مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د هيواد له فرهنګي او تاريخي اثارو څخه ملاتړ

حبــيــب الله _ غمـخــور
مالمو سويډن ٢٠٠٤ _ اګست ٤
څه موده پخوا د انترنټ د يوې پاڼي په مټ �په کابل کې مرموزې پلټنې� تر نامه لاندي يو په زړه پوري مطلب خپور شو . د دمطلب ليکونکي د موضوع په هکله دخپلو سترګو ليدلی حال ليکلی و چي د هر ويونکي وجدان ته يې ټکان ورکاوه . په هيواد کي د پرديو په لمسون د کورنۍ جګړې د پيل نه بيا تر همدې اوسنيو شېبو پوري زموږ وطن په خرابو بدل، تر دوه مليونه زياتو افغانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ، له يو مليون زيات معلولين او معيوبين افغان ولس ته په ميراث پاته شول، د افغان له توره بخته دا لړۍ اوافغان وژنه همدا اوس هم روانه ده .
که افغانستان په فزيکي لحاظ له خاورو سره برابر شو او ښارونه کنډواله شول، نو فرهنګي او تاريخي ارزښتونه يې هم د جنګسالارو، ټوپکسالارو او هيواد دښمنو له لاسه په امان کي پاته نه شول . نه يوازي دا چي موزيمونه چور اوتالا شول پر خپل سر کيندني شروع او تاريخي اثار يې په بهرنيو بازارونو کي وپلورل شول او يا د مذهبي تنګ نظرو له خوا د پرديو په لمسون او هڅونه- له منځه ولاړل .
دهغو تاريخي او فرهنګي اثارو شمېر چي د جنګسالارو او فرهنګ دښمنه واکمنانو له خوا په بهر کي پلورل شوي او يا خپلو بهرنيو بادارانو ته ډالۍ شوي، شمېر يې هيچا نه دی معلوم او نه به معلوم شي، ځکه داسي څرګنديږي چي دا واکمنان به تر ډيره په دې جنګ ځپلي هيواد کي د افغان ولس پر اوږو د قدرت پر ګدۍ ناست وي او دخپل قدرت او واک ساتلو لپاره په خپل ټول توان او طاقت، په زياته سپين سترګۍ تلاښ کوي، ځکه همدا علت دی چي د حقيقت په ويلو ناارامه کېږي .
که د سپيڅلي وجدان خاوند دا مقاله چي ( د کابل د ښار دخواجه صفا په زيارت کي پلټنو) مسئله چي د مطبوعاتو د قانون او اساسي قانون په اساس دهغه مکلفيت له مخي چي هر افغان يې لري ليکل شوې ده، ولولي دابه ورته څرګنده شي چي د ليکوال هدف د خپلسريو بربنډ مثال او د تاريخي اثارو دغلا کولو مسئله د چارواکو غوږونو ته رسول او په هغو د افغان ولس خبرول و، خو دا د دې باعث وګرځيدل چي دافغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير دومره هيجاني او خپه شو چي آن يو غښتلی ليکوال، ژورناليست او د پېژندل شوي فرهنګي ټولني مشر ښاغلی عبدالاحمد محمديار يې بې له دې چي هر څه بايد د قانون له مخي سرته ورسيږي په خپل زور، تنظيمي شناخت او اړيکو څخه په استفادې سره په کابل کي لويې څارنوالۍ ته راوغوښت چي له هغه نه به همدا نن ٢٠٠٤ م کال د اګست څلورمه د دويمي ورځي لپاره سوالونه کيږي.
سوال پيدا کيږي:
١ _ که چيري د خواجه صفا په زيارت کي پلټني خپلسري او غيرقانوني وي او د اطلاعاتو او کلتور ښاغلی وزير له هغه نه خبر نه وي اوس خبر شو، بايد ددغه شان فرهنګي غلو مخه ونيسي او د مقالې له ليکوال څخه مننه وکړي .
٢ _ که چيري رښتيا هم ښاغلی وزير صاحب اويا دهغه تنظيمي يارانو چي د کابل او په هيوادکي دهيواد د اوسنۍ بې امنه حالت نه په استفادې سره هر څوک پاچا او امر دی دوی هم موقع غنيمت بللې، دغه نژدې په کابل کي پاته شوي فرهنګي اثار چور چپاول او په بهر کي يې خرڅ کړي. په دې صورت کي نه يوازي د دې مقالې ليکوال بلکي هر هغه څوک چي د هيواد له فرهنګي ارزښتونو څخه دفاع کوي اوهغه د افغان ولس تاريخي او ملي افتخارات او پانګه بولي، نه يوازي لويي څارنوالۍ ته راوغوښتل شي او زندان ته په ليږلو تهديد- بلکي کله کله لکه دوی چي عادت کړی مرموز يې له منځه وړلای شي . تر څو چي دا واکمنان وي افغان ولس او د افغانستان د فرهنګ او تاريخي اثارو ملاتړ کوونکي به چوپه خوله پاته نه شي .
٣ _ په هر حال، سره له دې چي له پورته نه تر کښته ټول چارواکي د قانونيت، خونديتوب اوعدالت نارې سورې وهي، د مطبوعاتو دازادۍ او ډيموکراسۍ ډبره پر ټټر ټکوي په يوه وړه خبره چي هغه هم درواغ نه، بلکي حقيقت دی يو ژورناليست او ليکوال په ٢٤ ساعتوکي له کندهار څخه کابل ته عاجل وغوښتل شو . ايا په کندهار کي د مرکزي حکومت دڅارنوالۍ چارواکي او اداره فعاليت نه لري؟ ايا هلته پر هغو کارکوونکو چي په دولتي څوکيو کي کار کوي اعتماد نه شته چي د وزير صاحب د شخصيت د اعادې دا ډول مسئله دي وڅېړي اودفاع دي وکړي؟ ، ايا د قانون پلي کول يوازي اويوازي په کابل کي شونى دي؟، دا په خپل ذات کي دا مانا لري ګويا مرکزي حکومت په ولايتونو کي کوم واک نه لري هر څه سمبوليک دي .
٤ _ که په رښتيا هم د مطبوعاتو ازادي په نسبي توګه وي؟ اوکه هر افغان دا دنده لري چي د خپل هيواد او فرهنګي ارزښتونو اوتاريخي اثارو څخه دفاع اوملاتړ وکړي، بيا نو ولي د بېنوافرهنګي ټولني له مشر ښاغلی محمديار سره دا ډول سپک چلند کيږي؟ په دې بايد هر څوک پوه وي يو پښتو متل دی چي وايي �په يوه څپېړه د زرو مخ خوږيږي� اوياوايي چي �په زور کلي نه کيږي� موږ له بهر څخه وينو چي هره ورځ دکابل په خپرو شويو مطبوعاتو کي داسي ليکني او په ليکنو کي داسي جملې، نومونه او اصطلاحات د يو شمېر چارواکو او آن د ولسمشر په نوم او ادرس خپريږي چي په هيڅ اخلاقي نورم او دمطبوعاتوپه ژبه کي يې داستعمال جواز نه شته، هلته ولي د اطلاعاتو او کلتور ښاغلی وزير چوپه خوله پاته وي او له څارنوالۍ څخه د مقالې د ليکوال څخه د تحقيق غوښتنه نه کيږي ؟
ممکن علت يې دا وي چي دا چارواکي چي دکابل په ځينومطبوعاتو کي يې سپکاوی کيږي په يوه لوی اوځينو ته د نه زغملو وړ پښتون قوم پوري تړلي وي او اوس خو هر څوک خپل لاس پر پښتنو پاکوي او ځان ته دا جرئت اواجازه ورکوي چي د پښتو او پښتنو په وړاندي يي هرچي څه زړه وغواړي هغه سرته ورسوي.
د ساري په توګه که دا عادي، خوار اوبي دفاع پښتانه وي چي په ولاياتو او کليو کي ژوند کوي هغه د طالب او طالبانو د ملاتړو په نامه ځپي اوکه چارواکي وي او دهغوی سپکاوی کيږي، نو دا دليل راوړي چي: �در کشور ازادي مطبوعات است برادر هر کس حق دارد هر چيزي که بخواهند ميتواند بنويسد� ، زه وايم : �بلې برادر، پشتون ليکوال و ژورناليست نيز حق بايد داشته باشد هر کسي که ميخواهدافتخارات تاريخي و اثار فرهنګي را به غارت ببرد رسوا سازد و در مطبوعات داخلي کشور و بيرون از مرز مطالب و مقالات به نشر بسپارد�.
زما په نظر که په يوه او بله بهانه د پښتو ژبي او يا بلي هري ژبي ويونکي چي حقيقت وايي او هغه په خپلو ليکنو کي انځوروي او د بې استحقاقه چارواکو کړنو او درغليو ته ګوتنيونه کوي په يو او بل شکل تهديد او چوپتيا ته اړايستل کيږي، پايله به يې زړه بوږنوونکې وي. په غټ ګومان فکر کيږي چي دا ټول کارونه او دسيسې د يوه سنجول شوي پلان او پروګرام له مخي تر سره کيږي .
موږ نه غواړو د افغان دښمنه کسانو په کړنو او دښمنيو نور قومونه له ځانه خپه کړو، ځکه په دې ښه پوهيږو او ټينګ باور لرو چي دا ډول کسان په خپلو قومونو او سيمو کي هم په خلکو کي کوم اعتبار او عزت نه لري، خو له بده مرغه تر اوسه لا هم تنظيم، قوماندان او جنګسالار مسلط دی، ځکه هغوی چوپه خوله پاته دي . دا ورځ هم، ژر وي اوکه ليري راتلونکې ده چي افغان ولس د ټولو قومونو او ژبو ويونکو د صبر کاسه به ډکه شي يو متل دی چي وايي �چې په دېګ کي وي، په کاسه کي به ټول راڅرګند شي� په دغو حساسو شېبو کي چي له ټولو درغليو سره سره د ولسمشرۍ لپاره ټولټاکني رارواني دي او په مخ کي يي بيا د ملي شورا لپاره د ټولټاکنود سياسي مبارزې ميدان يو په بل پسي توديږي، د دا شان خپلسريو پښتون دښمنه عملونو مخنيوی د ښاغلی حامد کرزي يوه ملي او وطني دنده بولو، کنه دا ځل به ملک په يوه بل اور کي کباب شي او د لمبو دودونه به يې د ټولي نړۍ د ازار سبب وګرځي .(25)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery