مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د امین لخوا دځانګړو روسي ځواکونو د لیږد غوښتنه

د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو دغونډې له پریکړې اخیستل شوې
نېټه : ۱۲/۶/۱۹۷۹
سرچینه: الف.الف.لیاخوفسکي، کتاب: د افغان زړورتیا او غمیزه، ماسکو، جي پي آی، ایسکون، ۱۹۹۵ پ.۱۰۷
پیژندنه: د امین په غوښتنې د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو دغونډې له پریکړې رااخیستل شوې چې یوه ځانگړې فرقه دې افغانستان ته ور ولیږل شي

ډیر محرم
ځانگړې دوسېه

ملگرو: برژنیف، اندروپوف، گرومېکو، سولوسوف، اوستیوف ته
اخیستل شوې له: د ۱۹۷۹زکال د دیسامبر د ۶ نیټې د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو دغونډې د پریکړې له ۱۷۶ پرتوکول څخه

افغانستان ته د ځانگړي پوځ لیږنه

په دې تړاو ټولو منلې او د شوروي اتحاد د کې جي بي او ددفاع وزارت ته لارښوونه شوې او لارښود لېک ورسره مل دی، نېټه ۱۹۷۹زکال د دیسامبر ۴ . شمیره۳۱۲/۲/۰۰۷۳ (مل لېک ورسره دی)
کاپي: سکترجنرال ل. برژنیف
[له مل لېک سره]

تر ټولو محرم

د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمېټې ته
د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي او د انقلابي شوری مشر او د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت سروزیر ح. امین په ډیرټینگار د خپل استوگنځي د ساتنې لپاره کابل ته د یوه موتوریزه غونډ د ور لیږلو سکالوراپورته کړېده. د مخ په ودې اړوپیچ اود ح. امین د غوښتنې په پام کې نېولو سره مصلحت وگڼل شو چې د جي.آر.یو او د ستردرستیز د ډلې له ځانگړو سرتیرو څخه دې یوه گډه ډله چې د همدغې موخې لپاره چمتوشوې، او په افغاني جامو کې دې ۵۰۰ نور مرستندویه سرتیري افغانستان ته ولیږل شي خو د شوروي اتحاد پوځي ځواکونو ته دی څرگنده نه شي چې گڼې دوې زموږ سرتیري دي. د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت ته د دغې ډلې دشوني لیږد سکالو د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیرو د ۹۷/۲۹/۰۶ پروتوکول شمیره پ. ۱۵۶ / ای ایکس کې غبرگون موندلی دی.

کابل ته دپوځي ډلو د استولو په تړاو موږ له افغان خوا څخه همغږي ترلاسه کړېده، موږ وړاندیزکړی چې سرتیري د پوځي ترانسپورت د الوتکو له لارې د سږکال د دیسامبر د مېاشتې په لومړۍ نېمایۍ کې کوزولای شو. ملگری د.ف. اوستینوف له موږ سره همغږی دی.

یو.اندروپوف ، ن. اوگراکوف
شمیره: ۳۱۲/۲/۰۰۷۳
۱۹۷۹ ددیسامبر ۴
اخځ:
دلاسوندو راټولوونکي: په منځني ختیځ کې سړه جگړه
جوړونکی:اوگراکوف
دلاسوندي ورکوونکی: یوري. ی. اندروپوف
بڼه: گزارش
سکالو:پرافغانستان د شوروي یرغل
لېک بڼه: له روسي ژباړل شوی
سرچینه :
[Source: As cited in A.A. Liakhovskii, The Tragedy and Valour of the Afghani (Moscow: GPI "Iskon", 1995), p. 107.]
د ژباړې سرچینه:
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034DDFA-96B6-175C-97451DDBC39B5A35&sort=Subject&item=Ogarkov
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery