مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

له کودتا څخه څلورکاله مخکې خلقیانو او پرچمیانو ته د روسانو فرمان

دغوایي له کودتا څخه څلورکاله مخکې خلقیانو او پرچمیانو ته د روسانو فرمان

پښتو ژباړه:
رحمت آریا
آگست ۲۰۰۸
سریزه:

د بینوا د ویب پاڼې ښاغلو لوستونکو!
ما دلاسوندو د رابربنډولو په لومړۍ سریزه کې نغوته کړې وه چې د خلق ډیموکراتېک گوند هېڅکله یو یوموټي گوند نه وو او تل په خپلمنځي شخړو او جگړو او ټبرنیو ناخوالو کې یوه
ډوبه سیاسي ډله وه. بشپړ ډاډ لرم چې ددغو ډلو مشران دغه کرښې لولي. زه هغوی ته هغه شیبې اود دوی ډنډورې ورپه یاد راولم چې ویل به یې موږ له چا فرمان نه اخلو او نه مو دی اخیستای. اوس ورته ټینگ شي.!!!
کله چې ارواښاد شهید سردار محمدداوؤد خان د سپینې کودتا له لارې شاهي رژیم په جمهوري رژیم راواړاوه د روسانو غوږنو دوه بنسټیزو سکالو ته نیغ شول. لومړی: جمهوري رژیم دافغانستان په سیاسي کورني ډگر کې نوې سا رامنځ ته کړه. دویم: د همدغه نوي چاپیریال پربنسټ دخلقیانو اوپرچمیانو تر منځ له رژیم سره د همکاري کولو یا نه کولو پرسر بوږنونکې شخړې رابرسیره شوې. دغه اکر د خلق ډیموکراتیک گوند ددواړو لویو ډلو ترمنځ د بیلتون کرښه لا پسې اوږده کړه. خبره دې کچې ته ورسیدله چې روسانو د گوند پریووالي او له رژیم سره د همکارۍ فرمان ورولیږه. دا دی ددوی د خانواک فرمان:

دشوروي اتحاد دکمونیست گوند د مرکزي کمېټې فرمان � د ۱۹۷۴ کال د جنوري په اتمه نېټه د دافغانستان دخلق د ډیموکراتېک گوند د خلق او پرچم له مشرانو غوښتنه
نېټه
۰۱/۰۸/۱۹۷۴ سرچېنه:
RGANI (formerly TsKhSD), f. 89, op. 46, d. 103, ll. 31. [Not for publication].
پېژندنه:
دغه لاسوندی د افغانستان په سیاسي ډلو کې د خپلمنځي جگړې په اړه د ماسکو ویره رانغاړي او په منځني ختیځ کې د شوروي د راښکلېدېلو پایلو ته نغوته کوي..


۱. وپتیل شوه چې په کابل کې د کې جي بي دسوریو له لارې دې د شوروي اتحاد د وزیرانو د شوری غوښتنه دې په کابل کې د (خلق) او(پرچم) د ډلو مشرانو ته ولیږل شي. (مل پاڼه ملگرې ده)
۲. په افغانستان کې دشوروي سفیرته دې دغوښتنې دلېکلې بڼې په اړه مالومات ورکړل شي.
[لاسلېک]
___________________________________________

د راﺋـیوپایلې:
[ټول ۷ لاسلېکونه، د ټولو راﺋـیې ریکارډ شوې دي ]
[دپاڼې په پای کې :' اخیستل شوې برخې ملگرو اندروپوف او پونیمارییف ته لېږل شوې' لاندې،' ملگري ب.ن.پونېمارییف ته :۸۷/۵/۱۵ (ملگري ک.م.بوگولیوبوف ته لارښوونه) نېټه په کېڼ اړخ کې :'۳/۱/۱۹۷۴': په پای کې:' ویشل شوې: ۸/۱/۱۹۷۴. خالتورینا']
[له روسي څخه انگریزي ته د ژباړن یادښت: دلاسوندي په کښتنيو دوه پاڼو کې په هرکالم کې وروستني ۸-۱۰ وییکي پریکړل شوي؛ هغه وییکي چې نه لوستل کیږي د (ایکس ایم) په نښه ورښودل شوي او د وییکي په اړه گومان نه شم وهلای.]
کابل

له ک.ببرک او ن.م.تره کي سره په جلا جلا توگه وگوره او هر یوه ته لاندیني سکالو جلا جلا ورکړه.
' له کابله د ورکړل شویوغوږبوڅونکو گزارشونو پربنسټ په ماسکو کې هغوی د 'خلق' او 'پرچم' د ډلو دمشرانو د پرله پسې خپلمنځي جگړو په تړاوپه ژوره اندېښنه کې دي. په خواشېنۍ چې دغه خپلمنځي شخړې [ایکس ایم] دهغوی له اوږدمهاله تومنې سره جوخت، دواړه خواووې د کمزروۍ لورته راکاږي، اوپه ټولیز ډول دا دپرمختلونکو ځواکونو اودیموکراتیک [غورځنگ] د پوړیو په منځ کې یو بیلوالی رامنځ ته کوي.

رامنځ ته شوی اړوپیچ د افغانستان په جمهوریت کې یوازې کورني [او] بهرني دښمنان چې دروهې 'دسیسې'، سبوتاژ او نورې بد لـَورېنې [ایکس ایم]جوړوي، خوښوي، او هغه کسان خوښوي چې د زاړه رژیم د بیا راژوندي کولولپاره هڅه کوي. په دې [اړه] په دغسې یوه پیچلي اړوپیچ کې ټولو پرمختلونکو ځواکونو ته لارښوونه کیږي چې د خپل هېواد او وگړو د گټو لپاره دې خپلمنځي [ایکس ایم] یوې خواته پریږدي او جمهوري رژیم ته دې په گډه د خپلو هڅوله لارې پراخه مرسته ورکړي چې (نوی رژیم �ژ) خپل ټولنیز بنسټ پیاوړی کړي او د بهرنیو او کورنیو ارتجاعیونو[ایکس ایم] مخه دې ونیسي. یوازې د ټولو پرمختلونکو او هېوادپالو ځواکونو گډه [ایکس ایم] کولای شي دافغانستان په دغسې یوې حساسې شېبې کې، بریا رامنځ ته کړي.'


په افغانستان کې دشوروي سفیرته دې دغوښتنې دلېکلې بڼې په اړه مالومات ورکړل شي.
گزارش راکړﺉ چې دغه کار مو کله ترسره کړ.

۲وي ژ[ لاسلېک]
د شوروي اتحاد دکمونیست گوند مرکزي کېمټه

د افغانستان د خلق ډیموکرایتک گوند د 'خلق' او'پرچم' له مشرانو غوښتنه
د شوروي اتحاد دکمونیست گوند دمرکزي کمیټې د۱۹۷۳زکال د فرمان په اړه [ایکس ایم] د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د نړیوالو اړیکو څانگې د [ایکس ایم] د شوروي اتحاد د وزیرانو له شوری سره یو ځای منلي چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د پرچم دډلې مشر کارمل ببرک او د خلق د ډلې مشر نور محمد 'تره کي' ته دې دغه فرمان ولیږل شي او له هغوی دې غوښتنه وشي چې خپلې ټولې هڅې دې د [ایکس ایم] د دولت اود هغه د ټولنیز دریز په ملاتړ [ایکس ایم] او ارتجاعي ځواکونو سره د جگړې لورته دې نیغې کړي.

دغوښتن لېک یوه یوه کاپي دې ک. ببرک او ن.م. تره کي ته [ایکس ایم]
دغه خبره د شوروي اتحاد د وزیرانو د شوري د کي.جي.بي د څانگې (ملگري ف.ک. مارتین) سره د همکارې لپاره گډه شوېده.

ښه به وي ددغې غوښتنې لېکبڼه دې په افغانستان کې د شوروي له سفیرسره هم گډه شي.
دشوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د فرمان مسوده له دغه لېک سره ملگرې ده.
د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمېټې د نړیوالواړیکو د څانگې مرستیال

[لاسلېک]
۱۹۷۴/ جنوري ۲
شمیره: ۲۵- ایس- ۲

دژباړې سرچینه:
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034D659-96B6-175C-940B9213249667B8&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery