مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بودا اوس هم تهديدېږي

د (کرسشن ساينس مانيټور) امريکايي جريده په خپله يوه مقاله کې چې (بودا اوس هم تهديدېږي) تر سرليك لاندې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلی رهين مخدوم د تاريخي اثارو له قاچاقبرانو سره په ملګرتيا او په قاچاقي کيندنو کې په لاس درلودلو متهم ګرځولی دی .
ليکنه وايي:
�يو اووه کسيز ګروپ په لوګرولايت کې د مس عينك کلي ته ورغلی و او د دې سيمې د تاريخي اثارو پوښتنې يې کولې او هم يې خلک د بودا د تاريخي اثارو غلا کولو ته تشويقوله . د سيمې خلکوپه دې اړه د سيمي امنيتي پوليسو ته راپور ورکړ .
د لوګر امنيتي چارواکو دغه کسان ونيول او تر پوښتنو ګروېږنو وروسته يې کابل ته ولېږل، خو په کابل کې دغه کسان د اطلاعاتو او کلتور د وزير په مستقيمه مداخله له توقيف څخه خوشې شول� .
د لوګر ولايت د پوليسو قوماندان نور محمد(پاکتين) وايي :
د تاريخي اثارو دغو غلو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مامورينو په مرسته د دې سيمي د تاريخي اثارو په اړه معلومات ترلاسه کړي وو او غوښتل يې چې د دې سيمې تاريخي اثار هم غلا او لوټ کړي.
يو غربي ډيپلومات په کابل کې وويل : چې په دولتي ادارو کې د فساد ډېروالی ددې سبب ګرځېدلی، چې ډېر تاريخي اثار غلا کېږي .
انځرګل د مس عينک اوسېدونکی وايي : د دغې سيمې ټول تاريخي اثار د دولت د مامورينو په مرسته غلا کېږي.
هغه وويل: �دغه کسان چې د دوى سيمې ته ورغلي وو، د تاريخي اثارو ساتونکي نه- بلکې د تاريخي اثارو غله وو� .
انځرګل وايي : � دې کسانو ماته وويل که چېرې تاسې د تاريخي اثارو په کيندنه کې ورسره مرسته وکړئ او حکومت خبر نه شي، د دې تاريخي اثارو په خرڅولو کې به يې شريک کړي� .
د لوګر ولايت د پوليسو قوماندان وويل:
�له دغو کسانو څخه د ټولو تحقيقاتو او پوښتنو وروسته معلومه شوه چې دا کسان غله وو، دوی له ځان سره د کورنيو چارو د وزارت او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د ځينو کسانو نومونه لرل. د دغه ګروپ مشر چې په پاکستانۍ لهجه يې خبرې کولې وويل چې زه په کابل کې د امريکا په سفارت کې کار کوم� .
د لوګر د پوليسو قوماندان وويل :
�د همدې کسانو مشر ما ته راغی او ما ته يې وويل چې زه ستاسې سره يوازې خبرې کول غواړم، زه چې له خلکو ليرې شوم- هغه
ما ته وويل چې زه د امريکا د سفارت کارکوونکی يم�.
اوس دا دی د تاريخي اثارو او د مخدره موادو قاچاقبران د خارجي هېوادونو د سفارتونو په نامه، ځايي مامورين او محلي پوليس ډاروي.
محمد نادر رسولي د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د لرغونپوهنې مدير دا خبره مني چي دغه بندي شوي کسان زموږ د وزارت مامورين نه دي ،بلکې د وزارت په مکتوب کې ويل شوي دي چې نيول شوي کسان هغه څوک دي چې زموږ د وزارت مامورينو ته يې د تاريخي اثارو دا سيمه ورښووله، څرنګه چې دا کسان زموږ د مامورينو تر مخه هغه سيمې ته رسېدلي وو، نو د ځايي پوليسو له خوا ونيول شول.(17)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery