مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : شهید داودخان چا وواژه ؟ (دوهمه برخه )

د پسرلني سباوون د گولېو باران
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا
دویمه څپرکۍ


له یوه لاسه ټک نه را خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.

همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیره:


ددې لیکني [ لومړۍ برخه ] دلته وګورئ. . .

سیاه سنگ: مخکې له دې چې ستاسو د کتاب (د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند را پاڅېدنه او پوپنا کېدنه / ظهور وزوال حزب ډیموکراتیک خلق افغانستان) د برخو سپړنې ته راشم ، باید ووایم چې (په لندن /انگلستان کې مېشت) یو تن غلام رسول باوري تاسو د محمد داؤد او د هغه د کورنۍ اصلي وژونکی بللي یاست. د نوموړي د لېکنو ځېنې برخې په یوې یا دوه وو ویبپاڼو کې داسې راغلي دي:

" هغه ورځ ما [غلام رسول باوري] په راډیو ټلویزیون کې تخنیکي دنده درلودله. /.../ د ثبت او خپرونې د سټدیو دروازه د برچې او د توپک په قنداق په زور را خلاصه شوه او د وسله والو سرتیرود یوې ډلې په ملتیا [خیال محمد] کټوازی اود ستگیرپنجشیری چې د هغه په وینا "پلنگي" جامې یې په ځان کې وې او پر سترگو یې د ضعیفو کتلو عینکې وې، راننوتل.

د نېغې خپرونې خونه محاصره شوه. د جگړن په رتبې یو افسر د دستگیرپنجشیري اوانقلابي سرمشریزې ډلې ترمنځ چې مشري یې حفیظ الله امین او [محمد اسلم] وطنجار کوله په تگ راتگ کې وو. نوموړي یاددښت لېکونه وړل او راوړل. دستگیرپنجشیري د راډیو په لویې خپروونکي خونې کې گام واهه او داؤود خان، یحیی او محمدزیو ته یې ښکنځل کول او د هغوی د وژنې خبر ته سترگې په لار وو.

نوموړی جگړن په بیړه راغی او ویې ویل چې د پرچمیانو په ځانگړې توگه د ببرک کارمل د مخالفت له امله د سردارمحمد داؤود د وژلو مخنیوی کیږي. هغوی وړاندیزلري چې نوموړی د افغانستان قانوني او ولسټاکلی ولسمشر دی او ژوندی دې ونیول شي. پنجشیري په ډیر قهر وویل: " هغوی غو..... خوري" ببرک د هغوی جاسوس دی او د هغوی پرټغر لوی شوی دی. هغه له داؤود سره یو ځای ووژنـﺊ !

بیا ما ته لارښوونه وشوه چې گرځنده کمره له ځان سره را واخلم او د انقلاب د بولندې خونې ته ولاړ سم. ما بله لار نه درلودله، او یوه پياوړې جاپانۍ کمره مې راواخیستله اود ښاغلو پنجشیري او کټوازي په ملتیا حفیظ الله امین ته ورغلو.

پنجشیري په قهرژلي ژبې له امین څخه وپوښتل: دا دې څه ټبرپالنه او توکم پالنه را اخیستې؟ ولې د لیوني سردار، دغه د عبدالرحمان، حبیب الله او درغلن او ټگ نادر د وارث د وژنې امر نه ورکوﺉ؟ آیا د تاجیکانو ویني سپېنې او د پښتنو سرې دي؟ حفیظ الله امین چې خوله یې له خندا ډکه اود بریا په نشه کې ډوب وو و ویل: په ارگ کې روزل شوي ستاسو ملگري سردار ببرک کارمل مخالفت کړی دی. یوازې سلطانعلي کشتمند یې وَژنه غواړي. پنجشیري په قهرژلې ژبې له تره کي مالومات وغوښتل او ټول واک او پریکړه یې د انقلاب دریزیا مقر ته ور وسپارله. له دغې لارښوونې وروسته، پنجشیری د مخابرې تر شا ودرید، لومړی یې یو حماسي شعر ولوست او وروسته یې په پرله پسې توگه د سردار محمد داؤود د پرته له پوښتنې وژنې لارښوونه ورکوله. په دغې شیبې کې جگړن رفیع چې ډیر په قهر وو هغه یې د مخابرې په خونه کې ولېد، د تلویزیون له ودانۍ ووت او کارمل ته ورغی.

ښه درنده جگړه ونښتله. له ماسپښین وروسته ټولو مخابرو اوگرځندو انقلابي راډیوگانو خبر ورکړ چې سردار داؤود، سردارنعیم او د هغوی د کورنۍ دیرش تنه ووژل شول او ارگ تسلېم شو. " حفېظ الله امین، وطنجار، پنجشیري، کټوازي او څو تنو نورو د وُدکا د شرابو د بوتلونو په را خلاصولو خوښي او خوشاحالي راپیل کړه. دستگیرپنجشیري د ټولو پـښتـنـو پرضد د شعار په ورکولو د حفیظ الله امین نشه ور خراپه کړه. هغه په قهرسو او پنجشیری یې غلې کېدلوته را وباله."

که د غلام رسول پیژندنه یا نه پیژندنه یوې خواته پریږدو، د دغې لېکنې په اړه ستاسو غبرگون څه دی؟

پنجشیری: لومړی د تیروتنې له ویرې پرته باید ووایم چې په یوشمیر لانجپالو ویبپاڼو کې یوشمیر سیاسي لوبي هغه مهال رامنځ ته شوېدي دي چې سکیولار سیاسي گوندونه او ټولنې له تیرو او پخوانیو تیروتنو په زده کړې د هغوی د بیا سماونې لپاره د سیاسي او ډله یز یووالي او د ملي او ډیموکراتیکو مورچلونو د جوړولو په موخه د یوبل ترڅنگ گام ږدي او غونډې جوړوي. زه په دې گروهن یم چې د دغسې په زهر لړلو ډنډورو د خپرولوموخه یوازې د پر مختگ لپاره په یوې چمتو ټولنې کې د ډیموکراتیک غورځنگ د لړۍ په وړاندې د خنډ له جوړولو پرته بله موخه نه لري او گټه یې د طالبانو د غورځنگ، د دیورند د کرښې د دواړو خواوو بنسټپالو، د نیشه یې توکو د مافیا، نړیوالې ترهگرۍ او د ناتو د ځواکونو د اوږد مهاله شتون لپاره د پلمې له را موندلو پرته بله څرگنده موخه نه لري. خو ستاسو لپاره زما څرگند ځواب درښتینو تأریخي واقعیتونو وَیـَنـَه ده:
لومړی: د کسانو نومونه او د "پوځي جامو" خبره

د غوایي د مېاشتې په اوومه او له زندانه د خلاصېدلو په مهال سلطانعلي کشتمند او خیال محمد کټوازی له موږ سره زندانیان نه ول.زما په ځان کې ملکي دریشي وه او پلنگي جامې مې په تن نه وې.

دویم: د جگړن د تگ او راتگ خبره

زما، د نورمحمد تره کي، ببرک کارمل او سلیمان لایق امنیت د هوایي ځواکونو یوه ډگروال چې محمد کریم خان وردک نومېده، نیولی وو. د مشرتابه د ډلې له دغو غړو څخه هېڅ یویې د راډیو او ټلویزیون له ودانۍ څخه نه وو وتلي. له دې امله د" چا د تگ را تگ خبره په منځ کې نه وه".

که څه هم ببرک کارمل د راډیو له خپرونو وروسته د کبیر رنجبر (د اوسنۍ ولسي جرگې د غړي) د پلار په کور کې د مشرتابه د ډلي د پټېدلو وړاندیزوکړ؛ خو تره کي په پرېکنده ډول وویل: " یا به له پوځي ډلې سره یوځای بریالي کیږو او یا به په یوه مورچل کې وژل کیږو .په پای د پوځي بولندې یا قوماندې په سلا او مشورې د هوایي ځواکونو پوځي قرارگاه د خواجه رواش گارنیزیون ته ولیږدول شوو.

هراتی قادر په پیاوړي مورال د بگرام، مزار اوشینډنډ د هوایي ډگرونو له گارنیزیونونو سره په اړیکه کې وو. هغه د غوایي د اتمې په سهارني سباوون د ریشخورد قطعې د بمبارد فرمان ولیږه او هغوی ته یې وویل چې یوازې سړک په نښه کړي او د ولس کورنو ته دې تاوان ور ونه رسېږي. قادر د پیلوټانو نومونه را اخیستل او له هغوی سره یې ټوکې کولې.

ټول دربارپورې تړلي تاریخ لېکونکي او یاددښت لېکونکي چې غواړي په پاڅون کې د شوروي د الوتکو د برخې اخیستلو د ډ نډورو د خپرولو له لارې ولس بې لارې کړي یوازې د پاکستان د پوځي سیاستوالو، ایراني اخوندانو، د عربي امارات د شیخانو او د هغوی د وُبا وَهـَلو تالي څټوپه ژرندو کې د نورو اوبوبـََهـَولو له موخې پرته بل څه په خپلې کڅوړې کې نه لري.

دریم: له " حفیظ الله امین سره د شخړې تور"

د پاڅون په شپې مې له امین سره هېڅ ډول شخړه نه درلودله ځکه چې د وسله وال ځواک د پوځي انډول تـَلـَه د هغه په گټه وه. که نورمحمد تره کي ور ته اجازه ورکړې وای ما خو لا پریږده چې په هماغه شپه به یې کارمل هم سوری سوری کړی وای.


څلورم: د" پشتون او تاجک سکالو"

زه نه پخوا او نه اوس د خپل یو موتي او نه بیلېدونکي هیواد د هېڅ یوه توکم دښمن نه وم. خو د زورواکۍ ، ټـَبـَرنۍ برلاسۍ او د زور له لارې د واک د را خپلولو پرضد مې مبارزه کړې او کوم یې. زه گروهن یم چې د ټولو ټـَبـَرونو د عدالت غوښتنې هڅې به له سوله یزې لارې ژر یا په ځنډ کې د افغان هېوادالو د څرگند ډیموکراتیک گډون یا هم له بلې لارې بریالۍ شي.

پینځم: د "وډکا د بوتلونو" تورلــَگــَـونه

د پورتـنيو تشو ډنډورو برخلاف ، نورمحمد تره کي ، حفیظ الله امین، محمداسلم وطنجار، خیال محمد کټوازي او ما نه یوازې دا چې د غوایي د اومې د پاڅون بریا مو په څښاک په ځانگړې توگه په وډکا نه ده لمانځلې، بلکه کله چې د غوایي په اومې نېټې د مازیگر په پینځو بجو له زندانه را خلاص شوو نو د غوایي د اتمې نېټې ترماښامه په ټول افغانستان کې د ډاډ وړ د ټیکاو تر راټینگېدلو پورې موږ د یوه څاڅکي د څښلو او د یوې مړې ډوډۍ د خوړلو لپاره وخت نه درلود.

سیاه سنگ: بیا هم مخکې له دې چې ستاسو د کتاب (د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند دراپاڅېدنې او پوپنا کېدنې / ظهور و زوال حزب ډیموکراتیک خلق افغانستان) د برخورا سپړنې ته راوگرځم له تاسو غواړم چې زما دغې تکراري پوښتنې ته ځواب راکړﺉ: آیا تاسو ډاډه یاست چې سلیمان لایق نورمحمد تره کي ته وویل چې " دغه فرعون دې ووژل شي." ؟

پنجشیری: هو ډاډه یم. بشپړ ډاډ لرم چې سلیمان لایق په څرگند ډول ویلي:" دغه فرعون دې ووژل شي"

پرما تور لگول کیږي

سلیمان لایق ( د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند له بنسټ ایښودونکو او د سیاسي بیرو غړی/ شاعر، څیړونکی د راډیو تلویزیون وزیر) د سردار محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د وژنې په اړه بل ډول نظر لري.

سیاه سنگ: محمد داوؤد او کورنۍ یې د چا یا کوموکسانو په فرمان ووژل شوه؟

لایق: سردارداؤود د چا د فرمان ، لارښوونې اویا ډله ییزې پریکړې پربنسټ نه دی وژل شوی. وگورﺉ! لومړی کودتا وشوه، تر هغه وروسته ورته فرمان ولیږل شو چې تسلیم شـﺊ، هغوی تسلېم نه شول. پایله یې هماغه ده چې ټول ولس پرې خبر دی. د څو تنو وَژنـَه.

سیاه سنگ: تاسو غواړﺉ ووایاست چې محمد داؤود او کورنۍ یې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د ډله ییزې پریکړې پربنسټ نه دی وژل شوی؟

لایق: لومړی خو د دغې سکالو بنسټ باید راڅرگند شي. د افغانستان د خلق ډیموکراتېک گوند کودتا نه ده کړې. کودتا څو تنو ترسره کړه.

سیاه سنگ: ستاسو په وینا، دغه څو تنه څوک ول یا څوک دي؟

لایق: یو شمیر ځانغـوښتـونکو، ځانمنـنـونکو او د واک څوکیو ته تږيو کسانو چې غوښتل یې د واکمنۍ څوکۍ ، موټرو، ویسکي او لوړو دولتي پوړونو ځانونه ورسوي کودتا یې وکړه او د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په داسې یوه دریزکې راگیر شو چې کار له کاره تیر وو. د خلق اوپرچم ډلې اړې شولې چې د ځان د ساتنې لپاره دغه کودتا ومني.

سیاه سنگ: کولای شـﺊ د دغې کودتا د سمبالوونکو نومونه را واخلـﺊ؟

لایق: زه ډارن نه یم اونه له راتلونکي څخه کومه ویره لرم. زړه ور یم او په زغرده وایم چې حفیظ الله امین او تره کي د دغې کودتاه پاخه سمبالوونکي ول. موږ په زندان کې وو چې کودتا وشوه.

سیاه سنگ: تاسو څنگه زنداني شواست؟

لایق: کله چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مشرانو د نیولو خبر د راډیو له لارې خپور شو نو له زندانه بهر یو شمیر ملگري دغې پایلې ته ورسېدل چې :" 'میثاق صاحب اولایق صاحب ته به ښه دا وي چې ولاړ دې شي او ځانونه دې دولت ته ور وسپاري". زه هم د ملگرو له سلا سره سم پولیسو ته ورغلم او ځان مې ور وسپاره.

زما لاسونه یې په هتکړیو را وتړل او په یوې کوشنۍ خونې کې واچولم. یو وردکی افسر راغی او په ډیرې قهرژلي توگه یې راڅخه وپوښتل " څه شی دې خوړلي چې هضمولای یې نه شي". وروسته له هر لوري د ډزو غږونه را خپاره شول. افسر دباندې ووت. څو شیبې وروسته زه هم له خونې دباندې دالان ته را ووتلم او غوښتل مې پوه سم چې څه خبره ده. د گوند یو تن غړی مې ولېد. هغه وویل:" څو شیبې نورهم صبر وکړه، راڅملوو یې."

بیا مې ولېدل چې هماغه افسر بیرته راغی او په یوه غاب کې یې راته انگور راوړل زما لاسونه یې راخلاص کړل او په دې ډ ول زه له زندانه را خلاص سوم.

سیاه سنگ: وروسته له هغې چې له زندانه را خلاص شواست او راډیو افغانستان ته راغلاست نو نورمحمد تره کي ته مو د داؤود په اړه وویل " دغه فرعون دې ووژل شي." . آیا دا سمه ده؟

لایق: نه. داسمه نه ده. دا قطعأ زما خبره نه ده. پرما تور لگوي. ما داسې نه دي ویلي. اصلأ دغه پیښه ماته د کرکې وړ وه.

سیاه سنگ: کومه پیښه تاسو ته د " کرکې" وړ وه. د " غوایي کودتا یا د محمد داؤود وژنه."

لایق: کودتا. دغه پوځي پاڅون چې په گوند کې نه وو پوخ شوی، ماته د کرکې وړ وو. ښایي په تأریخ کې دغه پاڅون ته وَرته نور پاڅونونه هم شوي وي. آیا دا چې په دغې پیښې کې شورویانو هم لاس درلود یا نه درلود راته څرگنده نه ده. البته حفیظ الله امین او نورمحمد تره کی سل په سلو کې پرې پوهېدل.

سیاه سنگ: که تاسو د نورمحمد تره کي پرځای واست، آیا د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د وژلو فرمان به مو ورکړې وای؟

لایق: دغه پوښتنه بنسټ نه لري. که زه د هغوی پرځای وای نو کودتا به نه وای شوې. په هیڅ اصل ،بنسټ او معیار کې د کودتا تجویز نه دی شوی. کودتا د سیاسي ستونزو د حل لاره نه وه، نه ده او په راتلونکې کې به هم نه وي. زه له کودتا سره مخالف وم. په ټولیز ډول د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ټول پوه غړي له پوځي کودتا سره مخالف ول.

سیاه سنگ: آیا دا رښتیا نه ده چې د یوه خپلوان او نیږدې ملگري د وَژنې په ناورین کې د ډوبېدلوله امله مو د داؤود لاس د میراکبرخیبر په وژنه کې ورگډ کړای وي او ویلي مو دي چې " دغه فرعون دې ووژل شي"؟

لایق: د ژوند له پیله تر اوسه له وینې تویـَونې او وَژنې کرکه لرم. ان د سردار داؤود او د هغه د کورنۍ له وژل کېدلو وروسته، د مړیو د لېدلو لپاره ارگ ته وَرنغـلم. تل به زما په اړه ویل کېدل چې " دی قاطع سړی نه دی". تاسو په ټول افغانستان کې ماته یوازې یو تن را پیدا کړﺉ چې ودې وایي " چې د لایق له لاسه یې تاوان لیدلی وي" له بلې خوا سردار داؤود او د هغه د جمهوري دولت څانگو د میراکبر خیبر په وژنه کې لاس نه درلود. خلک ولې بې گټې خبرې را جوړوي؟

سیاه سنگ: د میراکبرخیبر وژونکی څوک دی؟

لایق: دا پولیسي تحقیقات کیږي او زه یې ځواب ویل اړین نه بولم. څو اونۍ مخکې یوې نړیوالې راډیو هم دغه پوښتنه راڅخه کړې وه. د نوموړې راډیو پوښتونکي ته مې وویل چې اوس د دغې پوښتنې د ځواب ویلو وخت نه دی. اوس به ډیر وختې وي چې دغې پوښتنې ته ځواب وویل شي.

سیاه سنگ: که څه هم د داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وژنې له سکالو څخه لږ څه لېرې کیږو خو غواړم ووایم چې وحید مژده د " آریایي" او "سرنوشت" په ویبياڼو کې یوه لیکنه لري اوسرلېک یې دی " هغه وژنه چې له پایلې څخه یې کودتا را وکټدېدله". هغه د گلبدین حکمتیار له خولې چې وحید مژده هم په هغې غونډې کې ناست وو، داسې لېکي "خیبرزموږ د مجاهدو وروڼو په لاس وژل شوی"

لایق: دغه ادعا هم له بنسټه سمه نه ده. حزب اسلامي د دې لپاره چې د پاکستاني چارواکو په سترگو کې ځانته یو دریز راپيدا کړي، په دغه خام او بې ځایه چل د داسې یوې وژنې پازوالي په غاړه را اخلي چې له اصله یې کړې نه ده.

سیاه سنگ: خو (د وحید مژده د لیکنې پربنسټ) د گلبدین حکمتیار دغه ادعا د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند یو شمیرپخوانیو لوړپوړ غړیو منلې ده.

لایق: هو منلې یې ده او هغه هم له دې امله چې غواړي د میراکبرخیبر د وژنې تورله خپل تندي څخه را پاک کړي.

سیاه سنگ: ستاسو له خبرو را څرگندیږي چې د میر اکبر خیبر وژنه " د گوند د کورنیو کړیو" په لاسه یوه وَ ژنه ده. آیا ښه به نه وي تاسو چې وژونکی پیژنـﺊ او په رښتیا خبریاست، ولې خلک نه خبروﺉ؟ په رښتـنو خبرو پوهېدل د ولس بنسټیز حق دی.

لایق: د افغانستان د خلق د ډیموکراتیک گوند ښادنامې په ځانگړې توگې د غوایي له کودتا را وروسته ډیرې کرغیړنې وې. ولس زموږ له لاسه ډیر تاوانونه ولېدل. میر اکبرخیبر هم همدغو حزبیانو وژلی دی. ما اوس له گوندي او یا سمبال شوي سیاست څخه لاس اخیستای دی، ادبیاتو ته مې مخه کړې، غواړم هرهغه څه چې لرم ویې لیکم، ولې نه؟ په نیږدې راتلونکې کې به هر څه په یوه کتاب کې را ولېکم.

سیاه سنگ: اوس به بیرته خپلې خبرې ته راشو. ستاسو له انده داؤودخان څه ډول یو شخصیت وو؟
لایق:

د دویمې برخې پای
اخځ :
http://www.kabulnath.de/Salae_Charom/Shoumare_74/President%20Daud%202.pdf

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery