مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

افغانستان ته د شوروي اتحاد د سفیر الف. میم . پوزانوف او د تره کي منځ د خبرو لنډیز


پښتو ژباړه : رحمت آریا
سپتامبر، ۲۰۰۸

افغانستان ته د شوروي اتحاد د سفیر الف. میم . پوزانوف او د تره کي منځ د خبرو لنډیز
نېټه
۱۹۷۹/۲۲/۰۳
 
سرچینه:
Notes by O.A. Westad in TsKhSD, f. 5, op. 76, d. 1044, ll. 29-30
 
دلاسوندي د پېژندنې لنډیز: افغانستان ته د شوروي اتحاد د سفیر الف. میم. پوزانوف او تره کي ترمنځ د خبرولنډیزچې په ترڅ یې کې تره کی د پوزانوف له لارې د شوروي له مشرتابه څخه مننه کوي او سفیر ته د هغو خبرواترو په تړاومالومات ورکوي چې ده د شوروي له مشرانوسره کړې وې.

تره کي پوزانوف ته د خپلو هغو خبرو اترو په اړه خبر ورکړ چې نوموړي د پياوړو خوندي څپو لرونکوې (های فریکوینسي) راډیو له لارې له برژینیف، کاسیگین، اوستینوف، گرومیکو او پونیماریف سره کړې وې. شوروي مشرانو پریکړه وکړه چې که ایران، پاکستان او نورهېوادونه د افغانستان پرډیموکراتیک جمهوریت برید وکړي نو شوروي اتحاد به ورسره سیاسي او پوځي مرسته وکړي، ددې لپاره چې د هوا له لارې د لیږد چارو ته چټکتیا ورکړل شي نو د کریدیتونو د نېټې د پای نیټې دې وځنډول شي، د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت ته دې سل زره ټنه دانه باب ورکړل شي او د هغه طبیعي گازو بیه دې لوړه کړای شي چې شوروي اتحاد له افغانستانه راپیرودلي دي. تره کي د شوروي اتحاد له سوسیالیستي جمهوریتونو څخه مننه کړې چې دافغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت په کورنیو چاروکې د پاکستان او ایران د لاسوهنې د غندنې په موخې یې اعلامیه خپره کړې ده.

[پالیزه یادښت: د افغانستان د اړوپیچ په تړاو د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمېټې ته د جوړ کړل شوي گزارش د ژباړې لپاره چې گرومیکو، اوستینوف او پونیمارییف د ۱۹۷۹زکال د اپریل په لومړۍ نېټه چمتو کړی او سیاسي بیرو ه د ۱۹۷۹زکال د اپریل د مېاشتې په ۱۲ نېټې منلای وو ، د سړې جگړې د نړیوال تأریخ د پروژې دریم بولتن وگورﺉ (د ۱۹۹۳ زکال منی) ۶۷ � ۷۹]

اخځ :
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034DBF6-96B6-175C-935A5B274DB250F0&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery