مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په افغانستان کې دروسانو د تبلیغاتو د مورچل جوړول

پښتو ژباړه : رحمت آریا
سپتامبر ۲۰۰۸
"د افغانستان له ډیموکراتېک جمهوریت سره د رَسَنېو په پیاوړي کولو کې مرسته
نېټه:۱۹۸۰/۱۹/۰۲ سرچېنه:
د لاسوندي پېژندنه
هغه پلان چې په افغانستان کې شوروي پلوې ، انقلاب ضد رَسَنۍ جوړه شي.
په دغه پلان کې په ماسکو کې د باخترآژانس د خبري رَسَنۍ لپاره د عملي زده کړو لارې چارې هم په پام کې شوې دي

۱.د افغانستان په ډیموکراتېک جمهوریت کې سیاسي اړوپیچ ته په کتنې د شوروي اتحاد ټولې رسنۍ هڅې کوي چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له کړونو او دریز څخه په کلکه ننگه وکړي او څرگنده کړي چې ټولې هڅي د افغانستان د ملي خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا ، د ښه گاونډیتوب د اړیکو او د افغانستان او شوروي د وگړو ترمنځ د همکارۍ او ملگرتوب لپاره دي او موخه یې د شوروي ضد، د پانگوالو هېوادونو او د پیکنگ د زبرواکپالو پالیسیو له مخې د افغان- ضد دریزد څادر لېرې کول دي. د نوي مشرتابه د تگلارو د تبلیغاتي کمپیاین په تړاو دې افغانو ټولیزو رسنیو ته ټینگه اوږه ورکړل شي.
۲. د افغانو ملگرو پام دې په خپرونو کې زیاتـوالي ته را واړول شي چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې په کورني ژوندانه کې د ښو بدلونونو د منځ ته راتللو څرنگوالي ته غبرگون ورکړي. د شوروي سیوسیالیستي جمهوریتونو د دولتي تیلیویزیون او د راډیو د خپرونو کمېټه او د " نووستې" خبري ایجنسۍ د خپلو بهرنیو کانالونو له لارې پورتنۍ تبلیغاتي تگلاره خپروي.
۳. د افغا نستان د ډیموکراتېک جمهوریت ټولیزو رسنیو ته د اوږه ورکولو لپاره:

د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو گوس- تیليراډیو:
د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د مخابراتو د وزارت په همکارۍ دې، د سنجول شویو راډیویي څپو خپرَنیز اوزار د ځانگړې شوې " اختصاصي" بودېجې له لارې په پام کې ونېول شي او د شوروي د راډیو په خپرونو کې دې د پښتواو دري ژبو د خپرونو وختونه دوه ځله نور زیات شي او ډاډ دې تر لاسه شي چې د دغې راډیو خپرونې د افغانستان او پاکستان په څېرمو سیمو کې د اوریدلو وړ رسنیزه وړتیا ولري.

د ۱۹۸۰ز کال په دویمه اودریمه څلوریزه کې دې، په یوه درې مېاشتني عملي زده کړنیز پروگرام کې د افغان راډیو او تیلیویزیون پینځه تنه کارکوونکي ومنل شي؛
د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو د گوس- تیلیراډیو لپاره دې په کابل کې په یوې څانگې کې استازی دفتر او د یوه خبریال او یوه مرستیال کاریزه څوکۍ هم په پام کې ونیول شي.

د ۱۹۸۰زکال په دوېمه څلوریزه کې دې افغانستان ته د شوروي د تیلیویزون د تیلیگرافۍ یوه درې کسیزه ډله واستول شي ( خبریال، د کمرې چلوونکی او د غږ سمبالوونکی)،
ټیلیویزوني په ځانگړې توگه خبرونه او د پروپاگند ضد مواد دې افغانستان ته واستول شي. " زموږد سترشمالي گاونډي هېواد" تر نامه لاندې دې یوه نېم ساعته خپرونه چمتو او یوازې په دري ژبه دې د مېاشتنۍ خپرونې لپاره دبینگ شي.

تاس :
له "باختر آژانس" سره دې د بهرنیو خپرونو په څانگه کې مرسته وشي. د دې ترڅنگ تاس او د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو د مخابراتو وزارت دې د کابل � ماسکوترمنځ راډیو -تیلیگرافي چینل پرانیزي چې په پای کې یې له کابله تر عربي، اروپایي او د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت ترگانډیو هېوادونو پورې خپرنیزه او رسنیزه وړتیا ورلي؛

له " باخترآژانس" سره دې مرسته وشي چې له هندي یو ان آی اینجسۍ سره یو تړون لاسلېک کړي چې له مخې یې نوموړۍ اینجسۍ د خپلو چینلونو له لارې د افغان وگړو د ژوندانه په اړه مواد خپاره کړي؛
افغان لوري ته دې له اضافي پرزو سره یو ځای د فارسۍ ژبې ۲۰ تیلي ټایپ وړیا ماشینونه او د دوه سوه زرو شوروي روبلو په بېه په شوروي کې جوړ اړوند په لاس چلېدونکي ماشینونه ور ولېږل شي؛
د چارو د سمبالولو لپاره دې یو سلاکار د شپږومېاشتو لپاره د افغان "باختر" آژانس په واک کې ورکړل شي؛

د تاس د قانونو په کاري او د ټاکلې کارگري تنخوا په ا ډانه کې د افغان "باختر" آژانس د ایجنسۍ شپږ تنه کارکوونکي دې د درې میاشتـنۍ عملي زده لپاره ومنل شي او د عملي زده کړو پر مهال دې د عملي زده کړو د زده کوونکو لپاره ځانگړي شوي ژمني توکي [ایخـیـپـپروکا] ورکړل شي؛

د افغانستان ډیموکراتېک جمهوریت ته د ترانسیفرونو د ځای پرځای کولو، همغاړه کولو او د پرسونل د روزلو لپاره د ( " خبري موادو �ژ" د اخیستلو او ورکولو) کارپوهان واستوﺉ

الف پ ن (اې پي ان)
د افغانستان په ډیموکراتېک جمهوریت کې د اې پي ان له لارې دې په پښتو او دري ژبو د " اخبار" د مجلې د هرې گڼې ویشنه شلو زرو ته لوړه شي
سرله ۱۹۸۰زکاله دې د ای پي ان له لارې په پښتو او دري ژبو د ادبي خپرونو کچه را لوړه شي او په هغې کې دې د تیورۍ ، د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمېټې د کړنو او په شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو کې د سیاسي تجربو او توکمیزې پالیسۍ سکالو ته لومړیتوبونه ورکړل شي؛
په دري اوپښتو ژبو دې د [ ناد پیسي] {روسي اصطلاح او نامتو خپرونې � ژ} تر نښې لاندې د انځوریزواخبارونوخپراوي ته سمبالتیا ورکړل شي.

د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د چاپي خپرونو، چاپـَونو او د کتابونو د سوداگرۍ دولتي کمېټه دې:
د افغانستان د ډیموکراتېک جمهوریت د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره په همکارۍ کابل ته د کارپوهانو یوه ډله واستوﺉ چې د چاپی تولیداتو د کچې د سمبالولو، د کارکوونکو په روزنې او په چاپیزو چارو کې د کورنیو سیمه یزوکارکوونکو د کارپوهنې لوړاوي ته وده ورکړي؛

د افغانستان د ډیموکراتېک جمهوریت د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره په همکارۍ او د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د کارپوهانو او کارپوهنیزو یا مسلکي زده کړو له دولتي کمېټې سره په یوځای والي دې د ځانگړ شوې ونډې په اډانه کې د افغان چاپوونکو د روزنې چارې دې سمبال او ترلاس لاندې ونېول شي؛
د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د نصبولو او ودانولو د چارو له وزارت سره په ملتیا دې یو سلا کار کابل ته واستول شي چې د آفسیت د اخبار چاپولو د شپږ رنگیزه چاپ - ماشین په چالانولو کې مرسته وکړي.

۴. د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د منځنېو اولوړو زده کړو وزارت دې له افغان لوري سره په گډه د بشري زده کړو په څانگه کې د شوروي د لوړو زده کړو په انستیتیوتونو کې شل تنه افغان زده کوونکي غوره او هغوی دې د ورځپاڼو، راډیو او ټیلیویزیون په څانگو کې وروزي او همدا شان د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۱ زکلونو لپاره د ژورنالیزم په ښوونځیو کې د شوروي د لوړو زده کړو په انستیتیوتونو کې د افغان زده کوونکو د منلو په اړه دې له افغان لوري سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي .

۵. د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د سینماتوگرافۍ دولتي کمېټې له افغان لوري سره په درَي او پښتو ژبو د یوه گډ لاسوندیز 'مستند' فیلم د جوړولو لپاره د همکارۍ یوتړون وروستنیو پوړیو ته را رسولی دی چې په هغه کې د افغان وگړو په ژوند کې راغلي بدلونونه را څرگندیږي او د افغانستان د خپلواکۍ پر وړاندې د پیکینگ او پانگوالو کړیو ورانکارې کړنې ورغندل کیږي؛ په ازبکستان او تاجیکستان کې د ډبینگ په برخه کې له افغان لوري سره د شوروي د څیرې او په لاسوندیزو فیلمونو کې دې مرسته وشي.

۶. د توکو، تخنیکي څانگو اوله افغان لوري سره د ټولیزو رسنیو لپاره د مالي مرستو د برابرونې لگښتونه:
د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د مالیي چارو وزات:

د ۱۹۸۰زکال او ورپسې کلونو لپاره له دولتي بودېجې څخه له ځانگړي شوي جلا کړل شوي اختصاصي لگښت څخه دې د تاس او مخابراتو د وزارت لگښت ورکړل شي چې د کابل � ماسکو ترمنځ د راډیو- ټیلیگراف د چینل د سمبالولو او له کابله د رارسیدونکو مالوماتو د آخذې آسانتیاوې را برابرې کړي؛

کابل ته د کار پوهانو لگښت دې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د دولتي بودیجې له هغې څانگې څخه چې د بهرنیو هیوادونو لپاره د وړیا مرستو د ورکړې لپاره ځانگړې شوې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د [گوسکومیزدات] او د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د[ مینموتاژپيڅستروی] له لارې برابرشي؛
په دَري او پښتو ژبو د خپرندویه اینجسۍ د خپرونو د پراخیتا لپاره دې د مالي لگښت په اړه له ای پې ان سره په گډه پریکړه وشي.

د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د مخابراتو وزارت:
د کابل اود هېواد د لسو ولایتونو له مرکزونو سره د باخترآژانس د ایجسنۍ د راډیویي اړیکو د چینلونو لپاره چې ځایونه یې لا د مخه چمتو دي؛ افغان لوري ته دې د سلو زرو روسي روبلو په ارزښت شل دانې د آرایس او- ۳۰۰ او آرایس او � ۳۰ ترانسیفرونه له آنتنا او گاسولین سره یو ځای ولیږل شي؛

د افغانستان ډیموکراتېک جمهوریت ته د کارکوونکو د روزلو او د ترانسیفرونو د سمبالولو او ځای پرځای کولو لپاره دې لس تنه کارپوهان واستول شي.
د مخابراتي توکو د صنایو وزارت دې له خپلې زیرمې څخه په ۱۹۸۰زکال کې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د مخابراتو د وزارت له لارې دې لس آر ایس او ۳۰۰ ترانسیفرونه ورکړي.
د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د گاز- پلان اداره دې تاس ته د اسعارو د آزاد بازار په بیې اتیا زره شوروي روبله ورکړي چې د افغان باخترآژانس لپاره پرې توکې ور واخلي.
د باختر افغان خبري آژنس لپاره د بهرنۍ سوداگرۍ وزارت دې په ۱۹۸۰زکال کې تاس ته د توکو د رسونې له لگښت سره یو ځای شل د ټایپ زیمنس ماشینونه چې د فارسي ژبې د لېکلو وړتیا ولري، واخلي.


د هوایي ملکي ترانسپورت وزارت:
له کابله تر ماسکوه - له ماسکوه بیرته تر کابله د شوروي روبلو په لگښت د تاس د وړاندیزپر بنسټ شپږو تنوافغانانو، او د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د گوس تلیراډیو د غوښتنې پربنسټ پینځو تنوافغانانوته دې د تگ او راتگ ترانسپورتي لارې چارې برابرې شي.

د شوروي روبلو په بیه د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د مخابراتو د وزارت له مصرفي بودیجې څخه دې ، کابل ته د شلو آر ایس او ۳۰۰ او آر ایس او ۳۰ ترانسیفرونو، آنتنا اود تیلو د جنراتورونو د لیږد چارې تر لاس لاندې ونیسي
د شوروي روبلو په بیه د تاس له مصرفي بودیجې څخه د شلو زیمنس ټایپونو او ورسره ا ضافي پرزو او همدشان تاس ته د اختصاص ورکړل شویو په لاس چلېدونکو ماشینونو لیږد دې ترکابله په پام کې ونیول شي

د وزیرانو د شوری د بهرنیو سیلانیانو لوی ریاست دې تاس ته اجازه ورکړي چې په ماسکو کې د افغان مېلمنو زده کوونکود ملیمستون لگښتونه دې د شوروي وگړو لپاره د لگښوتونو د ځانگړي شوي لیست له مخې ورکړي .

دوېمه کاپي : سکرتر ته
______________________________________________________
ولیږل شوه [ ځای سپین دی]

33vs
د لاسوندي سرچینه او اخځ:
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034DA02-96B6-175C-9DF6EBC81C8212F3&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery