مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دجرمني مشرانو سره د برژنیف او نورو شوروي چارواکو لیدنه

د ( ختیزجرمني � ژ) د سوسیالیست گوند د یووالي له سکرترجنرال او د هغه هیواد دولسمشرۍ دسرمشریزې ډلې مشر ایریک هونکراو د گوند دسیاسي بیرو له نورو کاندیدو غړوسره د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو دمرکزي کمیتي د عمومي مشرلیونید ایلیج برژنیف او دشوروي اتحاد ددولت دغړو او دگوند د استازو په شته والي کې [د اکتوبرپه ۲۹ نیټې د منځنۍ په ورځ (سه شنبه) ۱۹۷۹زکال] د(ختیز جرمني �ژ) دولسمشر په کورکې د کتنې دغونډې د چټک-لیکنې (ستینوگرافیک) بڼه

[.....]
‌برژنیف [....]
تاسو په نیږدې تیرو وختونوکې موږته خبر راکړﺉ چې چانسلر شمیدیت [ هلموت هینریچ ولادیمار شمیدیت � د لوېدېځ آلمان مشر � ژ] له تاسوسره دلېدلو لېوالتېا لري. موږ له تاسو سره همغږي یو چې د دغسې شیبې له لاسه ورکول به ښه نه وي خو د چمتوالي لپاره به یې لږوخت ته اړتیا وي. دغه غونډه به په خپله خټه او تومنه کې دفدرالي ټاکنو په درشل کې، دشمیدیت ، د ټلوالې ددولت او ولسمشرۍ د دریزد گټلولپاره دډیرو مرستو نښې له ځان سره ولري. دا زموږلپاره هم اړېڼه ښکاري چې تاسوله دغې غونډې څخه گټه واخلـﺊ او ان ورته تیاری ونیسـﺊ چې د چانسلردریز داسې خوا ته راواړوﺉ چې زموږ په گومان په اروپا کې دنورو خبرو په ترڅ کې دامریکا دمنځني واټن ویشتونکو توغندیو د ستیشنونو دځای پر ځای کولو پلان لپاره مهم ښکاري.
ملگری هونکر که تاسو ددغې غونډې په ترڅ کې زموږ سلا ته لیواله یاست نو موږ ورته په ورین تندي چمتو یو.

[.....]
امریکا په پام کې لري چې په ختیزې اروپا کې د امریکا دمنځني واټڼ ویشتونکي توغندي ځای پرځای کړي او دهرې ورځې په تیریدو زموږ لپاره داندیښنې او ارزښت وړگرځي. داسې ښکاري چې دجرمن فدرالي دولت او دفدرال چانسلرښاغلی شمېدیت، ددغو پلانونو په چمتووالي کې ان کوشنۍ ونډه هم نه لوبوي. هغوی (امریکا-ژ) غواړي چې دناتو دټلوالې نورهېوادونه لکه هالند، بلجیم په دغې تابیا کې راگډ او په خاوروکې یې دتوغنديو نوي ستیشنونه ځای پرځای کړي. ددسامبرپه مېاشت کې دناتو د کېدونکې غونډې لپاره دلیکل شویو پریکړو دراکړې ورکړې تابیا په پام کې نېول شوې.
دآلمان له فدارلي جمهوریت سره زموږ د نیغو اوله نورو لارو د گڼ شمیراړیکو پربنسټ موږپه نه ستړې کېدونکې توگه ددغو پلانونو د پلي کولو په وړاندې دخوځښت هڅه کوو. دا موږ ته مهمه ده چې ټول سیوسیالیست هېوادونه په دې اړه گډ مورچل ولري.
دآلمان په فدرالي جمهوریت کې دې اغیزمنې ډلې پوه کړاې شي چې بن اوواشنگتن دواړو یوه خطرناکه لوبه راپیل کړې، او ددغو پلانونو پلي کول به په خپله ددیتانت په وړاندې یوه سیاسي چاودنه رامنځ ته کړي ځکه بالمقابل سیوسیالیست هېوادونه اړایستل کیږي چې په وړاندې یې سیاسي اوستراتیژیک گامونه اوچت کړي چې دا به په خپله د(آلمان-ژ) فدرالي جمهوریت لپاره یوه مخ په ودې ویره را وزیږوي.
زه گومان کووم چې د پوځي دیتانت په ډگرکې دسوسیالیستو هېوادونو ممتم اوگټوردفاعي اقدامات به یو شمیر پایلې رامنځ ته کړي.
د دغې ستونزې په اړله زموږله پلټنو، له تاسو او دملگرې ټلوالې هېوادونو له مشرانو سره له سلا او مشورو وروسته د گټورو اقداماتو په تړاو ، موږ دغه لاندینۍ چارې په پام کې لرو:
موږبه اعلان وکړو چې که ناتو او دامریکا متحده ایالات په لویدېځه اروپا کې دامریکایي توغندیو ددستگاوو دځای پرځای کولو له پلانونو څخه په بشپړ ډول لاس په سرشي نوموږ به هم دشوروي په اروپایي برخې کې د منځني واټڼ ویشتونکوتوغندیو کچه راټېټه کړو.

موږ به دشوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د ښه نیت دنخښو دڅرگندونو لپاره اعلان وکړوچې شوروي اتحاد به د آلمان په ډیموکراتیک جمهوریت کې دوسلو اوځواکونو یوه څرگنده برخه راټېټه کړي او پرنورو لوېدېځو هېوادونو غږ کوي چې دشوروي نوښت ته په کتنې دې وَرته نوښت ته ملا وتړي. ما د[ آلمان د ډیموکراتیک جمهوریت د جوړېدلو د ۳۰ کلیزې دلمانځني په خوښیو کې ] دگډون لپاره دلته برلین ته د خپل د راتگ په مهال غوښتل خپل نظر تاسو ته څرگند کړم.
غواړم ټینگار وکړم چې نوموړي اقدامات به د آلمان د دیموکرایتک جمهوریت په خاوره کې د دیره شویوسرتیرو په گډون زموږ دوسله والوځوکونو دفاعي وړتیا ته په هېڅ ډول تاوان ونه رسوي او له دې اړخه تاسو ډاډه اوسـﺊ.
اوس به راشم په امریکا کې ددویم سالت د ټړون په اړه دپریکړې خبروته:
زموږ احساس دا دی هرچا چې تراوسه ددغه تړون له پریکړې ملاتړکړی په ډیرولوړو ځایونو کې لاس لري. اوسنې اکر لاپیچلی شوی. دولسمشر کارترد ادارې په ښکاره گډون، دامریکې په متحدوایالاتوکې شدیدو چیغو او واویلاو په کیوبا کې د شوروي د یوه پوځي غـَُنـډ دځای پرځای کولو لپاره ټینگ خنډ رامنځ ته کړی دی. موږ دامریکې د تهدید په وړاندې د کیوبا په شان کلک دریز نیولی دی. موږ دامریکایانو داجباري انحصارغوښتنې اویا زموږ او دکیوبا په اړیکوکې دلاسوهنو په وړاندې په ټېنگه درېدلي یو. ولسمشرکارتربیرته په تش لاس په شا شو. ددغې په شا کېدنې په کړس کې غواړي خپل زور اوځواک ښکاره کړي، په ځانگړې توگه دکارابین په سیمه کې.

خو ددغه دریز ناوړه اغیزې لا تراوسه هم شته. ددویم سالت د تړون د پرېکړې حالت چې ولسمشر کارترورته لیواله ښکاري له بده پسې بدتر شوی. د دویم سالت له سکالو پرته په واشنگتن کې د اندیښنې د کړکۍ را پرانیستنه هغه مهال په سترگو کیږي چې هغوی( امریکا )او په ټولیز ډول ټوله ناټو د پياوړو وسلوجوړولو ته لیواله ښکاري.
دیوې گډې دندې په توگه ، موږ اوتاسو باید سرله اوسه او ان ددویم سالت دتړون له رامنځ ته کېدلو وروسته په یوه پراخ مورچل کې څنگ ترڅنگ په گډه ودریږو چې د ټولو دیپلوماتیکو،سیاسي اوټولنیزو اغیزو له لارې ددغې لیوالتیا په وړاندې جگړه وکړو.

د شوروي اتحاد او نوروټولو سوسیالیستي هېوادونو په وړاندې واشنگتن اوس په فعاله او مخ په زیاتېدونکې توگه چینایي کارډ لوبوي. امریکايي � چینایي ملگرتوب یوازې نمایشې بڼه لري. دسیاسي کوژدې دغسې کرښه پیکینگ په ویتنام لاوؤس او کمبودیا کې نورولاسوهنو ته هڅوي. او دې ته موږباید ځانگړې ډول پاملرنه وکړو.
د چین � شوروي داړیکو د عادي کولو لپاره اوس په ماسکو کې خبرې اترې پیل شوې دي. دخبرو لومړۍ لړۍ داداري چاروتخنیکي اړخونو ته ورکړل شوې وه. له دې امله گرانه به وي اټکل وکړوچې چینایان به د خبرو د بل پړاو لپاره څه راوړي. زموږ پلاوي ته څرگنده لارښوونه شوې ده هغوی هڅه کوي چې د خبرو اترو مخه رښتوني اړخ ته راتاو کړي. موږ نه غولیږو. موږ له یوې سختې سیاسي جگړې سره مخامخ یو. موږ داړیکو دښه والي لپاره هلې ځلې کوو هغه هم ان که د لږ ترلږه کچې پورې وي. اوگران بریښي چې دغه به هم ترسره شي که نه. دسولې او سوسیالیزم په وړاندې د پیکینگ تگلاره له ژورې دښمنۍ ډکه ده.

اوس په لنډیز دایران اوافغانستان په حالاتو راتاویږم- په وروستیووختونو کې په ایران کې لږ ترلږه حالات دیوې ناڅرگندې مثبتې لیوالتیا په پوښښ کې رادباندې شوې. اسلامي مشرانو د پرمختلونکو ځواکونه مشران دقانوني څار تر غیشې لاندې نیولې. هغوی په بې دردۍ د ملي لږکیو غږ په ستوني کې وچوي. هغوی موږ ددغوفعالیتونو په پارونې تورنوي.
له ایران سره دگاونډیتوب دښه اړیکو دځغلولو او پرمختگ په لاره کې زموږ هڅو په تهران هېڅ اغیزه نه ده شیندلې او موږ په ټولو خبرو ښه پوهیږو.

خوموږپه یوه بله خبره هم پوهیږوهغه دا چې : په ایران کې اسلامي انقلاب ، د ایران او امریکا پوځي ټلواله په بنسټېزه ټوگه له منځه یووړه. دیوشمیر نړیوالو، په ځانگړې توگه په منځني ختیځ کې، د ستونزو په اړه نن سبا ایران دپانگوالۍ ضد دریز غوره کړی دی. پانگواله نړۍ غواړي چې په سېمه کې خپله اغیزه بیا ترلاسه کړي. موږ هڅه کوو چې ددغو هڅو په وړاندې ودریږو. موږ دایران له اوسني مشرتابه سره په ډیر زغم کارکوو او د دوه اړخیزو برابرو گټو پربنسټ د دوه اړخیزو همکاریو دپراخیتا دچاپیریال خواته درومو.
موږ تاسو ته په وروستیو وختونو کې د افغانستان د نویو پیښو دحالت په اړه لنډ مالومات درکړي. ددې ترڅنگ غواړم دغه ټکي پرې ورغبرگ کړم: موږ له افغانستان سره دپام وړمرسته کړېده. موږهلته خپل پوځي او ملکي سلاکاران لېږلي دي؛ موږ هغوی ته مو دپام وړ اوپریمانه وسله اوپوځي توکي ورکړي دي.
په دغه هیواد کې اوس حالات ښه شوي دي. خو په یو شمیرولایتونو کې له یو شمیر یاغي ډلوسره چې له پاکستان، امریکا او چینه غیرمستقیم او له ایرانه مستقیمه ملاتړ تر لاسه کوي،پوځي ترینگلتیا لا دوام لري. ددې ترڅنگ په افغاني مشرتابه کې یو شمیر کړکیچونه او خړپړتیاوې شته. موږ هڅې کړې دي چې د مشرتابه په منځ کې دیووالي او یوموټي توب لپاره دهمکاري لاس وغځوو. تاسو پوهیږﺉ چې امین د تره کي له غیرقاطعیت څخه په گټه اخیستنې او له ډیرنیږدې ملگرتوب سره سره، نوموړی له منځه یوووړاو مشري یې په غاړه واخیستله. تاسوپوهیږﺉ کله چې تره کی د ناپییلتوب د غورځنگ په کنفرانس کې د گډون لپاره هاوانا ته تللی وو دخپلې لارې په ترڅ کې ماسکوته راغی. ما له هغه سره ولېدل او سلا مې ورکړه چې په خپل هېواد کې دې د ثبات لپاره کوټلي گامونه پورته کړي او دنورو خبروترڅنگ دې داساسي قانون او انقلابي قانونیت په منځ ته راوستلو کې کار وکړي. دا دی وینو هغه څه مې چې تره کي ته ویلي ول، اوس یې امین سرته رسوي.

که سپینه ووایم، موږ د امین په تگلارو او اعمالو خوښ نه یو. هغه د واک تږی دی. هغه په څوڅوځله نامناسبه زیږوالی او شدت له ځانه څرگند کړی دی. خو د بنسټیرې سیاسي کړنلارې په ډگر کې په ډاگه منو چې امین په هوډمنه توگه دانقلاب په لا پرمختگ، له شوروي اتحاد او نورې سوسیالیستي ټولنې سره د اړیکو د لاهمکارۍ لپاره کارکوي.
په حقیقي اړخ کې د امین گڼ شمیر لاررویان او پلویان د درناوي وړ خلک دي، هغوی دمارکسیسزم � لیننیزم نظریاتو ته پالیاله دي او زموږ په وړاندي د ښه چال چلند دریز لري.
داوسني حالت په پام کې نیولوسره موږ به له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړو، یو شمیرمرستې به ورسره وکړو،او دبهرني نیواک او انقلاب ضد ډلو په ټکولو به یې ملا ور وتړو.
[....]

سرچینه:
{Source: Stiftung �Archive der Parteien und Massenorganisationen der ehemaligen DDR im Bundesarchive� (Berlin), DY30 JIV 2/201/1342 }
دغه لاسوندی میرمن کریستین اوسترمن له آلماني انگریزي ته ژباړلی دی

د لاسوندی دکتلو لپاره دغه ځای کښېکاږﺉ
پښتو ژباړه:رحمت آریا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery