مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

احمد شاه مسعود له هماغه پېله، د افغانستان د ټوټه ټوټه کېدلو پلان درلود

ژباړه : رحمت آریا
۲۰۱۱ ز کال د جون د مېاشتې ۳ نېټه


له آرشېفونو څخه : د � لوی تاجیکستان� په لټه کې
لېکوال : بروس ریچارډسن

 
احمد شاه مسعود له هماغه پېله، د افغانستان د ټوټه ټوټه کېدلو پلان درلود
په افغانستان کې د څلوېښتم لښکر ستر بولندوی[1] ، جنرال ا. ا. لیاخوفسکي[2]  


د افغان � شوروي د جگړې د کلونو په لړ او له هغه په را وروسته کلونو کې بې شمېره تیورۍ رامنځته شوي چې هره یوې ېې په خپل وار د شوروي له څلوېښتم لښکر سره د احمد شاه مسعود د مرستې تر شا پټې انگېزې رابنډوي او پر بنسټ بې شمېرو لېدلورو وده کړل شوې ده. په دې لړ کې تر ټولو برلاسه تیوري د شوروي د رسمي آرشیفونو د لاسوندونو پر بنسټ ولاړه ده چې د کې جي بي  او جي آر یو (KGB and GRU) د څارگرو رسمي چارواکو، او یا ېې هم په افغانستان کې د څلوېښتم لښکر په لېکو کې د کورناستو لوړ پوړو افسرانو په یادښت لېکنو کې غبرگون موندلی دی، او یا په پېښو کې د تل حاضرو بې شمېرو عیني شاهدانو د سترگو لېدلی حال، اورېدل شوي یادښتونه او یا د یوې ځانگړې پېښې روایتی یادښتونه دي چې د څارگرو ادارو په راپورنو کې د یادښتلېک په بڼه راڅرگند شوي دي؛ دغه ټولې څو اړخېزې گواهۍ، هغه بې شمېره لاسوندونه دي چې ټول په گډه، تأریخپوهانو او پلټونکو ته د یوې ډاډمنې ایکۍ � سکې� ارزښت لرلی او د هغوی په آثارو کې خپاره شوي دي. په دې ترڅ کې یوه تیوري رامنځته شوې چې د احمد شاه مسعود هغه وسواس او روحي عقده په زباد رسوي چې غوښتل ېې افغان تاجیکان د هغه وخت د شوروي اتحاد د تاجیکستان له سوسیالیستي جمهوریت سره د اتنیکي تړاو پر بنسټ یو کړي، دا د � لوی تاجیکستان� د جوړولو په لاره کې د مسعود د هغې لېواتیا څرگندویه ده چې غوښتل ېې په خپله ورباندې واک وچلوي. مسعود د دغه خوب د رښتني کولو په لاره کې له څلویښتم لښکر سره د ستراتېژیکې همکارۍ د لارې په غوره کولو غوښتل د شوروي له پياوړۍ ځواک څخه په مرستې خپل ټول دایمي میرڅمن چې په منځ کې ېې د پام وړ لوی دښمن د گلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې اسلامي گوند وو، له منځه یوسي. وگورﺉ : (Misdaq, p 330N).      
 
د شوروي د څلوېښتم لښکر لوی بولندوی جنرال ا. ا. لیاخوفسکي په خپل افشا کوونکي یادښتلېک کې چې [ پلامیا افگانا Plamya Afgana] نومېږي داسې لېکي : � احمد شاه مسعود له هماغو لومړیو د افغانستان د ټوټه ټوټه کېدلو پلان درلود�. همدا شان د � لوی تاجیکستان�  د طرحی په اړوند د [ مسکو] د [ لاسونو ] [The Hand of Moscow] په کتاب کې لاسوند شواهد راغونډ شوي چې پاڼې ېې پلټونکو ته سترگه په لاره دي؛ دا شواهد چې د کي جي بي د یوه رسمي چارواکي شخصي یادښت لېکونه هم دي په افغانستان کې د شوروي د جگړې د کلونو په لړ کې د پلیو شویو پټو عملیاتو او ستراتیژیو له مخې څادر لېرې کوي. د کتاب لېکوال د کي جي بي د [ بهرنۍ څارگرۍ د عمومي ادارې] د لومړي ریاست رﺋـیس جنرال لـﺋـونېد شېبارشین [3] دی چې د کتاب په یوه برخه کې په ډېرو مهمو، او د پام وړ تأریخي یادښتلېکونو باندې خبرې کوي؛ په دې وراشه � بحث� کې لېکوال د دوه وو فکس شويو لاسوندونو پر بنسټېزو ټیکو باندې خبري کوي چې لا تر اوسه ېې پر تندي د لوړ محرمیت ټاپه وهل شوې ده؛ دواړه لاسوندونه هغه شرایط او جزﺋـیات شرح کوي چې پر بنسټ ېې باید د مسعود او د شوروي د مرکزي بولنې د مقام تر منځ دې د دښمنۍ ټغر ټول او د یوه تړون د ټکیو په اډانه کې دې د تاجیک د نېمه خپلواک � شبه قلمرو� د رامنځته کېدلو او پراختیا لپاره لارې چارې برابرې شي؛ بنسټېز ټکي په لاندې ډول دی :       
 
لاسوند : له احمد شاه مسعود سره د خبرو اترو ټکي
 
۱ - : د یوموټي افغانستان د مفهوم په اډانه کې په تاجیک میشتو سېمو کې د خپلواکه تاجک قلمرو لپاره د لارو چارو برابرول ؛په دغو سیمو کې د بدخشان، توخار، کندز، بغلان ولایتونه او د پروان � کاپیسا د ولایتونو یو شمېر برخې رانغاړل کېږي او هم په نوموړو سېمو کې د یوه [ خپلواک] دولت رامنځته کېدل.
 
۲ - : د هېواد � مشرۍ د ریاست په چوکاټ کې د تاجیکانو استازیتوب او هغوی ته د ځانگړو مقامونو حق، په ملي پارلمان او د افغانستان د وزیرانو په کابینه کې د تاجیکانو ځانگړی حق او دریز.
 
۳ - : د یوه خپلواک رسمي گوند په توگه  د [IOA] یا [ د رباني، د افغانستان د اسلامي غورځنگ Islamic Movement in Afghanistan] گوند په رسمیت پېژندنه ، او همدا شان دداسې یوه گوند په توگه چې په افغانستان کې برابر حق ولري.
 
۴ - :  د [IOA] یا [ د رباني : د افغانستان اسلامي غورځنگ Islamic Movement in Afghanistan] د جوړښت په چوکاټ کې د منظم تاجیک پوځي ځواک جوړول او په [VSRA] [4] کې د هغوی ورگډېدل. د دغه ځواک د پازوالیو/ مسؤولیتونو تعریف د ملي گټو [ محتملا ً د تاجیکستان ملي گټې � لېکوال] پر بنسټ او د ټولو هر اړخېزو حکومتی دندو پر بنسټ کېږي چې  د حیرتان � کابل تر منځ د لویې لارې خوندي ساتل هم په کې گډون لري.
 
۵ - : په خپلواک تاجیک قلمرو کې د سولې رامنځته کول او په دې سېمې کې مېشتو وگړو ته د عادي ژوندانه د شرایطو او حالاتو راگرځول او د امکاناتو برابرول.
 
۶ - : په شمال - ختېزو سېمو کې د اقتصادي ودې سکالو� موضوعات� : په دې اړوند د افغانستان ددولت د همکارۍ برخه په اقتصادي، طبي، او نورو څو اړخېزو مرستو کې رانغاړل کېږي چې د سرحداتو ترمنځ د سوداگرۍ وده هم په کې گډون لري. هغه ټکي چې ما دلته راپورته کړي زما او د شوروي سفیر یوري . م. ورنتسوف[5]، او جنرال .  وي. آی. ورنینکوف[6]  تر منځ ورباندې سلا شوې او هغوی په خپل وار د [ افغانستان � ژ] جمهوریت له مشرتابه سره یو په یو روښانه او راپورته کړي دي.
 [ سرچېنه : په افغانستان کې د MO SSSR عملیاتي ډله، د څلوېښتم لښکر د بولنې اعلی قومانداني ، کابل، ۱۹۸۸ زکال.
 لاسلېک کوونکي : ډگر جنرال بي . وي. گروموف. د افغانستان جمهوریت د دفاعي چارو وزیر شهنواز تڼی او احمد شاه مسعود] [7] [(Shebarshin, pp 177-214).]

د پروتوکول مسوده :
د دوه اړخېزو اړېکو په اړوند
په افغانستان کې د مېشتو شوروي ځواکونو او د پنجشېر د مخالفو وسلوالو ځواکونو (IOAP) تر منځ

په افغانستان کې د سولې د ټېنگښت په هېله لاندنۍ لاسلېک کوونکې خواوې دواړه د نېکې ارادې په لرلو لاندنۍ پازوالۍ/ مسؤولېتونه مني :  چې  
 
۱ - : د سالنگ په سویل او د کابل � حیرتان د لوېې لارې په ورڅېرمو سېمو کې هر ډول پوځي فعالیتونه په بشپړ ډول دَرَول کېږي،  پنجشېري مخالفه وسلواله ډله IOA مني چې د دوی تر ولکې لاندې له هېڅ کلي څخه به هېڅ وسلواله ډلگۍ د هېڅ ډول وسلې اور پر کتارونو، د افغان - شوروي د سرتیرو د څار پر کلاکوټونو، د تلاښېو پر پوستو، د سرحدي پولو پر ساتونکو او د څارندوی پر ځواکونو نه کوي. 
 
۲ - : د پنجشیر را بیلې شوې وسلوالې ډلې پر خپل ځان د � تاجیکانو د کلي � او � چاگني � ترمنځ د اړیکو د خوندیتوب پازوالي په خپل ځان په دې موخه مني چې د شوروي او افغان سرتیرو پر وړاندې د توپخانې د ډزو، لوټماریو او نورو ورته کړو وړو مخه دې ونیول شي.  
 
۳ - : د دوه اړخېز تړون پر بنسټ شوروي لوری دنده لري چې ، د پنجشیر د ډلې او د  اړوندو ورڅېرمو سېمو د پایښت لپاره چې په پروتوکول کې د  لوېې لارې په اوږدو کې د پرتو سیمو په نامه یادې شوې دي د خوراکي توکو په گډون اړین اکمالات او د بېړنۍ اړتیا پرمهال اړین توکي او نور مواد دداسې یوه مهالیز واټن په اډانه کې برابر کاندي چې دواړه خواوې ورباندې سلا شوې وي.
 
۴ - : د نورو خواوو هېڅ ډلې او ان رابېلې شوې ډلې ته اجازه نه ورکول کېږي چې په دغه پروتوکول کې یاد شویو سېمو ته پر افغان- شوروي کتارونو باندې د اور د گوزار په موخه ننوځي یا ترهگر کړه وړه تر سره او یا راغځېدلې نللکیه سبوتاژ کاندي. که د بلې هر ډلې غړي د داسې کړو وړو لپاره هلې ځلې وکړي شوروي اړخ هېله لري چې د پنجشیر وسلوالو ډلو ته دهغوی د غوښتنې پر بنسټ د ملاتړې توپخاني اور او د هوايی ځواک مرسته برابره کړي.
 
۵ - : په پروتوکول کې د یادو شویو سېمو په چاپیریال کې د شوروي او افغان اتباعو د تري تم شویو کسانو په اړوند د مالوماتو تبادله او د هغوی د موندنې لپاره د هر اړخېزو همکاریو پلي کول.
 
۶ - : د دباو � فشار� او ترینگلتیا د ډېرېدلو په صورت کې او په ځانگړو زونونو کې د سولې د ټېنگښت او د نویو پوځي اقداماتو د مخنیوي په موخه، دوه اړخېزې سلا مشورې، د غونډو او لېدنو کتنو له لارې تر سره کېږي.      
 
۷ - : ددغه پروتوکول د مفرداتو اغېزې د اړېکو د کرښې د دواړو غاړو په اوږدو کې د دېرش کېلومترو په واټن خپرې دي چې د � تاجیکانو د کلي� او � چاگیني � ترمنځ د جغرافیوي چاپیریال سېمه رانغاړي. هره هغه وسلواله ډله چې په هرگوند پورې اړه ولري او ان که ددغه جغرافیوي چاپیریال له کرښو دباندې د تړونوالو خواوو پر وړاندې پوځي خوځښتونه و نه دَرَوي، شوروي سرتېري او د پنجشیر وسلوالې ډلې حق لري چې د هغوی د دړې وړې کولو په موخه پوځي عملیات ترسره کاندي.
   
۸ - :  دا پروتوکول د لاسلېک کولو له شېبې وروسته د اعتبار وړ دی.
[[ سرچېنه : په افغانستان کې د MO SSSR عملیاتي ډله، د څلوېښتم لښکر د بولنې اعلی قومانداني ، کابل، ۱۹۸۸ زکال.
 لاسلېک کوونکي : ډگر جنرال بي . وي. گروموف. د افغانستان جمهوریت د دفاعي چارو وزیر شهنواز تڼی او احمد شاه مسعود]] (Shebarshin, pp 177-214).
 
د افغان � شوروي د جگړو د کلونو په پړاو کې چې لړۍ ېې په ۱۹۷۹ ز کال کې پیل او تر ۱۹۸۹ ز کال پورې دوام وکړ، احمد شاه مسعود د ۱۹۸۰ ز کال له پیل وروسته له شورویانو سره تړونونه لاسلېک او ژمنه ېې وکړه چې د سالنگ د حیاتي لویې لارې په اوږدو کې به د شوروي د اکمالاتو له کرښو څخه ساتنه او دفاع وکړي. د گډې همکارۍ د همدغو تړونوالو اړیکو پر بنسټ ول چې احمد شاه مسعود به د مجاهدینو پر هغو ډلگېو وردانگل چې غوښتل ېې د شوروي د اکمالاتو پر کتارونو او د کاروانونو د ساتنې پر پوستو او کلاکوټونو باندې وسلوال گوزارونه وکړي. اکثرا ًوختونه به مسعود ته د هغه د تړونوالو مسؤولېتونو د پلي کولو په لاره کې د توپخانې د اور مرسته برابرېدله. داسې وختونه هم راتلل چې د مسعود او شوروي تر منځ د شوي تړون نېټه به پای ته رسېدله، خو مسعود به ان په همدغه وخت کې د پخواني تړون د شرایطو او مفرداتو ژوندي ساتلو ته تر هغه مهاله دوام ورکاوه چې نوی تړون به دده او د شوروي خوا تر منځ لاسلېک شو. جنرال لیاخوفسکي په دې اړوند په خپل کتاب کې لېکي : � تر هغه مهاله چې موږ په افغانستان کې وو ، مسعود  په ټولې دغې مودې کې هغه څه وکړل چې موږ ورته ویل.�  (Liakhovskii, pp 462-485). 
 
لاسوند : د شوروي د څلویښتم لښکرد څارگرۍ د عمومي ریاست [8]  له خوا، کابل :  
� ډگرمن اناتولي تکاچیف[9] د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو د څارگرۍ د ریاستونو د عمومي ریاست د ستر مشر جنرال پ. آی. ایواشوتین [10] په لارښونې له احمد شاه مسعود سره اړېکې ټېنگې کړي دي، هماغسې چې ډگرمن تکاچیف وايي له احمد شاه مسعود سره دغه اړېکي له ډېر پخوا ټېنگ شوي ول. ددغو اړېکو تأریخي لنډېر په لاندې ډول دی :  
 
[ د منځگړو کسانو د اړیکو پر بنسټ موږ د احمد شاه مسعود د اېښودل شویو شرایطو تر سیوري لاندې د ټاکل شوي ځای او وخت پر سر له یو بل سره سلا شولو : ځای : پنجشیر، هغه دره چې د مجاهدینو له پلوه کنترولېدله ، وخت : د � ۱۹۸۳ زکال� د نوي کال له لومړۍ ورځې یوه ورځ مخکې [11]. موږ باید د نوي کال په شپې ځانونه د لېدنې کتنې ټاکل شوي ځای ته رسولي وای. همدا شان موږ د غونډې ځای ته باید له گارډ او وسلې پرته تللي وای. کله چې لمر کېناست د خپل ژباړونکي [ مکس   Max ] په ملتیا د [ رُخې له کلي / قشلاق  Kishlak Rukha ] ووتلو او ډېر ژر ټاکل شوي ځای ته ورسېدلو، دا هغه ځای وو چې موږ ته د تاج الدین تر مشرۍ لاندې د وسلوالو مجاهدینو د ډلې له خوا ښه راغلاست وویل شو؛ تاج الدین د احمد شاه مسعود د جاسوسۍ ضد ډلې مشر وو. د گهېځ له سبا ناري وروسته زه، زما ژباړونکی مکس، احمد شاه مسعود او د هغه یو تن اعتمادي په کوټه کې یوازې پاتې شولو. خبرې پېل شوې. زموږ په وړاندېز کې کلیدي ټکي په پنجشیر کې پر دوه اړخېزو پوځي اقداماتو باندې اوربند او دداسې دوه اړخېزو پازوالیو � مسؤولیتونو� په غاړه اخېستل ول چې په ترڅ کې ېې په سېمه کې مېشتو وگړو ته د خوندي او بسیا ژوندانه شرایط او امکانات برابر شي. احمد شاه مسعود وویل چې په زړه کې د شوروي اتحاد پر وړاندې د دښمنۍ احساس نه لري. په حقیقت کې د رښتونو دښمنیو پای، د اوربند د څار [ نظارت]  لړۍ او د نېږدې همکاریو د شراېطو برابرول د همدغې او نورو ورته غونډو د پایلو زیږنده وه.] 
 
د مسعود په اړوند د کي جي بي په سایکولوژیکي دوسېې کې ( زمری) په دغو رواني اوصافو ستایل او پیژندل شوی دی : [ په ځان مین ، ځان منلی خیالمن، ټگ / مخادع، لوړوالي او برم ته تږی؛ د همدغه لوړوالی او برم د خوب تر سیوري لاندې مسعود د تاجیک د خپلواکې سیمې له رامنځته کېدلو سر سم ځان په داسې یوې هېندارې کې ویني چې ډېر ژر به د همدې سېمې د امیر په نامه وپیژندل شي، شورويان د یوه پياوړي دریز له لارې د مسعود د فکري شخصیت ځانگړتیا ته ورننوتل او پر همدغه بنسټ ېې مسعود د خپلو غوښتنو منلو ته چمتو کړ.] (Shebarshin, pp 177-214).  
 
شوروي لوري ته له تکتیکي اړخه تر ټولو غوره لار دداسې یوې لېوالتیا تر لاسه کول ول چې پایله ېې د اوربند په تر لاسه کولو واوړي. شورویانو ته بنسټېز � کلېدي� ټکی د سالنگ د تلنځ � معبر� له منځه له خنډ او ځنډ پرته د اکمالاتو د یوه دالان رامنځته کول ول چې د پنجشیر د خطرناکو او ستوغو غرونو په گــَړَنگونو کې د هر ډول پوځي ښکېلوالي مخه ډب کړي. په افغانستان کې د شوروي د څلوېښتم لښکر بولندوی جنرال باریس گروموف په ستوغو غرنیو گړنگونو کې د گوریلايي جگړو د ښکیلوالي په اړوند پراخ مالومات لري او ډېریو لېکوالانو په دې اړوند د هغه له مالوماتو څخه اخځ اخیستی دی، باریس گروموف په خپله په دې اړوند وايي : [ مسعود کولای شوای یوازې د کاڼو او ډبرو په راښویولو سېمه د شوروي سرتېرو په هډ- اېرې بدله کړي.] (Gromov, pp 188-197). 
 
هماغسې چې هېله ېې کېدله، له شورویانو سره د مسعود تړونونو، د مقاومت د ډلو کلک او له پیغوره ډک غبرگونونه له ځان سره بدرگه درلودل : په دې اړوند [ په افغانستان کې جگړه [12] ] د [ مارک اربن] لېکنه داسې وايي :  
[ یو شمېر بولندویانو به په تراخه پیغور ویل چې مسعود د شوروي لښکر پر وړاندې هغسې چې اړینه ده، فعاله او کلکه جگړه نه کوي. د نېږدې دوه وو کالو په لړکې هېڅ داسې نښې نښانې نه لېدل کېږي چې مسعود دې د شورویانو پر وړاندې په رښتوني توگه خپل جنگیالي د زړه له کومې کارَولي وي، که هر څه شوي هم وي یوازې خپلمنځي جگړې شوي دي چې بېلگې ېې په کندز کې د ۱۹۸۹ زکال د اپریل د مېاشتو په لړ کې دي . له بلې خوا څرگندې نښې نښانې او لاسوندونه شته چې مسعود له شورویانو سره د اوربند یو ډول تړون لاسلیک کړی دی. ظاهري نښې نښاني په ډاگه کوي چې شورویانو غوښتل د شمال � ختېز افغانستان د چارو واگې او د هغو سېمو کنترول د نظار شورا ته وسپاري. لاس ته راغلي گزارشونه وايي چې روسانو ددغې چارې د پيل لپاره مسعود ته د پریمانه پېسو او وسلو وړاندېز کړی دی. د اور بند تړونونو د مقاومت د کړېو په منځ کې ترخې شخړې او ناندرۍ راپارَولي دي. د گلبدین حکمتیار د گوند غړي د مسعود دا ډول چلند ځان پلورنه بولي او مسعود په ملنډو د � پنجشیر د پاچا� په نامه یادوي. ددغې ژمنې په بدل کې چې له پنجشیره به د شورویانو پر وړاندې برېد نه کېږي، شورویانو له دَرې څخه د خپل لښکر ستره برخه را اېستلې او هغه ېې د هېواد سوېلي خوا وو ته لېږلې چې هلته د شوروي ځواکونو پر وړاندې کلک مقاومت دوام لري.] (Urban, p 229)
 
بریتانوي لېکوال مایک مارتین د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۳ ز کلونو په لړ کې د مقاومت له ډلو سره د سلگونو مایلو په واټن مزلونه وهلي دي، ددغو سفرونو له پایلو څخه یو په زړه پورې او ډاډمن کتاب جوړ شوی چې [Afghanistan, Inside a Rebel Stronghold.] نومېږي. د مایک مارتین پیاوړی قلم او شننه د پېښو پر شرحې باندې لا نوره رڼا اچوي چې د پلټونکو لپاره یوه بنسټېزه سرچېنه کېدای شي.
مارتین : ما په پنجشیر کې د مسعود د ونډې په اړوند هماغه یوه خبره په څو څو ځله او په تکرار اورېدله. له شورویانو سره د هغه لنډ مهاله اوربند نه دی فسخ شوی. د مسعود د جمعیت جنگیالي له پنجشیر وړاندې نورو کلیو ته لېږل شوي ول چې د حزب تر ولکې لاندې کلي ونېسي. د حزب د جنگیاليو د ځپلو لپاره روسان مسعود ته وسلې، مهمات او نور لوژیستیکي اکمالات برابرول ځکه روسان د حزب جنگیالي خپل تر ټولوسخت � زړي او نه پخلا کېدونکي جنگیالي بولي. (Martin, p 198)
 
پایله : د افغانستان د تجزېې په اړوند د کي جي بي د توطـﺋـې شرحه د لمر په شان روښانه ده. په منځنۍ آسیا کې د شورویانو د قومي تجزېې ستراتيژي بریالۍ وه او همدغه تجربه په افغانستان کې ددوی په عملیاتی تگلارې بدله شوه. په شوروي گړدود / لهجه کې د کسکد د عملیاتو نوم په ښه ډول پېژندل شوی دا په حقیقت کې د هغه پلان یوه مسوده وه چې پر بنسټ به ېې یا هېواد ټوټې ټوټې او یا د شمالي ډډو په بېلولو افغانستان تجزیه کېده؛ په پام کې ول چې احمد شاه مسعود به په تجزېه شوې برخې کې ان د محدودې کورنۍ خپلواکۍ په لرلو واکمني وچلوي. جنرال لیاخوفسکي په خپل کتاب کې لېکي چې مسعود د � لوی تاجیکستان� د جوړولو د ټولیز مفهوم تندې پسې اخېستی وو او د جگړې د ټولې لسېزې تر پایه پورې ېې په دې لاره کې په سرښندنې کار وکړ.
 (Liakhovskii, pp 485-486, Richardson, pp 22-23).
 
سرچېنې :
 لاندې مو د یو شمېر سرچینو د نوملړ یادَونه یو په یو کړې ده، ددغو سرچېنو په سلگونو پاڼې پلټونکو ته سترگه په لاره دي. مستند لاسوندونه ، د عیني شاهدانو گواهۍ، روایات او متناوب شواهد ټول د لوی تاجیکستان د جوړولو د خوبونو په اړوند د احمد شاه مسعود د تخیلي او روحي وسواس تاﺋـید کوي. په دغو کتابونو کې د مالوماتو یوه ستره پانگه پرته ده او په افغانستان کې د شوروي د مرکزي قوماندې  له مرکز سره د مسعود د بې شمېرو تړونونو او اوربندونو له مخې څادر لېرې کوي. د لاندنیو لېکوالانو لېکنې په زباد رسوي چې د مسعود اخلاقي چال چلند شورویانو ته دا شېبه په لاس ورکړه چې روسي سرتیري له پنجشیره ووځي او د هېواد سویل ته د مقاومت د ځپلو لپاره ولاړ شي خو له دې سره سره د شوروي د نېواک پر وړاندې مقاومت کې هېڅ ډول کمښت هېڅکله رامنځته نه شو. هماغسې چې له شوروي وسلوال ځواک سره د مسعود د اوربند په تړونونو کې ټینگار شوی وو، شورویانو مسعود ته د هوايي بمبارد او د توپخانې د اور مرسته د هغه د غوښتنې پر بنسټ هغه مهال برابروله چې دی به د سالنگ په اوږدو کې د حزب او د مقاومت د نورو ډلو پر وړاندې جگړو کې ښکېل شو او یا به ېې پر هغو وسلوالو ډلو وردانگل چې غوښتل ېې د شوروي پر اکمالاتي کتارونو باندې برید وکړي. ددې تر څنگ بې شمېره شواهد دا ادعا په زباد رسوي : له دې چې د شوروي اکمالاتي کتارونو ته د سالنگ د تلنځ � معبر� له لارې اجازه ورکول کېده نو د سالنگ له تلنځه د خوندي تېرېدنې پایله د جگړې پر غځېدا او دوام واوښتله. [(Liakhovskii, pp 462-485).] 


 *A.A Liakhovskii, Plamya Afgana, Moscow, Iskon, 1999, translated for Cold War in History Project, CWIHP, Washington, D.C. by Gary Goldberg.
*Main Intelligence Directorate (MID) of the General Headquarters, USSR Armed Forces, title: Lion of the Panjsher, Article no. 18, (No. 882/83-3-5-77, Fond 80, Perechen 14, Document 77, translation of excerpts by Elena Kretova, Information Services, Moscow.
*Boris V. Gromov, Limited Contingent, Moscow, Progress Press, 1994, translated by Professor Ian Helfant, Department of Slavic Languages and Literature, Harvard University.
*Leonid Shebarshin, The Hand of Moscow, Moscow, Progress Press, 1992, translated by Professor Ian Helfant, Department of Slavic Languages and Literature, Harvard University.
 Bruce Richardson, Afghanistan, A Search for Truth, Free Forum, ME, 2009.
Bruce Richardson, Afghanistan, Ending the Reign of Soviet Terror, Maverick Publications, OR, 1996
Mike Martin, Inside a Rebel Stronghold, LBS, UK,1984.
 Nabi Misdaq, Afghanistan, Political Frailty and External Interference, Routledge, NY, 2006.
 Mark Urban, War in Afghanistan, Macmillan, UK, 1990.
 Pardes Mosafir, The Red Army in Afghanistan, Peshawar, 1997 (Pashto)
*S.E. Grigor�ev, The Pandzhsher from 1975-1990, Saint Petersburg University Press, 1997.
*Publications by Russian authors are available from East View Press, Minneapolis, MN.


یادَونه : په ژباړل شویو لېکنو کې د ځایونو او کسانو د نومونو لېکنېزه لېکبڼه کټ مټ په هغه بڼه لېکل شوې چې په بومي ژبه کې ویل کېږي.
بروس ریچارد سن 

 پای

-------------------------------------
[1]  قوماندان
[2] General A.A. Liakhovskii, Chief of Staff, Soviet 40th Army Afghanistan
[3] General Leonid Shebarshin
[4]  د ژباړونکې یادونه : د برېښنا لېک له لارې مې له لېکوال څخه د VSRA د اصطلاح سپیناوی وغوښت او په ځواب کې ېې راته داسې ولېکل :
VSRA د شهنواز تڼې او د نورو کمونیستو پوځي افسرانو تر مشرتابه لاندې د افغان کمونیست وسله وال ځواک لپاره د څو ویییو/ لغاتو د پیلنېزو تورو گډوله او یوه شوروي اصطلاح ده
[5] Juri M. Vorontsov
[6] General V.I. Varennikov
[7] The Operations Group of the MO SSSR in Afghanistan�Headquarters of the Fortieth Army, Kabul, 1988. Signatories: Lieutenant General B.V. Gromov, RA Minister of Defense, Shah Nawaz Tanai, and Ahmad Shah Massoud
[8] Main Intelligence Directorate (MID)
[9] Lieutenant Colonel Anatoly Tkachev
[10] General P.I. Ivashutin
[11]  یادونه : د گریگوري د کالهېندارې پر بنسټ په ټولو عیسوي هېوادونو کې دا ورځ د هرکال د دسامبر له ۳۱ نېټې سره سمون چې په دې توگه د نوي کال شپه بلل کېږي. ددې ورځې نمانځنه د نوي کال د ورځې له نمانځنې څخه توپیر کوي. دا ورځ چې د دسامبر ۳۱ نېټه کېږي د New Year Eve د ورځې په نامه یادیږي. چې په عربي کې ېې ليلة رأس السنة الميلادية بولي.
[12] War in Afghanistan, by Mark Urban
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery