مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پر کېبلي ټلويزيون بنديز افغانان په غوسه کړي دي

د محمد نسيم شفق ليکنه
د سترى محکمى د يوه نوي حکم پايله به د ولس مشر حامد کرزي له پاره د يوى نوى معما سبب شي.
د کيبلي تلويزيون او مطبوعاتو د آزادۍ د يو شمير نورو پراخو موضوع ګانو په اړه ، د افغانستان په نوي انتقالي حکومت کى د جګړى کرښى د هغه څه په اړه چى ورته د سمون پالو او زاړه پالو تر منځ مقابله ويل کيدى شي ويستل شوي دي.
تيره مياشت په جلال آباد کى چى د هيواد په ختيځ کى موقعيت لري د يوه خصوصي سټيشن د بندولو د استيناف غوښتنى پر ضد، سترى محکمى په ځواب کى د جنورۍ د مياشتى په پاى کى، په ټول هيواد کى پر کيبلي تلويزيون بنديز ولګوه.
قاضي القضات مولوي فضل هادي شينواري وويل مذهبي مشرانو او ډلو شکايت کړى و چى دا چينلونه بربنډ او غير اسلامي فلمونه ښيي.
هغه يوه ورځ وروسته دا موضوع تعقيب او پر بهرني تلويزيون او فلمونو يي د بنديز لګولو غږ وکړ چى پکښى د سپوږمکۍ خپرونى، وارد شوي ويديويي فلمونه او سي ډي ګانى هم راځي. دا يو داسى ګام دى چى د سخت دريزه طالبانو د پنځه کلنى واکمنى ياد يي راژوندى کړ، چى هغه مهال نڅاه ، موزيک فلمونه او د تلويزيونونو پر پير اوپلور بنديز لګول شوى و.
هغه وضع د ولس مشر حامد کرزي له خوا پداسى حال کى بدله شوه چى د مطبوعاتو او بيان د آزادۍ ژمنه يي وکړه چى د سپوږمکۍ د کاسو له پاره يي بيړه زياته کړه. برسيره پر دى د کابل په سينماګانو کى سوداګري په درز سره پداسى حال کى روانه ده چى ځوان افغانان يعنى نارينه د هندي فلمونو د ليدو له پاره چى نڅاه ګانى ، سندرى او موزيک لري ورځي .
د کرزي يوه وياندد جنګ او سولي راپور ورکوونکى ټولني ته وويل زه پدي تبصره نه شم کولى ځکه نه پوهيږم ولس مشر به د سترى محکمى سره موافقه کړى وي او که څنګه.
د سنما ګانو له غوړيدو سره د باليوډ د وروستيو فلمونو او لويديځوالو فلمونو سي ډي ګانى هم د کابل په کوڅو کى لږ تر لږه په يوه ډالر تر لاسه کيدى شي. د وروستيو راپورونو په اساس که څه هم ځنيو دوکانونو ته د تړل کيدو حکم ورکړ شوى او په ولايتو کى ځينى ګوښى حملى هم د دوى پر ضد شوي دي.
شينواري چى دمخه يي د نجونو او هلکانو د ګډ تعليم پر بندولو د ټينګار له امله ناندرۍ رامنځ ته کړى وه. او پداسى حال کى چى افغانستان په زياته پيمانه له دوو لسيزو جګړو وروسته پر بهرنۍ مرستى متکي دى ، هغه پر دى خبرى هم په شديده توګه حمله وکړه چى هغه يي پر افغانستان د لويديځ د اغيز تحميل بولي.
د اطلاعاتو او کلتور وزير مخدوم رهين په چټکۍ سره د ځواب په ويلو ژمنه وکړه چى په څو ورځو کى به نوى قانون معرفي شي چى د کيبل خپرونکي به وکولى شي د نوم د ثبتولو سره خپلو خپرونو ته دوام ورکړي، حکومت ته به ماليه ورکړي او پر ځان پخپله د سانسور پر مراعات کولو سره دغه کود عملي کړي، خو په دى اړه تفصيل نه دى ورکړ شوى.
د رهين مرستيال عبدالحميد مبارز يو څو ورځى وروسته د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: موږ د سترى محکمى له دغه حکم سره موافق نه يو.
هغه وويل: موږ د کيبلي تلويزيون په اړه په هغو غونډو کى چى د عدليي وزارت استازى هم پکښى و موافقه کړى او مسوده هلته ليږل شوى. وروسته له دى چى د کابينى له خوا منظور او د ولس مشر حامد کرزي له خوا لاس ليک شي ، په مطبوعاتو کى به چاپ شي او هر څوک به وکولى شي کيبلي تلويزيون ولري.
هغه زياته کړه کيبلي او د سيوږمکۍ کمپنۍ مثبت او منفي پروګرامونه لري . موږ بايد له مثبتو پروګرامونو څخه ګټه واخلو.
دا خبره واضحه نه وه چى پر خپرونو به بنديز وي او که څنګه، او دا به څه ډول شکل غوره کړي.
زلمى چى په جلال آباد کى د بند شوي کيبلي تلويزيون چلوونکى دى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته يي ويل داسى يو بنديز لکه دا چى دى د مطبوعاتو پر آزادۍ حمله ده او داسى ګامونه د دموکراتيکى واکمنۍ سره په تضاد کى دي.
هغه وايي موږ په قانوني توګه خپل سټيشن چلواو د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا د ټاکل شوي کميسون مکتوب هم لرو. مونږ داسى خپرونى لرو چى خلک و نه شي کولى غير اخلاقي شيان وويني، موږ يوازى اطلاعاتي او تفريحي شيان خپرو. که چيرى کيبلي تلويزيون بند شي نو حکومت بايد ټولى هغه پيسى مونږ ته بيرته راکړي چى موږ پر دغى سوداګرۍ لګولي دي.
په کابل د کيبلى خپرونو يو بل چلوونکى عبدالسميع صاميت وايي دوى هم د طالبانو له ړنګيدو وروسته له همدغه کميسون څخه مکتوب تر لاسه کړى چى خپلو خپرونو ته دوام ورکړي او په دوامداره توګه حکومت ته ماليه هم ورکوي.
هغه وايي پر هغه څه چى مو سم لاسي موافقه نه ده کړى هغه د ماليي بيه ده، دوى د ګټو په سلو کى د ٣٠ غوښتنه کوله، خو مونږ د هغى پر نيمايي موافقه وکړه. موږ په لمړي سر کى له خپلو مشتريانو ١٠٠٠ افغانۍ ( ٢٢ امريکايي ډالر) اخلو او وروسته بيا هره مياشت ٢٠٠ افغانى راکوي.
د سترى محکمى د ريس مرستيال فضل احمد معنوي د خپلى پريکړى دفاع کړى. هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: کرزي د دغه ګام ملاتړ کړى ، او دا خبره يي تائئد کړه چى دا کار بايد د سپوږمکۍ خپرونو ته هم وغزول شي، او ادعا يي وکړه چى کيبلي چلوونکي حق نه لري چى خپله سوداګري پر مخ يوسي. هغه دا خبره هم وکړه چى د ولس په غوښتنه دا ګام اخيستل شوى.
د بهرنيو فلمونو د واردولو په اړه هغه نرم دريځ غوره کړ، او ويلي چى هغه بايد مخکى له خپريدو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سانسور برخى ته وسپارل شي .
معنوي وويل: کيبلي تلويزيونه او د سپوږمکۍ خپرونى بايد په بشپړه توګه بندى شي. زموږ هيوادوال بايد دا درک ګړي چى دا خپرونى د دوى اخلاق له منځه وړي ځکه چى د جنسي اړيکو ټکان ورکوونکي صحنى په کى ښودل کيږي.
هغه وويل: دا دولس مشر حامد کرزي سره په پوهاوي او موافقى بند شوي ځکه دا غير اخلاقي او د اسلام د قوانينو سره مخالفت لري. موږ د خلکو د غوښتنو پر بنسټ دا بنديز اعلانو.
دا وينا د حاجي نور علي له خوا چى د کابل د مکرويانو په سيمه کى د ٣٠ کورنيو استازيتوب کوي چلنج شوه، او هغه استدلال وکړ هر هغه څوک چى غواړي غير اخلاقي فلمونه وويني نو سي ډي ګانى يي رانيولى شي.
هغه وويل: زموږ پروګرامونه شهرت لري او خلک له دى خبرو چى په نړۍ کى څه پيښيږي. زه پوهيږم چى دا ٣٠ کورنۍ چى په ١١٣ بلاک کى اوسيږي غواړي د کيبل تلويزيون وويني او هيڅ يوه يي هم شکايت نه دى کړى.
د کابل د پوهنتون يوه محصل کنيشکا د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: که چيرى حکومت داسى ګامونه اخلي ، نو وضع به لاپس خرابه شي. نن پر کيبل بنديز ولګيد، سبا پر تلويزيون او بله ورځ پر راديويي موزيک. نو زموږ د حکومت او طالبانو تر منځ به توپير نه وي.(30)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery