مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دالکسي کاسیگین او تره کي ټیلفوني خبرې



د الکسي کاسیگین او د افغان ولسمشر نورمحمد تره کي ترمنځ د تیلفوني خبرو اترو لېکل شوې بڼه ۱۹۷۹ کال د مارچ ۱۷ یا ۱۸ [نوټ: د سېمې د واټن پربنسټ او د وختونو په پام کې لرلو سره د مارچ ۱۷ او ۱۸ دواړه یوه نیټه رانغاړي � ژ ]
ژباړه : رحمت آریا

کاسیگین : له ملگري ترکي پوښتم چې دافغانستان د اکر یا حالت په تړاو مالومات راکړي.

تره کي : د افغانستان حالت مخ پر وراېندو دی

کاسیگین: تاسو په هرات کې د کارگرو، د ښار د اوسېدونکو، کوشنیو پانگوالو او سپین گریوانو کارگرو په منځ کې ملاتړ لرﺉ؟

تره کي: د وگړو له پلوه فعال یا کارنده ملاتړ نسته. ښارد شیعه ډلې تر شعارونو لاندې راغلی او وایي چې د کفارو په لارپسې مه ځـﺊ او زموږ لار غوره کړﺉ. دغو ډنډورو او شعارونو حالت تر اغیزې لاندې راوستـﺊ.

کاسیگین: آیا هلته د کارگرو شمیرډیردی؟

تره کي: ډیر لږ. د ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ تر منځ

کاسیگین:له حالاتو څخه جاج اخیستنه مو څنگه ده؟

تره کي: موږډاډه چې میرڅی به نوي ډلگي جوړکړي او د یرغل لمنه به پراخه کړي

کاسیگین: تاسې ځواکونه نه لرﺉ چې هغوی دړې وړې کړي؟

تره کي: کاشکې مو درلودای

کاسگین: ددغې ستونزې په تړاو څه وړاندېزلرﺉ؟

تره کي:موږغوښتنه کړې چې تاسودعملي او تخنېکي مرستو لړۍ د وسلو اوسرتیروپه گډون راوغځوﺉ.

کاسیگین: دا ډیره پیچلې ستونزه ده.

تره کي: ایران او پاکستان د ورته تابیا یا پلان پربنسټ زموږپروړاندې کارکوي. له دې امله که تاسو پرهرات یو پریکنده یرغل وکړﺉ نوزموږانقلاب به وساتل شي.

کاسیگین: ټوله نړۍ به د سترگو په رپ کې پرې خبره شي. یاغیان د راډیو گانوگرځنده لیږدونکې دستگاوې لري او دهغه گزارش به نیغ پر نېغه نړۍ ته ورکړي.

تره کي: ما له تاسو د مرستو د غځولو غوښتنه کړې

کاسیگین: موږباید ددغې لانجې په اړه خپلوسلا مشورو ته دوام ورکړو. تاسو د ایران له پرمختلونکي غورځنگ سره اړیکه لرﺉ؟ ورته نه شـﺊ ویلای چې چې د امریکا متحده ایالات ستاسو اود هغوی گډه دښمنه ده؟ ایرانیان له امریکا سره ټینگه دښمني لري او په پای کې کولای شو دغه خبره د پروپاگند یا تبلیغ په توگه وکارول شي. تاسو زموږ له اړخه د څه ډول سیاسي بیانیې یاپه بهرنيو چاروکې د څه ډول سیاسي گام د اوچتولو لپاره سترگې پرلاره یاست؟ د تبلیغاتو له اړخه، ددغې پوښتنې په اړه ستاسو اند (نظر) څه دی؟

تره کي: پروپاگند باید له عملي مرستو سره ملگري وي. زه وړاندیزکوم چې تاسو پرخپلو شوبلواوالوتکو افغاني نښې ولگوﺉ او هیڅ څوک به پرې پوه نشي. ستاسو سرتیري کولای شي د کوکچې او کابل له لوري پرمخ ولاړسي. زموږ له انده هېڅ څوک به پرې پوه نسي. هغوی به داسې وانگیري چې گڼې دا دولتي ځواکونه دي.

کاسیگین: زه نه غواړم چې تا ناهیلی کړم خو ددغه کارپلي کول به ناشوني وي. د دوه ساعتوپه ترڅ کې به ټوله نړۍ پوه شي. هرڅوک به ډنډورې پورته کړي چې گڼې شوروي اتحاد پرافغانستان یرغل وکړ. که موږد الوتکوله لارې شوبلې او اړین مهمات او دتوپونو جوړې شوې گولۍ درولیږو تاسود دغو وسلو د کارولو لپاره کارپوهان موندلای شـﺊ چې دغه وسلې وکاروي؟

تره کي: زه دغې پوښتنې ته د ځواب وړتیا نه لرم. شوروي سلا کاران کولای شي دغې پوښتنې ته ځواب ووایي.

کاسیگین: په شوروي اتحاد کې په سلگونوافغان افسران رزول شوي دي. دوی ټول څه سول ؟ چیرې دي؟

تره کي: دهغوی گڼ شمیر مسلمانان دي. موږ نشو کولای پر هغوی زړه وتړو ، موږپرهغوی ډاډ نلرو.

کاسیگین: که موږ شوبلې د الوتکو له لارې د سترگوپه رپ کې درولېږو تاسونسـﺊ کولای تر ۵۰۰۰۰ (پنځوس زرو) سرتیري راټول کړﺉ؟ څومره خلک راټولولای سـﺊ؟

تره کي: بنسټ یې یوازې د منځنۍ دورې د ښوونځیو د ډیرعمرخاوندانو اولږشمیرکارگرانو څخه جوړېدلای سي. په افغانستان کې د کارگرکښه یا طبقه ډیره کوشنۍ ده او ډیروخت غواړي چې هغوی و روزو.خو موږبه د اړتیا پرمهال اړین گامونه اوچت کړو.
کاسیگین: د الوتکو او چورلکود بیا رغاونې لپاره موږپریکړه کړېده چې په بیړه تاسوته پوځي توکي او اوزار درولیږو.همداشان موږپریرکړه کړې چې تاسوته سل زره ټنه خوراکي توکي درولیږو او دهرمترمکعب پرسرد گازوبیه له ۲۱ډالرو څخه ۳۷ ډالرو ته لوړه کړو.

تره کی : دا ډیره ښه ده ؛ خوراځه چې لومړی د هرات په اړه خبرې وکړو. شوروي اتحاد ولې نه شي کولای ازبک، تاجېک او ترکمنان په ملکي جامو کې رالویږي؟ هېڅ څوک یې نه شي پیژندلای. هغوی ټانکونه چلولای شي او موږ له دغو ټولوتوکمونوڅخه په خپل هېواد کې کسان لرو. پریږدﺉ چې هغوی افغاني جامې واغوندي او په وسلو یې افغاني نښې ووهـﺊ چې هېڅ څوک به یې ونه پیژني. زموږ له انده دا ډیر آسانه کاردی. ایران او پاکستان چې دغه کار وکړنو تجربه یې درلودله اوداڅرگندوي چې دا آسانه کار دی هغوی لا وختې په زباد ورسوله چې دغه کار څنگه ترسره کیږي.

کاسیگین: څرگنده ده چې تاسو ته دغه ستونزه له ساده کارڅخه لا ساده ښکاري.دا یوه نړیواله او پیچلې سیاسي ستونزه ده خوله دې په تېرېدنې او نه په پام کې نېولوسره موږبه یوځل بیا سلا او مشوره وکړو او بیابه درسره خبرې وکړو.

تره کي: موږته د هوا له لارې د پلي ځواک موټرونه راولیږﺉ.

کاسیگین: تاسوداسې کسان لرﺉ چې هغه وچلولای شي؟

تره کي: موږبه د ۳۰ تر۳۵ موټرانو لپاره چلونکي ومومو.

کاسیگین: هغوی د ډاډ وړدي؟آیا هغوی له موټرانوسره یوځای دښمن ته نه اوړي؟ ددې ترڅنگ زموږچلوونکي پر ژبه نه پوهیږي.

تره کي: موږته له موټروسره یوځای داسي چلوونکي راولیږﺉ چې زموږ په ژبه خبرې کوي،لکه ازبک او تاجېکان

کاسیگین: ماله تا دهمداسې یوه ځواب هېله درلودله.موږاوستاسوملگري یو اوزموږستاسودواړو پرگډو اوږو د گډې مبارزې گډ پیټی پروت دی او له یوبل سره باید نیغې اوسپینې خبرې وکړو.اوهرڅه باید دهمدغې گډې مبارزې د سیوري تابع وي.

[ دلومړي پاڼې پرلمنلېک پرلاس لېکل شوې یوه کرښه لېدل کېږي :د مرکزي کمیتي د سیاسي بیورو په ناستې کې ملگري کاسیگین ددغوخبرواترولېکل شوې بڼه دمرکزي کمېټې دسکرترانوترمخ ولوستله]

[سرچېنه: ماسکو،په روسیې کې دروسیی ټلویزیونې ځالگۍ (دځانگړودوسیو)پروگرام]

ژباړه : رحمت آریا
جولای ۲۰۰۸

[دلاسوندي د انگریزي متن دکتلو لپاره دغه ځای کښېکارﺉ]
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery