مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د شوروي له سفیر سره د تره کي د مرکې بله برخه


پښتو ژباړه:
رحمت آریا ، آگست ۲۰۰۸
افغانستان ته دشوروي د سفیر الف. م. اندروپوف او تره کي ترمنځ د مرکې ریکارډ شوې برخه
نېټه
۱۹۸۷/۱۸/۷
سرچېنه:
Notes of O.A. Westad, TsKhSD, f. 5, op. 75, d. 1181, ll. 36-40
دلاسوندي پیژندنه:
دافغانستان د اړوپیچ په اړه دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال دیوید نیوسم سره د تره کي غونډه او افغانستان ته د شوروي سفیر الف. م. اندروپوف ته د تره کي گزارش او افغانستان ته ددفاعي جوړښت د وسلو ورکړه
 
[سفیر وویل] هغه اندیښنې چې د افغانستان د ډیموکراتېک جمهوریت د مشرتابه له خوا دافغانستان د ډیموکراتېک جمهوریت د هوايي حریم د دفاع او د یوه اغیزمن دفاعي جوړښت د لرلو لپاره را وړاندې شویدي د شوروي اتحاد د ستردرستیز دپوځي ځواکونو له خوا په ډیرځیرڅیړل شوي، او که د افغانستان ډیموکراتېک جمهوریت ته هرډول هوایي ویره رامنځ ته شي نو په اړه به یې کوټلي او اړین گامونه را اوچت شي. سر بیره پر هغې باید په یاد ولرو چې له ځمکې څخه هواته ددفاعي بنسټونو نور جوړښتونه هم د اوس او هم د راتلونکي وختونو لپاره څیړل شویدي. د وسلو د رالیږلو سکالو به د یوه تړون له لارې وروسته له لاسلېک کولو راپیل شي او د تړون د لاسلېک کولو لپاره به د ډگرجنرال وي. اي کوزنیتسف تر مشرۍ لاندې یو پلاوی نن راورسیږي. تره کي سفیر ته خبر ورکړ چې هغه د هېواد د اړوپیچ په تړاو د جولای په ۱۳- ۱۴ نېټه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال دیوید نیوسم سره ولېدل. تره کي وویل، د بهرنیو چارو مرستیال د خپلې غونډې په ترڅ کې ماته د امریکا ددولت د اندیښنو په تړاو وویل چې افغانستان یو اړخیزه بهرنۍ تگلاره لري او هم یې د افغانستان � امریکا سړو اړیکو ته ګوته ونېوله. دیوید نیوسم له ما څخه پاروونکې پوښتنې وکړې � او ویې ویل چې که شوروي اتحاد د افغانستان پردیموکراتیک جمهوریت یرغل وکړي تا سوبه څه وکړﺉ. ن. م. تره کي ددغسې یوې پوښتنې ناوړتیا ته گوته ونېوله.


دژباړې سرچېنه:
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034DB89-96B6-175C-9FD69A46836A1D17&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery