مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : شهید داودخان چا وواژه ؟ (دریمه برخه )


دریمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [ لومړۍ برخه ] [دوهمه برخه ] دلته وګورئ. . .

سیاه سنگ: وروسته له هغې چې له زندانه را خلاص شواست او راډیو افغانستان ته راغلاست نو نورمحمد تره کي ته مو د داؤود په اړه وویل " دغه فرعون دې ووژل شي." . آیا دا سمه ده؟

لایق: نه. داسمه نه ده. دا قطعأ زما خبره نه ده. پرما تور لگوي. ما داسې نه دي ویلي. اصلأ دغه پیښه ماته د کرکې وړ وه.

سیاه سنگ: کومه پیښه تاسو ته د " کرکې" وړ وه. د " غوایي کودتا یا د محمد داؤود وژنه."

لایق: کودتا. دغه پوځي پاڅون چې په گوند کې نه وو پوخ شوی، ماته د کرکې وړ وو. ښایي په تأریخ کې دغه پاڅون ته وَرته نور پاڅونونه هم شوي وي. آیا دا چې په دغې پیښې کې شورویانو هم لاس درلود یا نه درلود راته څرگنده نه ده. البته حفیظ الله امین او نورمحمد تره کی سل په سلو کې پرې پوهېدل.

سیاه سنگ: که تاسو د نورمحمد تره کي پرځای واست، آیا د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د وژلو فرمان به مو ورکړې وای؟

لایق: دغه پوښتنه بنسټ نه لري. که زه د هغوی پرځای وای نو کودتا به نه وای شوې. په هیڅ اصل ،بنسټ او معیار کې د کودتا تجویز نه دی شوی. کودتا د سیاسي ستونزو د حل لاره نه وه، نه ده او په راتلونکې کې به هم نه وي. زه له کودتا سره مخالف وم. په ټولیز ډول د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ټول پوه غړي له پوځي کودتا سره مخالف ول.

سیاه سنگ: آیا دا رښتیا نه ده چې د یوه خپلوان او نیږدې ملگري د وَژنې په ناورین کې د ډوبېدلوله امله مو د داؤود لاس د میراکبرخیبر په وژنه کې ورگډ کړای وي او ویلي مو دي چې " دغه فرعون دې ووژل شي"؟

لایق: د ژوند له پیله تر اوسه له وینې تویـَونې او وَژنې کرکه لرم. ان د سردار داؤود او د هغه د کورنۍ له وژل کېدلو وروسته، د مړیو د لېدلو لپاره ارگ ته وَرنغـلم. تل به زما په اړه ویل کېدل چې " دی قاطع سړی نه دی". تاسو په ټول افغانستان کې ماته یوازې یو تن را پیدا کړﺉ چې ودې وایي " چې د لایق له لاسه یې تاوان لیدلی وي" له بلې خوا سردار داؤود او د هغه د جمهوري دولت څانگو د میراکبر خیبر په وژنه کې لاس نه درلود. خلک ولې بې گټې خبرې را جوړوي؟

سیاه سنگ: د میراکبرخیبر وژونکی څوک دی؟

لایق: دا پولیسي تحقیقات کیږي او زه یې ځواب ویل اړین نه بولم. څو اونۍ مخکې یوې نړیوالې راډیو هم دغه پوښتنه راڅخه کړې وه. د نوموړې راډیو پوښتونکي ته مې وویل چې اوس د دغې پوښتنې د ځواب ویلو وخت نه دی. اوس به ډیر وختې وي چې دغې پوښتنې ته ځواب وویل شي.

سیاه سنگ: که څه هم د داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وژنې له سکالو څخه لږ څه لیږې کیږو خو غواړم ووایم چې وحید مژده د " آریایي" او "سرنوشت" په ویبياڼو کې یوه لیکنه لري اوسرلېک یې دی " هغه وژنه چې له پایلې څخه یې کودتا را وکټدېدله". هغه د گلبدین حکمتیار له خولې چې وحید مژده هم په هغې غونډې کې ناست وو، داسې لېکي "خیبرزموږ د مجاهدو وروڼو په لاس وژل شوی"

لایق: دغه ادعا هم له بنسټه سمه نه ده. حزب اسلامي د دې لپاره چې د پاکستاني چارواکو په سترگو کې ځانته یو دریز راپيدا کړي، په دغه خام او بې ځایه چل د داسې یوې وژنې پازوالي په غاړه را اخلي چې له اصله یې کړې نه ده.

سیاه سنگ: خو (د وحید مژده د لیکنې پربنسټ) د گلبدین حکمتیار دغه ادعا د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند یو شمیرپخوانیو لوړپوړ غړیو منلې ده.

لایق: هو منلې یې ده او هغه هم له دې امله چې غواړي د میراکبرخیبر د وژنې تورله خپل تندي څخه را پاک کړي.

سیاه سنگ: ستاسو له خبرو را څرگندیږي چې د میر اکبر خیبر وژنه " د گوند د کورنیو کړیو" په لاسه یوه وَ ژنه ده. آیا ښه به نه وي تاسو چې وژونکی پیژنـﺊ او په رښتیا خبریاست، ولې خلک نه خبروﺉ؟ په رښتـنو خبرو پوهېدل د ولس بنسټیز حق دی.

لایق: د افغانستان د خلق د ډیموکراتیک گوند ښادنامې په ځانگړې توگې د غوایي له کودتا را وروسته ډیرې کرغیړنې وې. ولس زموږ له لاسه ډیر تاوانونه ولېدل. میر اکبرخیبر هم همدغو حزبیانو وژلی دی. ما اوس له گوندي او یا سمبال شوي سیاست څخه لاس اخیستای دی، ادبیاتو ته مې مخه کړې، غواړم هرهغه څه چې لرم ویې لیکم، ولې نه؟ په نیږدې راتلونکې کې به هر څه په یوه کتاب کې را ولېکم.

سیاه سنگ: اوس به بیرته خپلې خبرې ته راشو. ستاسو له انده داؤود خان څه ډول یو شخصیت وو؟

لایق: داؤود خان د شخصي تقوی لرونکی یو سړی وو. پرته له شکه چې هغه د افغانستان د سرلوړۍ او پرمختگ غوښتونکې وو او د شتمنۍ او پیسو له ټولولو سره یې هېڅ مېنه نه درلودله. خو د داوؤد خان په ژوند کې تیاره اړخونه هم لېدل کیږي: دکتاتور وو او، هزاره گان یې نه خوښیدل. که چا د هغه ډاډ ترلاسه کړای وای نو د هغه هرډول کړنه سردارداؤود ته د منلو وړ وه، که پرچا بې ډاډه شوی وای نو څرگنده ده چې د هغه سړي ژوند ټول پو پنا کېده.

ببرک کارمل، رمزي او کرک
د سردار محمد داؤود وراره محمد عزیزنعیم د خپلې مور خبرې داسې په یاد راولي:

" مورمې پیښې په خپلوسترگو ولیدلې. د هغو پیښو لنډیز داسې دی : په وروستیو شیبو کې د [کمانډو] یو افسر ننوځي او داؤود خان ته وایي : "باید تسلیم سـﺊ . محمد داؤود خان پوښتنه کوي : " تاسو دغه امر د چا له خوا لرﺉ ؟ هغه ځواب ورکوي : " د قادر له پلوه." محمد داؤود خان وایي : " زه پرته له خدایه بل چا ته نه تسلیمیږم او تر وروستۍ گولۍ جنگ ته چمتو یم"

همدا وو چې د دواړو خوا ترمنځ گولۍ را و ورېدلې چې په پای کې یې ارواښاد داؤود خان او د هغه د کورنۍ اولس تنه غړي د هغه د زامنو او دوه لوڼو په گډون ټولو د شهادت جامونه راپورته کړل.

له دغې پیښې وروسته د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزارته د رمزي په نامه یو سړی چې د افغانستان په څانگې کې یې کار کاوه د خواخوږۍ لپاره زما لېدلو ته راغی او د هغه ترڅنگ یې را یاده کړه چې له خپل سفیر ښاغلي کرک څخه یې یو گزارش تر لاسه کړی او په دغه گزارش کې له ببرک کارمل سره د هغه د پیژندگلوی د کتنې خبره هم ویل شوې وه. د رمزي په وینا په گزارش کې لېکل شوي ول: کارمل ویلي چې موږ د یوه سرته رسیدلي عمل په مقابل کې را گیرپاتې شولو." (۲۲۴، ۲۲۵، ۲۲۶ پاڼې : افغانستان په شلمه پیړۍ کې / افغانستان در قرن بیستم : ۱۹۰۰ � ۱۹۶۹ د بي بي سي د راډیو له ټولگو څخه ، ظاهر طنین ۲۰۰۵ ) "

د زَړوکسانو په کورگي کې د یوې بوډۍ میرمنې خبرې
داؤود جنبش ( لېکوال ، ژباړونکی او د بي بي سي د راډیو کارکوونکی) د : ولسمشر داؤود خان او کورنۍ یې څنگه ووژل شول تر سرلېک لاندې د محمدظاهرشاه د خور/ د محمدنعیم د ماندینې میرمن زُهرې له خولې راوړي چې :

په هغه ورځ [ د اپریل ۲۸، ۱۹۷۸ ز، د غوایي اومه ۱۳۵۷ ل] نعیم خان نه وو. لوڼې مې په کورکې وې ، لمسیان ښوونځي ته تللي ول. زه د ویښتانو د جوړولو لپاره دباندې تللې وم. یو افسر راغی او په بیړه یې له ما وغوښتل چې ارگ ته ولاړه شم. د داؤود خان له زامنو سره یوځای د گلخانې ماڼۍ ته ولاړو. داؤود خان په خپل دفتر کې د تیلفون له لارې له چا سره خبرې کولې. هماغلته کښېنستلو. الوتکو بمبارد را پیل کړ. ترماښامه دغه حالت دوام درلود.


کله چې بمباریو زور واخیست، داؤود خان وویل:" لاندیني پوړ ته ولاړسـﺊ!" د را وتلو په مهال د گلخانې د دروازې له اړخه د گولیو اور را پیل سو. گومان کوم ډزې په ارگ کې دننه د خلقیانو او پرچمیانو له پلوه وو.

په دالان کې د داؤود خان لور زرلښته او دهغه اته کلنه لمسۍ غزال ( د عمر لور) ټپیانې شوې وې. هغوی یې بلې خونې ته راوړلې. گولیو زما د دیارلس کلنۍ لسمۍ صفورا ټټر سوری سوری کړی وو. نظام [ د داؤود خان زوم] وویل صفورا بې هوښه شوې خو حال یې ښه دی، خو کله چې له نیږدې یې ولېدله، هغه وژل شوې وه. صفورا زما د سترگو تر مخ ځان حق ته وسپاره. ماشومان د مور په غیږ کې هم خوندي نه ول. شیما د سردارصاحب داؤود خان ننږور /د میرویس میرمنې خپل دوه ماشومان په غیږ کې نیولي ول او دیوال ته یې ډه ډه لگولې وه. کله چې له خونې راوتلم و مې لېدل چې درېواړه یې شهیدان شوي ول.

زرمېنه (زما او د نعیم لور)، عایشه (د داؤود خان معیوبه خور) چې له فزیکې ننگونو سره مخامخ وه او د له لاسه او پښو غورځېدلو کسانو په کراچۍ کې به گرځېدله ، زینب (زما خور/د داؤود خان میرمن) ، شینکۍ او زرلښته ( د سردارداؤود خان لوڼې) ټولې داؤود خان ته ورغلې او د هغه تر څنگ ودرېدلې.

ما په خپلو سترگو نه دي لیدلي، خو راته یې وویل چې چا له لیرې ځایه داؤود خان ته ویل : تسلیم سه ! او هغه ورته ویلي ول : پرته له خدایه بل چا ته نه تسلیمیږم. په همدغه وخت کې د ډزو غږونه را پورته شول. داؤود خان، نعیم خان، زینب، شینکۍ، خالد، ویس او عمر(د داؤودخان زامن)، نظام ( د شاه محمودخان زوی) ټول هماغلته ووژل شول.

کودتا چیان په موږ پسې راغلل او ویې ویل چې له خونو څخه را ووځـﺊ او که څوک را ونه وځي نو د خونې چتونه به پرې را ونړیږي . د را وتلو په مهال مې ولېدل چې د داؤود خان، نعیم خان او نورو مړي پرځمکه پراته ول.

زما پښه هم ټپې شوې وه. موږ یې روغتون ته ورسولو. هلته یې د لسو ورځو لپاره وساتلو بیا یې زندان ته بوتلو. خورشید او توران (د سردارتیمورشاه ماشومان/ د نعیم خان لمسیان) په روغتون کې پاتې شول. گلالۍ (د عمر میرمن/ د داؤود خان ننږور) سره له دې چې پښه یې ۷ گولېو ور سورۍ سورۍ کړې وه ژوندۍ پاتې شوه.

په هغې باراني ورځې زموږ د کورنۍ او نېږدې خپلوانو ۷۰ تنه و وژل شول. آیا وروسته له ۳۰ کالو به داسې یو څوک وموندل شي چې د وژل شویو آرامځای ومومي او د افغانستان د لومړي ولسمشر له قبرڅخه زیارت را جوړ کړي؟"

سورسباوون

داکترعاصم د ( د داؤود خان سیاستونو، شخصیت او اندونو ته یوه کتنه / نگاهې به شخصیت،نظریات وسیاستهای داؤود خان) د (میزان د خپرندویې ټولنې له خپرونو ۲۰۰۱کال) د کتاب له ۲۹۲ تر۲۹۷ پاڼو کې د هما داؤود (د خالد میرمن او د سردار محمد داؤود د نږور) د خبرو پربنسټ داسې لیکلي دي:

" د دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریزکال د غوایي د مېاشتې اوومه پنځنۍ 'پنجشنبې' ، د نورو ورځو په شان یوه عادي ورځ وه. د پسرلي میاشت وه او باران وَریده. په دودیز ډول د کورنۍ غړي هره د پنځنۍ ورځ د ماښام له خوا د داؤود خان په کور کې را ټولېدل. داؤود خان کورنيو ارزښتونو ته په ډیرې درندې سترگې کتل او ډیر به خوښېده چې لږ تر لږه په اونۍ کې یوځل د کورنۍ غړي پریوه ټغرراټول شي او له یو بل سره په گډه ډوډۍ وخوري. د دغسې را ټولېدلو نوښت هغه رامنځ ته کړی وو.


په هماغه ورځ د نورو پنځنیو ورځو په شان د کورنۍ د غړیو د را ټولېدلو تابیا په پام کې نېول شوې وه. کله چې د شوبلو د ډزو غږ را پورته شو، څه ناڅه د غرمې دولس بجې وې او میرمن هما داؤود په کورکې وه او گومان یې کاوه چې د غرمې د ډوډۍ د دودیز توپ غږ دی او کلکه پاملرنه یې ورته ونه کړه. د هغې زړه نه منل چې له همدغې شېبې وروسته به دا د کمونیستو کودتا چیانو د کودتا پیل وي.

اړوپیچ د سترگوپه رپ کې اوښتون موند. څو شیبې نه وې تیرې چې خالد له خپل کار ځای د تلویزیون له ودانۍ څخه کورته را ورسید او ویې ویل چې ټول دې ارگ ته ولاړ شي. کله چې د ویرې لمنه را څرگنده او پراخه شوه داؤود خان د ولسمشرۍ د دفترد مشراکبرخان په سلا او وړاندیز پریکړه وکړه چې د کورنۍ ټول غړي ارگ ته دننه را وغواړي.

میرمن هما وایي کله چې په موټرکې د داؤود خان له کوره تر ارگه ولاړه نو ډیره په اندیښنه کې ډوبه وه او ویې لېدل چې اړوپیچ د سترگو په رپ کې د اوړېدلو په حال کې دی. د مخ په ودې اړوپیچ په لېدلو یې اندیښنه لا زیاته شوه. کله چې له خپل خاوند او کوشني ماشوم سره د ارگ انگړ ته ننوتله نو ویې لېدل چې سرتیرو د تیارسـﺊ په حال کې په هرگوټ کې مورچلې نیولې دي. له دغو ټولو سره سره بیا هم دا نه پوهېدله چې خبره څه ده او د دغه بیړني اړوپیچ د را پارېدنې لامل څه وو.

د کورنۍ پاتې غړي چې له هرې خوا ورو ورو را رسیدل د ارگ د گلخانې د ماڼۍ په دویمې ودانۍ کې د ولسمشر د کار په دفترکې را ټول شوي ول او ارگ ته په راننوتلو د هغه څه د تیریدلو په لېدلو به هک پک پاتې کېدل چې په ارگ کې تیرېدل. که څه هم اړوپیچ ډیر کړکیچن شوی نه وو خو د نیږدې ماسپیښین شا او خوا وړاندیز وشو چې میرمنې او ماشومان دې له ارگه په موټرونو کې بهر و ایستل شي. د افغانستان د پخواني ټولواک خور او د ولسمشر داؤود خان ماندینې میرمن زینب دغه وړاندیز وغانده. دهغه د همدغې پریکړې پربنسټ نورو میرمنو هم خپل هوډ څرگند کړ او ټینگاریې وکړ چې د خپلو میړونو ترڅنگ به همدلته پاتې شي. په ځانگړې توگه د سردارمحمد داؤود خان زامنو ټینگار کاوه چې د پلار ترڅنگ به پاتې کیږي او نه غواړي چې هغه یوازې پریږدي.

که څه هم د کورنۍ غړو ته څرگند خبرونه نه ورکول کېدل خو د هرې شیبې په تیریدلو خبره راڅرگندیدله او اورېدل کېدل چې دښمن د پرمختگ په حال کې دی او د ولسمشرد ماڼۍ نیول یې د خپلې موخې زړه ټاکلی دی.

په ډیرلنډ وخت کې ټیلفوني اړیکې وشلیدلې. له دې چې کودتا چیانو په آسانۍ کولای شوای د ودانۍ پاسنی پوړ په آسانۍ بمبارد کړي، د خونې د لوړوالي او د کړکیو د ډیروالي له امله دغه ځای خوندي نه وو نو پریکړه وشوه چې ټول دې کښتـني پوړ ته ولاړ شي. همداسې وشوه. د کورنۍ ټول غړي لاندیني پوړد ډوډۍ خوړلو لویې خونې ته راکښته کړای شول.

میرمن هما وایي تر هغې شیبې پورې چې دا د داؤود خان د کار په دفتر کې وه څوک نه وو ټپي شوي. خو کله چې د کورنۍ غړي کښتني پوړ ته راکښته شول نو د کودتاچیانو یرغل لا زور واخیست. د دښمن په وړاندې د ولسمشرۍ د ساتونکي قطعې اتلواله مقاومت ورو ورو دړې وړې کېده، د دښمن د مردکیو او توغندیو ړندو چــَرو او ټوټو په ودانۍ کې دننه هرڅوک ټپیانول.

زما په گومان لومړني چا چې ټپ واخیست او د سترگو په رپ کې مړ سو د سردارمحمد داؤود خان مشرزوی محمد عمر وو. د ارواښادې میرمن گلالۍ داؤود د عبدالله خان ملکیار د لور پرځان اته گولۍ لگېدلې وې. لورکۍ یې (غزال) په همدغې پیښې کې په ارگ کې شهېده شوه او بله ټپي لور یې په روغتون کې څو شیبې وروسته مړه شوه. که څه هم د سردار محمد نعیم خان پښه په گولېو ټپي شوې وه خوله خپل پالیاله ورور سردارمحمد داؤود خان سره د سهارتر سباوون پورې ژوندی وو. وروسته له دې چې د ولسمشرۍ د ماڼۍ د ساتونکي قطعې پاتې برخه له نا چارۍ کودتاچیانو ته تسلیم شوه، کمونیستانو د شنه سهار په سپیده دم کې د گلخانې د ماڼۍ دروازه پرانیستله او په لومړیو شیبو کې یې له داؤود خانه وغوښتل چې تسلیم شي خو هغه په ځواب کې وویل چې هېڅکله به د روسانو مریـیـو کمونیستانو ته تسلیم نه شي.

د امام الدین تر مشرۍ لاندي د وسله والو کودتا چیانو د ډلې او سردارمحمد داؤود خان ترمنځ ډزې پیل شوې چې په پای کې یې د هغه د کورنۍ یو شمیر راگیرشوي کسان یا ټپیان یا شهیدان شول.

د دغو شهیدانوپه منځ کې یوازې د سردارمحمد داؤود خان له کورنۍ څخه شل تنه ول. که د غوایي د اوومې د شرموونکي او کرغیړنې کودتا د شپو اوروځو د شهیدانو شمیره را واخلو نو د ټولو وژل شویو کسانو شمیره د سید عبدالاله، عبدالقدیرنورستاني، صاحبجانخان گارډ په گډون چې په ارگ کې ووژل شول ،او نور لکه غلام حیدررسولي ، ښایي درې زره تنو ته ورسیږي.

د کمونیستانو له وروستـني یرغله وروسته د سردارمحمد داؤود خان د کورنۍ پاتې ژوندي غړي د جمهوریت روغتون ته ولیږدول شول. هغو کسانو لکه میرمن گلالۍ چې ژور ټپونه یې اخیستي ول، تر اوږدې مودې په روغتون کې پاتې شول او د کورنۍ نورټول غړي زندان ته ولیږدول شول او هلته یې بندیان کړل.

د سردارمحمد داؤود د کورنۍ پاتې غړو د روس د لاسپوڅي رژیم له استازو څخه په څو څو ځله غوښتنه وکړه چې د غوایي د اوومې کودتا د شهیدانو د ښخېدلو ځایونه ورته وروښیي، خو دغولاسپوڅو هېڅکله دغې غوښتـنې ته ځواب ور نه کړ.

څرگنده نه ده چې د کودتا د تورې او کرغیړنې شپې له امله کودتا چیانو د ارگ دننه د شهیدانومړي د خواجه رواش په سیمه کې په ډله ییزکېندل شوي قبرکې ښخ کړي او یا د کابل- جلال آباد د لویې لارې په اوږدو کې په یوه ناڅرگند ځای کې له اسلامي دودونو پرته ښخ کړي دي. (له میرمن هما )Arlington, Virginia ,USA داؤود عثمان سره مرکه ۲۰۰۱زکال د جنوري دویمه

له هغې خونړۍ پیښې را وروسته لا تراوسه د دغې غوټې سر نه دی پرانیستل شوی. په دغې پیښې کې ښکېل کسان او پاخه پازوال مشران لا تراوسه د نړۍ په گوټ گوټ کې ژوندي دي او پرته له شکه له قانوني لارو او امکاناتو کولای شو له هغوی پوښتنه وکړو چې دغه خبره روښانه کړي.

د گلخانۍ پرماڼۍ د گولیو باران

جنرال نذیر کبیرسراج د خپل کتاب (په افغانستان کې د شلمۍ پیړۍ د دویمې نیمایۍ مهمې پېښې/ روېداد های مهم نیمه اخیر سده بیست در افغانستان) په ۱۱۳ پاڼې کې لیکلي : " محمد عمر په داسې حال کې چې له خپل پلار سره یو ځای وو د گلخانې د ماڼې پوړې 'زینې' ته مخامخ، موټرته د پورته کېدلو په وخت کې ټپي شو. " دلته د یادونې وړده چې په هغو شېبو کې د یو شمیر وزیرانو په گډون د حاضرو همکارانو د پریکړې پربنسټ، وپتـیـل شوه چې محمد داؤود دې له ارگه دباندې ووځي او د مرکزي ځواک (قوای مرکز) د اړوند لښکرکوټونو په مرسته دې د کودتا چیانو یرغل پرشا وتمبوي." نوموړی زیاتوي : " یادې شوې ډزې د ولسمشرۍ د گارد د یوتن افسر له لوري چې د سردارمحمد داؤود د ډاډ وړ سړی وو، وشوې."

هما داؤود د سردار محمد داؤود د مشرزوی د ټپي کېدلو په اړه د جنرال کبیر سراج خبره نه مني او ټینگارکوي چې هغه له ودانۍ دباندې نه، بلکه په ودانۍ کې دننه ټپي شو. ۲۹۵ پاڼه، د سردارمحمد داؤود شخصیت، اندونو او تگلارو ته یوه کتنه / نگاهې به شخصیت، نظریات وسیاستهای سردار محمد داؤود، ډاکټر محمدعاصم، د میزان خپرندویه ټولنه، د امریکامتحده ایالات،۲۰۰۱)
وایي چې .....

ویل کیږي چې د دیارلس سوه اووه پینځوسم کال د غوایي د مېاشتې له اوومې نېټې مخکې د محمد داؤود د وژلو تابیا نیول شوې وه. که داسې وي، نو د کومو کسانو پـَل د دغې تابیا په تل کې موندلای شو؟
وایي چې د افغانستان د خلق دیموکراتیک گوند یوه نامتو څیره چې اوس هم په افغانستان کې ژوند کوي، د سردارمحمد داؤود او د هغه د کورنۍ له وژل کېدلو لږ شیبه وروسته ارگ ته راغی، ټول یې له پامه تیرکړل او بیا له خونې ووت.

وایي هماغه سړي یو چا ته ویلي ول چې :" ... په پام کې نېول شوې وه چې پرارگ به یو پینځه سوه کېلویي بم وروغورځول شي. پوهیږﺉ چې پینځه سوه کیلویي بمب څومره ورانی کوي؟ ارگ یې له خاورو سره په هوا کاوه؟!"
"... د عبدالله عمرله جیبه چې زما ترڅنگ ولاړ وو، د بنزموټر کلي یې واخیستله او ویې ویل: اوس زموږ وار دی چې د موټرسپرلۍ وکړو." په همدې حال کې مې ولیدل چې د کورنۍ یوشمیر غړي څوک روغ رمټ او څوک ټپي له دروازې تیریږي او میرمن سلطانه نور/د سردارمحمد عمرنور ماندینه له ټولو مخکې روانه وه. زهرا او داؤود / دغازي محمود ماشومان مې ولیدل چې دواړه ټپیان ول. کله چې د میرمن سلطانې نور سترگې پرما ولگېدلې، غلې شوه، بیا یې د لاس په اشاره او نغوته راته وویل دغه کسان پـړ دي چنواري 'چارماري' یې کړﺉ." هغې [ د افغانستان د پخواني ټولواک محمدظاهرشاه خوراو د ولیهعد سرداراحمدشاه خواښې ] گومان کاوه چې زه هم د پیښې له پخو...... )

نوربیا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery