مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

كابل تهران شو

كله چې زموږ �افغانستاني� وروڼو د اساسي قانون د تصويب په لويه جرګه كې د �افغان� او �افغانستان� له نوم سره خپل توند حساسيت وښود او په دې برخه كې يې د خوړبنديز تر كچې پورې هم ځانونه هوډمن وګڼل، ټولې نړۍ يې ننداره وكړه او دا ورته په زبات ورسېده، چې نه، دلته كه د وطن او ناموس پر سر ككرۍ خاورې شوې دي، داسې كسان هم شته، چې له خپل هېواد يانې خپل ناموس او پت سره څه وړ چلند كوي. جرمنيان ايله اوس قانع شول چې په افغانستان كې پر پښتنو زيات ظلم شوى دى. نو ځكه خو يې خپله پخوانۍ خبره بېرته واخيستله، هغوى پخوا دا انګېرله، چې دلته پښتنو پر نورو قومي لږكيو ظلم او زياتى كړى دى.
دولت خو ځان ژمن ګڼي، چې د هر قوم ژبې ته به خدمت كوي او په دې ترڅ كې يې د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته هم سپارښتنه وكړه، چې بايد دغه بهير ته وده وركړي. په همدې تړاو د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته د ښاغلي حامد كرزي له خوا د سيد جمال الدين افغان دولتي نښان هم په دې پلمه ورډالۍ شو، چې ګواكې دغه وزارت زيات او بېساري خدمتونه كړي دي، دغه راز يې له نورو دولتونو سره هم فرهنګي اړيكي غزولي دي. خو راشئ وڅېړو او په څو محدودو بېلګو دا كتنه وكړو، چې د اطلاعاتو او كلتور وزارت په رښتيا هم د صادقانه خدمت جنډه هسكه كړې او كه هسې يې په خپلو شعارونو، چغو او سورو د نورو خلكو غوږونه وركاڼه كړي دي؟
د دغه وزارت له خوا د پښتنومېشتو سيمو خپرنيزو ادارو ته رسمي مكتوبونه ولېږل شول، چې بايد 30سلنه په دري ژبه ليكنې خپرې كړي، خو د هرات پر خپرونو هېچا هم دا نيوكه ونه كړه چې ولې يو تورى په پښتو نه خپروي. له كابله په دولتي ورځپاڼو كې هېواد او انيس يو څه كاري سابقه لري، دا مهال هم د اوسني وزارت تر څارنې لاندې انيس ورځپاڼه په شپږو مخونو كې خپرېږي. چې 98سلنه دري لري. هېواد ورځپاڼه بيا څلور مخونه لري، چې 30سلنه دري ليكنې په كې راځي.
د نوي كال پر لومړۍ ورځ انيس ورځپاڼه په لسو مخونو، خو هېواد ورځپاڼه په څلورو مخونو كې راووته. چې دا هم د دې وزارت له خدماتو څخه ګڼل كېږي!! په كار ده چې دولتي لوړپوړي چارواكي دغه وزارت په يوه بله ستره ډالۍ هم ونازوي، هغه داسې چې د كمكيانو انيس خپرونه له پيله په همدې نامه خپرېده، ان په تېرو جګړه ييزو كلونو كې يې هم چا د نوم بدلولو نيت ونه كړ، خو اوسني وزارت يې نوم �انيس كودك� كړ. دغه راز د راډيو او ټلويزيون خپرونې خو اكثره په يوه ژبه وي، اكثره زيګنالونه او عنوانونه په دې نيت وربدل كړاى شول، چې پخوا په كې پښتو ځاى شوې وه. په همدغه وزارت كې زيات �افغانستاني� وروڼه مهمې او لوړې دندې لري، دوى كه له يوې خوا د افغاني نومونو په بدلولو پسې لستوڼي رابډوهلي، له بله اړخه يې دا هڅه هم كړې چې يوازې يوې ژبې ته ترجېح وركړي. د ښاغلي رهين په مشرۍ د كابل ښاريانو شورا هم جوړه شوې چې ايرانى نوم وركړل شوى �شوراى شهروندان كابل�. داسې ښكاري چې د خانقاګانو او صوفيانه بنډارونو لورى بلې خوا ته واوښت. سړي ته پوښتنه ولاړېږي، چې ايا دغه وزارت يوازې كابل ته كار كوي او كه نه، ټول افغانستان د دوى د كار په ساحه كې نه راځي؟! دغه وزارت زيات عنوانونه او لوحې په ايرانۍ پاړسي اړولې دي، كه د نورو رياستونو او وزارتونو چارواكي همدغه ايراني توري كاروي، ښايي د اطلاعاتو او كلتور وزارت چارواكي پر خپلو برېتونو لاس راوكاږي او وبه وايي چې ياره ستره توره مو وكړه!
په هغو خپرونو كې چې د �افغانستاني� وروڼو له خوا خپرېږي، د ښاروالۍ پرځاى شهرداري، د سترې محكمې پرځاى دادګاهْ عالي، د پوهنتون پرځاى دانشګاه، د پوهنځي پرځاى دانشكده، د محصل پرځاى دانشجو، د سرې مياشتې پرځاى هلال احمر افغاني، د افغان پرځاى افغانستاني، د همشهري پرځاى شهروند او.... كاروي. چې په دغو خپرونو كې پيام مجاهد، پنجره، هفته نامهْ كابل او... مخكښې دي. د همدغو �افغانستاني� وروڼو له كبله ملي ارزښتونه، ملي ټرمينالوژي او ملي كلتور له ګواښ سره مخ دى. د اطلاعاتو او كلتور وزارت كه د دغه خاينانه عمل مخه ونه نيسي، ښايي يوازې يې په ايراني تاريخ كې كارنامه په زرينو كرښو وليكل شي، په افغان ملت كې به يې ځاى نه وي.
مصطفى كمال په تركيه كې د اسلامي قوانينو پرځاى غربي قوانين غوره وګڼل، ان چې تركي ليكدود او ټرمينالوژي يې په لاتيني ليكدود بدله كړه او ټول اسلامي بنسټونه يې له منځه يووړل. هغه ګومان كاوه چې په دې توګه به د پرمخيون او ترقۍ پر لوري روانېږي او تركيه به د نورو غربي هېوادونو په كتار كې ودرېږي، خو هغسې ونه شول.
دغو �افغانستانيانو� خو له بده مرغه په خپله ځانونه له ملت څخه بېل وګڼل، نو مهرباني دې وكړي، زموږ د اصيل افغاني كلتور په ارزښتونو او وياړونو كې دې لاسوهنه نه كوي. افغانانو پر خپل هېواد سرونه ښندلي او د تاريخ په هر پړاو كې يې توره او قلم چلولى دى

كــه لــه زلمو نـه پـوره نـه شــوه
افغانستانه! جينكۍ به دې ګټينه(14)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery