ترلاسه کړي،  په سوله کې به يې له لاسه ورکړي.
(1) فضل غني مجددي، اميد جريده، ١٩٩٦م کال فبروري، ٢٠١ ګڼه.
(1)  افغانستان Le Roy Olivier، پاريس، ١٩٨٤م کال، ١٦٣مخ.
(1) افغانستان Le Roy Olivier، پاريس، ١٩٨٤م کال، ١٦٢مخ.
(1)  د افغانستان اخبار مجله، پاريس چاپ، ١٩٩١م کال جون.
(1) د افغانستان اخبار مجله، ٦٨ ګڼه، ١٩٩٥م کال، پاريس.
(1) دا نظر د طالبانو له خوا د هرات تر نيونې دمخه څرګند شوى و.
(1)  په بلوچستان کې يو مليون افغانان ژوند کوي. ددې شمېر نيم يې په کويټه کې استوګن دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery