مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د شوروي له سفیر پوزانوف سره د تره کي د خبرو ریکارډ شوې برخه


پښتو ژباړه:
رحمت آریا آگست ۲۰۰۸
د شوروي د سفیرالف.م. اندروپوف او تره کي سره د مرکې ریکارډ
نېټه
۱۹۷۸/۱۸/۶
سرچینه:
Notes of O.A. Westad, TsKhSD, f. 5, op. 75, d. 1181, ll. 22-27
دلاسوندي پیژندنه:
د مرکې ریکارډ برخه- شوروي سفیر الف.م. پوزانوف له تره کي سره د مرکې په ترڅ کې د افغان دکمونیست گوند د شوني بیلتون په اړه خبرې کوي خو تره کی د هغه خبره نه مني او وایي چې گوند یو موټی دی.
دغه غونډه د وي اي خرازوف تر مشرۍ لاندې کابل ته د شوروي د گوندي سلاکارانو دیوه پلاوي له را رسیدلو وروسته ونېول شوه.

[سفېر] کابل ته د جولای په ۲۷ نېټه د شوروي د سلاکارانو د لومړي پلاوي د راتگ په اړه ن.م تره کي ته خبرورکړ چې له افغان وزارتونو او دولتي څانگوسره کار وکړي.
[...] وروسته تره کي وغوښتل چې یوازې شوروي سفیر او وي اي خزاروف دې پاتې شې او ویې ویل چې کارمل راغلی او غواړي یوشمیر سکالو را څرگندې کړي.
کارمل دفتر ته ننوځي او دغه خبرې کوي:
په وروستیو وختونو کې ډیري وختونه ویل کیږي چې د افغانستان د خلق په دیموکراتیک گوند کې یوموټی والی نشته. پرته له شکه چې دغه خبرې په خپله پرگوند، پرپوځ، دولتي کارکوونکو، انقلاب، د شوروي اتحاد پرمخورتوب ناوړه اغیزې شېندي او ښایي سختې پایلی راوزیږوي. ډول ډول خلک دي، او دغه توپیرپالنه ښایي د پاروونکو موخو لپاره وکارول شي. په خواشینۍ په گوند، ددولتي کارکوونکو او په پوځ کې زموږ دریز (دپرچم ډله) د یو شمیرپاروونکو هڅو تر یرغل لاندې راغلی. تر هغه ځایه چې زه ډاډه یم او پرته له دې چې پر انقلاب شک ولرم د ن. م. تره کي او د (سروزیر) ح.(حفیظ الله) امین تر مشرۍ لاندې گوند،دولت او پوځ د شوروي د سترې مرستې په مټ په هېواد کې سوسیالیزم جوړوي، زه نه غواړم لانجې را وپاروم، نه غواړم چې هېڅ یو ملگری او یا دښمن زما له حالت څخه ناوړه گټه پورته کړي. د افغانستان د خلق ډیموکراتېک گوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیرو د جون د ۱۷ نېټې د پریکړې په اړه چې یو شمیر ملگري دي بهرنیو هېوادونو ته د سفیرانو په توگه واستوي، زه او ن. الف. نور ..... غوره گڼو چې بهر ته د سفیرانو په توگه ولاړشواو یا د ناروغۍ په پلمې یوې خواته ولاړ سو،چې په پای کې به یې د صادقو او شریفو کسانو په وړاندې د پاروونکو کسانو د پارونو لمنه را لنډه شي. په دې ډول به ن. م. تره کی او حفېظ الله امین وکولای شي چې دغسې یو پروگرام پلی کړي. کارمل وویل، په خواشېنۍ چې زه په گوند او پوځ کې ځانته داسې ځای نه وینم چې له خپلو نظریاتو دفاع وکولای شم --- ډیره گرانه به وي چې د مـې د مېاشتې د ۲۴ د گوندد سیاسي بیرو دپریکړې په اړه لارښوونې پلې شي، یوازې د کاغذ پرمخ پاتې کیږي، تر هغه پورته بل څه نسته.
[....]وروسته کارمل په ډیر هېجاني حالت دغه خبرې وکړې:
له ن.م.تره کي وروسته زه په گوند او دولت کې دویم دریز لرم. له دې سره سره، زه خبر نه یم چې په هېواد کې څه تیریږي � زه یې گوښې کړی یم، ماته نه دکورني سیاست او نه دبهرني سیاست په ډگر کې ځای راکول کیږي، زه په قفس کې د راگیرپاتې شوي په شان ژوند کووم. ماته د یوه کمونیست په توگه، دا ستره غمیزه ده. هغه د ن.م. تره کي، د خلق ډیموکراتیک گوند د سیاسي بیرو غړي ح. امین تر مخې وویل گوند ته یووالی راولـﺊ اوډیره اړېنه ده چې کوټلي گامونه اوچت کړﺉ. ن. م. تره کی د زړه له کومې غواړي چې په گوند کې یووالی راشي. خو ددې لپاره چې یووالی راشي نو په زرگونه صادقه کمونیستان دې لومړی قربانی شي، ودې وهل شي،او په نومونو دې تور ولگول شي.زه په خپله په ویره کې ژوند کوم چې نن یا سبا به بندي شم. په پای کې کارمل ټینگار وکړ چې گوند د بیلتون پر لور درومي، هر څه د دولت او پوځ په ولکه کې ورننوځي.
ن.م.تره کي وویل چې ټولې سکالو دافغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د واکمنو ارگانونو له لارې پرمخ ځي اوټولې پریکړې دډیموکراتېک مرکزیت تر سیوري لاندې نېول کیږي او هېڅوک څوک نه ویروي. په گوند کې بیلتون نسته، یووالی مو ټېنگ دی، خو یوشمیر څرگند کسان د گوند دیووالي پرضد دي. که هرڅوک د گوند دیووالي او انقلاب پرضد ودریږي نو په گوند کې به تصفیه رامنځ ته شي. وژنه ، ویرونه او ترورپه گوند کې نشته، خو دا دې ومنل شي چې که دی یا بل څوک انقلاب ته ویره وزیږوي نو په وړاندې به یې کوټلي گامونه اوچت او جزاگانې به ان تر اعدام پورې ورته ورکړل شي. ددغې خبرې په کولو ن.م. تره کی مرکه و دَروله او ویې ویل چې نور نه غواړي له کارمل سره خبرې وکړي. ب. کارمل وویل. د خدای په امان او ووت. [سفیر او خزاروف] کله چې له تره کي سره یوازې پاتې شول، نو یو ځل بیا یې هغه ته د سیاسي تشدد او له هغه څخه د راپاڅېدونکو پایلو په تړاو د یوې بلې غونډې د نیولو غوښتنه وکړه. هغوی ټینگار وکړچې باید دښمن ته اجازه ورنکړل شي چې له دغې تشې څخه د خپلو موخو لپاره کار واخلي. ن.م. تره کي وویل چې گوند یو موټی دی او گوند د پیاوړتیا پر لور درومي، خو هغه کسان چې د گوند دیووالي پر وړاندې خپل مخالفت څرگندوي ' موږ به یې په دړې وړې کړو حتی که به بولدوزر هم وي. یوازې دغسې کوټلي گامونه به په گوند کې یووالی راولي.

کاپي لېږل شوې : کوزیریف سي پي، پونیمارییف ب. ن
د ژباړې سرچېنه:
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034DB79-96B6-175C-9852BEDFA0D5E1DA&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery