مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دکمونیست گوند مرکزي کمېټې ته د لېکوال شېدېروف لېک

 (پراودا)، د افغانستان د اړوپیچ په تړاو د شوروي اتحاد دکمونیست گوند مرکزي کمېټې ته د لېکوال شېدېروف لېک، ۱۹۸۱زکال، دنوامبر ۱۲ نېټه:

پښتوژباړه:
رحمت آریا
جولای ۲۰۰۸
د لاسوندي پیژندنه:
دغه لاسوندی په افغانستان کې د شوروي د راښکېلېدلو هغه ریښتونی اړخ را څرگندوي چې دوی له ټول لښکر سره سره بیا هم دپوځ له لږ والي سره مخامخ او مني چې پوځي حل یوازینۍ د حل لاره نه ده.
د لاسوندي پیل:


د ۱۹۸۱ کال د اکتوبردمېاشتې د گوندي سلاکارانو دغونډي د مالوماتو پربنسټ، دافغانستان دیموکراتېک جمهوریت له خپلو ۳۵ زرو کلیو څخه یوازې پر پینځه زرو کلیو او د ولسوالیو په مرکزونو او پر۲۹ ولایتونو واک لري او بس دا د پینځلس په سلو کې لا لږمانا راښندي. د پروسږکال له دوبي را پدېخوا په ټولیزډول په اړوپیچ کې کوم بدلون نه دی رامنځ ته شوی.
تراوسه هېڅ یو ولایت په بشپړه ډول نه دی آزاد شوی. په کلېوالي سېموکې چې د یاغیانو له پلوه یې څارنه کیږي په هېڅ یوه گوریلایي ډلگي کې د افغانستان د خلق د دیموکراتیک گوند، د ولسي جرگې [دوما: -ژ]اویا دافغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت پټه تر ځمکې لاندې ډلگۍ په سترگو نه لېدل کېږي.
[�]
د هغه پراخ عملیات په ترڅ کې چې موخه یې دانقلاب ضد ډلو ترشا د ولاړویاغیانو د ټینگو مورچلونو دړې وړې کول ول اوترسره شول، بیا هم پینځه اتیا په سلو کې ځایونه دیاغیانو په ولکه کې پاتې او عملیاتو هېڅ اغېزه نه درلودله. د علیماتو له بشپړېدلو سره سم افغان � شوروي سرتیري بیرته خپلو پوځي اډو ته راستانه او سېمې بېرته د یاغیانو په ولکه کې را پرېوتلې.
په یو شمیر لیرې سېموکې ددولتي کسانو پرېښودل پرته له دې چې د پوځي ځواکونو پرله پسې ملاتړ ورسره وي، په اړوپیچ کې یې کوم بدلون نه دی رامنځ ته کړی.ددې ترڅنگ په یاغیانو پسې په پرله پسې تلل او دهغوی په سېمو کې د هغوي د ځالگیو له منځه وړل د سېمه یزو وگړو په منځ کې مخ په ودې گوت نېونې راپورته کړیدي. د دغسې عملیاتو په ترڅ کې کرهینزې سیمې ویجاړیږي، وگړي وژل کیږي او په پای کې هرڅه همداسې په خپل حال پاتې کیږي. یاغیان بیرته راځي او په خپلو سیمو خپله ولکه له سره ټینگوي. دتیرکال تجربو څرگنده کړه چې ددغسې عملیاتو په پای کې د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت بیا هم په خپله دولتي ځمکني بشپړتیا واک نه لري او لا تر اوسه همداسې پاتې ده. ددې تر څنگ په ډیري ولایتونو کې دیاغیانو ترولکې لاندې سیموڅخه کلیوال د ولایتونو مرکزونو ته په پټه راځي او غواړي د انقلاب او د ولسي رژیم په ملاتړ دفاعي ډلگي جوړ کړي خو په یوه آړ یا شرط چې � تر هغه وخته پورې چې ولسي رژیم پياوړی شي او هغوی د یاغیانو له جزاﺋـي حملو څخه وژغورلای شي او له همدې امله (هغوی له موږ غواړي) چې دهغوی ولایتونو ته نیږدې د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت دایمي وسله وال او یا گرځنده پوځي ځواکونه لیری کړای شي. د فراه د ولایت تجربې لا وختي مثبتې پایلې رامنځ کړې.
یو څه برعکس بیلگې هم سته. په کندز، شېنډنډ او یو شمیر نورو ځایونو کې چې د شوروي - افغان لویي پوځي اډې او ډلگي ځای پرځای اواغزن مزي ترې را تاو دي، له همدغو پوځي اډو څخه یو شمیرډلگي د یاغیانو د ټینگو مورچلونو د ځپلو لپاره په دودیزپوځي تاکتیک پراخو سېمو ته ورننوځي، رښتیا خبره خو دا ده چې دودې له پوځي اډو څخه دد یوه یا دوه کیلومترو په واټن کې سیمې په بشپړ ډول د یاغیانو تر ولکې لاندې دي او کله چې شپه راشي او ان د ورځي له پلوه له ډیرو نېږدو ځایونو څخه د جگړو د ډزو غږونه راځي. یو خنډ دکابل � پغمان بېلگه ده چې لا تر اوسه د یاغیانو په ولکه ده.

چاڼ شويو پوځي عملیاتو چې موخه یې د یاغیانو د ډلگیو ټــَکــَونه،او یادهغوی د پیاوړو مورچلونو له منځه وړنه وي، د دښمن تر ولکې لاندې سېموکې هېڅ پایلې نه رازیږوي. اوس په بشپړ ډول څرگنده ده چې په هرحالت کې ان زموږ د خوښې وړ د حالت په گډون، د دېرو اغیزمنو ستراتیژیو او تاکتیکونو په لرلو سره سره د انقلاب ضد ډلو له منځه وړل کلونه کلونه غواړي او ښايي له پینځو کلونو لا نوره هم پسې وغځیږي. دغه خبره ماته ب.کارمل او س.الف کشتمند د مرکز اود گڼ شمیر ولایتونو مشرانو او زموږ سلاکارانو کړې ده.

[�]
په افغانستان کې جگړه یوه ځانگړې تومنه لري، دا داسې یوه جگړه ده چې د نړیوالو ځواکونو له وگړنېز غبرگون سره جوخت، یوه نا اعلان شوې جگړه ده. په بل اړخ کې دا یوه کورنۍ جگړه هم ده، د انقلاب � ضد ډلو نوي چلونه راخپل کړي، هغوی له یرغلگردریز څخه اوس د ځان او د خپلې سیمې د ساتنې چل ته ملا تړلې ؛سره له دې چې د پوځي ډلگیو ټولیزه شمیر هماغه شمیره ده خو د افغان- شوروي ځواکونو پر وړاندې پراخې جگړې نه ترسره کیږي .
د انقلاب ضد ډلې اوس داسې چلونه کوي چې گڼې هغوی ملکي وگړي دي او هغوی د وگړو په منځ کې ژوند کوي. یاغیان نه یوازې په فعاله توگه ترهگري تر سره کوي بلکه پروپاگند هم کوي،پراخه سېمه یې په ولکه کې ده او د ځمکوالۍ او توکمیزې ټولنې د پخوانيو دودونوپه ډول ژوند کوي.
چاڼ شويو پوځي عملیاتو چې موخه یې د یاغیانو د ډلگیو ټــَکــَونه،او یادهغوی د پیاوړو مورچلونو له منځه وړنه وي، د دښمن تر ولکې لاندې سېموکې هېڅ پایلې نه رازیږوي.
اوس په بشپړ ډول څرگنده ده چې په هرحالت کې ان زموږ د خوښې وړ د حالت په گډون، د دېرو اغیزمنو ستراتیژیو او تاکتیکونو په لرلو سره سره د انقلاب ضد ډلو له منځه وړل کلونه کلونه غواړي او ښايي له پینځو کلونو لا نوره هم پسې وغځیږي. دغه خبره ماته ب.کارمل او س.الف کشتمند د مرکز اود گڼ شمیر ولایتونو مشرانو او زموږ سلاکارانو کړې ده.
اصلي سرچینه:
[from the Center for Preservation of Contemporary Documentation, Moscow, Fond 5, Opis 84, delo 855]
Translated by Svetlana Savranskaya, The National Security Archive.
دژباړې سرچینه
http://www.gwu.edu/~nsarchiv/NSAEBB/NSAEBB57/soviet2.html
د لاسوندي شمیره ۱۵
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery