مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په كابل كې مرموزې پلټنې

د انجنير بشير احمد نوري وردګ ليکنه
لاندنۍ ليکنه څو اوونۍ مخکي لمړی ځل په يوه ويبپاڼه کي خپره شوه ، ورپسې په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني د مشر له خوا د کندهار په يوه سيمينارکي چي �کندهار د تاريخ په اوږدو کي� نوميدی خپره شوه ،هلته د اطلاعات اوکلتور وزير ته ورسيده ، څو ورځي وروسته لومړی صالح محمد صالح د (هوسۍ) مجلې چلوونکی اوورپسې د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار داطلاعاتواو کلتور د وزير ښاغلي رهين مخدوم په امر اوغوښتنه د لويي څارنوالۍ د تحقيقاتوتر څانګي ورسيد .

خواجه صفا د كابليانو يو مشهور زيارت دى. دغه زيارت ته چې د شېردروازه غره په غېږ کي پروت دى له ليرې ليرې ځايونو خلك راځي او خپل مرادونه ترې غواړي. د خواجه صفا د زيارت تاريخچه معلومه نه ده، خو هلته له زيارت سره څېرمه په يوه ډبرليك باندې كښل شوي دي، چې د نوموړي زيارت ودانۍ په ١٣٢٣سپوږميز كال د امير حبيب الله خان په زمانه كې جوړه شوې ده. د امير شهيد د زمانې دغه ودانۍ اوس هم په خپلو پښو ولاړه ده. له دغه زيارت څخه د كابل زوړ ښار كابو ټول ليدلاى شو، دغه راز د زاړه ښار ګڼو سيمو څخه نوموړى زيارت راښكاري.
د زيارت څرګند موقعيت د دې سبب شوى، چې د افغانستان د ځينو مشهورو زيارتونو غوندې په كې غيرقانوني پلټنې ونه شي. تاسې پوهېږئ چې په تېرو څو كلونو كې د افغانستان ګڼ زيارتونه د قديمه اثارو د قاچاق وړونكو له خوا كينستل شوي دي، چې دا په حقيقت كې زيارتونو ته ليوه بې احترامي او د افغانانو د باورتو او متبركه ځايونو بې حرمتي ده.
زه د خواجه صفا زيارت ته سږكال د جوزا په لومړۍ اوونۍ كې وروختم، هلته مې څو كسان وليدل، چې پلټنې يې كولې او ځان يې د اطلاعاتو او كلتور وزارت مامورين معرفي كول.
دزيارت كوټې ته كولپ ورلوېدلى و، ما ورڅخه د زيارت د ليدو اجازه وغوښته، خو دوى وويل: كيلي زموږ له يوه ملګري سره ده او هغه اوس نه شته.
ما ته شك راولوېد، ټينګار مې وكړ، چې زه له ليرې ځايه راغلى يم، زيارت ته مې پرېږدئ، خو دوى تر پايه اجازه رانه كړه.
دغو كسانو د زيارت له كوټې بهر په څو مترۍ كې ژوره كينده جوړه كړې وه. ويل يې: دا د بودايي زمانې كوټنۍ دي، چې د ځمكې له لاندې مو راوايستلې. اوس به خپلو پلټنو ته ادامه وركوو.
ما د پلټونكو مشر ته وويل: اوس چې موږ خپل اثار په موزيمونو كې هم نه شو ساتلاى، ايا دېته څه اړتيا شته، چې تر ځمكه لاندې او د مقدسو زيارتونو په ساحه كې پلټنې وكړو؟ ايا كه دلته كوم اثار پيدا شي، د هغو د ساتلو امكان شته؟
د پلټونكو مشر په ځواب كې راته وويل: دا د وزير صاحب امر دى!
د هغوى له خبرو معلومه شوه، چې له دغو پلټونكو سره د اطلاعاتو او كلتور وزير ډاكټر سيد مخدوم رهين خاصه دلچسپي لري او كله ناكله ورته راځي هم.
پلټونكو ټينګار كاوه، چې تر اوسه يې د بودايي زمانې د دوو كوټنيو له ډبرينو دېوالونو پرته، بل څه نه دي موندلي. خو په هماغه ساحه كې يو مرديكار چې پلټونكو د ډوډۍ راوړلو لپاره ښار ته استاوه او د كوزېدو په وخت كې راسره ملګرى شو، راته وويل چې د پلټنو پر وخت ځينې طلايي زېورات پيدا شول، چې پلټونكو وزير صاحب ته وركړل او دوى سره وويل چې د پلټنو تر پايه پورې بايد دا خبره پټه وساتل شي.
ما له مرديكار څخه د زيارت د كوټې د داخل په باره كې پوښـتنه وكړه. هغه وويل: د زيارت كوټه له تېرو دوه، درې اوونيو څخه بنده ده. موږ د كوټې دباندې پلټنې كوو، د كوټې له منځه نه يو خبر.
زه د خواجه صفا زيارت ته په دې نيت ورغلم، چې د دنيا غمونه وڅنډم او زړه مې سپك كړم، مګر له نويو غمونو او اندېښنو سره راكوز شوم.
څو ورځې دمخه تر دې چې د لرغونو اثارو د ساتنې په اداره كې د خپلو خدمتونو په خاطر د ملت بابا او ولسمشر كرزي د اطلاتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين ته د سيد جمال الدين افغان مډال وركاوه، نو په هغه ورځ د اطلاعاتو او كلتور د وزارت يوه مامور ما ته وويل چې وزير صاحب د لرغونو اثارو په قاچاق كې لاس لري او دى د دغسې مډال مستحق نه دى. مګر ما ته د نوموړي مامور خبره مبالغه معلومه شوه. مامورين ممكن د له خپلو امرينو سره مشكلات ولري او دغه مشكلات د تومت ويلو سبب شي. خو كله چې مې د خواجه صفا د زيارت كيندنې په خپلو سترګو وليدې، نو د شك ځاى راته پاته نه شو.
ما د دغو پلټنو موضوع د كورنيو چارو په وزارت كې د پوليسو له يوه لوړ رتبه منصبدار سره مطرح كړه. دغه لوړ رتبه افسر مې پخوانى دوست و. هغه راته وويل چې په خواجه صفا كې د پټو پلټنو اوازه د كورنيو چارو وزارت ته هم رارسېدلې وه او دغه وزارت خپل ځينې كسان موظف كړل، چې د پلټونكو د فعاليت څارنه وكړي. ما ورته د طلايي زېوراتو خبره وكړه. د پوليسو منصبدار راته وويل: موږ د وزير صاحب له خوا د طلايي زېوراتو د ترلاسه كولو له موضوع وروسته هلته خپل كسان لېږلي، چې كه نور څه وموندل شول، د هغو تپوس دې وشي. ما ته د خپل دوست خبره قانع كوونكې ښكاره نه شوه. ورته ومې ويل: تاسې چې د طلايي زېوراتو له موندلو او پټولو خبر ياست، ولې همدا موضوع نه تعقيبوئ؟ هغه وويل: دا ډېره مشكله ده، چې له وزير صاحب تپوس وشي او كه د تپوس كولو اجازه هم ومومو، څنګه به يې ورباندې ثابتوو؟
نوموړي منصبدار راته وويل چې څو كاله پخوا په باميان كې د لرغونو زېوراتو يوه ډېره ګرانبيه خزانه د ولسمشر اوسني مرستيال كريم خليلي پټه كړه. دا موضوع بېخي څرګنده ده او خارجي مطبوعاتو هم ورباندې ډېرې ليكنې كړې دي. خو څوك دا جرئت كولاى شي چې له كريم خليلي څخه تپوس وكړي؟
موږ څومره بدمرغه يو چې خپل تاريخي افتخارات يا د طالبانو غوندې له منځه وړو او يا يې د اوسنيو ځينو چارواكو غوندې د څو ډالرو په بدل كې بهرنيانو ته وركوو!(16)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery