مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د يو هېواد د تاريخ غلا كول!

د اى، دبليو، پي ار ليكنه
د افغانستان يو زيات شمېر تاريخي توکي غلا شوي او په مزايده کوونکو پلورل شوي دي
له ماينونو څخه په دې ډک هيواد کې، د سرو او سپېنو ډبرو شتون د ماين او ناچاودلو توکو د شتون مانا لري، خو، لوټماران د ملکي وګړو د خونديتوب پر ځاى دا رنګونه ددې لپاره کاروي، چې هغو ځايونو ته د خلکو د ورتګ مخه ونيسي، تر څو وکړاى شي په سيستماتيک ډول د هېواد ګران بيه تاريخي توکي ولوټي.
د طالبانو په لاس د باميانو د لويو بوتانو تر ماتولو درې کاله وروسته د هېواد د يو زيات شمېر ارزښتمنو تاريخي توکو ويجاړول لا دوام لري او دا پلا د ټوپکيانو په مرسته د لوټمارانو له خوا غلا کيږي. دا توکي د افغاني ماهرينو، پوليسو او د بهرنيو لرغون پېژندونکو د وينا له مخې تر لوټ وروسته د ځينو معامله کوونکو له خوا د تاريخي توکو په ځيرکو راټولونکو پلورل کيږي.
د فرانسوي لرغون پيژندونکو د پلاوي مشر، رولاند بېسينوال، چې د لرغونو ځايونو د خوندي کولو په منظور له افغان حکومت سره کار کوي، وايي: دا په افغانستان کې يوه لويه لوبه ده. زه بيخي ناهيلى شوى يم.
د فعاليت عمده ځاى د بلخ لرغونى ښار دى، چې د مزار شريف د ښار په ٢٥ کيلومټرۍ کې پروت دى. بلخ د نړۍ د تر ټولو زړو ښارونو په ډله کې راځي. د دغه ښار د لرغونو ډبرو ګران بيه توکو يو لوى زېرمتون، چې زړښت يې کم و ډير پنځو زرو کلونو ته رسيږي، په منظمه توګه کيندل او پلورل شوى دى.
د بلخ د ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس، عبدالله رويين وايي: ? موږ بايد خپل کلتوري او تاريخي ميراث، د خپل دين په څېر وساتو. رويين د غلا پړه زياتره په سيمه ييزو قوماندانانو اچوي. هغه وايي: چې د ښار د سبحان قلي د لرغوني جومات څومتره مربع کاشي خښتې غلا شوي، خو هغوى نه دي توانيدلي، چې د هغې د غلا په تور څوک بندي کړي. رويين وايي: په دې پېښه کې د ټولو واقعيتونوله پوهېدو سره سره موږ قوماندانان دې ته نه شو اړ ايستلاى، چې هغه بيرته راوړي. سيمه ييز پوليس وايي، هغوى ټول هغه قوماندانان پېژني، خو د غچ اخيستنې له ډاره يې څوک نوم نه شي خپرولاى.
سيمه ييز پوليس او بهرني لرغون پېژندونکي دواړه وايي، چې نه شي کولاى، د افغانستان د بې اندازې ګران بيه لرغونو فرهنګي توکو د لوټ مخه ونيسي. د بلخ د پوليسو آمر، ميرحمزه وايي: ? موږ د تاريخي توکو يو قاچاق وړونکى ونيو، چې په تېر ژمي کې يې هغه غلا کړي وو او په خپله غلا يې اقرار هم کړى و، خو د هغوى د ملاتړو سيمه ييزو قوماندانانو د فشار له امله مو غلا شوي توکي بېرته ترلاسه نه کړاى شول. که مو پرې فشار راوړى واى، نو د يوې سختې جګړې د رامنځته کېدو لامل کېده.
رويين وايي، بهرنيو لاسونو ته د افغاني لرغونو توکيو لېږد په ١٩٩٠ کلونو کې د کورنۍ جګړې پر مهال پيل شو. هغه وايي: نړيوال قاچاق وړونکي معمولاً د لرغونو توکو د ځاى په هکله بشپړ معلومات لري. ځينې خو يې بيخي د لرغونو توکو ماهران دي. هغوى بېلابېلو ځايونو ته ځي او د لرغونو توکو ځاى مومي. له هغه وروسته د مرستې لپاره سيمه ييز غله په کار ګوماري.
بېسيوال وايي، نړيواله ټولنه بايد د افغانستان د لرغونو توکو د تري تم کېدو په اړوند يو څه مسووليت په غاړه واخلي، هغه زياتوي. له يو نړيوال مارکيټ پرته، لوټ نه شي تر سره کېداى.
دې ته اړتيا نه ليدل کيږي، چې د ويجاړۍ د ليدلو لپاره سړى ليري لاړ شي. د بلخ په ختيځه څنډه د د غميو غونډۍ په نوم يو ځاى شته. له څو لسيزو راوروسته دغه ځاى د لرغون پېژندو نکو پام ځانته اړولى دى خو اوس هغه ځاى د سلګونو بې قانونه کيندنو له امله په يوې خالي سيمې اوښتې ده.
دا هغه ځاى دى، چې د پېړيو پېړيو زاړه غونې توکي په کې موندل کېدل. زياتره هغه يې د ميلاد ٣٢٥ کاله د مخه د لوى سکندر له زمانې سره تړاو درلود. دا ځاى ډېره موده د بودايي او اسلامي فرهنګ مرکزپاتې شوى دى.
په دې لوټ کې نه يوازې ستر نړيوال معامله کوونکي ښکېل دي. د بلخ د مرکز په يو پارک کې د ? انتيک فروشي برادران په نوم يوه هټۍ لرغوني سکې، لوښي، کوچنۍ مجسمې او بوتان ( څېرې ) د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي.
د هټۍ څښتن، عبدالقدير وايي، هغه دا شيان له هغو سيمه ييزو خلکو څخه رانيسي، چې هغه ته يې د خرڅلاو لپاره راوړي. هغه ته کله کله دا شيان بهرنيان راوړي، خو زياتره يې پخپله افغانان راوړي. دا هټيوال کوچني لوښي، چې لرغونى ډيزاين لري، په ٦٠ او تر هغه لوى په سلو ډالرو پلوري.
د افغانستان د تير تاريخ د ليلام د ودرولو لپاره نوې هڅې پيل شوي. په دې وروستيو وختونو کې د کورنيو چارو وزارت يو ځانګړي پوليسي ځواک جوړ کړى، چې د هېواد د لرغونو ساتنه کوي. د پوليسو دا ٥٠٠ کسيز ځواک به له پياوړتيا سره سم د هېواد ټولو برخو ته واستول شي.
د کورنيو چارو د وزارت وياند، لطف الله مشعل د وينا له مخې په تېره مياشت کې د لوګر ولايت د خروار په ولسوالۍ او د کاپيسا په ولايت کې ددې غونډ ٨٤ تنو افسرانو په کار پيل کړى دى.
مشعل وايي، هغوى ددې مخه نيسي، چې سيمه ييز قومندانان په سيمه کې له خپل نفوذ څخه کار وانخلي. هغه وايي: د سيمې خلک د پوليسو په دغه ځواک کې نه شامليږي. د هغې پرځاى، موږ د افغانستان له بېلا بېلو برخو څخه افسران په کار ګومارو.
رويين وايي: هغه خلک چې دا ځايونه لوټوي، ماته د طالبانو په څېر ښکاري. يوازينى توپير يې دا دى، چې دا خلک زمونږ فرهنګ په پټه غلا کوي او لوټوي او طالبانو دا کار په څرګند ډول کاو، لکه هغسې چې يې د باميانو بوتان په رڼا ورځ مات کړل. (18)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery