مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : شهید داودخان چا وواژه ؟ (لومړۍ برخه )

سریزه:
د هیواد د ولسپالو لېکوالانو په ډله کې ډاکټرصبورالله سیاه سنگ چې کله ناکله د حجرالاسود په نامه هم لېکنې کوي هغه لېکوال، شاعر او څېړونکی دی چې لېکنې او څیړنې یې د افغانستان او سېمې په خپرونو کې د ډیرو کسانو پام ځان ته را اړولی اود هغه ترڅنگ یې په فارسي � دري ژبه د پښتنو شاعرانو، لیکوالانو او پښتني ولسي فرهنگ په پېژندنه کې ډیرې لېکنې کړې دي. له هغې ډلې څخه د ارواښاد ملنگ جان په پیژندنه او هیوادپالنه کې د هغه ژوره څیړنه ده.
د ډاکټر صبورالله سیاه سنگ د لېکنو یوه غوره برخه دا ده چې له هرډول ژبني تصعب او لنډپارۍ څخه لیرې ده او د یوه رښتوني افغان لېکوال په توگه یې ملي او ولسي دریز راخپل کړی دی.

داکټرصبورالله سیاه سنگ د افغانستان د لومړني ولسمشر ارواښاد شهید سردارمحمد داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وژونکو د پل او یا د هغوی د پښو د پـَلونو د خاپ د راسپړلو او موندلو په اړه یوه ژوره او هر اړخیزه څیړنه را اخیستې او تر اوسه ډیرې پټې او نا ویل شوې خبرې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د یو شمیر مشرانو له خولې را وتلې چې ټولې یې په خپله د پام وړ دي او ښایي د راتلونکو پـَلـټنو او څیړنو لپاره لاره پرانیزي. د ده ترڅنگ دغه څیړنه د هیواد د اوسني تأریخ یوه تیاره برخه را روښانوي. سردار محمد داؤود خان که هرڅه وو، خو هېڅ رښتونی افغان نه شي کولای د هغه په ولسپانې او هېوادپالنې کې شک او شوپیان ولري.

دغه څیړنه د نوموړي گوند له مشرانو سره د مرکې، په دغه اړوند د یو شمیرلېکل شویو کتابونو او د نورو کسانو د سترگو د لیدلی حال پرنبسټ ولاړه ده چې لوستونکی کرار کرار یوې منطقي پایلې ته ورنیږدې کوي.
دا څیړنه د یوې روانې لړۍ په ټوگه خپریږي او څرگنده نه ده چې لړۍ به یې څومره اوږده شي خو تر دمگړۍ ۷ برخې یې په پاړسي ژبه چمتو او د کابل ناتهـ په ویب پاڼې کې په پرله پسې ټوگه خپره شوې ده او تاسو ښاغلي لوستونکي به هم بینوا ویب پاڼه گام په گام ددغې څیړنې په پښتو شوې برخې کې خبروساتي.
ما ښاغلي داکټرصبورالله سیاه سنگ ته د ټیلفون او بریښنا لېک له لارې خبر ورکړ چې غواړم دغه څیړنه په پښتو را وژباړم او نوموړي په ډیرې خوښۍ او ورین تندي له ما سره د هرډول همکارۍ ژمنه هم وکړه. ددې ترڅنگ له خپل افغان هیواد وال ښاغلي ایشورداس څخه چې د کابل ناتهـ د ویبپاڼې چلوونکی دی منندوی یم. زه د بینوا د ویب پاڼې په استازیتوب ښاغلو داکټرصبورالله سیاه سنگ حجرالاسود او ایشورداس ته کور ودانی وایم.

رحمت آریا


د پسرلني سباوون د گولېو باران
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا
لومړۍ برخه


له یوه لاسه ټک نه را خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.

همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیره:


تر وروستۍ گولۍ
نن د داؤد خان او دهغه د کورنۍ له وژنې څخه څه ناڅه دیرش کاله تیریږي. که هغه ژوندی وای نو د جولای په اتلسمه نېټه به نهه نوي کلن وای.
امام الدین ( د افغانستان د پرون ورځې د کماندو افسر اود اروپا په کوم گوټ کې غلی ناهیلی ننی جنرال) هرکله چې د خپل لاس ټپ ته گوري نو د ۱۹۷۸زکال د اپریل د اته ویشتمې خونړۍ پیښې ته یې پام را وا وړي او د داؤد خان وروستنۍ خبرې یې له ډیرې نیږدې ترغوږونو شي چې :

(پرته له خدایه بل چا ته نه تسلیمېږم او ترخپلې وروستې گولۍ به وجنگیږم)

دا کومه هېښنده خبره نه ده. که د امام الدین پرځای هرڅوک وای نو د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې به یې د محمد داؤود لاندې وروستۍ خبرې نه وای هیرې کړې:
' � اوس واک د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند په ولکه کې د ی، نوباید تـسلیم شـﺊ!
- تا دا امر له چا راوړی؟
- د قادر له پلوه
- پرته له خدایه بل چاته نه تسلېمېږم او ترخپلې وروستۍ گولۍ به وجنگیږم'


زما نـوم امــام الــــدیــن دی
عبدالکریم میثاق (د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند له بنسټ ایښودونکو او د سیاسي بیرو غړی/د مالیې وزیر، کېسه لېکونکی او څیړونکی ) وایي :

" پوښتنه دا وه چې داؤد خان دې ژوندی وساتل شي یا دې ووژل شي؟ د مرکزي کمیټې یو شمیر غړو ویل چې ژوندی دې وساتل شي او وَژنه یې تأریخي پازوالي 'مسوؤلیت' لري، ښه به دا وي چې راډیو ته دې راوستل شي او ودې وایي چې اخیستل شوی گام سم دی، زه د افغانستان د خلق د ډیموکراتیک گوند دغه را اوچت شوی گام منم، بلې ډلې ویل چې دا به په خپله یوه تأریخي تیروتنه وي. کله چې وگړي د داؤد خان غږ واوري ښایي د هغه په گټه پاڅون و کړي او اوسنی پاڅون به دړې وړې شي. په دغوبنسټیزو وړاندیزونو کې دوه وو تنو تر نورو ډیرې خبرې کولې، یو یې دستگیرپنجشیری او بل یې ببرک کارمل وو.

یو صاحب منصب چې له لاسه یې وینې راڅڅېدلې راغی او د مرکزي کمېټې د غړو مخې ته سلامي شو او ویې ویل " زما نوم امام الدین او د گوند غړی یم. ارگ ته دننه تللای وم. د گلخانې [ماڼۍ] ته ولاړم او داؤود خان ته مې وویل: له دې چې واک د افغانستان د خلق ډیموکراتیگ گوند ته لیږدول شوی، دا ستا دنده ده چې ځان را تسلیم کړﺉ. یوه لور یې ورسره وه. عبدالاله [د سروزیرمرستیال او د بهرنیو چاروزیر]هم ورسره وو. داؤود خان پرما ډزې وکړې. کله چې ډزې یې وکړې، زما لاس یې را ټپي کړ. په دغه شیبه کې لورېې مخې ته ور ودریدله او ورته ویې ویل چې ډزې مه کوه، که ته ډزې وکړﺉ هغه هم ډزې کوي. [امام الدین] وویل چې په دغې شیبې کې داؤود پر خپلې لور هم ډزې وکړې. نو په دغه وخت کې ما هم خپل کلاشنیکوف را واخیست او ډزې مې پرې وکړې او ټول مې له یوې مخې له منځه یووړل. " ۲۲۴ او ۲۲۵ پاڼې، افغانستان په شلمې پیړۍ کې/ افغانستان در قرن بیستم: ۱۹۰۰-۱۹۶۹ د بي بي سي له ټولگو څخه . ظاهرطنین ۲۰۰۵

ستیا.......؟

دستگیرپنجشیری (د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند له بنسټ ایښودونکو او د سیاسي بیرو غړی/د ښوونې او روزنې وزیر،شاعر،لېکوال او څیړونکی) د پورتنیو خبرو په اړه سر تر پایه بل ډول خبره کوي:

د افغانستان د خلق د ډیموکراتیکې ټولنې د مشرانو د نیولو په شپه سلیمان لایق، بارق شفیعي، نـُور احمد نـُور او کریم میثاق د استاد میر اکبرخیبرد خاورو د سپارلو او د مړي د لمانځنې د کست په ثبت او ویشنې بوخت ول. کله چې د راډیو افغانستان له لارې یې د سیاسي دفترد غړو د نیول کېدلو خبر واورېده نو سلیمان لایق اوبارق شفیعي په خپل سر پولیس ته ولاړل او ځانونه یې پولیس ته ور وسپارل خو کریم میثاق او نـُوراحمد نـُور ځانونه د یوه گوندي کارگرپه کور کې پټ کړي ول. له دې امله د کریم میثاق خبره د هغه په کتاب "افغانستان په شلمه پیړۍ کې / در قرن بیستم" سمه او پرځای نه ده.

سیاه سنگ: ستاسو د سترگو لېدلی حال څه دﺉ؟ امام الدین چیری راغی اوڅه یې وویل؟

پنجشیری: امام الدین راډیو افغانستان ته راغی او خپل گزارش یې نورمحمد تره کي ته وړاندې کړ. هغه وویل چې له سردار محمد داؤود څخه څو ځله په درنښت غوښتنه وشوه چې له خپلې کورنۍ سره دې یوه خوندي ځای ته ولاړ شي، خو له پرله پسې غوښتنو سره سره هغه خپل زوی ته بولنده 'قومانده' ورکړه چې پر افسرانو، سرتیرو او ان د خپلې کورنۍ پرغړو دې ډزې وکړي. په پای کې دوه اړخیزه اور بل شو.

همداشان، امام الدین زیاته کړه چې : سردار داؤد ته مې وویل چې " واک د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ته لیږدول شوی او باید را تسلیم شـﺊ." داؤد وویل چې " کمونیستانو ته نه تسلېمیږم" او بیا یې نیغ په نیغه پرما ډزې وکړې. موږ هم ووهل او [ستیا] موکړل" جنرال کټ مټ د [ستیا] اصطلاح په کار یووړه. په یاد مې دي چې ویې ویل "ستیا مو کړل".

سیاه سنگ: " ستیا...؟ " [ستیا[ څه مانا لري؟ دا د کوم ځای اصطلاح ده؟

پنجشیری: ستیا یعنی "پوپنا" گومان کوم دا هندي یا اردو اصطلاح ده.

سیاه سنگ: مخکې له دې چې نورې اړینې خبرې راوسپړم باید ووایم چې د امام الدین له خولې د "ستیا" (۱) د اصطلاح په اوریدلو یوه ډیره ناوړه پوښتنه مې په فکر کې را ژوندۍ کیږي: د همدغې پوښتنې له امله غواړم پوه شم چې امام الدین د افغانستان له کوم گوټه دی.

پنجشیری: هغه د لوگر دی. د لوگر له پښتنو څخه. ښایي د هماغه ځای د وگړو په منځ کې د"ستیا" د اصطلاح کارَول دود وي. خو زه سم نه پوهیږم.

سیاه سنگ: امام الدین د گوند له کومې څانگې څخه وو؟

پنجشیری: هغه خلقی وو او د خلق د پوځي څانگې له خوا یې له حفیظ الله امین سره اړیکه درلودله.

سیاه سنگ: ستاسو دوینا پربنسټ امام الدین نه کلاشنیکوف را پورته کړی او نه یې د داؤد خان او نه یې د هغه د کورنۍ پرمخ ډزې کړي دي؟

پنجشیری: کټ مټ همداسې ده. امام الدین نشوای کولای کلاشنیکوف را پورته کړي او ډزې وکړي. هغه ټپي وو. له هغه سره وسله وال سرتیري ول، کله چې هغوی ولیدل چې داؤود او زوی یې ډزې کوي نو هغوی هم په ډزو پیل وکړ. له همدې امله ده چې امام الدین وایي " موږ هم ووهل او ستیا مو کړل"

سیاه سنگ: امام الدین او د هغه وسله والو ملگرو د دغسې په پټو سترگو وژنې د اور امر له چا تر لاسه کړی وو؟ د محمد داؤد او د هغه د کورنۍ د برخلېک په اړه د گوند سرمشریزې ډلې څه ویل؟ ستاسو نظر څه دی؟

پنجشیری: د کابل ولایت د زندان د پوښتنو او پلټنو له څانگې څخه راډیو افغانستان ته د نور محمد تره کی، ببرک کارمل، ډاکټرشاه ولي، زما (دستگیر پنجشیري)، سلیمان لایق، بارق شفیعي، عبدالحکیم شرعي جوزجاني او حفیظ الله امین له لېږدولو وروسته ، د دندو وېشنه په دې ډول وشوه : تره کي، کارمل، لایق او ما د سیاسي تبلیغ دندو پازوالي په غاړه را واخیستله، حفیظ الله امین، عبدالقادرهراتي او محمد اسلم وطنجار د پوځي لارښوونې دندې په غاړې واخیستلې.

له داؤود او د هغه له کورنۍ سره د چال چلند په اړه نور محمد تره کی او ببرک کارمل همغږي نه درلودله. تره کي د داؤود پر وژلو او کارمل د هغه پر ژوندي ساتلو ټینگار کاوه.

ما نورمحمد تره کي ته په ځواب کې وویل:" د ټولنیزې مبارزې تگلاره باید سپکه و نه گڼل شي او نه دې له پاڅون سره لوبه و شي." سلیمان لایق چې د خپل ډیر نیږدې ملگري او زوم د مړینې له امله په ژور ناورین کې ډوب وو، د محمد داؤود په اړه یې وویل " دا فرعون دې ووژل شي"

د تأریخ په دغسې یوې پرېکنده شیبې کې نورمحمد تره کي د انقلاب پوځي سرمشرېزې ډلې (حفیظ الله امین، عبدالقادر او اسلم وطنجار) ته لاندینۍ ځانگړې لارښوونه ور ولیږله:

" که سردارمحمد داؤود اواړوند ه کسان یې د انقلاب له فرمان څخه سرغړاونه وکړي، د پاڅون والو په وړاندې وسلې ته لاس ور وړي او پرته له آړ یا شرطه د گوند لارښوونو ته غاړه کښېـنږدي، نو زموږ وسله وال ځواکونه حق لري چې له خپل ځان او خپلواکۍ او انقلابي نظم څخه په میړانه ساتنه وکړي. که هغوی له وسله وال مقاومت څخه لاس پرسر شي او وسله پرځمکه کښیږدي، نو خوندي ځای ته دې ولیږدول شي. په دغه حالت کې به د هیواد د قوانینو پربنسټ له هغوی سره د درنښت وړ او افغاني چلند وشي."

البته ، چې پورتنی متن په پښتو وو او ما(پنجشیري) په پاړسي را وژباړه.

سیاه سنگ: مخکې له دې چې ستاسو د کتاب (د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند را پاڅېدنه او پوپنا کېدنه / ظهور وزوال حزب ډیموکراتیک خلق افغانستان) د برخو سپړنې ته راشم ، باید ووایم چې (په لندن /انگلستان کې مېشت) یو تن غلام رسول باوري تاسو د محمد داؤد او د هغه د کورنۍ اصلي وژونکی بللي یاست. د نوموړي د لېکنو ځېنې برخې په یوې یا دوه وو ویبپاڼو کې داسې راغلي دي:

" هغه ورځ ما [غلام رسول باوري] په راډیو ټلویزیون کې تخنیکي دنده درلودله. /.../ د ثبت او خپرونې د سټدیو دروازه د برچې او د توپک په قنداق په زور را خلاصه شوه او د وسله والو سرتیرود یوې ډلې په ملتیا [خیال محمد] کټوازی اود ستگیرپنجشیری چې د هغه په وینا "پلنگي" جامې یې په ځان کې وې او پر سترگو یې د ضعیفو کتلو عینکې وې، راننوتل.

د نېغې خپرونې خونه محاصره شوه. د جگړن په رتبې یو افسر د دستگیرپنجشیري اوانقلابي سرمشریزې ډلې ترمنځ چې مشري یې حفیظ الله امین او [محمد اسلم] وطنجار کوله په تگ راتگ کې وو. نوموړي یاددښت لېکونه وړل او راوړل. دستگیرپنجشیري د راډیو په لویې خپروونکي خونې کې گام واهه او داؤود خان، یحیی او محمدزیو ته یې ښکنځل کول او د هغوی د وژنې خبر ته سترگې په لار وو.

نوموړی جگړن په بیړه راغی او ویې ویل چې د پرچمیانو په ځانگړې توگه د ببرک کارمل د مخالفت له امله د سردارمحمد داؤود د وژلو مخنیوی کیږي. هغوی وړاندیزلري چې نوموړی د افغانستان قانوني او ولسټاکلی ولسمشر دی او ژوندی دې ونیول شي. پنجشیري په ډیر قهر وویل: " هغوی غو..... خوري" ببرک د هغوی جاسوس دی او د هغوی پرټغر لوی شوی دی. هغه له داؤود سره یو ځای ووژنـﺊ !

بیا ما ته لارښوونه وشوه چې گرځنده کمره له ځان سره را واخلم او د انقلاب د بولندې خونې ته ولاړ سم. ما بله لار نه درلودله، او یوه پياوړې جاپانۍ کمره مې راواخیستله اود ښاغلو پنجشیري او کټوازي په ملتیا حفیظ الله امین ته ورغلو.

پنجشیري په قهرژلې ژبې له امین څخه وپوښتل: دا دې څه ټبرپالنه او توکم پالنه را اخیستې؟ ولې د لیوني سردار، دغه د عبدالرحمان، حبیب الله او درغلن او ټگ نادر د وارث د وژنې امر نه ورکوﺉ؟ آیا د تاجیکانو ویني سپېنې او د پښتـنو سرې دي؟ حفیظ الله امین چې خوله یې له خندا ډکه اود بریا په نشه کې ډوب وو و ویل: په ارگ کې روزل شوي ستاسو ملگري سردار ببرک کارمل مخالفت کړی دی. یوازې سلطانعلي کشتمند یې وَژنه غواړي. پنجشیري په قهرژلې ژبې له تره کي مالومات وغوښتل او ټول واک او پریکړه یې د انقلاب دریزیا مقر ته ور وسپارله. له دغې لارښوونې وروسته، پنجشیری د مخابرې تر شا ودرید، لومړی یې یو حماسي شعر ولوست او وروسته یې په پرله پسې توگه د سردار محمد داؤود د پرته له پوښتنې وژنې لارښوونه ورکوله. په دغې شیبې کې جگړن رفیع چې ډیر په قهر وو هغه یې د مخابرې په خونه کې ولېد، د تلویزیون له ودانۍ ووت او کارمل ته ورغی.

ښه درنده جگړه ونښتله. له ماسپښین وروسته ټولو مخابرو اوگرځندو انقلابي راډیوگانو خبر ورکړ چې سردار داؤود، سردارنعیم او د هغوی د کورنۍ دیرش تنه ووژل شول او ارگ تسلېم شو. " حفېظ الله امین، وطنجار، پنجشیري، کټوازي او څو تنو نورو د وُدکا د شرابو د بوتلونو په را خلاصولو خوښي او خوشاحالي راپیل کړه. دستگیرپنجشیري د ټولو پښتنو پرضد د شعار په ورکولو د حفیظ الله امین نشه ور خراپه کړه. هغه په قهرسو او پنجشیری یې غلې کېدلوته را وباله."

که د غلام رسول پیژندنه یا نه پیژندنه یوې خواته پریږدو، د دغې لېکنې په اړه ستاسو غبرگون څه دی؟

پنجشیری: لومړی باید ووایم ......

- د لومړۍ برخې پای نوربیا......پاته لري


(۱)
اخځ:
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو د څلورټوکیز تشریحي قاموس په دریم ټوک کې چې په ۲۰۰۵زکال کې خپور شوی په ۱۷۲۲ پاڼه کۍ [ستي] د نسبتي ستاین نوم یا صفت په توگه په دریو مانا وو راغلی دی:
ستي: ۱. سوی [سوځېدلی]، کباب شوی. ۲.ساتي، سوتي، په هندوستان کې د جلال الدین اکبر تر زمانې پورې د هندوانو یو رسم وو چې د هغه پربنسټ به هندۍ میرمنې ځان ته اور اچاوه.
ستۍ : هغه هندوانۍ (ایندوه) چې د ستي له رسم سره سم ځان په هغه اور کې اچوي چې د میړه د سوځېدلو لپاره یې بل شوی وي. همدارسم اکبر منع کړ.
۲. بي بي. ، میرمن.
۳. هغه ښځه چې خپل سرد پلار په کاله کې سپین کړي.

داستۍ چې په اور سوځي مراد یې دا وي
زه په اور کې سوې ښه یم نه بې پته
رحمان بابا

د یادَونې وړ ده چې د ستي وییکی د ارواښاد ملنگ جان په شعرونو کې هم ډیرلېدل شوی دی
[رحمت آریا]
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery