د احمدشاه مسعود لېک د روسانو لوی سلاکار ته | |
نېټه ۱۹۸۸/۲۶/۱۲ |
سرچېنه: باریس گروموف، " اوگرانیچیني کونتینجنت" (محمود قطعات)، پروگرس، ماسکو، ۱۹۹۴ |
د لاسوندي پیژندنه: دغه لاسوندی د احمدشاه مسعود له پلوه یولېک دی چې په افغانستان کې د شوروي پوځیانو د ښکېلوالي په تړاو د هغه چال چلند رابربنډوي |
ښاغلی سلاکار!
کله چې ما ستاسو لېک تر لاسه کړ نو تر هغه لا مخکې ما غوښتل چې په ټاکل شوي ځای کې
د شوروي له استازي سره وگورم. د لاڅرگندولو لپاره باید راغبرگه کړم چې : موږ د لسو
کالو په اوږدو کې جگړه او ستاسو شتون زغملی دی. انشاالله د څورنورو ورځو لپاره به
یې نور هم و زغمو. خو که تاسو پوځي عملیات راپیل کړﺉ نو موږ به یې د مخنیوۍ لپاره
غبرگ ځواب ورکړو. بس همدا ده. موږ به سر له ننه خپلو ټولگيو او ډلو ته د عملیاتو
لپاره د بشپړه جگړه ییز تیارسی دنده وسپارو.
په درناوي،
احمدشاه مسعود
۱۹۸۸ دیسامبر ۲۶