مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : شهید داودخان چا وواژه ؟ (څلورمه برخه )


څلورمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [ لومړۍ برخه ] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] دلته وګورئ. . .

دیرش کاله د بېدېا په زړه کې
ډاکټر محمد حلیم تنویرد وروستنیو دریو لسیزو د څیړونکو له ډلې څخه (د گلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې) د اسلامي گوند یوه وتلې څیره ده چې د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د آرامځي ترټولو نیږدې نښه یې را کښلې ده (د افغانستان د ورځپاڼه لېکنې پېښلېک/ تأریخ روزنامه نگاري افغانستان، ۲۲۰ پاڼه، د صبور د خپرندویه ټولنې مرکز/پیښاور- پاکستان جنوري ۲۰۰۰ زکال)

د ۲۰۰۸ زکال د جولای په دویمې نېټې جنرال پادشاه میر په افغانستان کې د "آزادۍ د راډیو" له مرکه کوونکي حمید مُهـمند سره یوه ځانگړې مرکه کړې او نوموړي د سردارمحمد داؤود او د هغه د کورنۍ د قبرونو ځای ځایگی، د کابل په ۱۸ کیلومترۍ کې د څرخي پله زندان ته نیږدې داسې روښانه کړی:

حمید مهمند: جنرال صاحب پادشاه میر! هغه گزارشونه چې موږ اورېدلي، پکې ویل کیږي چې: تاسو یو تن له هغو کسانو یاست چې د سردارمحمد داؤود او د هغه د کورنۍ د ښخولو په اړه شاهد واست. کله چې مړي رارسیدل او یو ځای خاورو ته سپارل کېدل تاسو هلته واست. مړي په څه ډول راوړل کېدل او په څه ډول په ډله ییزه توگه خاورو ته سپارل کېدل؟ که مهرباني وکړﺉ په دې اړه لږ مالومات را کړﺉ!

جنرال پادشاه میر: د [د یارلس سوه اووه پنځوسم "ل" کال] د غوایي د مېاشتې په اوومه د پنجشنبې [پنځنۍ] په ورځ کودتا وشوه. په سبا یې کله چې ورځ پای ته ورسیدله، د شپې دولس بجې وي چې مړي یې راوړل. موټر راغی. په هغه وخت کې زه د څلورم زغره وال ځواک د ساتنې او څارنې [حفظ ومراقبت] مدیروم. امر وشو چې ځان له سرتیروسره پولیگون ته ورسوم. له هغوی سره یوځای پولیگون ته ولاړم.

موټران له ښاره راتلل او څراغونه یې له لیرې ښکارېدل. له ځان سره مې وویل: خدایه! په دې نېمه شپه کې دا موټران له کومې خوا پولیگون ته را روان دي.

لومړنی موټر چې را ورسید، د دفاع د وزارت یو جیپ وو. له سلام او ستړي مه سي وروسته مې وپوښتل: وروڼو! خیریت خو دی؟ څنگه راغلـﺊ یاست؟ ویې ویل چې د داؤود خان او د هغه د کورنۍ د غړو مړي مو راوړي او غواړو دلته یې یوې په موضع (له مخکې پوځي کېندل شوي ځای) کې ښخ کړو،او ځای ورته پیدا کړو،ورته مې وویل: ډیره ښه ده.

اسلم وطنجار چې په کودتا کې یې پخه ونډه درلودله او په څلورم زغره وال ځواک کې وو، پوهېده چې د ځمکې کوم ځای د (موضع) لپاره کېندل شوی دی. هغه وویل دلته د یوه ټانک پخوانۍ موضع شته.

غوچوړي (چقوري) له مخکې کېندل شوي ول. له جیپانو وروسته یو نوی [زیس موټر] راغی او د شو. ماته یې وویل: سرتیرو ته ووایه چې مړي راکښته کړي. Reverse �موضع مخې ته"
سرتیرو مړي یو په یو راکښته کړل. زه په خپله د قبر لحد ته ور کښته شوم. لومړنی کار مې چې وکړ دا ووچې د مړیو مخونه مې د قبلې خواته را واړول. کله چې اوس مو قبرونه را خلاص کړل نو له نېکه مرغه لېدل کېدل چې د مړیو د هډوکو مخونه هماغسې د قبلې خواته ول. د امنیت د وزارت کارکوونکو او نورو هـیـﺋـتانو ولېدل چې د مړیو مخونه د قبلې پر لور ول.

د یوه موټر ترپال مې خلاص کړ او دهغه سپن ږیري موټروان ته مې وویل: نه خفه کیږي که دغه ترپال واخلم او د مړیو پرمخونو یې واچوم؟

حمید مهمند: جنرال صاحب! مهرباني وکړي ووایاست چې په همدغه ډله ییزقبرکې مو څو تنه مړي تر خاورو لاندې کړل؟

جنرال پادشاه میر: څه ناڅه دیارلس تنه ول. دیارلس تنه.

حمید مهمند: آیا ددوی په ډله کې ښځې او ماشومان هم ول؟

جنرال پادشاه میر: د هغوی په منځ کې درې ښځې وې، نور یې ټول نارینه ول.

حمید مهمند: ویل کیږي چې په ډله ییز قبر کې د داؤودخان له کورنۍ څخه اتلس تنه تر خاورو لاندې شول، نور مړي څه شول؟

جنرال پادشاه میر: په هماغه شپه یې دیارلس مړي اونوریې په سبا شپه راوړل. ما درې شپې بې خوبې ایستلې وه او ښارته خپل کورته ولاړم. زما د مرستیال ضابط شاه ولیخان په وینا نور شپاړلس تنه مړي چې گڼ شمیر یې ښځې وې د ټانک د بلې کېندل شوې [موضع] په پینځه ویشت گامیز واټڼ ته راوړل شول.

د هغې ورځ په سهار شاه ولیخان راته وویل: آمرصاحب تاسو پرون شپه نه واست، نور مړي یې هم راوړل. ومې پوښتل: مړي دې وپیژندل؟ ویې ویل: نه. ومې نه پیژندل. خو دومره مې ولیدل چې په مړیو کې ښځې او ماشومان ډیر ول، نارینه لږ ول.

حمید مهـمند:جنرال صاحب تاسو وویل چې لحد ته کښته شواست او ومو ویل چې مړي مو یو په یو ځای پرځای کړل. ستاسو له نظره، ایا هغوی په گولېو وژل شوي ول یا نور زورزیاتې هم ورسره شوی وو؟

جنرال پادشاه میر: دروغ ویل گناه لري. شپه وه. د مړیو مخونه سم نه ښکاریدل. ټول په وینو ککړ ول. کلکه مې چې مړي دېخوا آخوا کول، لاسونه مې د هغوی په وینو ککړېدل. پرټولو له یوې مخې د گولیوباران شوی وو.

حمید مهمند: آیا د سردار داؤود خان مړی مو په خپلو سترگو ولید؟

جنرال پادشاه میر: له یوې خوا د شپې تیاره وه، له بلې خوایې موږ ته ویل چې مړي ژر ژراو په بېړه را کښته کړﺉ. له مړېنې وروسته څیره او د مخ بڼه هم بدلیږي. مړي سم نه پیژندل کېدل. که په تیاره شپه کې څوک خپل ورورهم وگوري، نه یې پیژني. خو د بدن د جوړښت ، د اندام د ځیږوالي او د قد یا وني د لنډوالي له مخې مې گومان وکړ چې داؤود خان به وي.

په تیرو ورځوکې کله چې هغه مو له قبره را وایست، د خپلې میرمنې د هډوکو تر څنگ وو. ښځې یې د سرو زرو غاښونه درلودل. سره زر په خاورو کې نه خراپیږي، تر ننه پورې هماغسې پاتې دي.

حمید مهمند: مړي څه ډول کسانو راوړل؟ لوړپوړي افسران ول که عادي سرتیري؟

جنرال پادشاه میر: د هغوی د ډلې مشر نور احمد نور د کورنیوچارو [وزیر] وو. نه پوهیږم چې اوس په کوم هېواد کې اوسیږي. نور وزیران هم ول، چې نه یې پیژنم. د هغوی یوه تن له اسلمه وپوښتل: دغه افسر چې لاندی بوخت دی، ملگری دی که نه؟

حمید مهمند: دا یې ستاسو په اړه ویل؟

جنرال پادشاه میر: هو، هغوی نه غوښتل چې دغه پټ راز افشا سي او غوښتل یې چې مړي هماغلته ورک سي.

حمید مهمند: تاسو وویل چې مړي یې په دوه وو جلا جلا شپو کې راوړل او تر خاورو لاندې شول. له تاسو سره یې چال چلند څنگه وو؟ څه قومانده یې ورکوله او څه یې ویل، د بیلگې په ډول، څه وکړﺉ؟

جنرال پادشاه میر: کله چې هغوی خپل کار پای ته رساوه نو د څلورم زغره وال ځواک له کانتینه به یې چای، کیک او کلچې واخیستلې او [په اصطلاح د پیش نمي په توگه به یې] یو څه خوړل بیا به ښار ته تلل. په همدغه ترڅ کې یوه شپه یې ما ته په گوته نیولو ویلي ول چې " دا سړی گوندي ملگری نه دی"

وروسته یې نو د وزیر په کچې نور مشران او لوړپوړي چارواکي راوستل او د گولیو باران به یې پرې جوړاوه. ډیر ښه ښه وزیران ول. کله چې دغه مشران یې د گولیوپه باران کې ویشتل اوپه شهادت یې رسول نو ویل به یې چې چاته نه وایو. انکار کوو. پټ کار دی. ځکه چې هغوی له محکمې پرته وژل کېدل.

حمید مهمند: آیا هغوی د داؤود خان د کابینې کسان ول؟

جنرال پادشاه میر: هو، هغوی د داؤود خان د کابینې غړي ول.

حمید مهمند: د چا نوم دې په یاد دی؟

جنرال پادشاه میر: هو ! یو یې د عدلیې وزیر وفي الله سمعیي وو، بل یې د بهرنیو چار وزیر، ځکه چې ویې ویل یې د باندنیو چارو وزیر راکښته کړﺉ. ټول ټال ۸ تنه ول. هغوی یې د شهید سردار صاحب له وژلو ۸ شپې وروسته ژوندي راوستل او ویې ویل چې له وژل کېدلو یې منکره کیږو.

د هغوی له ډلې بل تن موسی شفیق وو. له هغه یې هم پوښتنې کولې. هغه په ځواب کې ورته ویل: زه ډیر بې گناه یم. په کور کې مې سطرنجۍ هواره ده. اولادونه مې څه نه لري. زه په خپل کور کې هېڅ نه لرم. هغوی په ځواب کې ورته وویل: تا د هلمند اوبه خرڅې کړې دي. موسی شفیق ورته وویل: ته [نور احمد نور ته یې وویل ته]، اناهیتا راتب زاد، ببرک کارمل او حفیظ الله امین ټول د کابینې وکیلان واست. تاسو ومنله [پاس کړه] او زه د هغه وخت سروزیر [صدراعظم] وم، ما یوازې لاسلېک وکړ.

حمید مهمند: دغه خبرې هماغلته ترسره شوې؟ موسی شفیق هماغلته له نور احمدنور سره شخړه وکړه او بیا یې هماغلته وواژه؟

جنرال پادشاه میر: هو، مخامخ خبرې هماغلته پیل شوې. له هماغو خبرو وروسته موسی شفیق یې وواژه. له هغه وروسته یې د عدلیې وزیرله موټره راکښته کړ.

حمید مهمند: کله چې د کابینې غړي یې وژل، څه ډول احساسات یې له ځانه څرگندول؟ خندل یې؟

جنرال پادشاه میر: دوی به پرې د گولېو باران جوړاوه او هغوی د" الله ُ اکبر" په ویلو پرځمکه را لوېدل.
حمید مهمند: هغو کسانو چې ډزې کولې څه ډول احساسات یې څرگندول؟

جنرال پادشاه میر: رښتیا یې ووایم د هغوی په احساساتو نه پوهېدلم. له یوې خوا د شپې تیاره وه له بلې خوا ډزې کوونکو داسې خولۍ پرسر درلودلې چې دوه سوري یې درلودل چې له هغو سوریو یې یوازې کتلای شوای. یوازې سترگې یې ښکارېدلې او مخونه یې نه ښکارېدل چې سړی یې پر احساساتو پوه شي. هغوی به کلاشنیکوفونه په لاس له جیپ موټرانو راکښته شول له اته متریز واټنه به یې ډزې پرې پیل کړې او بیا به بیرته جیپ ته ننوتل.

حمید مهمند: کله چې د خبرو شخړه کېدله، نورو څه کول او څه یې ویل؟

جنرال پادشاه میر: ددوی د خبرو پرمهال نور ټول غلي درېدل او څه یې نه کول.

حمید مهمند: دغه خبرې چې مو وکړې ټولې یې ستاسو تر مخې تیر شولې؟

جنرال پادشاه میر: هو، هر څه مې چې وویل زما تر مخې تیر شول.

حمید مهمند: هغه خبرې او شخړې [د موسی شفیق او نور احمد نور ترمنځ] هم ستا تر مخې تیرې شوې وې؟

جنرال پادشاه میر: هو، هغه خبرې هم ټولې زما تر مخې تیرې شولې.

حمید مهمند: کله مو چې د سردارصاحب داؤود خان او د هغه کورنۍ خاورو ته وسپارله او ستاسو ترمخه د هغه د کابینې غړي ووژل شول، څه ډول احساس مو درلود؟

جنرال پادشاه میر: موږ ټول مسلمانان یو. پرخدای ایمان [گروهنه] لرو او پوهیږو چې شپې پسې ورځ او ورځ پسې شپه راځي. تر اوسه د نړۍ په هېڅ یوه گوټ کې داسې نه دي شوي چې د یوه هیواد د ولسمشر مړی دې تر دیرشو کالوپورې د بیدیا د خاورو په زړه کې پټ پاتې شي.
همدغې دښتې ته روسان راغلل. شوبلو او ټانکونو یې ټول ځایونو کنډ او کـَـپَــر کړل. په زړه کې مې را تاو شول چې یوه ورځ به خدای افغانستان خپلواک کړي. ما له هغه ځایه چې د خاورو په زړه کې داؤود خان خاورو ته سپارل شوی وو، د یوه متر د خطوې په اندازې گامونه را واخیستل ټول ټال له سړکه ۶۵ متره لیرې واټن وو.

راغلم او دغه ۶۵ متري واټن مې په یوه ځای کې یادداشت کړ. له ځان سره مې وویل چې ښایي یوه ورځ به افغانستان د کمونیستانو له منگولو خلاص شي. په هغه وخت کې روسان نه ول، همدغه کمونیستان ول. و مې ویل چې دا خو د یوه سترشخصیت آرامځای دی، یوه ورځ به ورک شي. په دغو تیرو دوه وو مېاشتو کې د خلکو د غلطو گزارشونو له کبله گڼ شمیر ځایونه کېندل او پرانیستل کیږي او نښه یې په لاس نه ورځي.

حمید مهمند: جنرال صاحب! تاسو څنگه خبر شواست چې د افغانستان دولت یوه کمیسیون ته دنده سپارلې چې د داؤود خان او د هغه د کورنۍ ډله ییز قبر دې را پیدا کړي؟

جنرال پادشاه میر:په خوست کې مې د راډیو او تلویزیون له لارې واورېدل چې کرزي صاحب یوه ځانگړي کمیسیون ته دنده سپارلې ده. تیلفون مې وکړچې ددغه کمیسیون خبره څنگه ده. راته یې وویل چې : هله ژر سه. را سه. موږ هڅه کوله چې ستا د تیلفون شمیره را پیدا کړو، نه مو شوه موندلای. هرڅه مو چې احوال ورکاوه او نفر مو درلیږل نتیجه یې نه ورکوله. ښه شو چې ټیلفون دې را وکړ. سبا ته ځان را ورسوه چې ډیر ضرور کار دی. هماغه وه چې راغلم.

حمید مهمند: جنرال صاحب! د هغو گوتو په شمار کسانو له ډلې څخه چې د داؤود خان او د هغه د کورنۍ د ډله ییز قبر خبره یې په زړونو کې درلودله، یو یې هم تاسو یاست. اوس چې د غه ډله ییز قبرونه وموندل شول او مړي یې له هغه ځایه را وایستل، تاسو څه ډول احساس لرﺉ؟

جنرال پادشاه میر: کله چې د سردار داؤود خان د قبر د خارو سر ته تللم، سردارنادرجان او سردارمحمود جان غازي (د سردار داؤود خان لسمی) به له ما سره ول. هغوی به هلته د خپل نېکه د درناوي له کبله په شنه سهار کې تلل او د لاسونو د گوتو په سر به یې د قبر د سر خاورې ایخوا دیخوا کولې چې هډوکي مات نه شي او سم لاس ته ورسي. زړونه یې مړیو ته ډیر سوځېدل.

هډوکي مو د ملي امنیت روغتون ته راوړل چې ولسمشر د پریکړې پربنسټ یا یې حکومت او یا یې ملي امنیت وپیژني. البته چې د مخونو او څیرو پیژندل ممکن نه دي ځکه ټول یې هډوکي دي.

حمید مهمند: ستاسو خپل احساس څنگه دی؟ آیا خوښ یاست چې له دغسې یوه ستر راز څخه مو پوړنی لیرې کړ؟

جنرال پادشاه میر: د یوه مسلمان په توگه خوښ یم. تر نن ورځې، د نړۍ په هرگوټ کې که د کفر هیواد وي یا مسلمان، د ولسمشر مړی یې نه دی ورک. اوهغه هم د سردار داؤود خان په شان ولسمشر چې د افغانستان ټول وگړي یې د خپل ویر پر ټغرکښینول. د هغه د قبر په موندلو اوس احساس کووم چې داؤود خان بیرته را ژوندی شوی دی. ډیر خوښ یم چې گور یې وموندل شو او وگړي به وکولای شي چې د هغه د گورزیارت ته ولاړ شي.

په راتلونکې گڼه کې به تاسو ولولـﺊ:

۱. " ما سردار داؤود نه دی وژلی" : د جنرال امام الدین تیلفوني پیام / ۲۰۰۸زکال د جولای دویمه
۲. د دیارلس سوه او اووه پینځوسم لمریزکال دغوایي د مېاشتې له اوومې نیټې مخکې د سردار محمد داؤود د وژلو تابیا نیول شوې وه. د دغې تابیا په زړه کې د کومو کسانو د پښو د پلونو خاپ شته؟
۳. د افغانستان د خلق دیموکراتیک گوند یو تن پیژندل شوی او نامتو غړی چې اوس په افغانستان کې او ژوندی دی د سردار محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د غړو له وژل کېدلو وروسته ارگ ته راغی. ټول یې له سترگو لاندې تیر کړل او بیا له خونې ووت.

وایي همدغه سړي چاته ویلي ول چې:" .. په پام کې وه چې یو ۵۰۰ کیلویي بمب به د ارگ پرسرور واچول شي . پوهیږی چې ۵۰۰ کیلویې بمب څه کوي؟ ارگ یې له خاورو سره په هوا کاوه!"

" ... د عبدالله عمر له جیبه چې څنگ ته مې ولاړ وو، د بنزموټر کیلي یې را واخیستله او ویې ویل:' اوس زموږ وار دی چې په موټرونو کې وگرځو.' په همدغه حال کې مې ولیدل چې د کورنۍ غړي څوک ټپي او څوک روغ رمټ یو یو له دروازې تیریږي او په سر کی یې میرمن سلطانه نور/ د سردار محمد عمر ماندینه روانه وه. د محمود غازي ماشومان زهرا او داؤود مې ولېدل دواړه ټپیان ول. کله چې د میرمن سلطانې نورسترگې پرما ولگېدلې غلې شوه او د لاس په اشاره یې راته وویل " ټوله گناه ددوی له لاسه ده، دوی چنواري "چارماري" کړﺉ. [ هغه د افغانستان د پخواني ټولواک خوراو د ولیعهد سردار احمدشاه خواښې وه] او گومان یې کاوه چې زه هم د پېښې له پخو پازوالو څخه ....... '"

نوربیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery