مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د شوروي پرسرچینو یاددښت لېک



په افغانستان کې د شوروي د لاسوهنې په تړاو تر ټولو ستره او پیاوړې سرچېنه د روسیې د ولسمشرۍ او د شوروي د دفاع د وزارت له آرشیفـونو او د شوروي د سیاسي مشرانو او پوځي بولندویانو له خپرو شویو سرچینو څخه را کـټـیږي. دغه سرچېنې په دغو څانگو پورې اړه لري: د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونود کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د غړو د غونډو لمېسنې "مـُسـَوِدې" چې پر کال ۱۹۹۲ "ز" ولسمشرباریس یالتسین ورته په ټولنیزو خبري رسنیو کې د خپرېدا اجازه ورکړه ، کې جي بي ، د شوروي د پوځ د پوځي څارکښې ادارې ته له کابله تر لاسه شوي گزارشونه چې ډیري یې د افغان د جگړې د جنرال ، جنرال الکساندر لیخانوفسکي له پلوه د یوې پراخې څېړنې په ترڅ کې د "کړېدلو افغانانو' د' زړورتیا" تر نامه لاندې خپاره شوي ، یو شمېر سیاسي لېکونه چې په افغانستان کې د شوروي د سفیرانو له پلوه د شوروي د بهرنیو چارو وزارت ته لېږل شوي او په آرشېف کې دي ، د خبرو اترو د لړۍ هغه یاددښت لېکونه چې د سفیرانو او نورو مشرانو ترمنځ چې له افغان مخالفینو سره یې تر سره کړي او په ماسکو کې د معاصرو لاسوندو د ساتنې په مرکز کې ساتل کیږي، هغه څېړنیز لېکونه چې د مرکزي کمیټې او پوځي مشرتابه پرنامه لېکل شوي او هغه هم د معاصرو لاسوندو د ساتنې په مرکز کې ساتل کیږي . په افغانستان کې د شوروي د جگړې د وخت په دغو لاسوندو کې تر ټولو مهم لاسوندي د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د بهرنیو چارو د پخواني وزیر گریگوري . ایم ، کرونیکوف او د شوروي د " محدودو؟" لښکرو د وروستني بولندوی جنرال باریس گروموف یاددښت لېکونه دي. په افغانستان کې د شوروي د ښکېوالي په تړاو یو شمیر اړین لاسوندي په انگریزي ژبه د ۱۹۹۶ � ۱۹۹۷ په ژمي کې د ۸ � ۹ گڼې په ترڅ کې د سړې جگړې د نړیوال تاریخ د پروژې په بولتین کې خپاره شوي دي.
له دغې لېکنې سره مل لاسوندي پرافغانستان د شوروي د یرغل د پریکړې پرډیرو اړینو او مهمو اړخونو رڼا اچوي چې څنگه لښکرې افغانستان ته ولېږل شوې او څنگه دغه "محدود قطعات" بیرته و ایستل شول.



ډیر پټ (کاملأ سـِري)
آړلېک "کاپي"
د کاري غوندي د لړۍ یاددښت لېک
خپرېدنه : ناشونې ده

د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې غونډه


۱۹۷۹ کال ، د مارچ ۱۷
د غونډې مشر: ملگری لیونېد ایلیچ برژینیف
د غونډې گډونوال :
وای . ﯟي . اندروپوف ، اې اې گرومېکو، الکساندر نیکلای کاسیگین ، اې وای پلیشي، کې یو چرنېنکو، ډي ایف اوستینوف ، پی ان دميچییف ، بي ان پاني ماریوف ، ایم سي سولومینتیزیف ، ان اې تخنیکوف ، آی ﯟي کپیتانوف ، وي آی دول گیخ، ایم ﯟي زیمیانین ، کې ﯟي روساکوف ، ایم سي گرباچف

سکالو : د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت د حالاتو خرابوالی او زموږ له پلوه شونی ځواب

کریلینکو : لیونېد ایلیچ [برژنیف] له موږ غوښتي دي چې په دغسې یوې یو ناڅاپه شېبې کې د مرکزي کمیټې غونډه را وبـَـلو او پیل یې کړو ؛ هغه به سبا زموږ په غونډه کې گډون وکړي او د افغانستان په ډیموکراتېک جمهوریت کې د را پورته شویو حالاتو په اړه به خبرې اترې وکړو. حالات بېړني دي. ملگرو گرومېکو ، اندروپوف او اوستینوف یوشمیر وړاندېزونه راټول کړي او بشپړه ټولگه یې ستاسو ترمخ پرته ده. راځـﺊ چې دغې سکالو ته له نېږدې وگورو او څرک ولگوو چې کومې لارې چارې ولټوو اوکوم گامونه باید اوچت کړو. ښه به وي چې ټول یې د ملگري گرومېکو له خولې واورو.

گرومېکو: زموږ وروستیو اړیکو ته په کتلو سره چې موږ ته د پټو کېبلونو له لارې له افغانستانه او همدا شان له پوځي سلا کار ملگري گریلوف او په سفارت کې د لنډ مهالي استازي /شارژدافیر ملگري الکسي یف څخه د تیلفوني کنفرانس له لارې تر لاسه شوي څرگندوي چې د افغانستان حالات په لنډ وخت کې کړکېچن شوي او په اوسني مهال کې د اله گولې زړه د هرات ښارگوټی دی.

موږ ټول له پخوانیو کېبل شویو مالوماتو څخه پوهیږو چې په هغه ښار کې د افغان پوځ اولسمه فرقه ځای پرځای وه او ټېکاو یې ساتلی وو ، خو اوسني مالومات وایي چې دغه فرقه ټوله په بل مخ اوښتې ده. د فرقی یو توپچي کنډک او یو پلی کنډک تللی او له یاغیانو سره یو ځای شوي دي. له پاکستاني خوا د ورانکارانو او ترهگرو یو شمیر ډلې سېمې ته راننوتلي دا ډلې نه یوازې روزل شوې بلکه د پاکستان ، چین ، امریکا او ایران له سرتیرو سره یوځای سیمې ته ننوتلې او په هرات کې ورانکارۍ کوي. ورانکارې ډلې د ایران او پاکستان له لارې د هرات ولایت سیمې ته ننوتلې او له کورنیو انقلاب ضد ډلو سره یو ځای شوې دي. وروستنۍ پیښې د مذهبي سخت دریځو له لورې تر سره شوې. د پرشاتــَگي "مرتجع" یاغي شوې ډلې مشران له مذهبي مشرانو سره په پراخ ډول تړاو لري.
د یاغیانو د شمیرې څرک لگول گران ښکاري ، خو زموږ ملگري وایي چې شمیر یې" په لفظي ډول " زرگونو ته رسیږي.
ستاسو پام تر ټولو اړېن ټکي ته را اړوم او هغه دا چې نن سهار مې پر یولسو بجو د تره کي له مرستیال امین سره چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی خبرې اترې وکړې خو نوموړي د افغانستان د حالاتو په اړه ان د غوږ بوڅولو یوې کوشنۍ نښې ته هم گوته ونه نېوله او په بل اړخ کې په یوې آسماني کرارۍ او ډاډ ینې څرگنده کړه چې حالات پیچلي نه دي او هر څه د پوځ په څار او واک کې دي ، او دې ورته نورې خبرې . په بله وینا هغه څرگنده کړه چې د سېمې دریز د دولت تر بشپړ څار و واک لاندې دی .

کریلینکو : په لنډ ډول ، د امین گزارش ته په کتلو ویلای شو چې د افغانستان مشرتابه د دغو پیښو په تړاو هېڅ راز اندېښنه نه لري.

گرومېکو: چورلټ همداسې ده. امین لا دا هم زیاته کړه چې د افغانستان حالات سرترپایه سم دي. هغه وویل چې د والي تر لاس لاندې د یوې کوشنۍ پېښې گزارش ورکړل شوې او بس او د هیواد ټول والیان د قانوني دولت تر څنگ ولاړ دي . خوپه بل ریښتوني اړخ کې زموږ د ملگرو د گزارشونو پربنسټ په هرات او په یو شمېر نورو سېمو کې حالات غوږ بوڅونکي دي او یاغیان د دغوسېمو څار او اوک په لاس کې لري.

تر هغه ځایه چې پر کابل اړه لري، په کابل کې حالات کرار دي . د افغانستان لیکلې له پاکستان او ایران له کرښو سره تړلې دي ،یا پر بله وینا نیمایي تړلې دي . د افغانانو یوه غټه شمېره چې په ایران کې د کار کولولپاره تللي ول له ایرانه شړل شوي او په ټولیز ډل د هغوی زړه وهل شوی او گڼ شمېر یې له یاغېانو سره یو ځای شوي دي .

د افغانستان لپاره د مرستو سنجونې د یوه وړاندیز په توگه ستاسو تر مخ پرتې دي. باید پرې ور غبرگه کړم چې د هیوادني کرښو د ساتلو لپاره مو لس میلیونه روبله د نغدو پیسو په توگه هم په پام کې نېولې دي.
ترهغه ځایه چې په پاکستان پورې اړه نیسي ، بنسټېزه خبره دا چې پاکستان د ترهگرو لپاره یوه پخه سېمه ده او له هغه ځایه یاغیان افغانستان ته راننوځي ، اړېنه وه چې د افغانستان چارواکو د یوه غبرگون په ترڅ کې په لیکلي توگه د پاکستان له غوږونو تیرکړي وای ، لنډه دا چې یوه لېکلې خبرتیا باید شوې وای. خو افغاني مشرتابه دغه کار نه دی کړی. او دا سړی هک پک کوي.
له امین څخه مې وپوښتل چې تاسو له موږ څه ډول کړنې "اقدامات " غواړﺉ؟ له هغه مې وپوښتـل چې زموږ له پلوه څه ډول مرستو ته سترگه پر لاره یاست . خو امین بل وړاندېز نه درلود ، هغه په ساده گۍ وویل چې زه په افغانستان کې پرډیر ښه باور ولاړه سنجونه لرم او هغه مرستې چې تاسو له موږسره کړې دي ، موږ به په یوه ښه درېز کې ودروي او زیاته یې کړه چې د افغانستان ټول ولایتونه د قانوني حکومت تر بشپړ څار او واک لاندې دي . ما له امېنه وپوښتل چې تاسو له گاونډیو هېوادونو او یا له کورنیو انقلابي ضد ستونزو څخه ویره نه لرﺉ؟ امین پر ډاډه راته ځواب راکړ چې نه ، او زیاته یې کړه چې رژیم ته هېڅ ډول گواښ نشته. په پای کې هغه نېکې هېلې د مرکزي کمیټې غړیو او لیونید ایلیچ برژینیف ته وړاندې کړې . او دا وې زما خبرې له امین سره.

له یوه لنډ وخته ښایي له دوه یا دریو ساعتو وروسته زموږ د ملگرو له لارې خبرراغی چې په هرات کې حالت کړکېچن دي . یوه کنډک ، څرنگه چې مخکې مې ورته گوته ونېوله توپچي کنډک پر خپلو سرتیرو مردکي و اورول او د دویم کنډک یوه برخه یاغیانو ته واوښتله . لنډه دا چې د اولسمې فرقې یوه برخه چې د هرات د ولایت د ساتنې پازوالي لري دولت ته پالیاله ده او بس. زموږ ملگرو دا هم زیاته کړه چې د یاغیانو نوې ډلې چې په ایران او پاکستان کې روزل شوي دي ښایي سبا پر هرات یرغل وکړي.

نیم ساعت وروسته موږ له خپلو ملگرو خبر تر لاسه کړ چې ملگري تره کي د پوځي چارو لوی سلاکار ملگری گریلوف او شارژدافیر ځان ته رابللي . له تره کي سره هغوی پر کومو اړخونو خبرې وکړې؟ هغه له شوروي اتحاد څخه د پوځي او خوراکي توکو او پوځي اوزارو غوښتنه وکړه او دغو غوښتنو په هغو لاسوندو کې غبرگون موندلی چې موږ مرکزي کمېټې ته وړاندې کړی دي. د پوځي توکو په تړوا باید ووایم چې تره کي د خبرو په ترڅ کې په گړندۍ توگه د ځمکني او هوايي پوځ اړتیا ته هم گوته ونېوله. دا په دې مانا ده چې د ځمکني ځواک پلي کولو او هوايي ځواک دواړو ته د اړتیا غوښتنه شوې ده.

زما په اند ، موږ باید افغانستان ته د مرستې له خپل لومړني بنسټېز وړاندېز څخه کارپیل کړواو باید دا ونومونو چې : موږ په هېڅ ډول حالاتو کې نه غواړو افغانستان له لاسه ورکړو. موږله شپیتو کالو راهیسې له افغانستان سره په سوله کې ژوند کړی. او که موږ افغانستان اوس له لاسه ورکړو نو هغه به د روسېې پرړواندې را تاو شي ، او دا به زموږ په بهرني سیاست کې یو ډیر پرېکنده پرشا تگ وي . څرگنده ده چې په دغه منځ کې یو شی بنسټېزې سنجونې ته نغوته کوي او هغه دا چې که پوځ د وگړو تر څنگ ولاړ وی ، نو خبره په بشپړ ډول بله ده ، دویم دا چې که پوځ د قانوني حکومت ملاتړ ونه کړي � او دریم دا چې که پوځ د دولت پرړواندې پاڅون وکړي ، او په پای کې یې زموږ پر پوځونو را واوړي ، نو خبره به لا پسې پیچلي شي. موږ د ملگرو گریلوف او الکسي یف له خبرو پوهیږو چې د مشرتابه په منځ کې دریزاو روحیه د ملگري تره کي په گډون په بشپړ ډول ځېل ته نه ده رسېدلې.

اوستینوف : زموږ مشرپوځي سلاکار ملگري گریلوف او په افغانستان کې زموږ شارژدافیرملگری الکسي یف له تره کي سره ول . ما د ټیلفون له لارې له ملگري گریلوف سره خبرې وکړې هغه راته وویل چې د افغانستان مشرتابه د حالاتو له څرنگوالې څخه په اندېښنه کې دي او په ځانگړې توگه د هرات حالات ښه نه دي ، او دې ورته د پکتیا حالات هم د اندیښې وړدي. د خبرې تر ټولو بد اړخ دا دی چې د فرقې دنده د هرات ساتنه وه او فرقه بې اغیزې وه، اوپه داسې یوه وخت کې د فرقې بولندوی په هوايي ډگر کې کښېني په بله وینا نوموړی هلته پناه وړي او دولت ته له پالیالو کنډکونوڅخه دهېڅ یوه کنډک د کړنو بولنده نه کوي. باید تاسو ته ووایم چې سبا (د مارچ ۱۸) به د هرات ولایت ته د چاڼیزې کړاونو (عملیاتو) ډلې واستول شي.
موږ ملگري تره کي ته سلا ورکړه په هغو سېمو کې چې یاغیان راپورته شوي دي یو ځل بیا نورې ډلې واستوي . هغه په ځواب کې وویل چې دا به گرانه وي ځکه چې په نورو سېمو کې هم حالات ښه نه دي . لڼده دا چې هغوی له شوروي سوسیالیستي جمهوریتونوڅخه د ځمکنیو او پوځي مرستو د ځواب لویه هېله لري.

اندروپوف: هغوی هېله لري چې موږ دې پریاغیانو یرغل وکړو.

کریلینکو : که موږ خپل سرتیري هلته واستوو ، پوښتنه دا ده چې موږ له چا سره جگړه کوو . د یاغیانو پر وړاندې ؟ او یا د مذهبي بنسټپالو لویو ډلو پر وړاندې چې ټول یې مسلمانان او په منځ کې یې عادي وگړي په پراخه کچه ورگډ شوي له دې امله موږ به اړایستل شو چې د وگړو د غټې شمېرې پر وړاندې د جگړې دروند پېټی پر اوږو پورته کړو.

کاسیگین : د افغانستان د پوځ کچه او شمېره څومره ده � څوفرقې لری؟

اوستینوف : افغانستان لس فرقې لري ، چې سل زره سرتیري کېږي .

اندروپوف : زموږ څارکښیزې اوڅارنې یا مالومات نغوته کوي چې له پاکستانه څه نا څه درې زره تنه یاغیان افغانستان ته ننه ایستل شوي دي . دا د جگړې د جنگیالیو غټه برخه ده مذهبي بنسټپالان د وگړو له منځه دي.

کریلینکو : که پاڅون ټولنیز وي ، نو د هغو کسانو ترڅنگ چې له ایران او پاکستانه راغلي او ټول یې ترهگر او یاغي دي ، نو پوځونه د افغانستان د ټولو وگړو په گډون د ټولنې له یوې سترې برخې سره په جگړه کې را ښکېل دي . او دا څرگنده ده چې هغوی مذهبي جنگیالي او د اسلام لاررویان دي.

گرومېکو: د دولت د پلویانو او د یاغیانو ترمنځ د تړاو خبره لا تر اوسه څرگنده نه ده. هر څه ته په کتلو د هرات پېښې توغمناکي را څرگنده کړه ځکه هلته له زرو تنو څخه ډیر وژل شوي دي خو له دې سره سره حالات لا راڼه او روښانه نه دي .

اندروپوف : څرگنده ده هغه یاغیان چې افغانستان ته له سېمې څخه راننوځي د کورنیو یاغیانو له پلوه ورته ښه راغلاست ویل کیږي او له افغانانو څخه به وغواړي چې له هغوی سره یو ځای شي.

کاسیگین : زما په اند د راتلونکي په پام کې نېول شوې پریکړې گارلېک " مسوده " دې له بنسټه سمه شي. ترټولو لومړی موږ باید د اپریل تر مېاشتې پورې د وسلو لېږد ، ونه ځڼډوو ، او موږ باید هرشی په همدغه مارچ کې پرته له ځنډه واستوو . دا لومړنی کار دی.
دویم دا چې موږ باید په یوه ډول نه په یوه ډول د افغانستان مشرتابه ته د اخلاقي ملاتړ روحېه ورکړو، او د دغو گامونو د پلي کولو وړاندېز کوم : تره کي ته دې خبرورکړي چې موږ د گازو د هرو زرو کیوبېک مترو بېه له پینځلس روبلو څخه پینځه ویشت روبلو ته لوړوو. د بیې په دغه لوړوالي به هغوی به د وسلو اونورو توکو د ترلاسه کولو په بدل کې د رامنځ ته کېدونکو لښگتونو تشه ډکه کړي . زما په اند دغه وسلې دې افغانستان ته وړیا ورکړل شي او د څېړنو او ارزونې د ۲۵ په سلو کې بیې پوښتنه دې ورڅخه و نه شي.

ټولو : په یو غږ ومنله

کاسیگین : دریم دا چې موږ باید ۷۵ زره ټــُنه خوراکي توکي هم ولېږو. زه گومان کووم چې پر دغې شمېرې دې له سره کتنه وشي او دغه شمېره دې سلو زرو ټــُنـو ته لوړه شي. دا هغه گامونه دي چې زما په اند دې د پرېکړې په گارلېک کې ورگډې شي او ورزیاته دې شي چې موږ دغه مرستې د افغان د مشرتابه د روحېې د پیاوړي کولو په موخې تر سره کوو. موږ په دې ټېنگار چې ۶۰ کاله مو څنگ په څنگ په سوله کې ژوند کړی باید د افغانستان جگړې او ستونزې ته لومړیتوب ورکړو .څرگنده ده چې له ایرانیانو ، چینایانو او پاکستانیانو سره ستونزه او جگړه شتون لري خو له دې سره سره ایران د افغانستان له جگړې سره مرستې او ملاتړنې ته لیواله دی ، ایران ځانته موخې لري اوتر ټولو اړین ټکی د ا چې ایرانیان ډیر مذهبي دي. او دا باید په پام کې ونیول شي. پاکستان به هم ورته گامونه اوچت کړي. د چینایانو په اړه د ویلو لپاره څه نه شو ویلای. په پای کې زما پر اند د خپلې پریکړې لیونتوب او پایلې باید په پام کې ونیسو چې موږ به په پریکنده ډول د افغاني مشرتابه مرسته وکړو. هر گوره ما د تادیې او جبېرې په تړاو لا وختي خبرې کړې او نه غواړم پر هغې بیا را تاو شم ، او د هغه ترڅنگ هغسې چې دلته په لیکلي ډ‌ول ویل شوي ، وړیا تأدیات دي؛ او تأدیات په وړیا توگه په نغدو اوړېدلای شي . هغه چې هر ډول وړیا نغدي پیسې وي موږ به په هر حالت کې له هغو څخه څه تر لاسه نه شوای کړای.

اوستینوف : افغانستان ته د وسلو د لېږد د خبرلېک په گارلېک 'مسوده' کې چې هر څه ویل شوي ټول یې وختې (مخکې له پریکړې � ژ) افغانستان ته د لېږد لپاره چمتو او د دغو وسلو او توکود لېږد چارې لا وختي تر لاس لاندې نېول شوي دي. له بده مرغه زه پوهیږم چې موږ به د اپریل له مېاشتې مخکې د توکو لیږدونه وشو کولای که نه؛ دا به ډیره گرانه وي. زه وړاندېرکووم چې د وسلو د لېږدونې پریکړه دې همدلته همدا اوس ونېول شي. تر هغه ځایه چې د وسلو د بیې د ورکړې او تأدیې خبره ده ، هغه به زه همدا اوس د گارلېک له مخه پاکه کړم.

کاسیگین : ټول په یوه غږ دي چې سر له سبا دې د وسلو د لېږد چارې پیل شي.

اوستینوف : سمه ده ، موږ دا کوو ، او ډاډ به ترلاسه کړو چې دغه کارونه دې سر له سبا پیل شي.

کریلینکو: راځـﺊ ملگري کاسیگین ته واک او دنده ورکړو چې د شوروي د سوسیالیستي جمهوریتونو د وزیرانو د شورا د پریکړې په گارلېک دې چې پاڼې زموږ په مخ کې پرتې دي زموږ د خبرو اترو له تل څخه را وړاندېز شوې سمونې ورگډې کړې او سبا به هغه د گارلېک وروستنۍ بڼه موږ ته راکړي.

کاسیگین : چورلټ . زه به سبا سهار دلته راسم او هر څه به ترسره کړم.

کریلینکو:موږباید د ډاډ د ترلاسه کولوو هغه لارې چارې هم وپلټو چې دغه پوځي توکي د مارچ په مېاشت کې واستول سي.


کاسیگین :لکه چې ملگري اوستینوف وویل د مارچ په مېاشت کې به د هر څه لېږل نا شوني وي ، نو ښایي د پاتې شویو توکو دوېمه برخه د اپریل په مېاشت کې واستول شي ، خو راځـﺊ چې دغه دوېمه برخه دې ډیره کوشنۍ وي.

غواړم یوه بله پوښتنه راپورته کړم : تاسو هر څه چې وایاست ویې وایاست ، امین او تره کی دواړه د هېواد چارې له موږ څخه پټوي . موږ لا تراوسه په پرېکنده ډول نه پوهېږو چې په افغانستان کې څه پـیـښېږي . له حالاتو څخه د هغوی ارزونه څه ده؟ تر ټولو مخکې هغوی هڅه کوي چې حالات د یوه خوندور انځور په رنگ کې را څرگند کړي ، خو په ریښتوني اړخ کې موږ په سترگو وېنو چې په هېواد کې څه تېریږي. څرگنده ده چې هغوی ښه خلک دي ، خو په بل اړخ کې هغوی ستره معامله له موږ څخه پټوي. لامل یې څه دی ؟ گرانه به وي چې څه ووایم. زما پر اند موږ باید هر څومره چې ژر کېږی له خپل سفیر آندری آریوویچ سره د دغې پوښتنې د گډولو پریکړه وکړو. که څه هم هغه په عملي ډ‌ول دغه واک نه لري او نوموړی به هغه څه ونه کړی چې موږ یې ورڅخه غواړو.
ددې ترڅنگ زه به د نورو پوځي کارپوهانو د لیږد خبره په پام کې ونیسم او هغوی ته دنده ور وسپارم چې څرک ولگوي په پوځ کې څه تیریږي.

د هغه ترڅنگ به د یوې پراخې سیاسي پریکړې سکالو هم په پام کې ونیسم. ښایي د دغې سیاسي پریکړې گارلېک به زموږ ملگري د بهرنیو او دفاع په وزارتونو او یا د کې جي بي د بهرنیو چارو په څانگه کې جوړ کړي. څرگنده ده چې ایران ، پاکستان او چین به د افغانستان پروړاندې را تاوشي ، او هر څه یې چې په واک وي وبه یې کړي ، د افغانستان له قانوني دولت څخه به سرغړاوی وکړي او د کړنې به یې په هېڅ وشمیري. دلته پرموږ ده چې د تره کي د رژیم سیاسي ملاتړ پراخ کړو. او روښانه ده چې کارتر به د افغانستان د مشرتابه پروړاندې پایڅې را بډ وهي.

که دا اړتیا پېښه شي چې موږ خپل سرتیري پلي کړو ، له چاسره باید جگړه وکړو؟ هغه کسان چې د افغانستان داوسني مشرتابه پر وړاندې مقاومت وکړي څوک به وي؟ آیا هغوی ټول تر محمدي بیرغ لاندي راټول دي ، دیوې گروهنې وگړي دي ، او تر دغې گروهنې لاندې د دوی گروهنه دومره پیاوړې ده چې ټول په یوه مورچل کې د یوې موخې لپاره راټولیږي ؟ ماته داسې ښکاري چې موږ باید له امین او تره کي سره د هغو تیروتنو او اشتباهاتو په تړاو خبرې وکړو چې دوی په داسې وخت کې د هغو د پېښېدلو لپاره اجازه وکړې ده. که رښتوني اړخ ته وگوړو امین او تره کی دواړه تر همدا نن پورې هغه وگړي له چړو تیروي او وژني یې چې له دوی سره هم غږي نه دي. هغوی ټول مشران ووژل ، نه یوازی د "پرچم د ډلې "د لوړې کچې لوړپوړې مشران بلکه د منځنۍ کچې مشران یې هم ووژل.

څرگنده ده چې د سیاسي لاسوندي جوړول به گران کار وي ، لکه چې تل وایم له دریو ورځو مخکې به د هغه د جوړولو لپاره زموږ ملگري پرې په کلکه کار وکړي.

اوستینوف : دا ټول سم دي . هغه څه چې الکسي نیکولایوویچ وایي باید ډیر ژر تر سره شي.

گرومېکو: لاسوندی به ډیر ژر چمتو شي.

کاسیگین : زه گومان نه کووم چې له افغان پلوه به پرموږ زموږ له خوا د سرتیرو د پلي کولو په تړاو زور واچول شي . راځـﺊ هغوی پرېږدو چې خپل ځانگړي پوځي ټولي جوړ کړي چې په ستونزمنو سېمو کې د یاغیانو د ټکولو وړتیا ولري.

اوستینوف : که وغواړو خپل سرتیري پلي کړو نو زما په اند په هېڅ یوه حالت کې دې زموږ پوځونه له افغان پوځونو سره په گډه چیرې نه ځـي.

کاسیگین : موږ باید خپل پوځونه تیارسـﺊ کړو ، د هغوی د کار په تړاو دې پریوه کاريزه پیام، کار وشي او د ځانگړي استازي له لارې دې ور واستول شي.

اوستېنوف : موږ د پوځي گام د اوچتولولپاره دوه لارې په پام کې نېولې دي . د لومړۍ لارې په ترڅ کې به موږ په یوې ورځ کې ۱۰۵ (مه) هوايي فرقه په افغانستان کې پلې کړو او په کابل به کې یو پلی موټریزه کنډک بیا پلی کړو؛ د کرښې په اوږدو کې به ۶۸ (مه) فرقه ځای پرځای کړو ، او په کرښې کې به پینځمه موټریزه توپچي فرقه ځای پرځای شي. د دغې تابیا په رڼا کې به موږ د دریو ورځو په ترڅ کې چمتو اوسو چې سرتیري پلي کړو. خو تر ټولو لومړی به هغه سیاسي پریکړې چې اوس مو پرې خبرې وکړې په پام کې ونیسو.
کریلینکو: ملگري اوستینوف سکالو په سم ډول را څرگنده کړه. موږباید په یاغیانو پسې مټې رابډ وهو. او په سیاسي لاسوندي کې دې دغه سکالو په روښانه او څرگنده ډول وویل شي.
د هغه تر څنگ موږ باید له تره کي سره له زغمه کار واخلو؛ کله چې موږ لا اوس د پوځي ځواکونو د پلي کولو خبره تر څېړنې او خبرو اترو لاندې نیسو ، نودغه پوښتنه دې هم سرتر پایه په پام کې ونیول شي. د افغانستان له غوښتـنې پرته موږ نشو کولای ځواکونه پلي کړواو موږ باید دغه خبره د ملگري تره کي له غوږونو تیره کړو. او دا باید د ملگرب کاسیگین ملگري تره کي ته د کنفرانس په ترڅ کې نېغ پر نېغه ور یاده کړي. د هغه تر څنگ تره کی باید وپوهول شي چې خپلونو چـَلونو 'تاکتېکونو' ته بدلون ورکړي . وژنې ، ځورونې او دې ته ورته نورې چارې باید په ډله ییز ډول باید تر سره نشي.
مذهبي سکالو ، له مذهبي ټولنو سره تړاونه ، په ټولېز ډول دین او دیني مشرانو ته دې ځانگړی پام او مانا ورکړل شي. دا د ټولېزې سکالو یوه تگلاره او پالیسي ده. تره کی باید په پریکړي ډول ډاډ راکړي چې د هغوی له پلوه ددغو ټاکل شویو تگلارو په پلي کولو کې سرغړاوی نه کیږي.
لاسوندی باید ژر تر ژره تر سبا پورې چمتو شي. موږ به له لېونېد ایلییچ سره د دغې تگلارې د پلي کولو په څرنگوالي کې هم سلا وکړو.

اوستینوف : موږ دوېمه چمتو شوې لاره هم لرو. له دغې لارې سره سم موږ په افغانستان کې دوه فرقې پلې کولای شو.

اندروپوف : موږ باید د پرېکړې هغه گارلېک یا مسوده ومنو چې نن مو پرې خبرې وکړې ، په پرېکړې کې د سماونو په تړاو دې د راتلونکو شمېرنو او سماونو لپاره وروسته خبرې اترې وشي. او د سیاسي پریکړې په اړه موږ باید د سترگو په رپ کې چمتو اوسو ځکه چې له پاکستانه ډلې تپلې په راخوټـېدو دي.

پونوماریوف: موږباید د ۵۰۰ تـنو په شا او خورا کې یوه ډله د کارپوهانو او سلا کارانو په کچې افغانستان ته واستوو. دغه ملگري باید په هغه څه ښه وپول شي چې وېې کړي.

اندروپوف: د هرات په شا او خوا کې څه نا څه شل زره ملکي کسان دي چې په بلوا کې یې گډون کړی دی. د تره کي په تړاو خبره چې مخکې مو وکړه ، موږ باید همدا اوس ورته لستوڼي پورته کړو. زه گومان کووم ښه به دا وي چې ملگری کاسیگین ورسره خبرې وکړي.

ټولو پر یوه غږ ومنله . ښه به دا وي چې ملگری کاسیگین دې ورسره خبرې وکړي.

اندروپوف: موږ باید سیاسي وینا ته وروستۍ بڼه ورکړو ، په پام کې مو وي چې موږټول به د یرغلگرو پر نامه وپیژاندل شو، خو په پام کې مو وي چې د دغه کار په نه کولو، له هېڅ ډول آړوټي او خڼد 'قید او شرط' پرته به موږ افغانستان له لاسه ورکړو.

پونوماریوف : له بده مرغه د افغانستان په اړه ډیر شیان دي چې موږ پرې نه پوهیږو. ماته داسې ښکاري چې له تره کي سره دې د پرېکړې په ترڅ کې دغه ټولې راپورته شوې پوښتنې را وسپړل شي ، او په ځانگړي ډول هغه پرېږدﺉ چې په ټولېزډول له ټول هېواد او له پوځ سره د هیواد د حالاتو په اړه پراخه خبرې وکړي. هرگوره موږ وېنو چې پوځ یې سل زره جنگیالي لري او زموږ د سلاکارانوپه مرسته له دغه پوځ سره ډیر شیان تر سره کېدلای شي. پرته له هغې به یوازې همدغه شل زره یاغي جنگیالي بریالي شي. د ټولو په سر کې دې افغان ځواکونه اړین کارونه تر سره کړي او وروسته که په رښتیا اړتیا راپېښه شوه نو موږ به خپل ځواک ور پلی کړو.

کاسیگین : زه گومان کووم چې د وسلو لېږل اړین برېښي ، خو په دې آړوتي 'شرط' چې د یاغیانو په لاس کې پرېنوځي. که د افغان ځواکونو جوړښت ونړېږي نو لېږل شوې وسله به هم د یاغیانو لاس ته ولویږي. بله پوښتنه چې را پورته کېږي دا ده چې موږ به نړیوالو ته څه ځواب ووایو. که موږ په رښتیا وغواړو چې خپل ځواکونه پلي کړونو ټولو دغو پوښتنو ته باید لاره وموندل شي او موږ باید هره خبره او هرڅه په ښه ډول سمبال کړو اوباید هرڅه په پراخه ډول را وسپړو. ښایي زموږ له پازوالو ملگرو څخه یو تن سېمې ته سفر وکړي چې د سېمې له حالاتو څخه پراخه او نېغ پرنېغه جاج اخیستنه وکړي. دغه ملگري کېدای شي ملگری اوستېنوف یا ملگری اوگارکوف وي.

اوستېنوف : په افغانستان کې حالات کړکېچن کېږي. په دغه تړاو موږ باید خبرې وکړو ، ماته د سیاسي ارزونو له مخي داسې ښکاري چې موږ تر اوسه څه نه دي پیل کړي. له بلې خوا موږ ته ښایي چې د افغان د پوځ ټوله وړتیا ځانته څرگنده کړو. ماته داسې ښکاري چې په ماکې داسې شی نسته چې افغانستان ته ولاړ شم. زه پکې شک او شوپیان لرم.کېدای شي د دولت یو بل غړی هلته ورشي.

کاسیگین : دیمتري فیدروفوویچه! ته باید هرو مرو ولاړ شـﺊ. خبره دا ده چې موږ افغانستان ته د وسلو یوه لویه کچه لېږو او باید ډاډه شو چې وسلې د انقلاب ضد وگړو لاس ته نه ورځي. موږ په افغانستان کې ۵۵۰ تنه سلاکاران لرو ، او هغوی باید په پوځ کې د حالاتو په اړه خبر وساتل شي.

اوستېنوف : ان که زموږ له منځه یو تن هم ولاړسي د یوې یا دوه وو ورځو په ترڅ کې به څه ترلاسه نه کړي.

گرومېکو: زه گومان کووم چې له تره کي سره دې خبرې اترې اې ان کاسیگین یا ډی ایف
اوستېنوف پرمخ یوسي ، او ډیره شونې بریښي چې ملگری کاسیگین به دغه چاره تر سره کړي.

کاسیگین : مخکې له دې چې له تره کي سره خبرې وکړم باید د لیونېد ایلییچ اجاره ترلاسه کړم. زه به سبا له لیونېد ایلییچ سره لومړې خبرې وکړم او بیا له تره کي سره.

اندروپوف : د دغې پرېکړې تر رڼا لاندې موږ باید له لېونید ایلییچ سره په پراخه توگه سپړنه وکړو.

گرومېکو: موږ باید د حالاتو د کړکېچن کېدلو په اټکلبڼه کې پراخې خبرې وکړو. همدا نن زموږ له منځه د افغانستان له روانو حالاتو څخه څوک په سمه خبر نه دی . یوازېنی یو شی چې څرگند دی دا ده چې موږ نشو کولای افغانستان په دوه وو لاسونو دښمن ته وسپارو. د دغې موخې د ترلاسه کولو لپاره موږ باید په ژوره واندو. کېدای سي د سرتیرو د لېږد خبره یوې خوا ته کېښودل شي.

کاسیگین: موږ ټول پر یوه غږ یو چې افغانستان به د دښمن لاس ته نه پرېږدو. له همدغه اړخه موږ باید د سیاسي لاسوندي (وینا-ژ) پر ټولو اړخونو کار وکړو- ټولې سیاسي لارې چارې باید په کار واچول شي چې افغان مشرتابه وکولای شي پرخپل ځان ډاډېنه ترلاسه کړي ، زموږ د په پام کې نېول شوېو مرستو تابیاو لپاره لاره پرانېزي ، او موږ ته په وروستي گام کې د اړتیا پراټکلبڼې دې د ځواک د کارولو کړکۍ پرانیستل شي.

گرومېکو: زه غواړم پر یوه شي ټینگار وکړم او له ټولو غواړم چې په ځیرېې په پام کې ونیسي ، او ټول باید دغې پوښتنې ته ځواب ولرو چې که حالات کړکیچن شي څه وکړو. تره کي خو لا وختي حالات د غوږ بوڅولو وړ بللي او امین له بله اړخه حالاتو ته له ښې سترگې گوري. په لنډ ډول افغان مشرتابه زما په اند په ټول هېواد او په پوځ کې دننه د حالاتو له څرنگوالي څخه سمه جاج اخیستنه نه ده کړې.

پونوماریوف: افغان پوځ یوه پوځي کوتاه تر سره کړه زما په اند په دولت کې د کارپوهېزې پوهې تر رڼا لاندې کولای شي خپل دریز د هېواد په ساتنې کې څرگند او وساتي.

کریلینکو: لویه ستونزه دا ده چې د پوځ گڼ شمېرتکړه بولندویان او کارپوهان یا وژل شوي یا زندان ته ارتــَول شوي دي. او دغه کار پر پوځ ناوړه اغیزه پرې ایستلې ده.

گرومېکو: زموږ یو له ټولو لویو دندو څخه د پوځ پیاوړتیا ده چې زموږ له کار سره لوی تړاو لري. زموږ د کار ټوله برخه باید پر سیاسي مشرتابه او پوځ نېغه وي . د ټولو په سرکې باید ومنو چې افغان مشرتابه له موږ څخه د چلند یوه لویه برخه پټوي. د ځېنو نا څرگندو لاملونو له امله هغوی له موږ سره روڼ چلند نه کوي او دا لویه بدمرغي ده.

اندروپوف: ماته داسې ښکاري چې موږ باید ټول سوسیالیست هېوادونه له دغه چلند څخه خبرکړو.

کریلینکو : موږ په پراخه په دغې اړه خبرې وکړې ، راځـﺊ چې پایلې ته ځان نېږدې کړو.

پریکړه :

۱. ملگري کاسیگین ته دنده ورکول کېږي چې چې موږ ته را کړل شوی لاسوندی دې لا څرگند ،روڼ او روښانه کړي ، او ورکې دې د سل زرو ټنو خوراکو توکو د زیاتولو خبره ورزیاته کړي ، د گازو بېه دې له ۱۵ روبلو څخه ۲۵ روبلو ته لوړه شي ، او له لاسوندي څخه دې د سلنې ، نغدو پیسو او نور ورته وییکي لیرې شي.

۲. ملگري کاسیگین ته دنده ورکول کیږي چې له ملگري تره کي سره اړېکه ونیسي ، او څرگنده کړي چې هغوي د افغانستان له حالاتو څخه څه ډول ارزونه او جاج لري او موږ ته څه اړین دي چې تر سره یې کړو. له تره کي سره د خبرو په ترڅ کې ملگري کاسیگین ته دنده سپارل کېږي چې د مرکزي کمېټې د اوسنۍ غونډې د پام وړ ټکي له نوموړي سره گډ کړي.

۳. پرهغه دریم ټکي چې موږ دلته په مرکزي کمیټې کې ورباندې خبرې وکړې دا دی چې ملگرو گرومېکو ، اندروپوف او پونیماریوف ته دنده سپارل کېږي چې د افغانستان په اړه دې د سیاسي وینا پرچال چلند او د اندونو د راکړې ورکړې په تړاو کار وکړي.

۴. موږ باید د بهرنیو چارو د وزارت له لارې له پاکستانه وغواړو چې د پاکستان دولت دې د افغانستان په سیاسي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

۵. موږ باید د افغانستان له پوځ سره د مرستې لپاره د ملگري اوستېنوف هغه وړاندېز ته په یوه غږ شو چې زموږ په پوځي ډلگیو کې د ځواک د کارولو په اړه پر راپورته شويو ستونزو لاسبری ومومو.

۶. باید خپل تر ټولو تکړه کارپوهان د کې جي بي او د دفاع د وزارت له لارې افغانستان ته ولېږو چې په افغان پوځ او په ټولېزه ډول په ټول افغانستان کې د راپورته شویو حالاتو بشپړه ارزونه او څېړنه وکړ.

۷. زموږ د پریکړې په گارلېک کې باید داسې آړوتي 'شراېط' ځای پرځای شي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې پاکستان ، ایران ، چین او د امریکا متحده ایالات لاسوهنه کوي او دغه گارلېک دې د خپرولو لپاره چمتو او د دریمگړو هیوادونو د خپرونو له لارې دې خپور شي.

۸. ملگرو پونومارییف او زیمیاتین ته دنده ورسپارل کیږي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې د ایران ، پاکستان ، چین او د امریکا د لاسوهنو په اړه لاسوندي راټول او له چمتو کولو وروسته دې د خپرونو له لارې خپاره کړي.

۹. کله چې موږ پوځ کاروو ، باید د هغو تورونو منلو ته چمتو اوسو چې نور هېوادونه به یې پرموږ د یرغلگرو په نوم را وتپي .

۱۰. د دفاع وزارت ته به اجازه ورکړل شي چې د افغانستان او د شوروي د سوسیالیستي جمهوریتونوسره په گډه پوله کې دې دوې فرقې پلې کړي.

په پای کې موږ ته اړېنه ده چې نور سوسیالیست هېوادونه په دغه غونډه کې له وړاندې شویو وړاندېزونو او گامونو څخه چې په پام کې مو نیولي دي خبر کړو.

ملگرو! بل وړاندېز لرﺉ؟
ټول! و منل شو

کرېلینکو : زه به همدا اوس له ملگري چرنینکو سره اړېکه ټینگه کړم او هغه به له نیول شوې پرېکړې خبر کړم.

ټول! ومنل شوه !

کولای شـﺊ دمه ونیسـﺊ


کریلینکو : ما همدا اوس له ملگري چرنېنکو سره خبرې وکړې. هغه وویل چې را منځ ته شوي وړاندیزونه ټول سم دي او نوموړی به لیونېد ایلیچ له پرېکړې څخه خبر کړي .

راځـﺊ چې ننۍ غونډه همدلته پای ته وروسو [غونډه پای ته ورسېدله]


[ بله غونډه � ژ]

کریلېنکو : پرون موږ ومنل چې ملگری اې ان کاسیگین به له ملگري تره کي سره اړېکه نیسي . راځـﺊ چې ملگري کاسیگین ته غوږ شو.

کاسیگین: لکه څنگه چې پرون مو ومنل ، ما له ملگري تره کي سره د تیلفون له لارې دوه ځله خبرې وکړي. هغه زما تر غوږ راتیره کړه چې په هرات کې یاغي سرتیري هغه وگړي چاڼوي چې د دولت ملاتړي دي. په هغه ښار کې حالات پیچلي دي. د ملگري تره کي پروینا که د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونه په دغسې شېبې کې له موږ سره مرسته ونه کړي ، موږ واک نشو ساتلای.

د هغه ترڅنگ ملگري تره کي وویل چې ایران او پاکستان یاغیان سمبالوي او له ایرانه د راستـنېدونکو افغانانو په جامو کې ایراني سرتیري افغانستان ته را اوښتي او سرغړاونې او اله گولې یې راپاروړلې دي . په پای کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونوکې په ځانگړي ډول د هرات په ښار کې د پـېـښو لړیو څرگنده کړه چې له ځان سره یې ویروونکې پایلې رامنځ ته کړي دي. ملگري تره کي غبرگه کړه چې ستونزه به یوازې په یوې ورځ کې له منځه ولاړه شي. او که هرات له ولکې ووت نو ټوله خبره به پای ته ورسیږي.

وروسته بیا ما له هغه پوښتنه وکړه : په افغانستان کې په افغان پوځ کې سل زره تنه سرتیري دي او ټول یې په هرات کې ځای پرځای نه دي ؛ آیا هلته یوازې اولسمه فرقه دیره او ځای پرځای ده. آیا تاسو ته شوني نه ده چې څو فرقې جوړې او هرات ته یې واستوﺉ چې د دولت د ملاتړو مرسته وکړي؟ ملگري تره کي ځواب راکړ چې څو فرقې جوړېږي خو تر هغه مهاله چې فرقې رامنځ ته کېږي په هرات کې به دولت ته یو پالیاله غنډ هم نه وي پاتې.

د پوځ د فرقو او غنډونو د جوړولوپه اټکلبڼې که هغوی ته ملاتړي ځواک د پوځي توکو، شوبلو او دپلیو ځواکونه لپاره د زغروالو موټرونو په بڼه ور ورسیږي ، په دغه تړاو ما له هغه وپوښتل چې آیا تاسو د شوبلو د چلوونکو لړ لېک برابرولای شـﺊ چې په ډگرکې ورڅخه کار واخیستلای شـﺊ؟ هغه وویل هغوی د شوبلو چلوونکي نه لري نو له دې امله ملگري تره کي د تاجیکي شوبلو او زغره والو موټروچلوونکو دغوښتنې وړاندېز وکړ چې د افغانانو په جامو کې دې افغانستان ته را واستول شي. ما ورته بیا ټینگار وکړ چې ملگری تره کي ، هیڅ داسې لاره نشته چې موږ د خپل د پوځ ښکېلېدل د جگړې په ډگرکې پټ کړو ؛ دا به په لنډ وخت کې ټولو ته بربنډه شي او د نړۍ خبریالان به دغه خبره په ټوله نړۍ کې خپره کړي او وبه وایي چې د شوروي شوبلې په افغانستان کې په جگړې کې ښکېل شوي دي . ما له هغه وپوښتل چې ، ملگری تره کیه ! د کابل د وگړو شمېره څو ده ؟ هغه په ځواب کې وویل چې یو مېلیونو او دوه سوه زره تنه . بیا مې له هغه وپوښتل چې آیا تاسو ته به ناشوي وي چې د کابل له وگړو څخه د فرقې یوه برخه جوړه کړﺉ ، هغوی سمبال او په ورته ډول وُرته وسلې ورکړﺉ چې د هیواد له نورو ولایتونو سره د مرستې جوگه شي ؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې هغه وویل چې د هغوی د روزنې لپاره هیڅ څوک نسته.

بیا مې ورته وویل چې دا څنگه شونې ده چې څومره پوځي کارپوهان د شوروي د سوسیالیستي جمهوریتونو په پوهنتونونو کې روزل شوي او له پخواني دولت څخه څومره نور پوځي کارپوهان د دولت تر څنگ درېدلي او تاسو هېڅ څوک نه لري چې نور سترتیري تاسو ته وروزي؟ بیا مې ورڅخه وپوښتل چې موږ له تاسو سره څنگه مرسته کولای شو؟ پرته له دې چې ملگری تره کی په خپله خبره پوه شي را ته یې وویل چې هېڅ څوک د دولت ملاتړ نه کوي . موږ په کابل کې کارگران نه لرو ، یوازې کسبگر لرو . د خبرو په ترڅ کې خبره بېرته پر هرات را واوښتله او وویل شول چې که هرات له لاسه ووځي نو د انقلاب ستونی هم پرېکېږي. په بل اړخ کې که هرات وژغورل شي نو انقلاب به وژغورل شي . دغه اټکلیز اند ته په کتلو پرپوځ ډاډ ترلاسه کېږي او پر هغه زړه تړل کېدلای شي. خو د هېواد په هرگوټ کې پاڅونونه را وپارېدل او پوځ ډیر کوشنی دی او په هرگوټ کې د پاڅون مخه نشي نیولای. ملگري تره کي یو ځل بیا ټینگار وکړ چې ستاسو مرستې ته اړتیا ده.

تر هغه ځایه چې په کابل پورې اړه لري موږ ته د نن ورځي د را رسېدلې ټېلگرام له مخي ښکاري چې حالات د ایران حالاتو ته ورته دي : شعارونه خپرېږي ، او وگړي ډلې ډلې راټولیږي . په ایراني او چینایي وسلو سمبال کسان له ایران او پاکستانه په غټو غټو شمېرو کې بیرته افغانستان ته راسـتـنـېږي .

کریلینکو : په هرات کې اولسمه فرقه نهه زره تنه جنگیالي لري . آیا دا به رښتیا وي چې یا فرقه لاس تر زنې ناسته ده ، او یا دا چې د دولت له مخالفینو سره به یوځای شوي وي؟

کاسیگین : که څه هم د فرقې نورې څانگې نه دي یاغي شوې خو زموږ د مالوماتو پربنسټ توپچي او یو پلی کنډک یاغي شوی ، ، پاتې برخې یې له دولت څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.

اوستېنوف: تر هغه ځایه چې پر تاجیکانو اړه لري ، موږ جلا ځواک نه لرو [پاکه شوه]

کاسیگین : یوه هوایي ضد لیوا چې په هرات کې پرته وه هغه هم یاغي شوه او یاغیانو ته ور واوښتله .

اوستېنوف: کله چې ما له امین سره خبرې وکړې هغه هم د یاغیانو د ټکولو لپاره د پوځونو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

کاسیگین : ملگری تره کي گزارش راکوي چې د فرقې پاتې نیمایي برخه هم یاغیانو ته ور واوښتله او د فرقې پاتې کوشنې برخه به هم د دولت ملاتړ ونه کړي.

اوستېنوف: افغان انقلاب د خپلې پیل شوې لارې په اوږدو کې له سترو خڼدونو سره مخامخ دی ، ماته امین د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د انقلاب ژغورنه او ساتنه یوازې یوازې پر شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو اړه لري او بس.
ستونزه څه ده ؟ څه پېښ سوي دي؟ ستونزه دا ده چې افغاني مشرتابه له اسلامي بنسټپالنې څخه هر اړخېزه ارزونه نه ده کړې . او د اسلام تر شعار لاندې ده چې سترتیري د دولت پر وړاندې د توپک خوله را تاووي ، ښایي د یوې کوشنۍ استثنأ په منلو پاتې ټول وگړي پر دین گروهن وگړي وي. له دې امله ده چې هغوی له موږ غواړي ملایې ور وټړو او یاغیان په هرات کې ورته و ټکوو. امین پر نا ډاډه او نېمکه ژبه راته وویل چې د پوځ لپاره ملاتړ لا تر اوسه شته. او یو ځل بیا کټ مټ د ملگري تره کي په شان یې د مرستې غوښتنه وکړه.

کریلینکو: داسې برېښي چې هغوی پر خپل پوځ ډاډ نه لري . هغوی یوازې زموږ په یوه شي زړه ښه کوي چې زموږ شوبلې او زغره وال موټر بلل کېږي.

کاسیگین : د مرستو په تړاو د دغسې ژمنو د نوم پېژندن په لړ لېک کې د هغو له منځه و راپورته کېدونکو پایلو ته باید په کلکه پاملرنه وکړو. خبره په ډیره کلکه توگه د پاملرنې وړ ده .

اندروپوف : ملگرو ! ما دغه خبري په زغرده او ژوره توگه څیړلې او دې پایلې ته رسېدلای یم چې هغه کسان چې په افغانستان کې د پوځ پلي کولو ته زړه ښه کوي باید له هغه څخه راپورته کېدونکو پایلو ته دې په کلکه او بیا هم په کلکه پاملرنه وکړي. موږ ټولو ته څرگنده ده چې له سوسیالیزم سره مخامخ کېدونکی افغانستان دې ته چمتو نه دی چې خپلې ستونزې په خپل سر حل کړي. د هېواد اقتصاد ډیر وروسته پاتې دی ، د اسلام دین بر لاسی دی ، او په کلېو او بانډو کې نیږدې ټول وگړې لمېسانده 'لېک لوستي' نه دي . موږ د انقلابي حالاتو په تړاو د لینین له لارښوونو پوهېږو. د افغانستان د اوسنیو حالاتو په اړه چې اوس موږ ورباندې خبرې کوو د انقلابي حالت په اډانه کې نه ځاییږي. له دې امله زه گروهن یم موږ د افغانستان له انقلاب سره یوازې د خپلې شلگرې 'نېزی" په مټ مرسته کولای شو او دماتېدلو مخه یې نیولای شو او دا موږ ټولو ته د منلو وړ نه ده. موږ نشو کولای دغسې غښکه 'خطر' ومنو.

کاسیگین : ښايي موږ وکولای شو خپل سفیر ملگری وینوگاردوف د ایران سروزیر بازرگان ته ولېږو او له غوږه یې ور تېره کړو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه د زغم وړ نه ده.

گرومېکو: زه په بشپړ ډول د ملگري اندروپوف د خبرملاتړ کووم او افغانستان ته زموږ د پوځ د لېږلو خبره غندم. د هغه هېواد پوځ د ډاډ وړ نه دی. له دې امله کله چې زموږ پوځ په افغانستان کې پلی شي نو د یرغلگرپه سترگه ورته کتل کېږي. موږ د چا پر وړاندې وجنگېږو؟ په لومړي سر کې به د افغانانو پر وړاندې وجنگېږو او پر مخونو به یې مردکي و اوروو. ملگري اندروپوف په سمه را څرگنده کړه چې د افغانستان حالات د انقلاب لپاره پاخه نه دي. ټولې هغه هڅې به چې په وروستیو کلونو کې مو د وسلو د کچې د راټېټولو او دیتانت په تړاو کړي بې گټې شي او ډیر شیان به له لاسه ورکړو. څرگنده ده چې چین به یو ښه دریز تر لاسه کړي .ټول غیر ټلوال هېوادونه به زموږ پروړاندې ودریږي . په بله وینا له دغسې کړنې څخه به ویروونکې پایلې را وخوټیږي . د لیونېد برژینیف او کارتر منځ غونډه به له منځه ولاړه شي ، او دمارچ د مېاشتې په پای کې به د گیسکارډ دی ایستنگ ( والري گیسکارډ دی ایستنگ له ۱۹۷۴ تر ۱۹۸۱ پورې د فرانسې ولسمشر- ژ) کتنه به تر پوښتنې لاندې ونیول شي. یو څوک خو دې پوښتنه وکړي چې څه به ترلاسه کړو؟ د افغانستان اوسنی دولت ، د هغه وروسته پاتې اقتصاد، په نړیوالو چارو کې د هغه بې اغیزه ونډه. له بلې خوا که له قانوني اړخه ورته ځېر شو موږ نشو کولای د سرتېرو د لېږد خبره په قانوني اډانه کې راونغاړو. د ملگرو ملتونو د چارتر پربنسټ یو هیواد هغه مهال له بل هېواد څخه د مرستې غوښتنه کولای شي کله چې تر بهرني یرغل لاندې راسي او بیا موږ کولای شو خپل سرتیري ور واستوو. افغانستان خو تر بهرني یرغل لاندې نه دی راغلی. دا د دغه هېواد کورنۍ چارې دي ، د انقلاب کورنۍ ستونزې ، د وگړو د یو شمیر جگړه له بلې شمیرې سره. هېښنده خو دا ده چې افغانانو په رسمي ډول له موږ نه دي غوښتي چې موږ خپل سرتیري ورولو.
په بله وینا اوس موږ د حالاتو هغه هېنداره گورو چې په هغې کې د هیواد د مشرتابه د کلکو تېروتنو له تل څخه کړکېچ را پارېدلی او مشرتابه اجازه ورکړې چې حالات د کړکېچ لوری ته ودرومي او پړه یې بیا هم په لوړ پوړو نه پریوزي او بل دا چې د وگړو ملاتړ ورسره نسته.

کریلینکو : کله چې پرون مو پردغو سکالو خبرې کولې افغانانو له موږ څخه د سرتیرو د پلي کولو غوښتنه نه وه کړې ؛ نن حالات پر بل مخ واوښتل. په هرات کې نه یوازې یو کنډک بلکه ټوله فرقه یاغیانو ته ور اوښتې ده. موږ ته له امین سره د پرون له خبرو څرگندیږي چې وگړي د تره کي د رژیم ملاتړ نه کوي. آیا زموږ سرتیري به په رښتیا له هغوی سره هلته مرسته وکولای شي؟ په داسې حالاتو کې شوبلې او زغروال گاډي نشي کولای هر څه وژغوري. زه گومان کووم چې موږ باید تره کي ته په برالا ، څرگنده او پریکړي ډول ووایو چې موږ یوازې کولای شو ستاسو د کړنو ملاتړ د هغو خبرو په اډانه کې وکړو چې پرون او نن مو پرې خبرې وکړې ، او په هېڅ حالت کې موږ نشو کولای په افغانستان کې خپل سرتیري پلي کړو.

کاسیگین: کولای شو هغه دلته را وغواړو او ورته ووایو چې موږ به تاسو ته د خپلو مرستو کچه لوړه کړو خو نشو کولای خپل سرتیري در واستوو، ځکه چې موږ به نه یوازې ستاسو د پوځ پروړاندې چې اوس یاغي شوی او سترگې پر لاره دی ، وجنگیږو بلکه ستاسو د ملکې وگړو پر وړاندې به هم په جگړه کې راښکېل شو. زموږ لپاره به ډیرې ناوړه پایلې ولري. د هېواد ټول پوځي غـُنډونه به په لنډ مهال کې زموږ پروړاندې توپک را واړوي. او موږته هېڅ مثبتې پایلې نه را په برخه کوي.

اندروپوف: موږباید په ډاگه ملگري تره کي ته ووایو چې د سرتیرو د پلي کولو له سکالو پرته موږ ستاسو هر راز مرستې ته چمتو یو.

کاسېگین: : کولای شو هغه دلته را وغواړو او ورته ووایو چې موږ به تاسو ته د خپلو مرستو کچه لوړه کړو خو نشو کولای خپل سرتیري در واستوو.

کریلینکو: د افغانستان دولت په خپله د حالاتو د کابو کولو لپاره تر اوسه هېڅ نه دي کړي . او د هغه ترڅنگ په پوځ کې سل زره جنگیالي لري. څه یې کړي دي؟ کوم ښه کارونه یې کړي ؟ څرگنده ده چې هېڅ یې نه دي کړي. ملگرو! خبرې ډیرې سر یې یو ، موږ افغانستان ته تر ټولو ډیره ښه مرسته ورکړېده.

ټولو! و منله


کریلینکو: موږ هر څه ورکړي دي. له هغه څه را په برخه شوي دي؟ د هغه په بدل کې موږ ته هېڅ نه دي را په برخه شوي . خبرې ډیرې سر یې یو ، دا دوی ول چې بې گناه وگړي یې په نه کړې گناه ووژل او ان دا چې د خپلو کړونو لپاره یې موږ ته دلېلونه را وړاندې کړل ، کټ مټ لکه هغه وخت چې د لېنین په وخت کې وگړي ووژل سول . اوس تاسو ورته وگورﺉ چې څه ډول مارکسیستانو مو وموندل.

د پرون په پرتله نن حالات بدل شوي . پرون ، لکه څنگه چې مخکې مې وویل موږ ټولو په یوه غږ ومنله چې موږ به پوځي مرسته کوو خو دغه خبره مو په ډیر ځیر وڅېړله او ډیرې لارې چارې مو په پام کې ونېولې ، د سرتیرو د پلي کولو پرځای د نورو لارو چارو د لټون په هڅه کې شوو. زه گروهن یم چې موږ دې خپل اندونه له لیونېد ایلییج سره گډ کړو چې ملگری تره کی ماسکو ته را وبلو او ټول هغه څه ورته په څرگنده ووایو چې موږ ټولو ورباندې په یوه غږ سلا کړېده.

ښایي دا سمه به وي چې موږ په ایران کې خمیني اوبازرگان او پاکستان ته ځانگړې خبرتیا ور ولیږو؟

اندروپوف: موږ باید ملگری تره کی دلته را وبلو.

کاسیگین: زه گومان کووم چې له لیونید ایلییچ سره له خبرو وروسته ښه به دا وي چې یوه الوتکه نن کابل ته واستوو.

کریلینکو: ملگری کاسیگین دې له ملگري تره کي سره خبرې وکړي. که هغه وغواړي چې د ماسکو پر ځای په تاشکند کې پاتې شي نو ملگری لیونیو ایلییچ به له هغه سره هلته وگوري.

گرومېکو: زه گومان کووم چې ښه به دا وي چې د سیاسي وینا له چمتو کولو دې وروسته له ملگري تره کي سره خبرې وشي.

اندروپوف: موږ باید د پاکستان او له یاغیانو څخه د هغه د ملاتړ په تړاو د لېکنو په خپرولو پیل و کړو.

اوستینوف: زماپر گومان موږباید د مرستو د ورکړې هغې لړۍ ته چې پرون پرې سلاشوو ، دوام ورکړو.

ټولو! ومنله

اوستینوف: یوازینی شی چې پاتې کېږي دا دی چې موږ باید د سترتیرو د لیږلو او پلي کولو خبره یوې خواته پریږدو.

کاسیگین : په لنډ ډول ، د سرتیرو د لیږلو له خبرې پرته د افغانستان د مرستې په تړاو موږ پل هېڅ شي ته بدلون نه ورکوو. هغوی باید په خپله د دولت دننه او د لارو چارو د موندلو لپاره دې د پازوالۍ پیټې په خپله په خپلو اوږو پورته کړي. که موږ د هغوی لپاره هر څه وکړو ، د هغوی له انقلابه ساتنه وکړو ، نو هغوی ته د کولو لپاره څه پاتې کیږي؟ هېڅ ! موږ په هرات کې ۲۴ تنه سلاکاران لرو. او موږ باید هغوی له دغه ولایته را وباسو.


زمیانـین : تر کومه ځایه چې د تر لاسه نیولو شویو مرستو په تړاو تبلیغاتي کمپاین ته نغوته کېږي موږ د افغانستان په اړه لېکنې چمتو کړې. همدا شان موږ د پاکستان او له یاغیانو سره د چین د پوځي مرستو په تړاو لېکنې چمتو کړي دي . موږ به نن د غه لېکنې په ورځپاڼو کې خپرې کړو.

ټولو! ومنله

چرنینکو: ملگرو! موږ باید پرېکړه وکړو چې څوک ملگري تره کي ته بلنه ورکړي؟

کریلینکو: دا دې ملگری اې ان کاسیگین تر سره کړي . هغه ته دې تیلفون وکړي او هر ځای چې نوموړي غوره گڼي یا دې ماسکو یا تاشکند ته راوبلل شي.

[ دغه غونډه د مارچ په اتلسمې همدلته پای ته ورسېدله ]

برژنف : ملگرو! په افغانستان کې د پېښو له راپورته کېدلو سره سم زه پر هر څه خبرېدلم ، ما ته د هغو په اړه ویل کېدل. ماته له امین سره د ملگري اې اې گرومېکو او د ملگري ډی ایف اوستینوف د خبرو خبر راکول کېده ، د هغو پېښو په اړه چې پرون رامنځ ته شولې او همداشان د ملگري اې ان کاسیگین د خبرو په اړه چې له ملگري تره کي سره یې کړې وې خبر راکړل شو.

ما ټول هغه لاسوندي لاسلېک کړل چې له مخې یې د پوځي اړینو مهماتو په گډون د ځانگړو توکو د لېږدونې چارې تر سره کېږي ، په هغو سکالو اړوند لاسوندي چې له مخې یې د اداري او سیاسي چارو د سمبالولو سکالو تر سره کیږي لاسلېک شول ، او ملگري اې ان کاسیگین ته واک او دنده وسپارل شوه چې له ملگري تره کي سره اړیکه ټېنگه کړي ، او هغه لاسوندي مې هم لاسلېک کړل چې په ترڅ کې یې رسنیو ته د افغانستان د پېښې په اړه د لېکنو د خپرولو لاره پرانیزي . خبرې ډیرې سریې لنډ ، زما په اند ټولې هغه لارې چارې چې د شوروي د کمونیست گوند د مرکزي کمېټي د پریکړو په کارلېگ کې د پیلنۍ "شنبې " په ورځ را غونډې شوې وې ، هغه لارې چارې چې د پیلنې او یوه نۍ "یکشنبې" په ورځ د غونډو په ترڅ کې منل شوې وې سمې دي.

اوس به راشو د هغې راپورته شوې پوښتنې اړخونو ته چې په افغانستان کې د راپاڅېدلو حالاتو په تړاو زموږ د پوځ بیړني گډون ته نغوته کوي . زه گومان کووم چې مرکزي کمېټي په څرگنده او سمه توگه ځانته روښانه کړه چې اوس هغه وخت نه دي چې زموږ پوځونه دې په افغانستان کې راښکېل شي.

موږ باید ملگري تره کي او نورو افغان ملگرو ته څرگنده کړو چې په هیواد کې د هر څه د پلي کولو لپاره موږ ستاسو ترڅنگ د مرستې لپاره چمتو یو. خو په افغانستان زموږ د پوځونو ښکېلتیا به تر ټولو لومړی دوی او ورپسې موږ ته ستر تاوانونه را په برخه کړي. د دې ترڅنگ موږ باید د ملگرو اې اې گرومېکو ، ډی ایف اوستینوف ، وای ﯟي اندروپوف او اې ان کاسیگین گزارشونو ته غوږ ونیسو چې د هغو په اورېدلو به موږ د لارو چارو د لړۍ منلو ته وروستی ټکی کیږدو چې د افغانستان د ستونزې د هوارۍ او د مرستو د پلي کولو لپاره یې وروستني کړي دي.


گرومېکو: نن موږ باید د افغانستان د حالاتو په اړه پر حساسې پوښتنې وغږیږو. موږ په هیواد کې د پېښو د پرمختگ لړۍ له نېږدې څارلې او سفارتي کارکوونکو او سلاکارانو ته لارښوونې ورکړي دي. موږ ، که ووایم ، په سیستماتیک او پرله پسې ډول د ورځې په اوږدو کې په افغانستان کې له خپل استازي څخه پراخ او هر اړخیز مالومات تر لاسه کړي .

تر دغه نن پورې موږ څه په لاس کې لرو؟ په افغانستان کې په یو شمېر ولایتونو کې له ټولو مخکې په هرات کې د یاغیانویوشمیر پاڅونونه راپارېدلې دي. دوی له کوم ځایه راغلي دي؟ هغوی د ایران او پاکستان له خارو څخه را استول شوي دي . هغوی ټول د ملگري تره کي د رژیم دښمنان دي . په افغانستان کې د پلي کېدلو پر مهال دغه دښمنان د دې لپاره چې خپل رښتوني مخونه پټ کړي افغاني جامې یې اغوستلې ، او شمېره یې لس گونور زرو ته رسیږي او سرونه یې په هرات کې را څرگند شوي دي ، بلوا گانو ته یې لمنه وهلې ، او موږ له هراته د دغسې گزارشونو رسیدلو ته سترگې په لار نه وو. هلته یوه دولتي فرقه سته او دنده یې د قانون او ټېکاو ساتل ول. خو رښتیا دا ده چې د دولتي ځواکونو دغه برخه هم له یاغیانو سره یو ځای شوې ، مردکي و اورېدل او ډیره درنده مرگ ژوبله یې رامنځ ته کړه ؛ له زرو زیات کسان ووژل شول.

ما په افغانستان کې د را پورته شویو حالاتو په تړاو د هیواد د سروزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر امین سره په هر اړخیزه توگه خبرې وکړې. سپېنه به یې ووایم چې په لومړیو کې له حالاتو څخه د هغه ارزونه زموږ اندېښنې را غلې کړې ، موږ د هغه د ارزونو تر اغیزو لاندې راغلو ، او بیا په ناڅاپه د امین سترگې پر بل مخ د ورانۍ لور ته واوښتلې او په خپله یې وویل چې په هرات کې ټوله مېشته فرقه له سره تر پایه د یاغیانو خواته ور اوښتې. په هرات کې د پېښو د اخ او ډب له تود والي سره سم ملگري دیمتري فیدرویچ له امین سره خبرې وکړې ، او په پرېکنده او څرگند ډول یې ورته وویل چې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونه دې په هرات کې خپل سرتیري پلي کړي. دا لکه د پولیسي داستان یوه ناول ته ورته کېږي چې افغان مشرتابه په ځانـمنـنې غواړي دغسې یوه بژرکې "جدي" غوښتنه را پورته کړي.

له هغه وروسته ملگري اې ان کاسیگین له ملگري تره کي سره خبرې وکړې او هغه ته هم وویل شول چې په افغانستان کې حالات ډیر بد دي ، او په هرات کې یې زموږ د ځواکونو د پلي کولو غوښتنه وکړه. له ایران او پاکستان سره دافغانستان دواړه گډې پولې پرانیستي دي. زموږ سلاکارانو هغوی ته د بیړنیو وړاندیزونو لړۍ وړاندې کړه خو هغوی ور ته غوږ ونه نیو.

نن موږ د هرات په گډون گزارشونه تر لاسه کړل چې حالات په ټولېزډول بد نه دي : تر ټولومخکې دوه کنډکونه دولت ته پالیاله پاتې شوي . دا چې درواغ دي که رښتیا زه څه ویلای نسم خو دا هغه گزارشونه دي چې موږ ته را رسیدلي دي.

موږ باید له ټولو بشپړو دلایلو سره وانگیرو چې نه یوازې په افغانستان بلکه د سېمې په گاونډیو دولتونو کې د چین په گډون ټولې پارونې د امریکا له خوا تر سره کیږي. او پټه دې نه وي چې چین ، پاکستان او ایران په دغو پېښو کې خپله ونډه تر سره کوي.

پرون له کابله یو شمېر زړه هڅوونکې گزارشونه ترلاسه شوي چې د دولت په ملاتړ یو شمېر لاریونونه وشول. خو لکه څنگه چې باید وي په افغانستان کې د دولت دریز په څرگند ډول تر واک او څار لاندې نه دی.

طبیعي ده چې موږ د افغانستان د حالاتو په اړه له راپورته شویو ننگونو څخه مخ نه شو اړولای . خو زما گومان کوم چې موږباید خپل دریزونه او خپل سیاستونه یوموټي کړو او خپله تگلاره د پیښې هرې خواته په کتلواو څېړلو پلي کړو. د بېلگې په توگه که موږ د ځواکونو د پلي کولو ویره ومنو خوپایله به یې دا وي چې د مثبتو ټکیو په پرتله به موږ ډیر منفي ټکي وگټو. موږ لاتر اوسه نه پوهېږو چې د افغاني پوځ غبرگون به څه وي. که افغان پوځ زموږ ملاتړ و نه کړي او یا بې پرې او ناپیېلی پاتې شي ، نو پایله به یې دا وي چې موږ د افغانستان د نیواک لپاره تللي یو. د دغه کار په کولو به موږ خپلې بهرنۍ تگلارې ته د نه منلو سترې او پیچلې ستونزې را وکــَټـوو. موږ به هغه لاس ته راوړنې چې په ډیرو خواریو مو ترلاسه کړي، بیرته له لاسه ورکړو ، د ساري په ډول دیتانت ، د دویم سالټ خبرې به یوې خوا ته پریښودل شي ، هیڅ ډول تړونونه به لاسلېک نه شي ( او که تاسو ښه ورته ځیر شي دا زموږ د سیاست تر ټولو ستر لومړیتوب دی ) ، د لیونېد ایلییچ او کارتر منځ کتنه به ترسره نه شي، او ډیر شک او شوپیان به وي چې گېسکارډ دې ایستانگ به دلته راشي او له موږ سره به وگوري ، او له لویدیځي نړۍ په ځانگرې توگه له ایف آر جي سره زموږ اړیکې به دړې وړې شي.

د افغانستان ستونزمنو حالاتو ته په کتلو سره سره ، موږ نه شوکولای چې د سرتیرو په لېږلو سره په پېښه کې ښکېل شو.

هېښنده ده ، موږهېڅ نه پوهېږو چې افغانستان ولې له پاکستان سره دومره ځیږ چلند کوي او څرگنده ده چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي. پرون د افغانستان دولت یو انگروزی (وینا) خپور کړ خو ژبه یې په بشپړ ډول پرېکنده نه وه.

موږ افغانستان ته ستره مرسته ورلېږو. له دغې مرستې څخه به د افغانستان دولت په څه ډول گټه واخلي ، اټکل به یې گران وي ؛ د حالاتو رغاونه هم ستونزمنه ده. خو له دې سره سره موږ نه شو کولای پرهغه د پای ټکې کېږدو. زه گومان کووم چې که افغان دولت خپل ځان په داسې یوه پیاوړي دریز کې ځای پرځای کړي چې خپلې ټولې کړنې له یو بل سره په سمه همغږې کړي ، ښایي حالات ښه والي ته مخه کړي.

کاسیگین : ماپرون له ملگري تره کي سره دوه ځله خبرې وکړې . هغه وایي چې هلته هر څه دړې وړې کېږي او موږ باید خپل سرتیري ور واستوو او په ټول افغانستان کې د هرات په شان حالات کړکیچن شوي دي. نوموړی وایي چې که هرات له لاسه ورکړو نو هر څه به له لاسه ورکړو. د هغه په اند د افغانانو په جامو کې پاکستان غټ شمیر جنگیالي را لیږلي دي. د هغه د شمیرنې پربنسټ ۴۰۰۰ تنه دغسې کسان رالیږل شوي دي. تر اوسه پورې د هرات په هوايي ډگر کې پینځه سوه تنه ځای پرځای شوي دي. ما ورڅخه وپوښتل چې په هرات کې ستاسو ترڅنگ څوک ولاړ دي؟ ملگري تره کي ځواب راکړ چې په بنسټېزډول د هرات ټولو وگړو د مذهبي بنسټپالو خوا نیولې ده . هغه وویل چې په هرات کې یوازې له دوه سوه تردوه سوه پینځوس تنه دي چې د ټولو چارو سمبالتیا کوي. ما له هغه پوښتنه وکړه چې په هرات کې کارگران شته؟ هغه وویل چې هلته تر دوه زره تنو کارگران دي. ما له هغه وپوښتل چې ستاسو په اند آیا د هرات لپاره کومه هېله پاتې ده ؟ هغه په زغرده راته وویل چې هرات به سبا له لاسه ووځي ، خو تر دغه دمه زموږ په لاس کې دی.

هغوی د نویو ټولگیو د جوړلو په لټه کې دي چې هرات ته یې واستوي . د ملگري تره کي په اند هلته د نوي رژیم مخالفین په هره کچه او له هره اړخه له یو بل سره راټول شوي ، له یو بل سره به یو موټي سي او دا به د ده ددولت پای وي. هغه یو ځل بیا زموږ له سرتیرو څخه د مرستې غوښتنه وکړه. ما ورته وویل چې په اوسني وخت کې ستاسو وړاندېز ته ځواب نه سم درکولای. ما وویل چې موږ دغه غوښتنه په ځېر څېړو ، موږ به خپله ارزونه وکړو اوبیا به تاسو ته ځواب درکړو.

تاسو گورﺉ چې د ملگري تره کي له خبرو اترو څخه په هېڅ ډول ېبره وره (حاصلخیزه) پایله را ونه ختله. هغه د هرات له راپرځېدنې خبره وکړه او زموږ د سرتیرو د پلي کولو غوښتنه یې وکړه. ما ورته وویل چې تاسو له موږڅه غواړﺉ ، تاسو غواړﺉ چې پوځي او سیاسي گامونه په گډه راپورته کړو. تره کي راته وویل چې تاسو په خپلو الوتکو او شوبلو افغاني نښې ولگوﺉ او اجازه ورکړې چې له افغاني کرښې پرهرات را واوړي . ما ورته وویل چې دا به زموږ له خوا د شوروي د سوسیالیستي جمهوریتونو له پلوه پرافغانستان یو نیغ پرنېغه یرغل وي.

ما له هغه وپوښتل چې آیا تاسو کولای شي له افغاني اړخه سرتیري ، د شوبلو او زغره والو گاډو چلوونکې را و غواړﺉ (راجلب کرﺉ) ؟ هغه وویل چې دا به وشي ، خو ډیر لږ به وي .

ما ورته زموږ له پریکړې څخه وویل چې موږ به تاسو ته پراخه هر اړخېزه مرسته در ورسپارو او نور سلاکاران او کارپوهان به در ولېږو.

په طبیعي ډول موږ باید افغانستان د خپل ملگري دولت په توگه وساتو. پر هغه سربېره ، داسې ښکاري چې موږ باید له پاکستان څخه د یوه گواښلېک له لارې وغواړو چې په افغانستان کې لاسوهنه د زغم وړ نه ده . د ایران په اړه دې هم ورته گام اوچت شي . پیغام باید نېغ پر نېغه خمیني او بازرگان ته وي . موږ باید له ایران سره د ورته لاسوندو پربنسټ راوړاندې شو .

ډیره ښه به وي چې له ایران او پاکستان سره کرښې وتړل شي .
ماته دا پرځای ښکاري چې موږ دې افغانستان ته یو تکړه او ښه سفیر واستوو. د ملگري تره کي له خبرو داسې ښکاري چې دې ان لا تر اوسه نه پوهېږي چې څنگه او پرچا دولت وچلوي . هلته ډیر سیاسي کار اړین دی ، او د دغه په کولو به موږ یوازې دومره و کولای شو چې افغانستان د یوه متحد او ملگري هیواد په توگه وژغورو.

برژنیف : نن دې پاکستان او ایران ته لېکونه واستول شي.

اوستینوف : امین له ما سره پرون سهار خبرې وکړې . مخکې له دې چې له لیونېد ایلییچ سره سلا وکړم ، هغه ته مې د پراخو هر اړخېزو مرستو په اړه وویل او ټېنگار مې وکړ چې موږ به یې در وسپارو. امین وویل چې شوروي اتحاد زموږ پوخ بنسټېز او تر ټولو نېږدې ملگری دی . بیا یې له ایران او پاکستانه سر ټکونه پیل کړه چې گڼې د چینایي سلاکارانو په لاس روزل شوي غټ شمېر ورانکاران د پاکستان د خاورې له لارې چې په چینایي وسلو او پوځي اوزارو سمبال دي د افغانستان د کرښو له لارې هیواد ته را استول کېږي.
په افغانستان کې د لویو ځمکوالو په پلوي کې ډیر پیاوړی مخالف ځواک ولاړ دي .

بیا یې خبره پر هرات را واړوله ، او د تره کي په شان یې له موږ د ټانکونو د ور لېږلو غوښتنه وکړه . ما هغه ته د ټاکل شویو مرستو په اړه وویل چې موږ به یې افغانستان ته د وسلو ، خوراکي توکو او مهماتو په توگه در ولېږو. هغه وویل چې زموږ سترگې دغې مرستې ته نېغې وې ، خو هغه څه چې دوی یې په بیړنۍ توگه غواړي دا ده چې موږ خپلې شوبلې ور واستوو.

برژنیف : د هغوی پوځ دړې وړې کېږي ، او له موږ غواړي چې د جگړې ټول پیټی په خپله غاړه واخلو.

اوستېنوف : موږپه افغان پوځ کې د کارپوهانو اوژباړونکو لویه شمېره لرو. ما امین ته وویل چې موږ به نور ژباړونکي درولېږو.

که د سکالو تل او ژورې ته ننوځم باید ورغبرگه کړم چې موږ له افغانستانه هېڅ معلومات نه لرو،د کابل او هرات تر منځ هېڅ اړېکه نسته. هلته یوازېنی کوشنی برېښنا کوټ دی ، په پای کې یاغیانو سېمه ییز دولت نسکور کړ او غرونو ته وختل.

د هرات حالت نن نه تریوه برېده ښه وو. دا یو آرام ښار دی. څرگنده ده چې موږ به هلته په بیړنۍ تخنېکي مرسته ولېږو. موږ به ددغو مرستو یوه ستره برخه واستوو. موږ د ترکستان په پوځي لښکرکوټ کې دوه فرقې او په مرکزي اسیا کې یوه فرقه جوړوو. موږ درې کنډکونه لرو چې د دریو ساعتو په ترڅ کې افغانستان ته رسیدلای شي خو زه یوازې دومره په ټېنگاروایم چې موږ باید د تیارسـﺊ په حال کې و اوسو. زه د نورو ملگرو په شان په افغانستان کې د سرتیرو د پلي کولو ملاتړ نه کووم. زه د افغانستان له لېکو سره په گډو پولو کې د تخنیکي تمریناتو د ترسره کولو او د فرقو او کنډکونو د جوړلو د اجازې وړاندېز کووم.

باید ور غبرگه کړم چې افغان دولت ډیري سکالو (موضوعات) په ډیرې بې سېکه او ناسمې توگې تر سره کوي او په دغسې حالاتو کې زموږ د کارپوهانو لپاره ډیره گرانه ده چې ورسره کار وکړي.

اندروپوف : موږ د حالاتو د ستومنزتیا په پام کې نیولو سره باید د لارو چارو د موندلو لپاره پریکړه وکړو چې څه وکړو. سربیره پرهغه حالات په خپله د ډاډ وړ ندي. موږ باید پوه شو چې په افغانستان کې څه تیریږي. دا ستونزه له مشرتابه سره ده . مشرتابه خپل ملاتړی ځواک په رسمېت نه پیژني او نه پوهیږي چې پر چا ملا وتړي. د بېلگې په توگه نن په کابل او هرات کې ستر لاریونونه وشول خو مشرتابه له هغه څخه په اړېنه توگه گټه پورته نه کړه . نه یوازې په پوځ بلکه په ټولېز ډول په ټولنه کې ښونیزې او روزنیزې هڅې په ډیرې بې سېکه (ضعیفې) توگې سمبال شوې دي. هغوی خپل سیاسي مخالفین زېندۍ کوي. څوک راډیو ته غوږ نه نیسي او خپرونې ډیرې بې سېکه دي. موږته اړېنه چې له هغوی سره د گرځنډو اړېکتیایي توکو او راډیوگانو په برابرولو کې مرسته وکړو.

سره له دې چې امین ټول واک په لاس کې درلود خو یوازې پرون یې د اعلی سرقوماندان او ددولت د ټولو چارو د پازوال په توگه هم ومانه. دا هغه لاره ده چې غواړي په مشرتابه کې سیاسي واک لا نور پراخه کړي.

زموږ له اړخه هلته موږ د گوند لپاره د لوی سلاکارملگري واسیلوف تر مشرۍ لاندې ډیر سلاکاران لرو. زما په اند هغه (امین) د دغه کار وړتیا نه لري او له حالاتو سره په بد ډول چلند کوي. زما په اند ښه به دا وي چې د مرکزي کمېټې یو شمیر فعالین هلته واستوو. ډیر سلاکاران هلته شته. همدارنگه د کي جي بي له څانگې څخه ډیر سلاکاران هلته ځای پر ځای دي.
تر هغه ځایه چې د ځواکونو دپلي کولو خبره ده ، زما په اند دا به موږ ته اړېنه نه وي چې د دغسې یوه گام پورته کولو ته زړه ښه کړو. که سرتیري پلي کړو دا په دې مانا ده چې د وگړو پروړاندې به د جگړې پیټی پر اوږو واخلو، وگړي به له منځه یوسو او مردکي به پرې واوروو. موږ به یرغلگر سو او موږ د دغه کار د کولو اجازه نه شو ورکولای.

پونومارییف: موږ په شوروي اتحاد کې ۴۶۰ افغاني پوځي پرسونل لرو. دوی ټول روزل شوي پوځي کارپوهان یا کادرونه دي ؛ دوی باید افغانستان ته ولېږل شي.

اوگارکوف: افغانانو له موږ غوښتنه کړﺉ چې د ۱۶۰ تنو افسرانو د روزنې چارې ورچټکې کړو.

اوستینوف : موږ باید له ملگري تره کي سره خبرې وکړو چې دغه کسان د کدرونو په توگه ور ولېږو.

کپتینوف : تر هغه ځایه چې د گوند ترلوی سلاکار ملگري واسیلوف پورې اړه لري ، هغه ښه سړی دی. هغه له موږ سره د مرکزي کمېټې د پلټونکي په ټوگه کار کړی او په دغو وروستیو وختو کې یې په بشکیرسک کي د گوند په ټولنیزې کمېټې کې د دویم مرستیال په توگه کار کړی دی . هغه ځوان او تکړه ملگری دی.

اوستینوف : زموږ ټول گوندي سلاکاران کاری وړتیا په بشپړه توگه نه لري او یوازې څو تنه یې دي چې دغه وړتیا لري ، گومان کووم پینځه تنه دي ، خو هر څه چې وي ، باید ژر تر ژره یې تر سره کړو.

کپتینوف : سمه ده ، او رښتیا ده چې موږ د ملگري واسیلوف تر مشرۍ لاندې پنځه تنه کاري او تکړه کسان لرو . خو اوس موږ د نورونویو ملگرو د ټاکلو په درشل کې یو او هلته به یې واستوو.

برژینف : زه گومان کووم ددغو پینځو ورځو په ترڅ کې مو کومې لارې چارې چې څېړلې ، باید ومنو اولاسلېک یې کړو.

ټولو : ومنله

برژینف : اړېنه ده چې زموږ تر څار لاندې وړ او ټاکل شوي ملگري پورتنۍ پریکړې په رغنده ، کلکه او په خولې تویولو پلي کړي او که د افغانستان په تړاو هرپوښتنه راپورته کیږي نو سیاسي بیروته دې وسپاري.

ټولو : ومنله

برژینف : پرهمدغه بنسټ موږ پریکړه کوو چې :
سبا د مارچ شلمه نېټه ملگری تره کی راوبلو

خبرې اترې به ملگري ،اې ان کاسیگین ،اې اې گرومېکو او ډی ایف اوستین پرمخ یوسي .
ټول : ډیرښه

له دغې پریکړې سره سم ، غونډه پای ته ورسیدله

سرچېنه :

{ Storage Center for Contemporary Documentation (TsKhSD), Moscow; Fond 89, Prechen 25, Dokument 1, Listy1 , 12-25}



ژباړه : رحمت آریا

ددغې ژباړې اصلي متن ته د کتلو لپاره دغه ځای کښېکاږﺉ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery