مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان د دیموکرایتک جمهوریت خاورې ته د یوه امریکایي د ننوتل

اخیستل شوې د شوروی اتحاد د کې جې بې او د ستردرستیز له گزارش څخه د ۱۹۸۲زکال ددیسامبر ۱۶
پښتو ژباړه:
رحمت آریا
اگست ۲۰۰۸

سرچینه: اکلساندرلیاخوفسکي، د افغانانو زړورتیا او غمیزه، ایسکون، ماسکو ۱۹۹۵ پ.۲۶۳، د سوتیلانا ساورانسکایا ژباړه

۱۱. د افغانستان د دیموکرایتک جمهوریت خاورې ته د یوه امریکایي د ننوتلو په اړه له واشنگتن څخه د ملگري الف. ف.دیمیترین د مالوماتو پربنسټ:
الف: موږ د پراودا او ایزویستیا ورځپاڼو ته د افغانستان په کورنیو چارو کې دامریکاد لاسوهنو په اړه لېکنه چمتو کوو(یوه لېکنه چې د امریکا دادارې دمشرانو په ورانکارو کړنو نیغه وي، افغان انقلاب ضد ډلو ته وسلو او مهماتو د برابرولو،خپلو ترهرگرو ته د پیسو د برابرولو، د قانوني چارواکوپه وړاندې داقداماتو د پورته کولواو د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت خاورې ته د یوه امریکایي د راننوتلو په اړه سکالو روښانه کړي )- ورځپاڼی او رسنۍ دې په دغه ډله کې راودانگي،

ب:د ترکوو(د ترکمن پوځي سېمه) د ځواکونوبولندویانو اود افغانستان په دیموکراتیک جمهوریت کې لویو سلاکارانو ته دنده ورسپارل شوې چې امریکایي تبعه چې د افغانستان په خاوره کې له انقلابي ضد ډلو سره بوخت دی، ونیسي.
ج:هغه څوک چې د یاغیانو په ډله کې نېول کیږي، هڅه وکړﺉ ومومـﺊ چې په پاکستان کې د خپلې استوگنې په موده کې چا د امریکا د څارکښې ادارې له چارواکو سره تړاو درلود. له هغوی سره وړ چال چلند وکړﺉ. له هغه وروسته،د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا د لاسوهنو په اړه په کابل کې یوه خبري غونډه جوړه کړﺉ.
د شوروي اتحاد د کې جې بي او د وسله ځواکونو د ستردرستیز له دفتر څخه
د ۱۹۸۲ کال، دیسامبر
Source: Alexander Lyakhovsky, Tragedy and Valor of Afghan, Iskon, Moscow 1995, p. 263, Translated by Svetlana Savranskaya]
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery