مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

موږ د اطلاعاتو او كلتور يو ملي وزارت غواړو

ډاكټر رحيم ګل افغانمل
ما به يو وخت په ځينو خپرونو كې د اطلاعاتو او كلتور د اوسني وزارت په باب زياتې ليكنې لوستلې چې ګواكې په كارونو او چارو كې يې ځينې نيمګړتياوې شته، نيمګړتياوې څه چې سترې تشې په كې ترسترګو كېږي، خو په خپله مې نه وو تجربه كړي، دومره ډاډمن هم نه وم چې دغه وزارت دې د افغاني ژبې (پښتو) او (افغانانو) په وړاندې دومره حساسيت ولري.
له بده مرغه چې نن سبا پښتانه په افغانستان كې دننه او بهر په دفاعي حالت كې دي، په دې چې دښمنان يې په زور كې دي او ټول هڅه كوي، چې دغه قوم ورك، ژبه يې سپكه او ځوانان يې ورټي، ويې غندي او د پرمختګ لار يې ډب كړي. زه بيا هم خوښ يم چې نن سبا هغه د چا خبره د ډيموكراسۍ څپه راروانه ده، په دې برخه كې به زيات كسان توند غبرګون ښيي او نه به يې مني، ځكه چې د دوى جنايتونه به رسوا كېږي او په دې توګه خو خلك كولاى شي دوى د محكمې او حساب و كتاب مېز ته راكش كړي. ځكه نو دوى له خپلو امكاناتو څخه په ګټه اخيستلو كوښښ كوي د دې سېلاو مخه ونيسي.
څه موده وړاندې ښاغلي كرزي د اطلاعاتو او كلتور وزير ډاكټر سيد مخدوم رهين ته د سيد جمال الدين افغان مډال په دې وياړ وركړ، چې دغه وزارت د خپل كار په دوران كې زيات خدمتونه كړي، له زياتو هېوادونو سره يې غوره فرهنګي اړيكي نيولي او داسې نور... خو زه نه پوهېږم چې د پښتو وركاوى او ورسره د ميرې چلند خدمت دى؟ او ايا يوازې له ايران سره د فرهنګي اړيكو غزول د دې هېواد لپاره وياړ دى؟
يو وخت د يوه رسمي كار لپاره دغه وزارت ته ورغلى وم، هورې مې په يوه شعبه كې يو پښتون كاركوونكى وليد، چې هماغه شېبه راسره بلد شو. ما هم ګومان كاوه چې په دې وزارت كې به لږ تر لږه په سلو كې پنځوس پښتانه وي، نو ځكه مې عريضه هم په پښتو ليكلې وه، خو ما وليدل چې يو هم نه ورباندې پوهېده، زه اړ شوم چې هر يوه ته يې يو ځل ولولم او ورته ويې ژباړم، دلته زما هغه هېوادوال هم راسره مرسته وكړه، په دې برخه كې به ځينو كاركوونكو يو ډول پردى سلوك راسره كاوه. هسې خو ما انګېرلې وه چې كه نور څه نه وي د دې وزارت زيات كاركوونكي به په پښتو پوهېږي، ځكه دا خو د ټول افغانستان استازيتوب كوي، په دې چې كه په نورو وزارتونو كې د ژبې انډول دومره مهم كار نه وي، دا وزارت خو بايد چې دغه اړخ په پام كې ونيسي. خو ما هلته احساس كړل چې د دوى سلنه تر اتو هم كمه ده، يانې پښتانه كاركوونكي يې په سلو كې اته هم نه دي.
هغه اشنا مې خپل ډك زړه راته تش كړ، چې سخت يې ودردولم. زه وپوهېدم چې ياره دا دومره زياتې ليكنې چې پر دې وزارت راځي او نيوكې ورباندې كوي، هسې بابولالې نه دي، په رښتيا چې دلته هماغه لوبه روانه ده. خو تر هرڅه وړاندې به د نښتر مجلې له پاڼو څخه څو كرښې راواخلو، چې پر همدغه وزارت نيوكه كوي، ځكه دغه وزارت اوس مهال (د كمكيانو انيس) خپرونه په (انيس كودك) بدل كړ، چې دلته په دې خپرونه كې ليكوال د ګيلې په ډول وايي: �... تاسې د ډيموكراسۍ چيغې وهئ، ايا ډيموكراسي دېته وايي چې د يوه ملت نيم ماشومان دې دا حق ونه لري چې په خپله ژبه لوستل وكړي؟ ايا ډيموكراسي دا ده چې د ملت بودجه دې په فرهنګي چارو كې د ځينو لپاره مصرف شي او د ځينو لپاره نه؟...� [نښتر، لومړى كال، درېيمه او څلورمه ګڼه، (تله- مرغومى)، 1382ل. كال، پنځم مخ، د ډاكټر سيد مخدوم رهين په نوم يو پرانيستى ليك].
دغه راز د پخلاينې اوونيزې پرله پسې څلور پنځوسمه ګڼه كې چې د 1383ل. كال د غبرګولي پر دېرشمه نېټه خپره شوې ده، په نهم مخ كې د (چرا وزارت اطلاعات و كلتور ملي نداشته باشيم؟) تر سرليك لاندې يوه ليكنه راغلي چې په پيل كې يې د هغه دوه ورځني سيمينار پر منځپانګې خبرې كړي، چې څو مياشتې وړاندې د همدغه وزارت په نوښت رابلل شوى و او پر ملي مسايلو په كې بحثونه كېدل. دلته يادونه شوې چې د دې سيمينار په ترڅ كې پر يوه قوم ملنډې ووهل شوې او په زغرده يې سپكاوى وشو، د ملي نفاق اور ته په كې لمن ووهل شوه. دلته به يې يوه برخه وژباړو:
�...د اطلاعاتو او كلتور وزارت ملي كېدل يوازې دا نه دي چې د افغانستان ټولو مېشتو قومونو ته دې برابره ونډه وركړل شي، بلكې تر ټولو مهمه دا ده چې لږ تر لږه دې د كليدي پوستونو په وېش كې دواړو ملي ژبو (پښتو_دري) ته برابره او متوازنه ونډه وركړل شي، خو موږ وينو چې د افغانستان په راډيو ټلويزيون كې له يوې رسمي ژبې سره ناوړه چلند كېږي او ګردسره څنډې ته كړې يې ده، موږ وليدل چې د اطلاعاتو او كلتور وزارت تر مشرتابه لاندې سيمينار راغوښتل كېږي، چې په كې يو قوم سپك كېږي، د ډيموكراسۍ او د بيان د ازادۍ تر شعار لاندې له دولتي ټلويزيون څخه توهين امېزه خبرې خپرېږي، چې لامل يې بايد په نوموړي وزارت كې د ملي جوړښت نشتوالى وښيو. د يوې شمېرنې له مخې په دې وزارت كې كليدي پوستونه په سلو كې اته داسې كسانو ته وركړل شوي، چې له پښتو ژبې او كلتور سره يوڅه بلدتيا لري، دا شمېرنه په هغو ادارو كې چې د كلتور په رغونه او پراختيا كې كار كوي، ډېره كمه ده، كه دغه وزارت په دې كې شك ويني، مهرباني دې وكړي، د مهربانۍ له مخې دې اعلان كړي چې د پښتنو فرهنګيانو شمېره په كې څومره ده!...�.
دا خو شوه د پخلاينې اوونيزه كې د يوې خپرې شوې ليكنې د يوې برخې ژباړه. موږ په عمل كې وينو چې دغه وزارت تر حد ډېر كار كړى، چې بايد سترګې ورباندې پټې نه شي (؟!)، دغه وزارت دومره زيات بنسټيز كارونه كړي، دومره ډېرې رغونې او سمونې يې كړي چې په هېڅ حكومت كې يې سارى نه ليدل كېږي، دغه وزارت موږ ته د ملي ګالرۍ لوحه لومړى په هنرستان ملي افغانستان واړوله، وروسته يې دغه نوم په نګارستان ملي افغانستان بدل كړ، د افغانستان په ټلويزيون كې يې پښتو په نشت كې راوسته، خو بل پلو يې بيا ايراني فلمونه او ايرانۍ سندرې دومره زياتې كړې، چې سړي ته كله- كله د ټلويزيون په ليدو دا شك ولاړېږي چې ايا دا د افغانستان ټلويزيون دى، كه د ايران؟ نو اوس تاسې وواياست چې ايا دا د دې وزارت له خوا يوه ډېره ملي هڅه نه ده؟ بيا نو وزارت په څه ګرم ګڼئ چې كار نه كوي؟
دغه وزارت د پښتنو ولايتونو ته رسمي مكتوبونه لېږلي او د دغو ولايتونو په دولتي خپرونو كې يې 30% دري ژبې ته حق غوښتى، موږ اوس وينو چې په زياتو دغسې خپرونو كې 30% سلنه ونډه دري ژبې ته هم وركړل شوې ده. خبر شوم چې پر خوست مجلې يې هم دا شرط ايښى و، خو هغوى ګيله كړې وه چې له موږ سره د دري ژبې ليكوال نه شته، د اطلاعاتو او كلتور وزير ورته ويلي وو چې موږ به ليكنې په خپله دركړو! كله چې خوست مجلې دا كار ستونزمن وګاڼه، چې د هرې ګڼې د چاپ په وخت كې يوځل وزارت ته راشي، ليكنې ترلاسه، بيا يې خپرې كړي، نو وزارت هم مالي سرچينه ورباندې ودروله او دا مجله يې په دې توګه بنده كړه، چې اوس نه خپرېږي.
خو موږ كه د هرات اتفاق اسلام خپرونه وګورو چې يو تورى هم په كې په پښتو نه خپرېږي، دغه راز په همدغو خپرونو كې له ملي ټرمينالوژۍ او نوي اساسي قانون څخه سرغړاوى وينو، نو دا ګومان مو په ټينګ باور بدلېږي، چې رښتيا هم دغه وزارت بېساري خدمتونه كړي!!؟؟
دغه وزارت ولې په كابل كې خپرېدونكو خپرونو ته يو معيار نه ټاكي، ځكه همدا اوس هم ځينې خپرونې (لكه پيام مجاهد، هفته نامهْ كابل، پنجره او....) نه ملي ټرمينالوژي مني، نه ملي هويت، د ژبو انډول خو پرځاى پرېږده، دغه وزارت چې پښتو خپرونو ته پاړسي ليكنې وركولاى شي، ايا نورو خپرونو ته هم پښتو ليكنې برابروي او كه يوازې د يوې ژبې د خدمت او پراختيا غم ورسره دى؟؟
دغه وزارت به د شمال له هغو مېشتو پښتنو سره څه كوي چې په خپله ژبه له وېرې خبرې هم نه شي كولاى، په پښتو خو به يو تورى هم څه نه شي خپرولاى. ځه خير دا خو هم د دغه وزارت لپاره يوه پلمه ده، چې وبه وايي هورې ټوپكسالاران حاكم دي او د دوى زور نه ورباندې رسېږي!!. همدا په كابل كې دې موږ ته راوښيي چې څو پښتو مجلې يې تاسيس كړي، دغه وزارت دې داسې پښتو مجلې يا نورې خپرونې راوښيي چې دوى يې د دولت په چوكاټ كې د محبوبيت او پراختيا لپاره كار كړى وي، كه وي هم معيار به يې دومره ټيټ وي، چې په يوځل لوستلو به هم نه ارزي.
څه موده وړاندې خبر شوم چې دغه وزارت اوس بل نوښت ته هم لاس غزولى، هغه دا چې زموږ پښتانه ليكوال اوس څارنواليو ته هم ورمعرفي كوي او دوسيې ورپسې جوړوي. مبارك دې شه افغان ولسه! د اطلاعاتو او كلتور په دې ملې وزارت!! موږ اورېدلي وو چې كلتور وزارتونه او رياستونه له ليكوالو او فرهنګيانو سره ځانګړې مينه لري او دوى ته تر خپلو وزرونو لاندې ځاى وركوي كار او زيار ته يې هڅوي، خو دا مو نه وو اورېدلي چې ليكوالان څارنواليو ته وركش كړي. موږ نه يو خبر چې له څومره نورو پښتنو ليكوالانو څخه به يې قلمونه اخيستي وي او په تورو نظارت خانو كې به يې اچولي وي!؟
د هوسۍ مجلې چلوونكى د ټوپكوالو له خوا وټكول شو، ووهل شو، دا ځكه چې ده په خپل او ځينو نورو دوستانو په لګښت پښتو مجله راباسي، دوې اوونۍ تېرې نه وې چې څارنوالۍ ته وغوښتل شو، ده ګومان كاوه چې څوك به يې د تېرې پېښې څېړنه كوي، ټوپكسالاران به غندل كېږي او د يوه ليكوال د حق ناره به پورته كېږي، خو هلته ښاغلي رهين ورته دوسيه جوړه كړې وه، چې ګواكې د هوسۍ مجلې چلوونكي ورپسې داسې ليكنه كړې، چې ګواكې رهين تاريخي اثار غلا كړي، خو كله چې صالح ورته هوسۍ مجله وښوده چې دا ده په دې نامه كومه ليكنه دلته په دې مجله كې نه ده خپره شوې او ده نه ده ليكلې، نو د نورو ګډو وډو پوښتنو په ترڅ كې د مجلې راجسټر په باب ځنې پوښتنې وشوې، چې ولې راجسټر نه ده، خو كله چې صالح ورته د مجلې راجسټر پاڼه وښوده، څارنوالانو نيوكه درلوده چې دا ولې په دې وروستيو كې راجسټر شوې، دا دومره وخت ولې ځنډېدلې ده؟
په ښاغلي رهين پسې څه ليكل دومره ستره ګناه ده چې بايد په تور يې موږ نور بېګناه او بېوسه ليكوالان څارنواليو ته كش كړو؟ ښاغلى رهين به كه خداى كول د ټوپكسالارانو په مرسته بله ورځ په پېښور كې خپرېدونكې سهار ورځپاڼې ته هم دغسې دوسيه جوړه كړي، ځكه چې په دې ورځپاڼه كې هم داسې يوه ليكنه خپره شوې، چې د همدغه ښاغلي په باب وه!
دا دى د اطلاعاتو او كلتور وزارت ملي هڅې چې د بيان ازادۍ ته يې لاره اواره كړې او د افغانستان ملي ژبو ته په يوه سترګه ګوري او دواړو ته پراختيا وركوي. زموږ د كلتور وزير خو په خپلو ښو كارونو كې يو دا هم ډېر يادوي چې ګواكې په افغانستان كې يې د لومړي ځل لپاره د بيان ازادي پلې كړې او ليكوالو ته يې دا زمينه برابره كړې ده، چې په ازادانه ډول قلم وچلوي او له بشپړې خپلواكۍ څخه برخمن شي.
موږ د هېچا پلوي نه كوو، بلكې له خپل هېواد، ژبې او كلتور سره مينه لرو. ما پخوا اورېدلي وو چې پيام مجاهد خپرونه په كلتور وزارت كې نه ده راجسټر شوې او نن سبا چې د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) قانون توشېح شوى، نو دا خو يو غيرقانوني كار دى، خو باور مې نه راته، ځكه چې ما دا ګڼل دغه وزارت به ټولو ته په يوه نظر ګوري او توپير به نه كوي، خو يوه ورځ موقع په لاس راغله، كله چې مې د دغه وزارت د راجسټر شويو مجلو او نورو خپرونو ليسټ ولوست، په هغو كې مې د پيام مجاهد نوم ونه ليد، خو دغه وزارت د هوسۍ پر راجسټر كېدو سربېره د ښاغلي شاه زمان ورېځ ستانيزي په واسطه صالح ته په كراتو كراتو زنګونه ووهل او له هغه څخه يې د راجسټرېشن اصلي پاڼه وغوښته، دوى دليل درلود چې ګواكې په دې پاڼه كې كومه تېروتنه ده! خو كله چې د راجسټر پاڼې يوه كاپي وروړل شوه چې تېروتنه يې په ګوته كړي، دوى ورته ويلي وو چې موږ ته اصلي پاڼه راوړه، موږ غواړو چې د راجسټرېشن اصلي پاڼه درکړو، دا پاڼه چې تاسو ته دركړل شوې، د راجسټرېشن اصلي پاڼه نه ده، اصلي پاڼه يې غټه دى، چې پښتو، دري او انګرېزي لري او....
واه، واه! زموږ زړونه به څنګه نه چوي چې اوس د يوه وزارت په كچه د پښتو او پښتنو پرضد داسې غيرقانوني اقدام كېږي! زه به دلته د مړوند مجلې راجسټر پاڼه هم ستاسو مخې ته كښېږدم چې له هوسۍ سره يوځاى راجسټر شوې، تاسې وګورئ چې ايا مړوند مجلې ته د راجسټر داسې پاڼه وركړل شوې، چې پښتو، دري او انګرېزي ليكنې لري او كه د هوسۍ مجلې له راجسټرپاڼې سره توپير نه لري؟ ايا د هغوى په پاڼه كې هېڅ يوه غلطي نه شته، يوازې هوسۍ دا تېروتنه لري؟ بله دا چې ښاغلي ستانيزي صالح ته دا ګواښ هم كړى و، كه چېرې دى د راجسټر اصلي پاڼه نه وروړي، دوى به يې بيا څارنوالۍ ته ورمعرفي كړي او سخته سزا به وركړي!
كله چې ښاغلى عبدالاحمد محمديار د ښاغلي رهين په ځانګړي امر له كندهار څخه كابل ته راوغوښتل شو او څارنوالۍ ته وروستل شو، نو دا خبره نوره هم جوته شوه چې دغه وزارت اوس شخصي تربګنيو او دښمنيو ته هم ملا تړلې ده، زموږ كارنده ځوانان نه شي زغملاى، غواړي چې په يو نه، يو ډول زموږ فرهنګي بيارغونه شنډه او د پرمختګ لار يې ډب كړي. كله چې يې له ښاغلي محمديار څخه څه ترلاسه نه كړل او وزير په كې ملامت شو، نو امر يې وكړ چې بېرته دې لاړ شي، نه يې بخښنه ترې وغوښته، نه يې هم د نورو افغانانو شكونه ليرې كړل، چې د ښاغلي رهين په باب يې درلود.
د ښكلا مجلې د راجسټر پر وخت يې هم محمديار ته ويلي وو چې وزير امر كړى چې د صالح چينل (پښتو خپرونو) ته دې هېڅ د راجسټر زمينه نه برابرېږي، نه دې هم همكاري ورسره كېږي. د صالح چينل څه مانا؟ ايا دى كوم سياسي شخص دى، كوم سياسي ګوند لري او كه د دې هېواد نه دى؟ خو ښاغلي محمديار چې ټول قانوني پړاوونه يې بشپړ كړي وو، دا خلك په ډېره سختۍ سره قانع كړل چې د قانون په چوكاټ كې ښكلا مجله راجسټر كړي.
دا دى د يوه هېواد د كلتور وزارت! چې په ټول عمر يې همدغه وړ خدمتونه كړي دي! دا دى د افغاني كلتور روزنځى، چې له دې ځايه به له خيره زموږ د كلتوري او ټولنيزې ودې لپاره لارې چارې برابرېږي، خلك بيا ولې ګيله كوي چې ګواكې د اطلاعاتو او كلتور وزارت كار نه كوي، يا يې د خدمت كچه ډېره ټيټه ده؟؟!!
د ملي ټرمينالوژۍ بېخ و بنياد به له خيره وايستل شي، تاسې په تمه واوسئ يو وخت به د اشخاصو نومونه هم واړول شي، ملي ارزښتونه به هم له خيره د كركې په دوړو او ګردونو كې پټ شي او په سياسي سازشونو كې به د هېواد ټول تاريخي ارزښتونه هم ليلام شي. نور به يوازې پښتانه افغانان بلل كېږي، نور خلك به �افغانستانيان� شي، د هېواد نوم به دې هم �خراسان كبير� يا هم �ارياناى بزرګ� شي. نور نو له دې وزارت څخه څه غواړئ، ايا همدا يو ملي خدمت نه دى؟
هو رښتيا؛ نن سبا خو �ملي� تورى دومره وشاربل شو چې نور نو د خلكو ترې كركه كېږي، په هرڅه كې ملي يووالى غوښتل كېږي، كه څوك د هېواد پرضد هڅه هم كوي، په كې "ملي" تورى ډېر يادوي، خو دا شعار يوازې تر الفاظو محدود وي، نه يوازې عملي جنبه او عملي اړخ نه لري، بلكې پرضد يې چلند كېږي.
موږ د خپلې ليكنې په سرليك كې ځكه دا تورى كارولى، چې موږ يې رښتينې بڼه غواړو، موږ يې عملي جنبه غواړو؛ دا دى ټولټاكنې راروانې دي، موږ غواړو چې په دې ټاكنو كې په خپله خوښه داسې يو زعيم وټاكو چې هغه دې دغه (ملي) توري ته عملي جامه وركړي، موږ په همدې نوښت او بدلون كې د اطلاعاتو او كلتور يو داسې وزارت غواړو چې په كې د تعصبونو لمبې بلې نه وي، داسې وزارت نه غواړو چې پښتانه ليكوال او فرهنګيان مو څارنواليو ته وركشوي او پښتو خپرونو ته خنډ پېښ كړي، موږ داسې وزارت غواړو چې د زړه له اخلاصه ټولو ژبو ته حق وركړي او د ټولو ودې ته لارې چارې وسنجوي.
په پاى كې د افغاني فرهنګي ټولنو د ګډې جرګه ګۍ يو احتجاجي ليك هم دلته رااخلم چې په دې وروستيو كې خپور شوى دى، له همدې سره به ليكنې ته هم د پاى ټكى كښېږدو:
د افغاني فرهنګي ټولنو د ګډې جرګه ګۍ احتجاج ليك
پښتو او دري دواړه د افغانستان رسمي ژبې دي . دواړه حق لري چې برابر کار ورته وشي. په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت مکلف دى، چې په خپلو ټولو مطبوع او برېښنايي خپرونو کې دواړو ژبو ته برابر کار وکړي او وده ورکړي.
زموږ هېوادوالو په تېرو دوه نيمو لسيزو کې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر ډېرې بدې ورځې تېرې کړې دي. په کار خو دا وه چې د٢٣ کلنو جګړو او بدو ورځو په تېرېدو، هېواد ته د ډيموکراسۍ او نوي حکومت په راتګ سره زاړه تعصبونه، کرکې او کينې هېرې شوې واى، مينې، ورورولۍ او ملي وحدت ته هېوادوال هڅول شوي واى .خو له بده مرغه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت داسې ونه کړل، دوى لومړى د وزارت په تشکيل کې له پښتنو سره له دښمنۍ او تعصب څخه کار واخيست. د وزارت نوم يې بدل کړ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټولې اړوندې لوحې يې هم له پښتو نه واړولې، سره له دې چې دا د پښتو ژبې منل شوى حق و، د دې لپاره چې اکثره مکتوبونه په پاړسي ليکل کېدل، نو د ادارو لوحې او د رسمي سندونو او مکتوبونو لوحې پښتو وې چې د دواړو ژبو رسميت وساتل شي.
د دغه وزارت په جوړښت کې هم له پښتو سره له ژور تعصب څخه کار اخيستل شوى دى. رياستونه يې ټول دري ژبو ته ورکړي دي، که څه هم ځينې پښتانه مرستيالان او رئيسان لري، خو دا هم په پښتو ژبې پسې خندا ده، ځکه دوى قصداً هغو تش په نامه پښتنو ته ځاى ورکړى، چې يوازې تخلص يې پښتو دى او پښتنو ته منسوب دي، نور نه په پښتو خبرې کولاى شي او نه ليکل او لوستل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد داسې کسان په دندو ګمارلي واى، چې له مسلک سره- سره د يوه قوم د ژبې او کلتور نمايند ګي وکړي ، ليکوال وي او د پښتو او دري ژبو د انډول ساتنې وړتيا ولري.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې دوه نيمو کلونو کې د پښتو لپاره هېڅ کار نه دى کړى او ان په اکثره وختونو کې يې د پښتو پر ضدګام پورته کړى دى، په ځانګړې توګه په ټلويزيون پورې اړوند ټول کارونه د پښتواو پښتنو پر ضد دي.
داسې فکر کېږې چې دا د کابل نه، بلکې د ايران ټلويزيون دى او يو څه خپرونې د دري ژبو افغانانو لپاره هم لري او کله- کله يوه نيمه خبره په کې په پښتو هم وي.
د راپور راوړلو لپاره پښتنو سيمو ته هم دري ژبي ژورناليسټان لېږي، چې په ګډه وډه او غلطه پښتو ژبه راپور ورکوي، حال داچې په راډيو ټلويزيون رياست كې له دوى سره ښه تکړه او غښتلي پښتانه ژورناليسټان شته، خو وخت نه ورکوي، چې دا کار هم له پښتو ژبې سره لوى خيانت بللاى شو.
د ښاغلي رهين له وزير کېدو سره سم پښتو په ټلويزيون کې دويمه ژبه او ورو- ورو بېخي په نشت وشمېرل شوه.
د ټلويزيون په پرده کې چې کوم سمبول جوړ شوى هغه هم يوازې په دري او انګرېزي دى.
په لنډ ډول به يې ووايو چې د ټلويزيون په هېڅ پروګرام کې د پښتو انډول نه ساتل کېږي، حتى ځينې پروګرامونه پښتو برخه هېڅ نه لري او ځينې يې چې لري، هغه هم ډېره کمزورې او تش د نمونې لپاره ده.
د راډيو- ټلويزيون لپاره چې د ښاغلي حامد کرزي له خوا کوم کميسيون جوړ شوى و، هغه په خپلو چارو کې په بشپړ ډول ناکام دى، هېڅ لاسته راوړنې نه لري.
موږ دواړو ژبو (پښتو او دري) ته د متناسب او قانوني حق غوښتونكي يو، موږ د ملي وحدت د پياوړتيا لپاره د پښتو او دري تر منځ د انډول ساتل، په تعليمي او حکومتي ادارو کې هغوى ته مساوي برخه ورکول د قانون عملي کول ګڼو، نو له همدې امله موږ پښتانه ليکوال له دولت څخه غواړو:
_ لکه څنګه چې اساسي قانون پښتو د لومړۍ ژبې په توګه ثبت کړې، همداراز بايد دولت عملاً د پښتو رسمي مقام ته درناوى وکړي، تثبيت يې کړي او کوم حقونه چې لري وريې کړي.
_ د اطلاعاتو او کلتور وزير بايد داسي څوک وټاکل شي چې نه يوازې په پښتو او دري پوه وي، بلکې د دواړو ژبو ليکوال وي.
_ د نشراتي مړسسو رئيسان او مرستيالان بايد په يوه وړ تناسب وټاکل شي.
_ په ځانګړې توګه د ټلويزيون رئيس چې د خپل تعصب او بې کفايتۍ امتحان يې ورکړى، بايد ژر تر ژره له دندې ګوښه شي او پرځاى يې يو رښتينى افغان چې پر ملي وحدت او ملي ګټو ايمان ولري، وټاکل شي.
که زموږ دا غوښتنې ونه منل شي، زموږ احتجاج به د قانون په چوکاټ کې له ليکني ډول څخه عملي لاريونونو او لوړو مقامونو ته، ان د يونسکو نړيوالې ادارې ته چې د ژبو حق ساتلو مسووليت لري، د ورتللو بڼه غوره کړي او موږ به خپلو دغو هڅو ته په ملي او نړيواله كچه د بري تر وخته دوام ورکړو:
1. هېواد كلتوري_ ادبي ټولنه
2. ګوربت كلتوري ټولنه
3. بغلان ادبي بهير
4. قلم ادبي ټولنه
5. ميوند كلتوري ټولنه
6. د ځوانو ژورناليسټانو ټولنه
7. لغمان ادبي بهير
8. استقلال ادبي ټولنه
9. د بٌست فرهنګي ټولنه
10. زرمت ادبي بهير
11. د هوسۍ مجلې اداره
12. د ښځې غږ فرهنګي انجمن
13. د ښكلا نشراتي اداره
14. پښتو ادبي غورځنګ (پكتيا)
15. اريوب كلتوري ټولنه
16. سورغر ادبي يون
17. كندوز ادبي بهير
18. پكتيا ادبي بهير
19. د بلخ فرهنګي مركز
20. نښتر خپرنۍ اداره
21. د تندې مجلې اداره
22. افغان ادبي بهير
23. د شيخ متيرح ادبي ټولنه
24. پښتو ادبي يون
25. زلمي اداره
26. د كونړ ادبي بهير
27. د خوست كلتوري اداره
28. رشاد كره كتنه
29. د ځوانو قلموالو انجمن
30. سلايي خپرونه
31. ننګرهار ادبي بهير.(26)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery