مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ماسکو ته د داؤد خان سفر


پښتو ژباړه:
رحمت آریا ، آگست ۲۰۰۸
شوروي اتحاد ته د محمد داؤد د سفرد پایلو په اړه دافغان پرمختلونکو ځواکونود 'پرچم' او 'خلق' دډلو مشرانو ته د شوروي اتحاد دکمونیست گوند د مرکزي کمېټې معلومات
نېټه :
۱۹۷۴/۲۱/۶
سرچینه:
پېژندنه:
دغه لاسوندی د افغان د سیاسي گوندونو ترمنځ خپلمنځیو جگړو ته نغوته کوي او څرگندوي چې په پای کې به یې هېواد بې ثباته شي. دغه گزارش شوروي ته د محمد داؤد له سفره وروسته ورکړل شوی دی.


د افغانستان د پرمختلونکو سیاسي ټولنو مشران ببرک کارمل (پرچم) او نورمحمد تره کی (خلق) چې په غیررسمي توگه په کابل کې د میشتې کې جي بي څانگې او د شوروي اتحاد د وزیرانو د شوری له لارې د شوروي اتحاد د کمونیست گوند له مرکزي کمیټې سره اړیکې ساتې، د ۱۹۷۳ زکال د جولای په مېاشت کې د جمهوري رژیم له رامنځ ته کېدلو سره سم د جمهوري نظام د وزیرانو په شوری، دولت او پوځ کې د روڼ اندو د کارَونې له لارې په هېواد کې د (کمونیست گوند د حق تر نامه لاندې) دخپلو دریزونو د پیاوړي کولو او د خپلې ډلې د اغیزو د غښتلي کولو لپاره یوه وژونکي جگړه ترلاس لاندې نېولې ده. په عین وخت کې د چین د پلویانو او ولسپاله ډلو په شان یې ددولت په بیروکراسۍ او پوځ کې فعاله سیاسي کار پیل کړی چې دافغانستان ولسمشر او سروزیر محمد داؤد ته یې ژورې اندیښېنې رامنځ ته کړي دي.

محمد داؤد په ځانگړې توگه د څارکښوادارو له هغو مالوتو څخه په سخته اندیښنه کې دی چې هغه ته یې دچپي ځواکونوله خوا دیوه زیږول شوي فرضي پلان په اړه ورکړي او په پلان کې نغوته شوې چې که دی (سردار محمد داؤد-ژ) د افغانستان ټولنیزه او اقتصادي جوړونه په چټکۍ او په داسې لاره پیل نه کړي چې موخه یې د ناپانگواله اقتصاد پر لور نیغه نه وي او په پای کې د سوسیالیستي پرمختگ لور ته ونه درومي، نو دی به له واکه بې واکه کړي.

د ۱۹۷۴زکال د فبرورۍ او مارچ په مېاشتو کې م. داؤد یو شمیرگامونه پورته کړل چې موخه یې د پرمختلونکو ځواکونو پرځپلو نېغه او د 'پرچم' او د 'خلق' ډلې یې له سیاسي فعالیتونو څخه منع کوي.

د ۱۹۷۴زکال د جنوري په مېاشت کې د (س.ت ۱۰۹/۳۱ � جي ایس د ۱۹۷۴/۱/۸) لارښود لېک ک. ببرک او ن. تره کي ته ورکړل شو چې د یو بل ترمنځ خپلمنځي وژونکي جگړې و دَرَوي دواړه ډلې دې سره یو شي او یو یوموټي گوند دې جوړ کړي، او په هېواد کې د جمهوري رژیم د ملاتړلپاره دې خپلې گډې هڅې سمبال کړي.

یو ځل بیا دواړو ډلو ته ددغه لارښود لېک ویل اړین بلل کیږي؛ له دغه لارښود لېک سره کېدلای شي له شوروي اتحاد څخه د م.داؤد د وروستني سفرپایلې هم مل کړﺉ. په کابل کې د شوروي سفیردې هرومرو ددغو مالوماتو په اړه خبر کړای شي.

دشوروي اتحاد دکمونیست گوند د مرکزي کمېټې د فرمان مسوده له دغه لارښود لېک سره مل ده


د شوروي اتحاد د کمونیست گوند دمرکزي کمیټې د مشر مرستیال [لاسلېک]
د نړیوالو اړیکو څانگه ر.یو. یانوفسکسي

۱۹۷۴زکال جون ۲۱
شمیره: ۲۵- س- ۱۱۸۳
د ژباړې سرچېنه:
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034D649-96B6-175C-9E98082C2D1E6186&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery