مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ۱۹۸۰ � ۸۲ زو کلونو په اوږدو کې په سویل لوېدیزه آسیاکې د کې جې بي فعاله اقدامات

پرافغانستان د روس له پوځي یرغل وروسته د کمونیست گوند د سیاسي بیرو لومړۍ غونډه
د سیاسي بیرو غونډه
پښتو ژباړه:رحمت آریا
جولای ۲۰۰۸

[په لاس لېکل شوې]
پ.۱۷۹
ترټولو محرم [ټاپه]
له محرمېته وتلې [یوازې کاپې]
کاري لېکبڼه
د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیرو غونډه
جنوري ۱۷.۱۹۸۰
[لنډیز]

دغونډې مشر: ل.الف.برژنیف
گډونوال ملگري: اندروپوف، یو.وي. گریشین، وي.وي.گرومېکو، الف.الف.کریلینکو،
الف.پ.پیلشي،الف.لا.سولوسوف، م.الف.تخنیکوف ن.الف.، اوستینوف.د.ف، چرنینکو. ک.ی،
گرباچف.م.س،دیمیشف.پ.ن، کورینڅوف.وي.وي، پونوماریف.ب.ن، سولیمنڅوف.م.س، کپیتانوف.آی.وي، دولگیخ.وي.آی

۸. سکالو : په افغانستان کې داړوپیچ ستونزه
برژنیف: تاسو غړو او ملگروته څرگنده ده چې څو مېاشتې مخکې مو د افغانستان د پېښې په تړاو یو کمیسیون جوړکړچې ملگري اندروپوف، گرومېکو،اوستینوف او پونیماریف یې غړي ول چې د اړتیا په وخت کې دې د اوچت شویو گامونو په اړه لاسوندي چمتو اوهغه دې سیاسي بیرو ته وسپاري.

باید څرگنده کړم چې کمیسیون خپل کار ښه پرمخ یوووړ. په تیرډیرلنډوخت کې د پریکړه لېکونو لړۍ ومنل شوې او پربنسټ یې په پام کې نیول شوي گامونه پلي شول.
ماته خو داسې ښکاري چې د افغانستان اکر یاحالات لاتر اوسه هغه وخت نه دی رارسیدلی چې هره ورځ یې وڅارو اویا د اړوپیچ پربنسټ اړین گامونه اوچت کړو. ماته بریښې چې د بل کمیسیون جوړولو ته اړتیا نه لېدل کیږي؛ اوهمدغه کمیسیون دې لکه څنگه چې پخوا یې کارکاوه په وَرته ډول دې خپل کار پرمخ یوسي.

په دې تړاو نیوکې او وړاندیزونه لرﺉ؟ نه !
نو چې داسې ده، موږبه د سیاسي بیرو د نوموړي کمیسیون غړي ومنو اوخپل کاردې پرمخ یوسي.
گرومېکو: په افغانستان د ځواکونو یووالی پرمخ ځي. گڼ وختونه له موږڅخه سلا او مشورې غواړي. موږ یې ورکوو. هغوی انگروزي " اعلامیې" خپروي. په پوځ کې د پام وړ بدلونونه نه دي راغلي. خو له بده پسې بدتر شوي هم نه دي. دا ترټولو دپام وړ خبره ده. پوځ د افغانستان له مشرتابه څخه ملاتړ کوي.

د افغانستان گرد چاپیره نړیوال اړوپیچ له بده پسې بدتره شوی دی. هغه چېغې اوبغارې چې په ځانگړې ډول د امریکې په متحده ایالاتوکې راپورته شوې وې داسې برېښې چې مخ به سړېدو دي.
په ناټو کې د شوروي اتحاد په وړاندې د اقداماتو د نیولو په اړه یووالی نه لېدل کیږي. هرگوره لوېدېځو هېوادونو په ځانگړي ډول ایف.آر.جي (د جرمن فدرالي دولت- ژ)،ایتالیا،ترکېې او نورو هېوادونو د امریکا وړاندیز ونه مانه، او له هغو بندیزونو سره هغږي نه دي چې امریکا یې غواړي پلي کړي.
د[ملگروملتونو � ژ]عمومي اسامبله پای ته ورسیدله. د دریو ورځو په اوږدو کې ډیرو استازو خبرې وکړې. د یادولو وړ خبره دا ده چې د پریکړه لېک په اړه له ۱۴۰ استازو رایه ورکوونکو څخه ډیرو په پټو سترگو رایه ورکړه ،۴۸ هېوادونه پښه بیرته وایستله او دهغې پرضد یې رایه ورکړه. دا په بشپړ ډول یو پر دریمه برخه ده. په دې ډول امریکایانو وکولای شول چې یو شمیر په شاتلونکي ارتجاعي رژیمونه سره راټول کړي او اړ یې ایستل چې د پریکړه لېک لپاره رایه ورکړي. زه گومان کوم چې د امریکا او نوروهېوادونو په رَسـَنیو کې به یو ناڅاپي خوځښت را وپاریږي. خو یو شمیر هېوادونه لکه ارجنتاین او برازیل له امریکایانو سره همغږي نه دي، د بیلگې په ډول ، پر شوروي اتحاد دغـَلو دانو خرڅلاو. کاناډا هم په همدې ډله کې راځي.
برژنیف: وینس داولمپیک په لوبو کې د امریکا د گډون پرضد راووت. (وینس: په فرانسه کې د یوه ښارگوټي اوټولنې نوم دی چې د پیس دې لا لوریې په سیمې کې په سارتي دیپارتمنت کې پروت دی �ژ)

گرومیکو: وینس! هو، رښتیا ده، په غیررسمي ډول یې ویلي دي. خوانگریزان په ټولو اقداماتو کې ډیرپرځان غَــرَه دي. گیسکارد دې ایستنگ هم یو پیغام ورلیږلې دي. (والیري ماري گیسکارد دې ایستنگ له ۱۹۷۴ تر ۱۹۸۱زکال پورې دفرانسې ولسمشر وو. ژ-). دا ډیره ښه ده. په اسلام آباد کې د اسلامي کنفرانس غونډه جوړیږي. ک. ببرک له موږ څخه سلا (اجازه- ژ) غوښتې چې آیا دی کولای شي دغه کنفرانس ته ورشي که نه. موږ ورته سلا ورکړه چې ده به ښه دا وي چې د هېواد له لېکو دې دباندې ونه وځي.

اندرپوف: په تیرو لسو ورځو کې د دولت او گوند د مشرتابه ټولې څانگې جوړې شوې. ان یوه وکالتي شوری هم نومول شوې. افغان مشران په زړه ورتوب پیل کړې (یوه یا دوې کرښې له اصلي لاسوندي څخه ورکې دي � د لاسوندي رالیږونکی). له دغو ټولو سره سره د خلق او پرچم د ډلو ترمنځ تاو تریخوالی د پام وړ دی. البته چې موږباید د گوند په منځ کې ټولې چارې د یووالي د سلا په ورکولو په احتیاط وڅارو. هغوی د شوروي اتحاد د سیاسي بیرو لېک د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې په پولینوم کې په پام کې نیولی او د لېک د لارښوونو په رڼا کې یې د گوند لومړنیو کرښو ته لارښوونه ورکړې چې پلې یې کړي.
توکمونه هلته ډیره ستره ونډه لوبوي. موږ ته اړېنه ده چې دهغوی زړونه د گوند خواته راواړَوو. درو (۳) مخورو توکمونو د ببرک د رژیم د ملاتړ خبرتیا ورکړه. ببرک د یوالي په لاره کې ډیر ښه کار کوي. په ځانگړي ډول له مذهبي برخوسره د کار په اړه څرگند بدلون رامنځ ته شوی.

اوستنیوف: د افغانستان له گڼ شمیر سیمو څخه د پوځي حالت په اړه پراخ گزارش ورکوي؛ هغه وایي: په ټولیزډول پوځي اکر د قناعت وړ دی، دیاغیانو د مقاومت څو تاوده او پاخه مورچلونه شته.
پونیمارییف: دهغو اقداماتو په اړه خبرې کوي چې د گوند د جوړولو اود یووالي د منځ ته راوستلو په اړه پورته شوي. هغه گزارش ورکوي چې زموږ د کارپوهانو یوه ۱۶ کسیزه ډله د ملگري گریکوف ل. آی. تر مشرۍ لاندې افغانستان ته ولیږل شوه. ببرک کارمل زموږ د ملگرو سلا مشورو ته په ډیر ځیر او پاملرنې غوږ نیسي. گوندي مشرتابه اوس د خپلې ملا ستنه لري.
برژنیف: ددغې سکالو په اړه دملگرو گرومېکو،اندروپوف، اوستنیوف او پونیمارییف د مالومات پربنسټ یو وړاندیز شته چې باید په پام کې ونېول شي.
ملگرو گرومېکو،اندروپوف، اوستینوف او پونیمارییف ته دنده ورکول کیږي چې دافغانستان د اړوپیچ په تړاو د اړوندو موادو په څېړنې او چمتوالي، خپل کار ته دوام ورکړي. هغه سکالو چې د پریکړې نیولو ته اړتیا لري سیاسي بیرو ته دې وسپارل شي.
ټولو: ومنله

اخځ:
http://www.gwu.edu/~nsarchiv/NSAEBB/NSAEBB57/r12.pdf
دلاسوندي د کتلو لپاره دغه ځای کښېکاږﺉ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery