مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د داؤدخان دسفرپه اړه خلقیانو او پرچمیانو ته د روسانو بل فرمان


پښتوژباړه:
رحمت آریا آگست ۲۰۰۸
دشوروي اتحاد دکمونیست گوند د مرکزي کمېټې فرمان �د ۱۹۷۴زکال د جون په ۲۶ شوروي اتحاد ته د محمد داؤد د سفرد پایلو په تړاو افغان سیاسي پرمختلونکو ټولنو 'پرچم' او 'خلق' ته مالومات
نېټه
۱۹۷۴/۲۶/۶
سرچېنه:
RGANI (formerly TsKhSD), f. 89, op. 46, d. 113, ll. 61. [Not for publication].
دلاسوندي پیژندنه:
دغه لاسوندی د افغانستان د پرمختلونکو سیاسي گوندونو مشرانو ته د مرکزي کمېټې د ټاکنو پایلې را څرگندوي
[اخځ]
شمیره س ت � ۱۲۹/۱۱ س د ۱۹۷۴/۲۶/۶ ځانگړې دوسیه
دشوروي اتحاد دکمونیست گوند د مرکزي کمېټې
فرمان

شوروي اتحاد ته د محمد داؤد د سفر د پایلو په اړه د افغان سیاسي پرمختلونکو ټولنو 'پرچم' او'خلق' مشرانو ته معلومات

[د لېکل شوي لېک په سر کې په لاس لېکل شوي چې :' ملگرو: سولوسوف، کریلینیکو او پونیمارییف']
۱. منل کیږي چې شوروي اتحاد ته د م. داؤد دسفرپه اړه په کابل کې د کي.جي.بي د چینلونو له لارې دې (مل) معلومات د یوه تیلیگرام له لارې د افغان د پرمختلونکو دسیاسي مشرانو ټولنو 'پرچم' (ک. کارمل) او 'خلق' (ح. تره کي) ته په ورکړل شوې پته ولیږل شي.

۲. په کابل کې د شوروي سفیر پرې خبر کړﺉ.

[دوه لاسلېکونه]

__________________________________________
دټاکنو پایلې

دمرکزي کمیټې د سکرتریت د ۱۹۷۴/۲۶/۶ نېټې په غوڼده کې منل شوي. پ ر. ۱۲۹ پ. ۱۱.س

[دمرکزي کمېټې سکرتران په دې ډول یو بل ته مسوؤلیت لري- ژ]
د مرکزي کمېټې سکرتران : ملگری م.الف. سولوسوف ملگري
وي. آی. دولگیخ ته، ملگری
ک.ف. کپیتانوف ملگري
ک. ف. کتوشیف ته، ملگری
الف. پ. کیرلینکو، ملگري
ف.د.کلاکوف ته، ملگری
ب.ن.پونیماریف ملگري
ف.د. اوستینوف ته، ملگری
الف. یا. پیل شي �
[په لاس لېکل شوي � نه لوستل کیږي]
د مرکزي کمېټې پیکه ټاپه


۱۴۹ اخځ ملگرو اندروپوف او پونیمارییف ته
۱۵.۵.۷۸ [ایس. ای. سي.] ملگري ب. ن. پونیمارییف ته (ملگري ک [م] بوگولیوبوف ته لارښوونه)
۲۱/۰۶/۱۹۷۴
ویشل شوې : ۲۷/۶/۱۹۷۴ خالتورینا
ځانگړې دوسیه
د ژباړې سرچینه
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034D62A-96B6-175C-96E106BAD17715EE&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery