مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لوګر ولايت كى د لرغونو اثارو كيندنى

BNA: د لوګر ولايت يو شمير اوسيدونكى په دغه ولايت كى د لرغونو اثارو د كيندنى او شخصى ګټى اخيستنى څخه سرټكوى او وايى چى لاتراوسه د ساتلو لپاره يى د دولت له لورى هيڅ ډول عملى ګام نه دى اوچت شوى
د لوګر ولايت يو شمير اوسيدونكى په دغه ولايت كى د لرغونو اثارو د كيندنى او شخصى ګټى BNAاخيستنى څخه سرټكوى او وايى چى لاتراوسه د ساتلو لپاره يى د دولت له لورى هيڅ ډول عملى ګام نه دى اوچت شوى . د نوموړى ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د چارواكو په خبرو د لوګر د محمد اغى ، څرخ ، خروار او د بره كى برك په ولسواليو كى ډير لرغونى اثار شته او وايى چى تر ډيره حده د غير فنى كيندنى او شخصى ګټى اخيستنى د محمد اغى ولسوالى ، مس عينك ،او د خروار ولسوالى د كافر كوت په سيمه كى وسله وال كسان لرغونى اثار را باسى او د سيمى د امنيتى ځواكونو له لورى يى مخنيوى نه دى شوى.
زما نوم حاجى نادر د لو ګر ولايت د خروار ولسوالى د كافر كوت د كلى اوسيدونكى يم ، دلته شپه او ورځ وسله وال خلك راځى په هر قسم جامو كى راځى، دلته كار كوى بيا موږ سبا پرى خبريږو چى ګورو چى يو وايى دا شى يى وړى دى و بل وايى دا شى يى وړى دى ، نو موږ له دولت نه دا خواهش كوو چى ولسوالى ته ووايى يا نور ځواكونه را وليږى چى د دغو لرغونو اثارو ساتنه وكړى
دسيمى يو شمير اوسيدونكى وايى چى د لوګر ولايت په ځينو سيمو كى هغه كسان چى كورونه يى لرغونو اثارو ته نژدى كيندنى كوى او په ځينو برخو كى د دوى د څرګندونو له مخى د تاريخى اثارو د را ايستلو تر څنګ د دغو اثارو قاچاق هم د يو شمير سيمه ايزو قوماندانانو كار و بار دى د لوګر ولايت د محمد اغى ولسوالى د مس عينك د سيمى اوسيدونكى ګل محمد هم همدغى موضوع ته اشاره كوى او زياتوى چى د خپل ځان له داره د دغو وسله والو نومونه نشى اخيستلى.
موږ د مس عينك دلرغونو اثار څخه دا معلومات لرو چى دا د كلى خلك يى هم باسى ، مسلح كسان راځى دا اثار باسى ، نو موږ له حكومت څخه دا غواړو چى د دى مخنيوىوكړى ، موږ كه د دى قوماندانانو نومونه واخلو نو زموږ د ځان خطر پكى دى او موږ د ځان خطر پكى وينو.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پيژندنى رئيس محمد نادر رسولى هم په ډاګه كوى چى د لرغونو اثارو څخه د شخصى ګټى اخيستنى په اړه په لوګر سر بيره د هيواد د نورو سيمو څخه هم ورته شكايتونه را رسيدلى دى خو څرګندوى چى د دغه وزارت په نوښت او د كورنيو چارو وزارت په مرسته د هيواد په ټولو سيمو كى د لرغونو اثارو د ساتنى لپاره يو پنځه سوه كسيز ځواك تر روزنى لاندى دى چى د ده په خبره يو شمير كسان يى دا اوس ، اوس دكابل د خواجه صفا، نارنج تپه او د مرنجان په تپى كى د تاريخى اثارو د ساتنى لپاره بوخت دى خو وايى چى د لوګر ولايت ته لا تراوسه دغه ځواكونه نه دى ورغلى.
نوموړى وايى لا تراوسه موږ پدى نه يو بريالى شوى او دا امكانات نه دى برابر شوى چى موږ هغه مهمى سيمى چى د غلو په واسطه لكه چى د لوګر په ولايت كى غلا كيږى او موږ ته يى په اړوند رپوتونه را رسيږى دلرغونو اثارو ساتونكى ورواستو و خو هيله من يم چى ژر تر ژره دغه ساتونكى په ټولو ولايتونوكى د ګرځنده او دايمى پوستو په ډول ځاى پر ځاى شى.
ښاغلى رسولى وويل چى د افغانستان په هر ګوټ هر افغان د نده لرى تر څو د لرغونو او تاريخى اثارو څخه ساتنه وكړى ، ځكه چى د هغه په خبره فرهنګى ميراثونه د هيواد تاريخى هويت او پيژندنه ده خو دى نه په ګټو سره چى يو شمير قوماندانان د دغو ارزښتناكو اثارو په قاچاق كى لاس لرى ويل كيږى چى پنځه سوه كسيز ځواك به و نه توانيږى چى د هيواد په كچه د لرغونو اثارو څخه ساتنه وكړى.(15)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery